Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک, Dentist & Dental Office, Al-Makka Sehat Plaza, Angoorbagh, So it Jalalabad, Nangarahar, Jalalabad.

19/05/2024

الحمدلله
د الله عزوجل ډير زيات شکر اداوم چې نن مې د غاښونو د کرلو يعني ډينټل امپلانټ تداوي د خپل زوي ډاکټر اعجاز الحق صادق په لاس ترسره شوه
د الله رب العزت څخه ورته د لا ډيرو لاسته راوړنو او د دنيا او اخرت د نيکمرغي او سرلوړي دعاوي کوم

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

16/04/2024

د غاښونو کرل يا ډينټل امپلنټيشن يوازي په 72 ساعتونو يعني دري ورځو کې

افغان صحت غاښونو د ښکلا تداوي او امپلانټ مرکز

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

09/04/2024
08/04/2024

يوه ښځينه ناروغ چې 65 کاله عمر لري د طبيعي غاښونه د لاسه ورکولو د وجي د ډيرو کلونو دپاره له مصنوعي ژامې يعني متحريک فول ټينچر څخه استفاده کړي ده چې د هم دغي مصنوعي ژامي د زيات استعمال له وجې يې وري او د وري لاندي هډوکی له منځه تللی دی.
نوموړی ناروغ د غاښونو تداوي دپاره د ترکيې هيواد ته هم تللي ول، داچې ناروغ د کنوينشنل امپلاانټونو دپاره کافي هډوکی نه درلودل نو په ترکيه کې د ډاکټرانو له لوري جواب شوي وه.
الحمدلله
د بسل کمپريسیب امپلانټونو په امپلنټيشن سره د ناروغ نااوميدي له منځه ولاړه او ناروغ ته د نوي فيکس ډينټل برج او د خولي د بیا رغوني پروسيژر ترسره شو.

يادونه
دا چې ناروغ په لاندنۍ ژامره کې هم امپلاانټونو ته ضرورت لري نو د ناروغ له رضايت وروسته به د لاندنۍ ژامي امپلاانټونه هم ان شاالله ترسره شي.

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

Photos from ‎Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک‎'s post 18/03/2024

په تعقيب د خلفي يو غاښ د امپلانټ جراحي
Posterior Single-Tooth Implant Surgery
2 يوه مرحله لرونکیي جراحي
Single -Stage Surgery

ليکنه: ډاکټر فضل الرحمن صادق صافی

په سينګل سټيج سرجري کې يعني د انسيژن يعني جرحه او ريفليکش يا د وري جداکونه له هډوکي څخه اجراء کیږي لکه په ټو سټيج سرجري کې تر څو د کريسټل هډوکي حجم مشاهده شي.
په هر لحاظ د امپلانټ سرجري په پاي کې د PME Permucosal Healing Element په امپلانټ باډي کې ځاي پرځاي کيږي. او امپلانټ باډي هم اکثره وخت لږ اندازه د کريسټل هډوکي د پاسه نصب کيږي او نرم انساج د PME ګرچاپېره سوچر کيږي
د Single Stage Surgery ګټي

1 د نرم انساجو التيام او هيلينګ په عين وخت کې د امپلانټ د انټرفيس د التيام سره ترسره کیږي.

2 دويمي جراحي پروسيجر او د سوچر لريکولو ته اړتيا نه پيدا کيږي چې په دغه سره د ناروغ او ډاکټر دواړو وخت نه ضايع کيږي او ناروغ له نارحتي څخه ساتل کيږي.

3 شايد د امپلانټ ابټمينټ د کريسټل هډوکي دپاسه راشي چې په دغه امپلانټ ابټمينټ کنيکشن سره د هډوکي ريزرپشن يا بون لاس کوم چې په ابتداي حالات کې د امپلانټ د انټرفيس د التيام پر مهال واقع کيږي مخه ونیول شي.

4 د لوړ پروفايل امپلانټ جسم higher-implant profile body يو ډاکټر ته دا اجازه ورکوي تر څو د امپلانټ پوښ يا کراون ډير په اسانه د امپلانټ باډي سره فيکس او وصل کړي.

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

14/03/2024

By my son Dr Ijazulhaq Sadiq
الحمدلله
نن مې د خوبونو تعبير او د کوښښونو پايله هغه څه ده چې ما يې دعاء کوله
زوي مې ډاکټر اعجاز الحق د لاندنۍ ژامي د چپ اړخ لمړي پريمولر غاښ چې اکثره وخت د يو عصبي کانال لرونکی وي او په ډير کمو حالاتو کې د دويم عصبي کانال احتمال لري د تشخیص وروسته جوته کړه چې نوموړی غاښ يا 34 يعني lower Left First premolar د دوه عصبي کانالونو لرونکی دی او ډير په دقيقه توګه يې آر سي ټي RCT کړ.

