Sayed Abdullah Saber

Sayed Abdullah Saber

about Islamic religion information

13/09/2024

په دېن مېئن او د رسول الله صلی الله علېه وسلم عاشق غازي سعید خان
درود پر حضرت محمد صلی الله علېه وسلم ❤️

11/09/2024

يو شاعر په شعر کې څومره لوی مطلب پروت دي.
اپلاتون دوزخ ته سيخ ته سو
شفافيت د مجنون غواړي.
تر خروار عقل او پوهې يو مثقال د جنون ښه دي.

Photos from Sayed Abdullah Saber's post 11/09/2024

‏ټاپي ‎ د ملاصاحب په لاس پیل او د تطبیق پرانیسته یې هم ملا صاحب کوي!

دا ۱۹۹۷ کال دی، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او د ترکمنستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس شیخ مرادوف د ټاپي د تفاهم لیک تر لاسلیک وروسته.

متوکل صاحب په ۱۳۹۴ل کال له نن ټکی آسیا سره یوه مرکه کې په دې اړه وایي:
"د دغې پروژې په اړه باندې د مرحوم ملا محمد عمر مج_اهد لیوالتیا همدا وه چې په افغانستان کې د سون توکو ضرورت په قانوني، اسانه، ارزانه او مصئون شکل باندې پوره شي. همدارنګه د افغانستان په شمال کې د سپړلو یا نورو ناسپړلو زیرمو د لېږد لپاره یوه ښه لاره هواره شي او د ترانزیټ له درکه به هم کافي ډیر عوائد افغانستان ته راشي. همدا راز د کار او امنیت په برخه کې به د افغانستان ډیر خلک په کار ولویږي، او لکه چې مخکې مې وویل د ملا صاحب محمد عمر هم دلچسپي او لیوالتیا همدا وه چې دا به د دغو هیوادونو ترمینځ د دوامدر او مطمئن ګاونډیتوب لپاره ښه زمینه برابره کړي."
سرچينه: د داد محمد ناوک د ټويټر يا(X) له پاڼي څخه.

10/09/2024

ال/حاد پيژنئ
په اړه يي معلومات لری
افغانستان کي يي پيروان شته کنه
څه غواړي
ایا ددې پيژندل اړين دي
که پدې اړه هره پوښتنه لرئ ، نو راشئ او له جوهري صیب يي وپوښتئ!
وخت : نهه بجې
ځای ټلګرام ...
لينک: https://t.me/scoleritrc143

10/09/2024

مولانا ابوالاعلی مودودي (1903–1979) یو مشهور اسلامي عالم، مفکر، او لیکوال و چې په ځانګړي ډول د اسلامي سیاست، اقتصاد، او ټولنیزو چارو په اړه یې ډېرې لیکنې کړې دي. نوموړی د پاکستان څخه و. او په 1941 کال کې یې د "جماعت اسلامي" بنسټ کېښود، چې د اسلامي حکومت او شریع_ت په بنسټ ولاړې ټولنې د جوړولو پلوی و.

مولانا مودودي د خپل ژوند په اوږدو کې په سلګونو کتابونه او مقالې ولیکل، چې د اسلام سیاسي او ټولنیزو اړخونو باندې یې تمرکز کاوه. د هغه مشهور اثار لکه "تفہیم القرآن" او "اسلامي حکومت" لاهم د اسلامي فکر په نړۍ کې ډېر ارزښت لري.

هغه په دې باور و، چې اسلام یوازې د عباداتو دین نه دی، بلکې دا یو جامع نظام دی، چې د ژوند ټول اړخونه پوښي، له سیاسي څخه نیولې تر اقتصادي او ټولنیزو پورې. مولانا مودودي په دې اړه ډېر پر مختللي نظریات وړاندې کړل، چې څنګه باید مسلمانان د شریع_ت په رڼا کې یو عادلانه او متوازن حکومت جوړ کړي.

د هغه نظریات او کتابونه په نړيواله کچه پراخه اغېزه لرلې، او د اسلامي نهضتونو لپاره د لاریون په توګه کارول کېږي.
سرچينه: AI

09/09/2024

نن شپه درس : د نصر/انیت دین پيژندنه
استاد حماد غورځنګ
لينک: https://t.me/scoleritrc143

09/09/2024

زما کتاب -my book پيچ والا ورور ليکلي دي.

«ایفون ۱۶ پرومکس» بازار ته عرضه شول. اروپا کې یې قیمت ۱۲۰۰ یورو ټاکل شوی. وخت نا وخت رسنیو کې د قیمت ترین او ښه کوالیټي موبایل، لېپټاپ، ساعت او نورو الکترونیکي وسایلو په مورد ډېر شاز و نادر خبرونه لولم. په ځینو هېوادونو او سیمو کې ځینې ځوانان د دوی د ترلاسه کولو لپاره د خپل بدن غړي پلوري. خپل عفت او عزت ورته نیلاموي. یا یې هم په قرض و پور، سود او نورو لارو اخلي؛ سړی حیران شي چې د شوق او ذوق په عنوان دا څه لیونتوب دی. زما باور او نظر دا دی چې د خبرو کولو، په کې د انټرنیټ کارولو، عکس او ویډیو اخیستل په یو عادي موبایل هم کېږي او په قیمت ترین هم؛ توپیر یې شاید فقط د عکس او ویډیو کولو برخه کې د ډیرې کمې فیصدۍ کوالیټۍ او کیفیت وي. دا شیان نه دا چې شخصیت جوړوي او نه حیثیت، نو بیا ولې دومره لیونتوب؟ زه شاید د هغه کټګورۍ خلکو له منځه یم چې اصلاً دا شیان راته ډېر بې معنی او بې ارزښته دي. زه همدا اوس ایفون ۱۱ ساده کاروم. دا مې هم استعمال شوی او په ډېر کم قیمت(۳۵۰) یورو ۲۰۲۲ م وروستیو کې اخیستی دی. د اووم نسل ایچ پي کمپیوټر کاروم ۲۰۱۹ م کې اخیستی. ددې پرځای چې په دې الکترونیکي وسایلو پیسې مصرف کړئ، هماغه پیسې د ځان په جوړولو، د نویو مهارتونو په ترلاسه کولو، په خپل صحت او پوښاک ولګوئ.
بهار

