Ahdad high school
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ahdad high school, High School, Jalalabad.
که د خپلو اولادونو روښانه راتلونکي ته هيله من ياست او غواړۍ چې د یو ښه شخصیت لرونکي شي،نو احداد خصوصي عالي لېسه مو هيلې په حقيقت بدلوي!
احداد خصوصي عالي لېسه ستاسو د بچیانو د روښانه راتلونکي هینداره!
ځانگړتیاوې
مجهز لابراتور ، مجهز کمپیوټر خونه ، مجهز کتابتون ، مجهز ترانسپورټ ،د خویندو لپاره جلا صنفونه مسلکي او باتجربه استادان.
داخله جريان لري!
له نرسري څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي قبلوي.
احداد د تعلیم په ډګر کې غوره انتخاب.
آدرس: قومنداني بي بي زینب عالي لېسی ته غزیدلی عمومي سرک چپ لاس اوله کوڅه. WhatsApp 0780214585
درنو زده کوونکو او دزده کوونکو محترمو والدينو!
السلام علیکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
هیله ده چې د ګرمۍ (اوړي )په مناسبت 3 میاشتې رخصتي مو په خیر او خوشحالۍ تېر کړی وي، راتلونکې (پنجشنبه) چې د سنبلې میاشتې له 15 تاریخ سره سمون خوري د احداد خصوصي لېسې تدریسي چارې په عادي ډول پیلېږي، نو له ټولو قدرمنو والدینو څخه په خورا درنښت هیله کیږي چې د ګلالیو زده کوونکو د تعلیم په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او په ټاکل شوې نيټې او وخت ( 7 بجې) یې مکتب ته راولیږي تر څو د ګلالیو زده کوونکو په درسي بهیر ځنډ رامنځته نه شي.
په درنښت
داحداد خصوصي عالي لېسې دنشراتو څانګه.
د احداد خصوصي عالي ليسي گرانو زده كوونكو او دهغوي محترمو والدينو ته :
السلام عليكم ورحمة وبركاته _ محترمو !
تاسو ټولو ته خبر درکول کیږی چه سبا پنجشنبه د1403/6/1نیټی سره برابره ده په نوموړی لیسی کی درسونه شروع کیږی
نو له تاسو څخه په درنښت هیله کیږی چه خپل اولادونه په ټاکلی وخت او ټاکلی یونیفورم کی لیسی ته راواستوی
په درنښت
شروع وخت. 7:00
احداد خصوصي عالي لېسه!
په ختیځ زون کې یواځینۍ خصوصي لېسه ده چې د معارف په معیار برابره ده.
معیاري ودانۍ او په معیار برابر صنفونه ،پراخه او آرام چاپیریال، او د زده کوونکو لپاره د هر ډول اسانتیاوو درلودونکی ده .
احداد خصوصي عالي لېسه له وړکتون څخه تر دولسم ټولګي فعال صنفونه لري چې د مسلکي او تجربه لرونکو ښوونکو لخوا یې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي.
!
موږ د یو با کیفیته او لوړ # معیار په درلودلو سره ژمن یو چې ستاسو اولادونه په روزو.
آدرس: قومنداني بي بي زینب عالي لېسی ته غزیدلی عمومي سرک چپ لاس اوله کوڅه. WhatsApp 0780214585
د کار موندنې خبرتيا!
احداد خصوصي عالي لېسه په پام کې لري چې راتلونکې تعليمي کال 1404/1403 ته د لاندې بستونو لپاره مسلکي،مجرب او په کار پوه اشخاص په دندو وګماري.
1-يو تن نارينه انګلېسي او کمپيوټر مضامېنو ته دلېسی دوری لپاره.
2-يوتن نارینه دپښتو او دري مضامينو لپاره
3-ېو تن نارینه دکېمېا او بیولوژي مضامېنو لپاره
*شرايط*
*ښوونکى بايد:-
۱:- په خپله برخه کې د لسانس يا څوارلسم سند ولري.
