Mujib Urahman Shirzad

Mujib Urahman Shirzad

You may also like

Naveed Khan نوید
Naveed Khan نوید

2003-2011 اجرای وظیفه در ادارات دولتی وغیر دولتی

06/09/2023

تیم کرکت، افتخار ما افتخار وطن. ما به کپ نه، به قهرمانان خود ضرورت داریم. این قهرمانان پیروزی و خوشی های بزرگی را به ارمغان میآورد.

سریلانکا کرکت ملي لوبدلې له افغان لوبدلې څخه پر ۲ منډو لوبه وګټله

د سې شنبې پر ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام په وروستۍ ګروپي لوبه کې سریلانکا افغانستان ته پر دوه منډو ماتې ورکړه.

سريلانکا افغانستان ته د ۲۹۲ منډو هدف ټاکلی و.
______
Sri Lanka beat Afghanistan by two runs in a thriller during the last group match of the Asia Cup 2023 played at the Gaddafi Stadium in Lahore on Tuesday.

Sri Lanka bowled out Afghanistan for 289, chasing a target of 292, and entered the Super Four stage of the tournament.

07/06/2023

په یـو قـــدم تـر عـــرشـه پــوری رســی # مـــــا لــیـدلـــی دی رفتــــــار د درویـشـــــانــو

که نظر کا څوک په کار د درویــشانو // خــود بـــه وویــنـــی وقــار د درویــشانـــو
په دغه لاری به ورشی خدای رسول ته // که څوک یون کاندی په لار د درویشانو
هر ګفتار به یی د خدای په در قبول وی // چـی قبول یــی وی ګفتار د درویـشانو
پــه یــو قــدم تـر عــرشه پــوری رســی // مــا لــیدلــی دی رفــتار د درویــشانو
هسی ګرم بازار بـل پــه جــهــان نشته // لـــکــه ګــرم دی بــازار د درویــشـانــو
هومره خلق یی زیارت کا پس له مـرګه // چــی بــازار وی پـه مــزار د درویشانو
بادشاهان د دنــیا وا‌ړه پــری پــراتــه دی // لــکــه خــاوری پــه دربــار د درویشانو
هر بــهار لــره خــزان په جهان شته دی // خــزان نــلــری بــهــار د درویــشـانــو
د جــنت د بــاغ ګلونه بـه یی هیر شی // کــه څـوک وویـنی ګلـزار د درویـشانو
چـی دنـیایی کـږه د خـدای د پـاره ترکه // صد رحمت شه په روزګار د درویـشانو
د قارون ‌‌و حال ته ګوره حال یی څه شو // راشـه مــه کــوه انــکـار د درویـشـانـو
په هرچـا چـه د غضب لینده کـا ښـخــه // خـطا نـه درومـی ګــوزار د درویــشانـو
درست دیوان د رحمان زار تر دا غزل شه // چی بیان یی کړ کردار د درویـشانـو
رحمان بابا

10/05/2023

#پاکستان خلع قدرت عمران خان، گرفتاری عمران خان، روی کار آمدن حکومت نظامی و انتقال قدرت به فوج پاکستان، نشان دهنده آغاز تحولات و تحرکات در منطقه است.
دیده شود #افغانستان مثل گذشته در دو جبهه قربانی میدهد ویا میتواند در نظام جدید جهانی، طرف برنده و نافع را بیابد.