09/09/2024

قرآن کریم او مسلمانان
د قرآن کریم کارونه

دويمه برخه: ۲

له مسلمانانو سره د دي کارونه پرته له دې هيڅ پاتې نه سوه، چي په کور کې يې وساتي المارۍ او اتاق کې يې په ډيرو پوښونو کې کېږدي. او پرته له پوهيدلو يې ولولي، واړوي راواړوي... اوس له دغه(قرآن کریم) څخه ژوند په معلوملو کې لارښوونه نه غواړي، هغوي دا نه ځينې پوښتي چي:
• زموږ عقايد څه ډول پکار دي؟ زموږ اعمال څنګه کيده پکار دي ؟
•موږ ژوند څه ډول تير کړو؟ په دوستۍ او ډوښمنۍ کې د کوم قانون پابندي وګړو؟
• د الله تعالي د بنده ګانو او خپله د نفس حقونه پر موږ کوم دي او هغه څه ډول ترسره کړو؟
• زموږ لپاره حق څه دي او باطل څه دي؟...
دغه ټولې خبرې اوس مسلمانان له قرآن کریم څخه پوښتل پريښي دي. اوس يې له نامسلمانانو رټل سويو او بې لارو، ځان خوښو او مطلبي خلکو او خپله د خپل نفس له شيطان څخه هغوي دغه خبري پوښتي. او د هم دغو پر ويناوو چليږي، عمل کوي.
ځکه نو د الله تعالي په پريږدو د نورو په حکم تلني انجام چي کوم پکار وي، هغه يې په برخه سو، او هم هغه نن په نړۍ کې په هر ځای کې په بد ډول تيريږي.
قرآن کریم خو د خير سرچينه ده، څومره چي څنګه يې ترې غواړئ درکوي به يي، تاسې چي ترې هسي نه تصوريدونکي څيزونه، زکام، تبي او..‌. درملنه هم وغواړي د محکمې د برياليتوب، دندي اخيستلو او دغه راز نور کوچنيو کوچنيو په څېر حقيقته څيزونه وغواړي نو به درته همدغه په برخه سي...
سرچينه: احياءالاسلام.

09/09/2024

د مصنوعي ځيرکتيا يا (Artificial intelligence)
چې مخفف يې(AI) ده. په مرسته به له دې وروسته ځينې موضوعګانې درسره شریکه کوو.

08/09/2024

قرآن کریم او مسلمانان

لومړي برخه: ۱

• په نړۍ کې نن يوازې مسلمانان هغه نيکمرغه خلک دي، چا سره چي د الله تعالي کلام بيخي خوندي، له ټولو شکونو او تحريفونو پاک، ګټ مټ په هغو الفاظو کې دی کومو الفاظو کې چي هغه د الله تعالي له لورې په حق پيغمبر ص نازل سوي و او...

• نړۍ کې نن يوازې مسلمانان هغه بد مرغه خلک دي، چي د الله تعالي کلام لري، خو بيا هم د هغه له برکتونو او بې حسابه نعمتونو څخه بې برخې دي.

• قرآن کریم هغوي لپاره ځکه راليږلي سوي و، چي هغه ولولئ، پرې پوه سي، پرې عمل وکړي او دغه په لاس کې واخلي د الله تعالي پر ځمکه د الله تعالي قانون پرې جوړ کړي، هغه ورته د عزت او قوت بښنې لپاره راغلی و، هغه پر ځمکه د الله تعالي اصلي خليفه جوړيدو لپاره راغلی و. او تاريخ ګواه دی، چي کله هغه د دغه قرآن کریم له هدايت سره سم عمل وکړ، نو هغه يې د نړۍ امام او لارښود هم جوړ کړ، او په عمل کې يې درې اسلامي خلافت_ونه وښودل.

سرچينه: احياءالاسلام

01/09/2024

له لمانځه څخه د خوند اخیستلو د لارو چارو زما یو څو شخصي تجربې:
۱- پر ښه کیفیت لرونکې مصله باندې لمونځ کول
۲- پر مصله باندې د سجدې پر ځای عطر وهل
۳- داسې ځای لمونځ کول، چې هېڅوک مو نه ویني، د دې ګټه دا ده، چې د هېڅ ډول ریا او ځانښودنې فکر به نه درته پیدا کېږي
۴- د شپې په تیاره کې لمونخ کول
۵- که مو اودس دروند وي؛ نوی اودس تازه کول
٦- داسې ځای لمونځ کول، چې شور او غږونه نه وي، بالکل چوپتیا وي
۷- ځان د نړۍ له بختورو انسانانو ګڼل، چې رب تا ته د خپلې سجدې توفیق درکړی
۸- له لمانځه مخکې دا په فکر کې درګرځول، چې ته د نړۍ تر ټولو مهم کار (لمونځ) کوې، ځکه همدا زموږ د ژوند مقصد او د پیدایښت وجه ده
۹- سجده کې له "سبحان ربي الأعلى" وروسته دعاوې کول
۱۰- لمونځ ښه په اطمینان او سکون سره کول.

