Mohd. Hanif Atmar’s Supporters دمحمد حنيف اتمر پلويان

Mohd. Hanif Atmar’s Supporters دمحمد حنيف اتمر پلويان

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mohd. Hanif Atmar’s Supporters دمحمد حنيف اتمر پلويان, Public Figure, Kabul.

06/08/2021

‏د حکومت د رسنیو مرکز رییس او د بیان د ازادۍ پیاوړی مبارز، ځوان او پر وطن مین افغان دواخان مینه پال شهادت ستره ضایعه ده. کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت وایم.
انالله وانا اليه راجعون
‏هدفي او ترهګریز بریدونه د هېواد د بقا او ستر ګټو له پاره زموږ د ځوان نسل اراده نشي بدلولی.

Photos from Mohammad Haneef Atmar's post 30/07/2021
29/07/2021

‏په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد پیاوړي سندرغاړي ایوب استاد، افغاني فرهنګ او هنر ته له لسګونو کلونو خدمت وروسته د ورپیښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. ایوب استاد د ځانګړي سبک په درلودلو سره د زیاتو مینوالو په زړونو کې ځای درلود. روح یې ښاد

29/07/2021

‏د ترهګرو لخوا د کندهار ولایت اوسیدونکي نظر محمد“خاشه ځوان” شهادت سخت خواشینی کړم. انالله واناالیه راجعون.
‏د طالبانو صحرايي محکمې او د لاس تړلو پرمخ بې رحمانه ګوزارونه د اسلامي او ملي فرهنګ خلاف مردود عمل او جنګي جنایت دی. د خاشه ځوان روح د ښاد وي کورنۍ ته یې تسلیت وایم.

اتمر: د کابل هوايي ډګر د امنیت دپاره د ترکي د تجویز هرکلی او ملاتړ کوو 23/06/2021

اتمر: د کابل هوايي ډګر د امنیت دپاره د ترکي د تجویز هرکلی او ملاتړ کوو د انتالیا د غونډې په موقع د ترکي خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو وویل د کابل هوايي ډګر فعالیت او امنیت نه یوازې د افغانستان دپاره بلکې د ترکي په شمول د نورو ملکونو سفارتي...

20/06/2021

د افغانستان نامتو او ‌محبوب سندرغاړي عبدالله مقري روح دې ښاد وي. مقری صیب د یوه وطن دوست او ریښتیني افغان په توګه د نسلونو د بیدارۍ او لوړې وطني روحیې د ساتلو لسګونه حماسي ترانې زموږ د هنر او ادبیاتو په تاریخ کې خوندي کړې. وفات یې لویه ضایعه ده.

‏انالله واناالیه راجعون

12/06/2021

‏د هیواد پیاوړي علمي شخصیت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال او سرپرست او نوم وتي لرغونپوه پوهاند محمد رسول باوري ناڅاپي وفات سخت خواشینی کړم. هېواد لازیات د باوري صیب علمي لارښوونو ته اړتیا درلوده. د مرحوم روح ته دعاکوم او کورنۍ ته یې تسلیت وایم.
انا لله و انا الیه راجعون

23/04/2021

الله ﷻ ددکرونا له بدبختي ناروغي نه درته ژر تر ژره شفأ درکړي مشره تر څو دهيواداو هيوادوالو لا ښه چوپړتيا او استازيتوب وکړي.

21/03/2021

‏فرارسیدن نوروز، روز نوزایی و شگوفایی طبیعت و جشن رستن و بالیدن و شادی و شادابی، را به همه همکاران و وطنداران عزیزم در سراسر کشور و جهان تبریک و تهنیت می‌گویم. امیدوارم سال ۱۴۰۰ خورشیدی، سالِ صلح و رستگاری، کار و پیکار، و شادمانی و سرور برای ملت رنجدیدهٔ افغانستان باشد.
..

