البدر

البدر

البدر نشراتی اداره.
دلته به ترانې، حمدونه، نعتونه لیکلی شعرونه او هراړخیز معلومات وړاندې کیږی.

02/05/2024

یخې چینې او شنې لمنې د وطن او باران
څومره مزه کاندې سیندونه د آمو او واخان

لعل او ګوهر غاړه ورکړې ده د مېني سره
د نفرت ملا ده ماته سوې څنګ په څنګ ځي یاران

د غرۀ لمنې زرغونې دي د بلبلو شور دی
مستې نغمې دي د بلال د شرنګېدلي اذان

وطن کې بياځلې سپرلی په ځوانۍ ګوتې وهي
بيا د مرغانو سېل راغبرګ دی پر هلمند او بامیان

شپونکيه پیایه دي رمې په مینه مینه باندې
د غرۀ لمنې ته راغلې دي کېږدۍ او ګوچیان

اوبۀ د واورې یې بهیږي په رڼو چینو کې
د ابادۍ پۀ لور روان، بچو یې کړی پیمان

د شريعت او امن وږم يې ورو ورو خپرېږي
منصوري! نلري ثاني افغانستان پر جهان

سید منصوري

#البدر #غزل #پشتو

30/04/2024

سلګۍ دپردیسۍوې اوکه ساندې راسره وې
خوهېلې مې ژوندۍپه زړه کې تاندې راسره وې

ضمیر مې په ځنځیر د غلامۍ تړلی نه وؤ
ښکلاوې مجازي که ترپښؤ لاندې راسره وې

سکروټې دنمرود داُور سړې خلیلې هوډ کړې
پخې مو ارادې څه لالهاندې راسره وې

کیږدۍ مې د ایمان ځکه پر خپل مقام ولَاړه
د کلکې عقېدې ښه قؤي مراندې راسره وې

د ژوند و هر کړأو ته مې اغوستې لکه زغرې
دعاوې دمورکۍڅومره زړه سواندې راسره وې

له شلؤ تلاشيو مې راتېره کړه دؤلۍکې
د بدر ملأیکې هم کړاندې راسره وې

خزان به چې(وثیق ذکوانه)چم باندې راګډشؤ
د دردڅړېکې پرزړه سترګې ژړاندي راسره وې

#پشتو #غزل #البدر #غیرت

27/04/2024

ښکلي نعت!
په آواز د سید منصور آغا شهاب
شاعر سیحان کندهاری
زموږ یوټیوب چینل ته راشی او سبسکرایب یی کړي.
https://youtu.be/jMVd2wphk9I?si=BaGCbcUM7veYDeSX
#پشتو #ﷺ

26/04/2024

ملګرو هیله مند یم چی د صحت جامی به مو پر تن وی.😘
https://youtube.com/?si=hCz7uw2QuKCVGXeP
دغه چینل ضرور سبسکرایب کړي.
سکرین شاټ د سبسکرایب او نوم مو صفحی ته مسیج کړی یو ښایسته نوم به درته ډیزاین کړو.
هله نو ........
موږ به هلته هم تاسو ته ښکلی او په زړه پوری نشرات ولرو منننه.
#پشتو

https://youtu.be/j7BN7n7cvVA?si=a9YzWDi3Vjq86_z7
https://youtu.be/9iKkPw-XHAo?si=pE2vyZhMYh6O0bmz

21/04/2024

قربان وطنه!

لاندی یوټیوب چینل ته هم راشی.منننه ❤

https://youtu.be/siVEVbX3lm8?si=KRTBShPivey1b0IP



#ترانه
#پشتو

17/04/2024

لایک او شیر مو هیر نه شی!



