داودزی د غاښونو کلینیک ـ Dawoodzai Dental Clinic

داودزی د غاښونو کلینیک ـ Dawoodzai Dental Clinic

داودزی دغاښونو کلینک (ښه تشیخص._.ښه درملنه._.ښه پاملرنه)ستاسی په خدمت کی

12/10/2023

(موضوع)دسیست ابسی او ګرانولوم ترمنځ فرق

1 ابسه درد لری پړسوب او سوروالی لری sinus track خلاصوی Pus پکی موجود وی دغاښ حرکت موجود وی که چیری سوری شی تور بخنه وینه تری خارجیږی Acut او Chronic حالت دی په ایکسری کی تور خیال پرته دواضح سرحد څخه ورکوی تبه لری

2 سیست Chronic حالت دی پړسوب لری خو لږ تبه نلری اندازه یی دیو نیم ملی متر څخه زیاته وی په ایکسری کی تورخیال اما دواضح سرحد څخه ورکوی Sinus track نه خلاصوی Pus پکی یوازی التهابی حالت کی وی که چیری سوری شی نو زیړ رنګه مایع به تری خارج شی

3ګرانولوم Chronic حالت دی په ایکسری کی بیضوی شکله تور خیال ورکوی پړسوب نلری تبه نلری Sinus track نه خلاصوی pus پکی نه وی اندازه یی د یو نیم ملی متر څخه کمه وی دا یوه کتله ده چی دګرانولیشن انساجو څخه جوړه

04/08/2023

د غاښو کاریس یا بوسیدګی یا Dental cares
د غاښونو کاریس د غاښونو په طب کې یو مهم مرض کڼل کیږې او په نړۍ کې تر تولو دیره اخته لرونکي ناروغي ده ځنې خوش قسمته انسانان ترې سالم وی
او نور ټوله په دی ناروغی اخته کیږی دکاریس د منځ راتلولو له امله تر ټولو بد او
کړونکی شدید درد وی.دا درد په ټولیز ړول دcavity د رامنځ کیدو وروسته پیدا کیږی درد ښایی د ړیر یخ ړیر تود یاخواږه شی د خوړلووروسته رامنځ ته شی
دغاښو خرابیدل یاDental ccares پۍژندنه
اګر چی caresلپاره ړیر تعریفونه سوی دی چی ټوله یو مفهوم دی
چی کاریس یو میکروبی مرض دی، چی په هغه کی د غاښونو سخت انساج له منځه ځی او Demineralization کیږی، یا د غاښ د سختو انساجو Enamal and Dentin تخریب ته کاریس ویل کیږی،
هم دارنګه د غاښ کاریس ته په فاسده کلیمه هم ویلی شوو چی عبارت لهRotten Decay د تغزیی تاثیرات د کاریس په تولید کی په لاندی ړول مطالعه کو
۱دغذا ترکیب ۲ د غذا برابرول ۳ د غزا ړول
هغه غذا ګانی چی خوړل کیږی باید سالم وی
هغه غزاګانو خوړل چی زیات مقدار سره کاربوهایدریت carbo hydrate لری
د کاریس په منځ ته راتللو کی مهم رول لری چی ابته کیمیاوی تعملات د قندی او
نشایستوی موادو خوړلو په وخت کی منځ ته را

د کاریس دولونهkinds of Dental cares په عمومی ړول کاریس په۲ړوله دی
Complicated cares
uncamplicate

ه complcated cares یا اخطلاطی کاریس په دوه ړوله دی
1 acute
2 chronic
ه chronic په دوه ړوله د
1.Gangrenous pulpitis
2 gangrenloma pulpitis
ه gangrenous pulpitis په څور ړوله دی
1 pulpitis gangrenous A open
2 pulpitis gangrenous A close
3 pulpitis gagrenous A partial
4 pulputis gangrenou total.
ه pulpitis gangrenloma په دوه ړوله ده
1 pulp pulip
2 gingval pulip

