Farooq Bashar
د دغه پاڼي له لاري د فــاروق بشــــر له افکارو، ټولنيزو، سياسي او اقتصادي ليدلوري او لاسته راوړنو خبريدلاى شى.
I have reached 900 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
د غوره ويناوو او ليکنو لپاره د بشر صفحه سره لايک کړى!
کارى مصاحبى په تړاو!
د پينځلسمي پيړي پيل د نوو هيلو او پلانونو سره
د #کال #لومړۍ #ورځ #مو #نیکمرغه
1401/1/1
ټولنيز اقتباس مؤثره کيميا!
مفهوم يي دادي:
دټولنيزو واقعیتونو ښکاره کول او دهغي څخه اعظمي استفاده کول. د ټولنيز اقتباس او مؤثرې کيميا څخه عبارت دي .
پنج شنبه دغبرګولۍ 6مه 1400 ھ.ل
نن مو په پلازمينه کابل کې د وزارت ماليي سرپرست وزير محمد خالد (پاينده) صيب سره وکتل ،زمونږ دنني ورځي پروګرام دفساد په برخه کي دمبارزي او په مالي سکتور او عوايدو سرچينو کي داصلاحاتو دپلي کولو په برخه کي وو.
ماليې وزارت سرپرست ټينګار وکړ،چي ددي وزارت د سر مشرۍ زياته پاملرنه دهيواد ځوانو کدرونو ته ده.
دمختليفو ولايتونو ملګري راغلي وو، او هريو دخپل ولايت مشکلات وړاندي کول، ما هم په خپل وار دکونړ ولايت په نماينده ګي دخپل ولايت مشکلات وړاندي کړل.
Thursday, May 6, 1400 AH
Today in the capital Kabul, we met with the Acting Minister of Finance, Mohammad Khalid (Payenda) Saib. Our current program was on fighting corruption and implementing reforms in the financial sector and revenue sources.
The Acting Minister of Finance stressed that the main focus of the head of the ministry is on the young cadres of the country.
Friends from different provinces came, and each of them presented the problems of their province. I also presented the problems of my province on behalf of Kunar province.
Farooq bashar
وَیَسِّرْ لِیْ اَمْرِیْ
ربه! ټولې چارې مې اسانه کړه🙏
دتاجکستان همکارې دافغانستان د سولې په هکله.
زما بحث ددغې موضوع په هکله دشرق نړېوال تلوېزېون څخه په لاندې لېنک کې تعقېب کولې شې.
Tajikistan's Cooperation on Peace in Afghanistan
You can follow my discussion on this topic in the following link from Sharq International TV.
News Topic Discussion 18the Jan 2021 Social media has become an important way for Sharq Radio Television's journalists and staff to engage with our public. We've put together this channel to giv...
#په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو خبرې د لنډ وخت لپاره ودرول شوې.
ددغې موضوع په هکله زمابحث کولې شې چې ددغه لېنګ له طرېقه تعقېب کړی.
Talks between the Afghan government and Taliban negotiators in Doha have been temporarily suspended.
You can discuss this topic in the following way.
https://www.youtube.com/watch?v=s1Q1BRQDyvs
Discussion 14 the Dece 12 2020 Social media has become an important way for Sharq Radio Television's journalists and staff to engage with our public. We've put together this channel to giv...
#ژوند غنيمت دي
افغانان دژوند په اهميت نه پوهيږي
که پوهيدي څلويښت کاله به جنګ نه وي .
#رخصتي
سه شنبې ( د ۱۳۹۹ کال، زمري مياشتې ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مې کليزې سره برابره ده؛ نو د کار قانون (۴۱مې) مادې له مخې ټول هيواد کې عمومي رخصتي ده.
سل کاله وروسته به څه پېښ شي؟
سل یا یونیم سل کاله وروسته به موږ ټول تر خاورو لاندې یو، زموږ په کورونو کې به نا اشنا خلک اوسېږي. زموږ ټوله شتمني به بل چا پورې تړاو لري، موږ به اصلاً د چا په یاد هم نه یو.
ژوندۍ بېلګه یې دا ده چې، له موږ څخه څوک دی چې نیکه یا د نیکه پلار به یې په یاد وي؟
موږ به د خلکو په یادونو کې د یوې کرښې په ډول یو. زموږ نومونه او څهرې به د خلکو له حافظې ووځي.
نو بیا ولې موږ پدې ډېر فکر کوو، چې خلک زموږ په اړه څه ډول فکر کوي؟
ولې د خپلو شتمنیو، کورونو او اهل په فکر کې یو؟
سل کاله وروسته به دا هر څه بې ګټې وي!!
