Dr Noorulhoda Hassanzai

افغان

29/06/2023

خوشحالي منزل نه بلکې د ژوند یوه ښکلې لاره ده

29/06/2023

دنیکمرغه لوی اختر د مبارکی پیغام!💝
تاسو او ستاسي قدرمنې او باعزته کورنۍ ته د لوى اختر مبارکۍ وړاندي کوم
او د سپیڅلي رب د عظیم دربارنه تاسو ته د ګناهونو د مغفرت د عباداتو او قربانی د قبولۍ غوښتنه کوم الله تعالي دي وکړي چې دغه لوى اختر زموږ او ستاسی او د ګران او باعزته افغانستان لپاره یو د خوشحالۍ سولې مینې محبت او د شرافت ډک اختر واوسي
اختر مو بختور شه!!!
ستاسو ورور
داکتر نورالهدا {{حسن زی}}

22/11/2022

حق ویل درنه بیه لري، په تېره بیا چې ټولنه دې اورېدلو ته چمتو نه وي. خو چوپ پاتې کېدل هم له عذاب کم نه دي.

08/11/2022

سیندونه پدې پوهیږي: چې خپل منزل ته د رسېدو لپاره مو هیڅ بیړه نشته بلکې موږ به یوه ورځ خپل منزل ته ورسیږو.»
عزیزانو خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره عاجله مکوﺉ ځکه ګړندي تلل مو ستړي کوي
په دغه خبره عمل وکړﺉ هم به په هوسا ډول خپل منزل ته ورسېږﺉ هم به له دغه تګ څخه خوند واخلﺉ

08/11/2022

احساساتي کېدل هم لویه ستونزه ده. یو انسان په ساعتونو ساعتونو ژاړي په هغه شیانو چې حتی د یو عادي انسان لپاره معنی نلري💔🌸

05/11/2022

په ژوند کې لوړو موخو ته د رسېدو لپاره، درې کلمې له یاده وباسئ:
نه یې شم کولی
نه پرې پوهیږم
نه کیږي

د هر کار د ترسره کولو لپاره، الله پاک درسره مرسته کوي.
په هرڅه باندې چې وغواړئ ځان پوه کړئ، په اړه یې معلومات ترلاسه کولی شئ.
هر څومره ستونزمن کار، که وغواړئ چې سرته یې ورسوئ، الله پاک یې درته ممکن کوي
نو:
کولی شئ
او کېږي

24/10/2022

⁨باید شونډې وتړو، مټې را ونغاړو، کار وکړو، باټې ونه وهو او باور وکړو، چې د بریا زرینه کیلي کار او زیار دی.

20/10/2022

د خپل ځان د غوره او ارزښت جوړیدو لپاره باید اور ته لمن ووهې، درد باید وزغمې.
ترڅو ارزښت دې لوړ شي

20/10/2022

هیله او ویره هیڅکله په یو ځای کې ژوند نشي کولای. تاسو باید یو له هغو څخه انتخاب کړئ.

"مایا انجلو"

17/10/2022

په بازار کې هر څه پیدا کیږي
خو د مور غوندي جنت
او د پلار غوندي سایه(سیوری) نه پیدا کيږي !!❤️

16/10/2022

چې روحآ ارامه شې ویې لوله او که خوښه د شوه شېر یې کړه
الله ج فرمایي:
ای انسانه! تر څو چې زما قدرت او بادشاهي موجوده وي، له هېڅ قدرت او بادشاهۍ مه وېرېږه، او خبر شه چې زما قدرت او بادشاهي نه ختمېدونکې ده.
ای انسانه! تر څو چې زما خزانې او نعمتونه وي، د رزق د کمېدو څخه مه وېرېږه، حقیقت خو دادی چې زما خزانې خلاصېدا نلري.
ای انسانه! شیطانت او رزالت مه کوه، ولې؟ ځکه چې ته مې د خپل عبادت لپاره پیدا کړی یې، بله دا چې ستا د رزق ضمانت ما په خپله کړی، نو روزۍ پسې ځان مه لېونی کوه، خپل ځان او زړه دې مه ستړی کوه، او مه غمجن کېږه، دا چې له زړه دې توکل وکړې او خپل جسم په کار واچوې هر څه به وشي؛ ستا هڅه کول دي او د زړه دې توکل.
په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي، که خوښ په هغه رزق شوې چې ما درکړی، نو زړه او جسم ته به دې سکون درکړم، او تا به شکر کونکی او منونکی ومومم.
او که راضي پرې نه شوې نو په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي، د دنیا په چارو به دې داسې مصروفه کړم، لکه وحشي حیوان چې په دښتو کې په خوراک پسې ځغلي، او په پای کې به څه چې ما درته مقرر کړي له دې زیاتي څه ونه مومې.
ای انسانه! ما ځمکه او اسمانونه پیدا کړل، سره ددې چې په دې پیدایښت زه هېڅ ستړی نشوم، نو ته فکر کوې چې تا لپاره د یوې کپلې ( توکړې) ډوډۍ تیارول به ما ستړی کړي؟
ای انسانه! زه چې له تا څخه د سبا ورځې کارونه نه غواړم، ته هم را څخه سبانۍ ډوډۍ نن مه غواړه!
ای انسانه! زه له تا سره مینه لرم!
د ټول حدیث پیغام همدلته دی( زه له تا سره مینه لرم)
نو دا زما حق دی چې تاسې ټول له ما سره مینه وکړئ.
سبحان الله ما أعظم شانه!