۲:- د خپل اړوند مضمون په تدريس بشپړ حاکميت ولري.
۳:- درې کلنه تدريسي کاري تجربه ولري.
۴:- اسلامي، افغاني او اداري اصولو ته کامل احترام ولري.
يادونه: پورته شرايطو باندې مزېن اشخاص دې خپل اسناد په لاندی ادرس سره ادارې ته وسپاري .
ادرس : درېمه ناحېه قومنداني بی بی زینب عالی لیسی ته غزیدلی عمومی سرک اول کوڅه،جلال اباد ښار،ننګرهار ولایت
واټساپ اواړيکو شميره:0780214585/0789080012
اختریز پيغام!
د احداد خصوصی عالی لیسی مشرتابه هيئت، کارکوونکي او استادان د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله د نړی ټولو مسلمانانو، ګرانو هېوادوالو، زده کړیالان او د زده کړیالانو درنو کورنيو ته د زړه له تله مبارکي وایي. ټـول فرضي او نفــلي عبادتونه او قربانۍ مو د الله( ﷻ) په سپېڅلي دربار کې قــبولې او منظورې شـه.
الله تعالی دې وکړي، چې دا اختر د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه د ګران هېواد افغانستان د پرمختګ، سوکالۍ او امن سبب وګرځي او د ګران هېواد لپاره دایمي سوله له ځانه سره راوړي.
لوی اختر مو بختور شه!
په درنښت
د احداد خصوصی عالی لیسی اداره.
نن یکشنبه 1403/3/6 نېټه د کلنۍ ازموینو د پیل شپږمه ورځ داحداد خصوصي عالي لېسې د ازمویني صحنه.
#احدادخصوصي عالي ليسي _زده_کوونکي
د احداد خصوصي عالی لیسه د ١٤٠٣تعلیمی کال د کلنۍ ازموینه د قرانکریم په تلاوت سره پیل کړه.
احداد خصوصی عالی لیسه ستاسو د روښانه راتلونکی ضامن!
نشراتو څانګه
!
غونډه مو د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو تلاوت سره پیل کړ.
د احداد خصوصي عالي لېسې د استاذانو له خوا زده کوونکي د لا ښو لاسته راوړنو او ښو زده کړو په موخه وهڅول شول.
د غونډې بله برخه مو په درجه کې راغلو زده کوونکو ته ځانګړې کړې وه کوم زده کوونکي چې په لومړي او دوهمه درجه کې راغلي ول د ادارې لخوا په مډالونو ونازول.
په درنښت
د احداد خصوصي عالي لېسې نشراتو څانګه!
اٙلْسّلٙامُ عٙلٙیْکُمْ وٙرٙحْمٙةُ اللهِ وٙبٙرٙكٙاْتُهْ
نن سهار د احداد خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د يادې لېسې د اول الف ټولګي د زده کوونکو له لوري اسمبلي ترسره شوه.
اسمبلي مو د الله ج د مبارک کلام په تلاوت کولو سره پيل کړه او له هغه څخه وروسته د اول الف ټولګي د زده کوونکو له لوري چمتو شوي موضوعات نورو زده کوونکو ته وړاندې شول.
د اسمبلي له پای ته رسیدو وروسته د ربي زدنی علما دعا وویل شوه او زده کوونکي په منظم ډول د کارتونو له سکن کولو څخه وروسته د صنفونو پرلوري ولاړل.
نن دوشنبه د احداد خصوصي عالي لېسي اداري لخوا په اسمبلی کې د زده کوونکو د مياشتېني ازمویني نتایج اعلان کړل .
هغه زده کوونکي چې په په دغه ازمویني کې يې لوړي نومري اخیستي وي د اداري لخوا په میډالونه د تشویق او هڅوني په موخه وستایل شول .
*احداد د یو روښانه راتلوونکې پر لور مثبت ګام !*
اٙلْسّلٙامُ عٙلٙیْکُمْ وٙرٙحْمٙةُ اللهِ وٙبٙرٙكٙاْتُهْ
سهار مو پخير.