په کائناتو کې زموږ عمر د رڼا د یوه پړک هومره نه دی، چې هغه به هم د سترګو په رپ کې پای ته رسېږي. له موږ وروسته به په لسګونو نسلونه راځي، هر نسل به په بېړه له دې نړۍ سره مخه کوي، د خپلو یو پر څلورمه برخه ارمانونو له پوره کېدو مخکې به د ژوند جنډه نورو نسلونو ته سپاري. که په نړۍ کې موږ خپل حقیقت وپېژنو، په کائناتو کې خپل حقیقي موده وپېژنو؛ نو ایله به پوه شو چې، هغه زموږ تر تصور ډېره کمه ده!
له ولسمشر څخه دکونړ ولسونو او ځوانانو غوښتنه!
الحاج نصرالله "صافی"په ختيځ زون کې وتلی، برجسته هڅاند، د علمي ډګر ځلېدونکى، بې سارې بېلګه، بانفوذه شخصیت،هیواد او هیوادوالو ته ژمن او ځوان کهول ته غوره بیلګه ده.
په پارلماني ټاکنو کې خو ورسره ستره ناځواني وشوه، خو که اوس ولسمشر رښتيا هم غواړي چې سم او په کار پوه والیان وټاکي او مونږ د يو اباد افغانستان شاهدان ووسو، نو د کونړونو ولایت غیرتی ولسونو،علماء کرامو او ځوانانو په خوښه او غوښتنه دې الحاج نصرالله صافی دکونړونو ولایت لپاره د والی په صفت وټاکي د کونړ ټول ولسونه په محترم صافی صاحب دا باور لري، چې هيڅکله به هم د ولسمشر محمد اشرف غني باور مات نه کړي.
قدرمن صافی صاحب به ان شاءالله تر هغو ډېر ښه ثابت شي، کومو چې يو ځل امتحان ورکړى او اوس بيا غواړي چوکۍ ترلاسه کړي.
درنو او غیرتي ولسونو دا غږ راسره بدرګه کړئ.
دکرونا ويروس جدى ونيسى
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سعادت له دندې لرې او پر ځاې يې جنرال صبور قانع په دنده وګمارل شو، تاسو د حکومت په دغه پریکړه خوښ ياست او یا نه ؟
دوياړلى اوپرمختللي افغانستـــــان په هيله
هڅه دبري لومړی شرط دی.
پاچاهی دی مبارک شه
اشرف غنی
د اخلاقو بنسټ زغم دی
هغه اشخاص چې زغم ونه لري، نو یو د بل ویني به تویې کړي.
دسینګار کولو تر ټولو غوره شيان په ژوند کې:
۱- د شونډو لپاره: ریښتیا ویل ,💋
۲- د سترګو لپاره: همدردي او خوا خوږي ,👀
۳- د مخ لپاره: موسکا,😁
۴- د زړه لپاره: مینه,💗
۵- د اواز لپاره: دعا,🗣️🤲
۶- د لاسونو لپاره: صدقه.
👇
لس سترې غلطيانې! 1 چاته خپل راز وېل او بيا پرې دساتلو ټينګار کول. 2 په دې نيت ګناه کول چې يو څوځله به يې وکړم او بيا به يې پريږدم.
3 خپلو عوائدو څخه زيات مصرف کول اوبيا د غيبي مرستې اميد لرل.
4 د يو چا ظاهري بڼه ليدل اوبيا پري پريکړه کول. 5 د والدينو خدمت نکول او له اولاد نه د خدمت طمع لرل. 6 کوم کارچې خپله نشې کولې دنوروپه اړه هم غيرممکن فکر کول.
7 کار نکول او د ښه راتلونکي خوبونه ليدل. 8 خپلوان پريښودل او په پرديو اعتماد کول . 9 د خپل ځان په اړه تر ټولو د هوښيار فکرکول. 10 د خلکو عزت احترام نکول او له هغوۍ څخه داحترام
توقع درلودل.
دا يوځل ولولی
که چېرې د نن او سبا لپاره خواړه ولرې، پر تن جامې ولرې، پر سر چت او د شپې د ویده کیدو لپاره ځای ولرې، نو د نړۍ له 75 سلنه خلکو څخه بډای یې، ځکه نړۍ کې شا او خوا 75 سلنه وګړي، په یو وخت دا ټولې اسانتیاوې نه لري.
که چېرې نن ژوندی یې، دم ګړۍ په سټه روغ یې، نو تر هغې یو میلون کسانو نیکمرغه یې چې دا مهال د ناروغیو په کټ پراته دي او یوه اونۍ نور ښايي ژوندی ونه کړی شي او مري.
