Abdul Hakim Faizan

Abdul Hakim Faizan

You may also like

fatemehvasheghanii
fatemehvasheghanii

(لا اله الا الله محمد رسول الله)
🇦🇫👑

26/09/2022

په اسلام کښې د ښځو حقوق

لیکنه: عبدالحکیم فیضان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د شپږمي مېلادي پیړۍ په وروستیو کښې څرنګه چي د ښځي موضوع د نړۍ په متمدنو او غیر پر مخ تللو هیوادونو کښې د وحشت، بربریت، او ظلمت په اوج کښې قرار درلود ناببره د مکي مکرمې له سوځونکو دښتو، سرو ریګونو او اسمان څکو غرونو څخه د حضرت محمد(ص) په واسطه له اسمان څخه الهي وحي د ښځي په هکله د هغې د کرامت له پاره د حق او حقانیت تله او میزان بر قرار کړ او له څه او ولي پرته ئې د ښځي حقوق ورکړل او د تاریخ په اوږدو کښې چي د مېرمنو طبقې د یو حیوان او مطاع په څېر حیثیت درلود او یا یوازي د جنسي ګټي له پاره کارول کېدې، اوس د اسلام د سپیڅلي دین له برکته هر څوک ودئ ته ځېر سول چي ښځه د بشري ټولني د لوړتیا پرمختګ، پاڅون او سلامتیا د یو فعال غړي او عنصر په شمیر کښې راځي.

06/09/2022

کتاب او کتابتون

لیکنه: عبدالحکیم فیضان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موږ په داسي زمانه کې ژوند کوو چې کتابونه ډېر او ترلاسه کول یی اسانه دي، اوس هم ډېر وګړي د کتاب په قدر او ارزښت نه پوهیږي او له ګټو یې ناخبره دي، دوي په دې نه دي پوه چي کتاب هغه ښوونکی دی چي موږ ته وړیا او بې له کوم بدله زده کړه او معلومات راکوي، هیڅکله نه ستړی کیږي، تل موږ ته سترګي په لار دی، هر وخت مو چې ورته مراجعه وکړه په ورین تندي مو مني او هرکلی راته وایي، هر څه چې ترې وپوښتو په نرمۍ او سړه سینه ځواب راکوي او په هغه څه چې نه پوهیږو، نو په ډیره مهربانۍ یې را زده کوي.
که په غور وګورو له کتاب څخه غوره څیز او له کتابتون څخه غوره ځاي په نړۍ کې نشته، که څوک غواړي چې د سوکاله او نیکمرغه ژوند خاوند سئ خپله موخه دې د کتابتون په ګوښه او د کتابونو په پاڼو کې ولټوئ او پر دې ډاډه اوسي چې(پلټونکی او موندونکی دی).
له کتاب سره ملتیا او ملګرتیا موږ د عادي وګړو له چاپېریال څخه ډېرو لوړو افکارو او تصوراتو نړۍ ته بیایي، له لوړو او سترو انسانانو سره مو ملګری کوي او د هغو له فکر او نظر څخه مو خبروي.
کله چې موږ کتابتون ته ننوځو، هلته په ښکاره یو څو المارۍ وینو چې کتابونه او پاڼې پکښې ځاي پر ځاي سوي دي، نوره چوپه چوپتیا خپره وي او هیڅ غږ پکښې نه اوریدل کیږي مګر کله چې کتاب را واخلئ او پاڼې یې واړوئ هماغه غلی کتاب په خبرو پیل وکړي، په حیرانوونکې چټکتیا سره مو تر لیرې لیرې واټن پورې بیایې.
همدارنګه کتاب موږ ته د تېرو خلکو کړه وړه، ټولنېزې اړیکي، تدبیر، او برخلیک راته بیانوي، د هغو سرښیندنې، علمي، او ادبي غورځنګونه، بېلابېلې موندنې، موجودې ستونزې او هلې ځلې زموږ د سترګو په وړاندې انځوروي چې موږ یې د خپل ژوند سرمشق وګرځوو او د عبرت درس ترېنه واخلو.
خو په یاد ولرئ چې له ښو کتابونو سره مینه لرل د انسان لپاره د ډیرې ښې ملګرتیا زیری دی، پام کوئ چې بې ځایه هوسونه مو د نفس د بې لارې کولو په لټه او تکل کې دي، یوازې او یوازې همدا ملګری مو له دغې تېروتنې، ښوییدنې او ناورین څخه ژغورلی سئ،
هر ورځ مو په لوړه بیایئ، فکر او خیال ته مو د الوتلو او لوړ تللو واک او ځواک ورکوي، پوهه مو بشپړه وي، اخلاق مو غوره کوي او روح مو خوځنده او پیاوړی کوي.