#ترانه

30/09/2023

خپلواک هیواد

نه منو پر هیواد باندي واک د پردو
نه یرغل د پردو نه ښکیلاک د پردو

جوړوو په خپل مټو او زیار خپل وطن
نه منو پکښي هیڅ اشتراک د پردو

دی مین پر حریت ، ازادۍ ، استقلال
شتون زغملای هیڅ نه سي دا خاک د پردو

دغه غرونه ، درې دي دي د لر او که بر
تل یې کړی د وینو څښاک د پردو

هره دښته او غر یې سنګر د غزا
ټوټه سوی هر وخت دلته ځواک د پردو

پر دې خاوره زمین په هر وخت او زمان
دي لښکري فوځونه هلاک د پردو

باوجود د پردو یرغلګرو ځواکو
هم ذلیل دي مشهوده عشاق د پردو


#شعر

30/09/2023

بریالیتوب ته غځیدلې لاره اوږده ده.
له ستومانیو،سختیو،دردونو ،کړاونو څخه ډکه لار ده.
پر ځان باور ولره💪 ، پخه اراده وکړه👍،سخت کار وکړه💎 ، د وخت له ضایع څخه ډډه وکړه.⭐
ته کټونکۍ یی ته یی کولای شی💪.
📺البدر

جار درته و به کړی آزار دا ملنګ مه ځوروی ـــ لږ خو یی پریږدی په قرار دا ملنګ مه ځوروي فضلی جانان 15/08/2023

خوندور نظم واوری!
چینل هم درسره سبسکرایب او ویډیو لایک کړی منننه

جار درته و به کړی آزار دا ملنګ مه ځوروی ـــ لږ خو یی پریږدی په قرار دا ملنګ مه ځوروي فضلی جانان زموږ د فیسبوک صفحه https://www.facebook.com/info.matlabاو یوټیوب چینل سبسکرایب او ویډیو لایک کړي منننه. #غمګین #ترانه #نعت #اسلام #أفغانستان

02/06/2023

مونږ د نړي هیڅ زبر ځواک ته تسلیمی نه منو
پرته له خدایه و بل چاته بنده ګی نه منو
سید منصور آغا شهاب
#نوی
#ترنم
#خوندور
#ترانه

02/06/2023

نوي او زبردست نظم
چینل در سره سبسکرایب کړي
لینک👈https://youtu.be/jV6iyuHZdmo

01/06/2023

درودِشریف مو هېر نه شی.
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ
محتاج دعا: ملنګ

29/05/2023

افسوس!

د دوی چیغی څوک اوری؟
#فریاد #فریاد

29/05/2023

فریضه ده زما

هیواده ستا ابادونه فریضه ده زَما
ستارغونه او پالنه فریضه ده زَما

ویني مي در کړي اوس به در کړمه خولې د تندي
سر مي قربان سه ستا ساتنه فریضه ده زَما

د ابادۍ پټۍ دي ږدم پر پرهارونو باندي
ستا د زخمونو درملنه فریضه ده زَما

د خپلو غوښو او هډونو به پروا ونه کړم
ستا حفاظت ته سرښندنه فریضه ده زما

سمسور ساتلی هر ګلبڼ مي د خپل تن په وینو
ستا زرغونتیا ته پاملرنه فریضه ده زَما

تا چې لوی کړی یم په خپل غیرتي غیږه کې زه
تاته سلام له تا مننه فریضه ده زَما

مشهود ملنګ دي ځان په عشق باندي معتاد ګڼمه
ستا پر ښکلا غزل لیکنه فریضه ده زَما

28/05/2023

غزل

د زړه دردونه زړه کې پټ ساتمه
سوې اهونه زړه کې پټ ساتمه

خير دی تيريږي د هجران وختونه
خپل ارمانونه زړه کې پټ ساتمه

د محبت هنر په زړه کې لرم
د عشق رازونه زړه کې پټ ساتمه

لکه سپرلی له ښکلاګانو جوړ يم
سره سپين ګلونه زړه کې پټ ساتمه

کړمه د ستورو ملګري همېشه
سپين سهارونه زړه کې پټ ساتمه

الفت صابر يم رب ته صبر کوم
کړې سوالونه زړه کې پټ ساتمه
الفت ملنګ

25/05/2023

درود پر ستر لارښود❤ حضرت محمد ﷺ ❤مه هیروي.
البدر خپرندویه اداره☑

24/05/2023

د ارمان سکاره!