دکاریس ایتالوجی etiology of care

دکاریس لپاره مختلف نظرونه موجود دی چی ځینی یی غیری حقیقی دی
د کاریس چینجی worm theory سومری تاریخ دغاښ د هغه چینجی چی وینه چښونکی دی

د مزاج تیوری یا humors theory پخوانی یونیانو د ټولو امراض خصوصا
کاریس لامل مزاج کڼلی وو
ه vital theory دغه تیوری ۱۸ قرن کی منځته راغلی په دی تیوری کی دغاښ دکاریس لامل په خپله غاښ ښودل شوی دی
ه chamical theoryپه کال ۱۸۱۹ کی بیان شوی په هغی یو تعداد اسیدونه د کاریس لامل ګڼل شوی دی لکه sulphoric Acidاو citric Acid

ه filamentous theory په کال ۱۸۴۳ کی بیان شوی دی چی په هغی کی دغاښ د کاریس لامل یو تعداد filamentous مایکروار ګانیزمونه ګڼل شوی
Rcidogenic or chemo parasitic theory
ددی تیوری دمخی ړد غاښ کاریس هغه اسیدونو پواسطه چی د خولی مایکرو اورګانیزم د کاربوهایدریت د خمیر څخه تولیدوی. منځ ته راځی چی نوموړی اسیدونه ابتدا کی چی کو تیزابونه د کاریس سبب ګرځی عبارت دی له
Lactic Acid. Formic Acid. Pyrovic Acid.اوbutyric Acid

چی ددی ټولو په منځ کی lactic Acid دیر مهم رول لری دlactic Acid مقدا او نوع د مایکرو ارګانیزم پوری اړه لری

ه proteolytic theory دغه تیوری د gottlib لخوا په کال ۱۹۴۴ مطرح شوو
چی تر اوس هم یو قوی تیوری د غاښونو د کاریس له نظره ددی ددی تیوری د مخی د باکتریاګانو پروتیولاتیک انزیمونه enamal surface فروتینونه چی خپل
وزن دمخی د enamal یو فیصده وزن جوړه وی او د یو ظرفی شبکی په ړول enamal surface پوښی دغه پوښ د کریستال اپاتیک په شکل وی. له منځ وړی دغه انزیم ددی باعث ګرځی .چی د کریستال اپاتیک استحکام او د enamal t نسج له منځه وړی

د غاښ پکاریس کی لومړی فکتورونه
اول د میزبان فکتور لکه لاړی
دوهم د مایکرو فلورافکتور لکه انتان
۳ دغزایی رژیم فکتور لکه carbo hydrate
د میزبان فکتورونه
غاښ د څو نقطو د نظره د کاریس سره ارتباط لری
۱ دغاښ ترکیب د غاښ د تشکیل دوره کیدای شی په دری مرحلو وویشو
۱د matrix دشکل اخستنی دوره
۲دراختلو مخ کی تکامل
۳ ه matrix. Calcification.
هغه مراحل چی په پورته ذکرشوی مراحلو کی مشکل رامنځ ته کولای شی
چی غاښ د ترکیب او ساختمان له نظره تغیر کړی او کاریس ته یی مساعد کړی
د بیلګی په دول سمتیک امراض چی د کلسیم. ویټامینD.د matrix دشکل اخیستی او د فارسفورس کمبود رامنځ ته کړی .د غاښ د hypo calcification
سبب ګرځی
علاوه دی شواهدو ښودلی ده enamal outer surfac و داخلی برخی ته دیره دکاریس په مقابل کی مقاړمه ده داځکه چی دا دوواړه اړخونه د ترکیب په لحاظ
متفاوت دی.د غاښ بهرنی برخه دیره غیری عضوی مواد لکه. کلورایړ فلورایړ جست. اوسپه اوسرب لری اوبه دیری کمی لری. حال دا چی د غاښ داخلی یا Dentin دیر کاربونایت او مګنیزم لری او هم دارنګه دغاښ خارجی برخه کم کابن لری او
درسیدو په مقابل کی مقاومه ده.

