عمومي طبي معلومات

عمومي طبي معلومات

ډاکټر په کور کې، سالمه روغتيا،ښه ژوند

زمونږ د عمومي طبي معلوماتو پاڼه تاسو ته په زړه پورې طبي معلومات خپروي هيله ده چې تاسو مضبته ګټه واخلٸ او ستاسو د روغتيا سبب وګرځي
مننه چې زمونږ پيج مو لايک او پالو کړٸ

03/12/2023

موضوع: وریدی زرقیات یا Intra venous
مقاصد یا موخې: Indication
اول: کله چې یو درمل د خولی او عضلی له لارې نه اخستل کیږی.
دوهم: کله چې د دوا مایع مقدار زیات وی.
دریم: د درملو د زر جذب په خاطر.
څلورم: د کیمیاوی موادو د تطبیق په خاطر.
پنځم: د وینی د سمپل اخستلو په خاطر.
مضاد استطباب یا Contra indication
اول: هغه ساحه چې سوځیدلی وی یا Burn
دوهم: هغه ساحه چې فعال زخم ولری
دریم: جلدی افتونه یا التهاب
څلورم: کله چې odema یا پړسوب موجود وی.
پنځم: کله چېAV Fistula موجوده وی.
اختلاطات یا Complication
اول: انتانات یا Infection چانس شته پکی
دوهم: درد باعث کیږی یا pain
دریم: د ورید شلیدل یا Vein rapture
څلورم: د وینی جمع کیدل یا Hematoma
پنځم: د وینی حلقی له وجی ورید الهتاب یا Thombopheilibitis
شپږم: امبولی یا په وینه کی د هوا له جریان څخه عبارت دی. Emboli
اووم: وریدونو زخمی کیدل یا Injury to blood vessel
اتم: عضلاتو تخریب یاMuscle demage
نهم: حساسیت یا Reaction
سامان او لوازم:::::
سرنجونه مختلف سایزونه ،ټورنیکیټ، الکول، مالوچ، امپول او ویال، ګاز پیس، ناروغ دوسیه او نیډلونه.

نظری پروسیجر:
باید د مریض دوسیه وکتل شی او د داکتر ارډر مطابق درمل تطبیق شی. ورپسی مناسب درمل انتخابول او تری چیک کول او five rights ته پام کول بیا د مریض خواته راتلل ورپسی مریض محرومیت ساتل ورپسی مریض ته پروسیجر تشریح کول ورپسی په خپله خوخه ساحه انتخابول هغه ساحه چې ویختان ونلری بیا ورید انتخابول چې خط او سیر یی مستقیم وی او کنټرا انډیکیټ نه وی. ورپسی بیا ټورنیکیټ تړل ترڅو ورید خه معلوم شی. ........... نور نو عملا نیدل باندی فریک په زاویه باندی کله چې فریک شوو فلنجر شاته کشکول چی وینه راغله نو تورنیکیت خلاصول په غیری حاکم لاس او په کراره زرق کول.
درنښت
plase share posts.

03/12/2023

پیاده تګ د نورو ورزشونو په څير کولای شي د زړه او شکرې ناروغيو، ويني لوړ فشار، چاغۍ او ژور خپګان خطر راکم کړي. کوښښ وکړئ د ورځې حد اقل لس زره قدمه پياده ولاړ شئ. ځيرک ټليفونونه کولای شي ستاسو قدمونه شمار کړي، لدغه سهولته او اسانتيا يې ګټه واخلئ.

03/12/2023

د رنیټیډین Ranitidine استعمال بند شو!
لاندې هغه څو لاملونه دي چې د خوړو او درملو ادارې له لورې رنټیډین منع شول:
په رنټیډین کې د کېنسر پيداکوونکي مادې چې NDMA (N-Nitrosodimethylamine) نومېږي، کچه ډېره لوړه ده، دا د انسانانو د سرطان يو لامل کارسينوجن دی. کارسينوجن هغه مواد دي چې د کېنسر امکان او پرمختګ زياتوي.
د رنيټډين په اړه لومړنۍ اندېښنې د سپتمبر په ۲۰۱۹ کې راپيدا شوې، FDA د دې ټسټ وکړ، نو په لومړيو کې يې د NDMA ټيټه کچه په دې توليداتو کې پيدا کړه، د دې پايلو پر اساس FDA له خلکو وغوښتل چې د دې پر ځای نور بديل درمل وکاروي.
که څه هم دا ټسټونه د ۲۰۱۹ تر پايه او بيا تر ۲۰۲۰ کال پورې روان وو. د درېمې کچې لابراتوارونو په دې اړه نور معلومات هم ورکړل او و يې ښودله چې که رنيټيډين په عادي حرارت کې وساتل شي، نو د NDMA کچه په کې نوره هم لوړېږي. څومره چې پرې وخت تېرېږي، د دې کارسينوجنيک مادې مقدار په کې لوړېږي.
NDMA- په لومړي ځل په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کې د روغتيا نړيوال سازمان له لورې وپېژندل شوه چې سرطان پيدا کوي، خو دا معلومات تر اوسه پورې نه وو چې ګنې په رنيټيډين کې هم دا مواد شتون لري. NDMA (N-Nitrosodimethylamin)په ځينو حالاتو کې د څښاک په ککړو اوبو کې هم پيدا کېږي.
د ۲۰۲۰ کال په اپرېل مياشت کې د رنيټيډين راغونډول نور هم پراخه شول، FDA يا د امريکا د خوړو او درملو ادارې دا پرېکړه وکړه او په دې اړه يې لاندې سپارښتنې وکړې:
توليدوونکې کمپنۍ دې له بازار څخه خپل توليدات راغونډ کړي، مشتريان دې د رنيټيډين کارول بند کړي، ډاکټران بايد له ناروغانو سره مرسته وکړي څو د رنيټيډين پر ځای بل بديل درمل وکاروي، همدارنګه د رنيټډين کارول بايد د ډاکټر په نسخه او بدون له نسخې دواړو حالاتو کې بند شي.
رنيټيډين د کېنسر لاندې ډولونه پيدا کولای شي:
د مرۍ کېنسر، د معدې کېنسر، د کولمو کېنسر، د پښتورګو کېنسر، د ځيګر کېنسر، د پانکراس کېنسر، د مثانې کېنسر!