د یوې عربي ویډیو ژباړه
کاپي

16/10/2022

سختې لارې تل ښکلو ځایو تۀ تللی وي؛
کۀ ښکلو ځایو تۀ مؤ زړونۀ کېږي،
لۀ سختیو مۀ وېرېږئ؛
زړونۀ مو غټ کړئ.

💔

15/10/2022

په الوتکه کې ناست مسافر ته خدمتګارې د شرابو پياله ونيوله؛ مسافر د نه خوړلو اظهار وکړ؟
خدمتګارې وويل: (( ښاغليه که زمونږ خدماتو کې څه ستونزه وي نو مهرباني وکړه موږ ته يې ووايه!))

مسافر وويل: دا خراب څيز دى زه يې نه څښم او تاسې يې هم بايد په مسافرو ونه څښئ.

د خراب په ويلو په الوتکه کې شور جوړ سو. چې د دنيا په لومړۍ درجه الوتکه کې څنګه خراب شيان ورکول کېږي.

له موضوع د الوتکې مشر خبر سو، هغه د الوتکې مسافرو سره له نږدې وکتل او قناعت يې ورکړ چې شراب ښه شى دى بايد ويې څښئ؛ او د هغې د خوند ټوله فلسفه يې ورته وويله.

په پاى کې مسافر ورته وويل چې سمه ده زه شراب څښم خو په يو شرط هغه دا چې لومړى به يې پيلوټ څښي کله چې هغه وڅښل بيا يې زه څښم.

مشر ورته وويل: (( هغه يې نه سي څښلى ځکه هغه اوسمهال پر دنده دى او د څښلو اجازه نه لري.))
مسافر د ارامۍ ساه واخيسته او ويې ويل:

وروره زه مسلمان يم او د خپل ايمان ساتلو لپاره هر وخت پر دنده يم.
هر وخت بايد داسلامى احکامو پابند واوسو شیر ڪ.ول یی هم مه هیروئ.

08/09/2022

بس بس بس
پرون تېر شو. نن نوې ورځ ده
پرون هېر کړه. نوې ورځ شروع که
پرون دې ځان هم وپیژنده جهان هم وپیژندې
چې د میلنو خلک ستا د تاوان په ارمان وو
میلونو زړونه ستا دلاسه په لړزان وو
بایللې لوبه دې ګټلو ته نیزدې کړې وه
په غلیم دې ویره راوستې وه. په ګړنګ دې ور سم کړی و
فقط دوه توپونه خطا لاړل ګني نور ټوله لوبه تاګټلې وه
لوبه کې دا دوه توپونه ډیرو نه خطا شویدي. ډیر له میدانه سرې سترګې وتلي دي
خو سبا بیا همدې میدان ته راغلي دي
د یوې نوې جذبې سره ،ارادې سره ،حوصلې سره
هره ورځ نوی ژوند دی. تېر نه به پند اخلو.
شهسوار خو میدان کې غورځي. بیا راپاڅیږي. بیا روانیږي
راځه بس دی.
ملت درته په انتظار دی
سترګې په لار دی

ستا د سترګو بلا واخلم. بیا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نشي. ما منلې غر غرې دي

01/09/2022

سيفالوسپورين ( Cephalosporin's ) څه شې دي
سيفالوسپورين ( cephalosporins ) د بيټالکټم (β-lactam ) انټيبیوټیکونو یوه ټولګه ده چې په اصل کې د اکریمونیم فنګس څخه اخیستل شوي، چې مخکې د سيفالوسپوريوم ("Cephalosporium) په نوم پیژندل کیدل . سیفالوسپورین په 1945 کې کشف شو، او لومړی په 1964 کې وپلورل شو.
همدا رنګه مونږ ويلي شو چې سیفالوسپورین د بیټا لیکټام انټي مایکروبیلونه دي چې د ګرام مثبت او ګرام منفي باکتریاوو څخه د انتاناتو پراخې لړۍ اداره کولو لپاره کارول کیږي. يا په لنډول ويلي شو چې سيفالوسپورين د بکتريا وو ضد درمل دي او په په ګرام منفې يا ګرام نيګيټيف او ګرام مثبت يا ګرام پوزيټيف بکترياوو باندي تاثير لري .
ددې سر بيره سیفالوسپورین په پنځو نسلونو ویشل شوي د دې لپاره چې مخدره توکي رامینځته شوي اوپه عموم کې دسيفالوسپورين هر نسل د باکتریا د ځانګړو ډولونو په وړاندې اغیزمن دی.
د لومړي نسل سیفالوسپورین په ابتدايي توګه د هغو انتاناتو په وړاندې کار کوي چې درملنه یې اسانه ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې د وروستي نسل سیفالوسپورین د ډیرو سختو باکتریاوي انتاناتو لپاره ساتل کیږي او درملنه يي کوي

