غزل تږی

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from غزل تږی, Writer, Kabul.

11/02/2022

(لکه بارآن)

يـــــوازي ٶم يــادونـــه دي راتــلل لکــه بارآن
پـه مـا بـــه داسي ورو ورو وريدل لکـه بارآن

د غــره لمــن کي څــه لکــه د پـــاڼـي رپيدلي
بڼــو څخـــه دي اوښـکي څڅيـدل لکــه بارآن

(قــربـان)وه(ليـونيـه)دغه دوه لفـظه قسم ده
پــه مــا داســي خـواږه بــه لګيدل لکــه بارآن

ګيله بـه دي پـه شونډو بــاندي وزبيښله وخي
په ځمکــه دي مــات زړونه رسـمول لکـه بارآن

سلګيـو ٶ اخيســـتى داسـي مات مات غږيدلو
د ســـترګو لـــه کونـجو مـي ورکـتل لکه بارآن

طالب عزيره هسي مي يو خيال ذهن ته راغۍ
چيټــــي راڅخه جـوړ شــولـو غـزل لکه باران

30/01/2022

غزل: خپلواکي غيور د غرونو ځوانان غواړي

انقلاب د سوال زارو خبرې نه دي
جنګ يې حل دی د جرګو خبرې نه دي

جهادونه د زمریانو زلمو کار دي
ګرانه دا د جينکو خبرې نه دي

خپلواکي غيور د غرونو ځوانان غواړي
دا د ښار خېرات خوارو خبرې نه دي

دا فحاش بدرنګ غلام غلام خويونه
د اصيلو پښتانو خبرې نه دي

مست احساس پاکه جذبه ورته پکار ده
شهادت د ارادو خبرې نه دي

ليونی طالب مفتون به دار ته خاندي
دا د نورو ليونو خبرې نه دي

02/01/2022

#تراب

نه دې ګزمه کړې دشپې, نه دې چاپه ليدلې
نه دې دخپل چينار زلمي ورور جينازه ليدلی

نه دې داشل کاله پوچک په جيب کې وګرزوه
نه دې شل ډزی چېرته خوب کې نه پيکه ليدلې

نه دې په کورکې دتنکي مجاهد کونډه شته ده
نه دې انګړ کې په مرمو سورۍ سينه ليدلې

نه دې دځوانو سوو غوښو بوي ترپزې راغی
نه دې الوتې په بم خپله دروازه ليدلې

ته نو په دې غوښو ګټلي نظام څه دردېږې
نه دې توده دانقلاب. نه دې سړه ليدلې

نه دې په دې سپېڅلي صف کې پانګه ولګېده
نه دې طالب سوې ډوډۍ اونه حجره ليدلې

تا هم ترابه!!! کومه نره توره نده کړي
نه دې ټوپک چاپه اوږه نه دې چانټه ليدلې

11/09/2021

(غزل )
خوشحال واړه ځوانان به وې مزي به وې
فتح په افغان به وې مـــــــــزي به وې

خلاس به شې له تورو تورتمــــــونو نه
مات هر یو زندان به وې مــــزي به وې

ارک باندې به سپین بیراغ رپانــــده وې
واکمن پري طالب جان به وې مزي به وې

هر غدار به دار باندې را ځـــــوړند وې
حکم په قـــرآن به وې مـــــزي به وې

نور به له خپل خدای همت څه غـواړي؟
پوره هر به ارمان به وې مـــزي به وې
۱۳ ۹۷ /۵/۷

28/05/2021

1
حسان ضعیف
آه غازي صلاح الدينه چې پر تا به څه تېريږي
امت ټول په خوب وېده دي پر اقصیٰ لمبې بليږي
د یهودو بادشاهي ده فلسطین زره زره سو
سترګي پورته کړه جنابه ضرورت دي محسوسيږي
د نن عصر حاکمان یې ږغ نه اوري با کاڼه دي
یا ړانده یا غلامان دي چې هيڅ نه ورته ښکاریږي
ایوبي صلاح الدینه عمر تللي له دنیا دي