03/12/2023

په ژمی کې د يخنې له وجې دپښو او لاسونو دګوتو سوروالی او پړسيدل_ یا chilblains :

ـ په پوستکي کې کوچني، خارښ سوروالی او پړسوب رامنځ ته کيږي چې د سړې هوا او تودوخې په غبرګون کې واقع کیږي.
یعنی چې څوک په یو وخت کي دسړی هوا سره مخ سي، وروسته بیا یو دم دتودی هوا سره مخ سي دا حالت رامنځته کیږي.
ډیر وختونه د بدن په پښو کې رامنځ ته کيږي ، لکه د پښو ګوتو کې، غوږونو او پوزې نارمه کې هم کیدی شي. Chilblains، مګر په قدرت سره د دایمي زیان سبب کیږي.

نښې نښانې_sign_symptoms :

د chilblains نښې او نښانې په لاندې ډول دي :
ستاسو په پوستکي کې کوچني، خارښ لرونکي سوروالی ، ډیری وختونه ستاسو په پښو یا لاسونو کې وي.
ـ ممکن د پوستکي زخمونه یا پړسوب رامنځ ته شي.
ـ ستاسو په پوستکي کې د سوځیدنې احساس موجود وي .
ـ د پوستکي رنګ کې بدلون له سور څخه تور نیلي ته، د درد سره امکان لري يو ځای وي
درملنه_Treatment :
د چیلبلینز لپاره د درملنې لومړۍ کرښه عموما د لاسونو او پښو تودوخې او وچ ساتلو اقدامات شامل دي ، لکه ستاسو د کور دننه چاپیریال تودوخه او وچ ساتل ، د دستکشې او جرابې کارول ، او د اړتیا په وخت کې د لوندوالي له وجې دستکشې او جرابې بدلول.
که چیری چیلبلین د دې کورنۍ درملنې سره ښه نه سو، نو لاندی تابلیت وکاروی. Tab ..Nifedipine (Procardia)
دوه وخته.
دا ډول درمل دوینې فشار د وینې رګونو خلاصوی او د دوران ښه کولو کې د مرستې له لارې د چلبلین درملنه کوي. یو موضوعی ملهم کورټیکوسټرایډ لکه
-Betametazon
- Triamcinolon 0.5%
په چیلبلینز کې د کورټیکوسټرایډ ملهم استعمالول د زخمونو په لرې کیدو کې مرسته کوي.

د ژوند طرزالعمل تغير او کورنۍ درملنه :

ـ معمولا د یخنۍ سره له یو څخه تر دريو اونیو پورې پاکیږي. په ورته وخت کې، تاسو کولی شئ د خپلو نښو او نښو کمولو لپاره ګامونه پورته کړئ، :
ـ په اغېزمن پوستکی په نرمۍ سره پرته له دې چې مالش، مسح کول یا مستقیم تودوخه تطبیق کړئ
هرکله چې امکان ولري د سړې تودوخې څخه مخنیوی وکړئ
ـ ستاسو اغیزمن پوستکی وچ او ګرم ساتل ، مګر د تودوخې سرچینو څخه لرې
ـ د خارش د کمولو لپاره د لوشن کارول
ډاډ ترلاسه کړئ چې اغیزمن پوستکی د انټي سیپټیک سره پاک شوی او په نرمۍ سره تړل شوی ترڅو د انفیکشن مخه ونیسي.
ـ د ګرولو څخه ډډه وکړي.
ـ سګرټ څکول پریښودل، ځکه چې سګرټ څکول ستاسو د وینې رګونه محدودوي او د زخم درملنه ورو کوي.
Dr.MSR

02/12/2023

تبی ډولونه:
دوامداره تبه: هغه تبه ده چې په دوامداره ډول موجود وي نه کمیږي نه زیاتیږي.

کاذبه تبه: هغه تبه ده چې کله کمیږي او کله زیاتیږي خو نورمال حالت ته نه راځي.

متناوبه تبه: هغه تبه ده چې لوړه وي او کله کله نورمال حالت ته راشې بیا بیرته لوړه شي.

دتبی اعراض او علایم:
دزړه ضربان زیاتوالي، لړزه، دتنفس چټکوالی، تنده، دخولي وچوالي، ناراحتي، دبدن درد او عمومي ستړیا.

دتبی کنټرول:
۱-مریض ته مایعات ورکول
۲-مریض ته یخ کمپریس یا ټاکور ورکول
۳-مریض ته دتبی ضد درمل ورکول
۴-دتبی عامل پیدا کول او هغه له منځه وړل.