* سيفالوسفورين دڅه شې لپاره کارول کيږې ?
په عمومي ډول روغتيا پالان سيفالوسپورين دمختليفو باکترياوي انتاناتو ددرملني لپاره استعمالوي چې دلته به يي مونږ ځيني انتانات زکر کړو چې سيفالوسپورين يي درملنه کولاي شې .
۱- د پوستکي او نرم نسج انتانات
۲- د ادرار د لارې انتانات (UTIs)
۳- د ستوني درد
۴- د غوږ انتانات
۵- د سږو پړسوب
۶- د سينوس انتانات
۷- مننژيت:
ددي سر بيره يي دغه لاندي يي هم استعمال ځايونه يا (indications ) دي
دتنفسى سيستم انتانات , د هضمى سيستم انتانات , د غوڔ , پوزى او ستونى انتانات , دبولې لارو انتانات , دنرمو انساجو او هډوکو انتانات , دپوستکى انتانات, سوزاک او سفليس اود غاښونو انتانات او نور هغه حالتونه چى دا درمل پکې کارول کيڔې . اوس دخولي يعني کپسولز قيسم او انجيکشن باندي لږ تم کيږو
۱- دخولې له لارې سيفالوسپورين استعمالول-
د خولې له لارې سیفالوسپورین عموما د ساده انتاناتو لپاره کارول کیږي چې درملنه یې اسانه ده. د بیلګې په توګه، د ستوني د معمولې قضیه کیدای شي د شفاهي سیفالوسپورین کورس سره يي درملنه وشي.
- دiv يا انجيکشن په مټ .
د (IV) سیفالوسپورین د ډیرو سختو انتاناتو لپاره کارول کیږي. دا ځکه چې IV انټي بیوټیکونه دناروغ نسجونو ته ګړندي رسيږي ، کوم چې کولی شي لوی توپیر رامینځته کړړې.

#مضاد استطباب ( نه کارونه ) : Cantraindications
دحساسيت په موجوديت کي . او کچيرې ناروغ د پښتورګو د وظيفى خرابوالى ولرې بايد دا درمل ورته په احطاط تطبيق شى. او ددې تر څنګ هغه کسان چي پينسلين سره حساسيت ولرى بايد سفالوسپورين هم تطبيق نه شى.

#جانبى غوارض : Side Efficts

ناروغ ته دسيفالوس پورين ورکولو ياتيرولو سره ممکن دلاندي هر اړخيزو اغزو لامل شې .
۱- د معدې ناراحتي
۲- التهاب او کانګې
۳- اسهال
۴- ترشې (په خوله کې سپین فنګس)، د خمیر انفیکشن، یا نور فنګسي انفیکشن
۵- د وینې اختلالات
۶- خارش یا خارښت
۷-سردردې
نوټ سفالوسپورين په حمل کی محفوظ درمل دي په B ګټه ګوری پوری اړه لری ( Pregnancy Catagori B )

- د سيفالوسفورين دعمل ميکانيزم .
mode of action of cephalosporins

سیفالوسپورین يوباکتریا وژونکي انتيبو تيک دي اودنورو بیټا لیکټام انټيبیوټیکونو په څیر ورته عمل لري (لکه پنیسیلین) مګر د پینسیلینز لپاره لږ حساس دي.
سیفالوسپورین د باکتریایي حجرو ددیوالونو جوړښت له منځه وړي . باکتريا يي حجري دپیپټیډوګلیکان (Peftdoglycan)په مرسته جوړيږې پيپټيډوګليکان دباکترياوي حجرو يو مهم عنصر دی او دبکترياوي حجرو په ديوال کې مهم رول لوبوي .
نو کله چی سيفالوسپورین بدن ته داخل شې دپیپتایدوگلایکان د جوړيدو څخه مخنیوی کوی او نه پريږدې چی باکتریا یو قوی حجروی دیوال جوړکړې
نو کله چی پیپتایدوگلایکان جوړنشې او قوي نه شې په دی صورت کې د باکتریا حجروی دیوال سست رازی او کمزورې کيږې نو له همدی کبله باکتریا د مرگ سبب گرزی او مړه کيږې او سيفالوسپورين حپل اغيز کوي
نوټ : که کوم ځاي کې سهوه شوي وي په هغي کې تاسي راسره همکارې وکړئ

په سیفلوسپورین کورنۍ کی لاندی درمل شـــــــــــامــــــــل دي :

1 -- 👉Cephalexin سيفالوکزين
2 -- 👉Cefaclor سيفکلور
3 -- 👉Cepazolin سيفازولين
4 -- 👉Ceftizoxine سيفاتوکزيزم
5 -- 👉Cefoperzone Sodium سيفکزون سوډيم
6 -- 👉Cefoaxime سيفاتوکزيم
7 -- 👉Cephardine سيفارادين
8 -- 👉Cefuroxime سيفوريزم
9 -- 👉Cefadroxil سيفادروکسيل
10 - 👉Ceftriaxone سيفترکزون
11 - 👉Cefixime سيفيکزيم
12 - 👉Cefepime HCL سيفپیم

