Study Abroad

Better education equals a better nation.

31/10/2022

د سکالرشیپ له لارې څنګه خپلو زدکړو ته دوام ورکړو (لومړۍ برخه):

کله چې د بورسونو په هکله کومه موضوع ولیکم نو سمدلاسه ګڼ شمير پوښتنې راځي. اکثرا پوښتنې هغه وخت را ولاړيږي چې معلومات په بشپړ ډول ونه لوستل شي. کچیرې موږ خپلې وړتیاوې ونه ارزوو او په څنګ کې د معلوماتو لوستلو مهارت ته وده ورنکړو نو د بورس ګټل به تر ډیره ناشونی وي. له دې امله هڅه کوم د انفرادي ځوابونو پر ځای، معلومات دلته خپاره کړم څو نور کسان هم ګټه ترې پورته کړي.

لومړۍ برخه: پدې برخه کې هغه اسناد تر بحث لاندې نیسم چې د سکالرشیپ لپاره اړین بلل کیږي. باید یادونه وشي چې لاندې معلومات مشخصا د هیڅ سکالرشیپ په هکله ندي.

1. د بورسونو لپاره غوښتنلیک یا اپلیکیشن (Application Form): یاد سند د بورس ورکوونکې مرجع لخوا ورکول کیږي. فارمټ یې معمولا پي ډي اف یا وړد فایل وي. د اپلیکیشن ټولې برخې باید په پوره ډول ډکې شي. ډیر کله اپلیکیشن په آنلاین ډول ډکیږي، اما کله کله له مربوطه ویب سایټ څخه ډانلود بیا وروسته په آفلاین ډول په کمپیوټر کې ډکیږي. د اپلیکیشن ټول معلومات باید واضیح او پرته له کومې غلطۍ وي.

2. د ځینو بورسونو لپاره د غوښتنلیک ورکولو پر مهال د تذکرې او پاسپورت درلودل اړین دي. بهتره ده دا اسناد هم آماده ولرو.

3. د مکتب او پوهنتون ترانسکریپټ او ديپلوم: دا اسناد باید په انګلیسي ژبه وي او په لوړو زدکړو او بهرنیو چارو وزارتونو کې تایید شوي وي. کچیرې ترانسکریپټ کې د نمرې ورکوولو یا (Grading) سیستم واضیح نه وي نو اړوند پوهنتون سره اړیکه ونیسئ څو پدې اړه وضاحت درکړي. دا چې دا کار د افغانستان په پوهنتونونو کې تر کومه حده ممکنه ده یا مربوطه څانګې څومړه همکاري کولی شي، باید له نږدې څخه وپوښتل شي. ځکه بهرنیو پوهنتونونو کې معمولا د ترانسکریپټ نمرې د نړیوالو معیارونو په اساس ارزول کیږي. خو که چیرې د ترانسکریپټ نمرې هم په عدد وي او معادل یي په (GPA) او انګلیسي توري وي بیا فکر کوم ستونزه نلري او د منلو وړ وي.

4. د انګلیسی ژبې سند یا د اړوند هیواد د ژبې سند درلودل: کچیرې کوربه پوهنتون کې د تدریس ژبه انګلیسي وي پدې صورت کې د سکالرشیپ او ادمیشن اخیستلو لپاره د انګلیسي ژبې رسمي سند (ټافل، آیلتس او داسې نور) حتمي بلل کیږي. پدې برخه کې کیدی شي د انګلیسي ژبې نور معیاري امتحانونه او نمرې هم د منلو وي خو د پوره معلوماتو لپاره باید مربوطه پوهنتون او ادمیشن څانګې سره اړیکه ونیول شي. کچیرې پخوانۍ زدکړې مو په انګلیسي ژبه وي، کولی شئ له اړوند پوهنتون څخه داسې سند ترلاسه کړئ چې د تدریس د ژبې تایید وکړي. په ځینو مواردو کې دا سند د انګلیسي ژبې سند پر ځای کارول کیدی شي. خو د دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د تل په څیر سپارښتنه کوم څو د پوهنتونونو ویب پاڼې وګورئ او مربوطه څانګو سره اړیکه ونیسئ.

5. انګیزه لیک (Motivation Letter)، شخصي پیژندنه (Personal Statement)، اراده لیک (Letter of Intent): د ځینو بورسونو لپاره یاد اسناد هم ضروري ګڼل کیږي. دا اسناد په محتوا کې ډیر توپیر نلري نو ځکه د یوه مشخص بورس لپاره ټول نه غوښتل کیږي. ما د هر یوه په هکله پوره لارښونې او نمونې خپرې کړي چې زما په تیرو پوسټونو کې یې کتلی شئ.

