Gohar Asia Hospital
Experience the Magic sty at home
خبرتیا!
گرانو هیوادوالو:
دگوهر روغتون بنسټگر ښاغلی داکتر محمد نسیم (گوهر) او میرمن یی دوکتورس حسینه (سخی) گوهر چی دتیر په څیر دinfertility (عقامت) یا بی اولادی په برخه کی په علمی سفر له هیواده بهر تللی وو دنویو لاسته راوړنو سره ډک لاس بیرته هیواد ته راگرځیدلی دی.
یادښت: دبی اولادی په هکله خپلی هر ډول پوښتنی زمونږ سره شریک کړی.
نور تفصیل په لمړی کمنټ کی:
ادرس:ننګرهار ولایت جلال اباد ښار اطلاعاتو کلتور ریاست غرب لوری سرک
قدرمندو او ښاغلو ورونو
السلام علیکم
هغه ماشومان چه ولادی یا مورذاتی ډول دزړه ناروغی ولری او دغسی پیښی که چاته معلومې وی.
د Switzerland هیواد څخه جراح ټیم راځی او وړیا یی عملیات کوي په مرکز کابل کي.
لاندی ناروغان عملیات وړ دی
VSD, ASD ، PDA او TOF
د ناروغ ایکو راپور دی نمبر ته ولیږی
0788881500
ادرس کابل طبی پوهنتون
د ګوهر اسیا معالجوی روغتون د ریاست لخوا د کوچنی اختر د مبارکی پيغام!
د ګوهر اسیا معالجوي روغتون ریاست په رهبري او ټول کارکوونکي د نېکمرغه کوچنی اختر د رارسېدو له کبله د نړۍ ټول مسلمه اُمت او په ځانګړې توګه افغان ملت ته نېکې پېرزوینې او مبارکۍ وړاندې کوي؛ لمونځونه، روژې، زکات اوټول طاعات او عبادات مو د ستر رب په سپېڅلي دربار کې قبول او منظور شه.
د نشراتو څانګه.
د کارموندنې خبرتیا!
ګوهر اسیا معالجوی روغتون لاندی طبی پرسونل ته اړتیا لری.
1. د داخله عمومی متخصص 1بست.
2. د جراحی يورولوژی متخصص 1 بست.
3. نسایی ولادی متخصصه 1بست.
4. نسایی ولادی داکتره 2 بسته.
5. قابله 3 بسته.
د ګمارنې شرایط:
۱: دولتي تائید شوی د تخصص سند ولري.
۲: حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري.
۳: د افغانستان تابیعت درلودونکی وي.
په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي چې د حمل د میاشتې تر 30 نېټې پورې خپل اسنادو کاپی د روغتون اداري مدیریت ته وسپاري.
د نشراتو اَمریت
اړیکه شمیره : 0700604960/0789604960t
د کارموندنې خبرتیا!
ګوهر اسیا معالجوی روغتون لاندی طبی پرسونل ته اړتیا لری.
1. د داخله عمومی متخصص.
2. د جراحی يورالوژی متخصص.
د ګمارنې شرایط:
۱: دولتي تائید شوی د تخصص سند ولري.
۲: حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري.
۳: د افغانستان تابیعت درلودونکی وي.
په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي چې دحمل د میاشتې تر 30 نېټې پورې خپل اسنادو کاپی د روغتون اداري مدیریت ته وسپاري.
د نشراتو اَمریت
اړیکه شمیره : 0700604969/ 0789604960
Gohar Asia Hospital Experience the Magic
گوهر اسیا روغتون پرسونل اختریز پیغام:
گرانو هیوادوالو لوی اختر مو مبارک شه. عبادات ، صدقات او حسنات مو دالله ج په دربار کی قبول او مقبول شه. خوشحاله او سوکاله اختر ولری.
بست: دنسایی ولادی متخصص
تعداد: ۱
دتخصص تر څنگ تجربی ته اولویت ورکول کیږی
د کوم ګروپ وينه لرونکو خلکو واده ( ازدواج ) خطرناکه دى ؟
* د واده يا ازدواج په موضوع کي د ويني د ګروپو څخه مهم د ار ایچ Rh فکتوردى ، کله چه د ښځينه د وينى ګروپ منفى ار ايچ -Rh وى او د نارينه د وينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh وى ازدواج کول يي د ماشوم لپاره خطرناكه وي .
* کله چې يو منفى ار ایچ Rh ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh ګروپ نارینه سره ازدواج وکړى نو د دوى راتلونکى زیږیدونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او د ماشوم لپاره دوه حالت امکان لري .
