وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون

وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون

We contribute to the advancement of veterinary sciences and animal industries through excellence in

06/11/2023

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ یو تن استاد ښاغلي پوهنمل احمدالله ظاهر علمي مقاله د Development of fortified with four variety of common bean(phaseolus vulgaris) whey by using response surface methodology تر سرلیک لاندې یې تازه په یوه لوړه درجه معتبر نړیوال علمي ژورنال(Journal of Food science and Technology) کې قبوله او نشر شوه. نوموړی Open-access ژورنال د علمي څیړنو په تر ټولو معتبر نړیوال ډاټابیس (Web of Science) کې Q1 درجه لري. د وترنری علومو پوهنځۍ اداره پر نوموړي استاد وياړي او د دې سترې علمي لاسته راوړنې د مبارکۍ ترڅنګ یې د ژوند په چارو کې د لا نورو بریاوو غوښتونکې ده.

Photos from ‎د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون‎'s post 04/11/2023
Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 08/10/2023

په خپلو ګرانو محصلينو مې وياړم❤

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 08/10/2023

د استاد ورځې د لمانځغونډې په پار:
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ د دریم ټولګي محصلینو په نوښت او د پوهنځۍ د ادارې په پوره همکارۍ د اناسټو پوهنتون د غونډو په تالار کې د استاد د ورځې په مناسبت یوه شانداره غونډه برابره کړې وه چې پکې د محصلینو ترڅنګ د وترنری علومو پوهنځۍ رئیس، آمر او د پوهنتون علمي مرستیال ګډون درلود. یاده غونډوه د دریم ټولکي محصل محمد یوسف د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې وروسته د وترنری علومو پوهنځۍ رئیس پوهنمل احمدالله ظاهر پیلیزه وینا وکړه، وروسته د اناستو پوهنتون علمي مرستیا پوهنیار ثناءالله ارغستاني د محصلیونو څخه د مننې ترڅنګ د استاد د مسؤلیتونو په هکله وینا وکړه، د غونډې په جریان د وترنری علومو پوهنځۍ استاد پوهنیار محبوب الله احمدي د قران او احادیثو په رڼا کې د استاد او محصل د مسؤلیتونو په هکله هر اړخیزه وینا د غونډې ګډونوالو ته واوروله، او د پروګرام په وروستیو شیبو کې محصلینو خپلې ترتیب کړې معنوې تحفې استادانو ته ورکړې.

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 16/08/2023

د انسټو پوهنتون د هیواد پلازمیني ته د مجاهدینو د فاتحانه داخلیدو دوهمه کلیزه په شانداره مراسمو سره ولمانځل.
د سه شنبې په ورځ د اسد په ۲۴ نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون له لوري د امریکایې اشغال او د هغوي د متحدینو پر وړاندي د ا.ا.ا. په مشرۍ د افغانانو د سپڅلي جهاد د بریالیتوب ورځ په داسي حال کي په شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه، چې په کښي د یاد پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئیس، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، علماء کرامو، استادانو، اداري کامندانو او محصلانو ګډون درلود.
غونډه د قاري عبدالرشید لخوا په خواږه تلاوت سره پیل سوه، وروسته سرپرست رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني د پرانیستې وینا پر مهال د دې پتمنې ورځې مبارکې د افغانستان مجاهد ولس او د غونډي ټولو ګډونوالو ته وویل او ترڅنګ يې د تیرې کرغیړنې دوري د ناخوالو، وحشتونو او بربریت په اړه یادونه وکړه؛ ارغستاني په خپلو خبرو کي وویل دا چې اوس مونږ او تاسي د یو اسلامي نظام تر چتر لاندي په امن او سوله کې ژوند کوو دا حالت په خپله ندی راغلی، بلکي د الله (ج) په نصرت او د مجاهدینو د بي ساري قربانیو ثمره ده.
ورپسي مولوي سید سمیع الله قریشي د اسلامي نظام دارزښت او اهمیت اړوند هر اړخیز وینا وکړه، پوهاند سید محمد کبیراغا مین د ازادی ساتلو اړوند، مولوي صالح محمد اسلام مل د ازادۍ معنا، مفهوم او ډولونو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړه، د پروګرام په پای کې پوهنمل محمد نعیم عزیزي د ټولو ګډونوالو څخه په یاده غونډ کې د ګډون په موخه مننه وکړه .
په غونډه کي د استادانو او محصلانو په استازیتوب هم ویناوي وسوي او هم ښکلي تراني، شعرونه او نظمونه وویل سوه.
غونډه د اسلامي ثقافت د استاد مولوي شفیع الله له لوري د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدل.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۲۸/۱/۱۴۴
۲۴/۵/۱۴۰۲