05/04/2023
19/02/2023

د امیر کروړ «اتل»، د لنډيو «موزیګی»؛
په فلکلور کې د جنسيتي تبعيض ضد نريټيف
نقيب احمد عزيزي
د افغانستان په ډېری فرهنګي او حتی فلسفي حوزو کې په تاريخي لحاظ ښځې په اکثره متنونو کې حاشيې ته شوې، بلکې رټلې دي. دغه تبعيض کله شعوري شوی او کله په چاپېريال کې د حاکمې جهانبينۍ د اغېز په وسيله لاشعوري سر ته رسېدلی دی.
د ادبیاتو په حوزه کې زموږ په اکثره شعرونو کې د ښځې نقش د هغې د جسد له مخې ډېر مثبت تمثيلېږي، خو زړې ښځې بیا په کيسو کې د رويو، بلاګانو، جادوګرو او جاسوسانو نقشونو او رولونو ته بیايو.
زموږ د ګڼو شاعرانو په شعرونو کې د ښځې نقش د «وجود» د نقش پر ځای د «جسد» نقش دی. د معشوقې رواني حالتونه څوک نه درک کوي او شاعران د بېلتانه د بار مسووليت ټول معشوقې ته راجع کوي او د رومن رولان دا خبره نه را يادېږي چې «څوک چې درباندې ګران دی، د هغوی په ډېرو حقونو کې يو دا حق هم شته چې له تاسې سره مينه و نه لري.» د کلتوري جبرونو مساله خو لا ځان ته پاتې ده.
په اقتصادي برخه کې هم موږ د ښځو پر وړتيا تر هغو باور نه شو پيدا کولای چې څو يې معاش يا ګټه په سترګو و نه وينو، حتی ځينې کورنۍ د خپلو ښځينه غړيو معاش ته په داسې سترګه ګوري چې په وړتيا يې نه دی تر لاسه کړی، يا ترحم ورباندې کېږي او يا معمولاً د ښځو کار نور پټ او توطيوي اړخونه لري. زموږ په ټولنه کې چې ښځې د اقتصادي خودکفايي د هڅې خبره وکړي، يو متل ورته لرو چې وايي، «ک و س ا ن و ګټې کړې، مرګی يې هېر و.»
د ديني قشر له ډېری افرادو څخه د هغوی د فقهي برداشتونو پر بنسټ، په ويناوو کې نارينه‌وو ته د حورو يادونه ډېره اورو، مګر په همدې اندازه ښځو ته په هغه دنيا کې د حورو د معادل نعمت يادونه دومره نه کوي.
په تشريعي او حقوقي قلمرونو کې هم د ښځو د نقش محدوديت د ديني ريښې پر ځای، کلتوري جنبه ډېره لري. شرعاً ښځه جومات ته تلای شي، خو دا چې دوديزه او قبايلي ټولنه لکه افغانستان چې دی، هلته د نارينه اخلاقي کمزورۍ د ښځينه مکلفيت زياتوي. موږ په دې برخه کې دا متل ډېر اورېدلی چې: «ک و س ته ګوره، په وياله اودس ته ګوره!»
که داسې فرض کړو چې ماحول د نارينه له خوا ښځو ته له ګواښه ډک دی او د مثبتې مداخلې او مهار هيڅ بهرنی ځواک نه شته؛ نو د دې پر ځای چې د نارينه د کنټرول پر ميکانيزمونو غور وشي، فوراً د ښځې په مکلفيت کې زياتوالی راولو.
قضا، څارنوالي، اجرائيه ځواک، ذهنيت، اقتصاد او ادبيات ټول د نارينه په خدمت کې دي. کوم چاينلونه، ژورنالونه او نصابونه چې د ښځې څېره او ناره برجسته کوي، هغه له ډېره اوږده مهاله راهيسې ځپلي پاتې شوي يا پاتې کړل شوي دي.
په قبايلي او دوديزه دايره کې ښځه د نارينه شرم ګڼل کېږي، ثابت او مستقل وجود نه لري. د ښځې پر سر پروت ټيکری د دې وېښتان هومره له لمره نه ساتي، لکه د نارينه د عزت تاج چې څومره له پېغوره خوندي پرې ګڼل کېږي.
زموږ په ډېرو چلينجونو، جنجالونو او شرطونو کې هم همدا قبايلي ذهنيت په بېلابېلو بڼو ځان را ښکاره کوي. مثلا: «که مې پلانی کار و نه کړ، بنګړي به را په لاس کوې»، «که مې داسې و نه کړل، زه به ستا هغه د کور ښځه يم!»، «ولې دې داسې کړي د تا عورته...، مور...، خور...»
د عکس العملونو او چلندونو دا طرزونه د دې څرګندويي کوي چې زموږ په ذهنونو کې ښځه مستقل هويت نه لري او وجود یې ملغی اعلانېدای شي. که نارينه ځوروو، ښځه، مور يا خور به يې تر تېري لاندې کوو. دلته ښځه د يو چا نه، بلکې د يو شي مقام ته تنزل کوي، لکه په بديو کې چې د چا کور وسوځې، يا يې باغ ور اره کړې او يا يې درمند ته اور ور واچوې.
د عربو په بدوي ټولنه کې اسلام په هغه وخت کې ښځو ته د هغو حقونو او صلاحيتونو يادونه وکړه چې تر هغه مخکې د چا په خیال و خوب کې هم نه تېرېدل. عرب چې به مړه شول، ښځه به يې تربور ته ميراث کېده. له اوولسمې تر اتلسمې پېړۍ پورې په اروپا او هند کې ښځو د مالکيت حق نه درلود، بلکې پخپله ملکيت وه. اسلام چې ښځو ته کوم حقوق ورکړي، که يې مسلمان ورکړي، په تاريخي افتخار هم بيا دا يادونه کولای شي چې په اسلامي تمدن کې ښځه د اهميت تر ګردو اوږده سابقه لري.
موږ «افغانان» چې له غرب سره د ايډيالوژيک ټکر او رقابت په وخت کې په «ختيځ» کې د ښځې د مقام او ارزښت خبره کوو؛ نو وايو چې: ښځه مور ده! ښځه خور ده! ښځه ناموس ده! ښځه عزت...!
که ځير شو دا هم د هماغه ذهنيت ثبوت دی چې ګواکې «ښځه» وجودي حریت نه لري او هر ارزښت يې په نارينه پورې له يوې تړلې رابطې سرچينه اخلي. فرض کړه ښځه زېږول و نه کړي او مور نه شي، بیا به يې اهميت څنګه تشريح کوو؟ که ورور و نه لري؟ که واده و نه کړي؟ او... ښځې ته چې څو پر وجودي حریت اعتراف و نه کړو، ارزښت نه شو ورکولای.
