Pamir/پامیر
University Lecture
په کابل کې ۹ تنه د جوارګرۍ په تور ونیول شول
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د دیارلسمې حوزې په مربوطاتو کې ۹ تنه د جوارګرۍ په تور نیول شوي دي.
ملت ته دحكومت دحساب ورکولو په غونډه کې داحصايې اومعلوماتو ملي ادارې لوى رياست د وګرو احوالو ثبتولو مرستيال محمد صابر ستانکزى: د ا.ا. له راتګ وروسته څه دپاسه دوه ميليونه برېښنايى تذکرې وېشل شوې چې له دې لارې يو ميليارده ٦٨ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون وايي، چې د دغه کمیسیون په هڅو د تېرې ادارې د هوایي قواوو افسر او د بلک هاک هلیکوپټرونو انجنیر نبي الله شایان او د پکتیا او زابل پخوانی امنیه قوماندان برید جنرال نجیب الله سرتېر هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، د پاکستان د نفوس د زیاتوالي او په دغه هېواد کې له سبزۍ څخه د زیاتې ګټې اخیستو په مناسبت یې د اړتیا وړ سبزۍ پر وارداتو محصول معاف کړی دی. خو افغان لوری بیا یوازې د سبزۍ په برخه کې د مالیې معاف کول د افغان سوداګرو په ګټه نه بولي.
افغاني سرې میاشتې په پروان کې له ۹۰۰سېلاب ځپلو کورنیو سره نغده مرسته وکړه
په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۰ زره افغانۍ ووېشل شوې
د کندوز والي د کرېکټ رسمي لوبو پرانستغونډه کې: ا. ا. ژمن ده چې په دې ولایت کې ورزشکارانو په ځانګړې توګه کرېکټ لوبغاړو ته لازم سهولتونه برابر کړي او پر مخ پرتې ستونزې یې له منځه یوسي.
د کندوز والي د کرېکټ رسمي لوبو پرانستغونډه کې: ا. ا. ژمن ده چې په دې ولایت کې ورزشکارانو په ځانګړې توګه کرېکټ لوبغاړو ته لازم سهولتونه برابر کړي او پر مخ پرتې ستونزې یې له منځه یوسي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ۷ نوي رئیسان معرفي شول
د دغه وزارت د سرپرست الحاج ملا حمیدالله اخندزاده، په وړاندیز او د ریاست ال.وزرا د حکم پر اساس ۷ نوي رئیسان خپلو کارکونکو ته ور وپېژندل شول.
د فراه په مرکز کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه او ۸ لکه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده شبکه په لمریزه برېښنا سمبال ده، چې پر یوه وخت کې د ۴۰ متره متره مکعبه اوبو ساتلو وړتیا لري او ۳۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابروي.
په بامیانو کې ۵ ټنه تاریخ تېري خوراکي توکي وسوځول شول
د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د مرکز له هټیو څخه ۵ ټنه تاریخ تېري خوراکي توکي راټول کړي و او نن یې وسوځول
د امریکا ۴ حکومتونو او سیاسي ګوندونو په افغانستان کې ماته وخوړه
د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي ان بي سي چینل ته اعتراف کړی، چې امریکا په افغانستان کې پوځي او سیاسي ماته خوړلې ده.
په دریو ولایتونو کې ۲۸ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول
کورنیو چارو وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو په کابل، کونړ او سرپل کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور اته وېشت تنه نیولي دي.
د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې افغان ځواکونو په سیلاب کې بند پاتي ۹ تنه ښځې او ماشومان وژغورل.
د فاریاب د کانونو او پټرولیم رییس مولوي امان الله شیدايي پرون د دغه ولایت د خیبر ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان د اېستلو کار پیل کړ.
د پنجشیر ولایت په نشهيي توکو د روږدو روغتون له ۲۰ بستر څخه ۳۰ بستره ته لوړ شو.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر اسدالله نجات وايي، چې د دغه روغتون په ارتقا سره یې تشکیل هم زیات او له ۱۸ څخه ۲۶ کسانو ته زیات شوی دی.
