Dr.Farhad

Dr.Farhad

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.Farhad, Medical and health, .

02/07/2023

هيڅکله په زخم انټی سپیټک(povidine)مه اچوئ❗
پاویډین د زخم شاوخوا پاکولو لپاره کارول کیږي ، نه د زخم لپاره ، پاویډین د زخم د vascularization مخه نیسی، ساحه تخریبوی اود د زخم د التیام موده اوږدوي.
#نوټ د زخم د پاکولو لپاره همېشه د نارمل سلین څخه استفاده ..

02/09/2022

⭕️ د پښتورګو یا د ګُردو د تیږو نښې نښانې !

1 - درد : د تشو په برخه کې درد ، ملا درد او د ګېډې یا نس په لاندینی برخه کې درد .

2 - تــبه او لړزه .
3 - ګنګسیت .
4 - کانګې او خوابدی .
5 - په ادرارو کې وینه .
6 - د ادرارو بد بوی او د رنګ تغیر .
7 - د ادرار کولو پر وخت درد او سوزش .
8 - ژر ژر د ادرار کولو احساس .

20/04/2022

د نارينه ماشومانو له پيدايښت څخه يوه يا دوه مياشتې مخکې د نس له لاندنۍ برخي څخه خايې په تدريجي ډول د خايو کڅوړې ته را کښته کيږي. خو په ځينو نارينه ماشومانو کې يوه يا دواړي خايې په غير نورمال ډول د نس په لاندنۍ برخه کې پاتې کيږي او د ماشوم له پيدا کېدلو وروسته د ژوند په لومړيو شپږ مېاشتو کې کېدی شي را کښته شي. خو که خايې د ژوند په لومړيو شپږو مېاشتو کې راکښته نه شي نو عموماً ماشومان له يو کلنۍ څخه مخکې يو کوچني اپرېشن يا جراحي ته اړتيا لري تر څو خايې له نس څخه د خايو کڅوړې ته را کښته شي که نه نو کېدی شي د ماشوم له لويدلو سره سم د بې اولادۍ اويا په ځېنو وختونو کې د خايو د سرطان باعث شي. دغه جراحي د اطفالو متخصص جراح ډاکتران کوي.
له پيدايښت سره سم د ټولو نارينه ماشومانو د خايو کڅوړه بايد د ژوند په لومړيو شپږو هفتو کې په نرمۍ سره لمس شي او د خايو د نشتون په صورت کې له ډاکټر سره مشوره وشي. په ډيری هېوادونو کې د خايو لمس يا معاينه کېدل له پيدايښت سره سم په لومړيو شپږو هفتو کې د ډاکترانو پواسطه کيږي.

08/04/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
موضوع:وينه( Blood)
1-وينه څه شي دي؟
2-وينه څه اهميت لري؟
3-وينه کوم خصوصيات لري؟
4-وينه له څو برخو څخه جوړه شوې؟
دغه ټولې پوښتنې په همدې موضوع کې مطالعه کولای او ځوابولای شئ

_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او زړه کې د دوران په حالت کې وي

د وينې اهمیت( blood importance)
1—وينه د ژوند مايع ده( blood is fluid of life) ځکه چې انسان دژوند کولو لپاره اکسيجن ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان د بدن هري برخي ته د اکسيجن رسولو دنده په غاړه لري
2—وينه د ودې مایع ده( blood is fluid of growth) د انسان بدن په خپله اندازه د ودې کولو لپاره انرژۍ ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان بدن لپاره انرژۍ جوړوي او د بدن هري برخي ته يي رسوي
3—وينه د صحت مايع ده( blood is fluid of health)ځکه چې همدا وينه ده چې د انسان بدن د ناروغيو په وړاندې محافظه کوي او همدارنګه همدا وينه ده چې د انسان په بدن کې فاضله او غیري ضروري مواد ترلاسه کوي او اطراحي غړو ته يي رسوي ترڅو د بدن څخه ووځي

د وينې خصوصيات( properties of blood)
_رنگ (color):وینه سور رنګ لري
شرياني وينه اتشي سور رنګ یا پوخ سور رنګ( scarlet red)لري ځکه چې په زياته اندازه اکسيجن لري
_وريدي وينه ارغواني سور(purple red)رنګ لري ځکه چې په زياته اندازه کاربن ډاي اکسايډ لري
_د وينې پې ايچ( Blood ph)
وينه قلویPhلري
شرياني وينېPh=7.40
د وريدې وينېPh=7.36
_لزوجيت يا غلظت( viscosity)
وينه د اوبو څخه پنځه ځله زياته ټينګه ده او اساسي علت یې د وينې د سرو حجرو او د پلازما د پروټينونو موجوديت دي
_حجم( volume)
د وينې اوسط حجم په يو کاهل کې پنځه ليتره(5Liters)په نوي زيږيدلي ماشوم کې450mlاوپه ښځو کې څلور نيم ليتره(4.5Liters)ده

