Jamil Zai Clinic جمــــیل زی کلینک

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Jamil Zai Clinic جمــــیل زی کلینک, Doctor, Kabul.

04/03/2024

الله ج دی زموږ ټولو گناهونه معاف کړی امین

28/05/2022

د ستوني ‌‌‌‌‌‌ډیری دردونه د ټانسلونو د د التهاب یا میکروبی کیدو له وجه منځ ته راځي.
نت‎تانسلونه د انسان د ستوني په دواړو خواوو کې هغه دوه غدې دي چې ستوني له ناروغيو په امن کې ساتي، خوکله ناکله په بدن کې د زهري موادو د شتون له کبله تانسلونه میکروبي کېږي او پړسوب پيدا کوي.
‎له دې ناروغۍ څخه ماشومان ډېر ځورېږي. که چېرې څوک په يوه کال کې اته ځلې يا له دې زيات د ستوني په درد اخته شي، د تانسلونو د پړسوب او ميکروبي کېدو نښه ګڼل کېږي.
‎دوه لاملونه په ماشومانو کې د تانسلونو د پړسوب سبب کېږي، لومړی هغه عوامل چې دې ناروغۍ ته لار هواروي، لکه ککړه او سړه هوا او غير صحي خواړه.
‎دويم راز، راز ميکروبونه او وراثت هم د تانسلونو د پړسوب سبب کيدای شي. د دې ترڅنګ په يوه خونه کې دډېرو کسانو ويده کېدل او د بندې هوا ډېر تنفس کول هم د دې ناروغۍ د پيدا کېدو لاملونه دي.
‎نښې نښانې:
‎د توني پرله پسې دردونه، سخته تبه، د ځان دردپه ځانګړې توګه د پښودردونه، دل بدي، د غوږونو درد، د مفصلونو دوامدار درد، د وزن کموالی اوستړيا ددې ناروغۍ له نښو شمېرل کېږي. هغه کسان، چې تانسلونه يې پړسېدلي او ميکروبي شوي دي، هر دوه ساعته وروسته دې دڅو ورځو له پاره دتازه مېوې اوبه اود ترکارۍ سوپ وخوري.
‎دې کسانو ته ښايي چې له مرچو، زياتې مالګې ، غوړيو، غوښې، بورې، ماهيانو، اچار او چای څخه پرهېز وکړي. که چېرې ددې ناروغۍ درملنه ونه شي، د ګردو دسخت درد، روماتيزم او د زړه په ناروغۍ داخته کېدو او ماشوم دمړينې له ګواښ سره مخ کيدا شي. که چېرې کورنۍ دخپلو ماشومانو نظافت ته پاملرنه وکړي؛ په ککړه هواکې يې لوبوته پرې نږدي؛ ويټامين او کلسيم لرونکي خواړه ورته برابر کړي تر ډېره بريده به يې د تانسلونو له ناروغۍ خپل ماشوم ساتلی وي.

________________________________
❤️
❤️

13/05/2022

د مصنوعي (پوډري) شیدو زیانونه:

1. هغه ماشومان چه په پوډري شیدو تغذیه کوي د شیدو په وړاندې يې حساسیت او نه زغمل (عدم تحمل) زیاتیږي چه بالاخره د نس ناستی (اسهال) او د تنفسې ناروغیو سبب ګرځي.
2. کیدای شي چه د دوامداره ناروغیو (دوامداره اسهالاتو) سبب وګرځي.
3. د وینې کموالي (کمخوني) د ناروغۍ خطر زیات وي، همدارنګه د خوارځواکې (سوتغذئ ) او د ویټامین سي د کموالي سبب ګرځي په هغه ماشومانو کې چه په پوډري شیدو تغذیه کیږي.
4. هغه ماشومان چه په پوډري شیدو تغذیه کیږي نسبت هغو ماشومانو ته چه د مور په شیدو تغذیه کیږي کم هوښیار، ځیرک او د پوهې(ځیرکې) درجه (IQ) یې کمه وي.
5. اونن سبا څیړنو جوته کړې هغه ښځې چه ماشوم ته خپلې شیدې نه ورکوی ډیر خطر موجود وي چه د تخمدانونو او د سینو په سرطان اخته شي، اوهمدارنګه د بیا ژر حامله کیدو چانس یی ډیر وي.
لکه څرنګه چه د مور دشیدو ګټې او د پوډري شیدو زیانونه پورته ذکر شو زمونږ او ستاسې په اسلام مبارک دین کې هم الله تعالی مونږ ته امر کوي چه تاسو خپلو ماشومانو ته تر دوه نیم کاله پورې خپلې شیدې ورکړې چه رښتیا هم په دې کې د الله تعالی لوی حکمت پروت ده، نو کله چه ماشوم پیدا شي نو مور باید زر تر زره خپل ماشوم ته شیدې ورکول پیل کړي او هر هغه مور چه په لمړیو شیبو کې ماشوم ته شیدې ورنکړي ددې سبب کیږي چه شیدې زیاتې د مور په سینو کې پاتې شي او بالاخره د شیدو تولید کمیږي او مور شکایت کوي چه زه کافي شیدې نلرم، هغه وي چه ماشوم ته پوډري شیدې رانیسې چه متاسفانه اکثر خلک نن سبا ماشومانو ته دا زهر شروع کوي چه حتی دا ځینې ډاکتر صاحبان او روغتیایی کارکونکي هم ددې په ځای چه مور ته توصیه وکړي او د مور د شیدو ګټې ورته بیان کړي ماشوم ته پوډري شیدې لیکي چه دا بالاخره د ماشوم د بیلابیلو ناروغیو او خوارځواکې سبب کرځې، او یو ځل چه ماشوم په پوډري شیدو په ځانګړي ډول په مصنوعي تي (بوتل) باندې عادت شو بیا هیڅکله د مور تي ته زړه نه ښه کوي ځکه چه ماشوم ته کله د بوتل (مصنوعي تي) له لارې شیدې ورکول کیږي نو د خولې عضلات یې ډیر نه ستړي کیږي او د مور د تي په نسبت ډیرې شیدې د ماشوم ستوني ته تیریږې نو د مور د تي په نسبت مصنوعي تي سره ځان ډیر راحت احساسوي.

23/04/2022

د قدر د شپې دعا!!

🍃اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي

🍃 اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي

🍃 اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul
6296
Other Doctors in Kabul (show all)
Dr Hameed zazai Dr Hameed zazai
Kabul
Kabul

له ټول نه غوره طبیب الله ج دی

Dr shafiullah Azizi Nijrabi Dr shafiullah Azizi Nijrabi
Kabul

There are somethings that money can't buy.Like manners, morals and intelligence.! MD🥼🩺🖊🇦🇫

Dentist Rahim Ramaki Dentist Rahim Ramaki
Karti 4
Kabul, 0093

Dr Mohammad Khalid Ghalib Dr Mohammad Khalid Ghalib
Kabul

this page will help increase the awareness of general population regarding health/medical issues

Dr.sharifullah shirin Dr.sharifullah shirin
9th District, Jalalabad, Nangarhar
Kabul, 314

Healthy

Dr. Fershta Dr. Fershta
Kabul

Doctor

کلینیک دندان نوری کلینیک دندان نوری
Kabul

داکتری یک احساس زیبا دارد وقتی یک مریض به خوشی و رضایت از کلینیک میرود و برایت دعا خیر میکند 😊.