KHAN Cricket

سلامونه د کرېکټ مینوالو دغه پاڼه ستاسو لپاره جوړه شوې ده.
🖤❤️💚🖤❤️💚🖤❤️💚🖤❤️💚🖤❤️💚

17/11/2023

د ۲۰۲۳ نړیوال جام پایلوبه راتلونکې یکشنبې د انډیا او آسټرالیا ترمنځ په نرېندرا مودي نړیوال لوبغالي کې د ۱۲۶۰۰۰ نندارچیانو په شتون کې ترسره کړي.

15/11/2023

د نړیوال جام سیمي فاینل لوبې د انډیا، استرالیا، نیوزيلېنډ او سوت افریقا ترمنځ روانې دي، خو پاکستان 😝 ورته د خیر په غونډۍ ناست دی، او ننداره یې کوي

10/11/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا 🇿🇦 ملي لوبډلې خلاف په پوره پنځوسو اورونو کې 244 منډې جوړې کړې.
عظمت الله عمرزي ښکلې لوبه ترسره کړه، او *97 ناسوځېدلې منډې یې په(107) توپونو ترسره کړې.
🖤❤️💚

09/11/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام سیالیو په درشل کې سبا جمعه ماسپښین ۰۱:۰۰ بجه د جنوبي افریقا 🇿🇦 ملي لوبډلې خلاف لوبه ترسره کوي.
🖤❤️💚

07/11/2023

افغانانو د وېیلو څه نشته د زړګي صبر😭😭

07/11/2023

د لومړۍ پاڼۍ پای!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په لړ کې د استرالیا پر وړاندې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۲۹۱ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه. د افغان اتلانو په ګټه ابراهیم ځدراڼ پهترینه توپوهنه وکړه او ۱۲۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې. دغه راز راشد خان په ۱۸ توپونو چټکې ۳۵*، رحمت شاه زرمتي ۳۰، حشمت الله شهیدي ۲۶، عظمت الله عمرزي ۲۲ او رحمن الله ګربز ۲۱ منډې جوړې کړې.

افغان اتلان به د یاد هدف په ځواب کې څو شېبې وروسته خپله توپ اچونه پیل کړي.🖤❤️💚

07/11/2023

سلیزه!!!

ابراهیم ځدراڼ په ممبۍ کې تاریخ جوړ کړ او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوال جام کې د افغانستان په ګټه سلیزه جوړوي. دغه راز دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي پنځمه سلیزه شمېرل کېږي.

افغان اتلان، د ټولو ویاړ

05/11/2023

AFG_vs_AUS
افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په درشل کې راتلونکې سه شنبې ماسپښین ۰۱:۰۰ بجه د اسټرالیا 🇦🇺ملي لوبډلې خلاف لوبه ترسره کوي.
🖤❤️💚

04/11/2023

AFG_vs_NL
افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې د نېدرلېنډ 🇳🇱 ملي لوبډلې ته په ۷ ویکټو ستره ماتې ورکړه.
.🖤❤️💚

03/11/2023

نېدرلېنډ 🇳🇱 لوبډلې د افغانستان 🇦🇫 خلاف د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې ترسره کړې، په افغان لوبډله کې نبي ۳ او نوراحمد ۲ لوبغاړي وسوځول.
بلخوا اکرام نن ښکلې ویکټ ساتنه ترسره کړه او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو کې یې برخه واخیستله.
🖤❤️💚

03/11/2023

AFG_vs_NL
نېدرلېنډ 🇳🇱 لوبډلې د افغانستان 🇦🇫 خلاف ټاس وګټو او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، په افغان لوبډله کې یو بدلون شتون لري هغه هم نور احمد د نوین الحق پر ځای
🖤❤️💚

30/10/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې د سرېلانکا 🇱🇰 کرېکټ ملي لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
.🖤❤️💚

30/10/2023

سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۴۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۲۴۲ منډې هدف وټاکه.
🖤❤️💚

30/10/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډله د سرېلانکا 🇱🇰 کرېکټ ملي لوبډلې خلاف نن ماسپښین ۰۱:۰۰ بجه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
🖤❤️💚

28/10/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډله د سرېلانکا 🇱🇰 کرېکټ ملي لوبډلې خلاف راتلونکې دوشنبې ماسپښین ۰۱:۰۰ بجه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
افغانستان او سرېلانکا ۲-۲ لوبې ګټلې دي.
🖤❤️💚

23/10/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډلې ته پاکستانۍ 🇵🇰 لوبډلې د ۲۸۳ منګو هدف کېښود.
د افغانستان لپاره نوراحمد ۳، نوین ۲، عظمت او نبي ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله🖤❤️💚

Photos from KHAN Cricket's post 22/10/2023

موږ هم تر چا کم نه یو د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ مو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ننداره چیانو تصویرونه جوړل کړل چې ملي🇦🇫 بیرغ هم ورسره دی.