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 09/08/2023

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ درې تنو قدرمنو استادانو هر يو پوهنمل احمد الله ظاهر او پوهنمل محمد نعيم عزيزي د پوهندوی علمي رتبې او پوهنيار فيصل دانش د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيعاتو په منظور خپل لومړني علمي کنفرانسونه د ژوري هيئت او محترمو استادانو په حضور کې وړاندې کړل، چې د ژوري هيئت له لوري مثبت و ارزول شول.
د وترنري علومو پوهنځۍ رهبري نوموړو استادانو ته د مبارکۍ تر څنګ په راتلونکي کې د لا بریاوو هیله کوي.
د نشراتو کمیټه!

29/07/2023

د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د آزموینو د څار او ارزونې کمیټې د ۱۴۴۵/۱/۹ نېټې او ۱۱مه ګڼه پروتوکول مجلس د پریکړو په اساس، چې د پوهنتون د علمي شورا له لوري یې تائید هم موندلی، د روان تحصیلي کال د دوهم سمستر وروستی آزموینې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې د روان هجري لمریز کال د زمري د میاشتې له یوولسمې نېټې سره سمون لري پیل او د هرې پوهنځی له مهالوېش سره سم به تکمیل شي.
نوټ: د آزموینو صحنې به د سهار په ۶:۰۰ بجې پیل او د مضمون د پارچې مطابق به په معین وخت پای مومي.
د ګرانو محصلانو د بریا په هیله.

د محصلانو چارو معاونیت

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 29/07/2023

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ استاد پوهنیار رحیم الله امرخیل د کندهار ولایت د شریعت غږ راډیو سره په اونیزه خپرونه کې د نثاراحمد احمدی په کوربه توب چې د حیواناتو د واکسین تر عنوان لاندې ترتیب شوې وه د تیرې چهارشنبې په ورځ کډون وکړ، علاقه مند کسان کولای شي بیا ځلي تکرار یې د یکشنبې په ورځ د سهار د ۰۰:۰۸ - ۰۰:۰۹ بجو پورې واوري.

28/07/2023

ګران محصلین دې خبر وي!

د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د آزموینو د څار او ارزونې کمیټې د ۱۴۴۵/۱/۹ نېټې او ۱۱مه ګڼه پروتوکول مجلس د پریکړو په اساس، چې د پوهنتون د علمي شورا له لوري یې تائید هم موندلی، د روان تحصیلي کال د دوهم سمستر وروستی آزموینې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې د روان هجري لمریز کال د زمري د میاشتې له یوولسمې نېټې سره سمون لري پیل او د هرې پوهنځی له مهالوېش سره سم به تکمیل شي.
نوټ: د آزموینو صحنې به د سهار په ۶:۰۰ بجې پیل او د مضمون د پارچې مطابق به په معین وخت پای مومي.
د ګرانو محصلانو د بریا په هیله.

د محصلانو چارو معاونیت

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 27/07/2023

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ ارزیابي د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو په موخه د پوهنتون لخوا د ټاکل شوي پلاوي پواسطه ترسره شوه.

