Abdulwahid Sahar
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Abdulwahid Sahar, Health/Beauty, Kabul.
Abdulwahid Sahar
Abdulwahid Sahar
درواغ ويل په يوه لويه ګناه سربېره، په ټولنه کي د انسان اعتماد او ارزښت هم ختموي.
طب وايي هرسهار په نهاره دمڼې خوړل د وزن په کمولو،د بدن د تودوخې (تبې) په راټيټولو،د کولمو او ينې فعاليت په ښه کولو،د زړه د ناروغيو په مخنيوي، له مضر کوليسترول څخه د بچ کېدنې،دحساسيت په ختمېدلو، ساه بندي، شکرې،د سترګو ناروغي، الزايمر، د ذکاوت په قوي کېدا، او دپوستکي په ښکلا کې رول لري.
طبی اصطلاحات ⚕
دارو درمل drugs
صحت Health
درملتون Drugstore
رنځورپوه Doctor
درملتون pharmacy
رنځورپاله Nurse
د وینی غور Cholesterol
د وینی فشار Blood-pressure
دغاښونو ډاکتر Dentist
شکر، بوره، د شکر ناروغي Sugar
جراح Surgeon
ځواني دانه Pimple
سيروم Serum
ځواني دانه Acne
کوما، بي سدي، بی حالي coma
د سر درد Headache
د زړه درد heartache
بی حاله، بې هوښه unconscious
د غوږ درد Earache
د زړه درد Heartache
د ملا درد Backache
د زړه حمله Heart attack
د ستوني يا مرۍ درد Sore throat
رک vein
د غاښ درد toothache
وينه Blood
د غاښونو کریم toothpaste
دغاښونو بورس toothbrush
وينه بهيدل، وينه ضایه کیدل bleed
درد Pain | د سړي ویني خاوند Cold -blooded
حوږیدل، ژوبلیدل، زخمي کول Hurt
د ګرمی وینی خاوند Hot- blooded
زخم، پرهر، تپ Wound
ستنه Syringe
ژوبلتیا، زخميتوب Injury
شربت Syrup
تپی، ژوبل injured
مرګ او ژوبله، زیان Casualty
ستنه کول، ستنه ورکول Inject
دارو درمل medicine
دارو درمل Medicatio
بسم الله الرحمن الرحیم
که د خولې له بدبويۍ کړېږئ؛ دا کرښې ولولئ
د خولې بد بوی ډیر لاملونه لري چې له هغوی څخه د ګردې ناروغي، هاضمې سیسټم خرابوالی، د وینې شکر زیاتوالی او ځیګر ناروغي د یادولو وړ دي. د خولې بد بوی د ځینو ناروغیو سربیره غاښونو ته پاملرنه نه کول، د خولې مختلفې ناروغۍ او د خولې وچوالي له امله هم رامنځ ته کیدی شي.
د خولې بد بوی له منځه وړلو لپاره د ورځې دوه ځلي باید غاښونه برس شي تر څو خوله کې پاتې غذايي مواد، باکتریا او له منځه تللي حجرې ووینځل شي؛ خو په یاد ولرئ د خولې بد بوي د غاښونو خرابوالي له امله هم پیښیږي چې باید ډاکټر ته مراجعه وشي.
دلته هغه کورنۍ لارې چارې درښیو چې د خولې بد بوی له منځه وړلو کې به مو مرسته وکړي:
۱- چای وڅښئ: څیړنو ثابته کړې چې په شنه او تور چای کې د پولیفینول په نامه مواد موجود دي چې په خوله کې بد بوی زیاتوونکي باکتریا زیاتیدو مخه نیسي. پولیفینول په خوله کې د موجود باکتریا د هایدروجن سلفاید تولیدولو مخه نیسي.
۲- خوله زینک لرونکی مایع په وسیله مینځل: زینک په خوله کې د سلفر مرکباتو مخه نیولو سره د خولې بد بوی له منځه وړي.