د کفري یرغل لاسونه مو کورو ته رارسيږي
دبدبه دي را ژوندی کړه بیا د فتحو څادر خپور کړي
فساد اوج ته رسېدلي دي قرآن ته تطبیق کیږي
ای مرحوم صلاح الدینه مدینه ده په خطر کي
پرې لاسپوڅي حاکمان دي چې په هیڅ لا نه خبريږي
یو ملنګ توره په لاس کي پورته سوي دی افسوس خو
له کفارو څخه مخکي مسلمان ورته دريږي
نن د واه معتصما چيغي د هري خور پر خوله دي
خو د مال او قدرت تږو غوږ ته کله وررسيږي
محمد ابن قاسم دي که طارق که غزنوي دي
سوي چيغي مو نه اوري یو لا نه راپورته کیږي
دوو جملو امت تبا کړ چې “اسلام د امن دين دي”
بل “پرده د مخو نه ده بس په زړه کي دي جوړیږي”
مسلمان دومره ذلیل شو چې د ځان اختیار یې نسته
یو د بل د وینو تږي ورور د ورور په لاس قتلیږي
نړي ټوله په یوه خوله ده مسلمان ته یوه سوې
په هرځای کي مسلمان په دهشتګر سره یاديږي
سرې لمبې دي سور انګار دی ړنګ د هر مسجد منار دي
مدرسه شهيده سوې پر قرآن لمبې بلیږي
چې اختر راسي بیا درومي داسي غلي غلي تېر سي
د حسان ضعيف په کلي کي بس ویني دی بهیږي

09/04/2021

غزل
ته یې وګوره چې راشي
دومره ندی قد کې دنګ
داسې چا یې زړګی وړی
نه ښایسته دی نه بدرنګ
خدا د چا سترګو وهلی
چې په دې تهمت دی رنګ
راشه څنګ کې یې دمه شه
نه یې خوب شته نه پالنګ
لکه شمع داسې سوزي
په دې اور کې نه دی تنګ
پخپل عشق کې زورېدلی
هو بهو لکه پتنګ
رائد داسې رنځ اخیستی
نه به روغ شي او نه ړنګ

01/01/2021

غزل
مـاپـسـې که ویرکوي نو نه دې کړي
هسې که شـوګیرکوي نو نه دې کړي

یوه ته کلکه غاړه بل ته لاس ورکړي
ښـکلـي دا تـوپـیرکوي نو نه دې کړي

بــې لـــه مــحــبـتــه کــه دچــم مــلا
مـاتـه کـه تـقـریـرکوي نو نه دې کړي

هـیـڅ یـې زمـاحُسـن ته ورپام نه دی
ذِکــر دکـــشـمــیـرکوي نو نه دې کړي

ښـه بـه شـي زمـاخـوږمـن زماغېږکې
دم کــه ورتــه پیـرکوي نو نه دې کړي

20/12/2020
03/12/2020

ته راشه حقیقت نه ځان خبرکړه
چې ګورې مجرد ښځه یې نه وي

24/11/2020


غزل؛ پیر محمد کاروان
په ژوند کې مستانه غوندې یو کار کول پکار دي
مېئن شه په یوه ښکلي د ګل وار کول پکار دي
لذت د شهادت د آزادۍ له موسکا واخله
یوه شېبه دیدن په سر د دار کول پکار دي
چې لمر وي حق حیران د یتیمانو تبسم ته
د داسې سباوون خو انتظار کول پکار وي
وختونه خوبولي، داغ د مینې یې تازه کړه
بلاله اذانونه د سهار کول پکار دي
د تور کفر قاتلې دي ستا تورې تورې سترګې
ایمان به ورته وایمه اقرار کول پکار دي
کاروانه چې له چیغو دې شپه رېږدي لکه پاڼه
دا ستا لېونۍ مینې ته ازار کول پکار دي

31/10/2020

صلی الله علیه وسلم

15/10/2020

کاروان صاحب تازه غزل

غشي دې مه شغوه غشي دې په غره لګېږي
په غشي غشي د نغمو واله مارغه لګېږي

درته په وچو شونډو موسکه په دې راز پوهېږې؟
موسکا موسکا غواړي او تندې ته اوبه لګېږي