01/09/2022

امينو ګليکوسايډ Aminoglycosides
امينو ګليکوسايډ يوقوي باکتریا وژونکي انټيبیوټیکونه دي چې د باکتریایی حجرو په خارجي غشا کې د فشرونو په رامینځته کولو سره عمل کوي. دوی په ځانګړي ډول د ایروبیک ، ګرام - منفي باکتریا پروړاندې فعال دي او د ځینې ګرام مثبت ارګانیزمونو پروړاندې همغږي عمل کوي. Gentamicin هغه امينوګليکوسايډ دي چې ترټولو عام کارول کیږي مګر امیکاسین ( Amekacin)ممکن د مقاومت لرونکي ارګانیزمونو په وړاندې اغیزمن وي . امينو ګليکوسايډ د معدې او د ادرار د لارې د جدي انتاناتو، او همدارنګه د باکتریمیا او Endocarditis په درملنه کې کارول کیږي. امينو ګليکوسايډ دپروفیلیکسس لپاره هم کارول کیږي، په ځانګړې توګه د Endocarditis په وړاندې. مقاومت نادر دی مګر په فریکونسۍ کې ډیریږي .
يا په لنډول ويلي شو چې امينو ګليکوسايډ د قوي انټيبیوټیکونو یوه ډله ده چې په عمده ډول د ځینې انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي چې د ایروبیک ، ګرام منفي باکتریا لخوا رامینځته کیږي. نو ويلي شو چې امينو ګليکوسايډ معدې، ادرار لار ، پوټکي . نرم نسج، هډوکو. رحم، وینې، د سترګو. غوږونو، سږو او زړه د شدید انتاناتو په درملنه کې کارول کیږي .
what is the side effects of aminoglycoside
دامينو ګليکو سايډ بدي اغيزي .
د امینوګلیکوسایډونو جدي هراړخیزې اغیزې عبارت دي له
- : نیفروټوکسیت (د درملو د زهرجنو اغیزوله امله د پښتورګو فعالیت خرابيدل )
:- اوټوټوکسیت: ممکن د اوریدو لامل شي.
نوري عامي هر اړخیزې اغیزې يي په لاندې ډول دي:
۱ - په غوږونو کې ګونګوسي او شوماشور
۲ - په ناروغ چکر راتلل
۳- د عضلاتو کمزوری او نخاع.
۴- د سر درد.
۵ - التهاب او کانګې

دامينو ګلايکوسايډ دعمل ميانيزم .Mode of action.
مونږ دلته بيلا بيل نظريات راخلو .

1= امينو ګلايکوسايډونه د ریبوزوم په s 30. ساحه کې د پروټین د جوړښت څخه مخنیوی کوي.

2= امينو ګلايکوسايډونه په باکتريا يي حجرو کې د سب يونيټ ۳۰ s ريبوسومل ( Subunit 30 s Ribosmal) سره نښلې او دپروتين دجوړيدو مخنيوي کوي .
3= امينو ګليکوساډونه دخاريجي چینلونو او د غیر فعال خپریدو له لارې د باکتریا خارجي غشا څخه تیریږي بیا د 30s ریبوسومل سب يونیټ سره تړل کیږي او په همدي توګه د پروټین دترکیب مخ نيوي کوي .

4= امینوګلیکوسایډونه د باکتریا دپروټین دجوړښت مخنیوی کوي او باکتریا وژني .
ياده دی وي چې امينو ګلايکوسايډون باکتريا وژونکي انتيو بيوتيکونه او یوازې د ګرام منفې (-) باکترياووپروړاندې فعال دي .
نوټ . که غلطي په کې شوي وي راته يي په ګوته کړئ.
فريد الله اکا خيل

ځيني امينو ګليکو سايډون . Aminoglycosiads

Amikacin
Gentamicin
Neomycin
Streptomycin
Tobramycin

01/09/2022

👈ډېر حرص !
مو د ژوند له شته نعمتونو بې👎
برخې کوي.
هر هغه څه چې لرې، پرې قانع او شکر ایستونکی اوسئ,,

