زرینې کرښې

زرینې کرښې

حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ

04/01/2024

برای اهمیت کتاب نزد مسلمانان همین بس که یادآوری کنیم:

پس از اینکه اندلس (اسپانیا) از دست مسلمانان خارج شد مسلمین مغربی، مجموعه‌هایی از اسپانیایی‌ها را اسیر کردند و آنها را با کتاب‌های اسلامیِ اندلسی مبادله نمودند.

یک کتاب در برابر یک اسیر.

این کار هم بارها تکرار شد.

30/11/2023

ابن قیم رحمة الله علیه فرموده : هم نشینی با افراد صالح شش خصلت انسان را تغییر می دهد :
۱- شک را به یقین
۲- ریا را به اخلاص
۳- غفلت را به ذکر
۴- شوق داشتن به دنیا را به شوق آخرت
۵- غرور را به تواضع
۶- و نیت بد را به نیت صالح تبدیل می کند.

30/11/2023

وَ لَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْ‏ءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوعِ وَ نَقْصٍ مِنَ الْأَمْوالِ وَ الْأَنْفُسِ وَ الثَّمَراتِ وَ بَشِّرِ الصَّابِرِينَ

و بی‌شک شما را با اندکی ترس و گرسنگی و کاهش اموال و از دست رفتن کسان و ثمراتِ (زندگی مانند فرزندان و محصولات کشاورزی) می‌آزماییم، و به صابران مژده بده؛

بقره - ۱۵۵

17/10/2023

د قوشتېپې کانال او سالنګ لویې لارې د اساسي جوړولو تر لويو پروژو وروسته په هېواد کې د سمینټو منظم مدیریت د يادونې او ستاينې موضوع ده.
موږ له لسیزو لسيزو راهيسې د بشپړه امکاناتو په شتون کې هم د سمینټو په برخه کې پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو ته محتاج او وارداتي ملت وو.
خو له نېکه مرغه چې د چارواکو له‌خوا دې ورځو کې د سمینټو درې لوی کانونه، چې يو د هرات په زنده جان، بل د کندهار په شور اندام کې دی او درېيم يې هم د جبل السراج سمينټو کان دی، په قرارداد ورکړل شول.
په دې موضوع کې د قرارداد ورکولو هم مهم بحث دا دی، چې ياد هوکړه ليکونه عملي شي او د تعقیب لپاره يې منظمه کمېټه وټاکل شي؛ ځکه موږ تېر کې داسې تجربې لرو، چې يو شي په قرارداد ورکړل شوی؛ خو د څار لپاره يې د مشخصې کمېټې نه‌شتون دې ته زمېنه سازي کړې چې مثبته پايله ور نه‌کړي.
د سمينټو موضوع ته ډېره پاملرنه ځکه هم مهمه ده، چې له دې اړخه موږ په دوو درېيو کلونو کې کاملا پر ځان بسيا کېدلی شو.
کاش د تېرو شلو کلونو د لويو تعميراتي پروژو پر مهال موږ دې برخه کې خودکفا وای، چې خپل سمينټ مو کارولي وای.
په هر صورت، دا قراردادونه زموږ د اقتصادي خودکفايۍ لپاره لوی ګامونه دي.

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 02/10/2023

تاریخې او بنیادی پروژه
د قوشتیپې کانال په اړه لنډ معلومات:

• د قوشتېپې کانال پروژه د سردار محمد داود خان په وخت کې طرح شوه خو ایله اوس یې د بشپړېدو هیلې راټوکېدلې.
• قوشتیپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد دی، د بلخ ولایت ـ کلداري ولسوالۍ د امو له سیند څخه پیلیږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کي ختمیږي.
• بر يې ۱۰۸ متره او ژوروالی یې ۸/۵ متره دی.
• په هره ثانیه کې د ۶۵۰ متر مکعب اوبو د انتقالولو ظرفیت لري، چې ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

قوشتیپې کانال درې پړاوونه لري:
• اول پړاو : ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پېل او د بلخ دولت آباد ولسوالۍ ته رسېږي، چې اوس تقریبا بشپړ شو.
• ‏ دوهم پړاو : اوږدوالی ۱۷۷ کیلو متره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه پېل او د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېریږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسېږي.
• درېیم پړاو: پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی، چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی. (ټول ۶ کاله کیږي)
ګټې:
• د اوبو مدیریت
• افغانستان به د غنمو په لحاظ پر ځان بسیا شي، آن صادرونکی هېواد به شي.
• د کانال په زمکو د سلګونو بېلابېلو زراعتي فارمونو جوړېدل.
• افغانستان به پر برېښنا بسيا شي، او حتی ګاونډي هېوادونه به يي محتاج شي.
• کابو ۵۰ ميليونه وګړو لپاره عاجل غذايي مواد برابرولی شي.
• ټول ټال ۶۰ ميليارده هکټاره دښته ابادولی شي
copied
د معلوماتو شیر کول په تاسو

01/10/2023

*د رسول الله ﷺ لنډه پېژندنه*
نوم: محمد ﷺ
د پلار نوم: عبدالله
د نيکه نوم: عبدالمطلب
د کورنۍ نوم: هاشمي
د مور نوم: آمنه بنت وهب
د رضاعي مور نوم: حليمه سعديه
د لومړۍ مېرمنې نوم: خديجة الکبرا رضي الله تعالی عنها
د ۵۷۱ ميلادي کال په اپريل میاشت کې، چې د ربيع الاول له ۱۲مې سره برابره وه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اوسني سعودي عربستان په مکه معظمه ښار کې نړۍ ته تشریف راوړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله په کور کې نړۍ ته تشريف راوړ، چې په څلوېښت کلنۍ کې پیغمبر او ۱۳ کاله وروسته له خپلې سیمې څخه هجرت ته اړ شو.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کې ۱۰ کاله تېر کړل او د ۶۳ کلونو په عمر وفات شو.