14/06/2023

په ولسوالیو کې ډاکټرانو ته انلاین لاسرسی

صحت عامه اپلکیشن ډانلوډ کړی

09/05/2023
Photos from ‎داودزی د غاښونو کلینیک ـ Dawoodzai Dental Clinic‎'s post 31/01/2023

مننه اودرنښت دسرخرود ولسوالی دملک صاحبانو قومی اومشورتی شوراڅخه چه زماناڅیزه کار څخه چه دسلطانپور په +CHCکی یی خپلو ګرانو وطنوالو ته وړاندی کوم ستاینه وکړه او زه یی په معنوی ډالی چه ماته دکار لا قوت راکوی وستایلم اللهﷻ دداسی مشران هر چاته ورکړی
په درنښت

14/07/2022

خبر تیا
زمونږ ټول ګران هیوادوال چی دغاښونو تکلیف ولری بی سر پرسته یایتیم وی په 50%تخفیف سره.
کولاشی چه داودزی دغاښونو کلینک ته مراجعه وکړی اوخپل مشکل په پوره ډاډ اواطمنان سره حل کړی
ادرس:- ننګرهار ولایت اتمه ناحیه بلندغر بازار
داودزی دغاښونو کلینک دزنانه داکترانو په درلودلو ستاسی په خدمت کی ...مننه

21/02/2022

(((دمسوواک فایدی)))
۱ څوک چی مسواک استعمالوی الله ج به تری راضی وی
۲ څوک چی مسواک استعمالوی رضا دالله به ورته حاصل شی
۳ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به رزق کی ورته برکت اچوی
۴ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به یی مالداره کوی
۵ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی دهغه د رزق اسباب براره وی
۶ څوک چی مسواک استعمالوی خوله به یی همیشه پاکه وی
۷ څوک چی مسواک استعمالوی وری به یی مضتوطی وی
۸ څوک چی مسواک استعمالوی په سربه یی درد نه راځی
۹ څوک چی مسواک استعمالوی دبدن رګونه به یی صفاوی
۱۰ څوک چی مسواک استعمالوی دخولی بلغم به یی کم وی
۱۱ څوک چی مسواک استعمالوی غاښونه به یی مضبوط وی
۱۲ څوک چی مسواک استعمالوی دمعدی تکلیف به یی کم وی
۱۳ څوک چی مسواک استعمالوی بدن به یی قوی وی
۱۴ څوک چی مسواک استعمالوی پوهه به یی زیاتیږی
۱۵ څوک چی مسواک استعمالوی حافظه به یی قو وی
۱۶ څوک چی مسواک استعمالوی عقلمند به وی
۱۷ څوک چی مسواک استعمالوی زړه به یی صفاوی
۱۸ څوک چی مسواک استعمالوی نیکی به یی زیاتی وی
۱۹ څوک چی مسواک استعمالوی ملایکی ورڅخه خوشحاله کیږی
۲۰ څوک چی مسواک استعمالوی ملایکی به ورسره ستړی مه شی کوی
۲۱ څوک چی مسواک استعمالوی دکورنه ترجوماته پوری ملایکی ورسره ځی
۲۲ څوک چی مسواک استعمالوی پیغمبران ورته استغفار وای
۲۳ څوک چی مسواک استعمالوی شیطان خپه کوی
۲۴ څوک چی مسواک استعمالوی ذهن به یی صفاوی
۲۵ څوک چی مسواک استعمالوی ډوډی به یی ژر هضمیږی
۲۶ څوک چی مسواک استعمالوی الله به ورته ډیر زامن ورکړی
۲۷ څوک چی مسواک استعمالوی دپولی صراط څخه به ژر تیریږی
۲۸ څوک چی مسواک استعمالوی ژر به نه زړیږی
۲۹ څوک چی مسواک استعمالوی الله به عمل نامه به ښی لاس ورکوی
۳۰ څوک چی مسواک استعمالوی په عبادت کی به یی خوند اچول کیږی
۳۱ څوک چی مسواک استعمالوی دبدن ګرمی به یی ژر ختمنږی
۳۲ څوک چی مسواک استعمالوی هغه ته ملایکی دعاکوی
۳۳ څوک چی مسواک استعمالوی دهر قسم دردونه به محفوظ وی
۳۴ څوک چی مسواک استعمالوی ملا به یی مضتوطه وی
۳۵ څوک چی مسواک استعمالوی دزنکدن په وخت به یی ساه ژر وځی
۳۶ څوک چی مسواک استعمالوی غاښونه به یی بوی لری کیږی
۳۷ څوک چی مسواک استعمالوی دخولی نه به یی بوی لری کیږی
۳۸ څوک چی مسواک استعمالوی مړی به یی صفا وی

