Zahidullah hanifi

په دغــــه صفحه کـــی اسلامــی ، تاریخـــی ،طبی ، جــالـــب معلومات... نشــــریـــــږي.

18/12/2023

د یو ښه صحت لپاره باید څومره خوب وکړو؟
دا موضوع د انسان په سن پوري اړه لري، مثلاً د نوي زیږیدلو ماشومانو لپاره له ۱۴ څخه تر ۱۷ ساعتونو پوري د خوب سپارښتنه کيږي. د ماشومانو له لويدلو سره د خوب د اړتيا اندازه په تدريجي ډول را کښته کيږي او کله چې کوچنيان د ابتدايي ښونځی زده کونکي شي بايد له ۹ څخه تر ۱۱ ساعته پوري خوب وکړي. هغه ځوانان چې نوي زلميتوب ته رسيدلي وي او عمر یې له ديارلسو کالو څخه تر اوولسو کالو پورې وي له ۹ څخه تر ۱۰ ساعته خوب ته اړتيا لري. د لویانو لپاره له ۷ څخه تر ۹ ساعته د خوب سپارښتنه کیږي. البته دا یوازې سپارښتنه ده هر انسان د خوب مختلفې اندازې ته اړتیا لري. خو په هر حال لویان باید هېڅکله هم په شپه کې تر۶ ساعتونو لږ خوب و نه کړي.

18/12/2023

مخکۍ له دې چې تاسو خبرې شروع کړي، یو ځل ځان مطمئن کړئ، چې ژبه مو له دماغو سره وصل شوي ده.

18/12/2023

خپګان په صورت عمومآ کي په دوه ډوله دي اختیاري خپګان غیر اختیاري خپګان.
لومړي غیر اختیاري خپګان.
هغه وخت منځ ته راځی چي
یو انسان په کاروبار کښی تاوان وکړي
یا یو نږدی کس د لاسه ورکړی
مثلا
د پلار مړینه د مور یا ورور مړینه د خاوند یا میرمنې مړینه
او یا کوم بل نږدی ملګری د لاسه ورکول.
او یا یوه بله غمجنه واقعه ورته پیښیدلو روسته راځی.
دغه خپګان که چیری په پنځلسو یا شلو ورځو کښي ختم نسي ناروغ باید ډاکتر ته مراجعه وکړي درڅو ډاکتر ورته درمل توصیه کړي.
دویم ډول یعنی اختیاري خپګان
چي د غیر ضروری خواهشاتو څخه منځ ته راځی چی انسان خپل پر شته حال قناعت نه کوي. دوي د هغه څه په اړه شپه ورځ فکر کوی چی الله ج دوی ته نه وي ورکړي.
تل در خپل ځان لوړ اقتصاد ولا خلګو ته ګوري او ځان ملامت مجبور غریب بی وسه او ناتوانه احساسوی.
چی دغه "روحي بی وسی" انسان نا راحت کوی دغه ناراحتی اخیر په خپګان بدله سی.
ددغسي خپګان علاج یوازی په شکر ؛ قناعت ؛ او صبر کښی دی.

18/12/2023

درې جالب تحقیقات:
لومړی ـ نوي زیږېدلي ماشومان تر اتو میاشتو پوری هر شی تور او سپین ویني.
دوهم ـ یوازینی مخلوق چی په شا باندی بیده کیږي ، انسان دی.
درېیم ـ د انسان په بدن کی تر ټولو چټکه عضله ژبه ده.
سبحان الله العظیم!

15/12/2023

هغه څه چي د انسان سرنوشت ټاکي
د هغه " استعداد " نه دئ
د هغه " انتخاب " دئ...

01/11/2023

حدیثونه اوغوره ويناوې
① پوهه د نېکۍ ګاڼه ده.

② د قیامت په ورځ د مومن په تله کې تر ټولو دروند شی خوش اخلاقي ده.
(ترمذي)
③ احمق هغه وي، چې نور احمق ګڼي.
(ابن ماجه)
④ کوم انسان چې په رزق کې پراختیا غواړي، د خپلوانو سره دې محبت کوي.
(بخاري)
⑤ همسايه ته تکلیف ورکوونکی به جنت کې داخل نشي.
(بخاري)
⑥ غماز به جنت ته لاړ نشي.
(بخاري)
⑦ علم بغیر عمل وبال دی او عمل بغیر علم ګمراهي ده.

⑧ خپلو کې ډالۍ لېږئ، چې ډالۍ د زړه خیرې لرې کوي.

⑨ د مومن شان دا دی، چې هغه کريم او ساده وي.
(ترمذي)
⑩ یو توره بدرنګه دینداره ښځه د بې دینې او ښایسته ښځې نه غوره ده.
(ابن ماجه)
⑪ په تاسو کې بهتر انسان هغه دی، چې د هغه اخلاق ښه وي.
(بخاري)
⑫ ساده ګي د ایمان نښه ده.

⑬ د سخي انسان خوراک دوا ده او د بخيل خوراک مرض دی.

⑭ په امانت کې خیانت مه کوه.