که تاسې هم ځینې تجربې لرئ، هیله ده، راسره شریکې یې کړئ.

کاپي.

25/08/2024

ريښتيا هم قران قانون ندی؛يوه مغالطه..!

ځېنې د سيکولريزم د اساساتو له مخې اسلامي تحريکونه،فقهي مذاهب او په ټوله کې دين تحليلوي.ددې خبرې ريښه هم د سيکولريزم دې اصولو ته ورګرځي چې ايا دين،قران او خدای زموږ ورځنۍ اړيکې،ژوند،سياست،اقتصاد او نورې برخې رهبري کولی شي او که نه؟نو سيکولريزم وايي چې نه يې شي رهبري کولی،بلکې دين يوازې د خدای او بنده اړيکه ده او فقط تر اخلاقياتو منحصر دی.همدا ده چې قران قانون نه بولي،ځکه که قران قانون شي بيا مجبور دی چې د ژوند هره برخه کې لارښوونې ولري او که د قانونيت بڼه له قران څخه واخيستل شي بياقران نشي کولی چې د ژوند په نورو ډګرونو کې لاس وهنه وکړي.

فلسفه بايد د فلسفې د اساساتو او اصولو له مخې تحليل شي،نه د فزيک د اصولو له مخې.که موږ فلسفه د فزيک او تاريخ د اصولو له مخې تحليلوو دا نو تيروتنه ده.همداسې ديني ډلې،فقهي مکتبونه او مذاهب هم بايد د همغوئ له اصولو سره سم تحليل شي، د سيکولريزم د اصولو له مخې بايد تحليل نشي.

راځم د تقنين خبرې ته.اخوان المسلمين هغه مهال رامنځ ته شو چې عثماني خلافت په ترکيه کې سقوط شو او په ټوله اسلامي نړۍ کې ځای د ديني قوانينو ځای غربي قوانينو ونېوه.
اسلامي نړۍ کې دا خبره ډنډوره کيده چې قران کريم د څوارلس سوه کالو پخوانۍ کيسي دي او د نوي عصر سره سمون نه خوري،ځکه نو اړتيا ده چې دا بايد يو اړخ ته کيښودل شي او اړتيا ده چې نور بايد نوي قوانين د سيکولريزم د اساساتو له مخې جوړ کړای شي.همدا وه چې اخوانيان راپاڅيدل او وه يې ويل چې (والقران دستورونا)قران ځکه زموږ قانون دی چې په هر وخت او زمان کې د تطبيق وړ دی.

زموږ نړۍ کې که يوه کمپنۍ يو ديګ بخار جوړوي،نو په کارتن کې يې ورسره د استعمال د طريقې لپاره لارښود ايښی وي.لارښود کې يې ليکلي وي چې دا بايد په څومره حرارت کې اور ورپسې بل شي،هوا بايد ترې وويستل شي او که نه؟او بلا اخره يې ددې ديګ بخار د استعمال بشپړې لارښونې پکې ليکلي وي.همداسې د دنيا د هرې کمپنۍ له توليد سره د هغې د استعمال لارښود وي. انساني نړۍ هم همداسې ده،کله چې خدای پيدا کوله نو د ژوند يو لارښود او قانون ته يې اړتيا لرله،نو هماغه وو چې په دې کې خدای د اوسيدو لپاره يو قانون او لارښود راوليږه چې بنده ګان بايد څه ډول دلته ژوند د وکړي؟کوم احکام ورته متوجې دي او نورې ډيرې کيسې.همدا لارښود چې وروستۍ بڼه يې قران دی موږ قانون بولو.

د نړۍ هر هيواد د خپلو اوسيدونکو او رعيت لپاره همدا لارښود لري،په دې لارښود کې د دولت په وړاندې د ولس حقوق او مسوليتونه هم وي او د ولس په وړاندې د دولت حقوق او مسوليته هم شتون لري.همدې لارښود ته ټوله نړۍ قانون وايي.اوس که ته ورته د قانون مصدر وايې او که خپله قانون ورته وايې دا ستا خپل تعبير د دی.

راځم دې خبرې ته چې قران ځکه قانون ندی چې قانون د تغير وړ وي خو قران د تغير وړ ندی.دا خو ډيره ساده خبره ده،دومره ساده چې ان د مکتب يو شاګرد هم پرې پوهيږي.د بنده ګانو قوانين ځکه د تغير او تعديل وړي وي چې انسان ته نه د راتلونکي وخت مالومات وي،نه د حال (روان وخت)او نه د ماضي(تير شوي)وخت په اړه د باور وړ بشپړ مالومات لري.نو کله چې د يو داسې انسان په لاس قوانين جوړ شي چې هغه په ډيرو برخو کې جاهل دی،په مکان او زمان علم نلري،نو طبيعي ده چې د هغه قانون به تعديل ته اړتيا لري،ځکه چې د نيمګړي کس له لورې دا قانون تدوين شوی دی. خو برعکس خدای؛هغه خو نعوذ باالله له هيڅ حالت څخه هم ناخبره ندی بلکې په ټولو حالتونو علم لري،يو بشپړ ذات دی،نو د داسې ذات قانون نعوذ باالله د بشري وضعي قوانينو سره تشبيه کول نه پوهيږم څومره معقول دي؟د داسې ذات قانون ولې تعديل شي؟
البته د دې ذات په قانون کې د وخت په تيريدو سره اضافه والی او او کموالی ځکه راغلی دی چې د خلکو حالت ته په کتو داسې شوي دي.همدا قانون يو وخت د زبور په عنوان راغلی وو،بل وخت د توارت په عنوان ،بل وخت د انجيل په عنوان او په پای کې يې وروستۍ اپډيټ نسخه د قران کريم په عنوان راغله.
دا ځکه وشول چې دلته نو رسالت او نبوت هم بشپړيدو او بل نبي نور نه راتللو،نو ځکه د تعديل دروازه بنده شوه.