6. د څیړنې هدف (Research Objective)، څیړنیز پروپوزل (Research Proposal): د سکالرشیپ د اپلیکیشن له مهمو اسنادو څخه شمیرل کیږي. د څیړنې هدف معمولا د ماسټرۍ بورسونو لپاره غوښتل کیږي، حال دا چې د څیړنیز پروپوزل لیکل د ډکټورا سکالرشیپونو لپاره اړین وي. د څیړنې هدف په هکله مې پخوا تفصیلي معلومات او یوه بیلګه خپره کړې.

7. سپارښتنلیک (Recommendation Letter): سپارښتنلیک یو له مهمو اسنادو څخه بلل کیږي. شمیر یې له یوه څخه تر دریو پورې وي. پدې اړه مې تفصیلي معلومات او نمونه لیکلې چې زما پر فیسبوک یې کتلی شئ.

8. کارمخینه (CV): د بورسونو لپاره سی وي کوم ځانګړی فارمټ نلري. د ځینو بورسونو لپاره یې کیدی شي فارمټ ځانګړی شي، لکه: Europass, Tabular او داسې نور. سی وي د امکان تر حده باید لنډه وي.

9. کاري نمونې (Portfolio): د پورتنیو اسنادو په شمول د ځینو بورسونو او څانکو لپاره د کاري نمونو درلودل هم اړینه ده، لکه لیکوالي، هنر، مهندسي او داسې نور.

10. ادمیشن لیک (Admission Letter): د ځینو بورسونو لپاره او په ځانګړي ټوګه هغه بورسونه چې مستقیم د پوهنتونونو لخوا ورکول کيږي، ادمیشن اخیستل په اول سر کې حتمي بلل کیږي. د ادمیشن اخیستلو پروسه اوږده ده، نو باید ډیر مخکې ورته اقدام وشي.

یادونه: یو له هغو ستونزو څخه چې ځینې نوماندان ورسره مخ دي او ممکن د دوی د غوښتنلیک مخه ونیسي په اسنادو کې د نوم، تخلص او زیږون نیټې ستونزه ده. پدې مانا چې یاد معلومات په ناسم او ناقص ډول په اسنادو کې لیکل شوي وي. د پاسپورت په شمول شخصي معلومات په تحصیلي او کاري اسنادو کې باید یو شان ولیکل شي څو د اپلیکیشن په پروسه کې له ستونزو څخه مخنیوی وشي.

هغه څه مې چې دلته لیکلي د بورسونو د اړینو اسنادو په اړه عمومي معلومات دي. د ځینو بورسونو لپاره ممکن نورو اسنادو ته هم اړتیا وي. له همدې امله ، تل پر دې تاکید کوم څو د بورسونو معلومات او شرایط په دقت سره ولولئ، خپلې وړتیاوې وارزوئ بیا سکالرشیپ ته ځان چمتو کړئ.

31/10/2022

د ډولینګو ټیسټ علاقه مندانو ته !

ډولینګو چې د ژبو د زده کړي یو پیژندل شوی بنسټ دی او ترڅنګ یې د انګلیسي ژبي د مسلکي توب یو (English proficiency) ازموینه هم لري چې تر اوسه پوري په نړۍ کې شاوخوا ۴۰۰۰ څلور زره پوهنتونونه دا سند قبلوي او دا شمیر ورځ تر بلي ډیریږي.
د ډولینکو ټیسټ د ټافل او ایلټس د ازموینو غوندي ستاسو د انګلیسي سطحه معلوموي خو ښه والی یي داده چې یو خو ډیر ساده ده، د تافل غوندي سخت ریډینګ او رایټنګ نلری او له بلی خوا په کم وخت کم مصرف او اسانه توګه ستاسو خپل کور او کمپیوټر کې اخیستله کیږی، نمرې مو هم په دوه ورځي کې اعلانوي.
دا ټیسټ چې اصلي فیس یی ۴۹ ډالره ده تاسو کولی شئ د یاد مقدار په پرداخت سره ازموینه ورکړي او د انګلیسي د پروفیشنسي سند واخلي ( اړتیا نشته په ټافل او ایلیټس ۲۵۰ ډالره ورکړئ)
کله چې مو ازموینه ورکړه د نړۍ ۴۰۰۰ اروپایي او امریکایی پوهنتونو کې داخله اخیستلی شئ او له هغه ورسته چې پوهنتون مو ومني د اړوند هیواد سفارت ته په ایران یا پاکستان کې مراجعه وکړئ ویزه واخلئ او ټیکټ وکړئ او سیخ خارج ته لاړ شئ، د پوهنتون ویلو ترڅنګ به کار هم کوئ او کورنۍ ته به مو ایرو یا ډالر رالیږئ او بیا خپله پوهیږئ چې نور څه وکړئ!