01/09/2022

stress

ذهني فشار په ورځني ژوند کي يو داسي احساس دى چي زيات خلک يي لري، کله چي يو څوګ د نه پوره کيدونکو غوښتنو سره مقابله کوي ، چي دا غوښتني کولى شي په مالي ، کار کولو ، د خپلوۍ په اړيکو ، او نورو شرايطو پوري اړه لري ، دا مشکيلات په مخ پر ودي هيوادونو کي زيات رامنځته کيږي ، لکه افغانستان ،عراق او داسي نور
ډولونه Type
1--- حاد فشارونه (acut stress) دا ډول فشار لنډمهاله وي او تر ټولو عام دي ، مثال لکه اوس دکورنا وايروس په وړاندي ذهني فشار چي يو څوګ ورنه دمرګ ويره لري
2--- دوامداره حاد فشار(acut episodic stress) هغه خلک چي په دوامداره ډول د ذهني فشار سره مخ کيږي ، دوامداره د پوستکي خارښت ، ناپوهه او نامنونکي کورنۍ او ناپوهه خپلوان ، چي دا بيا د ويني د لوړ فشار او د زړه د ناروغيو سبب کيږي.
3---- مزمن ذهني فشار( choronic stress) دا د ذهني فشار تر ټولو زيانمنونکى ډول دى او د اوږدي مودي لپاره موجود وي ، لکه دوامداره غربت ، بي کاري ، ناخــوښه ودونه دا شايـــد د ځان وژني ، تاوتريخوالي ، strokeياعصبي ضربي ، او د زړه د حملي سبب شي.
سببونه Causes
د دندي مسايل يا تقاعد job issues or retirememt
د پيسو يا وخت کمبود lack of time or money
کورنــۍ ستونزي Family problems
نـــــاروغــــۍ illness
اړيکــــي او واده Relationshipe and marriage
طــلاق Divorce
د ماشوم زيان( سقط) Abortion
د يو جرم ويره Fear of crime
په بيروبار کي موټر چلول ډريوران driving heavy trattie
نښي symptomes
خوله کول ، د ملا يا سيني درد ، د غړو او عضلو درد ، د زړه ناروغۍ ، د ويني لوړ فشار ، کمزورى معافيت ، عصبي چپي
بي خــــوبي، د ياداښت کمزوري ، غوصه ، او کله ژړا ته هڅه
تشخيص Diagnosis
د ناروغ څخه د ذهني فشارونو پوښتنه د ناروغۍ د نښو په واسطه يو څه اندازه تشخيص واضح کيږي.
تشخيص ډير سخت دى ځکه دا د ډيرو فکټورونو پوري اړه لري .
مخنيوي provention
1 د قرانکريم مسلسل تلاوت کول
2 د بيځايه کړنګ يا خبرو کولو څخه ډډه کول
3 دوحشتناکو فلمونو د ليدلو څخه ځان لری وستې...

30/08/2022

#دانګام بینشی

29/03/2022
26/06/2021

زیات خلک همیش سوچونه کوي چی کوم کار وکړم او کوم نه، په همدی سوچونو کي ډوب خللک بیا هیڅ هم نه کوي.
لالا !! که یو کار وکړی یا به کامیابي تر لاسه کړی یا له ناکامۍ څخه لاس ته راغلي تجربه، خو که چیری هيڅ کار هم ونه کړی نو یو سیز به په لاس درشي او هغه ده ناکامي ده.
کاپی

03/06/2021

په خدای باور غرونه نه کوچني کوي بلکې پر لویو غرونه د ختلو قوت درکوي، په خدای باور ولرئ...!

Photos from Dr Noorulhoda Hassanzai's post 19/02/2021
08/08/2020

نامهای مریضی به انگلیسی و معنی آن به دری!