د متن او ذهنيت تړاو زما په نظر عکسي تړاو دی، کله يو ذهنيت را ولاړ شوی او متن یې ايجاد کړی او کله بیا يوه متن نور ذهنيتونه توليد کړي دي. د لرغون‌پېژندنې له مخې ويلای شو چې ذهنيت تر متن وړاندې دی. په مغارو کې انسان اول تخيل کاوه او بیا يې پر دېواله د هماغو ذهني شکلونو عيني انځورونه رسمول. دا اوس چې کوم لیکدود کاروو دا هم د ذهني ـ قراردادي انځورونو رمزونه دي. د دې خبرو يادونه مې په دې وکړه چې د افغانستان په کلتوري ظرف کې هم وخت پر وخت داسې ذهنيتونه ايجاد شوي چې د ښځو پر ضد يې خطرناک متنونه پنځولي او بیا هغو متونو خطرناک ذهنتيونه پسې ايجاد کړي دي. مثلاً وايي: د کال له قحطۍ مې وساتې، د ښځو له بې‌شرمۍ مې وساتې!
خو ولې و نه پوښتو چې ايا د «بې‌شرمۍ» په مساله کې نارینه عاجز دی؟ نارینه ډرامې نه شي جوړولای؟ په تاریخي ماجراوو کې نارینه بې‌ګناه او بې‌جرأته اعلانولای شو؟ جنسي تجاوزونه نارینه‌وو ډېر کړي، که ښځو؟
که داسې ګڼې پرتلنې وکړو ګڼو هېښوونکو پايلو ته رسېږو چې معمولاً مو نه ورته پام کېږي...
برعکس داسې متنونه ډېر لږ لرو چې د نارینه په اړه موجود قالبي او مروج فکر او ذهنيت ته يې ټکان ورکړي وي. نرواکي يې ټکولې وي، د ښځو پټ قوت، سيالي، د مخفي بغاوت ميکانیزومونه او ګڼ نور مسايل يې په هنري انداز ثبت کړي وي. داسې متن يو هم د لنډيو متن دی چې که نارینه ډېر ورته ځير شي، هرو مرو تر يوه لوړه حده خطر احساسولای شي او که لږ نور هم دقت وکړي، ممکن د رويې پر تغيير فکر وکړي.
په انګلستان کې د اوولسمې پېړۍ له نيمايي د اتلسمې پېړۍ تر پايه رنسانس پيل شو. د هغه وخت د روشنګرۍ فلسفيانو لکه جرمي بنتام «۱۷۸۱ م»، مارکي دو کندرسه «۱۷۹۰م» او د انګلستان لومړۍ فمينسټې مري ولسټن کرفټ «۱۷۹۲م» د ښځو د حقونو دفاع ته را ودانګل. تر دغه وخته په اروپا کې ښځې د خپل جنيست له امله له ځينو حقه حقونو محرومې وې، خو لکه وړاندې چې اشاره وشوه هماغه مهال د اسلامي تمدن په ګڼو حوزو کې «د ختيځ ښځه» «د لوېديځ تر ښځې» په ښه وضعيت کې وه. که يې ښه وضعيت تر يوه حده عملي بعد نه درلود، مګر تر شا يې د حمايت غښتلي متنونه موجود وو.
مېرمن ولسټن «د ښځو د حقونو تامين» په نامه کتاب هم وليکه چې د انګليستان د فمينسټي خوځښت لومړۍ کتابي هڅه بلل کېږي. د روشنګرۍ د غښتلتيا په لړۍ کې ديدرو، ولټر، روسو، مونټسکيو، کانټ او دوساد خورا ياد نومونه دي. همدې روشنګرۍ په اروپا کې د ښځې په اړه د منځنيو پېړيو جهان‌بيني ته بدلون ورکړ.
که زموږ د «لنډيو» ځينې کټګورۍ «د ښځپاله افکارو» په دود په يوه هنري مکتب کې ځای پر ځای او په هنري، رواني او ټولنپوهنيزو معيارونو معرفي شي، ممکن موږ په ختيځ کې داسې يو ادبي ـ فکري مکتب ايجاد کړای شو چې اروپا او بلکې هيڅوک يې په همدې شان نه لري.
تاريخ‌ليکوال ډاکټر مبارک علي وايي چې په تاريخ کې «کمزوري قشر» هيڅکله د «مستبد قشر» پر ضد مبارزه نه ده پرېيښې، بلکې يوازې بڼې يې تغيير شوې دي. دی د اشرافو او ځمکوالو مثال ورکوي، وايي، کله چې به بزګر رټل کېدل او يا به يې مزدوري سمه نه ورکول کېده؛ نو د مخامخ احتجاج ځواک خو يې نه درلود، مګر بیا به يې «عقده» په بله لاره ايستله او مقاومت يې کاوه. کله به يې کښت سم نه کاوه، کله به يې اوبه ايله خوشې کولې، کله به يې فصلونه په مالونو خوړل...
زموږ په ټولنيزو چوکاټونو کې چې کله هم ښځې د فعال صلاحيت پر ځای منفعلې وظيفې ته تللې او تر لاس لاندې پاتې شوې، عقدې يې په يوه بله مخفي بڼه را خوټېدلې دي. تاسې فکر کوئ د تاوتريخوالي په نامه خيانتونه، تېښتې او ځانوژنې يوازې د همدې لفظ «تاوتریخوالي» غوندې له اسانه علته دي؟ هيڅکله نه!
تر ټولو صادقه ټولنه د حريت پر بنسټ جوړېدای شي، هلته چې هر څوک خپله «ښه» خبره پخپله وکړي او «بده» خبره پخپله پرېږدي.
زموږ په ټولنه کې نه يوازې ښځه، بلکې کله چې نارينه هم د خپل غږ له پورته کېدو ډارېدلی؛ نو ټولنه ريا، خيانت، تظاهر او تمثيل نيولې ده. دغه عقده کله د ټوکو په فورم کې خالي کېږي، کله د ښکنځلو، کله د نهيلۍ، بې‌انګېزې‌توب، کله د شعر او ډېره لږ د مستقیم اعتراض په توګه.
ما د جنډر په اړوند يوه سمينار کې له يوه ترينره وپوښتل:
ـ که په نړۍ کې د بشر حقوق رښتيا تامين شي، بیا ضرورت څه دی چې د ښځو حقونه ځانګړي مطرح کړو؟
استاد افغان و، هغه د کوم څېړنيز مرکز د يوې موندلې پايلې په استناد راته کړه چې تر اوسه په افغانستان کې ښځې تر نارينه‌وو څه باندې شپېته کاله شا ته پاتې دي، ځکه خو د ښځو د حقونو مورد، د بشر د حقونو تر څنګ څنګ بیا بیا مطرح کېږي. يعنې کوم حقوق چې نن نارينه لري، که د ښځو حقونه سر له ننه تامين شي، شپېته کاله وروسته دوی زموږ «نارينه‌وو» نني ځای ته را رسېږي.
تېره چهارشنبه «۱۴۰۱/۱۱/۲۶» ماسپښين له کارته‌پروان سره تېرېدم، د کارته پروان له جومات سره مې د موټر تر هینداره يو پوخ سړی وليد، په يوه لاس کې يې واګه نيولې وه او چپ لاس يې په پرتاګه کې واهه، اودس يې وچاوه، يو ځل مې په تصور کې دا سړی په يوه ښځه بدل کړ. خلک را غونډ شول، و يې ويل چې «مرداره» ده، په عام بازار کې يې ګنډه خلاصه کړې، ښکاره يې لاس...
موټر تېر شو او هيڅ و نه شول، ځکه دا انسان «نارینه» و.