د لا نورو مالوماتو لپاره درسره زمونږ فیج لایک او شیر کړئ ترڅو نور خلک هم زمونږ د معلوماتو څخه ګټه واخلي

05/12/2021
25/09/2021

د شکرې ناروغئ علامې:
1ـ ډېرې تنده راتلل.
2- ژر ژر د تشو متیازو لپاره تشناب ته تلل.
3- ژر ژر وږئ کیدل.
4- وخت او زمان سره خپل وزن د لاسه ورکول.
5- وخت او زمان سره د سترګو نظر کمېدل.
6- د لاسو ورغوئ او پښو تلې سوځیدل.
7- ستړئ معلومیږي
8- وچ پوستکې به

08/08/2021

. ♥♥

Photos from Dr.Farhad's post 04/08/2021

هغه درمل چی د نیم سیری په درملنه کی کارول کیږی Drugs used in Migraine Headaches
1 Migril
دا درمل د نیم سیری په شدیدو دردونو کی کارول کیږی
2 Silbelium
دا درمل د نیم سیری , سرګرځیدنی , حافظی خرابوالی اود عضلاتو د شخی د درملنی او مخنیوی لپاره کارول کیږی
3 Stemetil
د سر درد , سرګرځیدنی , زړه بدی , استفراق او نیم سیری لپاره کارول کیږی
4 Zolmitriptan
دا درمل دنیم سیری د شدیدو حملو د درولو لپاره کارول کیږی
5 Carfergot
دا درمل د نیم سیری دټولو ډولونو لپاره کارول کیږی
6 Epival
دا درمل د میرګی دټولو ډولونو او نیم سیری لپاره کارول کیږی
7 Analgesic

ټول هغه درمل چی درد کنټرولوی نیم سیری ته ګټه رسوی .

18/07/2021

. ‼

15/07/2021

#رقــیــقــه امـــعــــا یا وړي کولمي ( Small Intestine )
د هضمی سیستم څلور غضوه یا غړی وړی کولمي دی . وړي کولمی د هضمی سیستم د عمده برخي څخه عبارت دي چي په متوسط ډول سره د 7_5 ملی متره اوږدوالی لري اوپه نارینو کی نسبت ښځو ته يی اوږدوالی زیات دي او همدارنګه په مړو کي نسبت ژوندیو ته یی اوږدوالی زیات دي دا ځکه چي مړی عضلی ton د بطن په منځنی برخه کي شتون لری وړي کولمی پخپل ټول امتداد کی د التواتو لرونکی دي د موقعیت له مخی په Umbilical Region ناحیه ځای لري .

د وړو کولمو برخي :
وړی کولمی د لاندی دریو طبقو څخه جوړ شوی چی عبارت دی له :
1 __ یا اثنا عشر
د معدی د نهایی برخي څخه شروع چی تقریبا 25 سانتی متره اوږدوالی لری او یوه متحرکی برخی څخه عبارت دی چی د Pylorus په Jejunm Flexure پوری امتداد لري دا برخه د Sympatic اعصاب يی د نخاع له T10 , T09 Segment څخه منشا اخلی او Para Sypmatic برخه یی د واګوس منشا اخلی جوړ شوی دی .
2 __ #
د وړو کولمو دا برخه 2,5 متره اوږدوالی لری اود اثنا عشر د سفلی برخي څخه شروع اود Ileum پوری رسیږی چی د وړو کولمو منځنی برخه جوړوی Jejunum د Supra Mesenteric Vein پواسطه اروا کیږی او وریدی تخلیه یی د Supra mesenteric پواسطه .

3 __
نوموړی برخه د Jejunum د سفلی ( لاندنی ) برخي څخه شروع اود غلیظه امعاو ( لویو کولمو ) پوری امتداد لری .