که جیب کې دومره پیسې ولرې چې تر سل کیلومتره واټن پورې پر سفر پرې کولی شې نو د نړۍ په اتلس سلنه بډایو کسانو کې حسابیږي.
که ته همدا اوس دا متن لوستلی شې، نو په نړۍ کې له تقریبا درې میلیارده هغه انسانانو نېکمرغه یې چې یا نابینا دي، یا نالوستي دي او یا رواني ناروغۍ لري او له کبله یې لیک لوست نه شي کولی.
ژوند یوازې له درد او ستونزو د شکایتونو لپاره نه دی بلکې په ژوند کې د شکر ایستلو او خوښ اوسیدلو، زرګونه دلایل هم شته. خپل نظر راسره شريك کړی ،
"هغه چا ته د پخوانۍ ګناه پېغور مه ورکوئ چې د اصلاح پر لاره یې مزل پیل کړی وي."
ښځه په غیبت نه مړیږي، عالم په علم، انسان په پیسو، او محصل په رخصتي نه مړیږي.😋
Diplomacy is the key to create a peaceful world.
لاس مې تړلې شې خو فکر مې تړلې نه شې
بندی به یمه خو همت رانه تروړلې نه شې
د خوشال خان او باچا خان په لار روان پښتون یم
مړ به مو کړې دغیرت جنګ رانه ګټلې نه شې
روانې جګړه او لنډ تحلیل د ننګرهار د وضعیت په هکله
څلورو ګرپونو د افغانستان د ولس او نظام په مقابل کې روانې جګړه په لاره اچولې ده او کوښښ کوي چې څنګه دا نظام ضعیفه کړي او یا یې ضعیفه وښایې:
1. طالب، داعش او نورې ترورستي ډلې چې د جنګ او سیاست دواړو ډګرنو کې د ماتې سره مخامخ دي، کوښښ کوي چې په هدفي وژنو، انتهار او د مقناطیسي بمونو په واسطه ملکيکسان شهیدان کړي تر څو د ولس روان ضعیفه کړي. د دوی د ټولنیزو رسنیو شبکې غړي چې زیادتره یې مستعار نومونه لري، د هیواد نه بهر رهبرې کیږي او په ګاونډیو هیوادونو کې اوسیږي. دوی کوښښ کوي چې د هرې پیښې سره رواني تبلیغات په مخ واچوي او دا نظام ضعیفه ښکاره کړي. د دغه ګروپونو د منفي تبلیغاتو او کړنو نه ګیله نه ده پکار ځکه د دوی تګلاره تخریب ده او تر څو یې چې وسه کیږي، دوی به خپلو تخریبي کړنو او تبلیغاتو ته دوام ورکوي.
2. دویمه طبقه د ټاکنو په دې سیزن کې سیاسي رقابتونه دي او هر ګروپ کوښښ کوي چې بل ملاتمه کړي حال دا چې ټول د دې نظام غړي دي. که څه هم د دوی هدف د حکومت ضعیفه ښودل دي خو دا چې په افغانستان کې د نظام او حکومت ترمنځ فرق کم دی، نو د حکومت په ضعیفه کولو سره نظام هم ضعیفه کیږي. دوی او د دوی پلویان باید په خپلو نیوکو کې لږ د انصاف نه د یو بل پرضد کار واخلي ځکه د نظام په ضعیفه کولو کې بیا یو هم د دې جوګه نه دی چې سم حکومت وکولې شي.
3. جنایې مافیایې کړې چې دوی هم لکه ترورستې ډلې، په ګډوډې کې خپله ګټه ګوري او د دوی نفوذ او ګټه په ګډوډې کې ده نه په ثبات کې. دوی هم وړې وړې ډلې د مدني فعال او ژورنالست په نومونو هم لري او کوښښ کوي چې د هرې پیښې سره د غمرازې په نوم د حکومت او یا ولایتيادارې پرضد تبلیغ وکړي. د دوی نه هم د انصاف توقع نشته ځکه دوی سره د خپلو جیبونو غم دی. د دوی جیبونه چې هر چا ډکول، دهغوي لپاره تبلیغ کوي.
4. یوتعداد کسان چې خپل نظر نه لري او د هر چا خبره بې له تحلیله بدرګه کوي. د دې کټ او پیست ډلې نه هم ګیله نه ده پکار ځکه د دوی بدرګه کول، په شعوري توګه نه ده.
