No money no honey

No money no honey

afghan

08/09/2023

China

23/09/2022
09/09/2022

یو هلک چې ډیر صالح ځوان وو!

پلار يي مړ سو ، هيڅوک يې د جنازې او تدفين لپاره را نه غلل ، زوی يې د خپل یوه ملګري په ملتیا د پلار مړی صحرا ته د ښخولو له پاره يووړ.
يوه شپانهی چې رمه يې څروله راغلی او ورڅخه يې وپوښتل:
ځوانه نور خلک چېري دي؟ او ولې دې د پلار مړی يواځې ښخوي؟
زوی يې ونه غوښتل چې د خپل پلار له نيمګړتياوو او بدوکارو څخه پرده پورته کړي، يوازې دا کلمه يې تکراروله:
لاحول ولا قوة الا بالله.
شپونکی پوه سو... د پلار په ښخولو کې يې ورسره مرسته وکړه ورسته يې لاسونه اسمان ته پورته کړل او په پټه يې دُعا وکړه... او بيا د خپلې رمې د څرولو لپاره ولاړی.
زوی يې د شپې خوب ويني پلار يې په جنت کې دی ، ډير خوښ او خوشحال دی ، له پلاره يې پوښتنه وکړه:
باباجانه څنګه دې مقام ته را ورسيدې؟
پلار يې جواب ورکړ: د شپونکې د دعا په برکت
زوی يې له خوبه را پورته شو، سم د لاسه يې د شپونکي پلټنه پيل کړه.
شپونکی يې پيدا کړ او ورڅخه يې وپوښتل : قسم در کوم ، زما پلار ته دې څنګه دعا کړي؟
شپونکی وويل: د يوه عاجز او ذليل بنده په څير مې داسې دعا ورته وکړه:
« اللهم اني عبد، اذا جاءني ضيف اكرمته وهذا العبد ضيفك وانت اكرم الاكرمين!! ».
اې ربه! زه بنده يم، چې څوک مې ميلمه سي عزت يې کوم او دا بنده ستا ميلمه دی او ته ډير زيات عزتمند يې.
اې مؤمنانو !
هيڅ چا ته هم په کمه او ټيټه سترګه مګورئ.
دا چې الله ﷻ به د چا څخه راضي وي او چا دُعا به قبلوي،پدې يوازې او يوازې الله ﷻ پوهېږي.
کاپي

Photos from No money no honey's post 08/09/2022

ژوندی دی

08/09/2022

راځئ چې نن درباندې د شفیقه خپلواک په ښایسته غږ کې د هغې خپل پخوانی نظم درباندې واورم....