ددې لپاره چې لوړې نمرې واخلئ ددې دوو استادانو لکچرونه او لار ښووني وواورئ

استاد لوکی
https://youtube.com/c/EnglishwithLuke

او استاد ...

https://youtube.com/channel/UCrSJW79A-yX3Sbo1J9q1KTA

که غواړئ ازمایښتي ازمویني ورکړئ لاندي په رسمي ویب سایټ کې یی د Practice تکمه کی کاږئ په وړیا توګه لسګونه ټیسټونه ورکړئ (موبایل کي نکیږی کمپیوټر باید ولرئ)
https://englishtest.duolingo.com/

ټولې نمرې ۱۶۰ دي اروپایي پوهنتونونه حد اقل ۹۰ غواړي خو امریکا یا کاناډا ته که مو زړه کیږی بیا باید ۱۱۵ واخلئ

ښه راتلونکي ولري

31/10/2022

Our Vision
Study Abroad vision is to connect everyone to opportunities and leave no one behind access to quality education, decent jobs, entrepreneurship opportunities.

Our Mission
To bring a positive change in the lives of the people of Afghanistan we facilitate access to opportunities so that anyone can easily find and apply to the available opportunities.

Our story
Afghanistan is a developing country with few facilities for young people to find their required opportunities in an easy way. It was the most important problem for Afghan youth to be solved. And enable the youth people to find opportunities and explore their abilities.

This is why our team started to publish the available job and educational opportunities and create this platform on 1st August 2020.

Our website well be launch very soon. We are publishing and working on Educational opportunities, training the youth people, providing online seminars, and make society aware of their rights and abilities.

26/09/2020

لور يا هم حور په نکاح درکوم دا حبره کول جايز دي که نا

د جمعي په شپه کوروالي کول جايز دي که نا 25/09/2020

https://youtu.be/iwMJQLp6mA8

د جمعي په شپه کوروالي کول جايز دي که نا د جمعي په شپه کوروالي کول جايز دي که نا

25/09/2020

د جمعي په شپه کوروالي جايز دي که نا له شيخ آبو حسان څخه يي واوري

25/09/2020

السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته ښه راعلاست حق اواز فيسبوک پاڼي ته

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

Telephone

Website

Address

Jalalabad
2601
Other Educational Consultants in Jalalabad (show all)
Habab Rahimi Habab Rahimi
12
Jalalabad, 2601

We are providing international testing systems' services. Your desired score with money back guarantee.

Scholarship بورسیه Scholarship بورسیه
Jalalabad
Jalalabad

سکالرشیپ مو راتلونکی بدلوی !!

Barya Educational Academy Barya Educational Academy
Jalalabad

Barya Educational Academy Is a perfect Resource For Learning English Language and Computer.

Kabul online Educational center Kabul online Educational center
Jalalabad

https://chat.whatsapp.com/DeYeJ1Bc93j2NWwyxL2ABQ دلته تاسو کولی شئ په انلاین👆👆 ډول درسونه تعقیب کړۍ

Abdul Rahim Niazai Naswan School Abdul Rahim Niazai Naswan School
Phase#1 Qasaba Family E Qolurdu
Jalalabad, 2601

Abdul Rahim Niazai Naswan School is one the female school located in phase#1 jalalabad city.

Aslam Online Services- اسلم انلاين خدمات Aslam Online Services- اسلم انلاين خدمات
Jalalabad, 2601

د پاکستان او ايران هيواد انلاين ويزي پوره اطمينان سره تر لاسه کولاى شى

Azizi Educational Consultancy Azizi Educational Consultancy
Talashi Square, Bicycle Street, Hassan Tower, 3rd Floor, Office #D2
Jalalabad, 2601

if your looking for study abroad opportunity then it's the right place for you

LIGHT Scholarship LIGHT Scholarship
1st
Jalalabad, 2601

زده کړه وکړی او راتلونکی جوړ کړی

CODE Assassin CODE Assassin
City
Jalalabad

Lets Code Together and Make our selfs Excellent and Master in Coding.

Ahmadullah Ahmadi Internatinal Language  Center Ahmadullah Ahmadi Internatinal Language Center
Jalalabad
Jalalabad, JAN

Education is light. AAEC

Khair ul umam Khair ul umam
Nangarhar
Jalalabad, 2601