21/10/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په درشل کې راتلونکې دوشنبې ماسپښین ۱:۰۰ بجه د خپل سرسرخت سیال پاکستانۍ 🇵🇰 لوبډلې خلاف د سیالۍ لپاره لوبغالي ته ښکته کیږي.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله🖤❤️💚

20/10/2023

#خبر
د افغان ابدالیانو تر نامه لاندې د زړو پرزو څخه جوړ ټېم د عمان لوبډلې له لوري درېیمه پرلپسې ماتې نوشیجان کړه.
#یادونه: ځاځی ښه په ترتیب سره روان دی،
په لومړۍ لوبه کې (۱)
په دوهمه لوبه کې (۲)
په درېیمه لوبه کې (۳) منډې ترسره کړې دي.
😭

18/10/2023

د لومړۍ پاڼۍ پای؛
نیوزیلاینډ په ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۲۸۸ منډې وکړې او ۶ لوبغاړي یې وسوزیدل.
د افغانستان لپاره ۲۸۹ منډې هدف شو،
نوین او عظمت ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. او د افغان لوبغاړو ۳ کېچونه مېس کړل.

17/10/2023

افغان ابدالیانو د عمان الف لوبډلې څخه ستره ماتې وخوړه.
د افغان ابدالیانو لپاره نن پهلوانان لوبېدل.😭

17/10/2023

افغان 🇦🇫 لوبډله د نړیوال جام په درشل کې سبا چهارشنبې ماسپښین ۱:۰۰ بجه د نیوزلېنډ 🇳🇿 لوبډلې خلاف د سیالۍ لپاره لوبغالي ته ښکته کیږي.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله🖤❤️💚

15/10/2023

تاریخي بریا

افغان اتلانو د نړیوال جام دفاعي اتل انګلستان ته د یوې زړه پورې لوبې وروسته ستره ماتې ورکړه او په خپل نوم یې د نړیوال جام په تاریخ کې دویمه بریا ثبت کړه.
🖤❤️💚

15/10/2023

د افغان 🇦🇫 لوبډلې د انګلېنډ 🏴󠁧󠁢󠁥󠁮󠁧󠁿لوبډلې خلاف د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سره مخالفې لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف کېښود.
ګربز ۸۰ او اکرام ۵۸ منډې جوړې کړې.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله🖤❤️💚

15/10/2023

د افغان 🇦🇫 کرېکټ لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن ماسپښین ۱:۰۰ بجه خپل بخت د انګلېنډ 🏴󠁧󠁢󠁥󠁮󠁧󠁿 لوبډلې خلاف آزمايي.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله🖤❤️💚

12/10/2023

افغان لوبډله په دویمه لوبه کې هم له ماتې سره مخ شوه.😭😭
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په ترڅ کې خپله دویمه لوبه کوربه هندۍ لوبډلې ته وبایلله. سیالې لوبډلې د افغانستان د ۲۷۳ منډو هدف د خپلو ۲ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر په خپل نوم کړه. د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان دوه ویکټې ترلاسه کړې.
افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله دریمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د انګلستان پر وړاندې په همدې لوبغالي کې ترسره کړي.😭😭

09/10/2023

د افغان 🇦🇫 کرېکټ لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې راتلونکې چهارشنبې ماسپښین ۱:۰۰ بجه خپل بخت د انډیا 🇮🇳 لوبډلې خلاف آزمايي.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله🖤❤️💚

07/10/2023

افغان ملي لوبډلې د نړیوال جام پیل په یوه ستره ماتې سره وکړ هغه هم د بنګلدېش خلاف. 😭

06/10/2023

بريا مو مبارک شه!

ابداليانو له سريلانکا وروسته په پرله پسې ډول نن پاکستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او په چين کې د روانو اسيايي سياليو پايلوبې ته يې لاره ومونده.

وياړ د افغانانو!!!🖤❤️💚

06/10/2023

افغان ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سبا سهار ۹:۰۰ د بنګلدېش پر وړاندې ترسره کوي.
د افغان اتلانو د بریا په هیله.🖤❤️💚

04/10/2023

افغان اتلانو سریلانکا ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د خپل چمتووالي په لړ کې په دویمه تمریناتي لوبه کې د رحمن الله ګربز او رحمت شاه زرمتي د ۲۱۲ منډو بهترینې ملګرتیا پرمټ سریلانکا لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به نړیوال جام کې خپله لومړنۍ رسمي لوبه د روانې اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.

03/10/2023

محمد نبي نن دې لوبه کې تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه، چې په 8 اورونو کې د 44 منډو په ورکولو سره 4 لوبغاړي وسوځول.💪

03/10/2023

سریلانکا د افغانستان پر وړاندې تمریناتي سیالۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د 295 منډو هدف کېښود.