*د رسول الله ﷺ شخصي ژوند:*

په خوراک او پوښاک کې یې تکلف نه کاوه، څه به چې د خوړو لپاره موجود وؤ، لاس يې ورڅخه نه نيوه او که به څه نه وؤ، نو وږی به ويدېده، آن تر دې چې کله به يې د خوړو د نشتوالي له امله کاڼي پر نس تړلې، عادي جامې يې اغوستې، خو د ميلمنو د استقبال او نورو مناسبتونو لپاره به يې مناسب لباس په تن کاوه، د خوب بستره یې له څرمنې وه، چې په منځ کې يې د خرما پاڼې وې.

*د رسول الله ﷺ لوړ اخلاق:*

نبي کریم علیه السلام له درنښت او وقار څخه ډکه نوراني څهره لرله، آرام او درانه قدمونه يې اخيستل، چې پر لاره به روان و، نو مبارکې سترګې به يې تر اسمانه زياتې، پر مځکه ښخې وې، په سلام ویلو کې لومړی و، بې اړتيا يې خبرې نه کولې، وينا به يې د الله ﷻ په نامه پيل او پای ته رسوله، خبرې يې ښکلې او درنې وې او يوه، يوه د ملغلرو په څېر شمېرل کېده، کله هم په دنیوي شيانو نه غوسه کېده او نه يې له چا څخه شخصي غچ اخيسته، که به خوشحاله وو نو کښته به يې کتل او خندا يې مسکا وه، نوراني څهره یې درلوده، د نرم طبعيت څښتن او اساني خوښونکی وو، که به د دوو چارو ترمنځ د غوراوي واک ورکړل سو نو تر هغه چي د الله نافرماني به پکښي نه وه- اساني یې غوره کوله لنډه دا چي د عايشې رضی الله عنها په وينا: اخلاق يې قران وو. (شمائل الترمذي)

*رسول الله ﷺ په خپل کور کي :*

د مؤمنانو مور عايشه رضي الله عنها وايي: پيغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل کور کي عادي ژوند درلود، خپل بوټونه يې په خپله ګنډل، جامې يې په خپل لاس ګنډلې، مېږه او اوښه به يې لوشله، او د نورو په څېر يې د کور کارونه سرته رسول او چي د لمانځه وخت به راغی نو جومات ته به ولاړ. (رواه البخاري)

له بيبیانو سره ډېر مهربانه او خوږ ژبى وو او تل به يې ورسره خبري اتري کولې، د هغوی چلند به يې زغامه، او اصحابو ته به يې ويل: ستاسي څخه غوره هغه دی چي د خپلو بيبیانو لپاره غوره وي او زه ستاسو ټولو څخه د خپلو بيبيانو لپاره غوره يم. (رواه الترمذي)

عايشه رضی الله عنها وايي: د پيغمبرﷺ کورنۍ هيڅکله دوه ورځي پرلپسې په غنمینه ډوډۍ نه ده مړه سوې، او زموږ په کور کي به اور نه بلېدی او خوراک به مو خرما او اوبه وې. هغه مبارک به خپله زغره له خلکو سره ايښوده، ترڅو کور ته د خوراک اوربشي ورباندي راوړي! (رواه البخاري)

*رسول الله ﷺ له ملګرو سره:*

د رسول اللهﷺ تنكى ملګرى او خادم انس رضی الله عنه وايي: پوره لس کاله مي د هغه صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ خو ما ته يې کله هم ونه ويل چي ولي دي دا کار داسي وکړ؟ يا دي ولي داسي ونه کړ؟! (رواه البخاري)

عايشه رضی الله عنها فرمايي: هيڅكله يې له لاس لاندي خلکو سره سختي نه کوله او کله يې هم په خادم او ښځه لاس نه دی پورته کړى. (رزقانی شرح مواهب)

ابو هريره رضی الله عنه وايي: له محبوب ملګري سره مي د کالو اخيستو لپاره بازار ته ووتم، دوكاندار هڅه وکړه د هغه صلی الله علیه وسلم لاسونه ښکل کړي خو هغه ورڅخه لاسونه راکش کړل او ويې ويل: (دا خو د عجمو کار دى چي د خپلو پاچاهانو په وړاندي یې ترسره کوي، زه خو څه پاچاه نه يم! زه خو ستاسو په څېر يو تن يم.) ابوهریره وایي: ما وغوښتل چي کالي ورسره يوسم خو اجازه يې رانه کړه او ویې ويل: د هر شي د وړلو لپاره يې څښتن ډېر وړ دی. (نور اليقين فی سيرة سيد المرسلين).

*د رسول اللهﷺ عبادت او له الله تعالی څخه وېره:*

د پیغمبرﷺ زړه د الله تعالی له وېري مالامال وو، تل يې د هغه څارنه احساسوله، خپل زيات وخت يې په عبادت تېراوه، د شپو زياته برخه به خپل رب ته په رکوع او سجده وو، آن چي پښې مبارکي به يې وپړسيدې. عايشې بي بي به ورته ويل: ولي دومره کړاو باسې، په داسي حال کي چي الله درته مخکني او وروستني ټول ګناهونه معاف کړي دي؟ هغه به ځواب ورکاوه:(آيا د الله شکر ايستونکی بنده ونه اوسم؟) د الله ذکر به یې ډېر زيات کاوه، ټول کارونه یې د الله جل جلاله په نامه پيل او د هغه په ستاينه پای ته رسول، له الله سره له راز او نياز څخه هيڅ نه ستړی کېدی او تل به هغه ته لاس په دعاء وو.

فداك امي وأبي يارسول اللهﷺ❣️❤️

26/09/2023

بجای رنگ کردن موی های سفیدخود!
بهتر است پای های خود را قوی نگهداریم:

* مطالعه این مقاله آموزشی و آگاهی‌بخش در مورد اهمیت پاها و لزوم حفظ آن‌ها برای افزایش طول عمر انسان ضروری است و در صورت بی‌توجهی و عدم مراقبت از آن‌ها کاملاً برعکس آن اتفاق می‌افتد. و تکریم آنها با پیاده روی و پیاده روی منظم...

👣 با بالا رفتن سن، پاهای ما باید همیشه قوی بمانند.

👣 با افزایش سن، نباید از سفید شدن موها و یا از چروک شدن هراس داشته باشیم. این به شما آسیبی نمی رساند، بلکه شما را زیبا می کند...