د الله عزوجل څخه ورته د لا ډيرو لاسته راوړنو او پرمختګونو دعاء کوم

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

Photos from ‎Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک‎'s post 13/03/2024

د خلفي يو غاښ د امپلانټ جراحي
Posterior Single-Tooth Implant Surgery

ليکنه ډاکټر فضل الرحمن صادق صافی

د سنګل يا يوستوي غاښ جراحي دپاره دري لاري لرو

1 دوه مرحلو لرونکي جراحي يا Two-Stage Surgery
2 يوه مرحله لرونکی جراحي One-Stage Surgery
3 مستقیماً د يوي مرحلې لرونکي جراحي Direct One Stage Surgery
مخکي له دې چې دغه دري مراحل تشريح کړو اړينه بولم چې د خلفي برخي په امپلانټ باندي لږه رڼا واچوه

د غاښونو د امپلانټ دپاره د خلفي غاښ موقعیت يو مهمترين موقعيت دی کوم چې د ايستيټيک زون يا د ښکلا ځاي څخه لري دی او په کافی اندازه د هډوکي ضخامت لري.
په خلفي برخه کې د يوستوي امپلانټ د کاميابي چانس اته نوي سلنه %98 دی.
د Bell et Al د ریپورټ مطابق هغه 120 امپلاټونه چې د پوهنتون د سينئر محصلينو له خوا نصب شوي ول د څلورو کلونو په موده کې يو هم ناکام نه شو.

د Cummings et al د رپورټ مطابق هغه 71 امپلنټونه کوم چې د پوهنتون د سينئر محصلینو له خوا نصب شوي ول د پنځه کالو په جريان کې يو هم ناکام شوی نه دی.

د خلفي سينګل يا يوستوي غاښ امپلانټ شايد ټيکنيکلي نسبت هغه غاښ ته چې يو کانال ولري د‌اينډوډانټيک تداوي په نسبت ډير اسان وي.
که د يو امپلانټ جراحي چې په سالم او روغ هډوکي کې ترسره کیږي نسبت اينډوډانټيک تداوي ته چې په يو انتاني او انفکټيډ غاښ باندي ترسره کیږي ډير اسانه دی.
په اينډوډانټيکس کې BMP Biomechanical preparation او ابچوريش د اپيکس تر 0.5mm ملي متري کې ترسره کیږي، امپلانټ شايد په 0.5mm الی 10mm کې د مقابل لينډ مارکس لکه مګزيلري ساينس ، انفيرير الويولر نرب او يا هم مينټل فورامين سره واقع شي.
په اينډوډانټيکس کې نيکراټيک انساج او د غاښ د کانال سوان شوي ډيبريډز يا زرات بايد له يو غير منظم کانال يعني انحنا لرونکی، او تاو شوی کانال چې د سايډ يا ليټرل کانالونو لرونکی وي او يا هم ډاي لسريشن کانال څخه د اينډوډانټيک وسایلو پر مټ خارج شي, د يو امپلانټ اوسټوټومي يو ګرد قطر لرونکی او سيده جوړښت دی چې د سيده او ګرد قطر لرونکو ډريليونو سره برابريږي کوم چې د هميش دپاره سيده کانالونه دي.
اينډوډانټيک تداوي د پلاستیک ترکيب لرونکو موادو سره د کانالونو ابچوريش ترسره کیږي کوم چې د غير منظم جوړښت لرونکو کانالونو دپاره استعماليږي که دغه کانالونه د اپيکس پوري پوره ډک نه شي يعني انډر فيلز underfills وي نو د ټولي RCT پروسيجر د ناکامیدو سبب کيږي، په داسي حال کې چې د امپلانټ دپاره د سيده او راونډ يا ګرد اوسټوټومي برخه د يو امپلانټ پواسطه چې لرونکي د منظم شکل، قوي جوړښت او په دقيقه توګه د جوړ شوي اوسټوټومي دپاره برابر دی نصب کيږي.
د امپلانټ انډرفيل underfill برخه د هغه هډوکي زراتو او ډيبريس سره ډکيږي کوم چې د امپلانټ د انزرش پر مهال د ژامي له هډوکي سره د امپلانټ په واسطه توګل کيږي او د منفي نتيجي پر ځاي يوه مثبته پايله لري، که د امپلانټ دپاره د اوسټوټومي برخه غير مناسب ډول تياره شوي وي په هغه صورت هم دغه اوسټوټومي برخه خالي پريږدو او بغير له کوم مشکل څخه څو مياشتې وروسته خپل له هډوکي ډکيږي.

1 دوه مرحلو لرونکي جراحي Two-Stage Surgery

دوه مرحلو لرونکي جراحي ډيري ګټي لري.
د امپلانټ دغه ميتډ د کريسټل هډوکي د مستقيم ليدني چانس برابروي کوم چې د هډوکي په پراخوالي يعني ويډت width او اوږدوالي يا لينګت length په څرګندونه کې مرسته کوي.
د کريسټل هډوکي ډيريکټ او مستقيم ليدنه مونږ د هډوکي په حالاتو او د امپلانټ په نصب کې د ارزيابۍ چانس راکوي.
د کريسټل هډوکي سور يا پراخوالی يعني ويډت width اکثره وخت د غاښ ويستلو او د غاښ د ساکيټ د التيام يا هيلينګ وروسته کميږي. که چرته دغه پراخوالی يا ويډت کم وي بايد د امپلانټ له انزرشن يا نصب مخکي بون ګرافټ ترسره شي. په ډيرو حالاتو کې امپلانټ انزرشن او بون ګرافټ په يو وخت کې اجراء کیږي. په دغه تخنيک کې امپلانټ د کريسټل هډوکي د ليول او يا د کريسټل هډوکي له ليول لږ ښکته اجراء کیږي.
يو لو پروفايل کور سکرو Low-profile cover Scrow په امپلانټ باډي کې انزرټ يا داخليږي. او د وري انساج د امپلانټ او کور سکرو دپاسه خوله په خوله ګنډل يعني سوچر کيږي که امپلانټ په ايستيټيک زون کې وي او بون ګرافټ نه وي ترسره شوی بیا مواقت ريمویبل پراستيسيس جوړيږي.