① که چیری د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی د ګروپ سره يو شان را ووځى د ماشوم آينده ژوند ته خطر نسته ښځه د يو عادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .
② که چیری د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی دګروپ سره ضد راووځى يعنى د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh ثابت شى پدى وخت کى د ماشوم ژوند ته خطر سته بايد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .
* کله چې د مور د وينى ګروپ منفي ار ایچ -Rh وی او د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ایچ +Rh وى د مور د وجود دفاعى سيستم د ماشوم د وينى د حجرو په مقابل انتی بادی تولید کوی . تولید شوی انتی بادی د ماشوم په وینه ورګدیژی د ماشوم د وینی حجری تر حملى لاندى راولى او وينه يي د منځه وړى .
* د ويني له منځه وړلو سره په ماشوم کى د ويني د کمښت ( کم خونى ) ، ژيړى، د عصابو تخريب ، د زړه خرابوالى , پړسوب او د مرګ خطرونه منځته راوړي .
👈 کله چې مثبت ار ايچ (+Rh) نارينه اومنفى ار ايچ (-Rh) ښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وکړي ؟
* د حامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه ټيسټ دى چې دا ټيسټ بايد وکړي .
* ددى تيست په واسطه موږ کولاى سو چي معلومه کړو چي مور د ماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا ؟
* که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور د ماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چي د مور دفاعى سيستم تر اوسه د ماشوم د وينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى پدى وخت کى ماشوم مورته يوه بيچکارى چه روګام په نامه دیژی ( RhoGAM, or Rho (D) Immune Globulin ) ورلګول کيږى .
* ددى روګام بيچکارى وظيفه دا د چې د مور دفاعى سيستم تر فشار لاندى راولى خاموش يي ساتي او مخنيوى يي کوى چي نور د ماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چي تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه دى داپيچکارى .
* او که چيرى ذکر شوي تيسټ مثبت راووځي دا پدى معنى ده چه د مور دفاعى سيستم د ماشوم د وينى حجرى په مقا بل کي عکسلعمل ښودلي د ماشوم دويني حجري يي هم تر حملى لاندى نيولى او د حجرو په له منځه وړلو يي شروع کړى ده پدى وخت کى دپيچکارى لګول و مورته هم هیڅ ګټه نلری .
* کله چه کومبز تيسټ coombs test مثبت وى پدى وخت بايد د مور په نس کى دماشوم تعقيب وشى چي د مور د دفاعى سيستم له خوا وماشوم ته څومره تاوان ( ضرر ) رسيدلی دی .
* اول يي د ماشوم دوينى مقدار کتل کيږى چي څومره وينه يي ور ضايع کړى ، بعضى وختونه ددى ضرروت پيداکيږى چي ماشوته د مور په نس کى باید وينه ورکول سي ځکه وينه يي ور ضايع کړي وي د شديد کم خونى سره مخ وى .
* د وينى د مقدار د معلوم کولو څخه وروسته د ژيړى مقدار ، د زړه غيرى عادى حالت او داسى نورو شيانو څيړلوته يي ضرورت دى چه بايد وڅيړل شى .
* بعضي وخت د ژيړي مقدار يي ډير جګ وي چې ماشوم ته خطر پيداکوي ځکه کله چې د ژيړي مقدار لوړ شي اعصابو ته ځي هلته جمعه کيږي د کيرنکترس ( kernicterus ) ناروغي منځته راوړي .
* په افغانستان کي ډير خلګ د ويني د ګروپ په معني نه پوهيږي بعضي چي بيا پوهيږي خو تر وداه مخکي د ويني ګروپ کتل او معلومول ورته تعحب او د حيرانتيا خبره ښکاري .
* لږ تر لږه خو دي دومره وکړي کله چي يي واده وکړ تر واده ورسته دي د ويني ګروپ وګوري د اينده راتلونکي خطره څخه به خلاص سي که يي دويني ګروپو کي مشکل وو د خطر څخه به خبر وي او لازم تدابيربه ورته ونيسي .کاپی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Jalalabad
Toorkham Jalalabad Road, Rokhan Meena
Jalalabad, 2601
We provide all sorts of medical services
Jalalabad, 2601
Afghanistan Jalalabad
Familihi 3
Jalalabad, 2601
🩺24-7 hour service🩺 ستاسو روغتیا زمونږه هیله 🩺YOUR HEALTH IS OUR WISHES🩺
Gulaye Araban
Jalalabad
Your Health is our mission