02/12/2023
01/12/2023

هر هغه نارينه چې عمر يې له پنځوس کالو څخه اوچت وي او دوامداره لاندې اعراض ولري بايد له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.
- ډيري بولې (متيازي) کوي
- د متيازي کولو په وخت کې زور وهي تر څو متيازي يې راشي
- هر هغه وخت چې متيازي وکړي داسي احساس کوي چې مثانه يې سمه نه ده خالي شوي.

که څه هم پورته اعراض زياتره وخت د پروستات غدي د غټېدلو له امله منځ راځي خو په ځينو وختونو کې کېدی شي د پروستات د سرطان له وجهې وي.

01/12/2023

موضوع: نوښت، داسې بخارۍ او منقل چې په مبلایلو د روښانه کېدو وړتیا لري - ډير جالب،کم مصرفه بې ضرره او ښه کيفيت لرونکي دي
د خپل کور د کم مصرف لپاره يې انتخاب کړٸ !
لاندي وټساپ شميره ورسره په اړيکه کې شٸ!
/0748085647

01/12/2023

سلامونه خوږو دوستانو ډير وخت باد د يو څه مصروفياتو له وجه غير حاضره وو
يو ځل بيا ستاسو خدمت ته حاضر شولو!

31/05/2023

که د ملا درد لرئ لاندې ساده او اسانه تمرین تاسې سره د درد په کمولو کې مرسته کوي.

21/05/2023

که میلمانه خبر شي
چې ښځې پرې په اشپزخانه کې کوم ماډل نومونه ږدې
په ټول عمر به چیرته لاړ نشی،
🙈😂🙈

17/05/2023

نه مې درته ویلی چې بې ځايه زورونه مه وههههه😜
😝🤪🤣

17/05/2023

د حاملګی د دوران میکروب چې د ماشوم ضایع کیدو سبب کیږی یا TORCH infection !

◀ آیا دا میکروب پیژنی ؟
◀ څه ډول میکروب دی او ولی مینځ ته راځی او کومی بدی پایلی مینځ ته راوړی ؟
◀ آیا ددی میکروب تداوی امکان لری ؟

↩ ددی پوسټ په لیدو به مو ټول سوالونه حل شی !

ټارچ اینفکشن یا TORCH infection : د حاملګی د دوران اکثره او مهم انتانی ناروغی ده چې نن سبا اکثره حامله میندی د همدی انتانی ناروغۍ څخه رنج وړی ، چې عامیانه اصطلاح کی ورته دحاملګی د دوران د وینی مکروب وایی . دا ناروغی خپله یو سنډروم دی چې لاندی انتاناتو څخه مینځ ته راغلی دی :
1 - Toxoplasmosis .
2 - Other infection like ( Chlamydia ,HIV , Syphillis , Coxasacki virus , Hepatotis B , Chicken pox ) .
3 - Rubella .
4 - Cytomegalo virus .
5 - Herpes simplex virus 2 .

◀ پورتنئ ټولی ناروغۍ د حمل په محتوی باندی بدی اغیزی مینځ ته راوړلی شی . د حمل په دوران کی نوموړی انتانات د پلاسنټا څخه تیریږی اود Fetus په وده او نمو باندی بده اغیزه کوی .

د ټارچ اینفِکشن تاثیرات :

① که چېری یوه حامله مور په ( 11 - 20 ) هفته کی په دی مکروب اخته شي نو % 90 د لاندي سنډروم احتمال شته دی :
☞ Congenital Rubella Syndrome .

② په % 25 واقعاتو کی هغه ماشومان چې مور یی د حاملګۍ په لمړی دری میاشتو کی په روبیلا انتان اخته شوی وی نو ماشوم کی لاندی مشکلات مینځ ته راځی :

1 - Cataract .
2 - Hrart defect ( PDA ) .
3 - Poor eye sight .
4 - Hearing loss .
5 - Movement disorder .
6 - Mental retardation .

③ همدا رنګه د لاندی ناروغیو د پیدا کیدو باعث هم ګرځی :

1 - Meningitis .
2 - Pneumonia .
3 - Anemia .

ددی میکروبی نارغۍ کلینیکی نښی :

◀ کله چې یوه حامله مور په دی ناروغئ اخته شي نو لاندی کلینیکی څرګندونی پکی مینځ ته راځی :
1 - Flue .
2 - Petechial Rash on the skin .
3 - Fever .
4 - Poor feeding .
5 - Enlarged Liver and Spleen .
6 - Jaundice .
7 - Muscle pain .
8 - Fatigue .
9 - Some time cough and tonsilitis .

د ټارچ اینفکشن تشخیص :

1 - Clinical finding .
2 - Comlete physical exame
3 - Blood exame for TORCH infection .

15/05/2023

*‏سجدې هلته قبلیږي* ،
*کله چې د سر سره* 💞
*زړه هم کښته شي !!!*

09/05/2023

دا ټکی "LV3 نقطه" هره ورځ د 2 څخه تر 3 دقیقو لپاره فشار ورکړئ.

دا د لید ښه کولو کې مرسته کوي
د خپګان کمولو کې مرسته کوي
فشار او ستړیا کموي
د درد کمولو کې مرسته کوي ، په ځانګړي توګه د سر درد

ستاسو د روغتیا په هیله ګرانو دوستانو.

