Abdullah SheRzai
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Abdullah SheRzai, Doctor, Jalalabad.
رسول الله(ﷺ) فرمایلي:
#ژباړه: د زیتون غوړي خورئ، ځان پرې مالش کوئ، ځکه چې دا تېل د یوې برکتناکې ونې څخه دي.
#رواه۰ترمذي۰وابن۰ماجه۰والدارمي.
د ملي اتل مـ.لا سـ.نګین فاتـ.ح مستند فلم به ماښام ۶ بجې جلال آباد کې مخابراتو چوک د ښاروالۍ په لوی سکرین هم نشر شې.
ویل کيږي د کابل جلال آباد دوهم لین سرک سروې ممله کې شروع شوي ده.
الله ج دې پخیر کارونه را پیل کړي.🙏
Bobbit Syndrome:
په دې ډول جنسي انحراف کې ښځينه جنس د خپل مېړه قضیب د یو تېره قاطعه آلې پواسطه پرې کوي.
#سر۰درد
په ګرمو اوبو کې د خپلو پښو ډوبول د سر درد څخه د خلاصون ترټولو مؤثره لاره ده.
#پېغور:
ابن سیرین رحمه الله چې کله خپله شتمني وبایلله یو چا ورته وویل: ستر تاوان درته ورسېدو، ده په ځواب کې ورته وویل: دا د یوې ګُناه په وجه چې له 40 کلونو راهیسي مې د سزا انتظار اېست. حاضرینو ورته وویل: هغه ګُناه څه وه؟ ده ورته وویل: یوه سړي ته مې د هغه د مسکنت پېغور ورکړی وو.
د انسان سترګې:
ویل کیږي چې د 576 ـــ MEGAPIXEL کیمرې سره مساوي وي.
کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې پنجشنبې ورځ چې په افغانستان کې د شوروي د ماتې له ورځې سره برابره ده، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.
د هوا پېژندنې اداره:
راتلونکې اونۍ هېواد ته د واورې او بارانونو بله څپه راروانه ده.
روغتیا وزارت:
75 سلنه ښځینه روغتیایي کار کوونکو ته اړتیا لرو.
حسن البصري رحمه الله فرمایي:
نېکان مؤمنان خپل ملګري جوړ کړئ ځکه هغوی به د قیامت په ورځ د خپلو ملګرو شفاعت کوي.
سعید بن جبیر رحمه الله وایي:
که مې یو څوک په سر په ډنډو ووهي تر دې ډېر راته غوره دی چې امام خطبه وایي او زه خبرې کوم.
#کینه
د تشویش او اندېښنې یو ستر لامل کینه ګڼلای شو؛ هغه کینه چې د نورو سره د نعمت په لیدو د انسانانو په زړونو کې رامنځته کېږي او په پای کې له انسانانو څخه د خوښۍ شیبې اخلي.
حضرت علي رض پدي اړه فرمایلي:
#ژباړه د بدن سلامتیا د کینې په کموالي کې ده.
نوي څېړنه:
د امریکا په نیویارک ماونټ سیني میډیکل سنټر کې نږدي له 27000 نفرو څخه زیاتو کسانو باندي څېړنه شوي ده.
ویل شوي دي چې ویګرا یا سلډینافیل 60% د الزایمر ناروغۍ خطر کموې.
ریلیف ګولۍ: RELIFE TAB
ریلیف ګولۍ د لاندی ترکیب لرونکی دی.
Paracetamol 300 mg
Diclofenac Sodium 25 mg
Chlorphenramine maleate 4 mg
Magnesium Trisilicate 100 mg
🔹←د استعمال ځایونه: indications
√ تبه: Fever
√ سردرد: Headach
√ د غاښ درد: Toothach
√ روماتیزمی درد: Artheric pain
هر کله چی تاسی یوه ریلیف ګولۍ خورۍ په حقیقت کی به تاسی څلور ګولۍ لکه (Paracetamol )
(Magnesium ) ( Chlorphenramine)( Diclofenac )
خوړلی او په د سره به ستاسی بدن کی هیڅ د درد احساس ونکړۍ او سره له دی به مو خوب هم آرام وی.