۳۹ څوک چی مسواک استعمالوی الله به یی هوښیار کړی
۴۰ څوک چی مسواک استعمالوی ژبه یی روښانه وی
۴۱ څوک چی مسواک استعمالوی زکام مرض نه به خلاص وی
۴۲ څوک چی مسواک استعمالوی اجر او ثواب زیاتیږی
۴۳ څوک چی مسواک استعمالوی دسترګو نظر به یی تیز وی
۴۴ څوک چی مسواک استعمالوی په مال کی به یی الله ج برکت اچوی
۴۵ څوک چی مسواک استعمالوی هر حاجت به یی پوره کیږی
۴۶ څوک چی مسواک استعمالوی قبر به یی پراخه وی
۴۷ څوک چی مسواک استعمالوی همیشه به یی قبر په یاد وی
۴۸ څوک چی مسواک استعمالوی په دغه ورځ چی څومره خلکو مسواک استعمال کړی نه وی دهغوی مسواک وهلواجر ده
ته ورکوی
۴۹ څوک چی مسواک استعمالوی د جنت دروازی به ورته خلاصی وی
۵۰ څوک چی مسواک استعمالوی دده لپاره ددوزخ دروازی بندی وی
۵۱ څوک چی مسواک استعمالوی ددنیا نه به پاک ځی
۵۲ څوک چی مسواک استعمالوی دبدن رګونه به یی صفا وی
۵۳ څوک چی مسواک استعمالوی دمرګ په وخت کی به ورته ملایکی په داسی حال راځی لکه څنګه چی پیغمبرانوته راتل
۵۴ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به ورته خوض کوثر نه اوبه ورکوی
۵۵ څوک چی مسواک استعمالوی خلک به ورسره مینه کوی
۵۶ څوک چی مسواک استعمالوی دهر قسم تکلیفونه به په امن کی وی
۵۷ څوک چی مسواک استعمالوی په او لاد کی به یی برکت وی
۵۸ څوک چی مسواک استعمالوی دمخ نه به یی رڼاخیژی
۵۹ څوک چی مسواک استعمالوی الله تعالی به یی درواعونه بچ کړی
۶۰ څوک چی مسواک استعمالوی نبی کریم (ص) به تری خوشحاله کیږی

16/01/2022

د ډاکټـر په ژوند کی غوره او خوشحاله کوونکی شېبی!
۱: د یو نوې زیـږېدلی ماشوم ژړا.
۲: د کوما حالت څخه د یو ناروغ راوتل.
۳: د یو ناروغ د زړه ضربان دوبـاره شروع کېدل او نوي ژوند پیل کیدل.
۴: د ناروغ د ښه کېـدو له وجی د مننې الفـاظ اوریدل.
۵: کله چې په عـام محضر کی یو څوک تا وپیژنی او ستا د کورنۍ/اولادونو په وړاندی له تا څخه مننه وکړي.
۶: کله چې د یو غریب ناروغ اعـلاج په وړیـا ډول وکړي، او هغه تاته خـواږه ډالۍ کړی.
۷: کله چې دی زیـات کار له وجي ستړي وی، او څوک ووایی چې بس دی! لـږ دمه وکړئ.
۸: کله چې یو څـوک ووایی " زه غواړم ستا پشـان ډاکټـر شم"
که نور له ما پاتې وي تاسو یی ولیکئ قدرمنو دوستانو

کاپی

02/01/2022

زیبایی لبخند شما بستگی به دندان های زیبای‌شما دارد!