مـړ تبــســم وکــړه بـاڼـــه په سترګو وزنګوه
شاباسې یو ځلې مې زړه په سترګو وزنګوه

وګـټـه پـنـډې، پـنـډې، پـنـډې ثـوابـونـه هـلـه
د میـنـې راز د ژونـدانـه پـه ستـرګـو وزنګوه

تـه تجـربـه وکـړه مـمـکن نتیـجـه ښـه ولـري
د ځوانيمرګ ارمان سکاره په سترګو وزنکوه

د جـادوګـرې دنـیـاګـۍ تمـثـیـلـګري وکړه نو
د عـاشــقـۍ تــوري د زړه په سترګو وزنګوه

د پښیمانۍ یوه خوږه بې پروایي تکراره کړه
څو ګامه ولاړ شه بیا کاته په سترګو وزنګوه

تـه پـه ګـربـز مسـتـغـفـر ټـولـه دنـیـا وغـږوه
خو داسې وکه چِ یې ښه په سترګو وزنګوه

مستغفر ګربز

16/05/2023

پندونه او عبرتونه:
① ـ څوک چي پر خپلو نفسي شهواتو باندی نسي غالب کېدلای پر دښمن به څنګه غالب سي؟
② ـ څوک چي د ایمان په لذت باندي نه پوهیږي هغه به د عبادت په لذت باندي څنګه پوه سي.
③ ـ څوک چي د منفي عاداتو، خرافاتي عنعناتو او عبثو کارونو څخه ځان نسي آزادولای د دښمن څخه به څنګه ځان آزاد کړي؟
④ ـ څوک د شیطان په دښمنۍ اقرار کوي خو بیا هم د ورځي په لسهاوو کارونه د هغه لپاره کوي د بل دښمن لپاره به څنګه خدمت نه کوي؟
⑤ ـ څوک چي اسلام تنها د پلار په تعریف پېژني هغه به خود په هر شي کي د پلار په قول او عمل باندي دليل نیسي.
⑥ ـ څوک چي خپل انساني پیدایښت او جوړښت له پامه وغورځوي خود به تکبر او قوم پرستي کوي.
⑦ ـ څوک چي د علم او جهاد سره خیانت وکړي خود به یې آخره خرابیږي.
⑧ ـ څوک چي پر جهاد باندي باور ونلري خود به یې د ذلت ژوند په برخه کیږي.
⑨ ـ څوک چي پر الهي تقدیر باندي باور ونلري خود به د پیښو او حوادثو سره ډېر وېریږي.
⑩ ـ څوک چي د هر کار څخه مخکي خپل ظرفيت په پام کي نه نيسي، طرحه نلري او بېله کوم جامع طرزالعمل څخه کار کوي خود به ناکام کيږي.
⑪ ـ څوک چي د مسلمان غيبت کوي خود به نور خلګ دده غيبت کوي.
⑫ ـ څوک چي پر بې ګناه مسلمان بې ځايه تور لګوي خود به يې په ټولنه کي آبرو او عزت له مينځه ځي.
⑬ ـ څوک چي سياست د دين څخه بېل بولي خود به په سياسي انحراف اخته کيږي.

شیر کول یی صدقه جاریه.❤
#اسلام
#اسلاميات
#معلومات
#اسلامى
#لایک
#شیر
#خوندور

06/05/2023

چې مئين درباندې نه يم!
نو بيا ولې، په خفګان دې!
خفه کېږم؟
په خوښۍ دې خوشالېږم! ..
چې مئين درباندې نه يم!
نو بيا ولې؟ چې ته نه يې!
يو شېبه لکه د کال وي!
او خراب مې په کې حال وي! ...
چې مئين درباندې نه يم!
نو بيا ولې؟ چې تا ګورم!
زړه مې ساه د ارام اخلي!
لکه تږی چې جام اخلي! ..
چې مئين درباندې نه يم!
نو بيا ولې چې ته راشې!
لکه اور چې لمبې بايلي!
چې اوبه ورباندې توی شي! ...
چې مئين درباندې نه يم!
نو بيا ولې؟ چې ته ځې نو!
لکه زه چې بې ساه کېږم!
لکه زه چې تباه کېږم؟؟؟
ن/ارمان
شیر کول مو هیر نه شی مننه ❤😍

03/02/2023

اسلامي امت څلور قسمه ځوانان لري!

① هغه ځوانان دي‌ چې د بې دينۍ، فحشاء او د عياشي ارمانونه کوي, دوې ته غربت ښه، او اسلام ورته پخوانی او د تکلیفونو دين ښکاري خو دوئ بيا هم د شرمه مسلمانان دي..
دا هغه ځوانان وي چې کفار يې د کاغذ تشناب په څېر کاروي...

