Dr. Abdul Razaq Hirman داکتر عبدالرزاق حرمان
د جنسی او جلدی امراضو متخصص MBBS , MD , PhD scholar ( Dermatology & Venereology)
زموږ ادرس
الفرهاد روغتون شهیدانو چوک
تر دی به نو بل شرم چشی وی چی ښځه د جنسی امراضو لپاره مجبوره وی نارینه ډاکتر ته ورسی
که په ژمی کی موټرسیکل د هلمټ او دستکشو بغیر چلوی په ورځ کی دوه ځل باید لاسونه او مخ په عادی واسلینو باندی غوړ کی تر څو مو لاسونه او مخ ډیر وچ نه سی او د جلدی امراضو مخنیوی وسی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
که د دوهم او دریم واده خواهش لری کمنټ کی لیکنه ووایاست او د هغه ملګرو سره یی شریکه کړی چی ددوهم واده خواهش لری
د کوروالی خواهش په ټولو انسانانو کی فرق کوی حتمی نه ده چی هره ورځ باید کوروالی وسی ، پر وجود داسی فشار راوستل او یا داسی دواګانی خوړل چی په تاسی باندی کوروالی وکی مو وجود ته نور تاوان رسوی
تر کوروالی وروسته سوزک او یا د ذکر درد باید حتما وڅیړل سی ، ځنډول یی جدی مشکلات پیښولای سی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
په افغانستان کی د جنسی امراضو لویه کچه او د مریضانو بی پروایی
جنسی امراض او یا هم هغه مرضونه چی د جنسی اړیکو په ذریعه منتقل کیږی په ټوله نړی کی ډیر عام دی په افغانستان کی هم جنسی مرضونه ډیر عام دی خو عام خلګ یی د شرم او یا هم نورو مشکلاتو له وجی پټ ساتی او د جنسی او زوهروی امراضو متخصص داکتر ته هغه وخت مراجعه کوی چی کله مریضی ډیر شدید حالت کی وی او جنسی اعضاوو ته سخت تاوان رسیدلی وی
جنسی اعضاوی هم لکه د بدن نوری عضوی کیدای سی دځینو سختو مریضیو ښکار سی چی باید پر وخت یی درملنه وسی او پر وخت متخصص داکتر ته مراجعه وسی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
د عمر په ډیریدو سره پوستکی وچوالی پیدا کوی او د ډول ډول جلدی امراضو سبب ګرځی ، مور او پلار ته مو همیشه هغه کریمان اخلی چی پوست نرم او غوړ ساتی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
هیڅ داسی غذا او یا وچه میوه نسته چی تاسی ته په څو ساعتونو کی جنسی قوت درکړی کوم خوراکی شیان لکه معجون ، انرژیانی ، ژاولی او نور ټول په ترکیب کی سیلدینافیل یا ویاګرا لری ، اضافه ډوز یی جانبی عوارض او په ځینی وختو کی د زړه حمله هم پیښوی
د لشمانیا یا کالدانی علاج مفت دی په لشمنیا مرکزونو کی ، لطفا جلدی داکتر ته مه ورځی د علاج دپاره یی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
ډیر ځوانان پوښتنه کوی چی د ذکر اندازه څنګه غټه کړو ؟ لومړی دا خبره چی د ذکر اندازه پر کوروالی هیڅ اثر نه لری دوهم دا چی په هیڅ صورت امکان نه لری چی ذکر مو غټ سی ! مه پر کریمانو پیسی ورکوی نه هم پر نورو شیانو
په ښځو کی د سوزک علایم باید جدی وڅیړل سی چی د مقاربتی او یا جنسی امراضو د وجی خو به نه وی ، سوزک کله کله د PID سبب ګرځی او هغه اینده کی د بی اولادی سبب ګرځیدلای سی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
د نارینه او یا ښځینه اولاد په زیږون کی ښځه هیڅ رول نه لری لطفا ښځی مو په دی خاطر مه رټی چی ولی نر اولاد نه سی زیږولای ، د نارینه په سپرم یا تخم کی X او Y کروموزوم سته چی فیصله کوی اولاد باید نر وی که ښځه