27/07/2023

لیرليد:
وترنری علومو پوهنځۍ به د هیواد او سیمې په کچه د وترنری سکتور معیاري کولو لپاره د مسلکي کادرونو په روزلو کې لوړ مقام ولري.
رسالت:
په عصري تکنالوژي سره ښوونیز، علمي او څیړنیز چاپیریال برابرول، ترڅو ټولنې ته د وترنری سکتور پیاوړتیا لپاره علمي کادرونه او با کیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
ښوونیزې موخې:
• د وترنری علومو په مختلفو څانګو لکه: داخله، صحت عامه، د حیواني محصولاتو تولید، د غذایی موادو تکنالوژي او د حفظ الصحې په برخه کې د ظرفیتونو روزنه.
• د هیواد او سیمې په کچه د وترنري علومو او حیواني تولیداتو په اړه د باکیفیته علمي څیړنو ترسره کول.
• د انساني ټولنې لپاره د صحي، میکروبونو او تقلب څخه عاري خوړو برابرول.
• د مختلفو میتودونو په استعمال سره د ناروغیو تشخیص، درملنې او مخنیوي لپاره د لازمو لارو په نښه کولو کې د محصلینو د پوهې کچه او ظرفیت لوړونه.
• د انساني ټولنې او حیواناتو ترمنځ د شریکو ناروغیو پیژندلو، سرایت، مخنیوی او کنترول په اړه عامه پوهاوی ورکول.
• په ملي او نړیواله کچه له اړونده ادارو سره هماهنګي کول.

Photos from ‎د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون‎'s post 22/07/2023