سپینې اوبه پر تورو خاورو را روانې ساته
موسم راځي چې به ګلونه په کې سره لګېږي

د ذوق پر للمه که باران د مینې و ورېده
یو څو غزلې مې کرلې ګوندې ولګېږي

زما شړۍ ځیږه ځیږه ته له ورېښمو پسته
نازکې ژمی را روان دی او ساړه لګېږي

دا زړونه زړونه په ترخو خبرو مه ماتوه
د ماشومانو خو بس ګوړه او خواږه لګېږي

کاروان د زړه خبرې کاندي بس نو زړه دې آشنا
چې ستا په زړه به ولګېږي که به نه لګېږي

۲ اسد ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

04/10/2020

شفاعت ريحان

په دعا او پر لمانځۀ به دريادېږم
زۀ به نۀ يم، مګر زۀ به دريادېږم

چې د چا ګوتمۍ، تسبې او څادر وينې
په ليدو د هر يوه به دريادېږم

لمر لوېده به مې په هيله د راتلو يې
او سهار په لمر خاتۀ به دريادېږم

زۀ په دومره اسانۍ د هيري نۀ يم
ويښه څۀ کوې، ويدۀ به دريادېږم

مړه! څو کاله مو ګډ ژوندون تېر کړی
دا دي نۀ منم، چې نۀ به دريادېږم

اوښکي، اوښکي به دي سترګي راپسې سي
په سلګو به سې، له زړۀ به دريادېږم

تۀ چې ښۀ کوښښ کوې، ما هېروې نو
په زړۀ درد به وړې او ښۀ به دريادېږم

شفاعت به په قرآن کي درته راسي
په لوستو د دې نامۀ به دريادېږم

شفاعت ريحان

26/09/2020

شفاعت ريحان

چې ياد دې نۀ وم، بيا دي اندېښنې ولې کولې؟
دا غلي دي په سترګو کې ګيلې ولې کولې؟

که زور يې طالبي څڼو کې نۀ و کاکازويه!
ټلوالي د ناټو ورته جرګې ولې کولې؟

نو دوی چې هر يو خپل په فکر سپيني فرښتې وې
نو خدای پر ځمکه والو زلزلې ولې کولې؟

چې داسې دي په مفته دا نظام وی د منلو
صاحبه! نو موږ شل کاله جګړې ولې کولې؟

کورښادې! چې د بيا راتللو نيت دي زړۀ کې نۀ و
قربان نو پ درواغو دي وعدې ولې کولې؟

چې ماسره يې هيڅ د ميني تار تړلی نۀ و
په ما يې نو دا دوه سوه کيسې ولې کولې؟

که زړۀ يې ستا د پير حُسن موريد نۀ وای لاليه!
دا ښکلي شفاعت به شبګيرې ولې کولې؟

24/09/2020

مفتون صاحب نوی غزل

کامل انسان یم د انسان له شوره خوند اخلمه
میین شاعر یم د جانان له شوره خوند اخلمه

یو د نجات زېری دی بل د شیطانانو ذلت
د رب اعلان دی د اذان له شوره خوند اخلمه

عشق په دومره عجیبه نزاکتونو پوه کړم
د دار په سر هم د ارمان له شوره خوند اخلمه

غر دی، سنګر دی، نازولی تفکر دی زه یم
کراره شپه ده د باران له شوره خوند اخلمه

ترې نه راځي د آزادۍ د جرس خوږ ترنم
د سپین بیرغ د سپین کاروان له شوره خوند اخلمه

دومره د ویښ احساس، ژوندي ضمیر خاوند یمه چې
په خاموشۍ کې د جهان له شوره خوند اخلمه

اوس راته مرګ د ابدي ژوند پيلامه ښکاریږي
شکر دی دومره د ایمان له شوره خوند اخلمه

د تکبیر غږ دی او کافر وهي مرګونې سلګۍ
د جهادي افغانستان له شوره خوند اخلمه

مفتون د زړه په کور کې ساتم ستا نیازبین غمونه
زما خوښیږي ماشومان له شوره خوند اخلمه

18/08/2020

که پــه چیغو آزادي لاس تــه را تللی
شغالیان بــه اوس پــاتح د دې دنیا وه
ش: همت افغان

17/08/2020

مل غني خېل

د جنګ تورې بلا څخه نجات غواړي هيواد مو
د سولې د چینې اب حیات غواړي هیواد مو

زقوم یې د بچيو د مرګ څښلي دي څو کاله
څو سر پر سر جامونه اوس د شات غواړي هیواد مو

د وینې تویولو کې مو حق ورته اداء کړ
اوس وار دی له خولو نه مو زکات غواړي هیواد مو

واده دی د لیلی د ازادۍ اتڼ تیار دی
پر ملا څڼیور ژڼي مات، را مات غواړي هیواد مو

چې بیا چیرته ترې امن څوک ترور نکړي نو ځکه
جونګړه د ظالم رقیب میرات غواړي هیواد مو