👣 در میان نشانه های *طول عمر* که در مجله آمریکایی "Prevention" خلاصه شده است، *عضلات قوی ساق پا مهم ترین و مهمترین آنهاست.*

👣 تا دو هفته پاهایتان را تکان ندهید تا ۱۰ سال از قدرت پاهایتان کاسته شود.

مطالعه‌ای در دانشگاه کپنهاگ در دانمارک نشان داد که هم بزرگسالان و هم کودکان در طول دو هفته عدم تحرک، قدرت عضلات پا را به میزان یک سوم ضعیف می‌کنند - که *معادل سن 20 تا 30 سال است. *

👣 وقتی ماهیچه های پای ما ضعیف می شود، بازیابی زمان زیادی طول می کشد، حتی اگر تمرینات توانبخشی را بعدا انجام دهیم.

👣 *بنابراین* ورزش منظم مانند پیاده روی بسیار مهم است.

👣 وزن کل بدن وزن روی پاها است.

پا نوعی ستون است که وزن بدن انسان را تحمل می کند.

👣 جالب اینجاست که 50 درصد استخوان ها و 50 درصد ماهیچه ها در پاها قرار دارند.

بزرگترین و قوی ترین مفاصل و استخوان های بدن انسان نیز در پاها یافت می شود.

استخوان‌های قوی، ماهیچه‌های قوی و مفاصل انعطاف‌پذیر «مثلث آهنی» را تشکیل می‌دهند که مهم‌ترین بار را بر بدن انسان تحمل می‌کند.

70 درصد فعالیت انسان و سوختن انرژی در زندگی انسان توسط پا انجام می شود.

این را میدانی؟

وقتی یک انسان جوان است، ران های او آنقدر قوی است که یک ماشین کوچک را بلند کند!

پا مرکز حرکت بدن است.

هر دو پا با هم شامل 50 درصد از اعصاب بدن انسان، 50 درصد از رگ های خونی و 50 درصد از خونی است که در آنها جریان دارد.

این شبکه بزرگ گردش خون است که بدن را به هم متصل می کند.

تنها زمانی که پاها سالم هستند، جریان خون متعارف به آرامی جریان می یابد، بنابراین افرادی که عضلات ساق پا قوی دارند قطعا قلب قوی خواهند داشت.

3. پیری از پا به بالا شروع می شود.

با بالا رفتن سن

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 20/09/2023

کابل، بالاحصار ته سفر او خورا ښه زيری:

د کابل بالاحصار [لوړه کلا] په پنځمه مېلادي پېړۍ کي د جنګي اهدافو لپاره ورغول سوه. د وخت بېلا بېلو واکمنانو په دې کلا کي ژوند کړی او اوس يې تر پوځي هغه تاريخي اهميت ډېر سوی دی.
د تاريخي روايتونو له مخه دغه کلا د [هون] په نوم د يوه بودايي واکمن له لوري ورغول سوه، تر څو هغه او کورنۍ يې د غليم له يرغل خوندي وي.
کله چي د افغانستان پلازمېنه، له کندهار کابل ته راولېږدوله. د کابل په بالاحصار کي مېشت سو او د امير عبدالرحمن خان تر وخته افغان واکمنانو له همدې ځایه د هېواد چاري مديريت کولې.
ياد بالاحصار د بودایزم مذهبي ذوق پر بنسټ رغول سوی بریښي چي د څنګلورو نښو له مخي کولای سو د هغه بودایي معبد ګمان پر وکړو چي د هیپتالي پاچاهانو د لړۍ د یوه پاچا هون/شالوده له لوري رغول سوی دئ.
شپاړلسمي پيړۍ په پای کي يو ازبک سردار بالاحصار شپږ مياشتي کلابند او سخت جنگ وسو چي پکښي ئې دېوالونو او دروازو ته سخت زيان ورسېد. کله چي اکبر باچا لاهور د مغلو پلازمېنه کړه نو په ۱۵۸۵ع کي يې کابل نيغ په نيغه پخپل کنټرول کي واخست، د هغه راهيسي په بالاحصار کي به تل د مغلو گورنر ميشت وو.
د احمد شاه بابا په وخت کي بالاحصار د ايراني پوځ په لاس کي وو. د کابل نيولو وروسته بابا بالاحصار کي تم سو او کلا کي ئې نوي نغمونه، د اوبو رسولو نوي وسيلې، برجونه او نور ډېر کار د کندهاري معمارانو په لاس تر سره کړ، کله چي يې زوی تېمورشاه په ۱۷۷۳ع کي پلازمېنه د کندهار څخه کابل ته يوړه او په راتلونکو شلو کالو کي يې په بالاحصار بيلا-بيلي ودانۍ جوړي کړې چي تر ټولو مهمه يې د بالاحصار دننه ستره ماڼۍ وه چي انګرېزان د وتلو پر مهال وسوځل.
د زمان شاه ټول وروڼه چي په کابل کي وو، دلته بنديان ساتل کېدل. کله چي امير عبدالرحمن خان ارګ ودانۍ جوړه کړه نو د کلا ارزښت يوازي يوې فوځي کلا ته ورته سو او پکښي يوازي تر اوسه پوري نظامي کسان اوسېدل.
د ثور له کودتا او د شوروي لښکرو سره د جګړې او وروسته د ډاکټر نجيب الله دولت لخوا د جنرال تڼي د کودتا د ټکولو په نيت بالاحصار بمبار او د کورنيو جګړو په دوره کي مجاهدينو لا پسي وران او چور کړ.
په لومړي افغان انګليس جنګ کي د کلا په دننه کي د انګرېزي سرتيرو په زرګونو کسانو ويني وبهېدې او د کابلي سپين ږيرو له خولې چي تر ورستيو پوري ئې مځکه غوړه وه.
بله نابلده دلته د تورو څهانو [سياه چاه] ده چي افغانانو کي ئې کيسې ډېري مشهوري دي، اروپايي ليکوال [فرانک مارتين]د د زندانونو په برخه کي ليکي:
❞کابل کي تر ټولو زندانونو بد او وحشتناک په #بالاحصار کي يو زوړ څاه دئ چي په ډبره کي کيندل سوی دئ. د بېخ خواته يو څه پراخ او پسور ئې پنځلس فوټه کېږي. د څاه پر خوله يوه کوډله ده چي د سپاهيانو يوه پيره پکښي ساتله کېږي. په دغه تر مځکي لاندي غار کي هغه انسانان د تل له پاره اچول کېږي، چي ډېر غټ جرمونه ئې کړي وي [البت د مقاماتو په نظر تر ټولو غټ جرم جاسوسي ده] او هورې پسي مري.
د مړو جسدونه چي له ژونديو سره يو ځای پراته وي، ترې را ايستل کېږي، البت په څاه کي د روغتيا ساتني انتظام نسته. بنديان ورشېوه کېږي او هغوی چي ورولوېدل، هوري پسي پاتېږي، د ورځي يو ځل خواړه په رسۍ ورځړول کيږي. زياتره بندي سوي کسان ډېر ژر ژوند ته له دې لاري خاتمه ورکړي. ځانونه له ډبرو سره تر هغه وخته وهي، چي بې هوښه او پسي مړ سي. ځکه یوازيتوب او بيري دوی ټول ليونيان کړي وي.
دلته يو سړی سته چي ويل کېږي چي په دغه څاه کي ئې پنځلس کاله يا تر دې زيات وخت تېر کړ.
دغه کس يو مخ لېونی او په خپل ماحول خبر نه دئ، کله چي امير عبدالرحمن خان مړ سو اوسني امير[ حبیب الله خان] امر وکړ چي ددې څاه کسان دي راوايستل سي او ده ته دي حاضر کړل سي، کله چي دوی راوکښل؛ درې تنه پکښي ژوندي او څيرې یې د کتلو نه وې ځکه مخونه ئې د مړو په شان تک سپين اوښتي وه، سترګي ئې په رڼا کي ديد نه کاوه او د سرونو او ږيرو ورېښتان ئې اوږده او پر مخونو ئې راڅړوند وه.
د وحشيانو او ځناورو په شان ښکارېدل، نوګان ئې لکه د باښې، امير ئې د خوشي کېدو امر ورکړ خو دوی درې اونۍ وروسته بيرته ونيول سول او څاه ته واچول سول چي بيرته ئې د هندوستان د جاسوسۍ نيت لاره. ويل کېږي امير عبدالرحمن دغسي شکنجې او تاکتيونه د روسې څخه راوړي وه❝.
شاهي دوره کي دې کلا کي یو غونډ فوځيان، يوه سېنما، يو لوی هال او مسجد ودان وه، پخواني اولسمشر کرزی دوره کي امریکا اعلان وکړچي دغه کلا به یو ښه پارک او د سیل جوړ کړو خو د انګریزانو په مخالفت دا کار ونه سو، ځکه چي انګریزانو دې کلا کي نولسمه پېړۍ کي دلته ډېر درانه تلفات لیدلي او کابل کي د دوی سفير کیوناري هم دلته وژل سو.
د ښه مرغه څو کال د هند سفارت او د اغاخان پراختیايي شبکې ترمنځ د جوړېدو چاري چي په ټپه ولاړي وې، اوس بيرته په ښه ډول پيل سوي دي چي د فرانسوي، افغاني او ايراني انجينرانو لخوا پر مخ بېول کېږي، د يوه فرانسوي لرغونپوه له خولې چي تر سپړنې، چاڼ او بنسټیزې بیا رغاونې وروسته به بالاحصار په یوه لرغوني ملي پارک واوړي. د معلوماتو د ښوولو او نندارې لپاره د روسانو د مهال یو پوځي پناه ځای اوس په ميوزيم اړولی او د ښه به مرغه به يو وخت دا ځای د کابل تر ټولو جالب ځای وي.
تر اوسه د مغلو پر يوه حمام، مېلمستون، برجونو او دېوالو کار روان دئ چي د ختيځ د معمارۍ تر څنګ پکښي د لوېديځ معمارۍ نوي اثار هم زيات سوی دي.
ددې کلا دننه تور څاه، ویډیو او اوسنی حالت کامنټونو کي...
🔹 Bala Hissar ("High Fort") is an ancient fortress located in the south of the old city of Kabul, Afghanistan. The estimated date of construction is around the 5th century AD.[1] Bala Hissar sits to the south of the modern city centre at the tail end of the Kuh-e-Sherdarwaza Mountain. The Walls of Kabul, which are 20 feet (6.1 m) high and 12 feet (3.7 m) thick, start at the fortress and follow the mountain ridge in a sweeping curve down to the river. It sports a set of gates for access to the fortress. The Kōh-e Shēr Darwāzah (lion door) mountain is behind the fort.
Bala Hissar was originally divided into two parts: The lower fortress, containing the stables, barracks and three royal palaces, and the upper fortress (the actual fort with the name Bala Hissar) housing the armory and the dungeon of Kabul, known as the "Black Pit" (the Siyah Chal).
🔹بالاحصار کابل یادگار فراموش شده کابل شاهان قلعه متروک و یادگار بزرگی از تاریخ کشور
زه پر دې ادرسونو د نړۍ او افغانستان د تاريخ وړاندي کولو هڅه کوم:
🔶ټويټر: twitter.com/pashtonzoy
🔶انسټاګرام: instagram.com/w.pashtonzoy
🔶سايټ: mundigak.com
کاپي

17/09/2023

دغه ښځي د اروپا په پارلمان کي د ژړا په حالت کي وویل :
زه د اسلامي هیوادونو له ډلي یو هیواد ته لاړم تر څو د مسلمانانو له له حاله ځان خبر کړم ، ټوله ورځ مي روژه ونیوله ، په دي روژه نیولو سره مي دي ته پام شو چي مسلمانان څومره بانظمه دي ، څومره قوي ارادي لري ، څومره د خپل رب تر کنترول لاندي دي ، څومره خپل دین ته وفادار دي او خپل ځان څومره خوښ او پیاوړی احساسوي .
دوي چي د خپل رب سره دومره مینه لري ، نو ددوي رب به څومره مهربان او مینه ناک وي ، چي د خپل دین په خاطر په ځان دومره زحمت ګالي .
د اسلام دین د صحت ، د پوهي ، اجتماع ، او سیاست دین دي . چي د ټولو برخو څښتن ده .
#نوټ کمینټ کي الحمدالله ولیکي چي مسلمانان الله ج پیداکړي یو .

