PUBG gaming

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from PUBG gaming, Government Organization, Kabul.

09/08/2021

ټولو ولایتونه بو سقوط شې خو خوستي ژاڼکي سقوط نه مني 💪💪💪

فوسټ شیر کړي چې تر څوو د خوست نوم نوره هم روښانه شي.

15/07/2021

د (شتمني) اوونیزه د مالیې وزارت په ویب پاڼه کې خپره شوه

د «شتمني» په نوم د مالیې وزارت اوونیزې پنځمه ګڼه په برېښنایي بڼه د دې وزارت له ویب پاڼې خپره شوه. په دغې اوونیزه کې د مالیې وزارت اړین خبرونه، اقتصادي مسایل او ځيني نور برخلیک ټاکونکي موضوعات شامل دي.

هېوادوال هم کولای شي خپلې مقالې زموږ سره په لاندې برېښنالیک شریکې کړي.
[email protected]

د نورو معلومات لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
https://bit.ly/3koqj3I

////

هفته نامه (شتمني) در ویب‌سایت وزارت مالیه نشر شد

پنجمين شمارۀ هفته نامه وزارت مالیه تحت عنوان «شتمني» امروز از طریق ویب‌سایت این وزارت به صورت الکترونیکی به نشر‌ رسید. این هفته نامه در بردارنده اخبار مهم وزارت مالیه، مسایل اقتصادی و برخی موضوعات سرنوشت ساز ملی است.

هموطنان عزیز با ارائه مقالات شان به ایمیل آدرس ذیل می‌توانند ما را یاری رسانند.
[email protected]

برای معلومات بیشتر به لینک زیر مراجعه فرمایید:
https://bit.ly/3koqj3I

Photos from PUBG gaming's post 14/07/2021

خاینان د بخښلو نه دي، امنیت شورا او د خوست ولایتي اداره له خاینانو ډکه ده،مبارزه مو جارې وساتئ!

کاپي یې کړی او پوسټ یې کړي!!!!!

Israr Pashtoon

07/07/2021

جمهور رئيس ډاکټر صيب اشرف غني د امنيت شورا په بېړنۍ ناسته کي وويل:
1: اورپکو او پاکستان غوښتل چي د افغانستان نظام وننګوي/ونړوي؛ دا يو خيال وو چي توري خاوري مو کړ.
2: زموږ څرګند او مطلوب دريځ سوله وو؛ د ويني تويولو پړه د طالب پر غاړه ده.
3: افغان حکومت به د ټولو ولسواليو تر نيولو وروسته د خبرو اترو مېز ته راځي.
4: صفري قطعې به پياوړې، پراخي، او په زغروالو وسايلو/وسايطو او پرمختللې ټيکنالوژۍ سمبالېږي.
5: صفري ځواک ته 3000 تنه نور ور اضافه کېږي.
6: صفري ځواک به خوځنده وي مانا په بېلابېلو سيمو کي به عمليات پلان او تر سره کوي او بېرته به خپل مرکز ته ستنېږي.
7: هوايي ځواک به دوچنده کېږي او ټولي اړتياوي به يې پوره کېږي.
8: هوايي ځواک به دوښمن د هيواد پر کرښو/له کرښو بهر هم په نښه کوي.
9: هوايي ځواک فقط و فقط د پوځي موخو لپاره کارېږي.
10: په امنيتي او دفاعي سيکټور کي په سټراټېژيکه کچه بدلون راځي.
11: ځانګړي ځواکونو خورا منظم شوي او پر کومانډو کار روان دى.
©

07/07/2021

تازه په تازه

بادغیس ولایت تازه ځانګړې ځواکونه ورسېده!

Photos from PUBG gaming's post 26/04/2021

پوهېږم.
غازی ببرک خان یو اتل ده.
خوست کې یو پارک په نوم نومول شوې ده.
دلته نوره هم شته وطن نه ېې سرونه قربان کړي دی.!
خوست مېشتو غوښتنه ده.
شهید ډاکټر نجیب الله په نوم‌ دې ونومول شي.
تاریخ اتلان نشي هیرا وي.

ویښ ژونالیست .