وروستۍ خبره دا چې قران يوازې اخلاقيات ندي.له اخلاقو بحث فقط عيسويت او زردشتيت کوي.قران ځکه فقط اخلاق ندي چې اخلاق الزامي جنبه او بڼه نلري،خو قران الزامي جنبه او بڼه لري، که قران باندې تا باور ولره او ايمان دې پرې راوړ،بيا پرې عمل اجباري دی،اختياري ندی.
که قران فقط اخلاق شي نو بيا اسلام کې حدود له کومه شول؟تعزيرات له کومه شول؟جـ ـهاد له کومه شو؟او نور ډير احکام.ايا تا داسې اخلاقيات ليدلي دي چې اجباري بڼه ولري؟طبيعي ده چې نه.
نو قران د اخلاقو بيل څپرکی لري او د سياست بيل،د اقتصاد بيل باب لري او د حکومتولۍ بيل.
که قران قانون نشي،بيا پرې دا ۱۴۰۰ کاله ولې پريکړې کيدلې؟ايا اخلاقو کې دا وړتيا شته دی چې محکمه کې دې پرې پريکړه وشي.هيڅکله هم نه،بلکې دا تومنه فقط قانون لري چې محکمه کې تطبيق شي.
نو په ټوله کې دا بحث په مغالطه بناء دی.
Copy. سعيد جواد.

17/08/2024

د تفکر پيچ سره يو ځای سي، او ورسره په څنګ کې د تفکر ټليګرام چينل کې هره ورځ د مشهورو داعيانو پر بيلابيلو موضوعاتو بحث د شپې له نهه نيمو بجو څخه تر لس نيمو بجو پوري په انلاين ډول واوري.
په کمينټ کې يې لينک څارلي سي.

04/08/2024

داسلام په تاریخ کې لومړۍ مدرسه( دار الارقم بن ابي الارقم) نومیده چې په مکه کې جوړه شوې وه د صفا غونډۍ شاه او خوا کې یې موقعیت درلود ددې مدرسې معلم محمد( ص) وو شاګردان یې صحابه کرام وو. نصاب یې قرآنکریم او حدیث وو.
ملا نقیب احمد حماد

04/08/2024

ښاغلي عبدالرحمن محمود ليکلي دي. او زمونږ نظريه او عقيده هم همداسي ده.

‏یو چا کامنټ راته کړی وو چې پر هنیة ژاړې خو پر ګیلمن مو هیڅ غم ښکاره نکړ، زما خپله د اختلافي أو جنګجالي موضوعاتو سره نده جوړه ، خو د ملګرو د پوهاوی لپاره باید ووایم چې زموږ معیارونه د نورو د هغو سره جلا دي، زه مې ګیلمن د یو ببر سري ، نوم ورکي مجاهد د پښو د ګرد سره نه برابروم پاتي خو لا د أقصیٰ د مجاهدینو رهبر هنیة شو، د ګیلمن أو هنیة تر مېنځ دومره توپیر دی لکه د مشرق أو مغرب تر مېنځ، ګيلمن که فرضا زما ورور هم شې زه یي له مفکورې څخه براءت اعلانوم، یو د أقصیٰ د حریت جنګ کوي، بل د پاکستان آئین غواړي، یو د اشغالګرو پر ضد د مسلح قیام عقیده لري، بل ورسره د أمن احتجاج کوي، یوه د اسلام لپاره خپل ځان ، عیال و قربانۍ ته عرض کړل، بل د ټیک ټاک په یو څو ویډیوګانو تشهیر سو، یو اسلام غواړي بل د اسلام پر ځای قومي عصبیت غواړي، موږ دا ډول کسان طبعا سره برابر نه بولو.
موږ همداسي درک کړئ، فکر او نظر مو و پیژنئ، موږ همداسي خلګ یو.

04/08/2024

‏امام شافعي رحمه الله ویلي: د حرام کار شروع اول سخته وي، بیا آسانه سي، بیا خوندور سي، بیا عادت جوړ سي، بیا خوږ سي، بیا پر زړه باندې نقش سي، بیا نو زړه د بل حرام په لټه کي سي.

الٰهي ! موږ له حرامو څخه وساته او زموږ په زړونو کي د حرامو څخه کرکه پیدا کړه!

01/08/2024

دا جراره ژبه د تل لپاره خاموشه شوه. تر ډېرو کړاونو، تکلیفونو، زندان او خدمتونو وروسته یې د رب لِقاء په برخه شوه. 😭

Photos from Sayed Abdullah Saber's post 31/07/2024

‏د قاري عبدالستار سعید تبصره هم ولولئ!