30/06/2023

دا عکس د ناسا له ISS څخه یو ساعت مخکې اخیستل سوی ، دا عکس د نامتو اماراتي ستورمزلي سلطان النيادي لخوا اخیستل سوی چې اوس د ناسا په ‏ISS کې دی،
لاندی چی کم سپين رنګ درته شکاري_
دا په حقیقت کې هغه 25 لکه خلگ (مسلمانان) دي چې له مختلفو هیوادونو څخه حج ته تللي دي.
په دې وخت ٹوله مسلمانان په مینا کې موجود دی، او دا تصوير د 420 کیلومیټره لیرې د فضا څخه اخیستل سوی
دی.

27/06/2023

دلوی اختر تشریق تکبیر :
(( الله اکبر ، الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد))
د عرفې یعني د نهم تاریخ د سهار څخه د دیارلسمي ورځي تر مازیګر پوري (۹-۱۳) له هر لمونځ څخه وروسته په لوړ آواز سره دا تکبیر یوار ویل واجب دي . فتوی پر دې ده چي په دې کي په جماعت سره لمونځ کوونکی او یوازي لمونځ کوونکی دواړه پدې کي برابر دي همدغسي پر سړي او ښځي دواړو باندي واجب دي. البته ښځه دي ئې په کرار آواز لولي او نارینه دي ئې په لوړ آواز لولي. ( شامي)

یادونه: دغه تکبیرات باید په متوسط آواز سره وویل سي ډیر خلګ په دې کي غفلت کوي او بالکل ئې نه لولي او یا ئې ډېر په کرار لولي ددې اصلاح ضروري ده.


دلوی اختر مسنون اعمال

د لوی اختر په ورځ دغه کارونه مسنون دی:

• سهار وختي له خوبه پاڅېدل
• غسل کول او مسواک وهل
• پاک او صفا لباس اغوستل
• خوشبو لګول
• د اختر له لمانځه څخه د مخه څه نه خوړل
• عید ګاه ته د تللو په وخت کي په لوړ آواز تکبرونه ویل.

د اختر لمونځ
د اختر لمونځ دوه رکعته دی خو له نورو لمونځونو سره ئې صرف دومره فرق دی چي پدې لمانځه کي په هر رکعت کي دننه درې درې تکبرونه زیات دي.

په لومړي رکعت کي تر سبحانک اللهم وروسته او له قرائت څخه مخکي او په دویم رکعت کي د قرائت څخه وروسته په د غو زوایدو تکبرونو کي تر غوږونو پوري د لاسونو رسول ضروري دي.

لومړی رکعت: په لومړي رکعت کي (تر تکبیر اولی وروسته) دي د دوو تکبرونو څخه وروسته لاسونه ایله کړي د دریم تکبر څخه وروسته دي لاسونه وتړي.

دویم رکعت: په دویم رکعت کي دي له درو سرو تکبرونو وروسته لاسونه کښته ونیسي او په څلورم تکبر کي دي رکوع ته ولاړ سي .

د اختر تر لمانځه وروسته د خطبې اوریدل سنت دي.

ماخذ: د لوی اختر او قربانۍ احکام (د جواهر الفقه څخه ، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله
احمدکندهاری ددعاء په هیله

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 25/06/2023

دشپی عطر یا دشپی مشک

▪︎په انګریزی ژبه ورته Night Blooming Jasmind وایی او علمی نوم یی (Cestrum nactumum ) دی.
▪︎ دایوه تل شنه ، چټکه وده لرونکی کوچنی ، دزیاتو ښاخونو لرونکی ونه ده لوړوالی یی تر 3 متروپوری رسیږی.
▪︎ ددغی ونی ریښی سطحی خپریږی، پاڼی یی ساده ، متناوبی ، نیزه ډوله ، ګلان یی سپین رنګه اوټیوب ډوله دی.
▪︎ ګڼ اوعطری ګلان تولیدوی اونبات خپل عطر دمازدیګر له خوا آزادوی اوتر سهاره پوری پاتی کیږی او نوم یی هم په همدی دلیل د شپی دعطرو ، دشپی دمشکو اویا هم په اردوژبه کی
راټ کا راڼی دی.
▪︎هغه معطر بوی چی خپروی ډیر قوی دی اوله نبات څخه تر ډیری زیاتی فاصلی پوری رسیږی.
▪︎ دمشک نبات په متناوب یا نوبتی ډول ګلان غوړوی.

June 21, 2023

30/12/2022

د هدیرې فریاد :
اې انسانه ! زموږ غوښي توییږي ، هډوکي مو رژیږي ، بدنونه مو وچیږي ، هستي مو خاوري کیږي او قبرونه مو نړیږي . آیا دې حتمي سفر ته چمتو یې ؟ نو ښه عمل کوه او تر هغو پوری خو کله کله راځه !

30/12/2022

تولید
نوموړی موټر د افغانستان تولید نه دی. تولید هغه وي چې فیکټري یې ټولې پرزې جوړې کړي او د کال په لکونو موټر تولید کړي. دا موټر یوازې په افغانستان کې د یو کس لخوا اسمبل شوی او بیروني شکل یې له بیروني چادر څخه ډیزاین شوی دی. همدارنګه یې هره پرزه له بل هیواد څخه راوړل شوې ده. که مبایلونو جوړونکي ته د ای فون ټولې پرزې ورکړې هغه کولای شي چې بیروني ډیزاین یې تغیر او په افغانستان کې اسمبل شوی موبایل درته جوړ کړي. په درغو شیانو خوشالي په د خفه وخت کې ښه ده خو له زړه منل یې کم عقلتوب دی.