د اردوژبي ليکوال سعادت حسن منټو د کيسو اکثره ارمانونه همدا رنګ دي. منټو وايي: «زه غواړم چې ښځې د سړک پۀ سر ودرېږي، سګرېټ وڅکوي. د سګرېټ له دود څخه پوکاڼۍ جوړي کړي د ځوانانو په طرف يې ور پُو کړي. پان وخوري او ګوټکه وخوري او په بې‌پروايې سره يې توف کړي، دېوالونه او عامه ځايونه پرې و رنګوي.»
بل ځای وايي: «زه غواړم ښځې خبرې وکړي، ووايي چې پلانکى نفر ډېر د حرامې زوى دی، هغوى دې خبري وکړي چې د پلانکي نفر زوم تر واده مخکې له پلانکۍ نجلۍ سره په چکر تللى و، خپل بکارت يې بايللى و. هغوى دې خبرې وکړي چې پلانکى نفر ډېر ضعيف کريکټر لري، بې‌کاره لباس اغوندي، هغوى د نارينه پر چال چلند او کردار خبرې وکړي، د پلانکي نفر د پتلون چين هر وخت ښکاري. زه غواړم ښځې چاغي چاغې کنځلې وکړي، کنځل د نارينه پلار ته وکړي، د نارينه ورور ته او د نارينه اولادو ته داسې کنځل وکړي چې د نارينه مردانه‌ګي تر سوال لاندې راولي.»
منټو پسې زياتوي: «زه غواړم چې ښځې په هغو هلکانو پسې شپېلکي ووهي چې بيت الخلا ته ځي. زه غواړم ښځې په تشنابونو کې کنځل وليکي، همداسې د هلکانو نمبر وليکي څنګه چې يې هلکان ليکي او همدا رنګه دې د هلکانو نرخ هم ورسره وليکي چې دا ذليله د يوي شپې دومره پيسې اخلي.»
تر دې وروسته يوه نېښداره نهيلي ښيي: «زه دا هر څه غواړم، مګر دا هيڅ امکان نه لري، ځکه چې ښځې کله هم داسې نه شي کېداى، ځکه چې ښځې دومره نااهله نه دي څومره چې نارينه دي.»
د ښځو په اړه بله خبره دا هم ډېره مشهوره ده چې ګواکې راز نه ساتي، خو دلته هم د منټو يوه خبره ده چې وايي که د ښار «فاحشې» خپلې خاطرې وليکي، ډېر شريف خلک به ځان‌وژنې وکړي.
زموږ په ترمينالوژي کې ډېری بد صفتونه اکثره ښځو ته منسوب شوي دي، سره له دې چې په بدۍ کې ښکېلتیا نارینه په متوازنه کچه ورسره لري: مثلاً فاحشه ډېر اورو، خو فاحش نه. رنډۍ خانه اورو، رنډی خانه نه. دا رنګ نور صفتونه: پليته، سلمه، لښماره، د ناصرو خدۍ، پکه پاښه، پاړۍ، روې، شيشکه، بلا، مرداره، ک و س ۍ، سلوغوده... د دغو صفتونو نارینه بڼه ولې نه شته؟ يا معادل لري؟؟
د ارواښاد سعدالدين شپون يوه لنډه کيسه «بختوره غولانځوره» نومېږي، بختورې ته يې تېرې تېرې خبرې کړې، مګر هغه کس ته چې بختوره جوارو يا څالې ته ورسره ننوځي، هيڅ نه دي ويل شوي... البته شپون صاحب شايد کيسه د ټولنيز قضاوت د انعکاس په توګه همداسې ليکلې وي.
ما ته د پوهنتون يو استاد کومه کيسه کوله، بیا يې يو ځای پکې وويل: تېره ورځ مې له مخه حيا کډه «ښځه» د پلار کره تله...
عام خلک خو د مېرمنې نوم اخيستل د بې‌غيرتۍ، قحطۍ او نورو نښه بولي. همدا رنګه د مېړونو له خوا عاجزه، تورسرې، بلاګۍ، بلا، دا، کډه، د حيوانانو مور او له ريشخنده بیا قوماندان صاحب، امېر صاحب، ملګري ملتونه او ناټو ورته ويل کېږي. همدا ذهنيت دی چې عمل ته لاره پرانيزي او بیا د ښځې ارزښت په قيمت معاوضه کېږي، اختیار نه شو ورته فرضولای، بوډاګانو ته يې ور واده کولای شو او...
تېره اوونۍ يوې ټلوېزيوني پاڼې د ولور او مهر د کچې د ټيټېدو اړوند يوه خبر ته سرليک ورکړی و چې: «په کونړ کې ښځې ارزانه کېږي».
په داستانونو کې هم ښځې تر ځوانۍ وروسته ډېرې لږ ستايل کېږي او په ښکلا کې يې هم عواطف، سيرت او احساس څنډې ته پورې وهل شوي، تر ډېره يې تشه جسدي ښکلا ياده شوې ده. ګلبشره، شيرینو، شاترینه، درخانۍ، بېبو او مابۍ ځکه معشوقې او ښکلې دي، چې ځوانې دي، مګر په داستانونو کې هغه نقش چې د دوو ميينانو تر منځ شیطانت کېږي، ناخوداګاه د یوه بوډا پر ځای حتمي بوډۍ ته سپارل کېږي. په داستان کې بوډۍ تر بوډا ډېر مرموز، بداروا، شیطان، کوډګر او ډاروونکی کرکټر دی. ريښه يې چېرې ده؟
نارینه که د شاعرۍ پر مهال د ښځو د عاطفي جهان ښکلاوو ته ځير شي، ممکن پر لمسيانو د «انا/نیا» ترحم او په اوږده لمن کې يې ايښی پاستی هغومره ښکلی هنري بیان او انځور کړي چې په شعر کې يې ښکلا د معشوقې د غېږې غوندې جذابیت پيدا کړي.
په عربي ادبیاتو کې يوازېنی هنري مکتب «العذري مکتب» دی چې د ښځو د جسدي ښکلا پر ځای د هغوی معنوي جمال يادوي او بل د دې مکتب پيرو شاعران يکې يوه معشوقه ستايي، د معشوقو د تعدد طرفداران نه دي. د قیس بن ملوح «مجنون» شاعري هم د عذري مکتب شاعري ده.
زموږ په فلکلوريکو ادبیاتو کې يوازېنی فورم د لنډيو يوه خاصه کټګوري ده چې طرزفکر يې نه د غربي فمينيزم په څېر دی او نه د بل ايډيالوژيک جریان سيوری پرې خپور دی، بلکې سوچه د ښځې د عواطفو او احساساتو د غبرګون شعاعوې خپروي. په دې لنډيو کې ښځه ډارن، کودن، کمزوري، احمق، ناحقه او نالایقه نارینه د «موزيګي يا موزي» په سيمبوليک قالب کې انځوروي. موزیګی په عين حال کې له ښې ښځې برخمن نارینه دی چې دی نه پرې ارزي. ښځه د موزيګي د سیمبول په کارولو د خپل احتجاج، ذوق، ټکر، بغاوت، حق طلبي، عشق، ګوزار او دفاع هنري بیان کوي.
ما ځينې نارینه ليدلي چې خپله ښځه ځوروي؛ نو د بل واده دمکيانې ورکوي. ممکن په دوی کې داسې کسان هم وي چې جنسي قوت، د روزي ګټلو ځواک، ښځې ته د وقار ور بښلو ځانګړتیا او ډېرو نورو ذاتي عنصرونو يې منفي ځواب ورکړی وي.
هسې وايي چې يوه کس به تل ويل چې «زه دوې ښځې کوم!»