د تیر وخت د ناخوالو جبیره مل غني خیله
خلوص نیت او د مینې احساسات غواړي هیواد مو

07/08/2020

د مور دعا ځان سره اخله چې له کوره وځي
مرګي ته ډیرې بهانې دي په دې ښار کې

03/08/2020

لا مې د یوې ورځې کیسې پلار جان ته کړې نه دي
اوربند د اوږد شي مــا کلونــــه انتظار کړی دي
همت افغان

02/08/2020

که مو یو خالد په دار کړي کم به نشو
دلتـه هر اسلامې ځوان خـالد خـالد دی
همت افغان

01/08/2020

هر یو ساعت یې له کلونو نه بهتر ده
څه ارامې د اوربند خوږې شېبې دي
شاعر: همت افغان

25/07/2020

غزل
داسې مې ستا کــاتۀ له زورۀ باسي
لکه ماشـوم چې مور له کورۀ بـاسي

تـه چې را وګــورې زه داسې شـــمه
لکه انــګار چې څوک له اورۀ بـاسي

ســتا جدایي یواځې زور نــه لري؛
ټوله مستي مې هم له شـورۀ باسي

څه په ښــکلا یـم بې دلـیله مـئـین
څه مې زخمونه له ټــــکورۀ بـاسي

راځي او ځي خو یو ســلام نه کوي
رائد به څه وخت له پــیغورۀ باسي

25/07/2020

کوم بیت که د زړونو سردار په باره کې درته یاد وي کمینټ یې کړئ
درود په ستر لاررښود

23/07/2020

زړه د الله ج په ذکر روښانه کیږي.

22/07/2020

قران کریم هغه ملګری دی چې په قبر، محشر کې به دې دفاع کوي تر څو چې جنت ته دې داخل کړي.
هر سورت د که یاد وي دا اوس یې یو ځل یې ووایه!

Photos from ‎غزل تږی‎'s post 22/07/2020

تراب صاحب نوی غزل

20/07/2020

نوی غزل

پيرمحمد کاروان

تر اوښکو اوچت مه ګڼه مرجان او مرغلرې
په یوه تله تَلې څله جانان او مرغلرې

فطرت ورکړې برَخه ده نازکه ده که کلکه
په خپلو کې شي وران ولې باران او مرغلرې

د دوو لاسونو سیوری ور روان دی که یې وینې
پوره به یې د غاړې شي ارمان او مرغلرې

د امن په موسکا یې که شي اوښکې ځلبلاندې
جوړه به سره ښه ښکاري افغان او مرغلرې

دا ستوري د ماښام دې ربه چېرې هم تت نه شي
ودان دې وي ودان دې وي آسمان او مرغلرې

دا مراندې مراندې زړونه دې له ژونده مالامال وي
امېل دې وي امېل دې وي یاران او مرغلرې

د دښتې سره غاټول به یې څپې سمندري شي
بیا لرې سره مه بوله کاروان او مرغلرې

۲۸ سرطان ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره

19/07/2020

زړه ته سکون په دې نامه حاصل شي
له دې نامه نه مې خپل زړه قربان شه

18/07/2020

درود په محبوب پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم

15/07/2020

نن مې له فیسبوکه زړه مات شوی دی
نن پکې تصویر دې داسې خره وینم
شاعر: همت افغان
مار شال

12/07/2020

غــــزل

درواخلئ درســـــــــره دې وي ګلونو یو انځور
دســـــــــــتړي ژوند د ډیرو ارمانونو یو انځور

له ورایه به ښـــــکاریږي په پښتو به وي لیکلی
لوســـــــــتونکو د حالاتو او دردونو یو انځور

کتاب کتاب خـــــــبرې به پخې پکې پرتې وي
غــــږیږي به په حال او په وختونو یو انځور

ممکِن چې ډیر سبق ځنې حاصل کړئ په اسانه
ومخې ته مو ږدمه، د درســـــــــونو یو انځورنه

ژباړلی او ر یښتونی يې پریږدم درته وګـــــړو
دټولــې زندګــــــــــــۍ د داستانونو یو انځور