Photos from PUBG gaming's post 03/04/2021

د #عليپور پر وړاندې جدي يو!
بايد سازه #ورکړل شي'

#سيدالله مشهور په رئیس #خدايداد چې په عموم کې #پښتون په قام #تڼى او د #خوست ولايت اوسيدونکى و #نوموړى د نړۍ په سطحه ستر د مافياه رايس او خپل #پښتون ملت ته ژمن و او خپل غريب #ولس ته سرخوږى نه و، #خو کله چې #حکومت ونيو او د قانون په #چوکاټ کې مجرم وبلل شوو، #زنداني شو ان د عدام حکم پرې وشو #پښتنو څه چې #خوستيانو هم پرې چوپ پاتې شول #مظاهرې يي نه وکړې روډونه يي نه کړل بند د کابل #ښار لارې يي نه وتړلې #ارګ يي نه #وتړو تر دې حده چې #پښتون #ولس په #افغانستان کې %75سلنه #حضور لري او دغه #وړتيا لري چې ټول حکومت #سکوت کړي نوى #حکومت #رامنځته کړي حکومت ټولې واګې په #لاس لري خو هيڅ يي ونه کړل ځکه چې #پښتون قام #قانون ته ژمن دى او اساسي #قانون مني
نو نن ولې د هغې #لنډغر #عليپور چې پنځه تنه #بدماشان لري زر تنه خلک پسې شاته دي او يو سپنسر لري ولې #حکومت چوپ دى ايا حکومت #قانون يواځې د #پښتونو لپاره جوړ دى ايا #ولسمشر وړوکى دى ايا #حکومتي #چارواکي #ليوني شوي دي
ايا هغه #حکومت چې پر دغه #ولس تکيه دى دغې #ولس د #پښتون او هزاره #تاجک #ازبک #ترکمن #ترمنځ تفاوت #حق دى
نور څه نه وايو بايد #عليپور تا سازه ورکړل شي او #سرور دانش #ولس ته کانع #ځواب ووايي

د ملي او # پښتون غرور له مخې #پوسټ( Share) کړئ #ملګرو
په #درنښت
#کافی

Photos from PUBG gaming's post 15/12/2020

له مسؤلو چارواکو موږ شخصي غوښتنې نه لرو!
دخوست محترم ولي صېب همدا شان وزیر صېب کریمي، خوست ښاروال صېب همدا شان دخوست درانه وکیلان صاحبانو څخه مو جدي غوښتنه چې دڅو کاله همداسې وران پروت په عکسونو کې حال وینئ خلک له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي هیله ده چې توجه ورته وکړئ کار یې پيل کړئ یاد سړک دلکڼو ایوبخېلو سیمې سړک دی له بد حالت سره مخامخ دی .
ملګرو پوسټ شریک کړئ

ويښ ژونالیست

Photos from PUBG gaming's post 30/11/2020

مـــــنـــــنــــه کــــوو قـــومـــنــدان صـــیـــب

خوست امنیه قوماندان هغه ځوان سبزي پلورونکی چې ځینو خلکو فکر کاوه چې د پولیسو لخوا ازار ورکړل شوی را وغوښت او د خپل کار په دفتر کې یې ور سره وکتل .
نن یکشنبه د روان لمریز کال د قوس دمیاشتې په ۹ مه نېټه دخوست امنیه قوماندان محترم الحاج پاسوال محمد داود ( امین) هغه ځوان سبزي پلورونکی چې ځینو خلکو فکر کاوه چې د پولیسو لخوا ازار شوی را وغوښت او دخپل کار په دفتر کې یې ورسره وکتل.
یاد ځوان پرته له کوم فشار وویل چې د ترافیکو مدیریت اړوند پولیسو غوښتل چې ښار پاک او بې ځایه درول شوي لاس ګاډی لیرې او ټاکل شوي ځای ته چې یوه اونی وړاندې ورته ټاکل شوی ولیږدوي .
دځوان په خبره زه احساساتي شوم او خپله ګاډی مې په خپل لاس چپه کړه .
ولې بیا هم دخوست امنیه قوماندان په هدایت او زړه سوي له مخې د پولیسو لخوا دیاد ځوان سره یوه اندازه نقدي مرسته هم وشوه .
دخوست امنیه قوماندان وویل چې پولیس هڅه کوي چې د ولس په غوښتنه ښار پاک ګڼه ګوڼه کمه او د ښاریانو لپاره اسانیتا وې را منځته کړي او همدارنګه د امنیتي پېښو مخنیوی وکړي.
ښاغلي (امین) زیاته کړه چې د کراچي وانو او لاس پلورونکو د اسانتیاو او د ښار د پاکوالي په موخه یې ورته ځانګړی ځای ټاکلی او اونی وړاندې یې خبر ورکړی چې خپلې ګاډی دې ټاکلي ځای ته انتقال کړي .