د ټو سټيج سرجري ګټي
1 د اسټيوټومي مخکي د کريسټل هډوکي مستقيمه مشاهده.
2 د اسټيوټومي پريپريشن پر مهال د کريسټل هډوکې دپاسه د امپلانټ انزرشن دپاره د مرکزي نقطي انتخاب.
3 د امپلانټ انزرشن پر مهال د ضرورت پر بنا د بون ګرافټ ترسره کول.
4 د امپلانټ باډي التيام د کريسټل هډوکي د ليول او يا د کريسټل هډوکي د ليول لږ ښکته کوم چې د امپلانټ هيلينګ دپاره چانس برابروي او له ابتدايي ضرباتو او ټروماګانو يې حفاظت کوي.
5 د موضعي حفظ الصحي دپاره چانس برابروي او د بکټيريل انفيلټريشن مخه نيسي.
6 په ايستيټيک زون کې د نرم پراستيسيس د استعمال چانس ورکوي.

دا تخنيک د جراحي دويمي مرحلي ته ضرورت پيداکوي تر څو د امپلانټ باډي ښکاره شي. د دغي تخنيک ګټي دا دي تر څو د کريسټل او فيشل برخه وليدل شي او هغه کوچنۍ نيمګړتيا وي چې ضرورت لري د پراستيسيس د جوړولو مخکي اصلاح شي.
که چرته د امپلانټ انزرشن پر مهال نرم انساج د امپلانټ او هډوکي تر منځ قرار نيولی وي په يو سټيج سرجري ميتډ کې د امپلانټ ساحه د ريسټوريشن مخکي د ارزيابۍ وړ نه ده. فيشل پليټ شايد امپلانټ د ابتداي التيام پر مهال له منځه تللی وي او شايد بون ګرافټ شي

افغان صحت غاښونو د ښکلا تداوي او امپلانټ مرکز ستاسو د غاښونو هر اړخيزه سټنډرډ او معياري خدماتو هوډ لري

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

07/03/2024

آيا زمونږ يو ناروغ د امپلاانټونو يا په ژامو کې د کرل شو غاښونو څخه څومره راضي دی؟

يو ناروغ چې عمر يې تقريبا 75 کاله وه افغان صحت غاښونو د ښکلا تداوي او امپلانټ مرکز مراجعه وکړه،

د ناروغ عمده شکايت د غذايي موادو د ژولو نيمګړتيا يا غير قابليت وه
chief complaint of inability to eat properly

د خولي داخلي معايني يا intraoral examination دا څرګنده کړه چې ناروغ د څلورو داسي غاښونو لرونکی دی کوم غاښونه چې پيروډانټلي کمپرومايزډ periodontally compromised دی يا د غاښ ګرچاپېره انساجو د کمزوري پر اساس د غذايي موادو د ژولو قابليت نه لري.
ناروغ ته د تداوي مختلفي لاري چاري او اپشنونه وړاندي او تشريح شول لکه removable complete denture after total extraction, a conventional implant-supported fixed prosthesis (after augmentation procedures), a conventional implant-supported overdenture (after augmentation procedures), or a basal implant-supported fixed partial denture
ناروغ بسل امپلانټ سپورټيډ فيکس ډينچر ته ترجيح ورکړه کوم چې لږ وخت يعني دري ورځو الی پنځه ورځو وخت ته اړتيا لري او د ټروما trauma په لحاظ ډيره کمه ټروما لرونکی پروسيجر او فيکس اپشن دی فلهذ مونږ د ناروغ د تداوي او د خوراک د نيمګړتيا د رفعه کولو دپاره د بسل-کمپريسب امپلاانټونه Basal-compressive implants کوم چې عبارت له BCS Bio-Cortical Scrow او KOS King Of Single piece Implant څخه دی انتخاب کړل

ناروغ ته روټين بلډ ايګزمينشن ترسره شو او ريزلټ يا نتيجي يې دا جوته کړه چې روټين بلډ ايګزمينشن يې په نارمل ليميټز کې وه
ناروغ ته موضوعي يا لوکل انستيټيک ډرګ Lidocaine 2% with adrenaline (epinephrine) 1:200,000
زرق شول
له غاښونو ويستلو وروسته ناروغ ته سمدستي لس عدده BCS Bio-Cortical Scrow او KOS King Of Single piece implant ځاي پرځاي شول

د کمپريسیب امپلانټونو Basal-compressive implants د پروټکول مطابق ناروغ ته د امپلاانټونو تقويه کونکي غاښونه (د امپلاانټ سپورټينګ فيکس پراستيسيس) نصب شول.

الحمدلله ناروغ د امپلنټيشن يا د غاښونو د کرلو څخه تر غاښونو ايښودو پروسيژر او په غاښونو بادي د غذا ژولو او خوړلو څخه راضي او خوښ دی.