ټولو محترمواستادانو ته دې مبارک وي!
Ahmadullah Zahir
Mohammad Naeem Azizi

21/06/2023

د کانګو وینه بهوونکې تبې په اړه روغتیایي پیغامونه
ګرانو هیوادوالو تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته د لوی اختر د را رسېدو له امله مبارکي وایو او هيله لرو چې زمونږ او ستاسو ټولو عبادتونه او صدقې د الله تعالی په دربار کې قبولې شي .
د افغانستان شریفه ولسه! لکه څرنګه چې تاسو خبر یاست، په دې وروستیو کلونو کې یو له وژونکو زونوټیکو ناروغیو (د انسانانو او څارویو تر منځ ګډو ناروغیو) څخه چې د کریمیا کانګو وینه بهیدونکې تبې (کانګو تبې) په نوم یادیږي، زموږ یو زیات شمېر هیوادوال ناروغه کړل او ډېرو حتی د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. نو پر همدې اساس پکار ده چې د دې او نورو وژونكو ناروغيو په اړه خپله د پوهاوي كچه لوړه كړو، تر څو ځان، كورنۍ او ټولنه له دې وژونكو ناروغيو څخه وژغورو.
د کانګو تبې ځانګړتیاوې
• کانګو تبه یوه زونوټیکه ویروسي او د انسانانو لپاره خورا وژونکې ناروغي ده؛ دا ناروغي ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدېږي؛
• کورني څاروي لکه غوا، میښې، پسونه، وزې، اوښان، شترمرغ او نور څاروي ډېری وخت په دې ویروسي ناروغۍ اخته کیدای شي، مګر پر دې څارویو کې د ناروغۍ څه نښې نښانې نه څرګندیږي او روغ رمټ ښکاري؛
• کنه (Tick) د وینې د زبیښلو لپاره د څارویو او انسانانو د بدن د پاسه ځان نښلوي؛
• کنه د وینې زبېښلو پر مهال د کانګو وینې بهوونکې تبې او نورو ناروغیو ویروسونه انسانانو او څارویو ته لېږدوی.
انسانانو ته د کانګو تبې د ویروس د انتقال لارې
انسانان د کانګو تبې ویروس باندې په لاندې ډول اخته کېږي:
• د اخته څارویو د وینې او غوښې سره تما س، په ځانګړې توګه د څارویو د ذبح کولو،
• د څارویو د پوستکي لیرې کولو او د غوښې ټوټه کولو پر مهال ؛
• د څارویو د پاسه د شته کنو سره تماس پیداکول ؛
• د کنو د چیچلو په وسیله، په ځانګړې توګه د څارویو د ساتلو او پاللو، د سړکونو او بازارونو څخه د څارویو د اخیستلو او یا د څارویو د ذبح کولو پر مهال، او یا هم که چیرې د څارویو د ساتلو ځای د انسانانو د خوب خونو ته نږدې وي؛
• په کورونو او روغتونونو کې پر دې ناروغۍ د اخته او یا مړو شوو کسانو وینې او مایعاتو سره د تماس پر مهال.
دکانګو تبې د مخنیوي لارې چارې
که څه هم کانګو تبه د انسانانو لپاره یوه وژونکې ناروغي ده، خو بیا هم د يادې ناروغۍ مخنیوی شونې ده.
نو د دې لپاره چې په کانګو تبه او نورو زونوټیکو ناروغیو اخته نشئ، د لاندې ټکو په پام کې نیول خورا مهم او اړین دي:
• د څارویو د ذبح کولو پر مهال تل دستکشې، ماسک او عینکې واغوندئ، که چیرې یاد شوي وسایل موجود نه وي، پلاستیکي کڅوړه په لاس کړئ او خپله خوله او پزه په دستمال یا څادر و پوښئ؛
• چاړه او نور هغه وسایل چې د څارویو د ذبحې په بهیر کې کارول کېږي په خوله کې مه نیسئ او له حلالې وروسته یې په ګرمو اوبو او د لوښو مینځلو مایع سره ښه ومینځئ ؛
• له ذبح کولو وروسته خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون ومینځئ؛
• که چیرې د څارویو او یا ستاسو په خپل پوستکي کې کنې وي، په دستکشو سره یې لیرې کړئ او ویې سوځوئ؛
• دا غوره ده چې څاروی له ذبح کولو وروسته د 45 - 60 دقیقو لپاره پرېږدئ او بیا یې پوستکی ليرې کړئ؛
• د ذبح شوو څارویو وینه، د غوښې ټوټې او نورې اضافي برخې یا ښخې کړئ او یا یې وسوځوئ؛
• شیدې، ځیګر او د څارویو غوښه په خامه یا نیمه خامه بڼه مه خورئ او د جوش او یا ښه پخولو وروسته یې وکاروئ؛
• د ذبحې پروسې د پای ته رسېدلو څخه وروسته، د څارویو د ذبحه کولو ځای د عفوني ضد مایع (د بیلګې په توګه، (د بلیچ یا د کالیو مینځلو پوډرو) په وسیله ومینځئ؛
• سپین ږیري، ماشومان او هغه کسان چې په لاسونو یې زخمونه یا شوګارې وي او یا په کومه بله ناروغۍ اخته وي، د څارویو په ذبحه کې دې برخه نه اخلي؛
• که چېري د قربانۍ یا څاروي له حلال ې یا د کنو له چیچلو وروسته په تاسو او یا ستاسو د کورنۍ په کوم غړي او یا ملګري کې تبه، کانګې، سر درد، ستړیا او له پوستکي وینه بهیدنه را څرګنده شي، ژر تر ژره روغتیایی مرکز ته په ځانګړې توګه د انتانی ناروغیو روغتون ته لاړ شئ؛
• د کانګو په تبه د اخته او مړو شوو کسانو ټول مایعات او افرازات د کانګو تبې په ویروس ککړ دي؛ له همدې امله، له دې مایعاتو سره په احتیاط او د روغتیایي معیارونو په پام کې نیولو سره چلند وکړئ او په دې اړه تل د ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.

19/06/2023

د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د وترنري پوهنځي د استادانو له لوري، د کندهار ولايت د مختلفو صحي ادارو کارکوونکو او قصابانو ته د کانګو وينه بهېدونکې ناروغى په هکله د عامه پوهاوي يوه ورځنۍ ورکشاپ داير شو.
د حيواناتو او انسانانو ترمنځ د شريکو ناروغيو په هکله د عامه پوهاوي په پار د ورکشاپونو دايرول د وترنري پوهنځي له لومړيتوبونو څخه ده.

16/06/2023
Photos from ‎د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون‎'s post 17/05/2023

وترنری علومو پوهنځۍ لپاره د پوهنمل احمدالله ظاهر ټاکنه.

11/05/2023

د ځنې حيواناتو د بدن د حرارت نورمالې درجې !

