Zafarmal Academic Center- ظفرمل تعليمي مرکز
Welcome to OFFICIAL page of Zafarmal Academic Center the other one is hacked and not relevant to us.
Join us and feel the difference!
Spell your success here at ZAC !
صل الله علیه وسلم…
Join us and feel the difference !
https://youtube.com/shorts/sY-x0S7ONJo?si=PflLFt3KSkSFT0xl
#art #signature #calligraphy #drawing #handwriting #writing #artist
خبرتیا!
د عبدالله بن کثیر مکي مدرسې خپل رسمي فعالیت پیل کړ، په همدې اساس ټول نارینه او ښځینه زده کړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې خپل نومونه ثبت کړي.
نوټ: د نارینه او ښځینه ټولګي، وخت، مدرسین سره بېل دي.
پته: خوشحال خان مېنه، باختر هوټل ته څېرمه.
اللم صل علی محمد وعلی آل محمد…
استاد: مزمل ظفرمل
آدرس: خوشحال خان مېنه، دباران هوټل مخامخ، جهان ټاور
د خوشنویسي نوي ټولګي پیلېږي، بېړه وکړئ خپل نومونه ثبت کړئ !
استاد: مزمل ظفرمل
خبرتیا:
په پام کې ده چې د خوشنویسي نوي ټولګي د راتلونکې اوونۍ په لړ کې پیل شي.
استادان:
عبدالله ظفرمل
مزمل ظفرمل
پته : خوشحال خان مېنه، دباران هوټل مخاخ، جهان ټاور
له امام عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه څخه پوښتنه وشوه چې که د عمر یوه ورځ دې پاتې وای، څه دې کول؟ ویې ویل: خلکو ته مې علم ور زده کاوه.
کله په داسې استاذ اوښتي یاستئ؟
څلورو محصلینو خپلو کې سلا مشوره وکړه ويل راځئ! داسې دروغ جوړ کړو چې له امله یې د ریاضي استاذ د ازموینې په لومړي چانس کې زموږ خانې قید نکړي.
استاذ ته یې زنګ وواهه چې په لاره کې مو د موټر ټایر ډز وهل، اوسمهال په یو ګوښه ځای کې ولاړ یو او نه شو کولای چې آزموینې ته حاضر شو. استاذ ورته وویل: پروا نه کوي، الله مو مشکل حل کړه، بله ورځ به آزموینه درنه واخلم.
محصلین خپلو کې په خندا شول او خپلو خرمستيو ته یې کش ورکړ. بله ورځ چې آزموینې ته راغلل، استاذ څلور واړه یو پراخ اطاق کې په څلورو کنجونو کې د یو بل نه بېل بېل کېنول او د آزموینې پرچې یې پرې ووېشلې.
دوی فکر کاوه چې هماغه د لومړي چانس سوالونه به وي، که نه لږ تر لږه خو به د هغو درسونو او موضوعاتو اړوند وي چې دوی په دغه سمستر کې لوستي، خو پرچې یې چې خلاصې کړې؛ ګوري چې سوالونه بېخي بلخېل دي. سوالونه یې دا وو:
۱- تېره ورځ ستاسو د موټر کوم ټایر ډز وهل؟
۲- څو بجې او په کوم ځای کې دغه پېښه رامنځ ته شوه؟
۳- د پېښې پرمهال تاسو کې کوم یو د موټر جلب ته ناست و؟
۴- پاتې نور درې ملګري مو په کومو کومو سیټونو ناست ول؟
۵- د ستونزې حل مو څومره وخت ونیو؟
۶- د ستونزې پر حل مو څومره روپۍ مصرف شوې؟
په پای کې یې دا یادګیرنه لیکلې وه: که د ټولو ځوابونه یو شی وو د ټولو نمرې په اول چانس کې پوره ورکول کېږي، که نه د ټولو دې خدای مل شي !!!