⑮ مسلمانانو ته ښکنځل کول ګناه ده او وژل یې کفر دی.
(بخاري)
⑯ الله تعالی چې چاته عزت ورکوي، نو هغه ته د دین پوهه ورکوي.
(بخاري)
⑰ سپین کالي اغوندئ، چې ډېرې پاکې او د خوښۍ وړ دي.
(مشکوة)
⑱ د دنیا سره مینه د هرې ګناه جرړه ده.
(مشکوة)

01/11/2023

بالغ انسانان کولای شي له ماشومانو درې مهم شیان زده کړي.
۱- بې دلیله خوشالې
۲- هر وخت په کار مصروفیت
۳- په تمام قوت او انرژۍ خپلې غوښتنې په نورو منل.

01/11/2023

تحقیقاتو دا ثابته کړی، چې ماشوم د مور په نس کې د اوريدلو قابلیت لری

حتی د والدین هیجانات، خوشحالي او خپګان هم په ماشوم اغیزه درلودلای شی

حتی د ماشوم ځيرکتيا هم د حاملګۍ په دوران کې شکل نیسی.

11/09/2023

بیولوژی مهم کشفیات.

11/09/2023

Madical info..

02/09/2023

هغه اروپایي هېوادونه چې د عثماني خلافت تابع وو:
‏1 _ بلغاريا 545 کاله
‏2 _ سربستان 400 کاله
‏3 _ يونان 400 کاله
‏4 _ مونتينيگرو جمهوریت 539 کاله
‏5 _ بوسنیا 539 کاله
‏6 _ كرواسی 539 کاله
‏7 _ مقدونیه 490 کاله
‏8 _ سلوفينيا 250 کاله
‏9 _ رومانیه 490 کاله
‏10 _ سلواکیه 20 کاله
‏11 _ مجارستان 160 کاله
‏12 _ مولدوفيا (مالدیپ) 490 کاله
‏13 _ أوكراین 308 کاله
‏14 _ آذربيجان 25 کاله
‏15 _ گرجستان 400 کاله
‏16 _ ارمنستان 20 کاله
‏17 _ قبرص جنوبی 293 کاله
‏18 _ قبرص شمالی 293 کاله
‏19 _ د روسیې جنوبي ځمکې 291 کاله
‏20 _ كوسوگو 539 کاله
‏⁧ هغه_مهال مونږ لویه امپراتوري درلوده
اسلام نړېوال دین دی

02/09/2023

د بدن سیسټم یو ساعت لري. که تاسو په یو ټاکلي وخت کې د ویښیدو په اړه فکر وکړئ، بدن له دې وخت څخه یو ساعت مخکې د فشار هورمون "کورتیزول" خوشې کوي او بالاخره نیم ساعت وروسته مو له خوبه راویښوي!

13/08/2023

که چیري د ځمکې گرځېدل همدا اوس ودریږي، نو ټول هغه څه چې د ځمکي پر مخ موجود دي هغه به د سیارې ختیځ طرف ته د 1600 کیلومتره پر في ساعت په سرعت سره وغورځول شي.

19/07/2023

د نړۍ دوهم لوی دیوال:

په مځکه کي دوهم ترټولو اوږد او لوی دایمي دیوال د هندوستان په راجستان کي د کمبل ګړ کلا څلور طرفه دیوال دی. یاد دیوال 36 کیلومتره اوږدوالی لري او دومره پراخ دی چي اته اسونه په قطار په ورته وخت کي منډه پرې وهلا سي.
دا دیوال په پنځلسمي پیړۍ کي د رانا کمبها لخوا جوړ سوی وو. یاد دیوال د یونسکو نړیوال میراث سایټ کي هم شامل سوی دی.

Photos from Zahidullah hanifi's post 18/07/2023

د عناصرو دورانی جـــدول ...
اتومی نمبر ، د عنصر نوم ، سمبول ، فرعی سویی.

17/07/2023

#چارلي #چاپلین 88 کاله ژوند وکړ.

هغه موږ ته 4 جملې پریښودې.
(۱) په دنیا کې هیڅ شی تل نه وي. حتی زموږ ستونزې.
(2) زه په باران کې د قدم وهلو سره مینه لرم ځکه هیڅوک زما اوښکې نشي ودرولی.
(3) د ژوند تر ټولو ضایع شوې ورځ هغه ده چې موږ پکې ونه خاندو.

(4) د نړۍ شپږ غوره ډاکټران...
1لمر
خوب 2
3 سپورت
4 ښه خوراک
5 عزت،سا اخستل
6ملګری

17/07/2023

ارواپوهنه وایي:
کله چې تاسو ستونزو باندې تمرکز وکړئ، نو تاسو به ډېرې ستونزې ومومئ، اما کله چې امکاناتو باندې تمرکز وکړئ، نو تاسو به ډېر فرصتونه
ترلاسه کړئ.

09/07/2023

الله تعالی د مسلمانانو سره په قرآن مجید کې څلور وعدې کړي دي
① فَاذْکُرُونِي أَذْکُرُکُمْ
سورة البقرة:۱۵۳
تاسې ما ياد کړئ، زه به تاسې ياد کړم،

② لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّکُمْ
سورة ابراهیم ۲
که تاسې شکر وباسئ نو نعمتونه به درته زيات کړم

③ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَکُمْ
سورة مؤمن۶۰
ما وبولئ زه به ستاسې دعاوې قبولې کړم

④وَمَا کَانَ اللَّه مُعَذِبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُون
سورة انفال۲۳
او الله پاک دوی ته په داسې حال کې عذاب ورکونکی نه دی چې دوی بښنه غواړي

09/06/2023

د ژوند لوی درس
ــــــــــــــــــــــــــ
د يو ناسم ټک وهل شوي مېخ له امله د آس يو نعل د هغه له پښې څخه وخوت، د هغه نعل د ختلو له امله آس پر ځمکه رانسکور شو او د آس د رانسکوريدو سره يو سپور انسان را وغورځيد.