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 01/05/2023

د وترنری علومو پوهنځۍ د عمومي دیپارتمنت شوراء نوبتي غونډه دایره شوه!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ د عمومي دیپارتمنت شوراء غونډه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال میاشتې په ٨ نیټه د پوهنمل محمد داود باور په مشرۍ دایره شوه، چې پوهنمل دوکتور امین الله نور، پوهنیار رحیم الله امرخیل، پوهنیار محبوب الله احمدی، پوهنیار عبدالفهیم سروری او پوهنیار فیصل دانش پکې ګډون درلود. غونډه پوهنیار رحیم الله امرخیل دقرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کړه، چې په لومړيو کې د دیپارتمنت آمر پوهنمل دوکتور محمد داود باور د مجلس کډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تیر مجلس کړنو ته لنده کتنه وکړه او همدارنګه د اجنډا سره سم یې د کیفیت تضمین، د تدریس د ښه والي، د هلمند پوهنتون د یو تن کاندید د اسنادو ارزونې موضوعاتو ترڅنګ په یو لړ نورو موضوعاتو بحث ترسره او لازمې پریکړې وشوې.
نشراتو کمیټه
١٠/شوال/۱۴۴۴

29/04/2023

Happy world veterinary day
29 april 2023

25/04/2023

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ درسونه د روان ١٤٠٢/١٤٠١ تحصيلي کال د ثور میاشتې په ٥ نیټه پیل او د اسد د میاشتې تر ٥ نیټې پورې به دوام وکړي، په دې اساس ګرانو محصلانو ته خبر ورکول کیږي چې په خپل وخت درسونو ته حاضر شي.
د نشراتو کمیټه!

24/04/2023

🗣📖📝!

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 10/04/2023

زمونږ آزموینې جریان لري!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ د آزموینو په دوام نن دوشنبه د دریم ټولګي د حیواني نسلګیری مضمون آزموینه د ممتحن استاد پوهنیار رحیم لله امرخیل له خوا د ممیز استاد پوهنمل محمد داود باور په همکارۍ واخیستل شوه.
الله تعالی دې زمونږ ګلونه محصلین تل کامیابه او سرلوړی لري.
د وترنری علومو پوهنځۍ دنشراتو کمیټه.

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 08/04/2023

د وترنری علومو پوهنځۍ د علمي شوراء نوبتي غونډه دایره شوه!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د وترنری علومو پوهنځۍ علمي شوراء غونډه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان میاشتې په ۱۵ نیټه د پوهنمل احمدالله ظاهر په مشرۍ دایره شوه، چې پوهنمل دوکتور امین الله نور، پوهنمل دوکتور محمد داود باور، پوهنیار رحیم الله امرخیل، پوهنیار محبوب الله احمدی، پوهنیار عبدالفهیم سروری او پوهنیار فیصل دانش پکې ګډون درلود. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، چې په لومړي سر کې د یادې پوهنځۍ رئیس پوهنمل احمدالله ظاهر د تیر مجلس کړنو ته لنده کتنه وکړه او د اجنډا سره سم د تقرر او ترفیعاتو موضوع ترڅنګ په یو لړ نورو موضوعاتو بحث ترسره او لازمې پریکړې وشوې.
نشراتو کمیټه
۱۷/رمضان/۱۴۴۴

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 05/04/2023

د وترنری علومو پوهنځۍ د نشراتو، نصاب او کریکولم، تحقیق، کیفیت تضمین او لوړاوي، ستراتیژیک پلان، بریښنایي زده کړو، سپورټ، محصلانو شورا، نظم او ډیسیپلین او آزموینو او شکایاتو اوریدلو کمیټو د هماهنګۍ غونډه د قرانکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې د اجندا سره سم د کمیټو کړنو د تنظیم تر څنګ په یو لړ موضوعاتو بحث ترسره او لازمې پریکړې وشوې.
د نشراتو کمیټه.

03/04/2023

د اختصاصي کانکور څوارلسم پاسانو لپاره د کانکور آزموینې د نوم لیکنې اړوند ځانګړي فورمې د آزموینو ملي ادارې څخه د انسټو پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته رسيدلي. پدې اساس په شرايطو برابر د انستیتیوتونو فارغ التحصیلان کولای شي چې د روان لمریز کال د حمل مياشتې له پنځلسمې مې نيټې څخه پیل او تر یوې میاشتې (ثور میاشتې پنځلسمې نېټې) پورې محصلانو چارو معاونيت څخه نومړې فورمونه ترلاسه او د کانکور آزموینې لپاره نوم لیکنه وکړي.

