CGTN Pashto
CGTN(China Global Television Network) Pashto
موږ تاسی ته د چین نړیوالۍ رسنۍ خپروني په پښتو ژبه خپروو
دا کوچنی سولر د لمریزې انرژۍ د اوسنیو غټو سولرونو دوه برابره انرژي تولیدولی شي
په لندن کې د اکسفورډ پوهنتون فزیکپوهانو داسې کوچنۍ پنل یا سولر جوړه کړې چې د اوسنیو لویو سولرونو دوه برابره زیاته برېښنا تولیدولی شي.
د ای ټی سی یو (ITC UA) د راپور پر اساس، دا کوچنۍ سولر به د لمریزې انرژۍ په تولید کې انقلاب راولي.
راپور کې راغلي، چې دا ډېر نازک او د لمر جذبوونکی پنل قاتېدای هم شي چې پر هر جسم د ايښودلو قابليت لري
ددې پنل په جوړېدو سره، د اوسنیو لویو سولرونو ته اړتیا نشته چې د چې ډير لویې ځای ونیسي او یا د خلکو د کورونو ټول بامونه وپوښي.
فزیکپوهانو ویلي، دا پنل د پیرووسکیټ په نوم موادو څخه جوړ شوی چې د سیلیکان لرونکو سولرونو په پرتله د لمر ډېره انرژي جذبوي.
دوی زیاتوي، دا مهال د داسې پنل تولید یوه جدي اړتیا ده، ځکه چې اقلیمي بدلون په چټکۍ سره د ځمکې سیاره تودوي او دا پنل نړۍ دې ته اړ کوي چې د پاکې انرژۍ په لور حرکت ګړندی کړي، او د لمر انرژي څخه ډیره ګټه پورته واخیستل شي.
CGTN Pashto
د سريلانکا صدراعظم دنيش ګونا وردينا د چين د صدراعظم لي کا چيانګ په بلنه د دوشنبې په ورځ چين ته په شپږ ورځني رسمي سفر بېجينګ ته ورسېد.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جمعې په ورځ وويل، د چين مشران به له ګونا وردينا سره د چين او سريلانکا د دوديزې دوستۍ د دوام، د سياسي متقابل باور د ژورتيا، د عملي همکارۍ د پراخولو او د ګډو ګټو د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه ژورې خبرې اترې وکړي.
چين او سريلانکا ګاونډي هېوادونه دي چې دوديزه دوستي لري.
لين وويل، په ١٩٥٧ کال کې د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، دواړو هېوادونو تل له يو بل سره مرسته کړې، چې د هېوادونو ترمنځ د مساوي چلند او دوستانه ګډ ژوند يوه ښه بېلګه يې وړاندې کړې ده.
د چین لومړنۍ په کور جوړ شوي قطبي يخ ماتونکی کښتۍ (Xuelong2) به د اپریل په میاشت کې دویمه تاريخي سفر پیل کړي.
د يادي کښتی د سفر په موخه به هانګ کنګ کې مراسم نیولي کیږي د دغې غونډي اجرایوي مشر هوکین چنګ وویل دغه کښتی به د اپریل په اتمه نيټه یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل پینځه ورځني سفر پیل کړي چې ځیني مشران او لوړ پوړي ساینس پوهان به په سفر کې ګډون ولري.
دغه کښتی به د عامه خلکو د ليدني لپاره د اپریل نهم څخه تر دولسم پوری په وړیا ډول پرانیستي وي.
د (Xuelong2) قطبي يخ ماتونکی کښتۍ 122.5 متره اوږدوالی لري، نږدي 14000 ټنه بار وړلو وړتیا لري او 23.2 میګاواټه بريښنا پکي نصب شوي دی.
دغه کښتی په هغو سیمو کې چې د يخ لوړ کثافت لري ساينسي څيړني ترسره کوي او د هایدرولوژي، کیمیا او ایکولوژي په اړه معلومات راټولوي.
دغه کښتی خپل لومړي سفر په 2019 کال کې پیل کړه ډيسمبر میاشت انټراټیک ته ورسیده او اوس بیرته له هغه ځایه خپل سفر ته دوام ورکوي د کینګ لین سټيشن څخه خپل سفري غړو ترلاسه کولو ورسته بیرته چین ته ورسیږي.
چي شيان لينګ چې د اوو پېغلو غره په نامه هم یادیږي دغه غر د چين های نان ولايت په جنوبي برخې _باوتينګ لي او مياو_ خود مختاره سيمه کې پروت دی.