👇
راځئ لږ واقعبین واوسو
ځینو کسانو لیکلي کیدای شي شیعه ایران له اسمعیل هنیه سره غدر کړی وي.
تبصره:
که له ش_هید هنیة سره د شیعه ایران غدر شکمن دی، نو له ټول فلسطی_ني ولس، اقصی او حماس سره د یو نیم میلیارد اهل سنتو غدر تر لمر روښانه دی.
آیا یو نیم میلیارد اهل السنة په خاص ډول نیم ملیارد عرب نه شرمیږي چې د حماس په ننګه له اسرائی_لو سره د یمن حوثیان او د لبنان شیعه ګان چنې وهي؟
آیا په دې د شرم احساس نه کوي، چې حماس یې داسې هېر کړ چې بالاخره د ایران درګاه ته مجبور شو او نن به یې د مشر جنازه شیعه ګان پورته کوي.
آیا په دې نه شرمیږي چې د حماس د یوه مشر محمود زهار په وینا په ۲۰۰۶م کې چې کله حماس مفلس او سخت محتاج شو، هیڅ سني مسلمان یې مرسته ونه کړه تر دې چې ایران ته یې خواست وکړ او قاسم سلیمانی ۲۲ میلیونه نغد ډالر ورکړل.
دا ټول هغه ترخه حقائق دي چې موږ پرې ځانونه غوله دنګ اچولي او خپل وجدانونه په دې تېرباسو چې د ابن العلقمي زوذات همیشه له سنیانو سره غدر کړی.
دا یې د ابن العلقمي اولاد غدار، تا د معتصم بالله اولاد کومه توره وکړه او د فلسطین په ننګ دې څه وکړل؟

31/07/2024

‏انا لله و انا الیه راجعون🥲
د صبر، ثبات او استقامت غر هم ونړېد.
‏اسماعیل هنیه ۶۶ کاله ژوند په خواریو، زندان، تبعید او سخته مبارزه کي تېر کړ. هغه یوازي د تېر کال راهیسي د خپلي کورنۍ ۲۲ غړي د لاسه ورکړل.
زموږ د رښتيني مبارزې دا اتل هم نور زموږ له منځه لاړ.💔
اې ربه! ته یې جانشین دده په شان ثابت قدمه او د امت سترګي ورباندي یخي کړه. 🥀

28/07/2024

جس طرح شراب کی بوتل کے باہر حلال کا سٹکر لگانے سے شراب حلال نہیں ہو سکتی اسی طرح جمہوریت کے ساتھ اسلامی لگانے سے وہ اسلامی نہیں ہو سکتی___!!!

لکه د شرابو له بوتل څخه د باندې د حلال سټیکرونو لګولو سره الکول حلال نشي کيدلاي، نو همدارنګه د جمهوريت سره اسلامي لګولو سره اسلامي نه شي کيدلاي ___!!!

26/07/2024

‏دین او وطن
د بعثت په دیارلسم کال چې د مکې د مشرکینو اذیت اوج ته رسیدلی و د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سخت ترین آزمون سره مخامخ و. هغه مبارک یوه دوه لاري ته رسیدلی و، چې د مکې د صنادیدو په غوښتنه یا دین پریږدي او یا د خپل دین د ساتنې لپاره خپل محبوب وطن ( مکه)
خو نبي علیه السلام دین لوړ وباله او د ساتنې لپاره یې وطن پرېښود. نبي علیه السلام چې کله له مکې رخصتیږي، نو د وطن مینه یې په زړه کې په جوش راځي. سخته ده چې څوک له هغه دیاره مهاجر کیږي، چې هلته یې خاپوړې کړي،دا وخت نو خپل محبوب وطن مخاطب کوي، خواله ورسره کوي، قسم یادوي او وایي: ولولا أن أهلك أخرجوني منك ما خرجت منك. اې مکې! که چیرې ستا خلکو زه مجبور کړی نه وای، له تا به نه وای وتلی.
دغه لنډه واقعه د سیرت علماوو د ( وداع النبي لمکة) تر عنوان لاندې راخیستې. دلته څو خبرې د یادولو وړ دي:
ــ د وطن مینه ګناه نه ده، بلکې د مور پلار، وروڼو او خپلوانو سره د مینې په شان د انسان طبعي خاصه ده، چې په هیڅ ډول ترې ځان خلاصولای نه شو. البته د ډیرو نورو طبعي غریزو په شان دغه غریزه هم باید په دیني چوکاټ مدیریت شي.
ــ کله چې د دین او وطن تقابل راځي، ترجیح دین ته ورکول کیږي. یعني د وطن او ملي ګټو لپاره دین نه شي پریښودل کیدای، بلکې برعکس د دین ساتنې لپاره وطن او ملي کوډونه قربانیدای شي.
ــ د دین په چوکاټ کې د وطن سره مینه، د ملي ګټو او ملي ارزښتونو ساتنه او پالل نه یوازې مردود نه دي، بلکې د متدین ملت د سرلوړۍ په نیت د ثواب کار دی.
ــ د وطنپالنې شرط دا دی چې د دین په چوکاټ کې به وي. تر ټولو لوړ ارزښت به دین بلل کیږي چې په سیوري کې به یې وطنپالنه هم کیږي. دا خبره ځکه مهمه ده، چې که د وطن او وطنپالنې په مقابل کې دین له پام وغورځول شي، نو بیا خپله وطن او وطنپالنه د دین ځای اشغالوي، تقدس پیدا کوي او د خلکو لپاره د تر ټولو لوړ ارزښت حیثیت خپلوي. چې په دې ډول د دې ویره شته چې حتی انسان له دینه وباسي. ځکه هغه د پښتو لنډۍ ده چې ( په زړګي یو لالی ځاییږي) معنی دا چې په زړه کې تر ټولو معتبر ځای فقط د یوې مینې دی، چې د مسلمان لپاره طبعا دین دی او وطن لږ لاندې دوهم ځای لري. که دغه ځای وطن ته ورکړل شي، معنی یې دا دی چې دین پریښودل شوی.
د ختیځ سترګور اقبال چې وطن د دې زمانې تر ټولو لوی بُت بللی، هم علت همدغه دی. وایي:
ان تازہ خداؤں میں بڑا سب سے وطن ہے
جو پیرہن اس کا ہے، وہ مذہب کا کفن ہے
غربي وطنپالنه یا نشنلیزم کټ مټ همدا شی دی. هغوی چې له دین سره مخه ښه کړې، پر ځای یې وطن او ملي ګټې د تر ټولو معتبر ارزښت او حتی تقدس معیار ته راپورته کړي. لکه الله تعالی ته چې قیام او سجود کیږي، دوی هر سهار خپل ملي بیرغ ته همداسې قیام او رکوع کوي. د کال تر ټولو لوی جشن یې مذهبي اختر نه، بلکې ملي ورځې وي. لکه سهار چې ورځ په دیني اذکارو پیلیږي دوی یې په ملي سرود پیلوي. دغه ټول د دې نښې دي چې دوی وطن د تقدس پوړۍ ته پورته کړی او د بُت په شان یې عبادت کوي. دغسې وطنپالنه ناروا او مردوده ده.