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
هغه څه چی ماشومان یی د غذا پر ځای خوری لکه پاپړ ، چپس ، سلنټی او داسی نور مو د ماشومانو اشتیها وژنی او د اصلی تغذیی مخنیوی یی کوی کوښښ وکړی دا شیان پر ماشومانو بند کړی منظمه تغذیه د ښه جلد او د وجود د نمو لپاره اړینه ده
د وریښتانو د تویدلو یو سبب کیدای سی دا هم وی چی ستاسی سکرین ټایم یا هغه وخت چی تاسی تلیفون ، تلویزیون او یا کمپیوټر سکرین ته تیروی تر 7 ساعته په ورځ کی اضافه وی ، کوښښ وکړی د سکرین وخت مو کم او منظم کړی
لمر ضد کریم باید د 14 کلنی وروسته همیشه کار سی تر څو مو مخ د لمر د تاثیراتو څه په امان یی او ژر ګونجی ونه کړی
داکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
د انزال د وخت اضافه کولو دپاره کریمان سپری ګانی او نور شیان موقت کار کوی او د هغو سره مو جلد نور هم حساس کیږی لطفا د داکتر د مشوری به غیر د هیڅ شی څه استفاده مه کوی
ډاکټر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
د واده وروسته په اول کال کی مو که چیری اولاد ونه سی حتمی نه ده چی تاسی او یا مو ښځه مریضی لری، دستی ډاکتر ته مراجعه مه کوی ځنی وختونه اضافه دواوی او سټرس د اولاد مخنیوی کوی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
د ښایست جراحی عملیاتونه
که چیری مو ماشومان د مور په نس کی ضایع کیږی یو ځل باید حتما TORCH profile وګوری دا معاینات په ټولو لابراتوارو کی کیږی ، دا مقاربتی امراض دی چی د ماشوم د ضایع کیدو سبب ګرځیدلای سی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
ایا داسی خوراکونه سته چی ستاسی پر کوروالی باندی تاثیر وکی ؟
ډیری ځوانان پوښتنه کوی چی خوراک کی چشی وخورم چی په کوروالی کی قوی سم او کوروالی می سم سی
کوروالی یا سیکس اصلاً ستاسی د مغزو ضرورت دی او ستاسی د بدن اعضاوی یا جنسی اعضاوی صرف اجرا کوونکی دی ، د کوروالی دپاره انرژی ته ضرورت سته هغه فرق نه کوی که یی تاسی د وچی ډوډی څه واخلی او که یی د ورجو او غوښو څه واخلی زیاتره ځوانان ډیر خوراک کوی دوی فکر کوی چی په دی ډول به په کوروالی کی قوی سم خو داسی نه ده دری میاشتی وروسته یی صرف وزن اضافه سوی یی کوروالی یی هغسی وی لکه مخکی
مهم شی په کوروالی کی ستاسی د مغزو سکون او ارام والی دی که چیری تاسی فکراً ارام یاست او کوم روحی تکلیف ونه لری ځان خوشاله وساتی عموما مو کوروالی کیفیت او کمیت دواړه فرق ورسره کوی
نو ددی پر ځای چی ډیر خوراک وکړی بهتره داده چی لږ خوراک او ډیر فکر د کوروالی په اړه وکړی هم به مو د کوروالی کیفیت سم وی او هم کمیت
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
که پر مخ ځوانی دانی لری باید ګازی مشروبات او انرژیانی هیڅ ونه چښی او پر ځای اوبه ډیری وچښی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
لطفا د پیس د مریضانو څه بد مه وړی تاسی ته دا مرض نه انتقالیږی ، همیشه داسی مریضانو ته مینه ورکړی دوی ته ځان ډیر کم احساسیږی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
Surgical removal of benign nodule present since birth
A fish in a drop of water on a lotus leaf.