د غه غر د ګرمو چینو، بې ساري غرونو او استوایی باران ځنګلونو له امله خورا مشهور دی، دغه غر په 1998 م کال کې د کیکسیانلینګ ملي پارک په نوم په رسمي ډول د حکومت لخوا د ملي کچې ځنګلي پارک په توګه وپیژندل شو.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو د عملیاتو پلان تصویب کړه
دا اقدام هغه وخت ترسره شو چې حماس د بندیانو تبادله کولو غوښتنه رد کړه
د اسرایلو دغې پریکړي نړیوال غبرګونونه پارولي دي، رفح هغه سیمه ده چې شاوخوا يونيم میلونه فلسطیني وګړو د اسرائیلو او حماس له جګړو څخه پناه وړی دی
په رفح کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د ترسره کولو د پریکړې په غبرګون کې، د فلسطین ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه، په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې د "د ظالمانه تیري" مخه ونیسي، چې د غزې په تړانګه کې به د فلسطین د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي دي نوموړي په غزه کې د خلکو د بې ځایه کیدو په اړه د فلسطین دریز بیت تکرار کړه او وي ویلي دا سره کرښه ده
د حماس د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ په یوه مطبوعاتي بیان کې وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمیر 31,490 ته رسیدلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېرو 24 ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ په ساحلي سیمو کې 149 فلسطینیان وژلي او 300 نور یې ټپیان کړي دي، چې له دې سره د 2023 کال د اکتوبر له اوومې د جګړې له پیلېدو راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 31490 او د ټپیانو شمېر 73439 تنو ته رسېدلی دی.
د افغانستان په بدخشان ولایت کې د غورځیدلي الوتکې سپاره مسافر ژغورل شوي.
نوموړي الوتکه چې د بدخشان ولایت کوف آب ولسوالی په غرنۍ او له واورو ډک سیمه کې غورځیدلی وه د طالبانو حکومت ژغورونکو ډلې ساحي ته ورغلي.
د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت د عامه اطلاعاتو او نشراتو اداري په وینا په دغه الوتکه کې شپږ تنه سپرلی وه چې د هغوى له جملي څخه څلور تنه يې ژوندي ژغورل شوي او دوه تنه يې مړه دي.
ټپیانو سره لومړني مرستي شوي او ښيې درملني لپاره به پلازميني ته انتقال شي.
ددوي په وینا دغه الوتکه د روسيې هیواد اړوند بلل شوي.
آیا تاسی د خپل موبایل او یا بل بريښنایې وسیلي د لنډي مودي لپاره د چارج ساتلو څخه مایوسه یې؟
د چين سټارټب شرکت تاسي ته نوي او په زړه پوري تولید وړاندي کوي.
بیټاولټ ټکنالوژی د يوي سکي په اندازه (BV100) اټومي بټرۍ را مينځته کړی، نومړي بیټرۍ ددي توانايې لري چې ستاسی الیترونیکی وسیله تر 50 کلنو پوري پرته له چارج کولو روښانه او فعاله وساتي.
له دغه محصول تمه کیږي چې د بريښنا رسولو راتلونکي شکل ته تغیر ورکړي او د خلکو په مختلفو برقي وسایلو له فضاء څخه نيولي تر طبي وسایلو پوري د برق استعمال طریقه بدله کړي.
دغه بیټري د اوسنیو دوديزو بټریو برعکس خورا سختو شرایطو کې په خه توګه کار کوي دغه بټری د سانتي ګراد 120 څخه تر -60 درجي سانتي ګراد پوري په عادي ډول خپل فعالیت کوي او همدا رنګه سخت فزیکي ضربه لیدلو په وړاندي هم مقاومت لري.
د ساینس او ټکنالوژی ډلي د جنوري په اتمه نيټه خپره شوي يوه مقاله کې ويلي دغه بیټرۍ اوسمهال په ازمايښتي مرحله کې ده او ددي کال تر پایه پوري به په پراخه کچه تولید ته وړاندي شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له ایران او پاکستان څخه د زغم غوښتنه وکړه،
د پاکستان او ایران تر منځ اخ و ډب او د سرغړونې په غبرګون کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دواړو خواوو د زغم غوښتنه وکړه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ وويل، چين تل په دې نظر دی چې د هېوادونو ترمنځ اړيکې بايد د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو نورمونو او د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوالو قوانينو پر اصولو ولاړې وي او په عين حال کې چين په دې باور دی چې ټول هېوادونه باید خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی او ساتنه وکوي.
هغه له ایران او پاکستانه وغوښتل چې د دوو ګاونډیو او ستر اسلامي هېوادونو په توګه له زغمه کار واخلي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړي.
قطر: غزې ته د مرستو د لېږلو په اړه هوکړه وشوه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل، د قطر په منځګړیتوب د سه شنبې په ورځ د اسراییلو او حماس تر منځ یوې هوکړې ته رسیدلي چې له مخي به یې غزې ته درمل او مرستې ولېږدوي.
چین خبرداری ورکړ چې د خطر کمول به د مخ پر ودي
هیوادونو د پرمختګ مخه ونیسي
چین د چهارشنبه په ورځ خبرداری ورکړ چې دوه ګونی کول او د خطر کمول به د مخ پر ودې هیوادونو د پرمختګ مخه ونیسي.
دغه څرګندونې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين په يوه عادي خبري ناسته کې د پيسو د نړيوال صندوق د مشرې کريسټالينا جورجيووا د څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې د ملي امنيت د محدوديتونو
د زياتوالي له امله د نړيوال اقتصاد د جيو پوليټيک کرښې په اوږدو کې ټوټه ټوټه کېدل او هېوادونه د جلا کېدو په لور ځي.