افغان صحت غاښونو د ښکلا تداوي او امپلانټ مرکز ستاسو د غاښونو د هر اړخيزه بهترين خدماتو هوډ لري

د بسل کمپريسيب امپلانټ ګټي يا د هغه امپلانټ ګټي چې په دري ورځو يا 72 ساعتو کې يې مکمل پروسيژ سرته رسیږي

1. د امپلانټ د ځاي پرځاي کولو وروسته سمدواره په 72 ساعتو کې د غاښونو ايښودل
2. دا چې د بسل کمپريسيب امپلانټ ټولي برخي يوځاي دي يعني single piece implant دی نسبت کانوينشنل امپلانټ ته چې multi pieces implant دی او په منځ کې ډډ دی د ناکامیدو چانس ډير کم يعني 0.05% دی
3. د بسل کمپريسيب امپلانټ د ګيرچاپيره انساجو د التهاب فيصدي په نش حساب ده
4. د بسل کمپريسيب امپلانټ د غاښونو سرجن ډاکټر ته دا چانس ورکوي چې د امپلانټ زاويې ته د ضرورت پر بنا تغير ورکړي
5. دا چې بسل کمپريسيب امپلانټ يو ضخيم او ډک امپلانټ دی نسبت کانوينشنل امپلانټ ته چې يو ډډ او خالي امپلانټ دی ډير قوي دی
6. څنګه چې د بسل کمپريسيب امپلانټ د التهاب فيصدي ډيره کمه ده نو د ډايابېټيس يا شکر ناروغانو دپاره بهترين انتخاب دی
7. د بسل کمپريسيب امپلانټ د ځاي پر ځاي کولو پرمهال هډوکی کمپريس او ضخيم کوي چې يو کمزوری او کانسیلوس هډوکی په ضخيم او کمپکټ هډوکي بدلوي کوم چې د کارټيکلازيشن corticalization په نوم ياديږي او هډوکي ته قوت ورکوي
8. د بسل کمپريسیب امپلانټ دپاره ساينس ليفټينګ ته ضروت نه واقع کيږي
9. دا چې بسل امپلانټ د °30 درجي په زاويه سره د امپلنټيشن قابلیت لري نو مونږ کولای شو تر څو بسل امپلانټ ونه د سائنس دواړه ميزل او ډيسټل اړخونو ته په °30 رجو زاويو سره نصب کړو او بیا يې ابټمينټ ته تغير ورکړو

افغان صحت غاښونو د ښکلا تداوي او امپلانټ مرکز ستاسو د غاښونو د هر اړخيزه بهترين خدماتو هوډ لري

زمونږ خدمات:
☆ امپلانټ یا په هډوکي کی د غاښ کرلو مختلف اقسام لکه بسل امپلانټ، کمپريسیب امپلانټ، کنوينشنل امپلانټ او د ارتوډانټيکس تداوي دپاره د انکر په توګه د ميني امپلانټ mini implant.
☆ د متحرک او ثابت غاښونو جوړول
د کمپيوټر پر مټ د غاښونو ډيزاين او جوړول لکه زرکونيم Zarkonium ، او کيډکيم CAD-CAM
☆ د غاښونو ډکول د لیزر (شعاع) پواسطه
☆ د غاښونو سپینول یا Bleaching
☆ د غیر منظم غاښونو منظم کول یا ارتوډانټيکس تداوي پر مټ
☆ د غاښونو عصب کشی یا RCT
☆ د غاښونو ویستل یا Extraction
☆ د خولی کوچني جراحی یا Minor oral surgery
☆ د نګین لږول
☆هغه ناروغان چی دشپی غاښونه چيچي يعني د بروکسيزم bruxism تکليف لرونکو ناروغانو د پاره د غاښونو حفاظتي وسيلو برابرول يا night guard
د غاښونو ايکسري د کمپيوټري وسیلي يعني سینسر sensor يا RVG په مرسته کوم چې د ايکسري شعاع اندازه 2mA يعني دوه ميلي امپير ده چې د آر وي جي يا سينسر سره يې د ايکسپوز وخت 0.01 ثیکنډ ته کميږي چې د قوت اندازه يې د لمر د وړانګي سره کومه چې د ځمکې پر سطحه لګيږي معادله وي

دا ټول خدمات د تعقيم شو طیبې وسائلو سره ترسره کيږي

د
ډاکټر فضل الرحمن صادق
ډاکټر لطف الرحمن صادق
ډاکټر ضياء الحق صادق
ډاکټر اعجاز الحق صادق

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

Email address : [email protected]

Photos from ‎Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک‎'s post 05/03/2024

د بسل کمپريسيب امپلانټ ګټي يا د هغه امپلانټ ګټي چې په دري ورځو يا 72 ساعتو کې يې مکمل پروسيژ سرته رسیږي

ليکنه : ډاکټر فضل الرحمن صادق

1. د امپلانټ د ځاي پرځاي کولو وروسته سمدواره په 72 ساعتو کې د غاښونو ايښودل
2. دا چې د بسل کمپريسيب امپلانټ ټولي برخي يوځاي دي يعني single piece implant دی نسبت کانوينشنل امپلانټ ته چې multi pieces implant دی او په منځ کې ډډ دی د ناکامیدو چانس ډير کم يعني 0.05% دی
3. د بسل کمپريسيب امپلانټ د ګيرچاپيره انساجو د التهاب فيصدي په نش حساب ده
4. د بسل کمپريسيب امپلانټ د غاښونو سرجن ډاکټر ته دا چانس ورکوي چې د امپلانټ زاويې ته د ضرورت پر بنا تغير ورکړي
5. دا چې بسل کمپريسيب امپلانټ يو ضخيم او ډک امپلانټ دی نسبت کانوينشنل امپلانټ ته چې يو ډډ او خالي امپلانټ دی ډير قوي دی
6. څنګه چې د بسل کمپريسيب امپلانټ د التهاب فيصدي ډيره کمه ده نو د ډايابېټيس يا شکر ناروغانو دپاره بهترين انتخاب دی
7. د بسل کمپريسيب امپلانټ د ځاي پر ځاي کولو پرمهال هډوکی کمپريس او ضخيم کوي چې يو کمزوری او کانسیلوس هډوکی په ضخيم او کمپکټ هډوکي بدلوي کوم چې د کارټيکلازيشن corticalization په نوم ياديږي او هډوکي ته قوت ورکوي
8. د بسل کمپريسیب امپلانټ دپاره ساينس ليفټينګ ته ضروت نه واقع کيږي
9. دا چې بسل امپلانټ د °30 درجي په زاويه سره د امپلنټيشن قابلیت لري نو مونږ کولای شو تر څو بسل امپلانټ ونه د سائنس دواړه ميزل او ډيسټل اړخونو ته په °30 رجو زاويو سره نصب کړو او بیا يې ابټمينټ ته تغير ورکړو

