Duolingo with hamid khan

Duolingo with hamid khan

Duolingo exam at a low price

Duolingo English Test 17/05/2023

#ډولينګو
#ازموينه
د ډولینګو ټیسټ څه دی؟

ليکنه: استاد جانداد جهاني

ډولینګو چې د ژبو د زده کړي یو پیژندل شوی بنسټ دی او ترڅنګ یې د انګلیسي ژبي د مسلکي توب (English proficiency) ازموینه هم لري چې تر اوسه په نړۍ کې شااو خوا ۴۰۰۰ څلور زره پوهنتونونه دا سند قبلوي او دا شمیر ورځ تر بلې ډیریږي.

دا په زړه پورې معلومات د پوهنتون استاد ښاغلي جانداد جهاني راټول کړي او لیکلي دي، موږ د Win Scholarship ټيم د ښاغلي استاد له زحمت نړۍ مننه کړو چې په هېوادوالو دا وړ ګټور معلومات لوروي.

ډولینګو کمپنۍ د مصنوعي هوښ لوړ الګوریتمونه کاروي او د ژبو په زده کړه او ازموینه کې لمړنۍ کمپنۍ دی چې ټوله اتکا یی په مصنوعي هوښ ده او تازه یی Open AI کمپنۍ سره هم د ChatGPT-4 موډل په کارولو کې موافقه کړې ده

ډولینګو کمپنۍ سره تاسو د انګلیسي ټیسټ علاوه کولی شئ د ډولینګو له اپلکیشن څخه په استفادې د نړۍ مشهوره ژبې لکه فرانسوي، الماني، عربي او نورې هم په اسانه زده کړئ. دا چاره د مصنوعي هوښ په پراختیا لا ډیره ګړندۍ او دقیقه شوې ده او شاید راتلونکې کې یې د ازموینې اعتبار نور هم زیات شي.

د ډولینکو ټیسټ د ټافل او ایلټس د ازموینو غوندې ستاسو د انګلیسي کچه معلوموي خو ښه والی یي دا ده چې ډیره ساده ده، د ټافل غوندې سخت ریډېنګ او رایټېنګ نلري او له بلې خوا په کم وخت، کم مصرف او اسانه توګه ستاسو خپل کور او کمپیوټر کې اخیستل کیږي، نمرې مو هم په دوه ورځو کې اعلانوي.

د ازموينې عمومي جوړښت په لاندې بڼه دی:

د Duolingo انګلیسي ازموینه په دوو اصلي برخو کې جوړه شوې، هره یوه برخه یې د کاندید د انګلیسي مهارت مختلف اړخونو ارزوي. ازموینه نږدې یو ساعت وخت نیسي.

لومړی:
د تطبیقي ازموینې برخه:
د ازموینې دا برخه د کمپیوټر تطابق وړ ده، پدې معنی چې د پوښتنو سختوالی د ازموینې اخیستونکي د فعالیت پراساس تنظیمیږي. د تطبیقي ازموینې برخه کې هغه پوښتنې شاملې دي چې ګرامر، لغتونه، او د ریډینګ پوهه پوښي.

کاندید به د بېلابېلو پوښتنو سره مخ شي، لکه د یوې جملې بشپړولو لپاره خانه خالي ته مناسبې کلمې غوره کول، د ګرامري غلطیو پیژندل، واقعي انګلیسي کلیمې له غیر واقعي انګلیسي کلمو بیلول او نور...

دويم:
د سپیکېنګ او رایټېنګ برخه:
د ازموینې په دې برخه کې، کاندید اړ دی چې مختلفو پوښتنو ته ځواب ووایي تر څو د دوی د لوستلو او لیکلو وړتیاوې مشخصې شي.
د سپیکنګ برخې لپاره له کاندید څخه غوښتل کیږي چې یو انځور تشریح کړي، د یوې موضوع په اړه خپل نظر څرګند کړي، یا د چمتو شوي آډیو کلیپ پراساس پوښتنو ته ځواب ووایي.
د لیکلو یا رایټینګ په برخه کې، کاندید ته د لنډې مقالې لیکلو یا یوې ځانګړې جملې ته د ځواب ورکولو غوښتنه کیږي.

سپیکېنګ او رایټېنګ کې لازمه ده چې کاندید پرمختللي ګرامري جوړښتونه، علمي وکابلري او معیاري جوړښت وکاروي تر څو لوړې نمرې واخلي.

د Duolingo انګلیسي ازموینې هره برخه د ازموینې اخیستونکي په لوستلو ، لیکلو ، خبرو کولو او اوریدلو کې د وړتیا ارزولو لپاره ډیزاین شوې. د ازموینې نمرې له 10 څخه تر 160 پورې دي، او د هرې برخي میکس نمرې عموما د ازموینې اخیستلو څخه وروسته په 48 ساعتونو کې اعلانیږي.

دا ټیسټ چې اصلي فیس یی ۵۹ ډالره ده تاسو کولی شئ د یاد مقدار په پرداخت سره ازموینه ورکړئ او د انګلیسي د پروفیشنسي سند واخلئ.

کله چې مو ازموینه ورکړه د نړۍ ۴۰۰۰ اروپایي او امریکایی پوهنتونونو کې داخله اخیستلی شئ او له هغه وروسته چې پوهنتون مو ومني د اړوند هیواد سفارت ته مراجعه وکړئ، ویزه واخلئ او بهر ته له تګ څخه مستفید شئ، د پوهنتون ویلو ترڅنګ به کار هم کوئ او کورنۍ خپلوانو لاسنیوی به هم کوئ.

ددې لپاره چې لوړې نمرې واخلئ په يوټيوب کې په وړيا ډول بېلابېل درسي مواد د معتبرو بهرنيو استادانو له لوري په وړيا ډول تدريس شوي دي چې تاسو ترې عټه اخيستلای شئ، همدارنګه په edX، Udemy او نورو بېلابېلو نړيوالو پلټفارمونو کې د يادې ازموينې لپاره بېلابېل درسي او علمي مواد موندلی شئ.

که غواړئ ازمایښتي ازموینې ورکړئ، لاندې په رسمي ویب سایټ کې یی د Practice تکمه کښېکاږئ؛ په وړیا توګه لسګونه ټیسټونه ورکړئ (موبایل کي نکیږی کمپیوټر باید ولرئ)
https://englishtest.duolingo.com/

د یادونې وړ دی چې ټولې نمرې ۱۶۰ دي اروپایي پوهنتونونه حد اقل ۹۰ غواړي خو امریکا یا کاناډا ته که مو نيت وي، بیا باید ۱۱۵ او یا ۱۲۰ نمرې واخلئ.

پدې اړوند او دې ته ورته د نورو علمي موادو د لوستلو لپاره د استاد جانداد جهاني فېسبوک پاڼه تعقيبولای شئ؛ همدارنگه که پوښتنه لرئ نو په کمېنټونو کې يې وليکئ تر څو استاد جهاني يې درته ځواب کړي.

Duolingo English Test Affordable and convenient language certification from Duolingo.

Want your business to be the top-listed Computer & Electronics Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address

Kabul