Faculty of Science NU

Faculty of Science NU

This is the official FB page of Faculty of Science Nangarhar University

04/04/2024
Photos from Faculty of Science NU's post 03/04/2024

منځنۍ ازموینې پیل شوې
1403/01/15
د ۱۴۰۳ هـ.ل تحصیلي کال د پسرلني سمستر منځنۍ ازموینې تر بشپړې څارنې لاندې پیل شوې.
د پوهنځي رئیس پوهنمل رفيع الله ،دپوهنځي دازموينې کميټې مشر ولي امام الفت د ازموینې صحنې ولیدلې او محصلینو ته يې دشفافيت ډاډ ورکړو.
فرهنګي کمېټه

02/04/2024

د فزيک درې تنو محصلينو هريو عزت الله ،عصمت الله او مصلح الدين د ډرون طياری دجوړولو پروژه په رسمې ډول د رياضي -فزيک ديپارتمنت له خوا داستاد پوهنمل اکرام الله وقار دمستقيمې لار ښوونې لاندې اخيستې وه ،پروژه تقريبأ تکمیل شوي او په لنډ وخت کې به پرواز ورکول شي.
فرهنګي کمېټه.
Nangarhar Medical Faculty.

Photos from Faculty of Science NU's post 31/03/2024

په1403/1/12 نېټه ادارې مجلس
د ساينس پوهنځي رئیس پوهنمل رفيع الله رفيع په مشرۍ د پوهنځي داستادانو او اداري کارکوونکوسره مجلس ترسره شو.چې د پوهنځي د علمي,ادارې او تدریسی چارو د بهبود لپاره پکي ګڼي پریکړي وشوي چي ډیر ژر به عملي شي .
همدارنګه دشته وسايلو څخه په عملي زده کړو کې په استفادي او دلابراتوارونو په تجهيز کولو زيات ټينګار وشو ترڅو ياده موضوع يو ځل بيا دتحصيلات عالي وزارت سره شريکه شي چې په اينده کې دغه دلابراتوارونو ستونزه حل شي.
فرهنګي کمېټه

Photos from Faculty of Science NU's post 12/03/2024

د مرمرو په ډبرو باندې د علمي څېړنې په موخه د فزيکي او ميخانيکي ازمايښتونو تر سره کيدل

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د جیولوجي او معدن څانګې اتم سمستر محصلانو د استاد پوهنیار ضیأالرحمن عالمي په لارښوونه د الفلاح پوهنتون ساختماني موادو ازمایښت لابراتوار کې د يادو ډبرو فزيکي او ميخانيکي ځانګړتياو ازمايښتونه ترسره شول

د انجنیرۍ پوهنځي رئیس، انجنیر الیاس خان رحیمي الفلاح پوهنتون ته د یادو محصلانو په راتګ خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنتون له شته اسانتیاوو څخه د خپلې ظرفیت لوړونې په موخه هر وخت ګټه اخیستلی شي.

یاد محصلان د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ اړوند، مرکیخېلو سیمې مرمرو ډبرو باندې د میخانیکي او فزیکي خواصو مطالعې په موخه علمي څېړنه ترسره کړه، چې په همدې موخې په خاطر یې د الفلاح پوهنتون ساختماني موادو ازمایښت لابراتوار څخه لیدنه ترسره او د لابراتوار تخنیکي مسؤل انجنیر محمد جعفر ملکزي ورته لاندې ازمایښتونو په عملي ډول ترسره کړل.

۱. د سولیدنې په مقابل کې د جغلو د مقاومت ازمایښت (Los Angeles test)
۲. د جغلو د مخصوصه وزن ازمایښت او محاسبه (Specific Gravity test)
۳. د ضربې په مقابل کې د جغلو د مقاومت ازمایښت (Impact Value test)
۴. د جغلو حجمي وزن ازمایښت او محاسبه کول (Unit Weight test)