محمد نبي دې لوبه کې په 8 اورونو کې د 44 منډو په ورکولو سره 4 لوبغاړي وسوځول.

28/09/2023

افغان اتلان به سبا د افغانستان پرمهال د ماسپښین یوه بجه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په لړ کې په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

27/09/2023

!!!
په ۲۰ اوریز کرېکټ کې نیپال تاریخ جوړ کړ.
د اسیايي اولمپیکي سیالیو په دوام نن نیپال د منګولیا پر وړاندې درې نړیوال ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړل.
ـ په ۲۰ اوریزو سیالیو کې یې د ۳۱۴ منډو په جوړولو سره د افغانستان ۲۷۸ منډو ریکارډ مات کړ.
ـ ډیپینډرا سېنګ ایري په ۹ توپونو تېزې پنځوسیزې جوړولو سره د یوراج‌سېنګ په ۱۲ توپونو د تېزې پنځوسیزې جوړولو ریکارډ مات کړ.
ـ کوشال مالا په ۳۴ توپونو د تېزې سلیزې په جوړولو سره د ډېوېډ مېلر او روهیت شرما ریکارډونه مات کړل.

26/09/2023

افغان اتلان د هندوستان په لوري روان شول
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له لس ورځې تمریناتو وروسته تېر ماښام په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د هند په لوري وخوځېدل. د افغان لوبډلې له روانېدو وړاندې په یوه غوڼده کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف هم ګډون کړی و چې افغان لوبډلې سره یې په ګډه دعا وکړه ترڅو په دغو سترو سیالیو کې لاسته راوړنې ولري، همدارنګه یې افغان اتلانو ته وویل چې افغان ملت له تاسې ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ.

18/09/2023

#آسیاکپ
انډیا ۲۰۲۳ آسیا کپ سیالیو پایلوبه له سرېلانکا څخه په لوی توپیر وګټله.

05/09/2023

سرېلانکا افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډلې ته په پوره پنځوس اورونو کې د ۸ لوبغاړو په زیان ۲۹۱ منډې جوړې کړې.
ګلبدین ۴ ویکټې واخسیتې د ۶۰ منډو په بدل کې.
د افغان د مخکې تګ چانس اوس بیخي لږ شو.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله.

05/09/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډله د آسیا کپ سیالیو په لړ کې خپله خپله دوهمه لوبه د سرېلانکا ملي لوبډلې خلاف ترسره کوي چې نن ماسپښین ۰۲:۰۰ بجې به د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.
.

31/08/2023

افغان 🇦🇫 کرېکټ ملي لوبډله د آسیا ک سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د بنګلدېش 🇧🇩ملي لوبډلې خلاف ترسره کوي چې د سپټمبر په ۳ مه یعنې راتلونکې یکشنبې ماسپښین ۰۲:۰۰ بجې به په لاهور کې ترسره شي.
#د اتلانو_د_بریا_په_هیله

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

#‏ولسمشرغني څه وایي دده له خولې یې واورئ. ♥♥♥

Category

Telephone

Website

Address

Kabul
Kabul
Other Athletes in Kabul (show all)
Naser Hotaki Naser Hotaki
Kabul

The Founder of Taekwondo Poomsae in Afghanistan.

Jawed Jawed
Kabul

#خوشحالم از اینکه# #خدا شما را داده به من# #پدرم�مادرم#

Abdulaziz Safi Abdulaziz Safi
کابل
Kabul, ۱۲۳۴۵

safi1234

Karimullah Karimullah
Kabul

wellcom i am karimullah zazai Afghanistan khost zazaimaidan.

Zakariya Omid-ذکریا امید Zakariya Omid-ذکریا امید
Kabul Afganistan
Kabul

My Drams Are Coming True And I have Trust In My Mercifull God 🤲❤🕋🙏

Hameed "the battler"Laghmany Hameed "the battler"Laghmany
Kabul

که غیرت می د دنیا د ننگیالو نه اوچت نه وو بیا به لری ده ?

کرکټ نړۍ کرکټ نړۍ
Kabul

اۍ وطنه! ته دې هسک یې.🇦🇫

Abdullah Ali10 Abdullah Ali10
Kart E 3
Kabul

AFC Youth Ambassador Of Afghanistan�� Football Player AFF� Afghanistan U16 national team��

ورزشکاران افغانستان ورزشکاران افغانستان
Kabul

این صفحه جهت معرفی، نشر گزارش ها، معلومات ورزشی، بهتری?

KH Elhan Body Fitness KH Elhan Body Fitness
Kabul

This page only for famous my self in body fitness in the world so I have best feeling to I describe my page about body fitness special training for the young generation....