Photos from PUBG gaming's post 29/11/2020

د خوست د ترافيکو نوي مدير د ښار او سړکونو لۀ سر څخه لاسۍ ګډۍ لرې کولو اقدم د ستايلو وړ دی او دا غوښتنه د هر خوستي ځوان وه، ښا اوس تاسو خوستوال په يوه کې څوک نه پرېږی ، چې لرې کوي هم يې نه پرېږي، چې نه يې لرې کوي بيا يې هم نه پرېږي تر څو چې لاسي ګډۍ د ښار څخه لرې نشي د ښار سړکونه بۀ همداسې بند وي لکه اوس چې دي، خو بيا هم د کراچي واله هم کورنۍ او بچيان لري د هغې لپاره يوه ګوله ډؤډۍ پيدا کول د دوی تر غاړې ده، زه وايم چې سرک د موټرو لپاره دي او پيادرو د غامو خلکو لپاره دي او بس.
ښاروالۍ دې ددې خلکو لپاره مناسب ځاي پۀ ګوته کړئ، ترافيک دې هم دې خلکو ته لږ وخت ورکړي، ورسته د هغې دې اجرءت تر سره کړئ.
ويښ ژونالیست

28/11/2020

د ناچارۍ مېرمنه واخلم ...
تصویر کې ځوان وینئ چې ترافیکو ترې ګاډۍ موټر ته پورته کړې، نوموړی احساساتي شوی خپله ټوله سبزي یې پر سړک وشېندلې ده.
پولیسو یې لاسونه ور وتړل.
کوم انسانیت او کوم اخلاق دي
شیر یی کړئ

27/10/2020

نور جزیات!

نن سهار ۵ او ۵۵ دقیقې یو موټر بم د خوست ښار په څنډه کې د خاصې قطعې پر ودانۍ برید کړی، وروسته بریدګر ودانۍ ته د ننه شوي.
یو بل موټر بم افغان ځواکونو په نښه او له منځه وړی او تردې دمه د دوه بریدګرو د وژل کیدو خبر ورکول شوی.
د موټر بم غږ د خوست په لیرې سیمو او ولسوالیو کې اوریدل شوی او دا مهال ښار ته ټولې داخلیدونکې لارې تړل شوي.
په سیمه کې اوس هم د ډزو غږونه اوریدل کیږي او لا په بشپړ ډول نده تصفیه شوې.
ځانګړې ډله د خوست په پخواني ولایت مقام کې دېره ده.
په دغه ځای کې شاوخوا ګڼ شمېر کورونه هم شته چې د سیمې خلک دغې چاودنې سخت ویرولي او د کورونو شیشې یې ورماتې کړي دي.
ویښ ژورنالېستان

06/10/2020

د کرکټ د نړۍ ځلانده ستوری او د ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی نجيب تره‌کی د ستورو له مداره پرېوت. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشرتابه او ټول کارکوونکي د نجيب تره‌کي مړينه يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه بولي، نوموړي ته د الله تعالی له درباره د مغفرت غوښتنه کوي؛ له محترمې کورنۍ، خپلوانو او د کرکټ له مينه والو سره د زړه له تله خپله همدردي شريکوي.
اتله! جنت الفردوس دې په برخه شه.
انا لله وانا الیه راجعون.
- - -
ACB and Afghanistan Cricket Loving Nation mourns the heart breaking & grievous loss of its aggressive opening batsman & a very fine human being Najeeb Tarakai (29) who lost his life to tragic traffic accident leaving us all shocked!