محصلانو چارو معاونيت

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 10/03/2023

د انسټو پوهنتون د محصلانو ترمنځ د ځغاستي سيالي ترسره سوه.
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون ورزشي او فرهنګي کمېټې د پلان له مخي پنجشنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان میاشتی پر (۹مه) نېټه د محصلانو ترمنځ د ځغاستي سیالي پداسي حال کي ترسره سوه، چي د پوهنتون سرپرست رئیس، معاونیتونو مرستیالانو، د پوهنځینو رئیسانو، استادانو، محصلینو او کارمندانو حضور درلود.
د یادې سيالي په نتیجه کي د وترنري علومو پوهنځۍ محصلینو وکولاي شول چی لومړي او دریم مقامونه خپل کړي، ګټونکو ته د پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت او ورزشي کمیټي لخوا چمتو سوی جایزې ورکړل سوي.
په درنښت
د وترنري علومو پوهنځۍ د سپورت کمیټه.

05/03/2023

د اناسټو پوهنتون د علمي کادري بستونو خبرتیا:

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون د ۱۴۴۴ ه ق کال لپاره د دوکتور، ماسټر او لیسانس په سویه علمي کادري بستونه د لمړي ځل لپاره په لاندي توګه اعلان کړي.

دنباتي علومو پوهنځی:
دخاوري پوهني او ابیاري څانګه (۱) بست.
بایوټکنالوژي څانګه (۱) بست.
هارټیکلچر څانګه (۱) بست.

دکرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځی:
مارکیټینګ څانګه (۳) بسته.
اګریبزنس څانګه (۱) بست.

دحیواني علومو پوهنځی:
دحیواني محصولاتو ذخیره او پروسس څانګه (۲) بسته.
دحیواناتو د اصلاح او روزني څانګه (۴) بسته.

دوترنري علومو پوهنځی:
دوترنري عمومي څانګه (۱) بست.

داساسي علومومرکز:
دتاریخ څانګه (۱) بست.

متقاضیان کولای سي د۶/۸/۱۴۴۴ نېټې څخه تر ۲۰/۸/۱۴۴۴ نېټې پوري علمي کادر ته دشمولیت عرض پاڼه، اصلي ترانسکریپټ، اصل ډیپلوم او د لوړو زده کړو وزارت ویب سایټ څخه د همدې اعلان کاپي او اصلي تذکره د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون علمي معاونیت استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو امریت ته تسلیم کړي.

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 18/01/2023

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون (اناسټو) څخه لیدنه وکړه.
د تیرې دوشنبې په ورځ چې د ۲۳/۶/۱۴۴۴ نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو قدرمن وزیر ښاغلي شیخ صاحب ندیم د اناسټو پوهنتون له کتابتون، لابراتوارونو، درسي صنفونو او نورو برخو څخه د څارنې او ارزونې ترڅنګ د نوموړي پوهنتون له رهبري او مسؤلینو سره چې پکښې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم عزیزي، د اړیکو او انسجام مرستیال پوهنیار فرید احمد ولي، د پوهنځیو رئیسانو او د مختلفو برخو مسؤلین شامل و مجلس تر سره کړل.
د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب د اناسټو پوهنتون رهبري غړو او د پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې د هغوی کړنې، ستونزې او سپارښتنې واورېدې او استادانو ته یې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د ښوونیزو بنسټونو د تدریسې، اکاډمیکو او څیړنیزو چارو ودې او پراختیا لپاره پروګرامونه په پام کې لري.
د افغانستان د کرنېزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون رهبري غړو او استادانو د لوړو زده کړو وزارت مقام له پاملرنې څخه، چې د ودې او پراختیا په برخه کې یې لري، مننه وکړه. همدا راز ورسره د پوهنتون د انکشاف او پرتو ستونزو ته د حل په موخه د مسؤلینو نظریات او وړاندیزونه په مفصل ډول شریک شول او پدې هکله بحثونه ترسره شول. ښاغلي وزیر صاحب د نوموړي پوهنتون د انکشاف او ستونزو د حل په برخه کې د همکاری وعده ترسره کړه.
د نشراتو آمریت

Photos from ‎وترنري پوهنځی - Veterinary Faculty - د افغانستان د کرنیزو علومو ملي پوهنتون‎'s post 07/01/2023

د وترنری علومو پوهنځی د نشرا تو کمیټې د کړنو کلنی راپور !