د رقیقه امعاوو ( وړی کولمی ) جدارونه
1 __ خارجی طبقه :
د کوچنیو کولمو خارجی طبقه د پریتوان څخه جوړه شوی ده چی د بطن خلفی جدار پوری رسیږی لری .
2 ___ منځنی طبقه :
دا طبقه د عضلاتو څخه جوړه شویده چی نوموړی عضلات د ملسا عضلاتو څخه عبارت دی چی د وړو کولمو د استداری حرکاتو سبب کیږی چی د عصبی سیستم په واسطه کنټرول کیږی .
3 __ داخلی طبقه :
د مخاطی عشاء څخه جوړه شویده چی لرونکی د یو شمیر غداواتو دي چی د معدی فعاله د عصاری وروسته نوموړی غداواتو افرازات شروع کیږی چی په هضم کی فعاله برخه اخلی برعلاوه ددی څخه چی د رقیقه امعاوو کی یو شمیر جوړښتونه لری چی د ذغاباتو یا Vili پنوم سره یادیږی . چی د ذکر شوو ذغاباتو سطحی د اپیتیلم نسج په واسطه پوښل شویدی .

د وړو کولمو دنده

په عمومی صورت سره د وړو کولمو دنده عبارت ده له :
a . د هضمم هملیه
b . د جذب عملیه
چی دا دواړه دندي د وړو کولمو په واسطه ترسره کیږی .

د وړو کولمو د هـــــــــضــــــــم عـــــمــــــلــــــیـــــــه :

کله چی غذایی مواد په کوچنیو ټوټو باندی ویشل شوی دی نو د معدی څخه وړو کولمو ته عبور کوی چی هلته بیا هم د میخانیکی او کیمیاوی عملیو د تاثیراتو لاندی صورت نیسی چي میخانیکی عملیه یی د کوچنیو کولمو د حرکاتو په واسطه لیږدول کیږی چی غذایی مواد یی د هضمی عصاری سره یو ځای کیږی او په مایع تبدیلوی . او همدارنګه کیمیاوی عملیه د کیمیا انزایمونو د تاثیر لاندی په سرعت سره دنده اجرا کوی چی د هضم عملیه صورت مومی .

د معاوو د عصاري تاثیر او ترکیب :
د معاوو عصاره د مخاطی طبقی په واسطه افرازیږی چی د امعاوو عصاره په خپل ترکیب کی د اوبو املاح او انزایمونه لرونکی ده چی انزایمونه یی عبارت دی له :
a . Enterokinase
چي دا انزایم پانقراص تریسینوجن په فعال تريپسین باندی بدلوی .
b . Peptidase
دا انزایم البومین او پروټین په امینو اسیدو باندی ټوټه کوی
c . Lactase
دا انزایم مالتوز په ساده قندونو باندی بدلوی
d . Surcease
دا انزایم شکر یا سکروز په ساده قندونو بدلوی
e . Lipase
دا انزایم شحمی مواد ټوټه کوی اوپه ګلیسرین او شحمی اسیدونو باندی بدلوی .

په نورمال حالت کی یو لیتر عصاره د امعاوو څخه افرازیږی .

امتصاص
ټول پروټنی مواد , کاربو هایدریتونه او شحمی مواد په عمومی ډول سره د امعاوو په ذغاباتو کی جذبیږی . چی پروټینونه د امینو اسیدونو په ډول او کاربو هایدریتونه د ساده قندونو په ډول د امعاوو په Vilie کی جذب او همدارنګه شحمی مواد د شحمی اسیدونو په ډول د شعریه او عیو د لاری د وینی دوران ته وړل کیږی چی دا ډول مواد د باب ورید په واسطه ځیګر ته لیږدول کیږی چی وروسته د جذب څخه په شحمی څاڅکو باندی بدلیږی چی دغه شحمی څاڅکی لمف ته ننوځی اود یادونی وړ ده چی یو اندازه الکول Asprin , اوبه په معده کی جذبیږی .

شیر کول پرتاسوو

07/07/2021

لـــــــوي کـــــــولـــــمـــــي ( Large Intestine )
د غلیظه امعاوو ( لوی کولمي ) دا برخه د یوی لوی برخي څخه عبارت دي چي د رقیقه امعاوو د نهایی ( الیوم ) برخي څخه شروع او تر مقعده امتداد لري چی لرونکی د یو نیم متر اوږوالی اټکل شوی دی غلظه امعاوی د بطن په علوی ( پاسنی ) او بطن کیڼی خوا یی نیوله ده چی لرونکی د لاندی برخو دي .

