Shoaib Afghan
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shoaib Afghan, Financial service, Kabul.
دوي ورځي کیږي کندهار ته یو چینایی سيلانی راغلي وه او زموږ د هېواد له دولت او ملت څخه دومره متاثره سوي وه چې اخر یې دوي ورځي مخکې اسلام راوړي او مسلمان سو.
نړیوالي رسنیو په منفي تبلیغاتو باور ونه کړي؛ ځکه هغوی خلکو ته شپه او ورځ همدا منفي ذهینیت ورکوي، خو دلته چې موږ اوس ولیدل، هر څه د هغوی د منفي تبلیغاتو سره ډېر توپیر لري دا ځای ډېر ښکلی او پر امنه دی
تازه
زموږ د هیواد انګور تر روس هیواد ورسیدل👍
د عالی☑قدر امیرالم☑ؤمنین حفظ☑ه الله د حکم په اساس لاندي ټاکنې وشوې:
۱. د رسنیو مرکز مخکنی مسئول قاري محمد یو☑سف ا☑حمدي، د ملي رادیو عمومي ریاست دسرپرست په توګه.
۲. د بادغیس دفرامینو او احکامو د تعقیب او نظارت ریاست مخکنی رئیس مولوي غلام محمد، د همدې ولایت د والي د مرستیال په توګه.
۳. د کندهار ولایت د مرکز د څلورمي امنیتي حوزې آمر مولوي محمد رفیق خادم، د ارزګان ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۴. د ارزګان ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالله بشیر د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل شول.
خبرتیا!
د کندهار د ترافیکو مدیریت د جوازسیر آمریت له لوري د یو کیلي یا راسته شترنګ نقلیه وسایطو د پلېټ او جوازسیر توزیع شروع کیږي.
د هغه نقلیه وسایطو مالکینو ته چي د خپل موټر ID کارډ یا سټیکر یې ترلاسه کړی وي خبر ورکول کیږي چي د ترافیکو مدیریت د جوازسیر آمریت ته دي د ID کارډ، او یو قطعه عکس سره یوځای تشریف راوړي.
د تخنيکي ستونزو له امله د معاشاتو د پروسې ځنډ د ماليې وزارت په خاصه توجه سره د له منځه تلو په حالت کي دئ، چي په دې لړ کي د ځينو اداراتو د کارمندانو د معاشاتو پروسه تکميل سوې او د نورو اداراتو د معاشاتو پر اجراء باندي هم کار روان دی.
د اداراتو محترم کارمندان دي په ډاډه زړه خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې چي ( ۱۲۳۶۸۲۴۶ )دولس میلیونه درې لکه اته شپېته زره دوه سوه او شپږ څلوېښت امریکایي ډالر او یوه اندازه د سرو زرو خښتې د ا.ا.ا د مسئولینو له لوري، د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.
ټولې پولي راکړې ورکړې باید په افغانۍ وي!
د افغانستان بانک پر ټولو هیوادوالو،دولتي او خصوصي موسسو باندې غږ کړی چې د قانون مطابق او د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ټولې پولي راکړې ورکړې باید په افغانۍ وي.
د بهیر ګروپ لخوا د A4 ورقو وطني تولید.
راځئ د خپلو وطني تولیداتو څخه په گټه اخیستلو،د خپل هېواد په اقتصادي وده کې گډون وکړو.
موږ د هیواد داخلي صنعت پراختیا ته ژمن یو او تر خپله وسه به د داخلي تولیداتو رشد او استعمال ته زمینه برابروو.
په ننګرهار ګمرک رياست کې د تېر نظام پر مهال د بېلابېلو لاملونو له امله نيول شوي موټرونه خپلو مالکانو ته د سپارلو لړۍ پیل شوه.
هغه موټر او نقلیه وسایط چې د قتل او انسان تښتونې په قضيو کې نيول شوي، نه ورکول کيږي.
د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې له درې کلن ځنډ وروسته د معياري وزن د لېږد په موخه تله يو ځل بيا فعاله شوه، چې له مخې به يې د فساد مخنيوی تر سره او سړک به هم خوندي وساتل شي.
افغانۍ تقریبا بیرته خپل پخوانی ارزښت تر لاسه کړ.
تازه اوس:
ډالر اخیستل ................ 80.20
ډالر خرڅول ................. 80.40
#سرای شهزاده کابل
(۱۶) ټنه اینځر د مځکې له لارې نړیوال بازار ته صادر شول!
کنډافروټ د میوو د پروسس او بسته بندۍ شرکت تیره ورځ (۱۶) ټنه اینځر د یخچالي کانټینر په مرسته د ځمکې له لارې نړیوالو بازارونو ته صادر کړل.
د پښتني بانک #خبرتیا :
د پښتني بانک ټولو درنو پېرودونکو ته خبر ورکول کېږي چې په کابل ښار کې د دې بانک ټولې ښاري څانګې فعالې دي او همداراز په هرات، کندهار، ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ولایتي څانګو په عادي ډول خپلې چارې پیل کړي دي، درانه پيرودونکي کولای شي د خپلو بانکي معاملو لپاره یادو څانګو ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې په نورو ولایتونو کې به هم د پښتنې بانک څانګې ډېر ژر بېرته خپل فعالیت پیل کړي.
پښتني بانک، زمونږ خپل بانک!
کابل کې د پيسو د راکړې ورکړې ستر مارکيټ "سراى شهزاده" د څو ورځني ځنډ وروسته نن پرانستل شو.
د ډالر پر وړاندي د افغانۍ ارزښت بیرته خپل عادي حالت ته په راګرځېدو دی.
نن یو ډالر ($1) ارزښت د افغانۍ په وړاندي (86.5؋) دی .
د تاجکستان سره پر پوله شیرخان بندر او پاکستان هیواد سره پر پوله انګور اډې ګمرک کې سیستم فعال صادراتو او واردات د پخوا په شان په نورمال ډول پیل سوه.
د Western Union خدمتونه یو ځل بیا په افغانستان کې فعاله شول.
فعلاً یې یواځې کابل کې فعالیت پیل کړی، په راتلونکو ورځو کې به په نورو ولایتونو کې هم فعاله شي.
-------------------------
خدمات Western Union دوباره در افغانستان فعال شد.
فعلا تنها در کابل فعال است و در روز ها آینده در ولایات دیگر نیز فعال میگردد.
زړه اوسپنه د هیواد دننه له یو ولایت څخه بل ولایت ته انتقالیدلای سي څوک یې د توقف حق نلري یوازي بهر ته یې پر صادراتو بندیز لګېدلی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul, 1001
HesabPay is the first Afghan multi-channel e-payments solution available on Android, iOS, and Web in
Kart-e Char
Kabul, 1001
AminPay provides Afghanistan Mobile Topup through WhatsApp, Portal/Mobile App easily and securely.
کابل، خیرخانه، چهاراهی قلعه نجارها، مارکیت احمدیار، منزل دوم، نمبر دفتر B26
Kabul
وینوس ، سیاره پیشرفت و موفقیت
Kabul
Kabul, 1001
AD Cloud Hosting is an Intuit Authorized QuickBooks Hosting Provider and QuickBooks Solution Provide
Wazir Akbar Khan Road, Shirpoor, 10th District, Kabul Center
Kabul, 240000
Ghazanfar Bank is a Commercial Bank providing services under license of Da Afghanistan Bank.
STREET NO 8
Kabul, 250000
We provide accountancy consulting services and solutions to small businesses.
Kabul, 25000
ABMMC is a leading digital financial services provider established in 2011 and a subsidiary of AWCC duly licensed by DAB. We have a wealth of specialized expertise which has enable...