په هلمند کې ۱۲ تنه د غلا په تور ونیول شول
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وايي چې تېره اوونۍ په مرکز لښکرګاه، کجکې، واشېر، نهرسراج، باباجي، موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې ۱۲ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د غور ولایت ځایي چارواکي وايي، چې په دولت یار ولسوالۍ کې له جنګونو او طبیعي پېښو څخه ۱۵۵۰ زیانمنو کورنیو ته د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې دي.
دغه کورونه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري جوړېږي.
افغان حکومت له روسیې سره د تېلو او ګازو پر پېرودلو هوکړه کړې
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ويلي، چې کابل او مسکو د تېلو او ګازو د پېرودلو پر سر هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه تړون لاسلیک شي.
د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې دسریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته د اسیا جام په خپله لومړۍ لوبه کې د ۸ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
سریلانکا لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په شلم آور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۰۵منډې جوړې کړې او ۱۰۶یې هدف وټاکه.
افغان لوبډله نن ماښام له سریلانکا سره لوبه کوي
افغان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې نن شپږ نیمې بجې له سریلانکا سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د ارزګان ولایت په تلانې سیمه کې د یک لینګې کانال ورغول شو.
د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د تلانې په سیمه کې د یک لینګې کانال چې د تېرو سیلابونو له امله یې سربند ویجاړ او کانال ډک شوی وو، ورغول شو.
د کندهار-مشهد الوتنې پیل شوې.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د کندهار-مشهد او مشهد-کندهار الوتنې پیل شوې.
د یاد وزارت په وینا؛ له دې وروسته به هره اونۍ د کندهار او مشهد تر منځ یوه الوتنه تر سره کېږي.
د نیویارک د یوې محکمې قاضي ويلي چې د یوولسم د سپټمبر د قربانيانو کورنۍ د افغانستان بانک د زیرمو ترلاسه کولو مستحق نه دي. د سارا نيټبرن په نامه قاضي ويلي، چې یادې پیسې د افغانستان بانک ملکیت دی او بل چاته نه ورکول کېږي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پاکستاني ط.ال.بانو له ت.حریک سره خبرې اترې ناکامې بللې دي. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي چې د دغه هېواد پوځ د یادې ډلې پر وړاندې پر سختو لارو چارو غور کوي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، کابل او مسکو د تېلو او ګازو د پېرلو پر سر هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه تړون لاسلیک شي.
د غور ولايت په پسابنډ ولسوالۍ کې د يونيسف په څه باندې ۳ ميليونه افغانيو د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې چې په جوړيدو سره به ترې ۱۷۰ کورنۍ ګټه واخلي.
د چارشنبې پر ورځ د مهربانۍ درې ځانګړي ریله پر څه باندې ۱۵۰۰ ټنو مرستو بار له ترکیې څخه افغانستان ته روان شو.
د ترکیې د ناورین پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د مهربانۍ شپږم ریل ګاډی افغانستان ته پر لاره دی.
امريكايي استازي: بایډن د خپلې ماتې منلو ته اړ باسو
د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي وایي دوی په افغانستان کې د بایډن پر بېړنیو او غیر مسوولانه اقداماتو او په دغه هېواد کې د نوموړې پر ماتې بحثونه او څېړنې پيلوي.
دتولید حوزې ددرې ګونو فابریکو دبرېښنا تولید لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت دتولید حوزې ریاست د راپور له مخې، دنغلو بند اوبو کچه لوړه شوې او اوس مهال ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
دغه راز دماهیپر فابریکې برېښنا ۶۶ او د سروبي فابریکې د برېښنا کچه ۲۲ میګاواټو ته رسېدلې ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Telephone
Website
Address
KaRoute Mamourin, Beside Intercontinental Hotel Near Baghe Bala
Kabul, KARTEMAMOURIN,BAGHEBALA,KABUL
Kabul Polytechnic University Opened in 1963 with 240 students, after 1992 civil war it has badly dam
Shahid Mazari Road
Kabul, 1016
We advise Afghan applicants how to apply for foreign scholarships.