1 __ لومړي برخه یی د Secom پنوم یادیږی
2 __ دوهمه برخه یی د صاعده کولون Aspen dens Colon پنوم یادیږی
3 __ دریمه برخه یی د مستعرض کولون Trans Verse Colon پنوم یادیږی
4 __ څلورمه برخه یی د نازله کولون یا Descendens Colon پنوم یادیږی
5 __ پنځمه برخه یی د سيګمونید کولون Segmoid Colon پنوم یادیږی
6 __ شپږمه برخه چی یوه نهایی برخه جوړوی چی د Re**um څخه عبارت دی
7 __ دا برخه بهرته لار مومی چی د A**s ( مقعد ) پنوم یادیږی

سیکوم Secom
غیظه امعاوو لومړی برخه ده چي د ښی حرقفی خواته ځای لری چی رقیقه امعاء د سیکوم سره تړلی چی دلته یو دسام شتون لری چی د Ilececal Valive پنوم سره یادیږی چی د رقیقه امعاوو له لاری غلیظه امعاوو ته د محتویاتو د تیریدو لپاره اجازه ورکوی ترڅو محتویات تری عبور وکړی .
همدارنګه د سیکوم سفلی برخه کی Appendix تړل شویدی چی زیاتره وخت د التهاب سبب کیږی . د Cecum په علوی برخه کی صاعده کولون سره ارتباط لری .

اپنډیکس د سیکوم یوه استطاله ده چی په Right Iliac Fossa ناحیه د Ileocecal نه 2cm لاتدی د سیکوم د حلفی انسی جدار شتون لری اپنډیکس تقریبا د 20cm پوری اوږدوالی لری چی منځنی اوږدوالی یی تقریبا 9cm اټکل شویدی او قطر یی 5mm پوری رسیږی .

د اپنډیکی نارمل ځایونه عبارت دی له
Retrocecal 74%
Subcecal 1_5 %
Paracecal 2%
Pelvic 21%
Preilcal 1%
Postilcal 0,5%

د لویو کولمو جدارونه :
1 __ خارجی طبقه :
دا طبقه د پریتوان څخه جوړه شویده چی غلیظه امعاوی یی پوښ کړیدی
2 __ منځنی طبقه :
د ملسا عضلاتو څخه جوړ شویدی چی دنده یی د غلیظه امعاوو استداری حرکات دی چی د غلیظه موادو د ضایع کیدو سبب کیږی .
3 __ داخلی طبقه :
دا طبقه د مخاطی غشا څخه جوړه شویده چی نوموړی طبقه کی ذغاباتو شتون لری

مقعد یا A**s
مقعد د هضمی سیستم نهایی یا اخیرنی برخی څخه عبارت دی چی یوه اطراحی فوحه ده چی په معاصره کی یی حلقوی عضلات لرونکی دی او همدارنګه معاصره یی د ملسا عضلاتو څخه جوړه شویده چی غیر ارادی ډول تقلص کوی .

د لویو کولمو دندي
د غیظه امعاوو دندی په لاندی ډول دی
1 __ د اوبو د حذبولو دنده په غاړه لری
2 ___ د عایطه موادو د اطراح دنده په غاړه لری

ټول غذایی مواد په وړو کولمو کی جذبیږی مګر یوځینی شی چی په غټو کولمو کی جذبیږی د اوبو څخه عبارت دی .

چی په 24 ساعتو کی څلور لیتره اوبه د لویو لولمو په واسطه د وینی دوران ته لیدول کیږی او په کمه اندازه د غایطه موادو سره اطراح کیږی په غلیظه امعاوو کی یو شمیر بکتریاوی شتون لری چی نوموړی بکتریاوی د Intestine Flora په نامه سره یادیږی چی نوموړی فلورا د پاتی شونکو غذایی موادو د تجزیه سبب کیږی او همدارنګه ګازات جوړوی اود بغضی ویټامینونو په جذب کی رول لری .

د عایطه مواد د لاندی موادو څخه جوړ شوی دی
پاتی شونی غذایی مواد اود د مړه حجراتو څخه عبارت دی
عایطه مواد امعاوو د استداری حرکاتو په واسطه د غلیظه امعاوو ته لیږدول کیږی چی په پای کی ریکټوم کی ټولیږی . د عایطه موادو رنګ د صفراوی صباغاتو پوری اړه لری .