05/09/2022

د کوه نور الماس تاریخ ته لنډه کتنه

لیکنه:عبدالحکیم فیضان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کله چي احمدشاه ابدالي د ایرانی نادر افشار کورنۍ او د هغه عزت وژغوري نو د نادر افشار مور د کوه نور الماس احمدشاه ابدالي ته د دوي د ساتلو او ژغورلو په خاطر په تحفه کی ورکړ،
د کوه نور نوی څښتن د پادشاه په توګه تر غوره کیدو وروسته د نوی افغانستان بنسټ کښیښود، د بخارا نه تر ډهلې او نیشاپور پوري یی یوه ستره افغانۍ امپراطوری جوړه او د افغانانو برم یی یوار بیا نړۍ ته ور پیاد کړ، په (۱۷۷۳)م کال د احمدشاه بابا تر وفات وروسته کوه نور د تخت سره یو ځای د هغه زوی تیمورشاه ته ورسید، د احمدشاه بابا هر زوی غوښتل چی د تخت او کوه نور الماس د خپلولو لپاره هلي ځلي وکړي خو بالاخیره په افغانستان کي د کوه نور الماس اخیرنی څښتن شجاع المولک یادیږی، او د یاد الماس پر سر دده کورنۍ د رنجیت سینګ لخوا نیول کیږی او خپله شاه شجاع ته د سختو زورونو وروسته او دده د بچیانو په تهدیدولو سره یاد الماس د شاه شجاع څخه ترلاسه کوی.
رنجیت سینګ د نورو واکدارانو په خلاف د ځان سره د کوه نور پر خونړی تاریخ باندی فکر وکړ، ددې غمی د نژدې ټولو څښتنانو شوم سرنویشت یی له نظره تېر کړ او د لومړی کس په توګه دې پایلی ته ورسیدی چي دا غمی د واکمنیو مور نه، بلکي د بدمرغیو زیږونکۍ یوه ډبره ده.
له همدې پایلی وروسته یی تصمیم ونیوی چی د دا غملړلی ډبری څخه ځان خلاص کړی، په دې موخه یی اراده وکړه چی د کوه نور غمی د خپل ځان لخوا معبد ته د سوغات په توګه وسپاري، خو وړاندی لدې څخه چی دا پلان سرته ورسوي ژوند نوره یاری ورسره ونکړه او مړ سو، دده ځای ناستی اخلاف دده په دې پلان باندی خبر نه وو او رنجیت سینګ هم وصیت نه وو کړی چی دوي دا کار پای ته رسولی وای، د رنجیت سینګ د مرګ وروسته دده پیاوړی اردو د انګریزانو په لاس دړی وړی او له منځه ولاړه او کوه نور الماس هم د تل په څېر د ماتی خوړلی عاشق څخه مخ اړوی او د بریالی سوی مین په غیږ کی لویږی،
هیره دی نه وی چي تر اوسه هم یاد الماس د انګریزانو په تسلوط کی کرار لری او ننداره چیان د برتانیا تاریخي موزیم ته د لیدلو لپاره ورځي.

په انځور کښي شاه شجاع د کوه نور الماس هندي واکمن رنجیت سینګ ته سپاري!