② هغه ځوانان دي چې چا پوې کړي نه وي، ج.هاد او د اسلام.ي اخوت انځور ورته ناسم وړاندې شوی وي خو بيا هم خپل لمونځ ,او اودس کوي او اسلام سره مينه هم لري کله نا کله ترې ګناه وشي نو پرې خپه کېږي هم، دوې د اسلام د حاکميت په فکر کې نه وي، بس ښه موټر، ښه کالي، چکرې، بنډارونه ,اشو مستيانې د دوې خوښېږي…

③ هغه ځوانان دي چې بس دعوت او تبلیغ ښه شی بولي ,حلال روزګار کوي, خپل لمونځ, اودس، مطالعه، او چيرته ښه کاروبار ورته پيدا شي کوي يې بس ژوند تيروي...

④ اخري قسم ځوانان ډير عجيب دي دوي همېشه د اسلام د حاکميت لپاره فکر مند وي..
دوي د دنيا خوندونه پېژني خو کوي يې نه،
دوي په هر څه پوهيږي خو بيا هم يې ځان خاموشه کړی وي.
دوي باندي مختلف قسمه سختۍ راځي، په مختلفو نومونو بدنام شي، مختلف تکاليف تېروي..
د کفارو په هر چال او دسيسه پوهېږي، خو خلکو ته ساده او ناپوهه ښکاري...
ډير بااخلاقه او تقوی دار وي، د لوړ عزم خاوندان وی,
د ژوند خوشحالۍ يې ډېرې کمې وي، دا خلک په احاديثو کې د (غرباو) په نوم ياد شوي دي.
دوې چې کله هم سر را پورته کړي بس د کفر پرې نظر شي..

پاس اول دوه قسمه ځوانان په امت بوج دي، دوې په هره زمانه کي د منافقينو کردار ادا کوي، د دوې څخه عزت او اعزاز په تاريخ کي هم نشته، دوی سپک خلک دي.

دا دريم قسم ځوانان هم ښه دي امت ته يي کله نا کله مالي ,يا دعوتي فايده رسېږي.

دا اخري قسم ځوانان چې کله ډېر وو په اکثريت دنيا اسلام حاکميت وو، د امت اکثره علماکرام هم دغه خلک وو، او اوس وخت کې ډېر کم دي، ځکه چې دنيا پرې تنګه ده، د هجرت شپې سبا کوي او بس!!.
رب العلمین دي پرې رحم وکړي، د دوئ داکم ټولی دې الله زیات کړي واقعاً چي عجیب ځوانان دي
حتما یی شیر کړي.❤

24/01/2023

غــــــزل

نور مــــــــــې بې تا ګزاره نه کیږي ته کله راځې
د ستا لیدلــــــــــو ته مې زړه کیږي ته کله راځې

د بېلتانه پـــــــــه ټال ځنګېـږم ستا په تمه یم زه
الله ج خبر چــه اوس به څه کیږي ته کله راځې

په ګرېوانه باندې مې جـوړ شولو امېل د اوښکو
ستا لـــــه یادو سره مې شپه کیږي ته کله راځې

الله ج دې روغ راولــــه کور تــــــــه نادرک لالیه
درتـــه دعــا زما پــــــه خوله کیږي ته کله راځې

زما خو دوه سترګې څلور شوې خیر راشه راځه
لــــــرې پـه دغـــــــه لار کاته کیږي ته کله راځې

شونـــــــډې چیچم لــه انتظاره زه غمجن بهیره
مَجلـــــس تاســـــره ډېر ښه کیږي ته کله راځې