‏نیکمرغه نوی کال او نوروز چې د طبعیت د غوړېیدو، هوساینې او خوښۍ نوی پیل دی ټولو همکارانو او هېوادوالو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مبارکي وایم. هیله لرم چې نوی ۱۴۰۰ لمریز کال به زموږ د سر لوړي ملت له پاره د سولې، ریښتینوالۍ، روزګار او پرمختګ کال وي.
‏⁧‫ ‬⁩

13/02/2021

د افغانستان اسلامي دولت د پخواني رییس حضرت صبغت الله مجددي د وفات د دویم تلین په مناسبت پیغام

د افغانستان ستر جهادي رهبر، د نجات ملي جبهې ګوند د مشر او د افغانستان د اسلامي دولت بنسټ ایښوودنکي او رییس حضرت صبغت الله مجددي د دویم تلین د را رسیدو په مناسبت د افغانستان ولس او د ارواښاد روحاني کورنۍ ته تسلیت وایم او مرحوم حضرت صیب ته د جنت د لوړو مرتبو دعا کوم.

ارواښاد حضرت صیب د خپل پر ثمره ژوند په اوږدو کې د افغانستان د خلکو د آزادۍ، ملي یووالي او روښانه راتلونکي په موخه نه هیریدونکي هلې ځلې کړي.
ارواښاد حضرت صیب په خورا حساسو شرایطو کې د اساسي قانون د لویې جرګې مشري وکړه او د هېواد د اساسي قانون په جوړښت، د نظام په ټینګښت او ملي اعتماد په رامنځته کولو کې یې د یوه منلي مشر په توګه د پام وړ رول تر سره کړ.
مرحوم حضرت صیب په هېواد کې د تلپاتې او سراسرې سولې له پاره اغیزمن بنسټونه کیښودل او د ژوند تر اخري شیبو یې د سولې ټینګښت خپله دنده بلله.

د ارواښاد حضرت صیب پاک روح ته دعا کوم او محترمې کورنۍ ته یې یو ځل بیا تسلیت وایم.

په درنښت
محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر

09/02/2021

‏ترهګرو نن زموږ سپین ږیری همکار دوست محمد د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف په یوه هدفي برید کې شهید کړ. د شهید پاک روح ته دعا کوم، محترمې کورنۍ او د بهرنیو چارو وزارت ته تسلیت وایم. زموږ خلک د روښانه راتلونکي اراده لري؛ دښمن د وینې په تویولو سره زموږ اراده نه شي بدلولی.

05/02/2021
20/01/2021

بسم الله الرحمن الرحيم

د هېواد د روحاني او ملي رهبر فضیلتمآب پير سيد احمد ګيلاني د وفات د څلورم تلین په مناسبت د بهرنیو چارو وزیر د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام !

د افغانستان د ملي او روحاني رهبر پیر سید احمد ګیلاني د وفات څلورم تلین په داسې حال کې رارسیږي چې د افغانستان خلک د سولې او سراسري ثبات د ټینګښت له پاره شپې او ورځې شمیرې او د دې ستر روحانی او ملي رهبر نشتون هره لحظه محسوسیږي.

ارواښاد پیر صیب د افغانستان له هغو ګوتو په شمیر ملي او روحاني رهبرانو څخه و چې د افغانستان د بقا، ښیرازۍ او پرمختګ له پاره یې نه یواځې دا چې د ملي اسلامي محاذ ګوند د رهبر په توګه د جهاد توغ رپانده وساته، بلکې د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې یې د سولې د عالې شورا د مشر په صفت په هېواد کې د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره مهم بنسټونه کیښودل ترڅو په افغانستان کې دښمني او وینې تویدنه ختمه او پر ځای یې سوله، وروري او خپل منځي باور حاکم شي.

ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني په هېواد او سیمه کې د شخړو په حل، د خیرښېګڼې په چارو، د جرګو او مرکو په ترسره کولو او په سترو ملي پریکړوکې د یوه با عزته او مصلح شخصیت رول او روحاني نفوذ درلود.
پیر صیب، په ډیر عمق سره د هېواد په ملي او سیاسي مسائیلو کې ښکیل و، د یوه فعال او با اعتماده رهبر په توګه تل د خپلو خلکو له ستونزو او دردونو خبر و، ده د ولس په ملي انسجام کې لویه ونډه درلوده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې او روغې جوړې په بهیر کې، د ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني نه ستړي کیدونکې هلې ځلې چې ارواښاد د ژوند په ارزښتمند وروستي پړاو کې تر سره شوې نه هیریدونکې دي چې تاریخ به یې په خپلو پاڼو کې په خورا درنښت او زرینو کرښو خوندي کړي.

زما له پاره د ډیر ویاړ ځای دی چې د سولې په بهیر کې مې هغه مهال چې خدای بخښلی پیر صیب د سولې د عالي شورا مشر و د نوموړي تر مدبرانه رهبرۍ لاندې هڅې وکړې او لا هم په دې بهیر کې خپل مسوولیت ادا کوو.

زه، د خدای بخښلي پيرصاحب د وفات د څلورم تلین په مناسبت، د ملي اسلامي محاذ ګوند درانه مشر جناب سيد حامد ګيلاني صیب، د پير صاحب د معززې کورنۍ ټولو غړو، د افغانستان شريفو خلکو او د مرحوم ارادتمندانو ته تسليت وايم .

پيرصاحب ته د جنت الفردوس د دعا ترڅنګ د نوموړي ترټولو ستر ارمان پوره کولو ته چې په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت دی، ځانونه ژمن بولو.

په درنښت
محمد حنيف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر
....

بسم الله الرحمن الرحیم

پیام تسلیت و غم شریکی وزیر امور خارجه به مناسبت چهارمین سالگرد درگذشت فضیلتمآب پیر سید احمد گیلانی، رهبر ملی و معنوی کشور!

چهارمین سالگرد درگذشت پیر سید احمد گیلانی، رهبر ملی و معنوی افغانستان در حالی برگزار میشود که مردم افغانستان برای صلح و ثبات سرتاسری در کشور، لحظه شماری دارند و نبود این رهبر بزرگ در این مقطع حساس، شدیداً احساس می شود.

مرحوم پیر صاحب از معدود رهبران ملی و معنوی افغانستان بود که نه تنها برای بقا، شکوفایی و پیشرفت افغانستان به عنوان رهبر جبهه محاذ ملی اسلامی بیرق جهاد را بلند نگهداشت، بلکه در سال های اخیر به عنوان رئیس شورای عالی صلح، پایه های مهمی را برای صلح پایدار و آشتی ملی در این کشور بنا نهاد تا جنگ و خونریزی در افغانستان پایان یابد و صلح، اخوت و اعتماد متقابل جایگزین دشمنی و خصومت گردد.

مرحوم پیر سید احمد گیلانی در امور خیرخواهانه و حل اختلافات در کشور و منطقه و در جرگه ها و تصمیم گیری های مهم ملی - نقش یک روحانی مصلح و خیرخواه را با توانمندی و موفقیت ایفا کرده و درمیان مردم، از نفوذ معنوی چشمگیری برخوردار بود.

به عنوان یک رهبر فعال و قابل اعتماد، پیر صاحب گیلانی در امور ملی و سیاسی کشور عمیقا دخیل بوده و از مشکلات و دردهای مردم خود آگاه بود و نقش عمده ای در انسجام ملی مردم داشت.

تلاش های خستگی ناپذیر مرحوم پیر سید احمد گیلانی در آخرین مرحلۀ زندگی وی پیرامون روند صلح و آشتی بین دولت جمهوری اسلامی افغانستان و حزب اسلامی افغانستان، فراموش ناشدنی است که تاریخ آن را با خطوط زرّین درج صفحات خود خواهد کرد.