نړۍ والی فارمکوپی یواځی د دوه درملو ترکیب ته اجازه ورکوی او تر دوه زیات درملو ترکیب د شدیدو عوارضو سبب کیږی هغه کسان چی ریلیف زیات کاروی ممکن په لاندی مزمنو ناروغیو اخته شی.
√د جګر ناروغۍ
√ د وینی لوړ فشار
√ ډیابټس (شکر)
√ د زړه مزمنی ناروغۍ
#نګینه۰همراز
له ویده کېدو وړاندې لوستل:
د ورځپاڼو لیکنې او مجلې د هغه چا لپاره چې د بې خوبۍ ستونزې سره مخ وي ډیره ګټه لري، لوستل یې له تاسو سره مرسته کوي چې ستونزې په سمه توګه وپیژنئ د دي سربیره مطالعه یو ارام او متفکرانه فعالیت دی چې خپګان له مینځه وړي.
#انديښنه۰خپکان۰او۰درملنه
د ورزش په وخت کې د انسان په بدن کې يوه کېمياوي ماده چې #اِنډورفين نوميږي افرازيږي. څېړنې ښيي دغه ماده #روحي #فشار #کموي او د انسان د #خوشحاله کولو باعث ګرځي.
نوټ: تېز پياده تګ هم ورزش ده
Dr shams
په مسلسله توګه د تشو بولو ځنډول کیدایشي په پښتورګو کې د تېږو جوړیدو سبب شي.
پنجاب:
د اویسټین ستنې له کارولو وروسته له ۴۰ زیات ناروغان ړانده او شب کور شوي.
د پنجاب حکومت تر دووه اونیو پورې د یادې ستنې په استعمال بندېز لګولی.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دا ستن/ انجکشن د شکرې ناروغانو ته د سترګو دید د کمزورۍ مخنیوي لپاره ورکول کیږي.
***
نوټ: هیله ده دا خبر تر ډاکټرانو او ناروغانو ورسوئ.
راپور شور نیوز
دا سړی امریکایي ویرولوجیست جونس اېډوارډ سالک نومیږي.
په 1955 م کال کې یې د پولیو ناروغۍ
لومړني واکسین جوړ کړل.
په دې خاطر چې دا واکسین په ټوله نړۍ او هر ځای کې د لاسرسي وړ وي، د ځان په نامه یې واکسین په رسمی ډول ثبت نه کړل.
په پایله کې یې (7000) میلیونه ډالره سرمایه چې په دې واکسینونو یې له رسمي ثبت وروسته تر لاسه کولای شوه له لاسه ووته.
نوموړي وویل چې غواړم ټول خلک له دې واکسین څخه هر ځای برخمن شي له پیسو یې هم تېر یم.
خو د میلیونونو کسانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره یو سبب شو.
د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د ماشومانو د پولیو ناروغي د دې واکسین په ذریعه له منځه تللې.
د امریکا مریلنډ پوهنتون ډاکټرانو یو انسان (۵۸ کلن لارینس فاسېټ) ته د خوک زړه پیوند کړ.
وایي، هغه چې د مرګ چانس یې بیخي زیات شوی و، له عملیات تر رغېدو وروسته اوس نورمال خاندي او کېني.
دا په نړۍ کې دویم انسان شو چې د خوګ زړه ورته په بریالي ډول پیوند شو.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Jalalabad
Be like a diamond, precious and rare, not like a stone, found everywhere.
Nangrahar/Nazyan
Jalalabad, 2601
In oeder to SUCCEED we must first belive, Than we can!!!💎💎 RHــ A+ WHATS APP +93(0)703572645 ⅅℛ.ℕᝪᝪℛⅈ💎
Basawul Ningarhar
Jalalabad
درود شریف په ستر لارښود مُحَمَّد ﷺ💗