غمجن بهیر❤️

13/12/2022

غزل

ستا دسترګو التفات غواړي نوڅه
مړاوی شوی ده حیات غواړي نوڅه

بیا ولاړ ده درته یاره دروا زه کې
یودیدن درنه خیرات غواړي نوڅه

دا اوجود مې لکه وران افغانستان ده
ټکورونه به ښه زیات غواړي نوڅه

یوځل بیا درته راغلی په سوالو ده
ستا دسترګو فیو ضات غواړي نوڅه

بیایو بل غزنوی سر راپورته کړی
ماتیدل به سومنات غواړي نوڅه

ځلاند تاپسې له ډیره وخت سوی
خامخا دې ملاقات غواړي نوڅه

بدرالدین ځلاند
زموږ د ملاتړ لپاره صفحه لایک او له ملګرو سره يي شریکه کړي.
مننه

08/12/2022

غــــــزل

تمامه شپه مې کـــــــړلــه تیره ستا یادونو سره
تــه رانـــــــه لاړې زه دې پرېښودم دردونو سره

ما چه پر چا کــولـــــــــو ناز هغو تنها پرېښودم
وخت تیــروم لــــه اســــویلــــیـو ارمانونو سره

ته شهید شوی یې زمـا د خوب تعبیر داسې دی
خاورو ته تللـــی یې ګـلابــــــــــه پرهرونو سره

د شهادت په سفـــــــــر تللیه نن مې ډیر یادیږې
ګــــــلان یو ځای دروړم له سپینو بیرغونو سره

زړه مې هرځل ستا د لیدلـو فرمایش راکــــــوي
زه کـــــړم قیصې د ستا را پاته تصویرونو سره

هغه وختونه مې همېش په زړه کې ستنې وهي
چـــه یو ځای ناست به و د کلـي چینارونو سره

په زړګي غـم سترګو کـې نم ژړا پر ماتو شونډو
دا ګـــرځوم یم عـــــــــادت شوی له آهونو سره

قصد مې ده کړئ کـه ژوندون و یاره نن مازیګر
ځم ستا مـــــزار تـه د غمجن بهیر شعرونو سره
زموږ د ملاتړ لپاره صفحه لایک او له ملګرو سره یی شریکه کړي مننه.

25/11/2022

غزل

له درده په خبرو کې وقفه را څخه کېږي
زه نه غواړم ګیله وکړم، ګیله را څخه کېږي

که څوک یې رانه وپوښتي چې چاپسې ژړیږې؟
پوهېږمه چې تاته اشاره را څخه کېږي

چې تاسره مې کومه لېونۍ اړيکه پاتي؟
په تلو تلو کې د بيا ليدو وعده را څخه کېږي

که څوک دي په ډېورنډو زلفو ووهي لاسونه
ساتونکی دې يم خامخا جګړه را څخه کېږي

ته مه کوه، تۀ پرې مې ږده همداسې غلی ښۀ يم
که وږغېدم بشپړه کيسه را څخه کېږي

که تاسره مې مینه وه که ته راباندې ګران وې
وړې وړې سلګۍ به هره شپه را څخه کېږي

له سترګو دې قربان شم، شفاعته مړ خو مه شې
لیدو ته دې زړګکه تلوسه را څخه کېږي

شفاعت ريحان

16/11/2022

د زړګـــي غـــم لــری کومه نور دی نه یادوم
جـــانان تـا به هــــیـــرومه نور دی نه یادوم

نور په زړه مــات یم رنځور یم زخمي یم زه
نوردی په زړه کې نه ساتمه نوردی نه یادوم

خوږې شیبې خوږه وختونه او خوږه ملګري
دا مې په زړه کې تاواومـه نور دی نه یادوم

ګلاب زه دی هـم رامات کړلمه داسې بیلتون
سـر ځـنــګـاوم راځـنګاومه نور دی نه یادوم

یاره غـمــونـو لـیـونـی کـړم در په در ګرځمه
ځان له غـمـو نـه صـبرومه نور دی نه یادوم

زه به کـوشـش کـــوم ســتــا د هـیرولو اشنا
د زړه دنـــیــا به ورانـاومه نور دی نه یادوم