د سپور انسان د رالوېدو سره په جنګ کې لښکر ماتي وخوړه، د لښکر په ماتي سره يو پیاوړی هيواد له منځه لاړ او دا ټول د هغه کس له امله وو چي مېخ یې د آس په پښه کې سم او کلک نه وو ټک وهلی.

پایله: دا مو بايد تل په ياد وي چې زموږ هر کار آن که ډير کوچنی هم وي ستر اغيز درلودلای شي چې کيداي شي هغه وخت او دفعتاً يی موږ په پايلو خبر نه اوسو.

09/06/2023

دا هم ښه ده، چې پوه شو.

د لومړې ځل لپاره د ټلیفون شمېره "الیکسنډر ګراهام بیل" په 1875_Jun_3 کې جوړ کړ.
د ټلیفون شمېره په لومړي ځل په 1879 مېلادي کال کې وکارول شول.
د نړۍ لومړنۍ شمېره په لندن کې 999 وه، چې دغه شمېره یواځې په لندن کې د حکومت له خوا کارېده.

09/06/2023

آیا تاسی خبر یاست?
کله چي د برق اختراع کونکي توماس اډیسن مړ شو،
نو بیا هم خلګ نه پوهیدل چي نوموړي برق په څه ډول اختراع کړي!?
خو کله یی چي د کورني غړو دده کار خوني څخه شیان راټولول؛
نو ددوي په وینا ګوري چي په الماري کي،
د قران عظیم الشان،
د سورت ( النور ) ایاتونه ایښي وو،
چي بریښنا او تالندي بحث پکي شوي وو!

24/05/2023

دلقمان حکیم نصحتونه

۱:- لږي خبري کوه.
۲:- د دوستانو احترام کوه.
۳:- د نن کار سبا ته مه پرېږده.
۴:- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.
۵:- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.
۶:- مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.
۷:- ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.
۸:- له مور او پلار سره نيک چلند کوه.
۹:- لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.
۱۰:- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
۱۱:- د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.
۱۲:- ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه.
۱۳:- د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
۱۴:- له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.
۱۵:- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
۱۶:- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
۱۷:- د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.
۱۸:- ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هيروه.
۱۹:- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
۲۰:- د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.
۲۱:- په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.
۲۲:- د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.
۲۳:- په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.
۲۴:- تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.
۲۵:- اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.
۲۶:- د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.
۲۷:- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.
۲۸:- خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.
۲۹:- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
۳۰:- د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.
۳۱:- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
۳۲:- له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.
۳۳:- د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.
۳۴:- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
۳۵:-محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.
۳۶:- عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.
۳۷:- د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.
۳۸:- د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه.
۳۹:- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.
۴۰:- پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله نه پټ نه دي.
۴۱:- هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.
۴۲:- هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.
۴۳:- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.
۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شي له الله جل جلاله سره مه شريکوه.
۴۵:- له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.

20/05/2023

رسول الله ص د لاندې شيانو څخه منع کړې ده،
راځئ چې ځانونه ورڅخه وساتو!

او شئير کول یی صدقه یی جاریه ده،
1 ــ د جنابت په وخت کې خوراک مه کوئ ځکه دا فقر رامنځته کوي.
2ــ ميوه دارې ونې لاندې او لاره کې بولې (متيازې) مه کوئ
3ــ په چپ لاس او تکيه په حالت کې خوراک مه کوئ.
4ــ ښځې دې د جنازې لمانځه ته نه راځي،
5ــ تصوير مه جوړوئ.
6ــ حيوانات ژوندې په اور مه سوزوئ
7ــ چرګ ته کنزلې مه کوئ
8ــ کثافات کور کې مه ساتئ ځکه شيطان همدلته کينې،
9ــ ښځه دې د خاوند د اجازې پرته د کور نه نه اوځي
10ــ ښځه دې د خاوند پرته بل چاته ځان نه سينګاروي.
11ــ غيبت مه کوئ او مه ورته غوږ ږدئ.
12ــ د سرو او سپينو زرو په لوښو کې څښاک او خوراک مه کوئ
13ــ چغلې (شيطانې) مه کوئ.
14ــ شراب مه څښئ او هيڅ قسم کارو بار يې مه کوئ
15ــ د سود ګټه مه خورئ او مه يې تړون ليکئ.
16ــ په مخ وهل مه کوئ
17ــ د بل مسلمان عورت ته مه ګورئ که چا ورته سوچ سره وليدل 70زره ملائکې به پرې لعنت ووايې استغفرالله
18ــ خوراک او څښاک ته پوکى مه کوئ
19ــ په هديره ، لاره ، د اوښانو تړلو ځاى او کعبې د پاسه لمونځ مه کوئ
20 ــ د الله ج پرته په بل شي قسم مه کوئ
21ــ د جمعې په ورځ د خطبې پر وخت خبرې مه کوئ
22ــ د لمر خاته ، لمر پريواته او زوال وخت کې لمونځ مه کوئ
23ــ د واړه اختر ، غټ اختر ، د شک په ورځ او د اشراق په ورځ کې روژه مه نيسئ
24ــ اوبو څښلو په وخت کې په اوبو مه ورڅملئ
25ــ د څښلو اوبو کوهي کې لاړې مه تو کوئ
26ــ مزدور ته چې مو تر څو مزدورې نه وي ټاکلي کار پرې مه کوئ،