30/08/2022

د کوه نور الماس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عبدالحکیم فیضان

د الماسو دا غمی چي د نړۍ د تر ټولو سترو ټوټو په ډله کي راځی، اوسنې وزن یی (۱۰۸،۹۳)قراطه او نېږدې(۲۲، ۸)ګرامه دی او سپین رنګ لری،
د پیدا کولو نیټه او د موندونکی نوم ئی تر اوسه معلوم نه دی، خو دا خبره څرګنده ده چي حیدر آباد ته نژدې د هندوستان د اندراپردیش ایالت په ګلکنده نومې سیمي کی تر لاسه سوی دی، دا ځکه چي تر (۱۷۳۰) زیږدېز کال دمخه چي په برازیل کي د الماسو یو معدن وموندل سو، د ګلکنده د معدن څخه پرته په ټولي نړۍ کی بل د الماسو معدن نه وو، له همدې کبله د کوه نور د زیږیدنې ځاي بیله تردید څخه ګلکنده ګڼل کیږی، ددې خبری سره سره داسي هم ویل سوي دي چی دا الماس د میلاد څخه (۳۲۰۰)کاله وړاندی د یوه رود د بستر څخه په لاس راغلی دی،
په لیکلی توګه د دا غمی په اړه معلومات یوازی د (۱۳۰۰)زیږدیزې سنې را په دیخوا تر سترګو کیږی، خو د افسانو او حکایتونو له مخی غمی له دې څخه ډیر وړاندی د انسانانو لاس ته ورغلی دی او کارول سوی دی، په کیسو کی راغلی دی چی کوه نور نژدی (۵۰۰۰)کاله دمخه د جنوبی هندوستان په ګلکنده کی چی د الماسو له مخی په نړۍ کی وتلی نوم لری،ځایی اوسیدونکو په لاس راوړی دی،
د کوه نور الماس لومړی څښتن د (کرنا) په نامه د هند یو افسانوی قهرمان یاد سوی دی.

30/08/2022

نور مې دلته درسره تعقیب کړئ!

23/01/2022

تا د زړه نه وباسم او که زړه د ځانه وباسم؟ 🇦🇫☝️

13/01/2022

دوستانو تر ټولو ښه سیاست صداقت او ایمانداری ده!

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kandahar
Other Writers in Kandahar (show all)
ganral Adabi Tolgo ganral Adabi Tolgo
Kandahar

هر رنګه ټپي متلونه شعرونه دښاعر دنامه سره سم وړاندی کیږي که په هر ه ژه به کي وي. وسلام

عزيزي لیکنیز خدمات Azizi Writing Services عزيزي لیکنیز خدمات Azizi Writing Services
Kandahar, 3802

موږ پښتو، دری، انګلېسي او عربي ټایپ، مونوګراپ، پروپوزل، کتاب کمپوز او نور دې ته ورته لیکنیز خدمات لرو

EhsanullhAfghan EhsanullhAfghan
0708228933
Kandahar, ارعنداب

څاڅکې څاڅکې
Kandahar

Kamil Mohammadi Kamil Mohammadi
دامان
Kandahar

درمان غم و اندوه، سرگرم ساختن مغز به اندیشه های نشاط آور است. حیدر

Asadullah opa Asadullah opa
Kandahar

خبرونه اوویدیو

Jamil Khan_ Jamil Khan_
Kandahar

Just for Islamic posts

Mσнαммαɔ Ƶαнıɔ ғαчαz Mσнαммαɔ Ƶαнıɔ ғαчαz
Mohammad Zahid Fayaz
Kandahar

په دي صفحه کي تاسي کولای سي چي هر ډول معلومات ترلاسه کي

Spoilers Mala Onda Spoilers Mala Onda
Kandahar

Saben lo que van a encontrar así que a no quejarse mamertos!! Lo que Siempre quisiste hacer lo hago

مینه مینه
Kandahar
Kandahar, 23

مینه د ژوند دوهم نوم دی

Arzasht Institute - ارزښت د نیمه لوړو زده کړو مؤسسه Arzasht Institute - ارزښت د نیمه لوړو زده کړو مؤسسه
Aino Maina, 26 Main Road, 4 Sub-Road, House No. 91
Kandahar, 3802

کمپیوټر ساینس، اقتصاد، انجینري، ژورنالیزم، انګلیسي ادبیات