Rahat Noor Hairan
Bbb
ستره او تاریخي بریا مو بختوره شه!
ژوندی دې وي افغانستان!
• د دنګو ماڼیو ډېری لوړ منزلونه تش وي.
جرمني متل
• مینه خرو ته ګډا/نڅا ورښیي.
فرانسوي متل
• پر غلي/خاموش خر دوه تنه سپریږي.
ارمینیایي متل
• څوک چې جېب کې پیسې نه لري، ژبه یې، باید د ورېښمنو وي.
مالیزیایي متل
• ودانه خېمه تر کنډوالې ماڼۍ غوره ده.
جاپاني متل
• که چا له شا په لغته ووهلې نو پوی شه چې ته مخکې یې.
فرانسوي متل
• معلومات
۱- ښځې د نارینو په نسبت دوه برابره په بدن کې درد لري، خو په ورته وخت کې له نارینو دوه برابره د درد د زغملو وړتیا هم لري.
۲_انسانان د جالبو مسایلو د بیان په وخت ډېر جذاباتي معلومیږي.
۳-د کورنې غړو ته د شپه پخیر او سهار پخیر ویل، تاسو خوښ او فعاله ساتي.
۴-که د خپګان په وخت کې د خپل نږدې ملګرې/ ملګري لاس په لاس کې کلک ونیسئ نو درد مو کمیږي.
۵- له بهترین او ګران ملګري/ ملګرې سره واده کول ۷۰ فیصده د طلاق مخنیوی کوي همدارنګه دا اړیکه د عمر تر پایه په خوشالۍ مخته ځي.
۶-د ډېر وخت لپاره یوازېتوب روغتیا ته مو د ۱۵ سګریټو په اندازه زیان لري.
۷-سګریټ څکول لکه ځان وژنه، خو فرق دادی چی سګریټ د وخت په تیریدو سره انسان وژني.
۸-هر کال ۱۰ لکه انسانان له سګریټو څکولو له امله خپله مړه کیږي.
۹ -هر کال دونیم میلیونه انسانان د نسوارو استعمال څخه خپل ژوند د لاسه ورکوي.
• باز ته دې الوت چل مه ورښایه.
• خوراک له خپلو سره وکړه تجارت له پرادو سره.
• د هوښیارانو په قانون کې هغه څوک چې خپل رازونه ملګرو ته وایي له منځه ځي.
• په محفل کې چاته مه وایه چې غوږ دې رانږدې کړه چې پټه خبره درته وکړم.
• له خلکو سره د خبرو پر مهال د هغوې سترګو ته وګوره.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
تر ټولو غوره انسان هغه دی، چې
له ګناه او کينې څخه پاک زړه او
ریښتینې ژبه ولري. (ابن ماجه)
❤️⚘️🥰
که مثبت فکر وکړئ ،
غږ په موسیقۍ بدلیږي ...
حرکت په نڅا ...
موسکا په خندا بدلیږي ...
او ژوند په جشن ...!
بهانې داسې مدیریت کړئ:
۱- ستړی یم، وخته ویده شه.
۲- وزن مې ډېر دی، تمرین ډېر کړه.
۳- وخت نلرم، تلویزیون ته کېناستل پرېږده.
۴- پیسې نلرم، بې ځایه مصارف ودروه.
۵- ډېر سخت دی، لۀ کمو پیل وکړه خو هڅه مۀ دروه.
۶- پوهه او مهارت نلرم، ولوله او زده یې کړه.
• سل دوښمنان به دې دومره ونه ځوروي لکه یو منافق دوست.
• د دښمن په غورځېدو زر خوشالي مه کوه، د هغه په راپورته کولو کې تلوار هم مه کوه.
• د نړۍ تر ټولو لوی جنایت د یو چا په مینې مینیدل دي.
• که چا درته وويل چي "تغير دي کړئ دی."
۹۵٪ سلنه احتمال ددې شته چي هغسې چلند چې دوی يې درڅخه غواړي تا پرې ايښئ.
• کله، کله چپ/خاموش پاتې کېدل، له شکایت کولو څخه غوره وي.
• هېڅکله د لنډ مهاله احساساتو په اساس دایمي پرېکړې مه کوئ!
• او په پای کې به مو د دښمن ځوروونکې خبرې هېرې شي، خو د نږدې ملگرو چوپتیا به مو تل په یاد پاتې وي.
که غواړئ چې هوښیار شئ نو، زما پاڼه خوښه/لایک، تعقیب او ملتیا مې، مه هېروئ!
ــــــــــــــــــ
• که دوست مو له دوښمن سره ولېد نو؛ ډاډه اوسه چې دواړه ستا دوښمنان دي، یو پټ بل ښکاره.
• پسه ټول عمر د لېوه په وېره کې تېروي اخر یې هم خپل شپون وخوري چې پام مو وي.
• د ژوند اصل؛ که هېڅوک درسره کومک نکوي تکړه شه پخپله یې ترسره کړه.
• په هغو خلکو باور مه کوئ، چې د نورو راز تاته وایي.
• بښنه ډېره کوئ خو، باور یو ځل.
• د یوې کیسې پای د یوې بلې کیسې پیل دی.
• لوی یا کوچني مهم نه دي دروغ دروغ دي.
• د ژوند د بدلولو لپاره تاسو اړ یئ چې خپل لومړیتوبونه بدل کړئ.
