Dr. Ibrahimi

Dr. Ibrahimi

You may also like

Santary Parapedan
Santary Parapedan

medical cases .and their answers

20/07/2024

که په تصوير کي ناروغ زياتی خولی،لرزه ،د وزن کمښت، اسهالات، تشويش، tachycardia, hypertension او د فعاليت زياتوالی ولری لابراتواري ،تشخیص او تداوي به یی څه وی
Comment is alloweded Just for Medical stuff!

05/04/2024

د هورمونونو منابع او د عمل ساحې يی په لاندي تصوير کي ليدلای شو

19/03/2023

د دماغی پردو د التهاب په تشخیص کی کومک کونکی نښی

Kernig sign:
د پښی غځول( خلاصول یا extension) دردناکه وی
Brudzinski sign:
د غاړی په کږولو سره پر سینه(flexsion) باندی د پښو د راټولولو(flexsion) سره مل وی

13/02/2023

دځان سره د یو رښتيني ملګری ساتل ځکه ضروری دی چی لویدلو ته به مو یوازی نه پریږدی

10/02/2023

غربت څه ته وايی
1-غربت دې ته وايی چی خپلی لاری کوڅی دې د کثافاتو ډکی وی خو د امريکا او اروپا د پارکونو صفتونه کوي

۲- غربت دي ته وايی چی ۱۰۰۰ دانی ټوکی دې زده وی خو د هيواد په تاريخ نه پوهيږی

۳- غربت دې ته وايی چی څوک درڅخه پوښتنه وکړی چی دې مياشت کی دې څو جلده کتابونه لوستی او جواب دې هيڅ وی

۴- غربت دې ته وايی چی مبايل درسره ايفون ۱۳ وی خو په خوله کی دې دوه دری غاښونه رژيدلی وی

۵ - غربت دې ته وايی چی ګرځی په څو زره ډالريز موټر کی خو د ښاريانو په حقوقو او د ترافيکو په .قانون نه پوهيږی

٦ - غربت دې ته وايی چی خبری د ازادۍ کوي خو د وطنوالو حق دې د خاورو لاندی کړی وی

۷ - غربت دې ته وايی چی واده لری خو پردۍ خور لور درنه په لار نشی تيريدلي

۸ - غربت دې ته وايی چی انسان يی خو انسانيت ته ارزش نه ورکوی

راځۍ چی د ټولو خرافاتو څخه پاک او په حقيقی او انسانی توګه ژوند غوره.
شیر کول یی مه هیروﺉ ملګرو

08/02/2023

بواسير:
بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي.
نښانې:
- تشناب ته له تلو وروسته د ضرورت پوره کولو په اخېر کې له مقعد څخه د وينې راتګ.
- په مقعد کې د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل.
- د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد.
درملنه:
- په خوړو کې د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ.
- په کافې اندازه اوبه وڅښئ.
- د ضرورت کولو وروسته په اوبو او يا لوند تشناب کاغذ ځان پاک کړئ.
- د مقعد شاوخوا همېشه پاکه او وچه و ساتئ.
- که غوټه له مقعد بهر را ووزي کرار، سوکه او په ډير نرمۍ سره يې بېرته مقعد ته د ننه ورټېله کړئ.
- په مناسبه اندازه پيدل تګ يا ورزش وکړئ.
- د درد لپاره له پراسېټامول ګوليو څخه کار واخلئ.
- که قبض ياست د قبض له درملو کار واخلئ. ډيری د قبض درمل د ډاکټر نسخې ته ضرورت نلري.

په درملتونونو کې د بواسيرو لپاره وړ وړ کريمونه او ملهمونه شته چې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري. که څه هم دغه کريمونه يا ملهمونه په وړ وړ نومونو پيدا کيږي خو ډيری يې (lidocaine, balsam peru, zinc oxide, bismuth oxide) کېمياوي مواد لري چې د بواسيرو درد، خارش او پاړسوب له منځه وړي، مثلاً په بريتانيا کې د Anusol يا haemorrhoids relief ointment په نامه ملهم يا کريم. تاسو کولای شئ د دې درملو له اخېستلو مخکې د درملتون له فارمسېسټ سره مشوره وکړئ.
که له پورته درملنې سره په يوه اونۍ کې ښه نه شوئ نو ډاکټر ته ولاړ شئ.