09/04/2023

که ميږيان يا هغه ډوډۍ چې ميږيان ورسره لګېدلي وي وخوړل شي

هغه خواړه چې ميږيان ور سره لګېدلي او تماس کې شوي وي، نو خوړل يې وجود ته زيان پېښوي. ميږيان د Salmonella په نوم يوه مضره بکتريا لېږدوي او بيا يې پر خواړو پرېږدي. که دغه بکتريا وجود ته دننه شي نو خارښت، اسهال، شديده تبه، د نس درد او کانګې پيدا کوي.

عمومي طبي معلومات Medical - YouTube 09/04/2023

يوټيوب چينل کې هم راسره ملګري شٸ مننه❤

عمومي طبي معلومات Medical - YouTube د انلاين طبي زده کړو او د نړۍ طبي ګټورو معلوماتو لپاره زمونږ يوټيوب چينل درسره سبسکرايب او خوښ کړٸ زمونږ د عمومي طبي معلوماتو پاڼه تاسو ته په زړه پورې طبي مع...

Photos from ‎عمومي طبي معلومات‎'s post 03/04/2023

د روغتيا اړوند ځينې جالب معومات ولولئ او له خپلو ملګرو سره يې شېر کړئ

02/04/2023

روژه د زړه د حملې مخنيوى کوي
روژه د زړه د حملې Heart Attack (Myocardial Infarction) مخنيوى کوي، له همدې کبله که پر چا د زړه حمله راځي روژه هغه ټول احتمالات او ګواښونه له منځه وړي ـ الحمدلله
تاسي هم الحمدلله وليکى ـ

23/03/2023

روژه د رحمت ، مغفرت ، او د عبادت مياشت ده ، هر چاته بښنه او تيريدنه وکړئ . الله پاک به تاسي ته ستاسي د ګناهونو بښنه وکړي !

Photos from ‎عمومي طبي معلومات‎'s post 18/03/2023

له ډاکټرصاحبانو نه مو غوښتنه ده چې ځواب يې کړي او د روغتيا لپاره ورته غوره درملنه وښاياست!
د يو ځوان سوال؟
د ګازي بخارى نيولو له امله او د فشار د جګوالي له امله اوس دغه د سترګي تور ګاټى ښي طرف ته زور نه کوي ،د سترګو متخصصينو راته وويل چې سترګه کې دي مشکل نشته د سترګو عضلې دي زور اخيستى مشکل په عضله کې ده او عقلي عصبي جراح ډاکټر ته ولاړ شه، خو عقلي او عصبي جراح ته لاړم ٢مياشتي کيږي چې تدواى تري کوم خو سترګه کې کوم فرق نه د راغلى او متخصص صاحب راته وايې چې وخت سره ښه کيږې
له تاسو ډاکټر صاحبانو څخه هيله کوم چې د تداوي لپاره بله غوره لاره راته وښاياست او يا يو ښه عصبي جراح ډاکټر ادرس راته وليکٸ مننه
نوټ:- د بخارى نيولو سره ورورسته چپ طرف پښه او لاس مي هم سم کار نه کاوه خو هغه اوس ښه شول خو د ښي طرف سترګي تور ګاټي چپ طرف حرکت کوي خو ښي طرف ته بيا تور ګاټى حرکت نه کوي..!
هيله ده چې يوه روغتيايې سپارښتنه راته وکړٸ منندويه به مو شم🙏

18/03/2023

څلور مهم خواړه چې ځيګر په ۱۴ ورځو کې د غوړو او زهري موادو څخه پاکوي

ځيګر د انسان د بدن يو خورا مهم غړی دی، زياتې مهمې او‌ حياتي دندې مخته وړي، ځيګر صفرا توليدوي او زهرجن مواد تصفيه کوي. صفرا بيا د غوړو د ميده کولو او د ځينې موادو ورڅخه اېستلو او ورسره د پاکولو لپاره کارېږي.
د زهري موادو څخه د ځيګر د پاکولو لپاره د
۱) اوږې خوړل يو ترټولو ساده او ګټور کار دی، په اوږه کې قوی انتي بيوتيک شتون لري د بکتريا او التهابونو په وړاندې لومړی درجه مقابله کوي.
۲)په دوهم قدم کې چغندر د ځيګر د التهاب او غوړو د کمولو په برخه کې ترټولو فعال خواړه دي.په چغندر کې موجود مواد د انزايمو له اندازې زياتېدل دروي او د ځيګر د ناروغيو مخه په لومړۍ مرحله کې نيسي.
څېړنو موندلې ده چې د ځيګر د غوړېدو د مخنیوي يا د غوړ ځيګر چې نور خپل کار نشي کولی بېرته د غوړو څخه د پاکولو په برخه کې شين چای خاصه ګټه لري.
۳) شين چای د انتی اوکسيډانو يوه مشهوره سرچینه ده او د ځيګر د سرطان په مخنیوي کې هم د پام وړ رول لري.
۴)ممپلي هم د کولين په نامه قوي مواد لري چې د ځيګر په روغتیا ډېر ښه تاثیر لري، ممپلي په عين حال کې د انتی اوکسيډانو څخه هم بډايه دي د ځيګر د غوړو په راکمولو د التهاب په راکمولو او د سرطان په مخنیوي کې ګټور ثابت شوی دی.

Photos from ‎عمومي طبي معلومات‎'s post 13/03/2023

هغه غذايي مواد چې په مختلفو حالاتو کې روغتيا ته ګټې او زيانونه لري
له نورو دوستانو سره يې شريک کړٸ او هم زمونږ صفحه لايک او پالو کړٸ

12/03/2023

له نورو دوستانو سره يې شريک کړٸ مننه!