20/05/2023

ريډبول Redbull اينرجي پښتو معنا يي سور غويي دي هر کال تقريباً 7 زره ميليونه دبليه په نړي کي څښل کيږي او دا دوه کاله يي دخرڅلاو بازار په بي څاري ډول په نړي کي ښه روان دي چي دريډبول په تاريخ کي يي ښه ګټه کړي ده ريډبول په169 هيوادونو کي پلورل کيږي خو په، ترکيه ، سويلي افريقا، سعودي، هند، کويټ، او پولنډ کي سږ کال بيا له 18څخه تر 25 فيصده پلور پورته دي ريډبول کمپني په 1987 کي تاسيس شوي ده او دفوټبال نړيوالو لوبو او دفورمول ون موټر ځغلولو مالي ملاتړ کوونکي دي ، دريډبول مرکزي دفتر په اتريش کي او نړيوال دفتر يي په تايلنډ کي موقيعت لري. دي مشهور شرکت دفوټبال څو څو نړيوال کلبونه هم سپانسر کړي دي. خو ياده دي وي چي دريډبول او بله هرډول اينرجي څښل بدن ته له تاوان پرته بل څه نه لري. د اتلس18 کاله کم عمره او د حامله دارو ښځو لپاره خو بيخي د ټوپک ټک دي.

18/05/2023

امازون ځنګل:
د نړۍ تر ټولو ستر ځنګل دی چې ۵ نیم میلیونه کیلو متره مربع مساحت لري، ۶۰ سلنه برازیل کې او نور څو هیوادونو کې پروت دی چې د بریټانیا ۲۳ برابره لوی دی.
د نړۍ ۲۰ فیصده اکسیجن تولیدوي، کال کې یوه اوونۍ شاید داسې وي چې دلته باران نه کېږي.
دلته داسې بوټي، ګلان او حیوانات شته چې نوره نړۍ کې نه پیدا کېږي.
دلته تر اوسه ۴۰ زره انواع بوټي، ۱۳۰۰ انواع الوتونکي، ۲۲۰۰ قسمه کبان، ۴۲۷ ډوله ژوي، ۳۸۰ ډوله پر ځمکه ښوویدونکي ژوي، دوه نیم میلیونه قسمه خزنده کشف شوي.
ګرین اناکونډا خطرناک ماران چې ۳۰ فوټه اوږده او ۲۵۰ کیلو وزن لري، د دې ځنګل پاچاهان دي چې پړانګان هم ژوندي تېروي.

18/05/2023

انسان_وجود_جوړښت!
۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶

۲: د عضلاتو شمیر: ۶۳۹

۳: د پښتورګو شمېر: ۲

۴: د شیدو د غاښونو شمیر: ۲۰

۵: د پوښتیو شمیر: ۲۴(۱۲ جوړه)

۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴

۷: لویه رګ (شریان): Arota

۸: د وینې نورمال فشار: 120/80

۹: د وینې في ایچ: ۷۰۴ Mmhg

۱۰: د نخاع په ستون کې د vertebrae شمیر: ۳۳

۱۱: په غاړه کې د رګونو شمیر: ۷

۱۲: په منځني غوږ کې د هډوکو شمیر: ۶

۱۳: په مخ کې د هډوکو شمیر: ۱۴

۱۴: په سر کې د هډوکو شمیر: ۲۲

۱۵: په سينه کې د هډوکو شمېر: ۲۵

۱۶: په لاسونو کې د هډوکو شمېر: ۶

۱۷: د انسان په لاس کې د عضلاتو شمیر: ۷۲

۱۸: په زړه کې د پمپونو شمیر: ۲

۱۹: لوی ارګان: پوستکی

۲۰: لوی غدود: ځيګر

۲۱: لویه حجره: ښځینه تخمدان

۲۲: کوچنۍ حجره: سپرم

۲۳: تر ټولو کوچنی هډوکی: د منځنی غوږ سټیپس

۲۴: لومړی انتقال شوی عضوی: پښتورګی

۲۵: د کوچني کولمو اوسط اوږدوالی: 7m

۲۶: د لوی کولمو اوسط اوږدوالی: 1.5 متر

۲۷: د نوي زیږیدلي ماشوم اوسط وزن: 3 کیلوګرامه

۲۸: په یوه دقیقه کې د نبض اندازه: 72 ځله

۲۹: د بدن نورمال حرارت: 37 سانتي ګراد (f98.4)

۳۱:د وینې اوسط حجم: له 4 څخه تر 5 لیټرو پورې

۳۱: د وینې د سرو حجرې ژوند ۱۲۰life time ورځې پورې

۳۲: د وینې سپینو حجرې ژوند : ۱۰ تر ۱۵ ورځې

۳۳: د امیندوارۍ موده: 280 ورځې (40 اونۍ)