Photos from Dr. Ibrahimi's post 08/02/2023

د بلغمو وضعيتی تخلیه
مختلف وضعيتونه دسینی د فزیوتیراپی سره یوځای د ځمکی د جاذبې قوی په مرسته د بلغمو یا مخاطو په ایستلو کی کومک کوی خصوصآ دا وضعیتونه د هغه چا لپاره مهم دی چی زیات تنفسی افرازات لری او هدف یی د همدغو افرازاتو ایستل وی همدارنګه د سږو په مزمنو بندشی ناروغیو کی ډیر موثر واقع کیدلای سی

POSTURAL DRAINAGE

A chest Physiotherapy that uses positions which allow gravity to facilitates drainage of secretions from the lobes of the lungs. It is best for patients who have excessive secretions which need to be expectorated. People with chronic obstructive pulmonary diseases will benefit.

07/02/2023

Diuretics and their action site in tubules
ډایوریټک او د عمل ساحه یی په ټیوبونو کی کی

07/02/2023

هغه ډاکټر صاحبان چی جوابونه یی د مخکنی کیس اړوند صحي وه ماشاالله
لابریا!

M Naser Kazimi
Fazal Muhammad
Wasiullah Ameen

05/02/2023

TB treatment protocol

1-Tablet myrin-forte or myrin -p forte
دوه یا دری ټابلیټه په سهار کی د سهاری تر مخه
2- Tablet vitamin B6
یو ټابلیټ د شپی لخوا
3-Capsule Omeprazole 40mg [risek]
یوځل د ورځی

په myrin -p forte کی لاندی درمل شتون لری او د هر درمل ورځنی ډوز ورسره ذکر سوی دی

Isoniazid[5-10 mg/kg/day max up to 300mg /day]
Rifampicin [10-15 mg/day up to 600 mg /day]
Pyrazinamide [20-30mg /kg /day up to 2gr /day]
Ethambutol [15-20 mg /kg/day up to 1.2 gm/day]

صفحه شیر کړی تر څو زیات ملګری په یو مثبت علمی احاطه کی مصروف وساتو

05/02/2023

دا خور نن ولايتي شفاخانی ته راغلی وه دیارلس کاله عمر لری
تشخیص یی کیدلای سی ساده وی خو که مو یی تشخيص وکړی د ناروغی تداوی یی ولیکی؟
په past medical historyکی ناروغ په rheumatoid arthritis سره تشخیص سوی وو ددرملو په تاريخچه کی مریض فریډنیزولون دورځی لس ملی ګرامه اخلی
او central obesity یی لرل نور تاسی ووایاست

04/02/2023

کیس ته سم متوجه سی د صحي جواب ویونکی نومونه پر عمومی صفحه د لا تشویق لپاره پوسټیږی
Case expiration date 2023 /Feb/6

یو 64 کلن کس سړی چی خپل ډاکتر ته دمعاینی لپاره راغلی دی او شکایت لری چی ورځ په ورځ یی وزن زياتيږي او په تیرو شپږ میاشتو کی یی اته کیلو وزن اخیستی دی دوامداره لوږه احساسوی همدارنګه نوموړی مریض وایی چی په اسانی سره یی پوستکی ګږېیل کیږی(bruising easily) په زينو کی ختل ورته سخت وی نوموړی مریض د ژور خپګان احساس کوی خو پخوانی هیڅ د عقلی عصبي امراضو تاريخچه نلری مریض پخوا په معدنونو کی کار کولی په شخصي تاريخچه کی د خپلی ښځی سره په کور کی ژوند کوی او د ورځی دیرش سګریټ څکوی
فزیکی معاینه (physical examination):

دا مریض چاغ معلومیږی خصوصا د خیټی په ساحه کی پر جلد یی بنفشی (purple)لکی شتون لری پوستکی یی نری او ماتیدونکې دی محيطي edemaشتون لری د هضمي تنفسی او قلبی سیستمونه یی نورمال دی په معايني سره

pulse rate 76/min

Blood pressure 168/104

03/02/2023

ډاکتر صاحبانو اول نمبر کیس چی پر صفحه پورته سوی وو

تر ډیره جوابونه غلط وه دقیق جواب یی{هایپوتاروډیزم}

دلته د نوموړي ناروغی نښې نښانې درسره شریکوم

1د یخ په وړاندی حساس (یخ نسی زغملای)