Photos from ‎عمومي طبي معلومات‎'s post 10/03/2023

د انسان روغتيا اړوند حقايق معلومات ولولئ او له خپلو ملګرو سره يې #شېر کړئ

07/03/2023

د ګيډې ګاز (ګيس) څخه څنګه ځان خلاص کړو؟؟

په کولمو کې د ګاز جمع کيدل د ګيډې د ناراحتي، درد، سختوالی، او حتی د ګيډي د پړسوب لامل کيږي

په نارمل توګه ټول خلک د نس کمه اندازه ګاز لري مګر د ناراحتې لامل نه کيږي په ځينو خلکو کي د اندازي زيات ګاز په کولمو جمع کيږې چې دوي په دوامداره توګه ډير نارامه وي او هميشه په ګيډه کي د ناراحتي څخه زوريږې
بعضې وخت د ګيډې ګاز د دومره زيات شدید درد لام کېږي چې ډاکټر د اپینډیسایټس يا د تريخي د تيږو د دردونو سره غلطوي
خوشبختانه، کورنۍ درملنه کولی شي چي په ګيډه کي جمع شوي ګاز له منځه ويسي او یا يي د جوړيدو مخه ونيسي.

د ګيډې د ګاز څخه د خلاصون لارې چارې

1. اجازه ورکړئ چي ګاز خارج شي
په ګيډه کي د ګاز ساتل د ګيډې د سوځیدو، ناراحتۍ او درد لامل کيږي. د دې نښو څخه د مخنیوي ترټولو اسانه لار دا ده چې په ساده ډول ګاز د کولمو څخه د باد په شکل خارج کړئ.

2. رفع حاجت يا د غايطه مواد کؤل
د غايطه موادو په خارجيدو سره ګاز هم خارجيږي.

3. ورو ورو خوراک وکړئ
په چټکۍ يا په بيړه بيړه خوراک کولو سره يو جای معدي ته هوا هم داخليږي نو معدي ته د هوا دخليدو څخه د مخنيوي لپاره ضروري ده چي خوراک په کراره وشي

4. د ژاولو ژولو څخه ډډه وکړئ
د ژاولو ژولو سره هم معدې ته هوا تیریږي، کوم چې په ګيډه کي د جمع شوي باد او ګاز له امله د ګيډې ناراحتي نوره هم زياتيږي. همدارنګه ژاولي مصنوعي خواږه لري چي دا هم د ګاز لامل کيږي

5. سګرټ څکول پریږدئ

سګرټ څکول د دې لامل کیږي چې هوا د هاضمې سيستم ته ننوځي. د سګرټ څکول پرته د ګيډې د ګاز نوري روغتیا ستونزې هم راولاړوي.

6. ګاز نه لرونکی څښاک غوره کړئ

کاربون لرونکي مشروبات، لکه پيپسي او دي ته ورته مشروبات د ګيډې ګاز نور هم زياتوي بايد له څښلو څخه يي ډډه وشي

7. د ګاز جوړونکو خوړو څخه پرهيز وکړئ
لکه د لبنیاتو محصولات(شېدې، مستې،شړومبې،پنېر)
# غوړ لرونکي خواړه
# هوږه او پیاز
# لوبیا
# مساله لرونکي خواړه
# ګولپي
# کچالو
# خواږه لکه چاکلېټ

8. چای وڅښئ
چای کولی شي په هضم کې مرسته وکړي د ګيډې ګاز او درد په چټکۍ سره کم کړي. ترټولو اغیزمن چاي چي په ترکيب کي لاندي مواد ولري ډير اغيزمن ثابت شوې
# کیمومائل
# ادرک
# پودینه

9. د پودینې څخه ګټه واخلئ

پودينه پا نعنه دګيډې د ګاز سربيره د قبضيت په رفع کولو کي هم ستر نقش لري

10. له فعاله چارکولو څخه ګټه واخلئ

فعاله چارکول یو ډول طبیعي محصول ده چې د نسخې پرته درملتونونو کې د ګولويو په بڼه شتون لري. دغو ګولی په ګيډه کي د ګاز د جمع کيدو مخه نيسي .

دا غوره ده چې په تدریجي ډول د فعال چارکول مصرف رامینځته کړئ. دا به د ناغوښتل شوي نښو مخه ونیسي، لکه قبضیت او التهاب.

11. تمرین کول

تمرین کول د کولمو عضلات آراموي همدارنکه د هاضمي سیسټم له لارې د ګاز په حرکت کې مرسته کوي. د خواړو وروسته نرم تمرين يا مزل کول ګټور تماميږي.

12. ژوره ساه اخيستل

ژوره ساه اخيست ممکن د هرچا لپاره موثره نه وي ممکن د ډیري هوا اخیستل په کولمو کې د ګاز مقدار ډیر کړي.
په هرصورت،په ځینو کسانو کي د ژوري ساه اخيستلو سره په کولمو کي د جمع شوي ګاز خارجيدلو له امله په ګيډه کي د راحت احساس تر سره کړی.