دوکتور؛ مسعود داودزی در خدمت شما
شماری تماس؛ 0776721163 وتسب وایمو.

30/12/2021

نری رنځ (Tuberculosis) څه ډول ناروغي ده؟ نښې، مخنيوی او درملنه يې
نری رنځ، تبرکلوز، سل مرض يا TB هغه خطرناکه ناروغي ده، د (Mycobacterium tuberculosis) په نوم د يوې مضرې بکتريا په وسيلې رامنځ ته کيږي، له يو کس څخه بل کس ته په اسانۍ سره انتقاليږي، سږي د بريد لاندې نيسي او بې پروايۍ په صورت کې د مړينې لامل کيږي.
۲- د نري رنځ (Tuberculosis) نښې:
د نري رنځ ناروغي په دوه ډول ده، چې بهرنی او دننه توبرکلوز ورته وايي. په داخلي توبرکلوز کې نښې – نښانې له ډېر خڼد وروسته او په کم ډول سره راڅرګنديږي او په دې وخت کې بکتريا په پوره ډول سره پرمختګ کوي او د انسان وجود له لويو روغتياوو ستونزو سره مخ کوي. له بهرني توبرکلوز څخه موخه دا ده، چې په کم وخت کې په څرګند ډول سره د ناروغۍ نښې – نښانې راښکاره کيږي او اغېزمن کس کولی شي له ځنډ پرته يې پر وړاندې ګامونه پورته کړي او درملنه يې وکړي. په عمومي ډول سره نری رنځ (Tuberculosis) لاندې نښې – نښانې لري، چې په لېدو او درک يې بايد پرته له ځنډ غم وخوړل شي.
– سخت او اوږد مهاله ټوخی: دا چې نری رنځ (Tuberculosis) د تنفسي سېسټم ناروغي ده، نو لومړی بريد په سږو باندې وي. د تنفسي سېسټم د تخريب په پار بکتريا په سږو او تنفسي مجرا کې فعاليت کوي، چې څرګنده نښه يې دوامداره ټوخی دی. هغه ټوخی چې له درېيو اونيو ډېر دوام وکړي، نو شونې ده چې د توبرکلوز له امله وي.
– په ټوخي کې وينه: هر کله چې د ټوخي په وخت کې وينه اچول کيږي، نو دا بيا د نری رنځ (Tuberculosis) بله څرګنده نښه ده. وړاندې مو هم وويل چې نری رنځ سږي تر حملې لاندې نيسي نو د سږو د تخريب له امله له ټوخي سره وينه هم ملګرې وي.
– د سينې درد: د سينې په قفس کې درد ډېری وخت د نری رنځ (Tuberculosis) د ناروغۍ له امله وي. هرکله چې د ساه اخېستنې او ټوخي په وخت کې سينه درد کوي، نو لامل يې په سږو کې (Mycobacterium tuberculosis) بکتريا ده، چې د نري رنځ ناروغي يې رامنځ ته کړې ده.
– د وزن کمېدل: د نري رنځ (Tuberculosis) ناروغۍ بله نښه د وزن کمېدل دي. پرته له کوم بل څرګند لامل څخه په دوامداره توګه د توزن کمېدل د ټي بي د ناروغۍ له امله وي.
– د شپې له خوا خولې کېدل: هغه کسان چې د نري رنځ ناروغي ولري، نو د شپې له خوا که هوا يخ هم وي خولې کيږي.
– د اشتها کمېدل: د ټي بي ناروغان اشتها له لاس ورکوي او همدا لامل دی، چې د خوراک د نه خوړو له امله يې د وجود وزن هم کميږي.
۳- د نري رنځ (Tuberculosis) مخنيوی او درملنه:
دغه ناروغي ساري ده. يانې په اسانۍ سره له ناروغ کس څخه روغ انسان ته لېږدول کيږي. که په کورنۍ او ملګرو کې مو څوګ د نري رنځ په ناروغۍ اخته وي، نو په کار ده، چې د خوراک او څښاک لوښي، د خوب او استراحت ځای او نور اړين توکي ورته جدا کړی شي. هڅه دې وشي چې د ياد کسانو سره د اړيکو او خبرو کولو په وخت کې روغ کس خپله خوله او پوزه بنده وساتي.
د نري رنځ (Tuberculosis) د ناروغۍ د پورته نښو په لېدو سره بايد پرته له ځنډ له اړونده متخصص ډاکټر سره اړيکه ونېول شي او د ناروغي د درملنې لپاره د ډاکټر د توصيې مطابق په پاملرنې سره دوا وخوړل شي.