28/02/2021

په خوله کې غشایي چین
Frenum
په انګرېزۍ کې ورته (frenulum) نوم هم اخلي. د خولې پاسه او لاندې برخه کې او همداسې د دواړو شونډو د بیخ او ووریو ترمنځ د نرمو نسجونو پردې ته ورته شکل دی. د ژبې لاندې هم موجوده ده. په هر کس کې یې ډبلوالی او اوږدوالی توپیر لري. که چېرې وینې شي زیاته وینه ترې بهیږي خو د وینې کېدو پر وخت که خوله پاکه وساتل شي نو کومې درملنې ته اړتیا نلري. که چېرې څو ځلې پرې یا وینې شي نو ممکن د غاښونو ډاکټر یا د خولې جراح یې د عملیات له لارې پرې کړي او دې ډول عملیات ته په انګرېزۍ کې (frenectomy) نوم اخلي.

په خوله کې دوه ډوله غشايي چین موجود دی :

یو ډول ته (Lingual frenum) نوم اخلي
دا پردې د ژبې د لاندې خوا بیخ د خولې له سطحې سره وصل کوي. که چېرې شخه شي یا ونیول شي د ژبې نیول کېدنه یا غوټه کېدنه (tongue tie) ورته وایي او دا حالت د ژبې پر خوځښت اغیز کوي.

بل ډول ته یې (Labial frenum) نوم اخلي
دا ډول غشایي پردې د خولې په مخې کې واقع دي او د پاسه او لاندې شونډو د بېخ او ووریو ترمنځ وي. که چېرې په دې غشایي پردو کې ستونزه رامنځته شي نو د غاښونو په جوړښت کې مو ناسموالی رامنځته کیږي او که چېرې کش وخوري نو وورۍ له غاښ څخه جلا کولای شي او د غاښونو ریښې راڅرګندوالی شي.

د غشايي چین بې نظمۍ
یادې پردې ژبه او شونډې په خوله کې با ثباته ساتي. که چېرې ناسمه وده وکړي نو خولې کې ستونزې پیدا کولای شي لکه :

د خولې د غړو په وده کې ستونزه؛
د خوړو تېرولو پر وخت نا ارامي؛
د مخې خوا پورته دوه غاښونو تر منځ واټن پیدا کېدل ؛
د همدې غشايي پردو وېنې کېدنه؛
د شونډو یا ژبې نیول کېدنه؛
د خوب پر وخت خرېدل او د پوزې پر ځای په خولې سا اخیستل، لامل یې د ژامو نا سمه وده وي؛
په خبرو کولو کې ستونزه؛
د ژبې بشپړ پراخولو وړتیا نلرل.

د دې پردو جراحي ته فرېنېکټومي (frenectomy) نوم اخلي او په دې جراحي کې د دې پردې له امله په خوله کې ټول بدلون نورمال حال ته بیول کیږي او دا پرده پکې پرې کیږي. د دې جراحي سپارښتنه هغه وخت کیږي چې د خولې جوړښت یې ناسم کړی وي او یا هم هر وخت وینې کیږي. ډېر وخت د هغو کوچنیانو فرېنېکټومي کیږي چې د مور شېدې نشي رودلی او یا هم خبرې نشي کولای. د جراحي لپاره یوازې همدې سیمې ته انېستیزي ورکول کیږي او رغېدنه یې هم څو ورځې وخت نیسي. د جراحي لپاره ممکن کوچنی چاقو وکارول شي، ممکن الیکټرو سرجري وي او یا هم لایزر پکې وکارول شي. کله چې د پردې کومه برخه پرې کړي له پرې کولو وروسته یې ممکن کوک کړي. له جراحي وروسته باید ژبه تر رغېدو بې کچې ونه خوځول شي او د پړسوب ضد درمل ورکړل شي.

13/02/2021

#اختصارات نسخه مریض:
Amp: امپول
Tab: تابلیت
Syr: شربت
Cap: کپسول
Eff: جوشی
Ing: زیر زبانی
Hs: موقع نیاز
Ml: میلی لیتر
Od: چشم راست
Os: چشم چپ.
Cc: سی سی
Oint: پماد
Susp: سوسپنشن
Cream: کریم
Jel:ژل
Serm: سیرم
Drop: قطره
Soap: صابون
Lotion: لوشن
Supp: شیاف
Emulsions: ایمولشن
Pearl: کپسول نرم ژلاتینی
Solution: محلول
Bid: روز دو مرتبه
Tid: روز سه مرتبه
Qid: روز چهار مرتبه