نن سهار د احداد خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د يادې لېسې د څارندویانو له لوري اسمبلي ترسره شوه.
اسمبلي مو د الله ج د مبارک کلام په تلاوت کولو سره پيل کړه او له هغه څخه وروسته د څارندویانو له لوري چمتو شوي موضوعات نورو زده کوونکو ته وړاندې شول.
د اسمبلي له پای ته رسیدو وروسته د ربي زدنی علما دعا وویل شوه او زده کوونکي په منظم ډول د کارتونو له سکن کولو څخه وروسته د صنفونو پرلوري ولاړل.
موږ خپلو ګلالیو زده کوونکو ته د زده کړې تر څنګ ورزشي فرصتونه هم چمتو کوو.
د احداد خصوصي عالي لېسې او حضرت بلال خصوصي عالي لېسې ترمنځ د کرکټ دوستانه سیالۍ ترسره شوې ، چې یادې سیالۍ د احداد خصوصي عالي لېسې د پياوړې لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
دا لوبې د سېريز په ډول ترسره شوې چې زموږ لوبډلې له ۳ لوبو څخه ۲ او د حضرت بلال لېسې یوه لوبه وګټله.
د سیرز غوره بيټسمین : وفی الله
د سیرز غوره بالر : سلمان
لٙامُ عٙلٙیْکُمْ وٙرٙحْمٙةُ اللهِ وٙبٙرٙكٙاْتُهْ
سهار مو پخير.
نن سهار د احداد خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د يادې لېسې د اتم الف ټولګي د زده کوونکو له لوري اسمبلي ترسره شوه.
اسمبلي مو د الله ج د مبارک کلام په تلاوت کولو سره پيل کړه او له هغه څخه وروسته د اتم الف ټولګي د زده کوونکو له لوري چمتو شوي موضوعات نورو زده کوونکو ته وړاندې شول.
د اسمبلي له پای ته رسیدو وروسته د ربي زدنی علما دعا وویل شوه او زده کوونکي په منظم ډول د کارتونو له سکن کولو څخه وروسته د صنفونو پرلوري ولاړل.
سهارنۍ اسمبلي!
نن سهار د احدادخصوصی عالی لیسی په انګړ کې د شپږم الف ټولګي ګلالیو زده کوونکو خپل چمتو کړي موضوعات نورو زده کوونکو ته واورول!📙🖋️📒🌻❤️
You can’t go back and change the beginning, but you can start where you are and change the ending.
Today, Sunday, which corresponds to 17/06/1402, a morning assembly was held by the students of Ahdad Private High School, in which many students participated and performed their activities.
Sincerely:
Ahdad Private High School Broadcasting Department
ستاسې ښوونځی ستاسې راتلونکی
احداد خصوصی عالی لیسه نن ورځې اسمبلي په انځورونو کې
احدادخصوصي عالي لېسه مو د اولادونو روښانه راتلونکی تضمينوې!
که د اولادونو ښې راتلونکې ته هيله من ياست احداد خصوصي عالي ليسه مو هيلې په حقيقت بدلوي!
داخله جريان لري!
د نرسري ټولګي څخه تر دولسم ټولګي زده کوونکي قبلوي.
بسم الله الرحمن الرحیم
د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د
د احداد خصوصي عالي لېسې د ریاست مبارکۍ پيغام!
د احداد خصوصي عالي لېسې موسس، شیرزاد فاروقی رهبري هئیت او اداري کارکوونکي خپلو درنو ښوونکو، ګلالیو زده کوونکو، والدینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي وایي.
الله تعالی جل جلاله دې ستاسې ټول اطاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور کړې
اختر مو مبارک شه!
عید تان مبارک باد!
Happy Eid Mubarak
د احداد خصوصي عالي لېسې نشراتو څانګه
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِیَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرآنُ 🌙
درحمتونو، برکتونو او مغفرتونو میاشت مو مبارک شه.
روژه مبارکه
ټولو مسلمانانو او ګرانو هېوادوالو ته دې روژه مبارک وي.