يو وخت يې کورنۍ ښځه ورته وکړه، په دا سبا يې مور ته وويل: «مورې بله نه کوم، والله چې نيت وي دا يوه لا د ټول کلي بس ده.»
په دې لنډۍ کې دغه رنګ نارینه ته خطاب دی:
موزيګی ما ساتلی نه شي
خلکو ته وايي چې زه بل واده کومه
په دې کې ظاهراً معشوقې ته ويل شوي چې:
له موزیګي نه لنګه مه شې
یا به ماران وي یا به سره کربوړي وینه
غالباً په ځواب کې يې د معشوقې له خوا ميين ته د اطمينان ورکولو ځواب «کنايتاً» اورو:
له موزیګي نه ماشی ښه دی
چې نیمه شپه شي لټ په لټ مې اړوینه
د «موزيګي» د شخصيت اړوند او د هغه د پردې کولو په کوښښ کې خپله ناکامي د «شلېدلي کټ»، «لنګې» او «بازو» په سيمبولونو داسې بیانوي:
د موزیګي شلېدليه کټه!
چې زه دې لنګه ټینګوم بازو دې ځینه
د «موزيګي» د غيرحاضرۍ او نه موجوديت په فرصت کې يار را بولي:
جانه راځه موزیګی نه شته
زه يې په کټ کې غرقه پرقه ناسته یمه
د نرواکۍ په جریان کې ورو ورو په اکثره شیانو کې ښځې هم متاثرې شوې دي، د نارینه غوندې فکر کوي او «خشونت مردان علیه زنان» مقوله په «خشونت زنان علیه زنان» ځنې جوړېږي. په دې لاندې لنډۍ کې ضمناً داسې تصور احساسوو چې ګواکې د ښځو په نظر هم «مضبوط وهل ټکول» د عالي نارینه‌توب خاصيت دی.
البته نارینه ته د وهلو نسبت په يوه لحاظ پر نارینه ژور استعاري طنز هم دی. مشبه «نارینه» ياد شوی او مشبه به «وهونکی» حذف شوی. وهل څه شی کوي؟
دغه راز له همدې طرزه موزیګی هم پسې هدف شوی دی او د جنجال، مقاومت او مقابلې په بڼه پسې يې داسې «هجوه» شوې ده:
که موزیګی نه یې نو څه یې
چې کوتک پرېږدې په څمڅۍ کړې ګوزارونه
موزيګي چې د بل چا معشوقه کړې، يار يې ورته وايي:
څادر په سر کړه، ترې راوځه
تا د موزي په کور کې څه لیدلي دینه؟
يا:
راپسې مه غپېږه سپيه
ستا د مېرمنې په سلا راغلی يمه
د اوږدو ترخو تراژيديو، مينې او عاشقانه ارمانونو د پراخې نهيلې د نړۍ بیان پکې داسې شوی:
چې مې بې غوره يار خبرېږي
زه به موزي په درياب ښکته وړې يمه
اسمانه پرېوځې بخته واوړې
زړګيه وچ شې ما موزي ته ودوينه
خاونده بیا دې ماخستن کړ
د ګلو لښتې د موزیانو کټ ته ځينه
که موزیګی دې راته مړ کړ
یو به غازي شې بل به زه در پاتې شمه
که موزيګی مې درته مړ که
بيا به خپه يې چې تنکۍ دې کونډه کړمه
زما د مينې جانان بل دی
په دله خان به خميرې را ټولومه
يو کال مې زهر ورته ورکړل
موزي مړ نه شو د هندو قرضداره شومه
چا را ته وې موزیان تمام شول
زما د برخې موزي شته ما ژاړوینه
خلک زیارت ته پتاسې وړي
زه د جوارو ټانټې وړم چې کونډه شمه
له موزيګي نه کونډه ښه يم
پردي منگي به ډکوم ځان به ساتمه
توتان پاخه ګورګوري تورې
زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه
چې موزیګی مې راسره وي
د ببرسرې مور یې څه پروا لرمه
موزي د دربو چمچه مار دی
نه په ښېرو مري، نه په ډېرو زيارتونه
ستا دې د سترګو اشارت وي
په موزيګي به درته سره کړم دېوالونه
د موزیګي مېړانه ګوره
څپلۍ پرته ده په څمڅۍ کړي ګوزارونه
له موزيګي نه کونډه ښه يم
څرخى مې زده دى کال په غُور کې تېرومه
موزي ډډى دى ما پرې لوشه
د سپاخته غوښه پۍ به تا ته درکومه
موزیګی خر که پرې سپرېږه
د کنډوالې لوري ته يې پرېږده غ و ل به خورينه
موزيګی ټول په ځمکه خښ کړئ
پزه يې پرېږدئ چې متيازې پرې کوونه
موزی ويده کړئ رنګ يې ورک کړئ
د سپږو ډک پوستین پرې واچوئ چې ځونه
موزیګی شین له خندا راغی
په لمنګۍ کې چا نینې ورکړې دینه
نه به انځر د ورځې ګل شي
نه به موزي په ښځه غسل واړوینه
د موزیګې چړپن له لاسه
په سپینه غاړه لونګین نه تاوومه
موزیګی بیا له ښاره راغی
زما د یاد باچاهي بیا را ړنګوینه
ما به همدا موزي زړه کړي
هسې مې زړه په برېتورو پسې ځینه
د رنجو ګوډی مې ساتلی
د موزیګي په مرګ به سترګې تورومه
پر سنګر بیا ټکونه وشول
مېړه به مري، موزي به بیا کور ته راځینه
د دلالانو بچي مړه کړې
د ګلو لښتې په موزیانو ځړوینه
ستا د سینې انار پاخه شول
ما یې باغوان کړه چې موزیان ترې ځغلومه
يوازېنی متن چې د ښځو له طرفه پر نارينه ګوزار کوي، حق‌طلبي، احساس‌طلبي او باغي عشق پکې ښکاري، د نارینه پر کمزوريو او خلاوو بې‌خاره او بې‌ډاره ګوته ږدي او انداز يې هم ادبي ـ هنري دی، همدا د لنډيو متن دی.
په دې حساب ډېره پراخه ناسپړلې دښته هواره پرته ده چې تر اوسه يې چا تيږه نه ده اړولې.
د پوهنتونونو محصلانو ته بویه چې د فلکلور څېړنې دې اړخ ته هم مخه کړي او ژر تر ژره دا شرم ورته ښکاره شي چې تر څلور کلن تحصيل وروسته هم يو چا ته وايي چې «مونوګراف ته کومه موضوع انتخاب کړم؟»
د «موزیګي» په سیمبول جوړو شويو لنډيو رواني، ټولنپوهنيزه او جنستي تشريح حتی يو پراخ فکري ډيالوګ ته لاره پرانيستلای شي، ادبي لذت خو يې لا ايسته کېږده.
موزيګی/ موزی په لنډيو کې د جنسيتي تبعيض پر ضد يو ناب نريټيف دی چې نرواکي داسې خوځوي لکه زلزله چې د کوټې له کړکيو چيغکی باسي. نارینه ته په اکثره متنونو کې دا رنګ نقش او تصوير نه دی ورکړل شوی، بلکې تل اتل دی او داسې اتل په هند و سند و په تخار او په کابل نه شته.

