Prof M.Imran Sarkotwal
خندا خوره کړٸ، مينه ورکړٸ، ژوند سالم تير کړٸ، نورو ته احترام ولرٸ او په ډيرو شفقت وکړٸ.
پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ډېره اسماعیل خان په ډربن سیمه کې د نامعلومه وسله والو له لوري د ګمرګ د کارکوونکو په ګډون ۶ پاکستاني دولتي مامورین ترور شوي دي.
د افغانستان او چین چارواکو ترمنځ د واخان کوریډور د اهمیت او احتمالي ګټو په اړخ خبرې شوې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان اسلامي امارت او چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارتونو اړوند سیاسي څانګو په مشرۍ په پلازمېنه بیجینګ کې د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې درېیمه غونډه کې د واخان کوریډور په اړه هم خبرې او بحثونه شوي دي.
#حریت نیوز
په دوبۍ کې دا ډول توپاني باران شوی چې په تاریخي لحاظ بېساری باران بلل شوی دی.
د ټولنیزو رسنیو ځینو کارونکو په غیرمستقیم ډول دغه توپاني باران د فلسطین مظلومو خلکو له اوښکو سره پرتله کړی دی.
د ایران د څو ښارونو په فضا کې ځلانده څیزونه پرواز کوي او تر اوسه څرګنده نه ده چې د دغو څیزونو ماهیت څه دی.
له خیرخانې څخه تر مزار هډې پورې ددغه سرک د دوهم لین د جوړیدو چارې پیل شوې.
کله به یې کارونه بشپړ شي؟
څومره پانګه پرې مصرفیږي؟
دغه سرک څومره اوږدوالی لري؟
ددغه سرک په اوږدو کې څومره شخصي ملکیتونه تخریب شوي او مالکانو ته استملاکي حقوق ورکولی کیږي او کنه ؟
دا او دې ته ورته پوښتنې نن په راپور کې کتلی او اوریدلی شئ.
حریت نیوز ( د افغانستان الجزیره) په راپور کې
د هلمند په نوزاد او موسیکلا ولسوالیو کې د شل میلیون افغانیو په لګښت د اوبو درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لومړي ځل لپاره په نړۍ د موبیوس سنډروم ناروغي تشخیص شوه.
په دغه ناروغۍ اخته کسانو مخونه فلج کیږي او حرکت نه کوي.
د لومړي ځل لپاره یوه نیوزیلینډۍ ۲۶ کلنې ټیلاکلیمینټ میرمن پرې اخته شوې ده.
په کابل کې د حرفوي سوالګرو په اړه تحقیقي راپور ډېر ژر....
د حریت نیوز ( د افغانستان الجزیرې) له ټولنیزې پاڼې څخه
د ډنمارک د کلتوري میراث په ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
په ډنمارک کې د کوپنهاګن سټاک ایکسچینج په مشهور برج اور لګېدلی دی.
ځینو رسنیو خبر ورکړی دی چې د دغې اورلګېدنې له امله د ډنمارک د کلتوري میراث ۴۰۰ کلنه ودانۍ نړېدلې ده.
روسيه له ايران سره په دفاعي سيستم په برخه کې مرسته کوي.
په کابل کې د دوه ټلویزیونونو نشرات تر امر ثاني ځنډول شوي دي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو ویلي ددغه وزارت د سرغړونې له امله یې د بریا او نور ټلویزیونونو نشرات تر امری ثاني ځنډولي دي
د پروان ولایت ګل غونډۍ
#عکاس
Prof M.Imran Sarkotwal
د افغانستان رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر له کجکي بند څخه ليدنه کړې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دې شرکت د تولید حوزې ریاست اړوند نغلو، سروبي او ماهيپر برېښنا تولید فابریکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۳۹ مېګاواټه برېښنا تولید کړې.
یاد شرکت ویلي، چې دغه اندازه تولید شوې برېښنا د شبکې له لارې پېردونکو ته وېشل شوې ده.
د دغې شرکت دمعلوماتو له مخې تولید شوې برېښنا څخه تر ټولو زیاته نغلو او تر ټولو ټيټه د ماهيپر برېښنا فابریکې کې تولید شوې ده.
د یادونې ده، چې په هېواد کې وروستیو اورښتونو نه یوازې داچې د اوبو بندونه ډک کړي، بلکې د یو اباد افغانستان لپاره یې هم د افغانانو هیلې غوړولې دي.
نړیوالې رسنۍ:
سعودي عربستان له اسرائیلو سره د ایران بریدونو د مخنیوي لپاره مرسته او همکاري کړې ده.