29/12/2021

لاندې ۳۶ ټکي د لس جلده کتابونو له لوستلو سره برابر دي!

۱. له ماشومانو څخه دا مه پوښتئ چې مور درته ګرانه ده او که پلار دې.
۲. له هلکانو څخه د هغوی د درسې درجې پوښتنه مه کوئ.
۳. د چا کور ته پټه خوله او ناڅاپه مه ننوځئ.
۴. د کور له خاوند څخه د هغه د کور د اندازې او قیمت پوښتنه مه کوئ, د يو چا د قد, وزن, سن او نورو شخصي مسائلو په اړه بحث مه کوئ.
۵. کله مو چې کور ته مېلمه راغی له خپل تلیفون څخه استفاده مه کوی,او که ممکنه وه بند يې کړئ.
۶. په نویو واده کړيو پسې بد مه وايئ, حتا په خپل کور کې.
۷. کله چې مور يا پلار خپل اولادونه تنبیه کوي د اولادونو ننګه يې دهغوی په مخ کې مه کوئ.
۸. د نورو د اولادونو په تربیت کې دخالت مه کوئ.
۹. کله چې د چا زوی/لور ته تحفه ور وړې که بل ورور یا خور لري هغه ته هم ډالۍ ور وړئ.
۱۰. هغه ډالۍ چې چا درکړې که دې خوښې نه وې بل چا ته يې هم مه ورکوئ.
۱۱. که په پارتمان کې اوسې د ګاونډي د اجازې پرته د خوښیو په مراسمو کې په لوړ غږ موسیقي مه غږوه.
۱۲. په ښاري موټر یاعامه انتظار خونه کې چې کله مشران ولاړ وي ته په چوکۍ کې مه کښېنه.
۱۳. په عامه ځايونو ښاري بس او د انتظار په قطار کې د چا خواته ډېر مه ګوره.
۱۴. د موټر چلولو په وخت کې له تلیفون څخه استفاده مه کوه یو او بل اړخ ته مه ګوره.
۱۵. کله چې ترافيکي اشاره زرغونه شوه هارن مه کوه.
۱۶. د نورو موټر چلوونکو عیب مه نیسه.
۱۷. کله چې پلی روان وې تندی تریو مه نیسه.
۱۸. کله چې له ډېر وخت وروسته خپلوان وینې هغوی ته دا مه وایه چې پاک زوړ شوی يې, ختم شوی يې, د چا په ظاهر قضاوت مه کوه.
۱۹. کله چې مېلمه وې ډوډۍ په قراره وخوره, تر ډوډۍ د یو بل له لیدو څخه خوند واخلئ.
۲۰. د باران ورېدو په وخت خپل موټر له پیاده رو څخه په قراره تېر کړئ.
۲۱. له واورې ورېدو ورسته د خپل کور له ونې واوره وڅنډه.
۲۲. کله چې کوم ځای کې په يوار مصرف لوښي کې غذا خورې پاتې ظرفونه په باطله دانۍ کې واچوه.
۲۳. د کثافاتو د اچولو ځای وپېژنه.
۲۴. کله چې په برقي زینه پورته کېږئ ښي طرف ته ودرېږئ,چپ طرف هغه چاته پرېږدئ چې بیړه لري.
۲۵. ښاري بس کې د ښکته کېدو او پورته کېدو پروخت هغه کسان چې ښکته کیږي, حق د اولیت لري.
۲۶. ټول وخت تفريح مه کوئ, ورزش او مطالعې ته وخت ورکړئ.
۲۷. ستاسې پيسې د دې لپاره نه دي چې په بانک کې يې وساتئ, خرڅ یې کړئ, او که ممکنه وه مسافرت وکړئ.
۲۸. که مېرمن لرئ, د هغې د خبرېدو پرته هېڅ ځای ته مه ځئ, هغه په جریان کې واچوئ.
۲۹. خپله د واده حلقه په ګوته ګرځوئ.
۳۰. د محیط او چاپیریال د غوښتنو سره سم لباس واغوندی, په عمومي ځایونو کې او جادوکې دګرزېدو لپاره آرایش ته اړتیا نشته.
۳۱. د کار په چاپیریال کې رسمي جامې واغوندئ.
۳۲. کار ته د تلو په وخت تل خوشبويي وکاروی البته که شغل مو ایجابوله.
۳۳. په کال کې يوځل د غاښونو ډاکټر ته ورشی غاښونه به مو سالم وي.
۳۴. له مریض, معتاد او هغه چا سره چې اقلیت دي, عادي چلند وکړئ
۳۵. دخپل وطن بد مه وايئ سره له ټولو نيمګړتياوو يې بل چاته هم اجازه مه ورکوئ چې څوک مو د هېواد بې احترامي وکړي.
۳۶. کله چې دعا کوئ په ساده الفاظو يې وکړئ, داسې لکه د الله سره چې په خپله ژبه خبرې کوئ!..
کاپي