افغان صحت غاښونو د ښکلا تداوي او امپلانټ مرکز ستاسو د غاښونو د هر اړخيزه سټنډرډ او معياري خدماتو هوډ لري

زمونږ خدمات:
☆ امپلانټ یا په هډوکي کی د غاښ کرلو مختلف اقسام لکه بسل امپلانټ BCS DENTAL IMPLANTS، کمپريسیب امپلانټ يا KOS DENTAL IMPLANTS، کنوينشنل امپلانټ او د ارتوډانټيکس تداوي دپاره د انکر په توګه د ميني امپلانټ mini implant.
☆ د متحرک او ثابت غاښونو جوړول
د کمپيوټر پر مټ د غاښونو ډيزاين او جوړول لکه زرکونيم Zarkonium ، کيډکيم CAD-CAM
☆ د غاښونو ډکول د لیزر (شعاع) پواسطه
☆ د غاښونو سپینول یا Bleaching
☆ د غیر منظم غاښونو منظم کول یا ارتوډانټيکس تداوي پر مټ
☆ د غاښونو عصب کشی یا RCT د اينډو
☆ د غاښونو ویستل یا Extraction
☆ د خولی جراحی یا Minor oral surgery
☆ د نګین لږول
☆هغه ناروغان چی دشپی غاښونه چيچي د غاښونو حفاظتي وسيلو برابرول يا night guard
د غاښونو ايکسري د کمپيوټري وسیلي يعني سینسر sensor يا RVG په مرسته کوم چې د ايکسري شعاع اندازه 2mA يعني دوه ميلي امپير ده چې د آر وي جي يا سينسر سره يې د ايکسپوز وخت 0.01 ثیکنډ ته کميږي چې د قوت اندازه يې د لمر د وړانګي سره کومه چې د ځمکې پر سطحه لګيږي معادله وي

دا ټول خدمات د تعقيم شو طیبې وسائلو سره ترسره کيږي

د
ډاکټر فضل الرحمن صادق
ډاکټر فضل الرحمن صادق
ډاکټر اعجاز الحق صادق
ډاکټر ضياء الحق صادق

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي

ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميري
☎+93773110011
☎+93780177233
☎+93777727359

Email address : [email protected]

03/03/2024

انسان له هغه شي ويره لري د څه شي په هکله چې علم نه لري

Photos from ‎Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک‎'s post 02/03/2024

هغه ناروغان چې خپل ټول غاښونه او يا زيني غاښونه يې دلاسه ورکړي وي، اوس کوی شي چې يوازي په دري ورځو يعني 72 ساعتو کې خپل غاښونه چې د ښکلا، قوت، خبرو کولو او په هر لحاظ د خپل طبعي غاښونو په ډول وي ترلاسه کړي
دغه نوی او ابډيټ د غاښونو کرلو سیسټم له هر اړخه محفوظ دی
بغير له ويني
بغیر له درده
بغير د وري د قطعه کولو
بغير د څلورو مياشتو انتظار
ځوانانو او بوډاګانو دپاره
د شکر ناروغانو او د ويني د لوړ فشار ناروغانو دپاره يوازينی انتخاب
ډاکټر فضل الرحمن صادق
ډاکټر اعجاز الحق صادق
پته
ننګرهار، جلال اباد ښار ، انګور باغ جامع مسجد ته مخامخ المکه صحت پلازه ، زير زميني افغان صحت غاښونو د ښکلا تداوي او امپلانټ مرکز
ګرځنده ټيلېفونونو او وټساپ شميري0093773110011
+93777727359

21/02/2024

هغه ناروغان چې خپل ټول غاښونه او يا زيني غاښونه يې دلاسه ورکړي وي، اوس کوی شي چې يوازي په دري ورځو يعني 72 ساعتو کې خپل غاښونه چې د ښکلا، قوت، خبرو کولو او په هر لحاظ د خپل طبعي غاښونو په ډول وي ترلاسه کړي
دغه نوی او ابډيټ د غاښونو کرلو سیسټم له هر اړخه محفوظ دی
بغير له ويني
بغیر له درده
بغير د وري د قطعه کولو
بغير د څلورو مياشتو انتظار
ځوانانو او بوډاګانو دپاره
د شکر ناروغانو او د ويني د لوړ فشار ناروغانو دپاره يوازينی انتخاب
پته
افغان صحت غاښونو کلينيک ، المکه صحت پلازه ، انګورو باغ بازار، جلال اباد ښار ، ننګرهار افغانستان
موبايل او وټساپ شميري 0093773110011/
+93777727359

Email address [email protected]

Photos from ‎Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک‎'s post 14/02/2024

Molar implant Replacement
د امپلانټ عوض کونه د مولر غاښ پر ځاي
ليکنه: ډاکټر فضل الرحمن صادق صافی