په ننګرهار کې چې ګورم،شاید د دې ټولو ګروپونو شمیر د دوه زرو نه زیات نه وي او فکر کوم چې د افغانستان په نورو سیمو کې به هم دا همدا حال وي. دا چې د کابل نه وروسته دښمنان ننګرهار ته زیات متوجه دي، د دوی مبارزه د پورته روانې جګړې په محدوده کې ده. په دی اساسو زما مبارزه د دې ټولو په مقابل کې ده او انشاالله د ننګرهار د ولسونو په حمایت به زمونږ مبارزه چې د حکومتولۍ او امنیت ښه والي دی کامیابیږي. زه نه غواړم چې د یو فاسد ګروپ مقابله په بل فاسد ګروپ وکړم ځکه د تیرو والي صیبانو د ناکامې یوعلت همدا و.
د ننګرهار په هکله لنډ تحلیل:
پروسږکال همدا وخت د ننګرهار اکثره دفاتر او مکاتب بند و. په یوه اونۍ کې په سل ګونو کسان د جلال اباد په ښار کې شهیدان شول. هدفي وژنې اوج ته رسیدلې وي. ډیرو ولسوالیو ته تګ او راتګ امکان نه درلود. د تورخم او جلال اباد لارې باندې تګ او راتګ په شش کلیمو و.
سږکال د ټول جنګ په موسم کې یوه پوسته هم طالبانو او یا داعش په ننګرهار کې ونه نیوله. چپرهار، لعل پوره، د سره رو او اچین او خوګیاڼو ولسوالیو زیاتې برخې، او همدا شان د سپين غره په لمنو کې زیاتې سیمې د حکومت په کنترول کې شولې. د ننګرهار شلو ولسوالیو ته ولس او هم دولتي مامورین په ازاده توګه شپه او ورځ تګ او راتګ کوي. د خپلواکۍ ورځ په ټول ننګرهار کې په ښه شان سره ولمانځل شوله.
دا چې په ننګرهار کې د طالب او داعش په مقابل کې څوعملیاتونه روان دي او د دوی جغرافیوې موجودیت او هم مالي سرچینې مخ په ختمیدو دي، دوی ته هم یوازې تاکتیکي هدفي وژنې او ماینونه پاتې دي. په تیرو دوه اونیو کې تقریبا ۶۰ چسپکې او نور بیلابیل ماینونه په سره رود، خوګياڼو، بټي کوټ او پچیر او اګام په ولسوالیو کې کشف او له منځه یوړل شول. د سره رود د بړینې په جومات کې د طالبانو د ماینونو یوه فابریکه هم له منځه یوړل شوه. همدا اوس عملیات د ننګرهار په دریو سیمو کې روان دي.
ډیرې کسان چې د ننګرهار د جغرافیه سره اشنا نه دي، فکر کوي چې ننګرهار سقوط کوي، داسې نه ده. د ننګرهار هدفي وژنې زیاتې یې د داعش او کمې یې د طالبانو کار دی. څو شبکې ونیول شوی او هر شبکه چې نیول کیږي، بیا تر یوه وخته وضعیت ارام شي ترڅو دوی بله کومه وړه شبکه فعاله کړي. تاسي ولیدل چې یوه میاشته د مخه مو یو څوارلس کلن ماشوم چې د ننګرهار په شپږو هدفي وژنو کې لاس درلود، ونیوه. د داعش څو کسان چې ډاکتران یې تهدیدول، ونیول شول او اوس هم بندیان دي. زمونږ امنیتي او دفاعي قوتونه په خپل ټول توان او قوت د دوی مقابله کوي، خوزما د ولسونو نه هم دا هیله ده چې د مونږ سره همکاري وکړي.
زه د ډاکتر صیب نوروز شینواري او هم استاد نیکبخت په شهادت د بل هرچا نه ډیر خفه او زوریدلې یم. خو زما هیله د ټولو مهمو کسانو نه چې پوهیږي او د تهدید لاندې دي او یا تهدید ورته کیږي، دا ده چې دوی لا اقل خپلو موټرو ته متوجه اوسي او خپلې موټرې باید بې له ډریوره او یا څارونکي چیرته ونه دروې. انشاالله چې دا وروستې شبکې به هم نیول کیږي.په ننګرهار کې به د داعش او طالب جغرافیوي موجودیت ډیر ژر په دې نږدي وختونو کې ختمیږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
۰۹۳
Nangarhar
Jalalabad, 26000
په دغه صفحه کې به د شیرزادو د قومي شورا ریس حاجي محمد ولي خوګیاڼي د فعالیتونو په اړه معلومات خپریږي.
Jalalabad
دغه فیسبوک پاڼه د ښاغلي امرالله صالح د پلویانو لخوا د ښاغلي صالح صاحب د حمایت لپاره جوړه شوې ده، له م
Jalalabad
القران وتَوَکَّل عَلَی اللَّه وَکَفی بِالله وَکِیلا پر اللهﷻ اعتماد ساته ،هماغه اللهﷻ بهترین کارساز دی