26/07/2024

‏‎ عدم تشدد یعني هغه فلسفه چې د بریمنو غازیانو لکه حاجي میرزاعلي خان ایپي فقیر، ملا پوونده مسود، باري فقیر، غازي حمزه الله، ګل منیر استاد او نورو مجاهدینو ویاړمن ولس یې د فیسبوک په ژړاندو نوحه سرایانو او ماتمګرو بدل کړ.

18/07/2024

کلمات سره يو ځای سئ.
په ويب سايټ کې، په واټساپ کې، په ټليګرام کې، په فيسبوک کې او ټويټر يا(x) ټولنيزي رسنۍ کې.
د اسلامي نړۍ پر خلاف چې څه مشهور هيزمونه جوړ سوي دي. په ياد ويب سايټ کې ورباندې څيړنه د علماوو او ليکوالانو لخوا تر سره سوي ده.
لاندې يې د فيسبوک ايډي لينک ده.

https://www.facebook.com/profile.php?id=61554328343523&mibextid=ZbWKwL

Kalemaat Pashto کلمات؛ د باطلو افکارو، باطلو ادیانو او باطلو ایزمنو پر وړاندې د مؤمنو ځوانانو مستحکم مورچل.

17/07/2024

ښاغلی Usama Jawhari ليکلي دي.
نيشنليزم يو خالي تصور دی، دا خپل عمرانيات او ټولنيز ژوند لپاره قوانين او اصول نه لري .
بلکه نيشنليسټ تحريکونه په دې سلسله کې خارجي نظامونو ته محتاج وي .
-يا به نيشنليسټ کمونيسټ وي،
-يا به لبرل کيپيټلسټ وي ،
-يا به نيشنلسټ د اسلامي نظام غوښتونکی وي،

اولې دوه لارې ممکنه دي، په ټولنه او تاريخ کې يې عملي مثالونه ليدلی شو، دا دريم صورت ځکه ناممکنه دی چې د اسلام هره دويمه کرښه د امت تصور وړاندې کوي، په ټول اسلامي تاريخ کې دوه نيشنلسټ تحريکونه نه تر سترګو کيږي .

هر کله چې په پښتنو کې څوک د نيشنليزم غږ پورته کوي په اصل کې هغه يو بل فکر ورسره هم وړاندې کوي، که يې وړاندې نکړي بله چاره نشته، ځکه چې نيشنليزم خپله اندرون کې څه نه لري .
په همدې اساس هغه خلک چې تا نيشنليټ کوي خواکي درباندې يو بل فکر هم تحميلوي، که چېرې تحميل نکړي، نو سبا د همدې قام لپاره په کوم سياسي چوکاټ دوه مخالفو نظرونو والا سره يوځای شي ؟ د قوانينو اساس به څه وي ؟
دا هغه بنسټيزه نکته ده چې په اسلامي نړۍ کې د نيشنليزم د ناکامي ستر سبب دی .
نو لهذا که کوم خلک تاسې ته د قامي شعور خبره کوي نو تاسې ترې وپوښتۍ چې د قامي شعور نه پس به په کومه لاره زو ؟
بيا درته خبره واضحه کيږي چې خبره يوازې د قامي شعور نه ده .

او همدا نکته ده چې نيشنليزم قامونه تقسيموي، که چېرې عوام په قاميت راټول شي خو په اجتماعي قوانینو او حکومتدارۍ باندې سره نه راټوليږي، که کوم اسلامپاله خلک ورګډ شي دا معنا نه ده چې قام يوځای شو، بلکه پوهه شئ چې اسلامپال سودا کړې ده .

او همدا نکته ده چې نيشنليزم خپل عنعنات او ثقافت نشي ساتلی، ځکه چې سياست او اجتماعیت کې درسره بل فکر يو ځای شوی وي ، د کمال اتاترک نيشنليزم ترکيه خپل پخواني ثقافت ته نه ده بوتللي بلکه غربي ثقافت ته يې پناه يوړه .

16/07/2024

محمد بن قاسم په ۱۸ کلنۍ کې اوسنی سند او هندوستان ډيري سيمي فتحه کړي، زموږ او ستاسو د اوسنۍټولني ۱۸ کلن ځوانان په څه حالت کې دی؟

14/07/2024

د عمر عماد صاحب ليکنه درسره ولولی.