Photos from NAAB Pharmaceuticals's post 04/12/2022
27/11/2022

افغانستان لومړی توپوهنه کوي

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي د لوبې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړې کړې.

نوموړي ویلي چې ویشتن‌ځای د لومړۍ لوبې په څېر توپوهنې ته جوړ دی او له همدې امله د توپوهنې پرېکړه کړې ده.

حشمت‌الله شاهدي همداراز وویل چې لوبډله کې یې کوم بدلون نه دی راوستی.

تصویر: کرېک‌انفو

فیلم کامل 'بودا از شرم فرو ریخت' همراه گفتگو با حنا مخملباف کارگردان 04/11/2022

فیلم کامل 'بودا از شرم فرو ریخت' همراه گفتگو با حنا مخملباف کارگردان بازی‌های کودکانه پر از لطافت‌ و زیبایی‌اند اما در یک جامعه جنگ‌زده این‌گونه نیست. اینجا کودکان خشونت را بازی می‌کنندد خشونتی که در جنگ هست تنها به کشت‌و‌کشتا...

مست بوډا رباب او سندره | لار ورته پرېږدئ د کالج ناوخته کيږي , laar warta prigdai maktab ta zi , 29/09/2022

لار ورته پریږدی چی مکتب ناوخته کیږی - مکتب ته ځی

مست بوډا رباب او سندره | لار ورته پرېږدئ د کالج ناوخته کيږي , laar warta prigdai maktab ta zi , لار ورته پرېږدئ د کالج ناوخته کيږي کالج ته ځي ړنګه بنګه کيږي کالج ته ځي . يوه ښایسته اولسي سندره د بابا په خپل اواز د رباب يو ښایسته ساز سره . په ليدلو ارزي .

فاز دوم سد کجکی افتتاح شد؛ «تولید برق ۱۰۰ مگاوات افزایش می یابد» - BBC News فارسی 27/07/2022

https://www.facebook.com/64040652712/posts/10160121940567713/

فاز دوم سد کجکی افتتاح شد؛ «تولید برق ۱۰۰ مگاوات افزایش می یابد» - BBC News فارسی مقام‌های حکومت طالبان در افغانستان می‌گویند که فاز دوم نیروگاه برق کجکی در هلمند تکمیل شده و امروز به طور رسمی مورد بهره برداری قرار گرفت. گفته می‌شود با افتتاح این...

20/07/2022

اعلامیه مطبوعاتی در پیوند به سفر هیئت پاکستان به افغانستان در خصوص تقویت روابط تجارتی و ترانزیتی بین دو کشور

به تاریخ 19 جولای 2022 مذاکرات هیئت افغانستان و پاکستان در زمینۀ تجارت و ترانزیت صورت گرفت. جانب افغانستان از
طرف محترم الحاج نور الدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت و جانب پاکستان از طرف محترم صالح احمد فاروقی معین وزارت تجارت پاکستان رهبری میشد. دو طرف با جزئیات در موضوعات مشمول آجندا بحث های مفصلی داشتند و در نتیجه به توافقات ذیل دست یافتند:

1- هر دو طرف توافق نمودند که تردد آزاد لاری های باربری تجارتی دو جانبه فی مابین افغانستان و پاکستان در ماه اگست سال 2022 آغاز گردد.
2- راجع به تعیین زمان انتقالات کالاهای ترانزیتی هر دو کشور، از طرف پاکستان توافق صورت گرفت که پاکستان هیچ محدودیت زمانی بالای کالاهای که از مسیر پاکستان ترانزیت میگردد، وجود ندارد. افغانستان این زمان را از 5 به 8 روز افزایش داد.
3- جانب پاکستان گفت که موافقتنامۀ (اپتا 2010) را از طرف خویش الی امضای موافقتنامۀ جدید، تمدید کرده است. هر دو جانب توافق کردند که کار روی عملی شدن مواردی که از قبل در موافقتنامۀ تحت مذاکرۀ اپتای 2021 توافق صورت گرفته بود را آغاز نماید. این توافقات شامل انتقال کالاهای ترانزیتی تاجران افغان از کانتینر های بین المللی به محلی و فراهم نمودن تسهیلات مناسب در اسکن و بررسی کالاها میباشند.
4- در جریان مذاکرات جانب پاکستان اطمینان داد که هیچ نوع محدودیتی روی صادرات اموال افغانستان از تمام بنادر به شمول مسیر بندر واگه به کشور هندوستان و سایر کشورها وجود ندارد.
5- توافق صورت گرفت که روی اتصال منطقوی نشست سه جانبه میان افغانستان، پاکستان و اوزبیکستان در زمان مناسب دایر گردد.
6- توافق صورت گرفت که نقاط عبوری تورخم و سپین بولدک به طور 24 ساعته در هفت روز هفته، به روی طی مراحل گمرکی اموال تجارتی و عبور و مرور لاری ها باز باشد.
7- جانب افغانستان توافق کرد که نقاط عبوری غلام خان و دند پتان را به طور 12 ساعت در هفت روز هفته، به روی طی مراحل گمرکی اموال و عبور و مرور لاری ها باز نگهداشته و حسب ضرورت ساعات کاری را بالا ببرد.
8- جانب پاکستان برای صادرات اموال سریع الفساد افغانستان، طی مراحل سریع را در نظر میگیرد.
9- دو جانب توافق نمودند که در عبور و مرور لاری ها از نقاط عبوری، تعادل را در نظر میگیرند.
10- جانب پاکستان توافق کرد که پس از بررسی های دقیق و همه جانبه راجع به انتقال تاسیسات گمرکی و یا سایر پروسه ها که باعث تراکم میگردند، از نقاط عبور و مرور به نقاط ممکن دورتر اقدام می‌کند تا از تراکم بیشتر در آینده جلوگیری شود.
11- هر دو طرف توافق کردند که تسهیلات ویژه را برای تردد بیشتر لاری ها و اموال در تمام نقاط عبوری فراهم می نمایند.
12- هر دو جانب توافق کردند که ادارات گمرکی دو کشور در جلسۀ اختصاصی روی تبادلۀ اطلاعات گمرکی و هماهنگی بیشتر در سیستم های گمرکی بحث و تصامیم لازم اتخاذ می نماید.
13- هر دو جانب توافق کردند که سکتور خصوصی دو کشور روی میکانیزم واضح و مشخص برای تجارت بارتر مذاکرات خود را ادامه دهند.
14- دو جانب توافق نمودند که با ایجاد میکانیزم مشخص، تسهیلات لازم را در زمینۀ صدور ویزه برای اتباع دو کشور فراهم نمایند.
15- توافق صورت گرفت که در اخیر ماه اگست 2022، خدمات مسافربری بس رانی به شکل امتحانی و در ابتدا با استفاده از دو عراده بس مدرن و مجهز این خدمات از هردو جانب آغاز گردیده، پس از 15 روز، از هر طرف به 5 بس افزایش می یابد. هردوجانب پس از یک ماه خدمات بس رانی را مورد بررسی همه جانبه قرارداده تا مشخص گردد که به چه تعداد بس از هر جانب نیاز است.
قابل ذکر است که در این گفتگو ها نماینده های با صلاحیت ادارات ذیربط هر دو کشور اشتراک داشتند.