2ستړیا

3وزن اخیستل

4قبضيت

5ژور خپګان

6د حرکاتو او فعالیت کمښت

7عضلی کمزوری او کرمپونه

8 ویښان پنډ او ماتیدونکی وی

9د مریض مخ خاسف او د کلچی په رقم ګردی وی

11کیدلای سی د زنانه مریض د میاشتنی سايکل تغیرات ولیدل سی

12د goiter شتون

13 Slow heart rate and high cholesterol level

01/02/2023

تشخیص مو څه دی او ددی ناروغۍ نوری نښی نښانی کمنټ کړی؟

01/02/2023

اول کیس case number one

یو 55 کلن ناروغ چی د انرژي د کموالی څخه شکایت لری او زیاتوی اتلس میاشتی کیږی چی په کار کی زیات ستړی کیږی نوموړی ناروغ په یو دفتر کی کار کوی او شکایت لری چی د ورځی څو واره د خوب حملی راباندی راځی او د شپی د 9:30 pm وروسته ویښ پاتیدل ورته ستونزمن وي او د سهار تر 7:30 AMپوری خوب کوی تمرکز یی په خپل کار کی دلاسه ورکړی دی مخکی یی د ټینس لوبه کول خو اوس د سټړیا له وجی ورته سخته ده نوموړی مریض لس کاله مخکی د ژور خفګان څخه زوریدلی چی د لمړنی ښځی د طلاق له وجی ورته پیدا سوی وو فعلأ شخصيتی ستونزی(personal problems) نلری په کورنی تاریخچه کی یی ورور په دیارلس کلنی کی په (type 1 DM ) سره تشخیص سوی وو نوموړي مریض زیات قبضيت لری خو د خیټی درد او مقعدی خونریزی د قبضيت سره نلری په تیر کال کی یی شاوخوا اته کیلو وزن اخیستی دی examination:

په معاینه باندی ناروغ خاسف او وزن یی زیات دی د مخ جلد یی وچ او خور خور (scally) دی
قلبی سیستم تنفسی سیستم او هضمي سيسټم یی نورمال دی
Pulse = 56/min
Blood pressure= 146/88

ډاکتر صاحبانو تشخیص کښیږدی!
نوموړی مریض ته نور کوم معاینات کوی؟
تفریقی تشخیص مو څه دی؟
او نهايي تشخيص ته درملنه ولیکی؟

لابراتواري معاینات

01/02/2023

سلام علیکم ډاکټر صاحبانو مخکنی صحفي لږ مشکلات درلوده په دغه صفحه کی راسره یو ځای سی

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Tarin Kowt
Kandahar
BISMILLAHMAL

Opening Hours

Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Other Medical & Health in Kandahar (show all)
Kandahar pharmacy Kandahar pharmacy
Aino Mina
Kandahar, 3802

hi my friends i want to work for you howlong you can get any thing in easy way

Halemi clinic حلیمی صحت الحجامة Halemi clinic حلیمی صحت الحجامة
کندهار ښار د ډبرو پُل قبایلو سړک راسته طرف آشنا درملتون
Kandahar

دارلصحت ميډيسن لميټيډ Dar Ul Sehat Medicine ltd دارلصحت ميډيسن لميټيډ Dar Ul Sehat Medicine ltd
Kandahar

موږدژوند ژغورنکي درمل وړاندي کووــ

Community Based Education - CBE Kandahar Community Based Education - CBE Kandahar
Noori Sihat Market, New Sarak, Opposit To Roghtia Market
Kandahar

Dar-Ul-Sehat Sarapa Clinic Dar-Ul-Sehat Sarapa Clinic
Dand Chock
Kandahar

OPD Clinic

Dr Mohammad Zaman Mateen Dental Clinic Dr Mohammad Zaman Mateen Dental Clinic
Kandahar

Always at your service

ډاکتر مرتضی خالد - د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر مرتضی خالد - د داخله ناروغیو متخصص
Kandahar

متخصص امراضِ داخله قلبی، تنفسی، شکر و معده MD | Kandahar University Medical Specialist, Ms (Medicine)

Etemaad Clinic اعتماد کلینیک Etemaad Clinic اعتماد کلینیک
دېخواجه، زوړ ګمرک سړک، یارانه مارکیټ څنګته/اعتماد کلینیک
Kandahar, 0038

اعتماد کلینیک په ډېر ویاړ سره په کندهار کي جلدي، جنسي، غاښو، وېښتانو ایښودو, حجامې او ښکلا جراحي خدمتونه وړاندي کوي

Wali Tanha Wali Tanha
Kandahar

د پښتو طبي معلوماتو لپاره زموږ پیج درســره لایک او فالو کـــړي.

HDNGO HDNGO
Ainomain/kandahar/afghanistan
Kandahar, 3802

Humanitarian and Development Non-Government Organization

Daqiq Asri Company Kandahar Daqiq Asri Company Kandahar
Nawi Sarak
Kandahar

http://www.alcmed.com/