May Allah Shower His Mercy on him

12/09/2020

وایي چې د نور اقرا لیسې پۀ نوم چې خوست ولایت کې فعالیت کوي د پاکستان نصاب تدریس کوي، مالِ چې ایموږ ځوان ریس روښان به خبر وي که نه؟

Photos from PUBG gaming's post 10/09/2020

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې مېرمنې په یو وار څلور ماشومان زېږولي دي.

د میمنې ښار د دولتي روغتون رئیس ډاکټر سلیمان فیاض شمشاد ته وویل، دغه ماشومان چې یو یې هلک او درې یې نجونې دي، د جراحي عملیاتو په پایله کې زېږېدلي او د ټولو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

ویل کیږي چې دغه مېرمن ۲۵ کاله عمر لري او پنځه کاله کېدل چې واده یې کړی وو، خو تر اوسه یې کوم اولاد نه درلود.
شمشاد نېوز
ویښ ژورنالېست

09/09/2020

اجامو یو غریب تور پوستی وو، نوموړی په ۱۷-کلنۍ کې د قتل په تور په عمري محبس محکوم شو، تر ۴۰-کلن محبس وروسته محکمې اعلان وکړ چې نوموړی بې ګناه دئ، قاضي د اجامو په مخکې سپین کاغذ کېښود او ورته یې وویل چې د دغو ضایع شویو څلوېښتو کلونو په بدل کې چې له حکومته هر څه غواړې ویې لیکه!!!

پوهېږئ اجامو څه ولیکل؟!
نوموړي یوازې یوه جمله ولیکله: "قاضي صاحب! پر دغه قانون مو له سره فکر وکړئ،" تر څو د بل یوه اجامو قیمتي څلوېښت کلونه ضایع نشي... نوموړی په ژړا شو او په محکمه کې موجود ټول کسان ورسره وژاړي...

دا د همهغه صحنې تصویر دئ!
همدا غربي نظام دئ، همدا نظام دوی نړۍ ته صادروي...
زموږ هېواد هم بدبختانه پدې حالت کې قرار لري.

عزيز الله منيب

نورو ملګرو سره یې شریک کړئ!
ويښ ژورنالیست.

02/09/2020

د تخار د والي ویاند احمد جواد هجري وایي، نن له غرمې وروسته د افغان ځواکونو یوه چورلکه چې د امنیتي ځواکونو ټپیان یې لېږدول، د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې نسکوره شوې ده.
ویښ ژورنالیست.

01/09/2020

نن پاکستاني او افغان چارواکي پر (عمل پلان) دویمه غونډه کوي.
نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اکشن پلان دویمه کلنۍ غونډه ترسره کېږي.
ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي چې ددغه غونډې لپاره په کابل کې بشپړ تیاری نیول شوی دی. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د ثبات، سولې، امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او نورو مواردو په اړه خبرې وشي.
په غونډه کې ددواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او پر عمل پلان به بحثونه وشي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عمل پلان په دویمه کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو پر لا پراختیا او سوداګریزو مسایلو خبرې کېږي.
ویښ ژورنالیست

01/09/2020

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، هغه پنځه کلن اسناد لرونکي موټر چې تېره ورځ په دغه ولایت کې نیول شوي، نن به خوشې شي.

ښاغلي امر خېل ویلي، که څه هم د پنځه کلن اسناد لرونکو موټرو فعالیت د قانون خلاف او امنیتي تهدید دی، خو زیاتوي چې دا ستونزه هېواد شموله ده؛ چې په وینا یې یوه هېواد شموله حل لاره هم ورته په کار ده.
نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال د پنځه کلنو اسناد لرونکو موټرو نیول د حل لار نه ده او نه هم غواړو چې ولس په زحمت کې شي.
هغه په دې اړه پر خپل فېسوک پاڼه لیکلي:" زموږ کوښښ دا دی چې د مرکزي حکومت سره په تفاهم دې مسئلې ته قانوني،دایمي او اساسي حل لار چې د خلکو او حکومت ته په کې ګټه وي،پیدا کړو .
ویښ ژونالیست.