د مولر غاښ ميزو ډيسټل بعد يا اندازه اکثره وخت له 8mm څخه تر 12mm وي چې د مولر غاښ د سايز او د دويم مولر غاښ د ميزيل ميلان پوري اړه لري.
که يو امپلانټ چې 4mm قطر ولري داسي يو کراون سپورټ کړي چې د کراون ميزيو ډيسټل بعد 12mm وي شايد دغه کراون 4mm الی 5mm کانټيليور په مارجينل ريج باندي ولري، چې زياتيدونکي اکلوژل فورسيز يا قوي د امپلانټ د ابټمينټ سکرو د ډيله يا لوس کيدو سبب کيږي يا د امپلانټ تقويه کيدونکي هډوکي د لمنځه تللو سبب کيږي او يا هم د امپلانټ باډي د فريکچر سبب کيږي.
د 4mm امپلانټ عوض کيدنه چې د 12mm پراخه مولر ساحې دپاره وي عمده اختلاط يې د امپلانټ ابټمينټ سکرو ډيله کيدنه یا لوس کيدنه ده.
که چرته د ويستل شوې غاښ ميزو ډيسټل بعد په کافي اندازه پراخوالی ولري مګر بکو لينګول بعد يې له 7mm څخه کم وي په دغه صورت کې دوه 3.5mm امپلاانټونو يا دوه 4mm امپلاانټونو يا يو 4mm جمع یو 3.5mm امپلانټونه غوره د حل لار ده کوم چې د سټريس ريډکشن سبب کيږي او د امپلانټ ابټمينټ سکرو ډيله کيدنې پیښې کموي.
که چرته د ويستلشوي غاښ ميزو ډيسټل بعد 8mm الی 12mm وي او بکو لينګول بعد يې له 7mm څخه زيات وي، په دغه صورت کې داسي يو امپلانټ ځاي پر ځاي کو چې قطر يې 5mm الی 6mm وي کوم چې د امپلانټ سیسټم ته د سټريس د انتقال څخه مخنيوی کوي.
داچې اکثره وخت په خلفي برخه کې د هډوکي عمودي لوړوالی يا حجم کم وي نو بايد د يو مولر غاښ دعوض کيدود دپاره يا دوه سپلينټيټ امپلاټونه استعمال شي او يا هم د بکو لينګول بعد په پراخه ساحه لرلو سره يو غټ قطر امپلانټ چې لينګت يا اوږدوالی يې د لينډمارک په نظر کې نیولو سره استعمال شي.
که چرته د خلفي ساحي ميزو ډيسټل بعد له 14mm څخه زياته وي، په دغه صورت کې بايد د دوه غټ قطر لرونکو امپلاانټونو دپاره تصمیم ونيول شي هغه په داسي شکل سره چې د ټوټل ساحي څخه 6mm ساحه منفي شي یعني 1.5mm دوه طرفه له طبعي غاښونو سره په فاصله کې او 3mm د دوه امپلاانټونو تر منځ چې عبارت ده له 1.5mm+1.5mm+3mm=6m سره کله چې له ټوټل فاصلې څخه 6mm منفي کړو باقي فاصله به په دوه تقسیم کړو لاس ته راغلی اندازه د يو مپلانټ قطر دی چې په دغه ساحه کې دوه امپلاانټونه په دغومره لاسته راغلي قطر سره عوض کوی شو
مثلآ که فاصله په خلفي برخه کې 16mm وي نو داسي يې کالکوليټ کو
(16mm-6mm)÷2=5mm
هغه ويستلشوي غاښ ساحه چې ميزو ډيسټل بعد 16mm دی له هغه څخه مو 6mm ساحه منفي کړه چې دغه شپږ ملي ميټر ساحه کې دري ملي ميټر د دوه امپلاانټونو ترمنځ فاصله ده او يو عشاريه پنځه ملي ميټر دوه طرف ته د طبعي غاښونو څخه د امپلاانټونو فاصلې دي.
دا بايد په نظر کې ونيول شي چې کوم 5mmقطر څخه يادونه شوي ده دا د کريسټ ماډل قطر دی کوم چې د امپلانټ باډي قطر څخه 0.2mm الی 0.35mm غټ وي
دغه دري موازي امپلانټونه بايد 3mm په فاصله کې يو دبل څخه واقع وي دا ځکه د کريسټل ډيفيکټ پراخوالی د امپلانټ ګرچاپېره له 1.5mm څخه کم وي.
دوه څنګ په څنګ امپلانټونه چې دري ملي ميټر يا له دري ملي ميټر څخه ډيره فاصله يو له بل څخه ولري زاويوي ډيفکټ په يو هريزينټل يا افقي ډيفيکټ باندي نه بدلوي کوم چې د سلکس ژوروالي يا د پاپيلا د ارتفاع د کموالي سبب کيږي.
که امکان ولري نو دوه ريګولر امپلاټونه يا يو ريګولر او يو غټ قطر لرونکې امپلانټونه استعمال شي چې دغه دواړه امپلاټونه د دوه سپلينټيډ پريمولر کراونونو سره ريسټور شي.