لیکنه اسماعیل روحاني
شپږ حکيمانه خبرې؛ د ژوند خلاصه
۱- هر کله چې له الله لرې کېږي، په خلکو به په عذابېږې.
۲- هغه پيل چې الله خفه کوي، پای به يې هيڅ کله ترسره کوونکی خوشحال نه کړي.
۳- تنګسې سره له همغه لوري مخ کېږې، له کوم لوري دې چې د الله نافرماني وکړه.
۴- پرېږده هغسې راشي څنګه چې د الله خوښه ده، کېدای شي همغسې راشي څنګه چې تا غوښتله.
۵- کوم شی چې دې ځوروي، ډډه ترې وکړه.
۶- الله ته وژاړه او بيا په بشپړ توان له مقابل لوري سره مخ شه.
ژ
يو عابد وغوښتل چې د الله جل جلاله سره ملاقات وکړې نو په همدې موخه يې څلويښت ورځې ځان چله کړ د ورځې به روژه وو او د شپې به يې قيام کوو او الله ته به په زاری وو. د الله د مخلوق سره يې اړيکه پرې کړې وه.
په 36 شپه يې يو غږ واوريده چې سبا په 6 بجو د اهنګرانو په بازار کې د فلانی اهنګر دوکان ته لاړ شه د الله جل جلاله زيارت به وکړې.
عابد په 5 بجو ياد بازار ته حاضر شو او د بازار په کوڅو کې د ياد دوکاندار په لټه کې ګرځيدو...
وايې: يوه زړه ښځه مې وليده چې يو د ميسو لوښی ورسره وو او اهنګرانو ته يې ښودولو تر څو ويې پلوري...
هر اهنګر ته به يې چې ښودولو نو د وزن کولو وروسته به اهنګر ورته ويل: په ۴ رياله او ۲۰ شاهې يې اخلم...
خو زړې ښځې به ورته ويل: نه کيږی چې په ۶ ريال يې واخلي؟
اهنګر به ورته وويل: چې نه مورې په دې قيمت مونږ ته ګټه نه کوي. زړې ښځې لوښی په سر کړ او په ټول بازار کې وګرځېده خو ټولو ترې په همدې قيمت غوښته.
عابد وايې: بالاخره زړه ښځه هغه دوکان ته ورسېده چې زه هم بايد ورته تللی وای، اهنګر په خپل کار کې مشغول وو، زړې ښځې ورته وویل: دا لوښی مې د پلور لپاره راوړی دی، په ۶ رياله يې اخلې؟
اهنګر ورڅخه وپوښتل چې په ۶ رياله يې ولې پلورې؟؟؟
زړې ښځې د خپل زړه غوټې خلاصې کړې او ورته يې وویل: په کور کې مې ځوی ناروغه دی، ډاکټر ورته نسخه ليکلې چې قيمت يې ۶ رياله دی!
اهنګر لوښی راواخيست او ويې ويل: دا خو روغ او ډير قيمتي لوښی دی ښه نه ده چې ويې پلوري، خو دا چې ته په دې تاکيد کوي چې پلورم يې نو زه يې درڅخه په ۲۵ رياله اخلم!!!
زړې ښځې ورته وویل: ايا په ما پورې مسخرې کوي؟
اهنګر ورته وویل کله هم نه!!!
لوښی يې واخيسته او ښځې ته يې ۲۵ رياله ورکړل.
زړه ښځه چې ډيره حيرانه وه له دوکان څخه په دعا کولو سره ووتله او په چټکۍ سره د خپل کور په لور روانه شوه.
عابد وايې زه چې د دې پيښې شاهد وم او د ملاقات وخت مې هم له ياده وتلی وو، ټکان مې وخوړه او اهنګر ته مې وويل: فکر کوم بلد کسبې نه يې؟ د بازار ټولو اهنګرانو دا لوښی تر وزن کولو ورسته د ۴ ریاله او ۲۰ شاهې څخه په لوړ قيمت وانخيسته.