13 . دګاز ضد درمل واخلئ

یو ډول مشهور درمل د ، سمیتیکون، په نامه چي د ګاز په له منځه وړلو کي موثره ثابت شوي په بازار کي په مختلفو تجارتي نومونو ياديږي استفاده کولاۍ شئ

که د پورتنيو کړنو عملي کولو سربېره بيا هم د ګېډې د ګاز څخه خلاصون ونه مومئ په دې صورت کې اړينه ده چې د داکتر سره مشوره وکړئ تر څو د ګاز سبب معلوم او مطابق درملنه ترسره کړي

07/03/2023

د کیلې روغتیايي ګټې :

★ روغتیاپوهان وایي، کیله له دې سره ـ سره ، چې ښه میوه ده یو ډول طاقتوره غذا هم ده
★کیله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه کلسیم لري، چې د ورځې درې دانې کیلې خوړل د بدن نیمه برخه کلسیم پوره کولی شي او ښه ځانګړنه یې دا ده، چې د کیلو کلسیم د پنیر او شیدو د کلسیمو په پرتله زر هضم کیږي.
★د ویني د فشار کنترول؛ کیلې په کمه اندازه سوډیم او په پراخه کچه پوتاشیم لري چي دا دویني د فشار په کنترول او تنظیم او د زړه په روغ ساتلو کي خورا ستر رول لوبوي.
★ انرژي؛ له کار کولو څخه وړاندي د کیلې خوړل په وجود کي کافي انرژي تامینوي او ستاسو د کارکولو ځواک لوړوي.
★کیله له هغو میوو څخه شمیرل کیږي، چې د سي ویټامینونو څخه په زیاته اندازه غني دي.
★د معدې زخمونه؛ کیلې ښه او نرم ترکیب د انتي اسید ځانکړتیاوو د لرلو له امله د معدې د جدارونو په محافظه کي اغیزمن رول لري او د هغه د تخریش څخه مخنیوی کوي ځکه نو له یوې خوا د معدې د زخم د جوړیدو څخه مخنیوی کوي او له بلي خوا د هغه ناروغانو لپاره هم ګټور تمامیږي چي د معدې له زخم څخه ځوریږی.
★کیله د بي ویټامینونو په درلودلو سره د هغه میوو په کتار کې راځي، چې د بدن توازن مو سالم او نارمل ساتي.
★د سترګو دید هم زیاتوي او هم یې صفا کوي، د ماشوم په وده کې مهم رول لري، د وینې په جوړیدو او د روماتیزم په مخنیوي کې مثبت تاثیر لري.
★کمخوني؛ کیلې په خپل ترکیب کي په کافي اندازه اوسپنه لري، د هیموګلوبین د تولید په تنبیه کولو سره د کمخونۍ په له مینځه وړلو کي هم رول لري.
★ ژورخفګان یا Depression؛ کیله یوازنۍ میوه ده چي Tryphtophan لري نوموړې ماده په وجود کي په سیروتونین بدلیږي او سیروتونین په وجود کي د خوشحالۍ او آرامۍ احساس تقویه کوي او په دې ډول ژورخفګان له مینځه وړي
★کیله له هغه موادو څخه برخمنه ده، نه پریږدي په ګردو کې مالګه جمع شي او د پوتاشیمو په درلودلو سره د وینې د شریانونو د بندیدو مخه نیسي.

•یادونه :
دې خبرې ته مو باید پام وي، هغه کسان چې شکر ولري، د وینې ناروغي ولري او یا چاغ وي باید د کیلې له خوړلو ځینې ډډه وکړي.

Photos from ‎عمومي طبي معلومات‎'s post 02/03/2023

د اولاد نه کېدو يو ستر علت د سپرم یا د منی کموالي دي . لاندې معلومات ولولئ او د سپرم زياتوالي لارې چارې زده کړئ .

01/03/2023

دا ډېر پاک او مقدس لباس دی، خو دلته ځینې افغان ډاکترانو ډېر سخت سپک او بدنام کړ. پوهیږم ډېرو ته ددې لباس په لیدو به استفراق ورځي، او هغه غله، قاتلین، قصابان ډاکتران به ذهن ته ورځي چې ددوی یا ددوی د خپلوانو او دوستانو په ژوند یې لوبې کړې ي او تل به پرې لعنت وایي.
رښتني، صادق او خپل مسلک ته ژمن ډاکتران د ژوندي وي، هغه مو ویاړ دي!!

01/03/2023

یا الله پاکه
په روغتونونو او کورونو کښي ټولو ناروغانو ته عاجله شِفاء ورکړي، آمین
🤲

01/03/2023

بسم الله الرحمن الرحیم رحیم

د انسان د تکثري (تناسلي) جهاز غړي:

انسان د نسل د ډيرښت او پايښت لپاره ځانګړی تناسلي جهاز لري. د نارينه او ښځينه جنسونو د تناسلي جهازونو غړي بيلابيلې د ندې سرته رسوي. ګونادونه (Go**ds) يا تناسلي غړي يې جنسي حجرې (Gametes) توليدوي. د نارينه ګونادونو دوه خصيې دي، چې سپرم(Sperm) توليدوي.
په ښځينه جنس کې تخمدانونه (Ovaries)، تخمه(Ovum) توليدوي. همدارنګه ګونادونه سربيره پر سپرم او تخمې هورمونونه هم توليدوي. تخمدانونه د استروجن(Estrogen) او پروجسترون (Progesterone) په نامه هورمونونه توليدوي چې د تخمې د ازادېدو او ښځينه خواصو د کنټرول دندې سرته رسوي.
خصيې د اندروجن (Androgen) او تسترون (Testosterone) په نامه هورمونونه توليدوي، چې د نارينه جنسې خواص کنټرولوي.
کله چې د نارينه او ښځينه جنسونو ګونادونه په فعاليت پيل وکړي د بلوغيت دوران پيل کيږي. د بلوغيت په دوران کې نارينه او ښځو دواړو کې مشخصې ځانګړتياوې رامنځته کيږي، لکه د غږ بدلون، په ځانګړو ځايونو کې د ويښتانو شنه کيدل او نور.