ذبیح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی

۲۱/۱۲/۱۴۴۳هـ ق
۱۴۰۱/۴/۲۹ 2022/7/20 م
ــــ

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو په اړه اعلامیه
د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای په ۱۹مه نېټه په سوداګریزو او ټرانزیټي موضوعاتو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشري، اړونده مسئولینو او د پاکستاني پلاوي، تر منځ چې مشري یې د یاد هیواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي صالح احمد فاروقي په غاړه وه، د ټاکل شوې اجنډا په جزئیاتو د هراړخیز او مفصل بحث په پایله کې دواړې خواوې پر لاندې توافقاتو باندې سره سلا شول.
۱ــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې له پیل څخه به د دواړو هیوادونو باربري لارۍ اجازه ولري چې افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.
۲.ــ د سوداګریزو توکو د انتقال د مودې په اړه دواړه لوري دې پایلې ته ورسېدل چې پاکستان په هغو ټرانزیټي توکو چې ددوی له خاورې افغانستان ته داخلیږي هیڅ زماني قید نه وضع کوي. همدا رنګه افغانستان د خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لیږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.
۳ــ پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د (اپټا ۲۰۱۰) سوداګریز تړون ته د نوي تړون تر لاسلیک پورې ژمن دی. دواړو لورو ومنله چې د اپټا ۲۰۲۱ عنوان لاندې د ترسره شوو خبرو اترو په ترڅ کې د هغو کارونو د بشپړتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي چې پرې توافق رامنځته شوی وو. د بهرنیو کانتینرونو څخه د افغان سوداګرو د توکو ځايي لاریو او کانتینرونو ته انتقال او د پاکستاني هوايي ډګرونو له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد, سکېن او بررسي لپاره اسانتیاوې برابرول په دې موافقو کې شامل دي.
۴ـــ په مذاکراتو کې پاکستاني لوري ډاډ ورکړ چې د واګه سرحد له لارې هند ته د افغاني مالونو په صادرولو هیڅ ډول محدودیت شتون نه لري.
۵ ـــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د سیمه ایز اتصال په هدف به د افغانستان, پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه ناسته په مناسب وخت کې ترسره شي.
۶ ـــ موافقه وشوه چې د تورخم او سپین بولدک لارې به هره ورځ څلورویشت ساعته د سوداګریزو موټرو د ګمرکي او ټرانزیټي چارو د ترسره کېدو لپاره پرانیستې وي.
۷ــ افغانستان ومنله چې د غلام خان او ډنډپټان لارې به هره ورځ دولس ساعته د ټرانزیټ لپاره خلاصې وي او د اړتیا په صورت کې به کاري ساعتونه زیاتوي.
۸ ـ پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د هغو توکو ژر طی مراحل په پام کې نیسي چې حساس او لږ وخت کې خرابیږي.
۹ـــ دواړو لورو ومنله چې په ټرانزیټي لارو د موټرو په تګ راتګ کې دې تعادل رامنځته شي.
۱۰ـــ پاکستاني پلاوی چمتووالی وښود چې له دقیقې ارزونې وروسته به د ټرانزیټي لاریو د بېروبار کمولو لپاره د ګمرکي سیستمونو او تاسیساتو موجوده مراکز د عبور او مرور له نقطو نه نورو لرې نقطو ته د لیږد لپاره اقدام وکړي.
۱۱.ـــ دواړو لورو د ټرانزیټي لاریو لپاره په ټولو لارو کې د ځانګړو اسانتیاوو د برابرولو موافقه وکړه.
۱۲ ـــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د ګمرکي مالوماتو د شریکولو او د سیستمونو همغږي کولو لپاره به د دواړو هیوادونو ګمرکي ادارې په ځانګړې ناسته کې تصامیم ونیسي.
۱۳ـــ په مذاکراتو کې موافقه وشوه چې د دواړو هیوادونو خصوصي سیکتورونه به د بارټر سوداګري لپاره د ښکاره او ځانګړي میکانیزم د ټاکلو لپاره ناستو ته دوام ورکړي.
۱۴ ـــ دواړو لورو څرګنده کړه چې د ځانګړي میکانزم په جوړولو سره به د دواړو هیوادونو د وګړو لپاره د ویزې اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شي.
۱۵ـــ موافقه وشوه چې دواړه هیوادونه به د اګست میاشتې په پای کې په امتحاني توګه د مسافر لېږد سورلۍ بسونو خدمات پیلوي. په لومړي سر کې به ۲ عدده مجهز او عصري بسونو څخه استفاده کیږي چې پنځلس ورځې وروسته به له دواړه لوري دا شمېر پنځه بسونو ته لوړوي. د یوې میاشت په تېرېدو به دواړه لوري د خدماتو دقیقه ارزونه وکړي تر څو د یادې چارې د ترسره کولو لپاره د بسونو شمېر مشخص کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې خبرو اترو کې له دواړو لورو د اړوندو ادارو باصلاحیته استازو ګډون درلود.
ذبیح الله مجاهدذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۱/۱۲/۱۴۴۳هـ ق
۱۴۰۱/۴/۲۹ 2022/7/20 م

گسترش کولرا در جوزجان؛ ۶۹۵۰ تن مبتلا شده و ۱۲ تن جان داده‌اند 20/07/2022

کولرا چیست؟

کولرا یک نوع عفونت شدید روده می باشد. فرد مریض با ابتلا به ویروس "ویبریو کولرا" به اسهال و استفراغ شدید دچار می شود. از آغاز ابتلا به این ویروس تا زمان بروز علایم آن، افراد واکنش های متفاوتی نشان می دهند. در شماری این بیماری پس از چند ساعت نمایان می شود و در شماری هم تا پنج روز دوام می کند. اما معمولاً علامات این مرض از پس از گذشت دو تا سه روز نمایان می شوند. کولرا در حالات وخیم سبب از دست دادن شدید آب بدن انسان می شود و می تواند با خشک شدن آب بدن، حتی سبب مرگ انسان گردد.

آگهی
چه چیزی سبب شیوع کولرا می شود؟

عامل اصلی شیوع ویروس وبا، آب های نوشیدنی آلوده با فاضلاب می باشد. افزون بر این غذا ها و اجناس آلوده نیز می توانند سبب شیوع ویروس کولرا گردند. به همین دلیل نیز بیماری کولرا در شماری از کشورهای افریقایی و آسیایی بروز می کند، در کشورهایی که دسترسی به آب آشامیدنی پاک و امکانات نظافت کمتر بوده و در حالاتی هم به شدت کمبود می باشد.DW
کولرا از طریق دهن توسط غذا و آب ملوث انتقال می گردد.
معمولاً نوع بنگالی آن از تیپ o1-o139 باعث کولرا می گردد.
انسان میزبان معمولاً مرض کولرا است.
شیر مادر در مقابل کولرا یگانه دفاع و محافظه کننده تاسن دوسالگی می باشد.
وضعیت خوب تغذیوی طفل رول مهم در شدت مرض دارد.
دوام و شدت مرض در مریضان که مصاب سوء تغذی دوامدار است.
دوره تفریخ آن معمولاً h-5day6 می باشد.