د اسلام او نشنلیزم لنډه پیژندنه او پرتله

دا څو ورځې راهیسې لیدل کیږي چه د میډیایی تبلیغاتو نه په اغیزی سره د ډیرو په اذهانو کی د نشنلیزم په اړه یو څه پوښتنې پیدا شوي دي، ما یو څو ورورنو او دوستانو ته ددې پوښتنو ځوابونه ورکړي چه نشرول یی راته بی ګټې نه ښکاري..............
لمړئ پوښتنه او ځواب یی:
Jareer Sahak ورور لیکی وه :
( د الله رسول (صلی الله علیه وسلم) یؤه اوږده سیده لګیره کش کړ او وې ویل دا صراط مستقیم (د الله) لار ده او له دې لارې ماسېوا په هره لار کې یؤ شیطان ناست دی.
نو د اسلام او د اسلام له ارشاداتو خلاف چې بله هره کومه لار ده لکه لبرالیزم، کمیونیزم، نشنلیزم وغیره دا خو یا د شیطان لارې دي او یا هم شیطان ورکې ناست دی نو ښه او د خیر خبره دا ده چې ځان ترې وساتئ.)
نو یو چا تری داسې اعتراضیه پوښتنه کړې ده :
( د قوم څرنګوالي خو په نصوصو کې ذکر دی
چې خدای تعالی قومونه ولې پیدا کړل ؟
یانې ستا دا موخه ده چې الغیاذ بالله خدای تعالی قومونه شیطاني لارې پیدا کړې اؤ په حکمت یې صرف ته پوهیږې ؟
پوښتنه وه)
نو ما ورته وویل چه : ځواب واوره........
نه پوهيږم چه ستاسو ذهن ته له کومه ځايه دغه پوښتنه پيدا شوه؟
د حديث مبارک په مضمون، او ورپسي د ليکوال په تعقيب کی خو داسي څه نشته چه تاسو يي پوښتنه کړي ده.

- هو، الله تعالی قومونه پيدا کړي او علت او حکمت يي هم خپله صراحتا ياد کړي دي( لتعارفوا)او داسي يي نه دي ويلي چه( لتفاخروا ) لکه نشنلیزم چه وايي.

- بيا يي فورا د الله تعالی په نزد د غوره والي معيار هم ياد کړی دی( ان اکرمکم عند الله اتقاکم) ، او داسي يي نه دي ويلي چه عرب يا عجم يا پښتانه يا تاجيک دي، لکه نشنلیزم چه وايي.

- بيا يي د مسلمانانو تر مينځ اړيکه هم روښانه کړي او ويلي يي دي چه مسلمانان سره ورونه دي ، او داسي يي نه دي ويلي چه يواځي عربان، يا يواځي پښتانه، يا يواځي تاجک او هزاره ګان سره ورونه دي، لکه نشنلیزم چه وايي.

- او بيا ئي همدغه مسلمانان پدي ستايلي چه هغوي داسي دي لکه يو بدن، چه يو غړي يي دردمن شي نو ټول بدن ورسره ناکراره وي. داسي يي نه دي ويلي چه د هر چا خپل کار دي ، لکه نشنلیزم چه وايي، زما يي ‌د غزي او يا د کشمير او يا د شرقي ترکستان ، او يا د برما ، او يا د افغانانو سره څه، که ټول په اور سوځي ، زما ورسره کار نشته دی، زه مي اول د خپل کور، بيا د چم او ګاونډ، بيا د خپلي ولسوالئ ، بيا ولايت ، بيا د خپل وطن غم کووم او بس.

- بيا د اسلام پيغمبر دا هم ورته ويلي دی چه تر هغي پوري به مؤمنان نشئ تر څو چه د خپل مسلمان ورور لپاره هم هغه څه خوښ نه کړئ کوم چه د خپل ځان لپاره یی خوښوئ، لکه نشنلیزم او نشنلستان چه وايي زه هر څه اول د خپل ځان ، بيا خپل کور، بيا کيلي، او بيا خپل قوم لپاره خوښووم او يواځي په هغوي مي پیرزو کيږي.

- اسلام مسلمان ته امر کوي چه «انصر أخاك ظالما أو مظلوما» فقال رجل: يا رسول الله، أنصره إذا كان مظلوما، أفرأيت إذا كان ظالما كيف أنصره؟ قال: «تحجزه، أو تمنعه، من الظلم فإن ذلك نصره» يعني د خپل مسلمان ورور مرسته دی وکړه، که هغه ظالم وی او که مظلوم. نو پوښتنه تری وشوه چه ای د الله رسوله! د مظلوم سره به مرسته کووم، خو د ظالم مرسته به څرنګه کووم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د ظلم څخه به یی منع کوي، همدغه د هغه سره مرسته کول دي. نه داسی چه د خپل سکنی ورور، بیا کلیوال... او بیا وطنوان سره به په هر حالت کی مرسته کوی، که ظالم وی او که مظلوم، لکه نشنلیزم چه وایی.

- او بالاخره ، او ددي ټولو نه مهم دا چه:
اسلام در ته وايي:
اول دين بيا وطن او قوم،
يعني شريعت به تر هر څه مخکي ګڼئ، که ستا خپلی، یا د کلی ، او یا ولایت، او یا وطن ګټي د شريعت د احکاکو سره په ټکر کي راغلي نو شريعت او د الله تعالی احکامو ته به اوليت ورکوئ، نه دا چه د ټکر په صورت کې به خپلي ګټي د الله تعالی په شريعت مخکې کوئ لکه نشنلیزم چه وايي.
هيله ده چه اوس به دی اسلام او نشنلیزم دواړه پيژندلي وي، بيا دې
نو خپله خوښه چه د کوم يو منې، او په کومې لاره ځې، په نیغه او مستقیمه لار، او که د شیطان په کومه کږه لار چه په هغه حدیث شریف کی یی یادونه شوی ده.
که نورې پوښتنی درسره وه ټولې کتار کړه، ان شاء الله تعالی چه قانع کوونکی ځواب به یی بیامومي.
درنښت.
یادونه : د نورو پوښتنو ځوابونه را روان دې، تر څو د الله تعالی په توفیق د نشنلیزم اړوند ټولی شبهی بیخچنې ځواب شي.