برای من، مایه مباهات است که تحت رهبری های مدبرانه مرحوم پیر صاحب در زمانی که ایشان رئیس شورای عالی صلح بودند، برای برقراری صلح و ثبات کار نموده‌ و همچنان در این روند، مسئولیت های خود را تاکنون انجام می دهم.

به مناسبت چهارمین سالگرد درگذشت پیر صاحب، به رهبر محترم جبهه ملی اسلامی، آقای سید حامد گیلانی، همه اعضای خانواده آن مرحوم، مردم نجیب افغانستان و مریدان و ارادتمندان ایشان، مراتب تسلیت خود و خانوادۀ وزارت امور خارجه را ابراز میدارم.

ما علاوه بر دعا و طلب آمرزش برای پیر صاحب، متعهد به تحقق بزرگترین آرزوی او، یعنی برقراری صلح پایدار در کشور هستیم.

با احترام
محمد حنیف اتمر
وزیر امور خارجه افغانستان

19/01/2021

جلالتماب محمد حنيف اتمر سعودي عربستان ته په رسمي سفر!

10/01/2021

‏د عامه ساتنې د تصدۍ وياند، مبارز او پر وطن مين ځوان ضيا ودان د بې رحمانه شهادت خبر سخت خواشينی کړم.
انالله وانا اليه راجعون

زموږ له ځوان، باخبره، پوه او باورمند نسل څخه د ترهګرو ويره دا په ډاګه کوي چې موږ هيڅکله په شا نه ګرځو او پر روښانه راتلونکي باور لرو. د شهيد ودان کورنۍ او ملګرو ته تسليت وايم .

29/12/2020

‏په دوحه کې زموږ د پياوړي سفير او زما د نيږدې همکار، ډیپلومات او اکاډميک شخصيت عبدالحکيم دليلي وفات ستره ضايع او دردونکی خبر دی. ارواښاد دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د اړيکو په بهبود او په خاص ډول د سولې په مذاکراتو کې فعال رول درلود. کورنۍ او ټولو همکارانو ته يې تسليت وايم.
انا لله و انا الیه راجعون
.....

‏درگذشت همکار نزدیکم عبدالحکیم دلیلی سفیر افغانستان در قطر نهایت دردناک و اندوهبار است. او دیپلومات ورزیده و شخصیت وطندوست بود، با تعهد و نیکنامی به وطن خدمت کرد و در تسهیل مذاکرات صلح در قطر نقش ارزنده داشت. این ضایعه بزرگ را برای خانواده، همکاران و مردم افغانستان تسلیت می‌گویم.
انا لله و انا الیه راجعون

24/12/2020

‏د مردودو هدفي وژنو په دوام ترهګرو نن ورځ په ډير وحشت سره فرشته کوهستانۍ او د هغې معصوم ورور په شهادت ورسول. ميرمن کوهستانۍ د خويندو او ځوان نسل د يوې فعالې په توګه د عدالت غوښتنه کوله. ترهګري او غږ خاموشه کول شهامت نه بلکې يو کمزوری عمل دی او عاملين يې په سخته سزا محکوم دي.

11/12/2020

‏درگذشت دردناک استاد رهنورد زریاب را به خانواده مرحوم، جامعه فرهنگی مان و دوستداران ادب پارسی‌دری تسلیت می‌گویم. استاد زریاب الگوی ادبیات داستانی افغانستان بود و با آثار پرمایه و ماندگارش، هنر نویسند‌گی را در کشور جایگاه رفیع‌تر بخشید. روح این فرزانه‌مرد سخن شاد و یادش جاودان باد.

21/11/2020

محمد حنيف اتمر صاحب د 197 د باور رایو په تر لاسه کولو سره رسما د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.
دمحمد حنيف اتمر صاحب کاميابي ، زموږ ټولو کاميابي ده. مبارک مو شه

12/11/2020

په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې زما ډير محترم دوست په ولسي جرګه کې د غزني ولايت پخواني استازي او د لوګر پخواني والي الحاج نياز محمد اميري خپل روح حق ته وسپاره. ‬
‫انا لله و انا الیه راجعون‬
‫د ارواښاد نياز محمد له کورنۍ او دوستانو سره په دې ستر غم کې شريک يم. مرحوم ته د فردوس جنت دعا کوم.