ملا عمر الحنفي on Twitter “بیا یې وګورئ. له ټویټر څخه په اسانۍ ویډیو ډانلوډ کړئ، بغیر له کوم اپلکېشن څخه. ویډیو وګورئ، سل فیصده کار کوي، زه ویډیوګانې په همدې طریقه ډانلوډوم. دقت وکړئ او تر نورو...
۱: ځيني خلک هغه کتاب نه لولي چي مفت یی پیداکړی وي.
۲: د ښايستې نجلۍ شپېلکی د پړانگ تر غړومبهاري لا د ليري څخه اورېدل کېدلای شی.
۳: هغه لاس چي نوروته څه ورکوي ډېر شيان راټولوي.
۴: پر هر کونج باندي وروگرزه، ښایي هلته به يوه نوې لاره يا يوه پټه دروازه تاته منتظره وي.
۵: ښه سړی د خپل ځان ښه ملگري دی.
۶: د ښه حکومت په وخت کې زوروران کمزوروته غاړه ږدي، د خراب حکومت په دوران کې کمزوري دزورورو اطاعت
کوي.
۷: پيسې ښه بوی لري که څه هم چټلې وي.
۸: هر حکومت غواړي چې خپل خلک خوښ وساتي، خوښه حکومت هغه دی چې د خلکو دخوښ ساتلو په چل پوه شي.
۹: دوستي او ملگرتيا دوهم ژوند دی.
۱۰: ژوند داسي تیاتر دی چي په هغه کي زياتره وختونه خراب خلک تر ټولو ښې چوکيانې نيسي.
Beshak
یو خر د ځنګل پاچا شو.
امر یې وکړ، چې ټول حیوانات باید د شپې پر ۶ بجو څملي او د سهار په ۶ بجو ویښ شي، هر حیوان باید یوازې ۶ ګولۍ ډوډۍ وخوري او که چا فوټبال کاوه باید د هر ټیم شپږ غړي وي، خلاصه دا چې هر څه ۶ شول.
دا قانون ډیر زر د ۶ قانون په نوم مشهور شو.
یوه ورځ چرګ د سهار په شپږ بجو او پنځلس منیټو ویښ شو او آزان یې وکړ.
خر ډیر غوسه شو، لویه غونډه یې را وغوښته او چرګ یې د ۶ قانون څخه د سرغړونې په تور اعدام کړ.
نور حیوانات وډار شول، نور چا جرئت نه کاوه، چې له ۶ قانون څخه سرغړونه وکړي.
کلونه تیر شول، خر سخت بیمار شو.
یوه ورځ یې زمری پوښتنې ته ورغی او ورته وویل:
ای خره! ما کولای شوای ستا پر ضد بغاوت وکړم، او له واک دې لرې کړم، خو د ځنګل د نظم په خاطر مې دا کار ونکړ، اوس دا راته ووایه چې دا د شپږو قانون کې څه حکمت وو، چې تا نافض کړ؟
خر ورته وویل:
زه خو خر یم، او د خره په څیر یو قانون مې جوړ کړ، تاسې ولې له ځانونو میږې او وزې جوړې وې او قانون مو مانه؟
ښه ده، چې زده یې کړو!
له هرې خبرې وروسته چې دې وویل "ټوکې مې کولې! ټوکې دې نه کولې؛ بلکې د مقابل لوري پر شخصیت دې برید کړی.
د نورو په شخصي ژوند کې دخالت تجسس نه دی، مطلقه بې نزاکتي ده.
ترخې خبرې او د نورو په اړه قضاوت نقد نه؛ بلکې توهين دی
ترکیه:
یوې پېشو خپل ناروغ بچی د استانبول یو روغتون ته رسولی دی د روغتون ډاکټرانو د پېشو زوی بېړنۍ خوني ته د ښې درملنې لپاره بیولی.
• مخالف د وبخښه لېکن، ملاتړي/تر شا ولاړ کسان یي هېڅکله ونه بخښې.
• د زړه خبرې په زړۀ کې ښې وي ځکه، اوس نه هغه خلک شته او نه هغه زړونه چې راز وساتي.
• که څوک دې له لاسه ځوریږي نو، پوی شه چې ټولې سجدې دې بې ځایه دي.
• د صبر څخه کار واخله ساعت به د بل وي وخت به ستا ښایي.
• د هېچا د لاسته راوړلو کوشش مه کوه؛ پیسې
لاسته راوړه، هر څوک به پخپله درته راځي
د یووشتمې پېړۍ همدا قانون دی.☝
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Telephone
Website
Address
Extended Road To Kabul Station, Near Fruit Market, Next To Amarat Mall Plaza
Jalalabad
قومندانۍ تر څیرمه، غلام محمد څلورلارې پرلور غځیدلې سړک، دريمه ناحیه
Jalalabad, 2600
زمونږ سره مسلکي زده کړې وکړئ!
Nangarhar Public Health, Komandani, Jalalabad Kabul Road
Jalalabad, 2600
STEAM� Innovative Generation + Goals
Jalalabad, 555666
I committed to be victorious I own some colossal dreams & Inshallah I will make it occur one day!
Jalalabad
دلته چي هر سه خپروم، شخصي نظريات دي، زما رسمياتو پوري اړه نلري. په همدي نوم يو فيسبوک اکونټ هم لر🙌
Number Three
Jalalabad, 2601
This course will help students improve their academic understanding of English. This course will impr