۳۴: د انسان په پښه کې د هډوکو شمېر: ۳۳

۳۵: په هر لاس کې د هډوکو شمیر: 8

۳۶: په لاس کې د هډوکو شمیر: 27

۳۷: تر ټولو لوی انډروکرین غده: تایرایډ

۳۸: تر ټولو لوی لمفاټیک ارګان:Spleen

۳۹: تر ټولو لوی او قوي هډوکی: Femore

۴۰:تر ټولو کوچنی عضله: Stapedius (منځنی غوږ)

۴۱: د کروموزوم شمیره: 46 (23 جوړه)

۴۲: د نوي زیږیدلي ماشوم د هډوکو شمیر: ۳۰۶

۴۳: د وينې واسکاسټي: له 4.5 څخه تر 5.5 پورې

۴۴: د نړیوال ډونر د وینې ګروپ:O

۴۵: د یونیورسل اخیستونکي د وینې ګروپ: AB

۴۶: د وینی تر ټولو لوی سپین حجری: مونوسایټ

۴۷: د وینې تر ټولو کوچنی حجره: لیمفوسایټ

۴۸: د وینې د سرو حجرو زیاتوالي ته پولی سیتیمیا ویل کیږي

۴۹: په بدن کې د وینې بانک دی: توری (Spleen)

۵۰: د ژوند سیند نومیږي: وینه

۵۱: د وینې د کولیسټرول کچه:mg/dl ۱۰۰

۵۲: د وينې د مايعاتو برخه ده: پلازما

18/05/2023

د معدې تشریح

د هاضمي سیستم او غذایي نالۍ تر ټولو پراخه برخه ده، چې هغې کې خواړه له خوړلو وروسته ځای او هضم کېږي،
معده مشك ډوله بڼه لري. طول یې له ۱۲ څخه تر ۱۵ انچو پورې او عرض یې ۴ انچه دی او په خالي حالت کې یې
وزن 125gr دی. معده دوه څنډې، دوه سوري، دوه سطحي لري له اوله څلورو طبقو څخه تشکېل سوې ده. د معدې په دننه برخه کې یو رطوبت تولېدیږي، چې صاف، شفاف او یوه اندازه ترش مالګین رطوبت دی، چې په هغې کې تیزاب، مالګه او انزایم Repsin E موجود وي. دا رطوبت د غذا لخمي اجزا هضم کوي. کله چې معده خالي وي دا رطوبت نه تولېدیږي. کله چې معدې ته خواړه ننوځي، د معدې په جهیلي کې د وینې راتګ زیاتېږي، چې دې سره د معدې په غدودو کې رطوبت په ترشح پیل کوي او معده کې د هضم کولو کار پیلېږي. چې معده هضم سوې خواړه د لاندینې باب له لارې وړو کلمو ته لېږدوي.
د معدې دویم لاندینی سوی یا باب د کلمو او معدې د اتصال په مقام کې واقع دی، چې د الله په قدرت د پهره دار حېثیت لري، چې هضم سوې خواړه لږ لږ کلمو ته لېږي او نه پرېږدي چې له کلمو څخه خواړه پرته معدې ته ننوځي،
د معدې او کولمو دغه نظام په قدرتي توګه Aotomatic کار کوي، د انسان د غلطیو او بې احتیاطۍ له کبله په دې نظام کې خلل واقع کېږي او د ډول ډول ناروغیو چې وروسته په یادې سي سبب ګرځي.
انسان ته پکار دی، چې د الله د قدرت د دې کارګردګۍ شکر ادا کړي، ترې راضي او خوشحاله واوسي.
یادونه معده پرته له دې، چې د هضم دنده تر سره کوي، د هضم شویو موادو د جذب باعث هم ګرځي، څو بدن ورڅخه ګټه واخلي، د انرژۍ او ودې لامل ګرځي.
معده له درې ډولو عضلاتي تارونو څخه جوړه ده
طولي، مایل او دایروي له دې کبله معده له ټولو داخلي اعضاوو څخه قوي عضو ده
⑴ معده
⑵ د معدې بلغمي جهلي
⑶ معده کې زخم ځای
⑷ باب Pylorus یا کلمو ته د خواړو نقلیه لاره
⑸ کولمې

21/04/2023

هیوادوالوته د کوچیني اختر مبارکي وایم.

13/04/2023
29/03/2023

د تنباکو څکولو زیانونه...
1.دزڔه حمله منځ ته راوڔي.
2.د وینے فشار لوڔوی.
3.د نفس تنگی ناروغۍ پیدا کیژي.
4.د سږو د سرطان سبب کیږي.
5.په دماغ کی د رگونو د شکیدو سبب کیږی (سی.وی.ای)
6.په نارینه و کی دی جنسی کمزوری سبب کیژی.
7.هدوکی ضعیفه کوی.
8.په مخ کی د وخته مخکی گونجی پیدا کوی.

19/03/2023

جالب او خوندور معلومات.