ولې تا په ۲۵ ریاله واخيسته ؟!!
زاړه اهنګر ورته وویل: ما د لوښی قيمت نه دی ورکړی!!!
بلکه ما پيسې ورکړې چې د ځوی درمل پرې واخلي، پيسې مې ورکړې چې يوه هفته پرې د خپل ځوی ساتنه وکړې، پيسې مې ورکړې چې ترڅو نور د کور سامان ونه پلوري، ما لوښی نه دی اخیستی....
له هغه خبرو څخه چې ما وکړې خجالت او شرمنده شوم او په فکرونو کې ډوب شوم.
ناڅاپه په لوړ غږ راته وويل شو:
چې په چله کيدو او عبادت کولو سره نه شې کولای زما ملاقات وکړې!!!
د لويدلو خلکو لاس نيوی وکړه او پورته يې کړه، زه به پخپله ستا ملاقات ته راشم.
که د لويدلو خلکو لاس نيوی دې وکړ، نو پوه شه چې سړی (انسان) يې.
(کاپي)
یوه سړي پسه حلال او کباب کړ. ورور ته یې وویل چې خپل و خپلوان راوغواړه چې په ګډه یې وخورو. ورور یې د کلي منځ ته لاړ او په زوره یې غږ کړل: اې خلکو مرسته وکړئ، کور مو اور اخیستی.
د دوی د مرستې لپاره یو څو محدود کسان راټول شول. خو کور ته چې ورسېدل، ګوري چې کباب شوی پسه او ډول ډول خوراکونه تیار شوي. ورور یې چې پردي کسان ولیدل، له ورور نه یې پوښتنه وکړه چې ولې دې خپلوان راونه غوښتل؟
ورور یې ورته وې: دا زموږ خپلوان او دوستان دي. هغه کسان چې تا خپلوان او دوستان بللي، هغوی حتی یو ستل اوبه هم ستا په اور اخیستل شوي کور تویې نه کړې.
ډېر کسان یوازې د پسه د کباب لپاره د سړي دوستان وي. کله چې دې کور اور واخیست، یو ستل اوبه دې هم پر ایرو نه تویوي.
ـ له داستان سرا څخه ژباړه
عاقب عمر
سرسخت باش در مقابل نفس!
نوي ټولګي دې روانې اوونۍ په لړ کې پیلېږي.
خبرتیا !
د لیک ښکلا نوي ټولګي پيلېږي، بېړه وکړئ خپل نومونه ثبت کړئ.
استادان: مزمل ظفرمل او عبدالله ظفرمل
Whats App: 0770003344
صل الله علیه وسلم
اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد…
به قلم استادان مرکز تعلیمي ظفرمل !
د A توري ته لاسلیک !
دلیک ښکلا نوي ټولګي پيلېږي، ياد ټولګي استاد مزمل ظفرمل وروسته له غرمې تدریس کوي.
بېړه وکړئ خپل نومونه ثبت کړئ!
پته: خوشحال خان مېنه، دباران هوټل مخامخ، جهان ټاور
WhatsApp: 0770003344
ظفرمل د نوښتونو مرکز !
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the school
Website
Address
Kabul
Kabul
Kabul
د افغانستان د ژباړې او څيړنې مرکز غواړي، د معياري ژباړې له لارې کورنۍ وړتياوې لوړې کړي، پدې برخه کې، روزنيزې چارې په غاړه واخلي او په هېوا?
Kabul
This is a High time when the entire world needs to look into the simple but long term economical sol
Kabul
We recommend using this English learning page. It is the world's leading page suite for perfecting s
Pul_e_charkhy
Kabul
دا اتحادیه غیر سیاسی او مستقله ده. او د ښوونیزو مراکزو ?
Kabul
Dreamed School is a newly established online school offers unique and high-quality education services
Shahri New Kabul
Kabul, 1001
Eshraq Online Islamic Academy is an online learning center registered in Afghanistan providing Islam