د کالدانی د ټپونو جراحی عملایاتونه اوس په الفرهاد روغتون کی اجرا کیږی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
که په میله داسی ځای ته ځی چی لمر ته کښینی حتما د لمر ضد کریم پر هغه ځایو ووهی چی لمر ته لڅ وی لکه مخ ، غاړه لاسونه او پښی
ډاکټر عبدالرزاق حرمان
د تشویش او سټرس لپاره درمل ډیر وخت جنسی خواهش کموی خو کله چی تاسی د ډاکټر په مشوره درمل بیرته پریږدی خواهش مو بیرته عادی حالت ته اوړی
ډاکټر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
وظیفوی سټرس یا هغه کارونه چی ستاسی ډیره توجه غواړی که په دوامداره ډول وسی د وریښته د تویدو سبب ګرځی کوښښ وکړی چی د هر یو ساعت منظم کار وروسته لس دقیقی تفریح وکی
ډاکټر عبدالرزاق حرمان
که چیری مو پوست په طبیعی ډول تور وی په نړی کی داسی درمل نه دی جوړ سوی چی تاسی سپین کړی !! لطفا پیسی مو په کریمانو مه ضایع کوی او مه هم د چا په اعلاناتو خطا کیږی
ډاکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
په الفرهاد روغتون کی مو د جراحی پلاستیک نیمه مغلق جراحی شروع کړی دی ، هغه مریضان چی د سوځیدلو وروسته یی د مخ او یا لاسو ځنی برخی سره
موښتی وی جراحی کوو
کوښښ کوو چی په دی برخه کی مو هیوادوال د نورو هیوادو له تګ څه را وګرځوو
ډاکټر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
ویټامین ډی د جلد لپاره ډیره ضروری ده کوښښ وکړی چی په هر کال کی یو ځل معاینات وکړی که چیری کم وی داکتر ته مراجعه وکړی
ډاکټر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
وریښته په ډیرو ګرمو اوبو مینځل د وریښتانو د تویدلو سبب ګرځی
داکتر عبدالرزاق حرمان
الفرهاد روغتون
په یخه هوا کی همیشه باید پوستکی غوړ وساتی کوښښ وکړی چی لاسونه ، مخ او پښی مو په هغو کریمانو غوړ کړی چی بوی ونه لری او ستاسی پوست غوړ وساتی
ایا د سر پوستکی غوړول په روغنو او یا تیلو ستاسی وریښتانو ته ګټه کوی؟
د سر د پوستکی غوړول ستاسی د وریښتانو خانګره ډیروی او پر مخ باندی مو د ځوانی دانو سبب ګرځی
که چیری مو وریښته ډیر وچ وی یوازی باید وریښته غوړ سی او بیرته نیم ساعت وروسته پرویلل سی
ایا په سر کی سپږی لری ؟
سپږه یو ډول پرازیټ دی چی د ځینو انسانانو په سر او ، یا هم بدن کی پیدا کیږی
سپږه د انسان د پوستکی بغیر ژوند نه سی کولی که چی د انسان د وجود څه لری سی په لسو ورځو کی له منځه ځی
عموما د ورځی پنځه ځله خوراک کوی او د انسان په وینه یی ګذاره یی کله چی وینی زبیږی یو ډول مایع یی د خولی څه افرازیږی چی د سر خارش پیښوی او مریض په تکلیفوی
سپږی ډیر ژر د یوه انسان څه بل انسان ته نقلیږی کوښښ وکی چی علاج یی ژر وکړی که نه ستاسی نیژدی ملګری او د فامیل غړی ټول په اخته کیږی
علاج یی ډیر ساده دی د سپږو دپاره خاص شامپوه او لوشن راځی تاسی کولای سی د جلدی داکتر سره په مشوره یی شروع کړی او ډیر ژر د سپږو د جنجال څه خلاس سی