Cold ریزش
Head ache سردرد
Eye ache چشم درد
Leg ache پاه درد
Body ache جان درد
Stomach ache معده درد
Red eye سرخی چشم
Reduced – sight کم بینی
Ear ache گوش درد
Epistaxis خون بینی
Tonsillitis تانسل گلو
Olitis التهاب گوش
Wax چرک گوش
Deafness کری
Bronchitis برانشیت
Pneumonia سینه وبغل
Asthma نفس تنگی
Ulcer ذخم معده
Gastritis التهاب معده
Costroenteritis التهاب جهاز هاضمه
Hepatitis زردی، التهاب جگر
Worms کرم معده
Dysentery پیچش خون
Typhoid مورقه
Hemorrhoids بواسیر
Hernia فدق ، چُره
Cholecytitis التهاب کیسه صفرا
Colelithiasis سنگ کیسه صفرا
Cholera کولرا
Urinary infector سوزاک
Orchitis التهاب خصیه
Circumcision ختنه
Sterility عقامت، سستی
Pregnancy حاملگی
Delivery ولادت
Hypertension فشارخون
Malnutrition سؤتغذی
Rickets استخوان شکن
Scurvy کمبود ویتامین سی
Measles سرخکان
Whooping cough سیاه سرفه
Mumps کله چرک
Tetanus تیتانوس
Diphtheria خناق، دفتری
Polio فلج اطفال
Abortion سقط جنین
Dysmerrhea حیض
Gynecological diseases امراض نسایی
Goiter جاغور
Arthritis التهاب مفاصل
Rheumatism روماتیزم
Lumbago کمردردی
Neuritis التهاب عصاب
Epilepsy مِرگی
Psychosis امراض روانی
Depression افسردگی
Impetigo مردار دانه
Escabies جرم، گرگ
Eczema پت ، گوش باده
Diabetes شکر
Laparatomy بازکردن بطن
Gall دانه
Allergy حساسیت
Shingles تب خال
Nerve shock شوک عصبی
Constipation قبضیت
Dizziness گنسی
Elopecia مورفتگی
Borborygmus قُرقُرشکم
Asthenia سُستی ، ضعف
Anorexia بی اشتهاهی
Exompholos ناف رفتگی
Tonic مقوی
Wen غده
Diarrhea اسهال
Leprosy جَزام
Vertigo سرگیچی
Fever تب
Nausea دلبدی
Vomition استفراغ
Cancer سرطان
H.I.V ایدس
Gingivitis التهاب بیره
headache سردردی
backache پشت دردی
amnesia بيماري فراموشي
anemia کم خوني
bloodshed خونريزي
brain sickness نقص عقل
bladder stone سنگ مثانه
cancer سرطان
tooth ache دندان دردی
chicken pox چیچک
Sore Throat گلو دردی
constipate يبوست یا قبضیت
depression افسردگي
ear ache گوش درد
eye sore چشم درد
flu آنفلو آنزا یا ریزش و زکام
fever تب
heart ache قلب درد
heat stroke گرما زدگي
hypertension فشار خون
hysteria تشنج عصبي
infection عفونت، انتان
leprosy جذام
madness جنون
plague طاعون
measles سرخک
cataract آب مرواريد
vomiting تهوع
Blind کور
Dumb لال
Cripple چلاق
Paralysis فلج بودن
Paralytic فلج
Paralyzed
Flue آنفلانزا
Catch a cold سرما خوردن
Strep throat گلو درد میکروبی
Diarrehoea اسهال
Hangover سرگیجه
Nausea تهوع
Vomit استفراغ
Cancer سرطان
Asthma آسم
Plague طاعون
Cholera وبا
Chicken pox آبله مرغان
Twist پیچ خوردگی
Bruise کبود
Inflammation تورم
️Swelling
Swallow متورم
Wounded زخمی
Injured مجروح
Burn سوختگی
Cut بریدگی
Fracture شکستگی
Bloodshed خونریز
Stutter لکنت
️Stammer
Re****ed عقب افتاده
Nose bleed خون دماغ
Tremor رعشه
Amputation قطع عضو
Faint غش کردن
️Collapse
Uunconsciouse بیهوش
Wart زگیل
Blood clot لخته شدن خون
Ear wax blockage جرم گرفتگی گوش
Food poisoning مسمومیت غذایی
Measles سرخک
Polio فلج اطفال
Typhoid حصبه
Arthritis آرتروز
Alzheimer آلزایمر
Osteoporosis پوکی استخوان
Leprosy جذام
Rabies هاری
Gout نقرس
Epilepsy سرع
Tuberculosis سل
Gonorrhea سوزاک
Blister تاول
Dislocate در رفتگی استخوان
Sprain رگ به رگ شدن
Pins and needles سر شدن
Tetanus کزاز
️Lockjaw
Viral pneumonia ذات الریه ویروسی
Mumps اوریون
Obesity مرض چاقی
Fungal infection عفونت قارچی
Gastric ulcer زخم معده
Gastritis ورم معده
Malnutrtion سو تغذیه
Rheumatism روماتیسم
Haemorrhage خونریزی داخلی
Delirume هذیان
Constipation یبوست
Meningitis مننژیت
Wen دمل
Tumor تومور
Brain death مرگ مغزی
Bunged up nose بینی گرفته
Runny nose آبریزش بینی
Choke خفه شدن بر اثر پریدن غذا در گلو
Benign خوش خیم
Malignant بد خیم
Diphtheria دیفتری
Diabets دیابت
Bloat نفخ
Sexually transmitted diseas بیماری مقاربتی
Premature زودرس، نارس
Eczema اگزما
Disinfectant ضد عفونی
Relaps وخیم شدن، بدتر شدن
Recover بهبود یافتن
Convalescence دوره نقاهت
Infectious مسری
Convulsion تشنج
Acute حاد
Heart condition عارضه قلبی
Jaundice یرقا
Hemophilia هموفیلی
Hepatitis هپاتیت
Rickets راشیتیزم
Whooping cough سیاه سرفه
Anemia کم خونی

23/06/2020

بهترین معلومات دښږو په اړه مهرباني به موي چه یو ځل ولولی

( Lungs )سږي

سږي چي دتنفس اساسي عضوي دي چي د حجم له نظره په بدن کي تر ټولو نور غړو لوي غړي شميرل کيږي. هره سږه مخروطي شکل لرونکي ده چي قاعده يي په حجاب عجز )Diaphragm( او څوکه يي د Clavicle هډوکي څخه تقريباً 2.5 cm پورته ده. چپه سږه چي 560 gr وزن لري دښي سږي په نسبت کوچني ده پداسي حال کي چي ښي سږه تر 620 gr پوري وزن لري.
Hilum دسږي انسي سطحه ده چي لدي سطحي څځه يوزيات شمير جوړښتونه لکه Primary Bronchi، دويني او لمفاوي رګونه او اعصاب سږو ته داخل او هم د سږو څخه خارجيږي. ټول جوړښتونه چي سږو ته د Hilum له لاري داخليږي مجموعاً دسږو دجذز )Lung’s
Root ( پنامه ياديږي.
دښي خوا سږي د دريو او دچپ خوا سږي د دوو لوبونو) Lobes( باندي ويشل شوي چي دا لوبونه يو له بل څخه د سږي په سطحه د يو ژور او متبارز درز)Fissure ( پواسطه بيل شوي دي ) -۲
۱۰ ش(. او هر Lobe د Lobar Bronchioles پواسطه تقويه کيږي ،هر Lobe په خپل وار په Bronchiopulmonary Segments باندي چي د Segmental Bronchioles لرونکي دي ويشل شوي دي، نو پدي حساب سره ښي سږي کي 10 عدده او په چپ سږي کي 9 عددهBronchiopulmonary Segments شتون لري چي هر يو Bronchiopulmonary Segment بيا د منضم نسج پواسطه په څو
برخو ويشل شوي ډي. که چيرته په انفرادي توګه کوم Bronchiopulmonary Segment د جراحي عمل په نتيجه کي ليري کړاي شي نو په پاتي سږي به بيا هم سالمي وي دا ځکه چي هيڅ يو لوي رګ او Bronchi لدي منضم نسج څخه ندي تيري شوي.
Bronchiopulmonary Segments بيا په خپل وار د هغه جدار پواسطه چي په بشپړ ډول د منضم نسج جوړښت نلري په Lobules باندي ويشل کيږي چي هر Lobules د Bronchioles پواسطه تقويه کيږي.