12/01/2021

☞ ♥♥♥

11/12/2020

#د ویني ټيټ فشار یا
کله چې د ويني هغه شدت یا فشار چې زړه یې شریانونه ته ليږدوي فشار کموالی ته ټیټ فشار وایي .
تاسې به ډير مله د لوړ فشار زیانونه په هکله اوریدلي او معلومات به هم لري خو د ټيټ فشار په اړه به نه وي اوریدلي .
#که څه هم ټيټ فشار درلودل ( کم 120/8) زیاتره وخت شه وي خو ولې ټيټ فشار ځنې وخت تاسوته سر ګرځېدنه، ستړيا احساس سبب کیږي .
ټیټ فشار یا ډياسټول کله چې زړه د استراحت په يعنې زړه ريليګزيشن حالت کې اندازه کیږي او ټيټ يا ډياسټول ورته وايي کله چې زړه وينه پنمپ یا تقلص وکړي سکویزينګ وکړي دا بیا لوړ یا سياسټول ورته وایي.

#ټيټ #فشار کله چې لوړ فشار اندازه 90 څخه ښکته او ټیټ فشار اندازه له 60 څخه ښکته شو (90/60) ټيټ فشار بلل کیږي.
ځنې درمل استعمالول د زړه ناروغان لکه نايټروګليسرین، فشار ضد ذرمل لکه ډايورټيکونه، د تشویش ژور خفګان ضد درمل کارول،

#ټيټ #فشار #لاملونه

#حاملګۍ کې د مور او ماشوم ویني ته اړتیا زیاتېدل د ماشوم د ودې په مهال کې.

#کله چې زخم له امله ډير زیاته اندازه وینه ضایع شي
زړه د ناروغیو یا زړه حملې له کبله ویني پنمپ کولو کې پاتې راتلل
#بېهوشۍ یا شاک له کبله کله چې مایعات کموالي رامنځته شي
#د درملو په وړاندې حساسیت ښودلو یا انافلاتيک شاک رامنځته کېدو سره په چټک ډول فشار ښکته کیږي

#سيپسيس کله چې انتانات د ویني دوران ته داخل شي.

#د شکرې ناروغۍ اندوکرايني ،ټايرايډ، جاغور تکلیف .

#او ځنې وخت د ټيټ فشار لامل نه وي.معلوم چې دېته بې عرضه مزمن ټيټ فشار وایي.

#ټيټ #فشار #علایم

#کمزوري
#سر ګرځېدنه یا سرچرخي
#سترګۍ تورې، تورې کېدل يا سترګو دید خړپړتیا
#خوبجن حالات
#زړه بدوالي
#شعور خرابتيا
#خوله وچوالي


درملنه یې لامل پيدا کول او تداوي کول لکه انتانات، شکره، زړه ناروغۍ، جاغور ناروغۍ .

#اوبه زياتې څښل

#زيات وخت لپاره ودريدلو څخه ډډه کول یا هم وقفه کول
يا هم قدم وهل .
#د درملو استعمال روسته په کافي اندازه اوبه څښل
#د شاک، انلافاکتيک درملنه په عاجل ډول کول.
#په خوړو کې د سوډيم مالګې لږ اضافه والي البته پرته د #ډاکټر له مشورې او معلومې کمې اندازې څخه استعمال #اجازت نشته ځکه چې مالګه د زړه او د پښتورګو او نورو ګڼو.ناروغيو سبب کیږي او استعمال کې احتیات پکار دي
#درمل
له ډاکټر هدایت پرته درمل استعمال يو ستر خطر درته کوړولای شي استعمال اجازت فقط ډاکټر په مشوره.
اfludrocortisone
يا midodrine چې د رګونو ازاديدلو سبب کیږي او د ویني فشار زياتېدو سبب کیږي
#
ستاسو د روغتیا او سلامتيا په هيله.

19/07/2020

حقایق آناتومی که شما باید بدانید !!!

🧩بزرگترین شریان - Abdominal Aorta

🧩بزرگترین استخوان - Femur

🧩بزرگترین غده درون ریز بدن - Thyroid Gland

🧩 بزرگترین اندام - Liver

🧩 بزرگترین غده بزاقی - Parotid Gland

🧩بزرگترین سیاهرگ - Inferior Vena Cava

🧩 بزرگترین سلول بدن - Neuron

🧩طولانی‌ترین عصب جمجمه‌ای - Vagus Nerve

🧩طولانی‌ترین عصب بدن - Sciatic Nerve

🧩 تعداد عضلات بدن - 639

🧩 کوچک‌ترین عضله بدن - Stapedius

🧩بزرگترین عضله بدن - Gluteus Maximus

🧩 طولانی‌ترین عضله بدن- Sartorius

🧩 طولانی‌ترین عضله اندام فوقانی - Humerus

🧩کل اعصاب جمجمه ای - 12

12/06/2020

#درمل او استعمال يې !