د متحده ایالاتو او چین په مشرۍ بلاکونه کولی شي په نهایت کې د نړۍ ناخالص تولید 7 سلنه کم کړي.
وانګ وويل، نړۍ يووالي ته ډېره اړتيا لري، او هغه څه چې بايد تر ټولو زيات يې مخه ونيول شي، وېشل دي.
هغه یادونه وکړه چې د سوداګریزې جګړې پیلولو یا د دوه ګونی کولو او د خطر کمولو جوهر د اقتصادي او سوداګریزو مسلو سیاسي کول او وسیله کول دي ترڅو د پراختیایي ګټو انحصار کولو هڅه وکړي او د ډیری مخ پر ودې بازارونو او مخ پر ودې هیوادونو د پرمختګ او پرمختګ مخه ونیسي.
د په تیرو ۲۴ ساعتونو کې: د غزې په تړانګه کې له دواړو خواو څه باندې ۲۵۰۰ کسان وژل شوي او تر ۳۳۰ زره زیات خلک له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ شوي دي.
- #د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اکتوبر په ۱۲مه د اسراییلو او فلسطیني چارواکو سره د لیدنې لپاره #اسرائیل ته ورسید.
- د حماس لوړ پوړي چارواکي په اسراییلو باندې د حماس د ناڅاپي او پراخه برید په تنظیمولو یا ترسره کولو کې د # ایران یا # لبنان د حزب الله هر ډول مرسته رد کړه.
- د ملګرو ملتونو اداره په عاجله توګه د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره د 104 ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کوي.
تمه ده چې د منځني ختیځ لپاره د چین ځانګړی استازی د پنجشنبې په ورځ له اسراییلي چارواکو سره خبرې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اکتوبر په اتمه نېټه د دې وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل هېواد یې د افغانستان په هرات کې شوې زلزلې ته متوجه دی او د زلزلې قربانيانو کورنيو ته تسلیت وایي ټپیانو ته یې عاجله شفا غواړي او باور لري چې افغانان به ژر تر ژره د دې غمیزې له اغېزو څخه پخیر ووزي.
نوموړي زياته کړه، هېواد به یی د افغانستان اړتیاوو او خپل توان سره سم له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.
د افغان حکومت د طبعي پيښو ته د رسیدو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په دغه زلزله کې ٢٤٠٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی څه باندي ١٠٠٠٠ کسان زخمیان دي
په ١٣ کلیو کې ١٢٠٠ کورونه تخریب شوی او خلکو ته ډیر شمیر مالی زیانونه اوښتي
چین هیواد ژمن دی چې ژر تر ژره به زلزله ځپلو ته بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي.
د افغانستان په هرات ولایت کې د شدیدې زلزلي له امله زیاته مرګ ژوبله وګړو ته اوښتی
د راپورونو په اساس څه باندي دوه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي تر لس زره زیات ټپيان دي
ژغورونکي هڅه کوي چې بند پاتي خلک وژغوري.
د [CGTN Pasht] فیسبوک پاڼې له طریقه ټولو وفات شویو او ټپی شویو افغانانو ته تسلیت وړاندي کوو.
د چهارشنبه بشپړه سپوږمۍ د میاشتې دویمه بشپړه سپوږمۍ وه، چې دا نیلي سپوږمۍ جوړوي. او دا یو غټه سپوږمی و، کوم چې هغه وخت پیښیږي کله چې سپوږمۍ د ځمکې شاوخوا د خپل بیضوي مدار ترټولو نږدې نقطه کې وي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ښځو او ماشومانو د پرمختګ د لوړ کيفيت لپاره د نويو او زياتو مرستو د تر سره کولو او د زياتو هڅو غوښتنه وکړه.
سمرقند، د یونیسکو لخوا د نړیوال میراث ځای په توګه پيژندل شوی، په لرغونو ودانیو پوښل شوی - دا د پخوانی ویاړ یوه نښه ده. نن ورځ، په دې ښار کې اوسیدونکي خلک لیواله دي چې نړۍ ته ووایي چې ژوند څنګه د ښه والي لپاره بدلیږي.
#ازبکستان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
NEWSANDNEWTECHNOLOGY
Parwan-e-du Square
Kabul, 1053
Newest technology using Microsoft Products
Kabul
Kabul, 1001
Welcome to our page in this page you will learn about technology make money online, social skills, new techniques Join my youtube channel go to search and write Technical Neakzi.
L1-067, 2nd Floor, Daudzai Business Center
Kabul, 1001
We provide software development services that add value to your business. We deliver web designing,
جاده نادر پشتون
Kabul
بزرگترین وارد کننده کمره های امنیتی با تمام وسایل آن از مشهور ترین کمپنی های جهانی Dahua وHik Vision
Kabul
The page you are on represents Kaka Soft, a company that builds websites, databases and mobile appli
Kabul
All ICT Solution : Networking,CCTV installation and configuration,Mikrotik Configuration…..
Kabul
هدف ما بیشتر کردن معلومات شما از دنیای تکنالوژی