۳- د خولې بوی ښه کولو لپاره ځینې بوټې استعمال کړئ: ځینې بوټې لکه نعنا، ګشنیز او ترخون د خولې بد بوی له منځه وړلو سربیره د خولې بوی ښه کوي. د خولې بوی ښه کولو لپاره یاد شوي بوټې باید یوې دقیقې لپاره وژول شي.
۴- خوله خپل ترکیب کې الکول لرونکې مایعاتو په وسیله مه وینځئ ځکه چې د الکول هر ډول د خولې بد بوی لامل ګرځي.
۵- ډیر مایعات وڅښئ: د اوبه او نورو مایعاتو زیات استعمال به مو خوله تازه او مرطوبه وساتي. د چینايي درملنو په اساس د خولې بد بوی د خیټې زیاتې تودوخې له امله هم کیدی شي چې دغه تودوخه د اوبو، مایعاتو او ځینو سبزیجاتو په مرسته له منځه تلی شي.
۶- له ذهني فشاره ځان وژغورئ: په ډیرو خلکو کې د خولې بد بوی ذهني فشار له امله رامنځ ته کیږي. ذهني فشار به خوله کې د سلفر مرکبات تولیدولو سبب ګرځي چې له امله يې د خولې ښه بوی له منځه ځي.
د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتیا لري، خو کله ناکله داسې کېږي چې د ډېر کار او بوختیا له کبله اوبه څښل له سړي هېر شي. په ژمي کې، خصوصاً دغه چاره ډېره تر سترګو کېږي. دا د انسان روغتیا ته ډېر تاوان رسوي. ځکه جسم د فعالیت د سم ترسره کولو لپاره اوبو ته اړتیا لري.
اوړی وي که ژمی، د انسان بدن یوه اندازه اوبو ته اړتیا لري. د اوبو کمی انسان له ځینو روغتیایي ستونزو سره مخامخ کوي .
»
که سر مو هر وخت درد کوي، د دې لامل دا دی چې په ډي هیډرېشن اخته یاست. په دغه وخت کې د سردردۍ د دواګانو د خوړو پر ځای، ښه دا ده چې دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ او وګورئ چې سر دردي مو ښه کېږي او که نه.
»
داسې نه ده چې خوله یوازې د پیازو او اوږې له خوړو وروسته بوی کوي. د اوبو کمی هم د خولې د بدبويۍ لامل کېږي. که مو خوله له کوم بل دلیل پرته بوی کوي، نو پوه شئ چې بدن مو کافي کچه اوبه نه لري.
د یوې څېړنې له مخې، کله چې خوله وچه وي، شته باکتریاوې بدبویه کېږي چې دا د خولې او تنفس د بدبویۍ لامل ګرځي.
»
که مناسبه اندازه خوب کوئ، خو بیا مو هم په بدن کې سستي لیدل کېږي، پوه شئ چې بدن مو د اوبو له کمي سره مخ دی. د دغې ستونزې آسانه مخنیوی د کافي کچې اوبو څښل دي.
»
که جلد مو وچ وي، نو پوه شئ چې بدن مو اوبو ته اړتیا لري، چې جسم ځلاند او روغ وساتي.
» د متیازو تک زېړوالی
د اوبو د کم څښلو له کبله د انسان د متیازو رنګ تک زېړ کېږي. که دغه زېړوالی ډېر وي، پوه شئ چې د بدن اوبه مو کمې دي.
نو هر انسان په ورځ کې لږ تر لږه باید ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي.
————————
د اړینو معلوماتو لپاره زما پاڼه خوښه کړئ
هر يؤ انځور کلېک کړئ، مطلب یې ولولئ او پۀ ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلئ!
پوسټ شير کړئ تر څو نور ورونه او خویندي هم ترې ګټه واخلي.
ستا په خیال کې مې ذهن پوره لا لهانده او ستا په خیالونو کې د خپل ځانه هم ورک شم.
که غواړئ چې اړين او مهم معلوماتو نه خبر شئ، زموږ پاڼه درسره خوښه کړئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Rafiullahkarimzai112@gmail. Com
Kabul, 1069
سلامونه،مینه او درنښت! پخوانۍ صفحه مې هېک شوي ده هیله لرم دلته راسره یو ځای شي.