1 Tab_Paracetamol پرستامول درد او تبی لپاره
2 Tab_Doragesic دوراجزیک د عضلاتو درد لپاره
3 Tab_Ibobrofin بروفین د‌عضلاتو درد لپاره
4 Tab_Diclofinac دیکلوفینک د عضلاتو درد لپاره
5 Tab_Mecobalamin میکوبلامین د عضلاتو درد لپاره
6 Tab_Relife ریلیف د سر درد لپاره
7 Tab_Ponestan پونستان د غاښونو درد لپاره
8 Tab_naproxin نیپروکسین د عضلاتو درد لپاره
9 Tab_Aspirin اسپرین درد مفصلی عضلات صاف
10 Tab_Acetaminophen استامینوفن درد او تبی لپاره
11 Tab_ Etodolac ایتودولاک درد او تبی لپاره
12 Tab_ Rastophin رستوفین د متوسط درد لپاره
13 Tab_ Reboseld ربوسد د‌متوسط درد لپاره
14 Tab_ Oxipamol اوکسی پامول دردمفصلی عضلات صاف
15 Tab_ Oxipar اوکسی پر دردمفصلی عضلات صاف
16 Tab_ Optalidone اوپتلیدون د سر درد لپاره
17 Cap_ Piroxicam پیروکسیکام د عضلاتو درد لپاره
18 Cap_ Ceclucip سیکلوسیپ عضلاتو درد لپاره
19 Cap_ Sulpreid سلپرید برای عضلاتو درد لپاره
20 Tab_ Catorlac کیتورلاک دردونو لپاره
21 Amp_ Vitamin B1 ویتامین بی 1 دردمفصلی عضلات صاف
22 Tab_ Megrile میگریل نیم سری لپاره
23 Tab_ Anthocyanoside-A انتوساینوساید ای پښو,درد شب و نامراحتی
24 Tab_ Oxybutynin-Chlorid اگزیبوتینین-کلراید برای دردی نفخ او باد

‎ د ستوني درد لپاره دوايانې
👇
1 Tab_ Pencillin-V پنسیلین-وی عفونت تنفس وسیفیلیس
2 Tab_ Erthyormycin اریترومایسین عفونت تنفس وسیفیلیس
3 Tab_ Nystatin نستاتین برای پخته شدن دهن
4 Tab_Cllaerytromycin کلاریترومایسین برای گلون دردی
5 Tab_ Strypsil استرپسلز برای خارش گلون
6 Cap_ Clindmycin-300mg کلیندمایسین برای دردی گلون
7 Cap_ Strontium _Chlorid سترونتیوم کلراید ضدی حساسیت دهن و دندان
8 Sul_ Cetylpyridinium ستیل پیرادینیوم کلراید برای غفونت دهان وخوشبوکردن دهان
9 Tab_ Ethambutol اتامبوتول ضدی سل
10 Tab_ Isoniazid ایزونیازید درمان سل

‎ د معدې د درد ضد دوايانې
‎👇
1 Tab_ Pantoprazole پینتوپرازول برای زخم واسیدی معده
2 Tab_ Ranitidin رانیتیدین زخم واسیدی معده
3 Tab_ Istac ایستاک اسیدی معده
4 Tab_Cinnarizine سینیرازین اسیدی معده
5 Tab_Domperdone دومپریدون التهاب معده
6 Tab_Nizatidine نیزاتیدین اسیدی معده
7 Tab_ Pirenzepine پیرانزیپین اسیدی معده
8 Tab_ Misoprostol میزپروستول اسیدی معده
9 Tab_Anti_Acid انتی اسید اسیدی معده
10 Tab_ Magnesiumhydroxide مگنیزیم هایدرواکساید اسیدی معده
11 Tab_ Dimethicone دایمیتیکون سوهاضمه وزخم
12 Tab_ Cimetidine سایمتیدین ضداسیدی معده
13 Syp_ Aluminium_M j المونیم (م جی) اسیدی معده
14 Syp_ Aluminium_M G S المونیم(جی س)ی اسیدی معده
15 Syp_ Ambenonium_chlorid المبنونیم کلراید برای اسیدمعده ونفع معده
16 Syp_ Dicyclomine_hcl دیسیکلومین برای زخم معده کودکان
17 Cap_ Omeprazol اومپرازول درمان اسیدی معده
18 Cap_ Esomeprazole ایزومپرازول درمان اسیدی معده
19 Cap_ Lasoprazol لنسپرازول درمان اسیدی معده
20 Amp_ Ranitidin رانیتدین ضدی اسیدی معده
21 Syp_ Sucralfate سکرلفیت برای زخم معده
22 Syp_ SYGoviscon گاویسکان برای زخم معده
23 Syp_Moxal مکزل برای اسیدی معده
24 Tap_ Metodine D F میتودین دی اف برای پچش روده
25 Tap_ Physostigmine فیزوستیگمین برای فلج امعا
26 Tap_ Nesotigmine نیزوستیگمین برای فلج امعا
27 Tab_ Paclitaxel پاکلیتکسین برای سوهاضمه
28 Tab_ Mesalazine مسالازین ضدی التهاب روده ومعده
29 Tap_ Dexamfetamine-Sulfat دگزامفتامین-سلفات د اشتها د‌کمولو او وزن کمولو لپاره