09/07/2024

په لاندې انځور کې پروت هدف له خپله بيان کړي.

05/07/2024

بسم الله الرحمن الرحیم

د کتاب لنډیز
د کتاب نوم: ايا انسان د بيزو له نسله دئ؟
د کتاب هدف: (په ساينسي شواهدو د ډاروينيزم رد)
ليکوال: ويس محمد لعلي.
ژبه: پښتو
د کتاب پاڼې: ۲۳۴ پاڼو کې رنګه چاپ سوي دي.
فصلونه: ۷
لومړي فصل: د تکامل پر تاريخچه، د ډاروين پنځه کلن سفر، طبيعي انتخاب، ميوټيشن او نوی ډاروينيزم بحث سوي دي.
دويم فصل: د انسانانو مختلف نژادونه، مختلفي جمجمي، د انسان د تکامل خيالي داستان، د انسان د تکامل افسانه او د تکامل د داعيانو جعلي کارتونه واضع سوي دي.
دريم فصل: د الوتونکو او تي لرونکو حيواناتو پر اصل بحث سوي دي.
څلورم فصل: د تکاملي نظريې ماليکيولي ستونزي چې ډاروينيان ورته د حل لاره نه لري.
پنځم فصل: د ځمکې جيولوژيکي دورې.
شپږم فصل: د ژونديو موجوداتو له انواعو سره د فوسيلونو پرتله.
اووم فصل: د ډاروينيانو هغه وهمي کيسه چې وايې ژوند له اوبو څخه وچې ځمکي ته مهاجرت په واسطه انتقال سوي دي په ساينسي شواهدو رد کړي ده.
ايا انسان د بيزو له نسله دي؟ يوه علمي نقد ليکنه ده، چې د ډاروين د تدريجي تکامل نظريه نوي ډاروينيزم د تي لرونکو او الوتونکو پيدايښت د تکاملي نظريې ماليکيولي ستونزي او په تصادفي توګه د ژونديو موجوداتو پيدايښت په اړه د ډاروينيانو نظريه په ساينسي او قرآني شواهدو ردوي.

د ياد کتاب په هکله نور بحث په لاندې لينک کې لوستلې سي.

04/07/2024

د اسلام د خپرونې اسباب!

درې څيزونه د لازمې عنصرونو په توګه شريک شوي دي.
• لومړي د هغه ساده عقايد او زړه راښکونکي عبادتونه.
• دويم د مسلمانانو په ژوند کې د هغه د تعليم اریانوونکي پايلې.
• دريم د مسلمانانو ذوق او تبليغ.
لومړي څيز په عقل باندي غږ کوي. دويم احساسات راپورته کوي. او دريم د يو مشفق، مهربان رهنما په توګه ناپوهه او منکر سمي لاري ته رابولي.
سرچينه: احياء الاسلام.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Qalat?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

تاسو دغه ويډيو په غوره سره وګوري. دوو سړيو له ځانونو څخه سپيان جوړ کړي دي. نورو پړي پکې اچولي دي او يو بل ته غاپي.هغه د ...

Category

Telephone

Address

Syed Abdullah Saber
Qalat
2023
Other Writers in Qalat (show all)
Abdul Nafi Himat عبدالنافع همت Abdul Nafi Himat عبدالنافع همت
Etifaq Mosque
Qalat

Researcher څیړونکی

M Abdullah Ghufran M Abdullah Ghufran
Qalat

داده شاعر محمدعبدالله غفران رسمي فیسبوک پاڼه ده!

Sayed Abdul Nafi irfan Sayed Abdul Nafi irfan
Qalat

اول اسلام او وطن♥

AlMas KHan AlMas KHan
Qalat

▂╱▔▔▔▔▔▔▔▔▔▔▔▔╲ ╲┏━━╮┏┓┏┓╭━┓┏━┓▏ ▕┃┏╮┃┃┃┃┃┃╭┛┃┗┓▏ ▕┃┃┃╰┛┃┃┃┃╰┓┃┗┓▏ ▕┗┛╰━━┛┗┛╰━┛┗━┛▏ ┈╲▂▂▂▂▂▂▂▂▂▂▂▂/

Amin ullah Sofyan آمين الله سفيان Amin ullah Sofyan آمين الله سفيان
Qalat

دخوږمن زړګې دوایې محمد ﷺ

دهرقیسم معلومات لپاره صفحه لایک اوشیرکی دهرقیسم معلومات لپاره صفحه لایک اوشیرکی
زابل
Qalat, 4002

لايك اوشيركي Pag

Abdul Razaq Bashar Abdul Razaq Bashar
Kabul/Afghanistan
Qalat

ژوند ښکلی دی.

پښتوژبه اوادب پښتوژبه اوادب
Qalat

https://pashtozabaawadab.blogspot.com

Latif Wisal Latif Wisal
Qalat

پر بشپړ اسلامي نظام باور لرم, له علم او اسلامي دعوت سره مې مینه ده.