انشاء الله په راتلونکي کې به د ښځينه او نارينه تناسلي غړي په ترتيب سره په مفصل ډول تر مطالعې لاندې نيسو:
مننه!

27/02/2023

*باوري اوسـه 😊🌿!*
*الله ﷻ ته پورته شوي لاسونه*
*هیڅڪله تش نه راڪَرځي...!❤🕋🙏

27/02/2023

#ډاکټرانو ته

یو عرب ډاکټر لیکي : هارورډ پوهنتون (Harvard University) کې زما استاد چیسټر جونز د نصیحت په ټوګه راته وویل:

✓ په پیسو پسې به منډې نه وهې، ژر ده چې هغه وخت به راشي چې پیسې به په تا پسې منډې وهي.

✓ د ناروغانو حالت ته متوجه اوسه! مادي اړخ مکمل هېر کړه.

✓ کله چې له تنګسیا او په پرېکړه کې له سخت حالت سره مخ شوې، پخپله پرېکړه مه کوه؛ خامخا بل چا سره مشوره وکړه، ان که هغه بل ستا نه کشر وي هم.

✓ هر ناروغ سره داسې چلند کوه لکه ستا ډېر نږدې خپلوان، کله چې د هغوی علاج پیلوې، له ځانه پوښتنه وکړه، چې که دا ناروغ ستا پلار، مور، زوی وغیره وی؛ ایا تا به یې همدا رقم علاج کوه؟

✓ علمي څېړنو او د طب اساسي علومو ته پوره متوجه اوسه، د عام ډاکټر او استاد ډاکټر توپیر دا دی چې دویم علمي څېړنو، طبي تحقیقاتو او علومو پوره اهتمام کوي، زده کړې او مطالعې ته همیشه ځانګړی وخت ورکوه، د علم لذت او خوند له ټولو خوندونو زیات ده.

26/02/2023

اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُوۡرًا

بېشكه الله ډېر معافي كوونكى،
ښه مغفرت كوونكى دى !!❤️

17/02/2023

چوره (Hernia)
چوره هغه وخت پیښیږي کله چې د بدن یو داخلي برخه (عضله او یا د عضلې پوښ) باندی فشار راوړی او د نورو غړو یا انساجو د کومو دیوالونه چی ضعیفه او یا نری دی له هغو څخه ځان بهر خوا ته راوباسی. چوره معمولا د سینې او ورنونو تر مینځ ځایونو کی راپیدا کیږي. اکثره څوک پدی نه پوهیږی چی چوره دی ، خو ځینو وختونو کی بیا امکان لری چی یوه کلکوالی یا غوټه حس شی او یا هم د چوری ځای پړسیدلی شانته ښکاری.

چوره شوې ځاي د خپل عادی حالت نه راپړسیدلی یا اوچت وي ، او کله چی په لاس باندی فشار ورباندي راوړل شي نو بیرته به خپل عادي حالت ته ورشي ، او پړسوب به له مینځه ولاړ شی. چوره څو ډوله ده ، خو مختصره تشریح به یی پدی لاندی ځای کی وشی:

د انګول چوره Inguinal hernias
د ورون په پورتنی برخه (سپوغزو) کی پړسوب یا چوره کیدو ته وییل کیږی.

د فیموریل چوره Femoral hernias
فیمورلي چوره کیدل د پورتنی چوری نه لږ په پورته برخ کی وی.

د امبیلیکل چوره (Umbilical hernias)
دا چوره د نامه په برخه کی پیدا کیږی

هیټس چوره (Hiatus hernias)
دا چوره د سینی او ګیډی تر مینځ په پرده کی پیدا کیږي. پدی چوره کی د ګیډې محتوی د سینې په برخه کی ننوځي.

کله باید ډاکتر ته مراجعه وشی
هر کله چی یو څوک پوه شی چی چوره لرئ نو ضروری ده چی ډاکتر او یا روغتون ته مراجعه وکړي. د تشخیص نه وروسته ډاکتر ممکن دا کس د جراحي درملنې لپاره روغتون ته معرفي کړي. که را لاندی نښي مو په ځان کی ولیدلې نو سمدلاسه خپل نږدې روغتون ته مراجعه کول پکار دي.

د چورې نښي:
- ناڅاپي ډیر سخت درد
- کانګی کول یا د زړه بدوالی
- د رفع حاجت سره ستونزه پیدا کیدل
- د باد په خارجیدو کی ستونزه پیدا کیدل
- کله چی چوره ډیره کلکه وی او د فشار راوړلو پواسطه بیرته نننوځی

که چیری دا پورتنی حالات په چا کی موجود وي نو ډیر امکان شته چی یو د دی لاندی څیزونو څخه ورپیښ شوی وی:

۱- د چوری په وجه هغه غړی چی تر فشار لاندی دی هغه ته د وینې تګ راتګ پوره او یا نیمایی نه ډیر قطع شوي دي
۲- د کولمو یوه برخه (ټوټه) هارنیا ته ننوتی او هلته بنده پاتی

دا پورته ذکر شوی حالات عاجلی طبی مرستی ته ضرورت لری نو همدا ده چی څومره زر کیدای شی روغتون ته ځان ورسوه چی ژر تر ژره مو درملنه وشي.