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 29/12/2022

آیا پوهیږی؟
دا کلیسا د سیلانیانو لپاره خلاصه ده:
د سومنات د مندر هیڅ نښه نشته ، مګر د زرګونو مسلمانانو مړي لاهم د دې کلیسا په تمدن کې موندل شوي.
د دې کلیسا نوم کاپیلا دوسووس دی ،
دا په پرتګالي ښار ایورا کې ده چې د پوپ فرانسس کیاني لخوا په اندلس کې د وژل شویو مسلمانانو هډوکو څخه جوړ شوی ده
، د دوه ماشومانو وچ جسدونه یې د دېوالونو سره ځړول شوي

دا د ۵ زره مسلمانانو د هډونو په کارولو سره جوړ شوی ده چې د اندلسیا د رژیم نه وروسته عیسویت ته د نه اوښتلو له امله وشهیدان شوي وو.

ځینې ​​لا اوس هم موږ ته وایی چې د کفری هیوادونو د اخلاقو څخه اغیزمن کیږي.
ایا دوی د دې جسدونو په څیر وضعیت ته انتظار کوي ...

28/12/2022

دا هغه فرعون دي چي 3200+ کاله مخکي يې د خدايي دعوه کړې وه؛ خو ستر ذات په سور سمندر کي غرق کړ؛ چي بيا وروسته په 1881 کال کي يې جسد په سور سمندر کي وموندل سو، او نن يې د ټيکنالوژۍ پر مټ اصلي څېره جوړه سوه.

کله چي الله پاک دى او دده 2500000 لښکر په اوبو کي غرق کړ، لښکر يې ورک سو؛ مګر دده جسد ولي د زرهاوو کلونو وروسته سالم پاته سوى دى؟

ځکه الله تعالى په خپل سپېڅلي کلام قرآن عظيم شان کي وايي: فَالۡیَوۡمَ نُنَجِّیۡکَ بِبَدَنِکَ لِتَکُوۡنَ لِمَنۡ خَلۡفَکَ اٰیَةً ؕ. یونس/۹۲
ژباړه : اوس به (یواځې) ستا جسد سالم وساتو ددې لپاره چې راتلونکو خلکو ته سبق وګرځي.

#کاپي

25/12/2022

رسول الله صل الله علیه وسلم 1400 کله مخکي ويلي وه:
د جنت د دوو دروازو تر منځ فاصله دومره لويه ده؛ لکه د مکې او هجري تر منځ، يا د مکي او بصري ترمنځ.

مګر د نن ورځې سټلایټ ټيکنالوژي اوس کشف کړه؛ چي ددي دواړو ځايونو تر منځ فاصله يو شان ده.

24/12/2022

ساینس پوهانو په ګډه یو مچ جوړ کړ !!

دې مصنوعي مچۍ سره اشنا کوم . دا هغه روبوټیک مچۍ ده چې په 2020م کال کې د امریکا په هارورډ پوهنتون کې ساینس پوهانو د ډیرو کلونو زیار او څیړنو وروسته جوړه کړه. مچۍ ته "Robobee" نوم ورکړل شوی دی. د مچۍ ټول وزن یوازې 80 ملي ګرامه دی پداسې حال کې چې د وزرونو اندازه یې 3 سانتي متره ده. د دې مچ وزرونه په ثانیه کې 120 ځله رپیږي، چې دې ته د الوتلو توان ورکوي. په لابراتوار کې د دې مچ د الوتنې ډیری بریالۍ تجربې ترسره شوي دي. دا مچ په اسانۍ سره الوتلی شي او دا د کوچنیو لمریزو تختو په واسطه د الوتلو لپاره ځواکمن دی. دا د الوتلو لپاره یوازې دومره انرژي غواړي لکه څومره چې کوچني لیډ. دا کولی شي خپل سولر تختې او هغه سرکټ چې په دې انرژي کنټرولوي ځان سره را پورته کړي.
د دې روبوټیک مچۍ د جوړولو موخه د ژغورنې په ماموریتونو، د چاپیریال څارنې، د لټون په عملیاتو کې د کارونې لپاره جوړه شوې ده.
انسان هوښیار دی صاحبه، له پیړیو راهیسې تجسس کوي او نوې تجربې کوي، د کائناتو بې شمېره رازونه یې کشف کړي او دا کشف لا دوام لري، دا مچ یا دده په شان ماشي هم د همدې هڅو نتیجه ده.
ښه کار ته دوام ورکړئ، په تحقیق او ساینس بندیز نشته.
دا ډول مچ ما په لومړي ځل پهJ.I joes( snake eyes) فلم کې ولیدل. هغه فلم غالباً په 2013 کال کې ریلیز شوی و.
کاپي : ځوان ليکوال

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 23/12/2022

د چین هیواد په غارونو کې په میلیونو کسان ژوند کوي.

چین په نړۍ کې یو له ګړندي وده کوونکي او له ټیکنالوژیکي پلوه پرمختللی هیواد دی د شان شي ولایت اوسیدونکي اکثریت په غارونو کې ژوند کوي دا سیمه وچه خاوره لري او په اسانه کیندل کیږي.

په غارونو کې دا کورونه معمارانو په ډیر اساسي ډول جوړ کړي دخوب لپاره یې ډبرین بیسترونه دي چې دکانګ په نوم یادیږي.پدې پرمختللي هیواد کې دا عجیبه ده او په ۲۱ پیړۍ کې ژوند ته په پام سره دا حیرانونکی دی.
فالو...او د نورو معلوماتو لپاره راسره مل پاتې شئ

22/12/2022

: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ».

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان فرض دی

د علم زده کړه فرض دی!
په دې کې شک نسته چې ښځه د ټولنې نيمه برخه ده، او دا هم منلې خبره ده چې ښځه د انساني ټولنې بنسټ دی، دا په دې چې ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو(نسلونو) روزونکې او پالونکې ده. داهغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت پکې وده کوي او جوړښت مومي. نو کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د جاهلې او نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو دې د سم او ګتور خدمت او هلو ځلو تمه ولري.