08/09/2022

احمد شاه بابا د نورو له انده
د احمد شاه بابا په ژوند، اند ، مبارزې او لېډرشیپ باندې ډېرې څېړنې او سمینارونه دایر شويدي د نړۍ مشهورو څېرو او اشخاصو ورباندې لېکنې کړیدي ډیرو ورته خپل لېکنې او اشعار ډالۍ کړیدي.
سیک لېکوال او څېړونکی ګنډا سینګ د ستر احمد شاه بابا پر ژوند په ( 1952 ) میلادي کال کې کتاب لېکلی دی چې دا یې د ښه او غوره لیډر تر څنګ مهربانه او با شخصیت مشر په توګه منلی نوموړي احمد شاه بابا په اړه یې ټول ابهامات رد کړي او پر هند یې دده د یرغلونو په دفاع دا پرېکړه د هماغه وخت سره سمه او د هند د ژغورنې یوه هڅه بللی ده .
دی همدارنګه زیاتوي چې " د احمد شاه بابا تر ټولو ستره کارنامه داده چې، هغه افغانان یو قوم وګرځوه هغوی ته یې د وطن اصلي واک وسپاره ، ټول یې د یوې منظمې قومندې لاندې راوستل او هماغه خدمات یې دي چې اوس یې د احترام په پار بابا ګڼي او احترام یې کوي . " (Singh, 1952)
د افغانستان د تاریخ مشهور لیکوال فیریر په خپل کتاب ( د افغانانو تاریخ ) کې لیکي ؛ احمدخان ۲۵ کلن وه چې پاچا شو هغه د نورو اسیایي هېوادونو د پاچاهانو په څیر شرابي ، بې رحمه ، قاتل او په نورو بداخلاقیو نه وو ککړ، احمدشاه حاکمانو ته د خلکو خمېدل او بې حده احترام لغوه کړ فیریر زیاتوي احمد خان طبیعت خوشحاله وه ، فطرت یې سنجیده وه او خلکو په اسانه سره لېدلی شو ، د جنګونو غنایم به یې په خپلو عسکرو باندې په انصاف سره ویشل ، احمدشاه یو عادل پاچا وه ، فیریر همدارنګه وایي چې احمدشاه به د خپلو خلکو سره په احترام چلند کاوه ، هغه تل هڅه کوله چې ټولو افغانانو ته په یوه سترګه وګوري. (Ferrier, 1829)
مشهور افغان تاریخ پوه الفنسټن لیکي : " په ریښتیا هم که په اسیا کې هر هغه شاه چې د خپل ملت لپاره د درناوي وړتیا ولري نو تر احمدشاه پرته بل څوک نه شي کیدای . (Elphinstone, 1842)
سر اولف کیرو ( Sir Olaf Caroe)د ګنډا سینګ په کتاب خپله تبصره کې وایي “ احمد شاه دراني د یوه داسې افغان سلطنت بنیاد کېښود چې د افرادو او قبیلو په تنظیم راوستلو کې ماهر وه هغه په ریښتوني توګه یوه با رعبه او مرد میدان شخصیت ووچې ، وړتیا ، ترحم او رعب یې په خټه کې وه . احمدشاه دراني هیڅکله له وعده ماته نه کړه او نه یې هم په چا ظلم وکړ “. (Hotak, 1940)
د فورسټر لیک چې په ( 1783 ) کال کې یې لیکلی دی وایي چې "احمد شاه د نورو مذاهبو له پېروانو سره ښه رویه کوله او دا وجه وه چې د نوموړي په پوځ کې د مختلفو مذاهبو پېروان موجود ول د احمد شاه په سلطنت کې د ټولو مذاهبو پېروانو پوره ازادي لرله " (Forster., 1798)
همدارنګه انګریز څېړونکی ، راورټي په ( 1862 ) کې لیکلي، د احمد شاه ابدالي علم او پوهه په ادبیاتو او دینیاتو کې له دوکتورا سره برابره ده.
د هېواد مشهور تاریخ پوه ، میر غلام محمد غبار په ( افغانستان در مسیر تاریخ ) مشهور کتاب کې لیکي چې "احمدشاه زړور، زړه سوانده او د سترې عاطفې خاوند وه چې تل یې د ولسونو د ښیرازۍ لپاره کار کاوه، له دوی یې ځان بېل نه ګاڼه ، ټولو خلکو ته یې د یوه پلار مینه ورکوله هماغه وه چې خلکو یې هم احترام کاوه . د احمدشاه تګلاره ټينګه، هوډمنه او نه ماتيدونکی وه، دښمنان به یې بخښل او سر زورو پر وړاندې جدي او کارنده وه ، د دیني او ملي پالیسو پلي کول یې د کړنلارو په سر کې قرار لاره "
غبار همدارنګه د نادر افشار سره په پرتلې د احمدشاه بابا سیاسي بصیرت ستایي او وايي ؛ احمدشاه د سیاسي او پوځي وړتیا په ازمیښت کې د خراساني نادرافشار په شان له یوه ځانګړي تاریخي پړاوبریالی راووت خو ددوی تر منځ توپیر دادی چې د احمدشاه د دولت بنسټ د نادرافشار د دولت په پرتله پوخ او پایښت یې پیدا کړ د احمدشاه څخه خلک راضي وه خو د نادرافشار له مړینې څخه وروسته یې سلنطت ونړید او خلک یې د ظلم او بربریت څخه خوابدي وه . (Ghobar M. G., 1967)
احمدشاه بابا په خپلو دولتي چارو او د کارونو په اجرا باندې ډیر نظارت لاره او هیڅکله یې د ختیځ د نوروشاهانو غوندې غفلت نه کاوه دا نظارت په ملکي او نظامي دواړو باندې ترسره کاوه
د پانې پت د جګړې ډګر یو عیني شاهد او د نجیب الدوله سکرتر ( کاسي راج )
(Sultan Muhammad Barakzai, 1865)
لیکي ؛ احمدشاه بابا له لومړي ورځې څخه د کمپ څخه دوه میله لرې د ځان لپاره یوه وړه سوربخونه خیمه درولې وه ، د سهار ترلمانځه وروسته به له دې خیمې څخه راووت ، پر اس سپور به له خپل زوی تیمورشاه او تر څلویښت پنځوسو په شاوخوا کې اس سپاره به ورسره مل وه تر ماښامه پورې به د لومړي خط په ګډون له ټولو نظامي قشلو او پوستو څخه لیدنه ترسره کوله او لازمې لارښوونې به یې ورته کولې پدې توګه به احمد شاه بابا هره ورځ سل میله سفر کاوه او ماښام مهال به بیرته خپلې خیمې ته راغی چې تر ډوډۍ خوړولو وروسته به بیا عمومي کیمپ ته لاړ او هلته به یې د نظامي چارو د سمون په موخه نورې لازمې مشورې ورکولې او لارښوونې به یې کولې لدې کار څخه احمد شاه بابا یو ستر هدف داوو چې د خپلو عسکرو مورال جیګ وساتي او همدارنګه له حالت څخه اګاه او با خبره اوسي
د احمدشاه بابا له پوځې قشلو او د پوځ د خطونو لیدنه به په داسې حال کې ترسره کېده چې د دواړو لورو به د ورځې په جریان کې کله نا کله چریکي جنګونه او د توپونو ډزې کېدې .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
References
Brian Haraida, P. E. (2019, April 4). Recognising ‘True’ Leadership: The Theory of Natural Born Leadership. International Journal of Business and Social Science, 1.
Elphinstone. (1842). Afghans.
Ferrier, J. P. (1829). History of the afghans. London.
Forster., G. (1798). A Journey from Bengal to England.
Ghobar, M. G. (1967). Afghanistan in the Path of History,.
Hotak, M. M. (1940). Diwan Ahmad Shah Abdali,. kabul .
Imrani, B. (2019). Ahmad Shah Durrani and his dealings with the Persian and Mongol empires. persian. BBC. Retrieved from https://www.bbc.com/persian/afghanistan-50689791
Jalali, D. A. (2020, may 16). Ahmad Shah Baba and the Strategic Reasons for Foreign Invasion. Retrieved from mundigak: https://mundigak.com/2020/05/16
Mehsud, A. K. (2015, october 15). rohi.af.news. Retrieved from rohi.af: https://rohi.af/news/37869
Olaf Caroe. ( 1958). The Pathans. New York: Saint Martin’s Press,.
Popalzai, A. W. (1967). Timur Shah Durrani.
Rashad, A. (2015). Da Ahmad shahi aser nomyali (Vol. 1 _ 2 ). Kandahar: Rashad academy.
Singh, G. (1952). Ahmad Shah Abdaly. india.
Sultan Muhammad Barakzai. (1865). Tarikh-i Sultani. Bombay& Quota.