Photos from ‎عمومي طبي معلومات‎'s post 11/02/2023
11/02/2023

يک گلاس آب زردک بيش از 8 برابر نياز روزانه‏ افراد به ويتامين a را تامين ميکند !❌ 🥕

▫️ويتامين a براي رشد اندام‏ها و استخوان‏ها لازم است و براي حفظ قدرت بينايي مهم است

▫️مصرف آب زردک در صبح ناشتا مواد سمي را از خون خارج مي‌كند. نوشیدن مستمر ۱ گلاس آب زردک سیستم ایمنی را تقویت و به حفط سلامت قلب کمک می‌کند. اگر آسم يا گرفتگي صدا داريد آب زردک بخوريد

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

موضوع: نوښت، داسې بخارۍ او منقل چې په مبلایلو د روښانه کېدو وړتیا لري - ډير جالب،کم مصرفه بې ضرره او ښه کيفيت لرونکي ديد...
نه مې درته ویلی چې بې ځايه زورونه مه وههههه😜😝🤪🤣
د ملا دردونو دوايې او حل لار يې!ويډو حتمن وګورٸ او له نورو دوستانو سره يې شريکه کړٸ مننهعمومي طبي معلومات
د هر لمانځه څخه ورورسته دغه دعا کوٸ!🕋🙏ويډو درسره شريکه کړٸ مننه عمومي طبي معلومات
تر ټولو بد خیانت د انسان له ژوند سره لوبي دي.تاسي کابل کي د اريانا طبي کمپلکس خیانت وګورئ.😥
ويډو درسره مخکي شٸير کړٸ
کابل کې يوه مور د خپل زوى جنازې ته انتظار کې ده.نن په کابل کې چاودني  50 کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې ټول زده کونکي وو.....
خداى خو دي ورک کړه له دي خاوري انقلابه تنکي تنکي ځوانان مې وژنې...💔🇦🇫😥#عمومي_طبي_معلومات
یوه زده‌کوونکې وایي: "زموږ له احساساتو سره یې ولې لوبې وکړې او ولې یې بېرته خپلو کورونو ته واستولو؟"د بې وسۍ اخيري حد......
تر اوښکو مو جارشم زمونږ اتلو قهرمانانو...😭💝
د انسان د سترګي جوړښت په اړه جالب اړين معلومات!ويډو حتمي وګورٸ او له نورو دوستانو سره يې شريکه کړٸ مننهيوټيوب چينل هم در...
د ټراميټابول شربت غلا خو په غلآ کې هم نه حسابېږي!🤔😄

Telephone

Address

Kabul
Kabul
Other Kabul clinics (show all)
Khair Khana 102 Beds Hospital-شفاخانه 102 بستر خیرخانه Khair Khana 102 Beds Hospital-شفاخانه 102 بستر خیرخانه
Lycee Maryam , District 11th Khair Khana
Kabul, 1008

شفاخانه زایشگاه افغانستان-Afghanistan Maternity Hospital شفاخانه زایشگاه افغانستان-Afghanistan Maternity Hospital
4 Project Taimani Street
Kabul, 1001

راحت ترین مکان برای پیدایش اولاد شما

Shefajo Hospital   مرکز صحی شفاجو Shefajo Hospital مرکز صحی شفاجو
15 Street Of Wazir Akbar Khan
Kabul

we are committed to provide high quality and standard result to improve diagnosing situation for a be

کلینیک دندان افغانستان-Afghanistan Dental Clinic کلینیک دندان افغانستان-Afghanistan Dental Clinic
Kabul

بهترین خدمات با نازل ترین قیمت در خدمت شما

شفاخانه اطفال افغانستان Afghanistan Children Hospital شفاخانه اطفال افغانستان Afghanistan Children Hospital
سرک سه پروژه تایمنی
Kabul

معیاری ترین مکان برای تشخیص و تداوی امراض اطفال در افغا

Unique Obestrics & Gynaecology Hospital شفاخانه اختصاصی نسائی ولادی یونیک Unique Obestrics & Gynaecology Hospital شفاخانه اختصاصی نسائی ولادی یونیک
کابل، حصه سوم خیرخانه، گولائی پارک، سرک نو دانش
Kabul, 1008

شفاخانه اختصاصی نسائی ولادی یونیک بطور 24 ساعته در خدمت

Hanzala Ghorzang Hospital-شفاخانه حنظله غورځنګ Hanzala Ghorzang Hospital-شفاخانه حنظله غورځنګ
5TH DISTRICT, BAZAR, AFSHAR
Kabul

PATIENT WELFARE IS OUR VISION LIFE ENHANCING, RENAL CARE

Aziz Irfan urology hospital Aziz Irfan urology hospital
Sarai Shamali Square Haji Chaman Road
Kabul, AZIZULLAH

A I U H

Dr Ghufran Hayati داکتر غفران حیاتی Dr Ghufran Hayati داکتر غفران حیاتی
Kabul

Sharing medical information for every age which can know his/her deasise and diagnosis and treat the

شفاخانه صحت شهر شفاخانه صحت شهر
KaRoute Parwan Square
Kabul, 1011

شفاخانه صحت شهر مدرن ترین شفاخانه ای با بیش از یک دهه تجربه در تشخیص و معالجه، در کابل فعالیت دارد.