🙏🙏🙏

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 21/12/2022

انا الله وانا الیه راجعون 😭
ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی محصلی جسد نن ماذیګر خاورو ته وسپارل شو دی هغې پلار او وروڼو ژاړه او دمحصلی خور ارمان په لاندی ویډیو کې وګورئ👇

http://bit.ly/todyAtick_VIDEOS

15/12/2022

د پرمختګ یو بل ګام !
د وردګ ولايت څخه وردګ ویاړلي ستوري
محبت الله دیدار دا ځل په خپلو نویو تجربو کې MD104R په نوم په مجهزه او عصري ټکنالوژي سمبال يو راکټ نندارې ته وړاندې کوی نوموړی د شيخ زاید پوهنتون د تعليم تربیه ( کېمیا) څانګې څخه فارغ شوی ، له شته دولت څخه مو غوښتنه دا چې د نوموړی په مالي ډول ملاتړ و کړئ.

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 09/12/2022

په جرمني هيواد کې حکومت د برق مصرف کونکوو ته پيسې ورکوي😮🇩🇪

جرمني د بریښنايي اينرجي له توليدي منابعو ( لمر _ باد _ اوبه) او نورو شيانو څخه په دومره پريمانه ډول برق ترلاسه کوي چي د رخصتي په ورځو کي فابريکي او کمپني ولاړي او بندي وي او يا هم زياتي لمرني ورځي وي🌄

نو د حکومت لخوا خلګو ته ويل کيږي چي هر څومره زيات برق مصرف کړئ هغومره به ستاسو د برق بېل کم راسئ😕

مطلب : په يو ډول حکومت خلګو ته پيسي ورکوي چي برق ډير مصرف کړئ چي بريښنا پالتو(چټي) لاړ نشي
او يا هم هغه توليدي سرچيني خرابي نشي

عکسونه ټول د جرمني د برلېن ښار دي😊
رابلنه شئ!

06/12/2022

ایه دغه کس پیژنی
یوازینی هغه کس چې د جاپان د اټمی بمبار څخه ژوندی پاته
شو
هغه یوازینی کس دی چې د چاودني په وخت کي د بمب په مستقیمه مسیر کي ولاړ وو او په عجیبه ډول ژوندی پاته
شو!!
هغه خپل په خبرو کې ویلي :
یادیږي مي چې يو لمحه يو عجيبه نور مي په سترګو وليد ، او څو دقيقي وروسته مي داسي ګمان وکړ چې د بدن پوست مي
په ځمکه ولوید او خپل هډوکي مي وليده او وروسته مي نور
څه نه یادیږي ... #کاپي

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 06/12/2022

د قوشتپي کانال!
دا څنګه کانال او چیرته دی؟ اوږدوالی یې څومره دی، پلنوالی او نورې ډېري پوښتنې به دلته ځواب شې.
دا قوشتیپه کانال دی👇
دا کانال د افغانستان په درو ولایتو بلخ، جوزجان او فاریاب کي تیریږي.
دا کانال 286 کیلومیتره اوږدوالی، 102 میتره پلنوالی او شاوخوا 8.5 میتره ژوروالی لري.
دا وخت یاد کانال کي 3200 ماشینرې مصروفه ده او تقریباً 5500 کارېګر پکي لګیا دي او زرګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شوې
دا کانال به د افغانستان په زراعت کې تاریخي او نه هېرېدونکی بدلون راولي.
شپه او ورځ کار پکې روان دي، چې یو ټیم د سهار له 7 بجو تر مازدیګر 4 بجو او بل ټیم تر سهاره اخته وي.
یاد کانال د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کي د آمو له سېند څخه رابیلیږي، بیا د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تیریږي، مخته بیا د دولت آباد او د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ څخه په تیریدلو په درېیم ولایت فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کي پای مومې.
ددې کانال د جوړولو طرحه د داود خان وه او ولسمشر غني یې کارونه پیل کړل 1399 کال کې یې د افغانستان ملي شرکت ته د جوړولو امر وکړ په 1400 کال کې 500 میلیونه ډالر بودیجه ورته پیدا او د کندني چاری یي پیل شوی، خو د افغانستان سقوط وروسته یې چاری وځنډیدلي، چې د بیا ځل لپاره یی اوسني حکومت افتتاح او چاری یي پیل کړی.
ددي کانال په بشپړیدو به شاوخوا دوه نیم لکو افغانانو ته د کار زمېنه برابره شي د افغانستان وچي دښتي به زرغون او اباد کړی.

06/12/2022

په قطر کې مسجدونه له شیشو څخه جوړ شوي تر څو پر لاره تیریدونکي خلک یې وویني.
دا ټولې هڅې ددې لپاره ترسره کیږي تر څو خارجیان اسلام ته دعوت کړي.
پوهان.

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 03/12/2022

#ډاکټر #مورس #او #فرعون

په کال 1898ع کی د بني اسراییلو د مجازي خداﺉ فرعون جسد له نیل دریاب څخه وموندل شو ، په 1975میلادي کال باندې د فرانسوي ډاکټرانو ځانګړی ټیم د ډاکټر مؤرس بوکایي (Maurice Bucaille) په مشرئ کی د فرعون جسد د معایناتو او تحقیقاتو لپاره په رسمي دؤره باندې مصر ته ورسید ، د جسد له معایناتو وروسته د ریډیولاجي ډاکټرانو دا حتمي نتیجه اخذ کړه چې فرعون واقعا هم په اوبو کې غرق شوی و او د غرقیدو پر مهال دغه مجازي خدای له سخت ذهني فشار سره مخامخ و.
خو پخپله فرانسوي ډاکټر مورس په دې نقطه زیات حیران او پریشانه و چې څرنګه د فرعون جسد درې نیم زره کاله په اوبو کی سالم پاتې شو ، نه د ماهیانو خوراک شو او نه په اوبو کې ورژید ، خو دوه نیم لکه لښکر یی په اوبو کې نیست او نابود شو ۔ بالآخره ډاکټر مؤرس د مصر له علماؤ څخه پدې نقطه مرسته وغوښته، مصري علماؤ د فرعون د جسد په هکله د قرآن کریم ایات او نظریات ورته تشریح کړل ، ډاکټر مورس په هغه آیت باندی حیران او متفق شو، کوم ایت کې چې د فرعون جسد د ساتلو وعده اللّٰه جل جلاله کړې وه...👇
فَالۡیَوۡمَ نُنَجِّیۡکَ بِبَدَنِکَ لِتَکُوۡنَ لِمَنۡ خَلۡفَکَ اٰیَةً ؕ .....یونس/۹۲

ژباړه : نن به (یواځې) ستا جسد سالم وساتو ددې لۀ باره چې راتلونکو خلکو ته سبق وګرځي.