08/09/2022

مونږ ته تکړه يې د بنګاله خپل پتلون راوړه......

Photos from No money no honey's post 07/09/2022

دهيواد اصلي بچيان....،

07/09/2022

‏‎کریم جنت نن سپوږمۍ کې ننوتی ؤ
پاکستان میچ ته یی تمرین وکه🤣

07/09/2022

‏‌ د‌ماهیپر د‌ بریښنا دوم توربین هم د بریښنا شرکت د عملیاتی ریاست لخوا فعال شو.
اوس به د ماهیپر د دریګونو توربینونو د بریښنا ظرفیت ۶۶ میکاواټو ته پورته شي.
ـــــــــــــــــ
توربین دوم بند برق ماهیپر از سوی ریاست عملیاتی شرکت برق‌رسانی بریشنا به‌گونه اساسی ترمیم و فعال گردید.

07/09/2022

زمونږ د وطن حالت....

07/09/2022

#د اسلام اصلي امیران داسې وې!

کله چې صلاح الدين ايوبي پر ص،،لیبيانو د حملې لپاره ځان چمتو کاوه، يوه بوډۍ ښځه ورته راغله او بريد يې وځنډوه. زما ناوې حامله ده او نن به یې ماشوم پیدا شي.
که جګړه ونښلي "ناوي او ماشوم دواړه" به هلاک شي.
صلاح الدین ايـوبي ومنله او ویې ویل:
"موږ سبا حمله نه کوو.! """
بله ورځ بوډۍ بیا په بېړه راغله او ویې ویل:
په هغه رب قسم چې تاسو پرې باور لرئ، حمله مه کوئ، زموږ ماشوم لا نه دی پیدا شوی. """
صلاح الدین ايوبي وویل: نن هم برید نه کوو.
د ص،،لیبیانو هغه قومندان چې 37 ورځې یې د صلاحدین برید ته انتظار کاوه او د برید ځنډیدل یې ولیدل "حیران" شو او یو کس یې ولیږه چې د ځنډ د لامل په لټه کې شي. """
کله چې جاسوس راستون شو او کیسه یې وکړه، د ص،،لیبیانو قومندان خپلو عسکر ته وویل:
صلاح الدین ايوبي ته ورشه او ورته ووایه چې ښار ته "بې له جنګه" داخل شه.☺
موږ له هغه پوځ نه ډاریږو چې په ښځه او ماشوم رحم کوي؛ دا بریا دې ورته مبارک وي...copy

Photos from ‎سردارولي / Sardar wali‎'s post 06/09/2022
06/09/2022

قاري بيلچه ....

Want your business to be the top-listed Grocery Store in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

china
راځئ چې نن درباندې د شفیقه خپلواک په ښایسته غږ کې د هغې خپل پخوانی نظم درباندې واورم....
مونږ ته تکړه يې د بنګاله خپل پتلون راوړه......
زمونږ د وطن حالت....
قاري بيلچه ....

Category

Telephone

Address

Jalalabad
Jalalabad
2601