که چرته خلفي ميزيو-ډيسټل فاصله 12mm الی 14mmوي، په هغه سورت چې د معالجې تصميم ډير څرګند نه وي. يو 5mm قطر لرونکی امپلانټ د پنځه ملي متر کانټيليور کراون سره په مارجينل ريج دواړه طرفه ته منځ ته راځي.
په هر لحاظ دوه امپلاانټونه په زياته اندازه د جراحي ، پراستيټيک او حفظ الصحي مشکل منځ ته راوړي.
لمړی اپشن دادی تر څو د سټنډرډ امپلانټ قطر 3.5mm يا هم 3.7mm ته کم کړو تر څو د سپيس ضرورت 13mm ته ښکته شي، شايد د نورور لارو په تعقيب سره اضافي سپيس هم لاس ته راشي.
۱. اينامو پلاستيکي Enamoplasty
د ويستلشوي غاښ دواړه ګاونډي غاښونو د پراګزيمل سطحو د اينامل کمول يا اناموپلاسټي کول تر څو د ميزوډيسټل سپيس اندازه ډيره شي.
دا معلومه خبره ده چې د ويستلشوي غاښ ډيسټل طرف ته طبيعي غاښ د ويستلشوي غاښ ساحي ته کوږوالی پيداکوي، نو د اناموپلاسټي به حتی ډير مفيد تمام شي تر څو له يو لوري د امپلاانټونو دپاره سپيس پيدا کړي او له بل لوري د کوږ شوي غاښ انډر کټ undercut له منځه يوسي.
۲ د ارتوډانټيکس Orthodontics په مرسته
د ارتوډانټيکس تداوي د لاري کوی شو چې هغه غاښونه چې د وتل شوي غاښ ساحي ته کاږه شوي دي سیده کړو او هم د امپلاانټونو دپاره کافي سپيس پيدا کړو.
۳ يو امپلانټ بايد د بل امپلانټ سره په داسي ډول موازي وي چې یو امپلانټ بکل يا غومبوري لوري يا طرف ته ځاي پرځاي شي او بل امپلانټ ژبي طرف يعني لينګول طرف ته ځاي پرځاي شي چې دغي سره تقريبا 0.5 الی 1mm سپيس اضافه کيږي، په منډيبل هډوکي کې ميزل امپلانټ لينګول طرف د ميډ-کريسټ midcrist ته ځاي پرځاي کيږي او ډيسټل امپلانټ غومبوري يعني بوکل طرف ته ځاي پرځاي کيږي، د اکلوژل کانټکټز هم په کمه اندازه بايد تغير موندونکي شي، د غومبوري يا بوکل طرف د ميزل امپلانټ بايد اکلوډ د سنټر فوسا سره وکړي
په مګزيلا کې، انټيرير يا ميزل امپلانټ فيشلي يعني بکلي ځاي پرځاي کيږي او ډيسټل امپلانټ پليټلي ځاي پرځاي کيږي تر څو د ښکلا نقطي نظره نيمګړتياوې له منځه يوسي، ډيسټل اکلوژل کانټکټ په لينګول کسپ باندي ځائ پرځاي شي او ميزل اکلوژل کانټکټ په سنټرل فوسا باندي ځائ پرځاي کيږي.
افغان صحت غاښونو کلینیک ستاسي په چوپړ کې

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي
ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميره 93773110011

Photos from ‎Afghan Sehat Dental Clinic افغان صحت غاښونو کلینیک‎'s post 26/06/2023

د بسل کمپريسيب امپلانټ ګټي يا د هغه مپلانټ ګټي چې په دري ورځو يا 72 ساعتو کې مکمل پروسيژ سرته رسیږي

ليکنه او کړنه: سټومټالوجيسټ ډاکټر فضل الرحمن صادق

1. د امپلانټ د ځاي پرځاي کولو وروسته سمدواره په 72 ساعتو کې د غاښونو ايښودل
2. دا چې د بسل کمپريسيب امپلانټ ټولي برخي يوځاي دي نسبت کانوينشنل امپلانټ ته د ناکامیدو چانس ډير کم يعني 0.05% دی
3. د بسل کمپريسيب امپلانټ د ګيرچاپيره انساجو د التهاب فيصدي په نش حساب ده
4. د بسل کمپريسيب امپلانټ د غاښونو سرجن ډاکټر ته دا چانس ورکوي چې د امپلانټ زاويې ته د ضرورت پر بنا تغير ورکړي
5. دا چې بسل کمپريسيب امپلانټ يو ضخيم او ډک امپلانټ دی نسبت کانوينشنل امپلانټ ته چې يو ډډ او خالي امپلانټ دی ډير قوي دی
6. څنګه چې د بسل کمپريسيب امپلانټ د التهاب فيصدي ډيره کمه ده نو د ډايابېټيس يا شکر ناروغانو دپاره بهترين انتخاب دی
7. د بسل کمپريسيب امپلانټ د ځاي پر ځاي کولو پرمهال هډوکی کمپريس او ضخيم کوي چې يو کمزوری او کانسیلوس هډوکی په ضخيم او کمپکټ هډوکي بدلوي کوم چې د کارټيکلازيشن corticalization په نوم ياديږي او هډوکي ته قوت ورکوي

افغان صحت غاښونو کلینیک ستاسي په چوپړ کې

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي
ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميره 93773110011+

Email address : [email protected]

21/06/2023

هغوي چې ټول يا زيني غاښونه ې دلاسه ورکړي وي بهترين زيری

د غاښونو کرل يا ډينټل امپلنټيشن يوازي په يو ساعت کې او د غاښونو مکمل پروسیژر په 72 ساعتو کې
1 بغير له درده
2بغير له ويني
3 بغير د وري د غوڅولو او ګنډلو څخه