ډاکټر مؤرس د قران کریم له دغه اعجاز او حقانیت څخه سخت متاثره شو ، د قران کریم مطالعه ته یې دوام ورکړو، بالآخره د قرآن کریم د حقانیت رڼا یې د زړه تیارو ته داخله شوه ډاکټر مورس اسلام او قرآن ته د ژوند لپاره حقیقي لاره وویله، له کفر څخه یې توبه کړه او مسلمان شو.
د ثواب په خاطر یې درسره شیر کړﺉ👇

یادونه:
که غواړئ نور په زړه پورې اسلامي معلومات، اصلاحي لیکنې او ښاېسته پند لرونکې کیسې ولولئ؛ نو ( #همدا) فسبوک اکونټ فالو (خوښه) کړئ⁦. مننه

02/12/2022

په اذربایجان هیواد کې یوې مسلمانې خور ټول قران کریم د ورېښمو په ټوکر ګنډلی.
او هغه وایي چې په ورېښمو د قران کریم ګنډلو ترې درې کاله وخت نیولې❤
ماشاءاللہ ډیر ښایسته یي ګنډلي💗

01/12/2022

- په افغانستان کې تعليمي نظام د فارغينو په سطحه عجیب تناقصات مينځ ته راوړي:
○ د #لومړۍ درجې لايق زده کونکي طب او انجينرۍ ته ځي.
○ د #دوهمې درجې بيا اداره او اقتصاد لولي؛ پدې سره دوۍ د اولې درجې د فارغينو مديران او رئيسان شي.
○ د #دريمې درجې بيا سياست لولي او سياست مداران شي او د ملک واکداران ترې جوړ شي؛ چې د اولې او دوهمې درجې فارغينو باندې حاکم شي.
○ د #څلورمې درجې او نسبتا لټ زده کوونکي بیا تعلیم او تربیه لولي، چې بیا د پورته ګتګوریو فارغانو زامنو ته ښوونه او روزنه ورکوي.
○ په درسونو کې #ناکامان بيا اردو او پوليسو ته ځي؛ دوۍ بيا په سياستمدارانو حاکم وي چې کله يې خوښه شي سياست مداران را پرزوي يا يې وژني.
○ تر ټولو جالبه داده چې څوک #بېسواده پاتې شي له هغوۍ نه قومي مشران جوړ شي چې ټول يې بايد فيصلي ومني.

- دا خبرې د بریتانیا سفیرې "جین ماریوت" د بریتانیا د نماینده ګانو مجلس ته په یوه راپور کې کړې وې.

☆ مقصد بې سیوادانو او په صنف کې لټانو ته په کمه سترګه مه ګورئ.🤭.

Photos from ‎زرینې کرښې‎'s post 28/11/2022

غانم المفتاح څوک دی چې د فوټبال نړیوال جام یې پرانیست؟

غانم المفتاح د ۲۰۰۲ کال د مۍ په پنځمه په قطر کې زیږیدلی و، په ماشومتوب کې په داسې ناروغۍ اخته و،چې د معلوليت باعث يې شو، د هغه د معلولیت له امله ماشومانو له هغه سره د لوبې کولو څخه ویره درلوده.
ډيرو ښوونځيو د هغه د معلوليت له وجې ورته ښوونځي کې د زده کړو اجازه نه ورکوله،بالاخره مور يې په يوه ښوونځي کې شامل کړ.

غانیم المفتاح په قطر کې یو مشهور Motivational Speaker/ تشويقونکي ویناوال ,Youtuber دى او د کریم په نوم د یوې کمپنۍ خاوند هم دی چې په قطر کې شپږ څانګې لري او شاوخوا شپیته کارکوونکي لري.

غانم د خپلې کورنۍ په ملاتړ د الغانیم فاونډیشن هم تاسیس کړى، یوه خیریه موسسه چې په ټوله نړۍ کې معلولینو ته ویلچیرونه چمتو کوي چارې يې د غانم تر رهبرۍ لاندې پرمخ وړل کيږي.

ژباړه: جاوید کریمي
کاپي # #

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

۵
Kabul
Other Writers in Kabul (show all)
BEBE عایشه BEBE عایشه
کابل
Kabul

₍₍مېندې نشي کولی دحضرت خالدبن ولید (رض) په څېر زوی نړۍ ته راوړي₎₎ ژوند ښکلی دي چې په خپله اوسه

Beach ساحل دریا Beach ساحل دریا
Kabul

saheel i darya

الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی” الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی”
One
Kabul

الحاج میرزا عبدالغفور یعقوبی شاعر حماسه سرای افغانستان

Najibullah Behzad Najibullah Behzad
Kabul

Official Page

Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ
13
Kabul, 4545

😔بخدا قسم شوق زنده ماندن نمانده😔

Safia Sahibi-صفیه صاحبی Safia Sahibi-صفیه صاحبی
Afghanistan
Kabul, 1004

زموږ هدف د عامه افکارو جوړښت او اسلامي نړی ته ریښتینی خ?

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس
Kabul

ترا به هیچ اتفاق بهتری نخواهم داد... 2023/10/14💍S♥️S

لیلا غزل Lila Ghazal لیلا غزل Lila Ghazal
122
Kabul

که مې په دې خاطر فالو کوئ چې جنسیت مې زنانه ده،نو لطاً مه مې فالو کوئ!🙏 تر هرڅه اول اسلام او بیا AFG

Omid Ahmadzai Omid Ahmadzai
Kabul

" ژونـــــد وکړئ! د هغو خـوبـونـو لپاره چې غــواړئ ریښتیا شي."

Haji Hemat Haji Hemat
Kabul, P

فیج درسره لایک کړي دوستانو