افغان داکتران ولی په نخسه کی د مریض تشخیص په مشخص ډول نه لیکی ؟
د افغانستان په سطحه عموما داکتران په نخسه کی د مریض تشخیص نه ذکر کوی ، خصوصا د کندهار په سطحه داکتران ډیر کم په نخسه تشخیص لیکی ، دی کړنی یوازی د مریضانو لپاره نه بلکی د داکترانو لپاره هم مشکلات ایجاد کړی ، هیڅ داکتر په دی نه پوهیږی چی دنخسی لیکونکی تشخیص څه وو او دا درمل یی د کوم مرض لپاره مریض ته لیکلی
زما په نظر داکتران عموما تشخیص د لاندی سببونو له وجی نه لیکی
داکتر نه غواړی چی بل داکتر دده د نخسی په طرز او طریقه پوه سی
داکتران عموما نړیوال او ستندرد ګایدلاینونه یا لارښوونی نه عملی کوی نو که چیری دوی د مریض تشخیص ولیکی او درمل یی د تشخیص اړوند نه وی کیدلای سی څوک انتقاد وکړی
افغان داکتران عموما د مریض علایم تداوی کوی ، تشخیص یا نه سی کولای او یا هم مطمین نه وی
حل لار څه ده ؟
د صحت عامی ریاست باید په نخسو کی د تشخیص لیکل اجباری کړی
مریضان باید همیشه د خپل داکتر څه د تشخیص پوښتنه وکړی او بیا داکتر مجبور کړی چی هغه تشخیص په نخسه کی هم ولیکی
داکتران باید دا احساس پیدا کړی چی بی تشخیص علاج مریض ته تاوان کوی
Excellent video of how s***m and o**m meet
ایا د تناسلی الی کوږوالی د تشویش وړ خبره ده ؟
د تناسلی الی کوږوالی په ډیرو نارینوو کی لیدل کیدای سی ، کوږ والی په دومره اندازه چی د سیکس په وخت کی د دخول مخه ونه نیسی عادی بلل کیږی ، تناسلی اله کیدای سی لوړ ، کښته او یو بغل ته تمایل یا کوږوالی ولری چی عموما کوم مشکل نه دی
البته که کوږوالی په دی اندازه وی چی د دخول مخه نیسی بیا باید داکتر ته مراجعه وکړی چی معاینه سی
که چیری لاندی علایم ولری باید د مقاربتی او جنسی امراضو متخصص داکتر ته مراجعه وکړی تر څو وکتل سی چی کوم مقاربتی مرض خو نه لری
د ذکر \ ف*ج پر شا اوخوا باندی سور والی
د ذکر\ف*ج پر شاخوا باندی ذخی او یا هم دانی
د ذکر\ف*ج خارش
د انزال پر وخت باندی د درد او یا سوزش درلودل
د ذکر څه بد بویه سپین مایع راوتل د ادرار پر وخت او یا هم وروسته تر ادرار
ژر انزال کیدل
د کوروالی پر وخت د ذکر \ف*ج درد یا سوزش
د ماشوم ضایع کیدلو په صورت کی هم باید یو ځل د مقاربتی امرضو لپاره وکتل سی تر څو مالوم سی چی ماشوم خو به د مقاربتی مرض د سببه نه وی ضایع سوی
جغرافیوی ژبه ( geographic tongue ) د ژبی بی ضرره حالت دی چی د ټول نفوس دری فیصده انسانانو کی پیښیدلای سی
دا حالت کوم علاج نه لری او نه هم ژبی ته او یا هم نور وجود ته کوم تاوان رسوی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Kandahar
Opening Hours
Monday | 09:00 - 17:00 |
Tuesday | 09:00 - 17:00 |
Wednesday | 09:00 - 17:00 |
Thursday | 09:00 - 17:00 |
Saturday | 09:00 - 17:00 |
Sunday | 09:00 - 17:00 |
Kandahar, 0000
A best Clinic in investigation, diagnosis and treatment of skin conditions.