Videos by Gulbazkhan Abbasi in Kabul. ښه او بد يوازې د اللهﷻ د رضا لپاره. ☝
سپين ږيري ته د ډير ډير مبارک وي.
هر سپین ږیري او سپینه سرې چې پوهه ولري د ژوند تر پایه به د خلکو خدمت کوي. له بده مرغه په افغانستان کې اکثره بې سواده دي او په زاړه عمر کې ستړي,خسته او مایوسه شي او له خپلو کورنیو او نورو سره مرسته نه شي کولای. هیله لرم چې د پوهنې دروازې د هرچا لپاره خلاصې شي.
دا لس جملې هرومرو ولولئ: 1_ په ياد دې وي. ترځو چې خپله دې نه وي غوښتي. هېڅوک نه شي کولای. چې ژوند دې خراب کړي. 2_ په ياد دې وي. چې په خپل وجود کې بايد په خپله آرامتيا پيدا کړې. 3_ په ياد دې وي. چې الله (ج) تل درباندې پام کوي. 4_ په ياد دې وي. چې تل په خپل زړه کې د انسانانو د بښلو لپاره يو ځای تش پرېږدې. 5_ د نړۍ په هېڅ ځای کې. هېڅ لاس ته په تمه مه پاتې کېږه. خپلې اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې کړه. هر څه تېرېدونکي دي. 6_ ژبه هډوکی نه لري. خو دومره ځواکمنه ده. چې کولای شي. يو زړه مات کړي. بايد خپلو خبرو ته ډېر پام وکړو. 7_ کله وخت له ژوند څخه مو د کوم کس په لرې کېدو کې حکمت نغښتی وي. نو په بېرته را ګرځېدو باندې يې ډېر ټينګار مه کوئ. 8_ ژوند لنډ نه دی. ستونزه په دې کې ده. چې موږ د ژوند په پيلولو کې ځنډ کوو. 9_ دردونه دې خپلې شاوخوا ته مه ټولوه. چې دېوال ترې جوړ شي. بلکې د پښو لاندې يې کړه. چې پوړۍ (زينه) شي. 10_ هېڅکله د خپلې سبا په اړه اندېښنه مه کوه. د پرون او نن خدای (ج) دې سبا هم دی.