⭕د نړی تر ټولو زیات ښونځی په شیڪاګو ڪی دی

⭕د نړی تر ټولو ستر ڪتابتون د امریڪا د ڪانګرس ده

⭕د نړی نقشه د لومړی ځل لپاره الادریس جوړه ڪړه

⭕د نړی تر ټولو لومړی ودانی مڪعه معظمه ده

⭕د نړی تر ټولو ستر موزیم د بریټش موزیم ده

⭕د نړی تر ټولو لومړنی بانڪ په جاپان ڪی پرانیستل شو

⭕د نړی تر ټولو ستر روغتون په امریڪا ڪی ده

⭕د نړی ترټولو ستر ځنګل په سایبریا ڪی ده

⭕د نړی زیات سره زر په سویلی افریقا ڪی دی.

⭕لبنان لمړنی هيواد دي چي هيڅ صحرا او دښتي نلري.

⭕لړم زهر دنړۍ ترټولو قیمتي مایع ده چي یو ګیلن یي 39 میلیونه ډالره قیمت لري.

⭕عراق هغه لمړنی هيواد چه په لمړي ځل د ليک او لوست دود پکي رامنځته سو.

⭕لمړي ځل لپاره صابون سل ڪاله مخڪې 'انسینت مېسو پوتامین په عراق ڪې جوړ ڪړ.

⭕په نړۍ کې ترټولو زوړ موټر چې لاهم حرکت کوي د لا مارکیز په نوم یادیږي، په فرانسه کې دي.

⭕د نړی تر ټولو ستر د پېريانو ښار چی ۶۴ ملیونه خالی کورونه پکشی دی چی نوم یی اوردوس دی.

⭕ايا تاسو پوهيږی?

⭕د معلوماتو پر اساس په نړی کې تر ټولو يخ ترينه هوا په جنوبي قطب کې ثبت شويده.

⭕یو ډاروونکې فلم کتل مو په 90 دقیقو کې 200 کالوري انرژي سوځوي چې لامل یې د زړه د درزا چټکوالی دی.

⭕د ارواپوهنې له نظره، هغوی چې نورو ته ښې مشوري ورکوي، خپل ژوند یې له غمونو او ستونزو نه ډک وي.

⭕په هند کې د بیزوګانو شمیر پنځوس میلونه ته ورسیدي او د افغانستان نفوس څلویښت میلونه دی.

⭕د نړی تر ټولو اوږ ناول د LOS MISERABLES ده چی 1995پاڼی لری او لیڪوال یی وڪتور هګو ده

⭕هندوستان هغه هيواد دی چه تر بل هر مملکت د پړانګانو او زمريانو شمير پکي زيات دی.

⭕مصر هغه يواځنی مملکت دی چه د اسيا او افريقا په دواړو براعظمونو کي واقع دی.

⭕تركيه هغه مملکت دی چي د آسيا او اروپاپه په ګډو براعظمونو کي واقع دی.

⭕بريطانيا هغه يواځنی ملک دی چه د استقلال ورځ نه لري.

⭕ميږي هغه يواځنی حشره ده چه خبري کولای سي قصه يي په قرآن کريم کې راغلې ده.

⭕لړم هغه يوځنی حشره ده چه د کيمايي موادو په وړاندي مقاومت کولای سي.

⭕مچی هغه حيوان دی چه د الله تعالی له طرفه وحی ورته سوي دي.

⭕حطيئه هغه يواځنی عرب شاعر وو، چه خپلو اشعارو کې يي د ځان او خپلي مور، بد بيانول.

19/03/2023

خوندور معلومات

⭕ لومړی شی چي خدایﷻ پیدا کړه قلم دی.

⭕ لومړی کس چي په قلم یې لیکنه پیل کړه ادریس ع دی.

⭕ لومړی کس چي کاغذ یې جوړ کړه یوسف ع دی.

⭕ لومړی کس چي صابون یې جوړ کړه سلیما ن ع دی.

⭕ لومړی کس چي په اول ځل یې قتل وکړه قابیل دی.

⭕ لومړی کس چي د احمد په نوم مسمٰی شو حضرت محمدۖ دی.

⭕ لومړی کس چي کښتۍ یې جوړه کړه حضرت نوح ع دی.

⭕ لومړی کس چي ددې امت څخه به اول جنت ته ځي حضرت ابوبکر صدیق رض دی.

⭕ لومړی کس چي د خلافت په مقام موظف شو حضرت ابوبکر صدیق رض دی.

⭕ لومړی کلی چي حضرت نوح ع پس له طوفانه جوړ کړه ثمانین دی.

⭕ لومړی کس چي د دنیا پر مخ خدایﷻ پیدا کړه حضرت آدم ع دی.

⭕ لومړی شي چي د قیامت په ورځ به یې لومړی پوښتنه کیږي لمونځ دی.

⭕ لومړی پیغبر حضرت آدم ع دی.

⭕ لومړی کس چي د اغوستلو لپاره یې جامې جوړي کړې حضرت ادریس ع دی.

⭕ لومړی پیغبر وروسته له حضرت آدم ع څخه حضرت ادریس ع دی.

⭕ لومړی کس چي کافر شو ابلیس دی.

⭕ لومړی چا چي پر حضرت محمدۖ باندي ایمان راوړه حضرت خدیجه رض ده.

⭕ لومړی زوی د حضرت آدم ع قابیل و.