31/08/2020

هغه ملیاردر چې د کال یو ډالر تنخواه لري.
د فیسبوک د شرکت ارزښت ۱۰۷ ملیارده امریکایي ډالر دی خو د همدې شرکت د باني او اجرائیوي مشر مارک زکبرګ کلنۍ تنخوا د کال یو ډالر دی.
دا د فیس بوک په شرکت کې د ټولو نه کم معاش دی.
د بزنس انسایډر په نامه د اقتصادي چارو د مجلې په راپور کې ویل شوي چې د فیس بوک شرکت د ښاغلي زکبرګ د خوندیتوب، سفرونو او پروازونو ټول لګښتونه ورکوي.
د مجلې په راپور کې ویل شوي چې د فیس بوک د شرکت ډیری لوړ پوړي مامورین چې د سافټ ویر انجیران، د محصولاتو مدیران او د شرکت وکیلان پکې شامل دي د سلو زرو نه نیولې تر ۲۶۵ زرو امریکایي ډالرو پورې معاش لري.
امریکایي شرکتونه چې د بهرنیو هیوادونو اتباع د کار لپاره ګماري، د ویزې د اخیستو په غوښتنلیکونو کې باید هغوي تنخواګانې هم واضح کړي. د بزنس انسایډر مجلې د فیس بوک د کار کوونکو د ویزې اسناد کتلي او د هغوي د تنخواګانو جزیات یې خپاره کړي.
د فیس بوک تر څنګ په امریکا کې د ټکنالوژۍ غټو شرکتونو لکه ګوګل او امازون د بهرنیو هیوادونو یو شمیر اتباع پخپلو شرکتونو کې په کار ګمارلي دي.
ویښ ژورنالیست.

31/08/2020

سلام ملګرو بغد له ډیرې مودې وروسته
په ډیرې بخښنې سره فیج کې ستونزه وه.

21/07/2020

لهخوست ميشتي له د پوليس نه د خلکو سره د بد سلوک په اړه ډير شکايت لري .
- اول خو يي چه د هر چا سره د قانون خلاف کار کړي وي نظامي څارنوالئ کي زه ورسره همکاري کوم .
- دوهم مسؤل چارواکي يي بايد زر تر زره د تبديلئ غم وخوري .
امنيتي ځواکونه هيڅ حق نلري چه د نظامي لباس دولتي موټر او اسلحې نه غير قانوني استفاده وکړي او يا په چا وار وکړي او هم د خلکو په مينځ کي د چا توهين کول جرم ده .
د قوماندان مبارز په ضد مبارزه وکړئ !
Jamal Sadat Saadat
ویښ ژورنالیست

04/07/2020

‏محمد یوسف غضنفر د ولسمشر غني خاص استازی د کرونا له امله ومړ.
ویښ ژورنالېستان
ویښ ژونالیست

02/07/2020

په پاکستان کې Pabuj ګېم باندې بندیز ولګید.
د پاکستان دولت دا پریکړه وروسته له هغي کوي چې څه موده وړاندې دوه کوچني ماشومانو ته دیاد ګېم له کولو څخه وروسته عصبي ډپریشن پیدا او یو کس یې خپل ژوند له لاسه ورکړو.
ویښ ژورنالېست

01/07/2020

تازه خبر!
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له دندې لری شو.
ننګرهار تازه خبرونه
ویښ ژورنالېستان
ویښ ژورنالیست

Photos from PUBG gaming's post 27/06/2020

خوست کي د موټرسیکل بم برید د جنرال جرت د ولایتي دفتر د مشر پر موتر سوي.
د خوست پولیس وايي په دې پېښه کي یو ماشوم سطحی ټپی سوی.‌ د خوست خلکو پر ملکیانو دا ډول بریدونه په سختو ټکو غندي.‌
د برید مسؤلیت کمي ډلي نه دی منلی

Photos from PUBG gaming's post 24/06/2020

دا دخوست ښار دپرون ورځ دباران له وریدو وروسته دلښتیو حال ده.
افسوس په ښاروالي باندې.
ویښ ژورنالېستان

23/06/2020

خپلې اوبه مهار ول غواړو او هېواد ته خپله بريښنا غواړو.