Photos from Improve your Medical Knowledge's post 07/02/2020
Photos from Medical Doctor & Medicine Online's post 16/01/2020
Photos from All Health Facts's post 16/01/2020
Photos from Doctors & Medical Specialists's post 16/01/2020
16/01/2020

١.معده : ویره لرئ کله چې تاسو په سهار کې ناشته نه کوئ.👇

٢.پښتورګي : ډاريږي کله چې تاسو په 24 ساعتونو کې 10 ګیلاس اوبه ونه څښئ.👇

٣. مثانه : هغه وخت نارامه کيږې، کله چې تاسې د شپې ١١ بجو پورې ويښ ياست. او د لمر ختو نه مخکې نه را پاڅيږي.👇

٤. کوچني کولمي: هغه وخت د تکلیف احساس کوي کله چې تاسو ساړه مشروبات ډير وڅښئ او زاړه خواړه خورئ.
٥. لوی کولمو:ویره لري کله چې ډير غوړ شوي یا مساله لرونکي خواړه خوري👇

٦. سږې : خورا نا آرامۍ احساس کوي کله چې تاسو د سګرټ لوګي،ککړه هوا، او يا په دوړو کې ساه اخلئ. 👇

٧. ينه(جګر): ویریږي کله چې تاسو درانه تلی شوي خواړه او ګړندي خواړه(فاسټ فوډ) وخورئ.👇

٨. زړه ❤️: ډیر خراب احساس کوي کله چې تاسو لوړه مالګه او د کولیسترول رژیم وخورئ.👇

٩. تريخي (پانقراس): هغه وخت په ويره وي کله چه تاسې خواږه ډير خورئ خصوصا کله چه مټايي وي او مفت هم وي.👇

١٠. سترګې 👀: سختي شي کله چې تاسې هغه په تياره کوټه کې د موبایل او يا د کمپیوټر رڼا ته زيات استعمالوي. 👇

١١. دماغ 🧠: ډیر غمجن وي کله چې تاسو منفي فکر کوئ.نو پکار ده چې مثبت سوچونو له وخت ورکړي.👉

د خپل بدن اندامونو ته پاملرنه وکړئ او هغوي مه غمجنې کوي. په یاد ولرئ چې دا غړي په بازار کې شتون نلري.