⭕ لومړی کس چي په اسلام کي یې لومړی اذان وکړه حضرت بلال رض دی.

09/03/2023

خوندور معلومات

⭕ لومړی شی چي خدایﷻ پیدا کړه قلم دی.

⭕ لومړی کس چي په قلم یې لیکنه پیل کړه ادریس ع دی.

⭕ لومړی کس چي کاغذ یې جوړ کړه یوسفع دی.

⭕ لومړی کس چي صابون یې جوړ کړه سلیما ن ع دی.

⭕ لومړی کس چي په اول ځل یې قتل وکړه قابیل دی.

⭕ لومړی کس چي د احمد په نوم مسمٰی شو حضرت محمدۖ دی.

⭕ لومړی کس چي کښتۍ یې جوړه کړه حضرت نوح ع دی.

⭕ لومړی کس چي ددې امت څخه به اول جنت ته ځي حضرت ابوبکر صدیق رض دی.

⭕ لومړی کس چي د خلافت په مقام موظف شو حضرت ابوبکر صدیق رض دی.

⭕ لومړی کلی چي حضرت نوح ع پس له طوفانه جوړ کړه ثمانین دی.

⭕ لومړی کس چي د دنیا پر مخ خدایﷻ پیدا کړه حضرت آدم ع دی.

⭕ لومړی شي چي د قیامت په ورځ به یې لومړی پوښتنه کیږي لمونځ دی.

⭕ لومړی پیغبر حضرت آدم ع دی.

⭕ لومړی کس چي د اغوستلو لپاره یې جامې جوړي کړې حضرت ادریس ع دی.

⭕ لومړی پیغبر وروسته له حضرت آدم ع څخه حضرت ادریس ع دی.

⭕ لومړی کس چي کافر شو ابلیس دی.

⭕ لومړی چا چي پر حضرت محمدۖ باندي ایمان راوړه حضرت خدیجهرض ده.

⭕ لومړی زوی د حضرت آدم ع قابیل و.

⭕ لومړی کس چي په اسلام کي یې لومړی اذان وکړه حضرت بلال رض دی

24/02/2023

د حافظی د تقویی لپاره ۲۰ ساده تمرینونه چی د(الزایمر) مخنیوی کوی
۱- په مخالف لاس سره مسواک یا برش ووهئ اولیکنه وکړئ.
۲- ساعت په ښی لاس باندی په لاس کړئ
۳- کلمات برعکس ووایاست
۴- په نوی لار وظیفی ته ولاړسئ
۵- دبانډار اوکیناستوځای موبدل کړئ
۶- د باورونوپه باره کی مو په تردید سره فکروکړئ
۷- د کتاب د یوی صفحی جملی له اخره تراوله ( سرچپه) ووایاست.
۸- نوی کار ترسره کړئ
۹- موبایل مو له ځان سره مه وړئ
۱۰- د شعر یو یاڅو بیتونه حفظ کړئ
۱۱- په خوندی ځای کی د شا په طرف یاپه پټوسترګوپه لاره ولاړسئ
۱۲- له هغه خلکوسره چی زیات وخت مونه وی لیدلی اړیکه ونیسئ
۱۳- نوی رنگ جامی واغوندئ
۱۴- لوبه وکړئ
۱۵- بغیر له ماشین حساب نه محاسبه وکړئ
۱۶- د مختلفو کارونوپه باره کی سوچ وکړئ
۱۷- رسامی یانقاشی وکړئ
۱۸- نوی شی لکه (آشپزی) زده کړئ
۱۹- د زړو عکسونو البوم وګورئ او د عکسونو په باره کی یی له چا سره خبری وکړئ
۲۰- د فلم ترپای ته رسیدو مخکی فلم ودروئ اود اخرپه باره کی یی فکر وکړئ