ډاکټر فضل الرحمن صادق

افغان صحت غاښونو کلینیک

پته: جلالاباد ښار، انګورباغ بازار، المکه صحت پلازه، زمکنی پوړ يا تکاوي
ګرځنده ټلیفون او وټساپ شميره 93773110011+
Email address [email protected]

25/07/2022

ایا غواړی د ښکلا او قوت له نظره ښکلی غاښونه ولری؟

که چیری د خپل غاښونو دښکلا په هکله او یا دخندا او تبسم پرمهال دنیمګړتیا احساس کوی، دکوم چې کیدای شی وجه دغاښونو درنګ خرابوالی، د غاښونو ترمنځ دفاصیلو ګډوډی، په غاښونو د ناخوښونکو نقاطو موجودیت، پر غاښونو داسی لیکو شتون چې غاښونه مات معلومیږی، او یا ئ دغاښونو ښکلا ته صدمه رسولی وی، د غاښو نو اوږدوالی چې دنارمل اندازی څخهزیات اوږده وی.
ستاسی دغه مشکیل اوس د dental veneers پر مرسته حل کیدای شی ( انشاالله) کوم چې د ښائیست له نظره یوه مهمه نقطه ده.

د dental veneers استعمال په وسنی عصر کې یوه غوره لار د غاښونو د ښکلا له نظره ده چې د نړی په پرمختللو ممالکو کې زیات شهرت لری اوحتی اکثر فلمی هنرمندان، او سندرغاړو دغه تداوی کړی ده ترڅو دخلکو پروړاندی دنیمګړتیا احساس ونه کړی.

ډینټل ونېرز (dental veneers) په زیاته اندازه نری (ultra thin shells) دغاښونو همرنګه نیمه پوښونه دي کم چې دغاښونو بیرونی سطحو ته مخصوصو قوی نښلیدونکو موادو په مرسته نښلی او دغاښونو بیرونی سطحی چې د رنګ دتغیر، ژور مختلف رنګه نقاط، دغاښونو سولیدنه یاabrasion د غاښونو توګل کیدنه یا dental erosion او یا هغه غاښونه چې د کلسیم دکموالی اویا دمعدی اسیډو ( HCl) دزیاتوالی له وجی غیری کلسیفائیډ شوی وی او د تباشیر یا قرت رنګ ئ غوره کړی وی او دغاښونو ښکلا ته ئ ګواښ متوجه کړی وی استعمالیږی.
بله ګټه د dental veneer داده چې د داغ په مقابل کې مقاومت لری یعنی stain resistant دی او دغاښ د قدامی سطحی ټولی نیمګړتیاوی چې یو شخص ئ دنیمګړتیا احساس کوی له منځه وړی.
همدارنګه dental veneers دزیات عمر لپاره کارکوی او دسولیدو په مقابل کې مقاومت لری یعنی scratch resistant دی، ستاسی غاښونوته قوت ورکوی او د طبعی سالم غاښ په شانت ښکلا لری.

که غواړی د dental veneers پر مرسته ستاسی دغاښونو نیمګړتیا لری کړی شی، نود یو باتجربه دغاښونو ډاکټر انتخاب کړه کم چې په مساویانه توګه دغاښونو هنری او سائینسی دواړو اړخونو کې مهارت لری.

Want your practice to be the top-listed Dentist in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

آيا زمونږ يو ناروغ د امپلاانټونو يا په ژامو کې د کرل شو غاښونو څخه څومره راضي دی؟يو ناروغ چې عمر يې تقريبا 75 کاله وه اف...
هغه ناروغان چې خپل ټول غاښونه او يا زيني غاښونه يې  دلاسه ورکړي وي، اوس کوی شي چې يوازي په دري ورځو يعني 72 ساعتو کې خپل...

Category

Telephone

Website

Address

Al-Makka Sehat Plaza, Angoorbagh, So It Jalalabad, Nangarahar
Jalalabad
2603

Opening Hours

Monday 09:00 - 18:00
Tuesday 09:00 - 18:00
Wednesday 09:00 - 18:00
Thursday 09:00 - 18:00
Friday 09:00 - 12:00
Saturday 09:00 - 18:00
Sunday 09:00 - 18:00

Other Dentists in Jalalabad (show all)
Barakzai Dental clinic بارکزی د غاښونو کلینیک Barakzai Dental clinic بارکزی د غاښونو کلینیک
Jalalabad, 0093

جلال آباد ښار، دوهمه ناحیه، ماما زرغون شاه صحت پلازه دوهم‌منزل، بارکزی د غاښونو کلینیک�

Noor Dental Academy Noor Dental Academy
Jalalabad

Healthy Teeth Healthy Body

Ibn Sina Dental Clinc Ibn Sina Dental Clinc
Jalalabad
Jalalabad

😁🦷let's make your smile🦷😁

Zia Dental Clinic Zia Dental Clinic
Angorbagh
Jalalabad, 2602

سالم غاښونه مسکا ته ښکلا وربښي

Dr.Maryam Kazman Dr.Maryam Kazman
Jalalabad, 2601

Dr.Edrees Nazari Safi Dr.Edrees Nazari Safi
Jalalabad

روغ غاښونه د روغ صحت ضمانت کوی

Rayyan Dental Clinic Rayyan Dental Clinic
Araban
Jalalabad

Obaid Safi Dental Clinic عبيد صافي د غاښونو کلينيک Obaid Safi Dental Clinic عبيد صافي د غاښونو کلينيک
Jalalabad

Obaid Safi Dental Clinic page is fully health educational page, in which patient can get informatio