ABN parsian
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ABN parsian, Grocers, Jalalabad.
دفاع وزارت وايي د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ لپاره د دوى وسله وال مخالف مولوي مهدي يې وژلى دى٠
حکومت نن چهارشنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې مولوي مهدي یې د هرات ولایت اړوند سرحدي سیمه کې چې د دوی په وینا غوښتل یې ایران ته «وتښتي» له منځه وړی دی.
پاکستان کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، چې د بهاولپور ښار ته نږدې يوه مساپر وړونکي بس د تيلو له يوه ټانکر سره ټکر کړی چې له کبله يې ۲۰ تنه مړه شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان او ایرلینډ څلورمه شل اوریزه. باران یوولس اوریزه کړه
افغانستان اول بیټنګ کوي
«که هر چا د پاکستان ورځ ونمانځله کور يې سوځول کېږي!»
د اتمانزو قبايلي، وزير او داوړ مشرانو په يوې تازه پرېکړه کې د وزيرستان اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې که هر چا د اګست پر څوارلسمه د پاکستان ورځ ونمانځله نو کور ته به يې اور اچول کېږي. د دې جرګې د پرېکړې پر اساس، په دغه ورځ به په ټول وزيرستان کې پر کورونو تور بيرغونه لګول کېږي او سرغړونکي جرمانه کېږي.
ډاګټر غنی
د جمهوریت نه منسجم کولو مسول ډاګټر عبدالله دی
د جلال اباد - کابل لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه.
مسؤلین زياتوي، موټر چلوونکي او مسافرين کولی شي، چې په محتاط ډول تګ راتګ وکړي.
حکومتي چارواکي وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره داخلي هڅې روانې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله یوه تازه مرکه کې رسنيو ته ویلي، چې دوی ښوونځيو ته د نجونو د تګ ملاتړي دي خو په دې مسئله ځینې اختلافونه موجود دي چې د حل لپاره یې پراخې هڅې روانې دي.
د بلخي په خبره ژر به دغه ستونزه حل شي او د ښوونځيو دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
د جلال اباد ښاروالۍ په ښار کې د خپل سره هډو او تر امر ثاني پورې د غټ مال د غوښې په پلور بندېز او يو شمېر نورې پريکړې کړي
۱- سر له سبا د ترانسپورت ریاست سره په همغږۍ به د چوک مخابرات او دوسړکې چوک څخه د کابل هډې موټر خپل اصلي ځای ته انتقال شې او نور به ورته دلته د سوارلۍ د پورته کولو اجازه ورنکړل شې، له سرغړونکو سره به جدي چلند ترسره کېږي.
۲- ټولې هغه هډې چې ولسوالیو ته تري تګ راتګ کېږي، داخل د ښار نه به وویستل شې او د ترانسپورت ریاست سره په ګډه به ورته بیرون له ښار ځای انتخاب او هغه چې ځایونه ورته ټاکل شوي ور انتقال شې.
۳- په وروستېو کې په غټ مال کې یو ډول مرګونې حیواني ناروغې رامنځته شوې، چې انسان ته ژر انتقالېدلی شې، د یاد مرض د مخنېوي په موخه تر امر ثاني پوري د غټ مال غوښه پلورل بند شول، یوازې د وړوکي مال، پسه او سیرلي غوښه په بازار کې قصابان پلورلی شې.
۴- د ښار په بېلابېلو برخو کې د سبزۍ او میوې منډویان جوړ شوې، چې د ښاري نظم د ګډوډۍ سبب ګرځېدلي لازم ده چې ژر خپلو اصلي ځایونو ته انتقال شې، خپل پیر او پلور دې هلته ترسره کړي.
ددې پریکړو د تطبیق لپاره اړوند ریاستونو، آمریتونو او مدیریتونو ته دندې سپارل شوې چې سر له سبا به یې پر وړاندې اقدام وکړي.
1000کلدارې = 399 افغانۍ
د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي سره:
د کابل نویو واکمنو سره باید رغنده تعاملات او همکاري وشي.
وایي، پاکستان د افغانانو خوشالي غواړي.
غزني ـ اندړ:
د سردې بند کې دوه طالبان غرق او مړه شوي.
ابله ورځ بدخشان فیض اباد کې یو طالب سیند وړی و.
د نویو واکمنو لخوا یو فرمان کې افغانستان کې له دې وروسته په ملایانو او چارواکو نیوکه منع اعلان شوه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Jalalababad Achin
Jalalabad, 111
د ګلابـــونـو شـایسـته یې� لالیه مه کوه بدرنګ بدرنګ خویونه �
پل بهسود ګل کریم مارکیټ ترڅنګ شهیدانو چوک جلال اباد
Jalalabad
ګران هیوادوال کولای شي چې خوراکي او غیري خوراکي توکي په لوړ کیفیت او ارزانه قیمت سره دلته ترلاسه کړي.
Jalalabad
صادق شیرزاد د رهنمایی معاملاتو او ساختمانی کارونو دفتر