‎ د بطنې دردونو لپاره
‎👇
1 DF-MetodineTab_ میتودین دی اف برای پچش روده
2 spa-NoAmp_ نوشپا دردی بطنی
3 HyoscinAmp_ هیوسین دردی بطنی
4 Plus-BiscopanTab_ بیسکوپان پلس دردی بطنی
5 SotalolTab_ سوتالول ضدی روماتیزوم بطنی
6 Amp_Tramadol ترامادول دردی بطنی

‎ د لوړ فشار ضد درمل
👇
1 Tab_ Nifidipin نیفیدپین لوړ فشار لپاره
2 Tab_ Furosemide فوروزماید لوړ فشار لپاره
3 Tab_ Lasix لاسیکس لوړ فشار لپاره
4 Tab_ Captopryl کپتوپریل لوړ فشار لپاره
5 Tab_ Metl-dopa میتیل دوپا برای لوړ فشار لپاره
6 Tab_ Prpranolol پروپرانولول لوړ فشار لپاره
7 Tab_ Atenolol اتینولول لوړ فشار لپاره
8 Tab_ Enalapril انالاپریل لوړ فشار لپاره
9 Tab_ Theophylline توفیلین د لوړ فشار لپاره
10 Tab_ Verapamil فشار لپارهوراپامیل د‌ وينې
11 Tab_ Glyceryl-trinitrate گلیسریل –ترای نایتریت وقایه قلب وفشاری بلند شریانی
12 Tab_ Spironolactone سپایرونولا کتون برای فشاری بلنددیابت بی مزه
13 Tab_ Mannitol مانیتول دماغي فشار لپاره
14 Tab_ Amiloride-H امیلورید-اچ برای سیروزجگروفشاری خون
15 Cap_ Mepropamat میپروپامات برای فشاری بالا
16 Amp_ Nikotamyd نیکتامید برای فشاری پایین

‎ د چنجیو ضد درمل
👇
1 Tab_ Iodoquinol ایوداکینول ضدی جاردیا
2 Tab_ Paromomycin-Sulfate پارومومیسین سلفات ضدی آمیب وکرم کدو دانه
3 Tab_ Albendasol البیندازول ضدی کرم وکوخکه
4 Tab_ Pyrantyl-Pamat پیرانتل پاموات ضدی کرم
5 Tab_ Piprazin پیپرازین ضدی کرم
6 Tab_ Mebendazole مبندازول ضدی کرم وکوخکه
7 Tab_ Thiabendazole تیابندازول ضدی کرم

8 Vl_ Vancomycin وینکومایسین ضدی باکتریا.

شيئر يې کړئ تر څو نور ترې ګټه واخلي !

12/01/2020

د عصبي ناروغیو څخه د خلاصون 10 لارې:
۱- تل مثبت فکر وکړئ.
۲- هغو کسانو ته چې ورسره مینه کوئ وخت او مینه ورکړئ.
۳- تر څو چې ژوندي یاست زده کړې ته ادامه ورکړئ.
۴- له خپلو غلطیو څخه زده کړئ.
۵- د غوره روغتیا لپاره هره ورځ ورزش وکړئ.
۶- له اړتیا پرته خپل ژوند ځانته سخته مه معرفي کوئ.
۷- خپل شاوخوا خلک تشویق او درک کړئ.
۸- هیڅکله مه ناهیلې کیږئ.
۹- خپل استعداد کشف او وروزئ.
۱۰- ځان لپاره اهداف وټاکئ او خپل خوبونه تعقیب کړئ.

10/01/2020

♥♥♥

Telephone

Website