وقایه کولرا:

توصیه شیر مادر ارزان و بهترین شیوه وقایه کولرا می باشد.

شستن دستها، نگهداری غذا، آب پاک و محیط زیست در ساحات اندیمیک اهمیت به سزا در وقایه کولرا دارد.

قبل از استفاده از شیرواب بایدجوش داده شود. تمام مریضان مصاب کولرا باید تجرید شود.

رنځور محل دکتور محمد حامد هوتک

ترینر متخصص داخله- اطفال

گسترش کولرا در جوزجان؛ ۶۹۵۰ تن مبتلا شده و ۱۲ تن جان داده‌اند مسئولان در ریاست صحت عامۀ جوزجان می‌گویند در نتیجۀ گسترش بیماری کولرا در این ولایت، تاکنون بیش از ۶۹۵۰ تن به این بیماری مبتلا شده که از این میان ۲۶۴۴ تن زیر مراقبت‌ه...

Photos from Mujib Urahman Shirzad's post 20/07/2022

سفرهای رقابتی و خبرساز سیاسی
۲۹/۴/۱۴۰۱
بعد از سفر هفته قبل مقامات امریکایی به اسرائیل، مقامات روسی، ایرانی و ترکی نیز عکس العملهای داشتند، که توجه رسانه هارا جلب نمود.
به نقل از بی بی سی، مقامات امریکایی می‌گویند که روسیه قصد دارد خرسون، ژاپوریژیا، دونتسک و لوهانسک در اوکراین مانند شبه جزیره کریمیه، را نیزبه خاک خود ضمیمه کند
رسانه‌های ایران سفر پوتین را به تهران بعد از دیدار رئیس جمهور امریکا از عربستان دارای پیام مهمی برای غرب خوانده‌اند و در تحلیل منتشرشده از سوی ایرنا، خبرگزاری رسمی ایران که این دیدارها در «تحکیم روابط در مسیر مقابله با غرب» و «موازنه جدید قدرت شرق در جهت افول بلوک غرب» توصیف کرده‌اند.
زلمی خلیل‌زاد گفته که افغانستان ناکام به نفع امریکا نیست چون می‌تواند به پناهگاه امنی برای گروه‌های تروریستی تبدیل شود.
خلیل‌زاد در گفت‌وگو با موسسه خدمات بانکی و مالی امریکایی- گلدمن ساکس(Goldman Sachs)، که از کانال یوتیوب آن پخش شد، گفت، حکومت امریکا هنوز نمی‌داند که با طالبان چه گونه برخوردی داشته باشد، و این یک چالش است:« آیا آنها را بپذیرد یا این‌که این گروه را منزوی کند و تحت فشار قرار دهد در زمینه حقوق بشر، حقوق زنان و تشکیل حکومت فراگیر.»
به نقل از voa دولت چین، اتهامات مربوط به سرکوب اویغورها را رد کرده و در مجامع بین‌المللی اردوگاه‌ها را «مراکز آموزش حرفه‌ای» برای «مبارزه با تروریسم و افراط‌گرایی مذهبی» توصیف کرده است.
چندی پیش آنتونی بلینکن، وزیر خارجه آمریکا، در نخستین گفت‌وگو با مقام‌های ارشد چین در این مقام، پکن را بابت رفتارش با اویغورها، تبتی‌ها، و هنگ‌کنگی‌ها تحت فشار قرار داد.
رهبر جمهوری اسلامی در دیدار با رئیس‌جمهوری روسیه «ابتکار عمل» مسکو در جنگ اوکراین را ستود و با اشاره به «تحریم‌های غرب» همکاری اقتصادی ایران و روسیه را «ضروری و به نفع هر دو کشور» دانست.
به گزارش DW روسیه، ایران و ترکیه می‌خواهند در سوریه به طور نزدیک همکاری کنند. سران هر سه کشور در یک بیانیه مشترک به روز سه شنبه در تهران تعهد کردند که علیه «تروریست ها» در سوریه مشترکاً مبارزه می کنند.
محمد بن سلمان، ولیعهد عربستان سعودی در دیدار با جو بایدن، رئیس جمهور ایالات متحده امریکا گفته است که ایالات متحده هم [در افغانستان و عراق] اشتباهاتی را مرتکب شده است.
بن سلمان گفت: « وقتی امریکا تلاش کرد ارزش‌هایی را بر افغانستان و عراق تحمیل کند، کارساز نبود و در حقیقت رد شد. وقتی ارزش‌ها به زور بر دیگر کشورها تحمیل شوند، بی فایده است؛ چراکه کشورها ارزش‌های مختلفی دارند که باید که احترام شوند.»

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

#دریای کوکچه Kookcha Rood

Category

Telephone

Address

Kabul
1003
Other Writers in Kabul (show all)
BEBE عایشه BEBE عایشه
کابل
Kabul

₍₍مېندې نشي کولی دحضرت خالدبن ولید (رض) په څېر زوی نړۍ ته راوړي₎₎ ژوند ښکلی دي چې په خپله اوسه

Beach ساحل دریا Beach ساحل دریا
Kabul

saheel i darya

الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی” الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی”
One
Kabul

الحاج میرزا عبدالغفور یعقوبی شاعر حماسه سرای افغانستان

Najibullah Behzad Najibullah Behzad
Kabul

Official Page

Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ
13
Kabul, 4545

😔بخدا قسم شوق زنده ماندن نمانده😔

Safia Sahibi-صفیه صاحبی Safia Sahibi-صفیه صاحبی
Afghanistan
Kabul, 1004

زموږ هدف د عامه افکارو جوړښت او اسلامي نړی ته ریښتینی خ?

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس
Kabul

ترا به هیچ اتفاق بهتری نخواهم داد... 2023/10/14💍S♥️S

لیلا غزل Lila Ghazal لیلا غزل Lila Ghazal
122
Kabul

که مې په دې خاطر فالو کوئ چې جنسیت مې زنانه ده،نو لطاً مه مې فالو کوئ!🙏 تر هرڅه اول اسلام او بیا AFG

Omid Ahmadzai Omid Ahmadzai
Kabul

" ژونـــــد وکړئ! د هغو خـوبـونـو لپاره چې غــواړئ ریښتیا شي."

Haji Hemat Haji Hemat
Kabul, P

فیج درسره لایک کړي دوستانو