وایي، د سعودي عربستان چارواکو هم منلې چې د اسرائیلو د دفاع لپاره یې هر ډول هڅې او مرستې کړې، څو اسرائیلو ته لوی زیان ونه رسیږي.
بلخوا تېره ورځ ایراني چارواکو ګواښ کړی و، که هر چا د ایران خلاف د اسرائیلو ملاتړ وکړ، سخت زیان به وویني.
پاکستان یو ځل بیا د افغان ناروغانو پر مخ دروازه وتړله.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي طلوعنیوز ته ویلي، پاکستاني لوري د هغه افغان ناروغانو پرمخ چې پرته له ویزې دغه هیواد ته د درملنې لپاره تلل، د تورخم دروازه تړلې.
نوموړی وايي، پاکستاني لوري په تورخم کې د اسلامي امارت مسوولینو ته ویلي چې نور به هغو افغان ناروغانو ته د تګ اجازه ورنکړي چې ویزه ونلري.
تورخم کې د افغان ناروغانو د لېږد کمیسیون مسوول سمیع الحق جمال له افغان ناروغانو او ناروغ لرونکو غوښتنه کړې، تر بلې خبرتیا دې یاد کمیسیون ته له ورتګ ډډه وکړي.
حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه لمسۍ ملاک چې څو ورځې وړاندې د اسرائیلو صهیونیستي رژيم په هوایي برید کې ټپي شوې وه خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
وال سټریټ ژورنال د خپلو باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ښایي "اسرا.." په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې پر ایران برید وکړي.
یاد ژورنال د امریکایي او اسرا..یلي چارواکو په حواله لیکلي، چې تل ابیب په بشپړ ډول چمتو دی، چې پر دوی د شوي برید غچ واخلي.
د سعودي د خارجه وزیر په مشرۍ یو پلاوی نن اسلام اباد ته ځي.
اسلام اباد ورته د هرکلي تدابیر نیولي او تمه ترې لري چې ۵ ملیارده ډالر به راکړي
د ټرافیکو عمومي رئیس پاسوال حسیب الله مختار وایي، د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۰۲ ترافیکې پېښي شوي، چې له امله یې ۲۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي مختار نن د یوې خبرې ناستې پر مهال ویلي، چې له دې ډلې ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۵ نور ټپیان دي.
د پروان ولایت ګل غوندۍ تفریحي سیمې په اړه درته ځانګړی راپور لرو.
ډېر ژر له حریت نیوز ( د افغانستان الجزیرې ) څخه
اسراییلو ويلي چي د ايران بريد ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
تازه خبر
ايران وايي، دويم ځوابيه بريد به يې د اسرايلو لپاره حيرانوونکی وي.
په سيلابونو کې بند پاتې هيوادولو د ژغورنې لپاره د افغانستان د ملي دفاع وزارت ځواکونه او موټرې ورغلي دي.
د بیلاروس ولسمشر لوکاشینکو:
که رښتیا هم اسلامي نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو غچ یا بدله له اسرائیلي رژیم څخه اخلي، نو نن یې ورځ ده.
وایي، د ټولو عربي هېوادونو په ګډون اسلامي نړۍ ته یو ښه فرصت برابر شوی چې د فلسطین مظلومو خلکو غچ واخلي.
پر اسرائیل د ایران د تیرې شپې له برید وروسته په پلازمینه تیل ابیب کې عادي ژوند ګډوډ شوی،ګڼې دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي او خلک د اوږدې جګړې پیښیدو په ویره کې دي، بلخوا په پلازمینه تهران کې خلک سړکونو ته راوتلي او د اسرائیل ضد شعارونه ورکوي
فلسطيني خلکو ايران ته د بريد ترسره کېدو مبارکي ويلې او وايي، لومړۍ شپه ده چې نه پرې بريد شوی او نه يې څوک مړه شوي.
پوتین:
نړۍ دريمې نړيوالې جګړې ته تږدې شوې ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Website
Address
Kabul
قُلْ يٰعِبَادِىَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ
Kabul, 1001
It is made for the intentions of establishing educational awareness as digital classes. Tutoring inf.
افغانستان
Kabul
ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ
Shahr Naw
Kabul, 1005
Online Professional English Courses In Stanford International Organization!
Kolola Pushta Square Traffic
Kabul, KOLOLAPUSHTA
پخش ونشر دین مبین اسلام، تفسیر قرآن عظیم الشأن واحادیث نبوی. حلقات درسی، وپاسخ به سوالات دینی.
Dasht-e-Barchi
Kabul
This page is just about learning the language