بسم الله الرحمن الرحیم
د ویناوالۍ هنر له مونږ سره وازمایئ!
داحداد خصوصي عالي ليسي ادارې فرهنګي کمېټې تصمیم په اساس له تېرې څلورو هفتو راهیسې د اسمبلي چارې ترسره کول په صنفواره بڼه ترتیب شوي و، چې یاده برنامه نن شنبه ورځ چې د1401/12/20 نېټې سره برابره وه پای ته ورسېده چې په پایله کې یې د لیسی د فرهنګي کمېټې له لورې د اتم الف ټولګی چې نګراني یې د مولوی صیب عبدالرحمن سره ده ګټونکی اعلان شو او هغه زده کوونکي چې په یاده برنامه کې یې وړ فعالیتونه ترسره کړي و د ادارې له خواپه ډالیو ونازول شول د لیسی اداره له فرهنګي کمېټې څخه ورته هیلې لري تر څو همداسې پروګرامونه په لاره واچوي او خپل زده کوونکي فعاله وساتي.
په درنښــــــت
د احداد خصوصي عالي ليسي نشــــــراتو څـــــانـــــګه
نن د احداد خصوصي عالي لېسې د سهارنۍ اسمبلي پروګرام د زده کوونکو لخوا وړاندې شو!
چې زده کوونکو خپل فعالیتونه ترسره کړل.
په درنښت
د احدا خصوصي عالي لېسې نشراتو څانګه!
احداد خصوصي عالي لېسه :
د چهارنیمه ازموینئ د نتایج اعلان غونډه :
د احداد خصوصی عالی لیسی اداره ستاسې د اولادونو سالمې روزنې ته ژمنه اداره ده له مونږ سره یو ځای شئ!
د احداد خصوصی عالی لیسی نن ورځې اسمبلي په انځورونو کې.
داحداد خصوصی عالی لیسی د نشراتو څانگه
د نن ورځ اسمبلي په انځورونو کې.
له مونږ سره یو ځای شئ!
#تعلیم به مو له سیالانو سره سیال کړي
نن سه شنبه چه د 1401/عقرب/17 نیټهسره برابره ده د احداد خصوصي عالي لېسې د سهارنۍ اسمبلي پروګرام د #څلورم ټولګی زده کوونکو لخوا وړاندی شو
زده کوونکو خپل فعالیتونه د نورو زده کوونکو په وړاندې په لوړ جرأت او ښه ځیرکتیا سره ترسره کړل.
په درنښت
د احداد خصوصي عالي لېسې نشراتو څانګه!
لښکر یو د پوهنې مونږ تیارې رڼا کوو
وطن رڼا کوو وطن رڼا کوو
د احداد خصوصی عالی لیسی د نن ورځی د اسمبلی انځورونه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Opening Hours
Monday | 09:00 - 17:00 |
Tuesday | 09:00 - 17:00 |
Wednesday | 09:00 - 17:00 |
Thursday | 09:00 - 17:00 |
Friday | 09:00 - 17:00 |
Saturday | 09:00 - 17:00 |
8th
Jalalabad, 2657
principal of pegham high school
Jalalabad
په چا پسې منډې مه وهئ؛ څوک مو چې په ارزښت پوهیږي خپله درته راځي...!
Jalalabad
Etihad Model school is a committed organization,that has been served for more then10 years to the society and with a best image still active
2nd District, Naranj Bagh, Mashko Street, Beside Bilal Mosque And Government Clinic
Jalalabad, 25000
Al-DHUHA private school is a complete set of education system, aims to provide quality education of an international standard.
Kabul Jalalabad Main Road Bagrami Turn Kabul Narraiwal Mena
Jalalabad, 2602
KIMS is a school that promotes international education, in an international environment, either by adopting a curriculum such as that of the International Oxford and Marif educati...
Jalalabad, 26000
د رحمان بابا خصوصي لېسه او تعلیمي مرکز چی په ۱۳۹۰ ل کال ?