03/01/2020

*دتهجد( شپې🌒 لمونځ)*🕌🕒🕋 __لیکنه: مولوی حبیب الله (حسام) __ *ضروراو په غور یې ولوله* الله (ج) خپل پیغمبرته فرمایي:« ومن الّیل فتهجّد»اودشپې په څه حصه کې خوب پرېږده، اوويښ شه په ویلو دقرآن‌، ابن کثیر (رح) وایي: تهجد قیام الیل دشپې، او وروسته له خوبه لمانځه ته وایي، له ابو هریره(رض)څخه روایت دی، چې له رسول الله صلی االه علیه وسلم نه چا پوښتنه وکړه چې له فرض لمانڅه نه وروسته کوم لمونځ ډېرثواب لری؟ هغه (ص) وفرمایل: دشپې لمونځ، رسول الله (ص) ته دا لمونځ په پنځه وخته فرضو اضافه فرض کړای شوی و. ځکه الله جل جلاله به ددې عبادت په عوض کې دقیامت په ورځ مقام محمود ورکړي، چې په هغه مقام به ټول مخلوقات او الله تعالی دده صفت کوی، بعضې علماء وایي چې له مقام محمود څخه مراددقیامت په ورځ هغه ځانګړتیاوې دي چې رسول الله (ص) ته به ورکړل شي، چې بعضې یې دغه دي‌،❶ دی به دخلقو دشفاعت کولولپاره پاڅېږي، ❷ اول اجازه دسجدې به ده ته ورکړل شي ❸ اول به له خاورو راپاڅيږي ❹ محشرته به په سورلۍ سوور راځي، ❺ دده سره به یوبیرغ وی، چې آدم (ع) اوترهغه ښکته به ټول ترې لاندې وي، ❻ ده ته به ځانګړي تشریفات مراسم وی، چې دبل چا به نه وي، ❼ ده ته به حوض ورکړل شي چې ترهغه به زیات وارېدېدونکي نه وي، ده ته به شفاعت عظمی ورکړل شي چې الله تعالی دمخلوقاتو ترمنځ،فیصلې شروع کړي، ❽ جنت ته دداخلېدو لمړي اجازه ❾ دده امت به لمړی جنت ته ځی او نور، ابن کثیر سورت اسراء ۷۹آیت، سورت مزمل ټول دشپې دلمانځه په اړه راغلی ژبا ړه یې وګوری. بل ځای الله تعالی خپل پیغمبر ته فرمایي:« وذکر عبدنا داوود ذا الأید انه اواب»ص ⑰ او یاد کړه زمابنده داوود دقوَت څښتن په عمل او عبادت کې، داوود (ع) دریمه برخه قیام اللیل کاوه، او نصف الدهر( یوه ورځ نه بله ورځ )یې روژه نیوله. چې رسول الله (ص) هم دهغه دعبادت صفت کړی، رسول الله (ص) فرمایلي: چې دشپې په آخری دریمه برخه کې رب متعال ددنیا آسمان ته راکوزېږي، او خپلو بندګانو ته غږکوي: آیاكوم غوښتونکی شته چې ورکړل شي، آیاکوم بلونکی شته چې بلنه یې قبوله شي، آیاکوم دګناهونو بښنې غوښتونکی شته چې ګناهونه ورته وبښم، مسلم شریف۷۵۸، رسول الله (ص)ته چاوویل فلانی سړی ټوله شپه ويده وي دشپې لمونځ نه کوي، هغه (ص) وفرمایل:« ذاک رجل بال الشیطن فی اذنه»داخو سړی دی په غوږو کې یې شیطان متیازی ور ګړې دي،ابن كثیرجلد۸ صفحه ۲۵۹ رسول الله(ص)فرمایلي:«یاأهل القرآن اوتروا »« من لم یوتر فلیس منا»(ابوداود١٤١٦) قیام الیل (دشپې لمونځ)كوي اې دقرآن والو، څوک چې دشپې لمونځ نه کوي له موږ څخه ندی،مسنداحمد۵/۳۵۷ اوابوداود(۱۴۱۹) امام حسن بصری (رح) فرمایي: په هرمومن دقرآن دتلاوت واجب حق دی چې دشپې په لمانځه کې یې ووایي، اګر که پنځه آیته وی، ابن کثیر تېره مرجع، الله تعالی دمومنانوصفت کوي، فرمایي:« تتجافی جنوبهم عن المضاجع یدعون ربهم خوفا وطمَعاً و ممّا رزقناهم یُنفقون۞ فلا تعلم نفس ما أخفی لهم من قرّةِ أ‌عین جزآءً بما کانو یعملون۞السجده ⒃ _ ⑰ لرې کېږي اړخونه ددوی له ځایونو دخوب، بولي دوی رب خپل له بېرې اوله طمعې، اوځینې له هغه مالونو چې موږ په رزق ورکړی دوی ته لګوي یې، نو ندی معلوم هېڅ نفس ته هغه شی چې پټ کړل سوي دي دوی ته، له یخوالي دسترګو څخه، لپاره دجزا د هغه عمل چې وو دوی چې کاوه به یې، ددې آیتونو په اړه رسول الله (ص)فرمایلي: دمتقیانو (نېکانو) لپاره په جنت کې هغه څه تیار شوي چې نه ستر ګو ليدلي،. نه غوږونو اورېدلي نه دچا په زړه کې راګرځېدلي، بخاري (٣٢٤٤) نو ای مسلمانه وروره! دشپې لمونځ مه پرېږده فضائل او برکات یې ډېرزیات دی. دغه لیکنه که دچاسره دنشر وسائل وي نشر یې کړی که یو چا عمل پرې وکړ ثواب یې ستادی دنشر په وجه

Want your practice to be the top-listed Clinic in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Jalalabad
Other Doctors in Jalalabad (show all)
Dr.Aisha Noor Dr.Aisha Noor
Jalalabad
Jalalabad

Dr.AGP Dentistry Dr.AGP Dentistry
Char Rahe Marastoon
Jalalabad, 2601

General dental practitioner

Dr Ishaq Saeedi Dr Ishaq Saeedi
Jalalabad

Dr Irshad Ibrahimi Dr Irshad Ibrahimi
Jalalabad

Be like a diamond, precious and rare, not like a stone, found everywhere.

Abdul Basit Sharifi Abdul Basit Sharifi
Jalalabad, 4

Dr Farhad awalkhil Dr Farhad awalkhil
Jalalabad

orthopedic surgeon

Osama Nabizai Osama Nabizai
Jalalabad

*وتُعِــزُمن تشاءُ♥️* *وتُذِلُ من تشاءُ♥️*

Sharafat Shida Sharafat Shida
Batikot
Jalalabad

دَرُودٌ شَرِیْف

Kefayatullah Nasrat کفایت الله نصرت Kefayatullah Nasrat کفایت الله نصرت
Basawul Ningarhar
Jalalabad

󱢏 درود شریف په ستر لارښود مُحَمَّد ﷺ💗

Dr Samim Sayedi Dr Samim Sayedi
Zone5
Jalalabad

معلومات صحي مفيد براى همه ګان

Dr. Safi Homeopathic Clinic Dr. Safi Homeopathic Clinic
Daman
Jalalabad

Doctor Fahim Alokozay ډاکټر فهیم الکوزی Doctor Fahim Alokozay ډاکټر فهیم الکوزی
Jalalabad, AFG
Jalalabad

د طبی� معلوماتو لپاره دا صفحه ستاسو په خدمت کی ده �لای?