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملی پوهنتون د وترنري علومو پوهنځۍ د نشراتو کمیټې د ۱۴۰۱ تحصیلي کال د کړنو د راپور پریزینتشن د نوموړې کمیټې د مسؤل پوهنیار رحیم الله امرخیل لخوا د تضمین کیفیت په آمریت کې جوړې شوې غونډې ته چې پکې د اناستو پوهنتون د نشراتو کمیټې مسؤل پوهاند شاه محمود بری، د څلور ګونو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو حضور درلود وړاندې کړ.
په درنښت.
نشراتو کمیټه:
نیټه: ۱۴۰۱/۱۰/۱۴

09/12/2022

د او تر منځ توپېر⚠️!
د ساینسي علومو په مبحث کې معمولا دا دواړه کلیمې د #خطر په مانا په کار وړل کېږي. مګر دا دوې کلیمې یو له بله سره توپېر لري. په باالقوه توګه سره د یو شي په واسطه د زیان رامنځته کېدل دي، په داسې حال کې چې د Hazard په معرض کې د واقع کېدو له امله د زیان د رامنځته کېدو #احتمال ته وایي. د بیلګې په ډول، د چرګ په غوښه کې د کمپایلوباکتر، باکتریا شتون Hazard دی، که چېرې همدا ډول غوښه (که نیمه خامه خوړل شي، د خطر کچه لوړه ده، مګر که چېرې پخه وخوړل شي نو د خطر کچه یې ټيټه ده) وخوړل شي، Risk رامنځته کوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د وترنري پوهنځي د استادانو له لوري، د کندهار ولايت د مختلفو صحي ادارو...

Telephone

Address

Kandahar
Other Colleges & Universities in Kandahar (show all)
Mirwais Neeka University  ميرويس نيکه پوهنتون Mirwais Neeka University ميرويس نيکه پوهنتون
Mirwais Neeka University
Kandahar, 3602

د ميرويس نيکه پوهنتون فېسبوک پاڼي ته ښه راغلاست۔

د حق لاروې The ways of the right د حق لاروې The ways of the right
Kandahar

ګرانو دوستانو دلته به تاسوته اسلامي معلومات اوورسره په څنګ.کې.نړی معلوم نشريږي

Mohib Samimi Mohib Samimi
پروژه
Kandahar, MOHIB

نامزد

Pohaand Academy پوهاند اکاډمي Pohaand Academy پوهاند اکاډمي
12 Street Arabo Kala High School
Kandahar

زموږ هدف ستاسی روښانه راتلونکی دي.

Kandahar University / کندهار پوهنتون Kandahar University / کندهار پوهنتون
9TH DISTRICT
Kandahar, 3801

Kandahar University was established in 1990 with the establishment of the Faculty of Agriculture. Since 1993, 10 faculties have been established one after the other.

DEM Latif  Online shopping kandahar DEM Latif Online shopping kandahar
Kandahar

د یو بل عذر ومني، او هیڅکله په کوچني خبره اړیکه له منځه

Gulab Lawangګلاب لونګ Gulab Lawangګلاب لونګ
Kandahar

ګلاب لونګ فیسبوک پاڼې ته ښه راغلاست❤

Mirwais Neeka University Mirwais Neeka University
Mirwais Neeka University
Kandahar, 3602

د ميرويس نيکه پوهنتون Mirwais Neeka University فېسبوک پاڼي ته ښه ر?

Munir.Darmanمنیـــر .درمان Munir.Darmanمنیـــر .درمان
12
Kandahar, 279642

For a fun