12/11/2020

‫ترهګرو دا ځل زموږ له خلکو او د رسنيو له سترې کورنۍ څخه يو ريښتنی او پاک نفسه ژورناليست په ډيره بې رحمۍ جلا کړ. په هلمند کې د ازادۍ راډيو د خبريال الياس داعي شهادت د بيان له ازادۍ سره د ترهګرو ښکاره دښمني په ډاګه کوي. د شهيد داعي کورنۍ او د رسنيو ټولو محترمو استازو ته تسليت وايم.

08/11/2020

‏تروریستان ددمنش بازهم چند زندگی معصوم و جوان را امروز از خانواده های شان و کشور ما ظالمانه گرفتند. دلیل هر چه باشد، غیر اسلامی، غیر انسانی و با دشمنی کامل با مردم ماست. شهادت یما جان سیاوش و دو تن از کارمندان جوان دولت را به خانواده های شان تسلیت می گویم.

29/10/2020

‏میلاد باسعادت سرور انبیا، رهنما و مُنجی بشریت حضرت محمد مصطفیﷺ به کافه امت اسلامی مبارک باد!

‏د بشريت د ستر لارښود او مُنجی حضرت محمد مصطفیﷺ نیکمرغه میلاد دې ټول اسلامي امت ته مبارک وي.

19/10/2020

د غور ولايت د شهيدانو او معلولينو رياست ته څېرمه خونړی ترهګريز بريد چې، له امله يې زموږ مظلوم ملکي هېوادوال شهيدان او ټپيان شول سخت خواشينی کړم.
د غور ولايت له شريفو ولسونو سره په دې ستر غم کې ځان شريک بولم او هغه ظلم او وحشت چې د دوی پر وړاندې شوی په کلکه غندم.
دغه ډول بشر ضد جنايتونه د سولې د روان بهير له پاره د ولس هيلې زيانمنوي او عاملين يې د سختې سزا وړ دي.
د پيښې د قربانيانو کورنيو او د دوې دوستانو ته تسليت وايم، شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوم.

په درنښت
محمد حنيف اتمر

20/09/2020

په ډيرې خواشينۍ مې خبر تر لاسه کړ چې د پکتيا ولايت د ولايتي شورا مرستيال ايوب خان غروال د نامالومو وسلوالو په بريد کې په شهادت رسيدلی.‬
‫انا الله وانا الیه راجعون‬
‫د غروال صيب شهادت د لويې پکتيا د عزتمند ولس له پاره يوه ستره ضايع بولم. کورنۍ، دوستانو او د پکتيا ولسونو ته تسليت وايم.

Photos from Mohammad Haneef Atmar's post 12/09/2020

‏امروز در پایتخت قطر - دوحه، در جریان سفر مشترکا با همکاران تیم مذاکراتی جمهوری اسلامی افغانستان، به طور جداگانه با نمایندگان خاص امریکا، جرمنی و ناروی برای افغانستان، دیدار و در مورد موفقیت مذاکرات و خواست‌های مردم افغانستان به تفصیل صحبت کردم.
..

‏نن مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټيم له همکارانو سره د ګډ سفر په لړ کې د بيلابيلو ناستو پر مهال د امريکا، جرمني او ناروې له ځانګړو استازو سره وکتل. له دوی سره مې د مذاکراتو پر برياليتوب او د افغانستان د خلکو د غوښتنو په اړه په تفصيل خبرې وکړې.

https://twitter.com/mhaneefatmar/status/1304714030817390592?s=21

09/09/2020

‏د شهيد اونۍ د درناوي په دوام د خپلو دوو ډيرو باعزته، په وطن مينو او سپېڅلو ملګرو شهيد جنرال عبدالرازق او شهيد جنرال عبدالجبار قهرمان ياد تازه کوم. دوی زموږ د تاريخ نه هيريدونکي څيرې دي. ټولو شهيدانو ته د فردوس جنت دعا کوم.