19/12/2021

🌍 د نبوي طب په رڼا کي
🌍 د لاندي شيانو فايدې 👇

🍾د زیتون فايدي:
رسولﷺ فرمایلي دي: زيتون خورئ او د هغه په تيلو ځان مالش کړئ، د دې لپاره کوم کس چي د زيتون مالش کوي، ده ته څلويښت ورځي شیطان نه نږدې کيږي.

💞🌴 د خورما فايدې:
حديث نبوي دئ چي خورما خورئ، په خرما کي تر ټولو بهترينه خورما برني خورما ده، ځکه چي هغه د نس څخه مريضي ليري کوي او په خورما کي يو رقم مريضي هم نسته.

🍈 د کډو فايدې:
نبی کريم ﷺ و فرمايل اې خلګو: کډو زيات خورئ ځکه چي د د ماغ قوت زياتوي.

🍜 د ښوروا فايدې:
د نبی کريم ﷺ په خوراک کي تر ټولو ډېره خوښه د چرګ ښوروا وه، دا خواړه زړه او دماغ ته تقويت ورکوي او ژر هضميږي.

🍷 د انارو فايدې:
يو حديث نبوي دئ چي په هر انار کي د جنت د اوبو ضروري يوه قطره ده، انار وينه صفا کوي، معده سموي، طبيعت نرموي، په ځيګر کي قوت پيدا کوي، رنګ ورکوي، دماغ ته د وږم پورته کيدو څخه راګرځوي.

🍇 د انګورو فايدې:
د رسول الله ﷺ په ميوو کي انګور ډېر خوښ وه،حکمت دا دی چي انګور وينه صفا کوي، بدن چسپوي، د پښتورګو څخه چربي لیري کوي.