لګیا یم پنځومه په واړه غــــــوندې غـــــزل کې
داود هـــــمت” د زړونــو د رازونــو یو انځـــور”

07/07/2020

نان خدرخېل

د جنګ له سرۀ دوزخ سره اوربند دی، سوله ژوند دی
بس خوب د معشوقې په سپین مړوند دی، سوله ژوند دی

چې ورور له وروره ځار وي، یار له یاره سره ګرځي
همدغه نېکمرغي ده، همدا ژوند دی، سوله ژوند دی

د امن فرښتې دې چې وېښتو کې وهي ګوتې
جانانه په همدې شېبو کې خوند دی، سوله ژوند دی

شملې مو کړلې پورته له سیالانو سپینې سولې
او توغ د افغاني غرور بلند دی، سوله ژوند دی

بیرغ د آزادۍ د لوړ پامیر پر سر رپېږي
حُریت مو نړیوالو ته څرګند دی، سوله ژوند دی

میونده له څپو سره یې ستا ټپې دي ګډې
راغلی په مستۍ یاغي هلمند دی، سوله ژوند دی

خوشاله دی چې ټولو قربانیو یې رنګ راووړ
تۀ وګوره ولس مو څومره برند دی، سوله ژوند دی

یو غږ دی “خدرخېله” له نیمروزه تر واخانه
جنګ بس دی سوله ژوند دی، سوله ژوند دی، سوله ژوند دی

07/07/2020

حماد ماليار

زه به په منځ ټوټه، ټوټه شمه او نيم به شمه
هر يو ارمان مې راته مه وژنه! يتيم به شمه

يو نابلده مسافر د نوي يار په څنګ کې
د اميدو کېږدۍ به ووهم ، مقيم به شمه

ته مې په غير قانوني شکل په خپل زړۀ وکره
زه به دې ټول نشه نشه کړمه اپيم به شمه

په خپل ديدن که دې رانېغ لکه الف نه کړمه
لکه هلال په ملا مات شوى ، لکه جيم به شمه

که ستا غيبت وو نو دفاع به دې ضرور کومه
که ستا ستاينه وه نو قاف او لام او ميم به شمه

تل به ګلشنه! په تا توره شپه غالبه نه وي
يو ځل به مړاوې غوټۍ ګل کړمه نسيم به شمه

رقيبه! دا ګمان په ټول عمر هم ونه کړې چې
درته به پورته کړمه لاس، درته تسليم به شمه

حماد مالياره! چې مرحوم يم د رحمان بنده يم
که له شيطان سره ملګرى شوم رجيم به شمه

15/06/2020

Marher

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul
Other Writers in Kabul (show all)
BEBE عایشه BEBE عایشه
کابل
Kabul

₍₍مېندې نشي کولی دحضرت خالدبن ولید (رض) په څېر زوی نړۍ ته راوړي₎₎ ژوند ښکلی دي چې په خپله اوسه

Beach ساحل دریا Beach ساحل دریا
Kabul

saheel i darya

الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی” الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی”
One
Kabul

الحاج میرزا عبدالغفور یعقوبی شاعر حماسه سرای افغانستان

Najibullah Behzad Najibullah Behzad
Kabul

Official Page

Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ
13
Kabul, 4545

😔بخدا قسم شوق زنده ماندن نمانده😔

Safia Sahibi-صفیه صاحبی Safia Sahibi-صفیه صاحبی
Afghanistan
Kabul, 1004

زموږ هدف د عامه افکارو جوړښت او اسلامي نړی ته ریښتینی خ?

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس
Kabul

ترا به هیچ اتفاق بهتری نخواهم داد... 2023/10/14💍S♥️S

لیلا غزل Lila Ghazal لیلا غزل Lila Ghazal
122
Kabul

که مې په دې خاطر فالو کوئ چې جنسیت مې زنانه ده،نو لطاً مه مې فالو کوئ!🙏 تر هرڅه اول اسلام او بیا AFG

Omid Ahmadzai Omid Ahmadzai
Kabul

" ژونـــــد وکړئ! د هغو خـوبـونـو لپاره چې غــواړئ ریښتیا شي."

Haji Hemat Haji Hemat
Kabul, P

فیج درسره لایک کړي دوستانو