په درنښت
محمد حنيف اتمر

08/09/2020

د شهید د اونۍ لمانځل د حق پر لاره د تللیو شیهدانو د لویو ارمانونو د یاد تازه کول او د دوی سترو سرښېندنو ته درناوی دی. د افغانستان عظیم ملت له خپلو خلکو، حاکمیت او نوامیسو څخه د مقدسې دفاع په لاره کې پاک نفسه او پر وطن مین اولادونه قرباني کړي دي.
د شهيد احمد شاه مسعود، شهيد استاد رباني، شهيد عبدالحق، شهيد عبدالعلي مزاري، شهيد حاجي صيب قدير، شهيد عبدالآحد كرزی، شهيد عبدالمطلب بيك او شهيد کاظمي په ګډون د ټولو نوم ورکو شهيدانو پاکو روحونو ته دعا کوم.
په درنښت
محمد حنيف اتمر

30/08/2020

استقامت امام حسین (رض) در کربلا مظهر اعتقاد عمیق ایشان به عدالت و قیام در برابر تعدی، و الگوی ایثار و فداکاری برای بشریت است. عاشورا حامل پیام برابری، اخوت و پایمردی در سنگر حق و عدالت است. روح سالار شهدای کربلا امام حسین و یارانش شاد باد!
...

د عدالت د تأمين له پاره د امام حسين (رض) مبارزه او استقامت د ټول بشريت له پاره د ريښتونوالۍ او صداقت الګو ده. عاشورا د ورورۍ، يووالي او له مظلومانو سره د همدردۍ او لاس نيوي پيغام لري. د امام حسين (رض) او يارانو اروا د ښاده وي.

20/08/2020

د پوهنې وزارت د علمي شورا رييس او د قاصد څيړنيز مرکز مشر پوهنوال ډاکټر عبدالباقي امين د شهادت خبر خواشينی کړم.
انا لله وانا اليه راجعون
د شهيد امين د ښونيز سيستم د پياوړتيا او د سولې پر محور علمي څيړنې د ډيرې قدردانۍ وړ دي. پر نوموړي ترهګريز بريد په کلکه غندم، کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته يې تسليت وايم.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul
Other Public Figures in Kabul (show all)
استاد محمد آصف صميم استاد محمد آصف صميم
Kabul

افغان لیکوال، ویناوال، شاعر، ژباړن، څېړونکی، کره کتونکی

jon si jaket kulit dan kaca mata hitam serta motor mega pro jon si jaket kulit dan kaca mata hitam serta motor mega pro
Route 66
Kabul

Rider And Adventurer and a Marlboro man (Courier). Role Model. ''Populer". Stylish. W**d smoker. Tra

Danish Fahim دانش فهیم Danish Fahim دانش فهیم
Kabul

نویسنده، دانش‌آموخته‌ی دین و سیاست

Jadid ul tasis high school Jadid ul tasis high school
Wazir Abad , District
Kabul, 10

لیسه جدید التأسیس وزیر اباد

Sanaullah Khan free educated with pictures Sanaullah Khan free educated with pictures
Dowazdaimam
Kabul, NOPOSTCODE

Perfect reading and writing every one please important thing is understanding

ObaidurRahman - عابد ObaidurRahman - عابد
Kabul

اســلامـــــي دعوتګــــــر �

Ab Sami Alimi Ab Sami Alimi
Kabul

�� LONG LIFE AFGHANISTAN ��

Zohoorullah Noory Zohoorullah Noory
KaRoute Naw
Kabul

The World Has No Faith....

My Media My Media
Kabul