*زهـیر* ستا ورسـر سـنــګه مـحــبـت نشته دی
تاویل چی زا ورپسی مرمه نوردی نه یادوم

19/08/2022

ترهګر څوڪ دي!؟

په لومړي نړيواله جګړه ڪې 17ميلونه انسانان ووژل شول او هيڅ مسلمان د هغه په رامنځ ته ڪولو ڪې لاس نه درلود،
په دويمه نړيواله جګړه ڪې 55 ميلونه انسانان ووژل شول او مسلمان په هغې ڪې هم هيڅ لاس نه درلود،
د امريڪا لخوا د ويتنام په جنګ ڪې 5 ميلونه انسانان ووژل شول چې هيڅ مسلمان په ڪې دخيل نه وو،
د امريڪا لخوا پر جاپان د اتومي حملې په ترڅ ڪې دوه لڪه انسانان ووژل شول او هيڅ مسلمان په ڪې لاس نه درلود،
د امريڪا لخوا پر عراق د حملې په ترڅ ڪې نږدې 12 لڪه انسانان ووژل شول او مسلمان دا جنګ نه وو رامنځ ته ڪړی،
په ڪمبوډيا ڪې د جنګ په ترڅ ڪې 3 ميلونه انسانان ووژل شول چې مسلمان په ڪې هيڅ لاس نه درلود،
د امريڪا لخوا پر افغانستان د يرغل په ترڅ ڪې په لڪونو انسانان ووژل شول او حمله هم مسلمان نه ده ڪړې،
په بوسنيا او ڪوسووا ڪې 5 لڪه انسانان ووژل شول او هيڅ مسلمان په ڪې دخيل نه وو.
هټلر 11 ميلونه انسانان ووژل مسلمان نه وو،
ماوټسي 20 ميلونه انسانان ووژل مسلمان نه وو،
سټالين 20 ميلونه انسانان ووژل مسلمان نه وو،

نو اوس قضاوت تاسې وڪړئ
چې ترهګر مسلمانان دي ڪه ڪافران؟

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

برمودا مثلث جالب معلومات دجال چیرته دي؟ویډیو وګوري
نعت شریف سیدمنصورآغا شهاب درود شریف مو هیر نه شی ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَ...
ښکلي نعت!په آواز د سید منصور آغا شهاب شاعر سیحان کندهاری زموږ یوټیوب چینل ته راشی او سبسکرایب یی کړي.https://youtu.be/jM...
قربان وطنه!لاندی یوټیوب چینل ته هم راشی.منننه ❤https://youtu.be/siVEVbX3lm8?si=KRTBShPivey1b0IP#todaysbestvideo #نوی_نظم...
لایک او شیر مو هیر نه شی!#سیدمنصور_اغا_شهاب#نوی_نظم#خونور_طرز #ترانه#todaysbestvideo
مونږ د نړي هیڅ زبر ځواک ته تسلیمی نه منو پرته له خدایه و بل چاته بنده ګی نه منو سید منصور آغا شهاب#نوی #ترنم #خوندور #تر...
افسوس!د دوی چیغی څوک اوری؟#فریاد#فریاد

Category

Telephone

Address

Kabul

Opening Hours

09:00 - 17:00
Other Writers in Kabul (show all)
BEBE عایشه BEBE عایشه
کابل
Kabul

₍₍مېندې نشي کولی دحضرت خالدبن ولید (رض) په څېر زوی نړۍ ته راوړي₎₎ ژوند ښکلی دي چې په خپله اوسه

Beach ساحل دریا Beach ساحل دریا
Kabul

saheel i darya

الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی” الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی”
One
Kabul

الحاج میرزا عبدالغفور یعقوبی شاعر حماسه سرای افغانستان

Najibullah Behzad Najibullah Behzad
Kabul

Official Page

Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ
13
Kabul, 4545

😔بخدا قسم شوق زنده ماندن نمانده😔

Safia Sahibi-صفیه صاحبی Safia Sahibi-صفیه صاحبی
Afghanistan
Kabul, 1004

زموږ هدف د عامه افکارو جوړښت او اسلامي نړی ته ریښتینی خ?

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس
Kabul

ترا به هیچ اتفاق بهتری نخواهم داد... 2023/10/14💍S♥️S

لیلا غزل Lila Ghazal لیلا غزل Lila Ghazal
122
Kabul

که مې په دې خاطر فالو کوئ چې جنسیت مې زنانه ده،نو لطاً مه مې فالو کوئ!🙏 تر هرڅه اول اسلام او بیا AFG

Haji Hemat Haji Hemat
Kabul, P

فیج درسره لایک کړي دوستانو

Rooin Alweda رویین الوداع Rooin Alweda رویین الوداع
Dasht E Barchi
Kabul

نویسنده و فعال سیاسی