#乙ムɦɨ∂ʊℓℓムɦ_ɦムŋɨƒɨ

#ⓟⓞⓛⓞⓦ_ℳe

24/02/2023

داعصابو یو مشهور معالج وايي :
1 – کله چي دي داسي يو څوک ولېد چي ګړندۍ خبري کوي پوه شه چي شرمناک دی !
2 - څوک چي تر نېمه ورځ زيات خوب کوي پوه شه چي زيات دردېږي !
3 – څوک چي په ناڅه ډېر خاندي پوه شه چي غمجن او پرېشانه دی !
4 – څوک چي تل مسکا وينې پوه شه چي متواضع دی او زړه يې پاک دی !
5 – يو څوک چي تل درسره شخړه جوړوي پوه شه چي مينه درسره لري !!
6 – کله چي داسي يو څوک ووينې چي هيچاته ارزښت نه ورکوي پوه شه چي زيات دوکه شوی دی !
" حقیقت دی "
د يوه دکان په لوحه ددې په ځای چي "دلمانځه لپاره تړل شوی دی" ليکلي وو: "مونږ لمانزه ته لاړو ته هم پسي راځه" ،
" په څومره مثبت انداز کي حق ويل دي "........
کله چي يې وړه لورکۍ مړه شوه !!
په سترګو کي يې اوښکي راغلې او وې ويل :
په جنت کي به دروازه ور وټکوم او دا به يې را خلاصه کړي!!
" دمصېبت په وخت کي صبر دېته وايي ".......
مخکي لدې چي ديوچا غیبت وکړې، سترګي دي پټي کړه او داسې وانګېره چي په وېنو ککړه تازه اومه غوښه په خوله کي اړوې او په غاښونو يې ژويې، که دې سوچ خوند درکړ بیا دي سترګي خلاصي کړه او غیبت جاري وساته !!.......
دماشومتوب نه هېرېدونکیه خاطره !!
په کور کي به يوځای وېده وې ،
خو چي کله به راپاڅېدلې پخپل ځای کي به پروت وې ..
"اې ربه داسي يې وپالې لکه زه چې وړوکی پاللم".......
په روغتون کي !!
ښۍ خواته يو سړی دی چي د زوی د زېږتون سند يې په لاس کي دی ،
کېڼ لوري ته بل سړی دی چي دپلار د مړېني سند يې په لاس کي دی ..
" دا منظر د ژوند واټن درښيي ".......
يو ځوان وايي !!
کله چي هم په يوه پېغله تېرېږم ساه بندوم ،
ترڅو دهغې دعطرو بوی رانشي بیا به زناکاره وليکله شي
" دیانت او اخلاق همداسي وي ".......
چي کله هم داستغفار ويونکو قافله درباندي تېرېدله که دي غوښتل چي ملګری يې شې دا ووايه :
(أسْتَغْفِرُ اللهَ العَظِيمَ الَّذِي لاَ إلَهَ إلاَّ هُوَ، الحَيُّ القَيُّومُ، وَأتُوبُ إلَيهِ)

24/02/2023

مخکي له دي چي يو چاته د يو څه په اړه ځواب ورکړي
لومړی سکوت وکړئ
د سکوت په وخت کي له ځان سره ښه ځواب ولټوئ وروسته ځواب ورکړئ
ستاسو سکوت به له هغه سره پاته نشې
لکن تاسو به خپل ځواب د همیش لپاره هغه ته سپارلی وی.

24/02/2023

غاښ او ژبه!!!😲

غاښ ژبې ته وویل که لږ زور مې درباندې وکړ څیرې به دې کړم.
ژبې په ځواب کې ورته وویل که مې ځان ناسم استعمال کړ (۳۲)دا نې یاست یو به هم نشۍ پاته!!!

24/02/2023

تشویش دټولو ناروغيو سرمنشأ ده
اکثره کسان پر ځای د دې چې د ستونزو دحل په موخه الله تعالی ته رجوع وکړي،
یا د ستونزو پر حل لارو فکر وکړي یا هم له ملګر سره مشوره وکړي،
ټوله وخت پر ځان فشار راوړي او همدا فشار د ګڼو ناروغیو سبب کيږي.

24/02/2023

ولې هر سهار مو خوله بدبوی کوی؟
مکروبونه(بکتریاوې) همیشه په خوله کې شتون لري.
د شپې په جریان کې د لعاب یا (لاړو) جریان کمیږي او له همدې امله تیزابیت ډیریږي.
چې دا د باکتریا دودې لپاره مناسب او وړ محیط ده چې دخولې بد بوی رامینځته کوي.
د شپې په خوب کې د خولې دخلاص پاتی کیدو له امله نوره هم زمینه مساعدیږی.

همدارنګه د خولې دبد بوی نور لاملونه یې : غیر منظم دغاښونو برس کول، دخولې خرابه حفظ الصحه، سګرټ څکول، نسوار کول، د غاښونو خرابیدل, دخولې وچوالۍ او دهضمي سیستم ځینې ناروغۍ

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

#په_زڔه_پوری__تلاوت.❤م.ش#zahidullah_hanifi#shere_like_my_page

Category

Telephone

Address

Kabul
Other Writers in Kabul (show all)
BEBE عایشه BEBE عایشه
کابل
Kabul

₍₍مېندې نشي کولی دحضرت خالدبن ولید (رض) په څېر زوی نړۍ ته راوړي₎₎ ژوند ښکلی دي چې په خپله اوسه

Beach ساحل دریا Beach ساحل دریا
Kabul

saheel i darya

الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی” الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی”
One
Kabul

الحاج میرزا عبدالغفور یعقوبی شاعر حماسه سرای افغانستان

Najibullah Behzad Najibullah Behzad
Kabul

Official Page

Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ
13
Kabul, 4545

😔بخدا قسم شوق زنده ماندن نمانده😔

Safia Sahibi-صفیه صاحبی Safia Sahibi-صفیه صاحبی
Afghanistan
Kabul, 1004

زموږ هدف د عامه افکارو جوړښت او اسلامي نړی ته ریښتینی خ?

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس
Kabul

ترا به هیچ اتفاق بهتری نخواهم داد... 2023/10/14💍S♥️S

لیلا غزل Lila Ghazal لیلا غزل Lila Ghazal
122
Kabul

که مې په دې خاطر فالو کوئ چې جنسیت مې زنانه ده،نو لطاً مه مې فالو کوئ!🙏 تر هرڅه اول اسلام او بیا AFG

Omid Ahmadzai Omid Ahmadzai
Kabul

" ژونـــــد وکړئ! د هغو خـوبـونـو لپاره چې غــواړئ ریښتیا شي."

Haji Hemat Haji Hemat
Kabul, P

فیج درسره لایک کړي دوستانو