تور کاڼى د خوست ولايت د هارونخیلو په سيمه کې د ټول خوست سيندونو د اوبو هغه کاسه ده، چې ټولې باراني اوبه د همدغې ځاى څخه تيريږي. د نوموړي اوبو څخه د پاکستان د بنو په سيمه کې د برېښنا ډيم جوړ شوى، خو په تاءسف سره په دا شپاړس کلونو کې دولت او غيرې دولتي ادارو نوموړي د ټنونو اوبو ساتونکې ساحه په بې غورۍ د پامه غورځېدلې ده. د نوموړي اوبو کاسې څخه په غالب ګومان د داود خان په وخت کې جرمنيانو مقدماتي سروې کړي وه، چې د اوبو د کلنۍ جريان ارقامو دستګاه يې هم ساحه کې جوړه کړې وه. که چيرې دلته د اوبو ډېم جوړ شي، لاندې ګټې به يې خوست ولايت او ټول هيواد ته ورسيږي:
خوست ولايت به د اوبيزې بريښنا خاوند شي.
د لکڼو ډنډو سحرا او تور اوبو سحرا چې تقريباً 18000 او 8000 جريبه ځمکې دي خړوبه شي.
خوست ولايت به د ماهيانو ستر فارم، تفريحي او سياحتي ساحې څخه برخمن شي. پاکستان څخه به مو د روانو اوبو غني کتله راګرځيدلي وي. لنډا دا چې نوموړې پروژه د خوست ولايت د زيربنايې پروژو څخه شميرل کيږي، خو ددغې پروژې په اړه ولسي او دولتي پاملرنه کمزورې ده، که چېرې دلته په مسلکي ډول د اوبو لوى بند تصور کړئ، باور وکړئ يو پرمختللى ژوند به ورسره مل وي.
هسې هم ولسمشر وايي چې زه به د هېواد هر څاڅکی اوبه مهار کړم نو همدا يې وخت دی.

دا کرښې همدلته مه دفن کوى، په لوى قوت او جرأت يې ټولو دخيلو مسٶلينو او ولس استازو ته ورسوئ، تر څو د ارګ په بنسټيزو پروژو کې ليست شي.
لطفا دا غږ تر ولسمشر ورسوی.
!
ویښ ژونالیست.

22/06/2020

تازه

د هېواد پنځه لوی ښارونه د ماسټر پلان له مخې جوړیږي.
په دغو ښارونو کې هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شریف او خوست شامل دي.
ويښ ژورنالیست

Want your organization to be the top-listed Government Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

د وسلوال دي

Telephone

Website

Address

Kabul
Other Government Organizations in Kabul (show all)
STOP SU***DE  ATTACKS ديگر بس است STOP SU***DE ATTACKS ديگر بس است
Kabul

Stop Su***de attacks please please for God sake ,stop killing of innocent people in our country.ديگر

Message of the Republic for Peace / Office of the FVP of Afghanistan Message of the Republic for Peace / Office of the FVP of Afghanistan
Kabul

پیام جمهوری برای صلح

د مهاجرينو چارو وزارت په خپله خوښه راستنېدوته د هڅونې رياست د مهاجرينو چارو وزارت په خپله خوښه راستنېدوته د هڅونې رياست
Kabul
Kabul

موخه : پخپله خوښه افغان کډوالو ته په منظمه او خوندي توګه د راستنېدو زمینه برابرول زموږ هیله ده .

اداره پلیس اداره پلیس
Kabul

police station also known as The Forth Generation is a security start-up and the official government

کره خبرونه - خبرهای مؤثق کره خبرونه - خبرهای مؤثق
1st Street On The Right, Shashdarak
Kabul

Connect with Head of Public Relations Coordination Unit - AOP

Wesoly trolaz Wesoly trolaz
Kabul

guwno(posilek karasi)

Diplome Mustafa Stanikzai Diplome Mustafa Stanikzai
Kabul, MUSTAFA1373

ولس ته خدمت کول امتیاز نه مسولیت دي.

Kabul city Kabul city
Kabul

Center for strategic studies mofa Center for strategic studies mofa
Malek Asghar Square
Kabul

این مرکز تلاش می‌کند به علمی‌سازی سیاست خارجی و روابط بین‌الملل در افغانستان یاری رساند.

Samsoor News Samsoor News
۷۶۷
Kabul, 767767

د کابل امنیه قومندانۍ رسمي فيسبوک پاڼه لايک کړي،