🥛 د شيدو فايدې:
حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی، د څښلو په شيانو کي شيدې د رسول الله ﷺ ډېري خوښي وې، حکمت دغه دی پکښې، چي شيدې د بدن وچوالی ایسته کوي، د مخ رنګ سور کوي او خراب مواد راباسې او دماغ قوي کوي، په طبيعت کي نرمي او په دماغ کي تيزي پيدا کوي.

🍯 د شاتو فايدې:
د حضرت عائشه رضی عنها څخه روايت دی چې د رسول الله ﷺ شات ډېر خوښ وه، د نبی کريم ﷺ ځکه شات ډېر خوښ وه، چې الله ﷻ فرمایي په شاتو کې شفا ده او حاکمانو د شاتو خوړولو د شفا ډېري فايدې بیان کړي دي، مثال د سهار په وخت کي له ستوني څخه بلغم ایسته کوي، معده صفا کوي او فاضله مواد ليري کوي، معده عادي حالت ته راولي، دماغ ته قوت ورکوي د مثانې لپاره ګټور دي او د پښتورګو ډبري ایسته کوي، د فلج لپاره ګټور دي...

قدرمنو دوستانو هيله ده ګټه ورڅخه واخلٸ او د ثواب دپاره يې شئیر کړئ...

داودزی روغتیای کلینک
ادرس:- جلال اباد کنړ عمومې سرک د بلندغر بازار جامع مسجد ترڅنګ
دوکتور؛ مسعود (داودزی)
اړیکو شمېره؛ 0776721163

17/12/2021

بد ذاته خلګ!
یوه ورځ مرغۍ يو لړم ولید، چې ژړل يې.
مرغۍ د لړم نه پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې؟

لړم وویل:
غواړم چې د سیند څخه پورې وځم اما نه شم کولای!
مرغۍ لړم په شا کړ او د سیند نه یې پورې باسه، کله چې لړم خپل مقصد ته ورسېده؛
نو مرغۍ د سوزېدو احساس وکړ
او لړم ته یې وویل،
چې ما خو تاسره مرسته وکړه، ولې دې زه وچیچلم؟
لړم وویل:
زه خپله هم خواشینی شوم؛ خو څه وکړم زموږ ذات همداسې دی:

ځینې انسانان د دې لړم په شان وي،

هر څومره چې ورسره صمیمي مینه او ښېګڼه وکړئ
ذات يې خراب وي
د ښه کېدو تمه ترې مه لرئ...!
Co

28/11/2021

ويټامين B12 يا cobalamin د وجود لپاره يو مهم ويټامين دی. نوموړی ويټامين په اوبو کې منحل ويټامين دی چې په اخيستو سره سم د وينې دوران ته داخلېږي. ويټامين B12 د ويټامين بي کمپلیکس کورنۍ يو مهم ويټامين دی، چې د عصبو د فعاليت او صحت منده کولو لپاره ډېر اړين دی. او د انسان وجود کولای شي چې نوموړی ويټامين آن تر څلورو کلونو لپاره په ځان کې وساتي. نوموړی ويټامين د قوت زياتونکی ويټامين دی چې د زړه د ناروغيو څخه مخنیوی کوي. ددې ويټامين عامه منبع حيواني پروټين دی.

» د پوستکي د رنګ زيړ کيدل
»د ژبې سره کيدل او خوږېدل
»قبضيت
»د خولې وتل او د خولې زخمي کيدل
»د حافظې کمښت(یادښت له لاسه ورکول)
» کمزورتيا
» د قدم وهلو پر مهال ستونزې
»د مفصلونو درد

داودزی روغتیای کلینک
ادرس:- جلال اباد کنړ عمومې سرک د بلندغر بازار جامع مسجد ترڅنګ
اړیکو شمېره؛ 0776721163

Want your practice to be the top-listed Dentist in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

Category

Telephone

Website

Address

Jalalabad Kunar High Way Belanghar Bazar
Jalalabad