Photos from Faculty of Science NU's post 11/03/2024

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي کېمیا ډیپارټمنټ زده کړیالانو ته د توصیفي تحلیلي کېمیا مضمون په عملي ساعتونو کې بېلابېلې الکټروکېمیاوي حجرې جوړې او د الکټروکېمیاوي حجرې په پوټنشیل باندې د غلظت اغیز د یاد ډیپارټمنټ استاد نامزد پوهنيار محراب ګل دیندار له لورې په تجربوي ډول وښودل شوه.
فرهنګي کميټه

24/01/2024

. د ساینس پوهنځي لرلید

ساینس پوهنځی غواړي د اغېزناکې رهبرۍ او تخصصي بشري ځواک په لرلو د ټولنې اړتياوو سره سم . د معياري تحصيلي خدماتو او علمي څېړنو په ترسره کولو د علم تولید او د هېواد هر اړخيزې دوامدارې پرمختیا په برخه کې د هیواد په کچه ځانگړی مقام خپل کړي.

ساینس پوهنځي ماموریت

ساینس پوهنځی د علم تولید معياري علمي څېړنې او لازمو مهارتونو په اساس د کار د بازار اړتیاوو ته په کتنې ټولنې ته د مسلکي او ژمنو کادرونو وړاندې کول خپل ماموریت گڼي، په دې توگه د هېواد په هر اړخيز ټیکاو او دوامداره پرمختيا کې اغیزناکه برخه اخلي.

Photos from Faculty of Science NU's post 10/01/2024

يادونه :يو بست دبيولوژي دی او يوبست دفزيک

Photos from Faculty of Science NU's post 20/12/2023

د ساینس پوهنځي بیولوژي ډيپارټمنټ محصلانو د ننګرهار زیتونو فابریکې ته د یاد ډيپارټمنټ استادانو تر لارښوونې لاندې علمي سیر درلود.

د فابريکې د مسؤلینو له خوا استادانو او محصلانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادې فابریکې د تاریخچې ، مساحت ، د زیتونو د پروسېس ظرفیت او اقتصادي لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شول.

وروسته د تخنيکي پرسونل/ انجینرانو له لورې د زیتونو د تیلو او اچارو د پروسېس په اړه معلومات ورکړل شول.
د زیتونو د تیلو او اچارو په پروسېس کې د کلیدي ماشینونو Deleafer
Hopper
Washer
Slicer
Malaxer
Filter
Separator
Decanter
څخه د پروسېس پر مهال لیدنه وشوه
یاد ماشینونه د زیتونو څخه د خاورو پاکولو ، تېږو، ساقو او پاڼو لرې کولو، وينځلو ، میده کولو ، فلټر کولو او د تیلو څخه د اوبو جلا کولو لپاره کارول کيږي.
تیل وروسته په Storage tanks کې زېرمه کيږي چې ورپسې یې بوتل بندي bottling او لېبل کول Labeling صورت نیسي. تر دې وروسته بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کيږي.

همدارنګه د یادې فابريکې اټوکلاو autoclave دستګاو ، د توکو د لېږد سېسټمونو ، د کېمیا او مایکروبیولوجي لابراتورونه څخه لیدنه وشوه.

د بیولوژي ډيپارټمنټ استادان او محصلان د ساینس پوهنځي ریاست ، د ننګرهار پوهنتون د مالي او ادري چارو معاونیت ، د ننګرهار پوهنتون ریاست ، د وادي کرنیز شرکت ریاست ، د زیتونو د فابريکې مسؤلینو او تخنیکي پرسونل څخه د زړه له کومې مننه کوي.

الله تعالی دې ټول په خپلو چارو کې بریالي او موفق لري.

Photos from Faculty of Science NU's post 20/12/2023

ممتازو محصلينو، المپيا رقابتي سيالی او د ټولګیو نماینده ګانو ستاينغونډه
د ساينس پوهنځي فرهنګي کمېټې د خپل پلان مطابق د سه شنبې په ورځ چې د ۱۴۰۲/۰۹/۲۸ نېټې سره سمون خوري د ممتازو محصلينو، المپيا رقابتي سیاليو او د ټولګیو نماینده ګانو لپاره د ساينس پوهنځي په تالار کې د هغوي د ستایلو په پار غونډه وکړه، ياده غونډه د قران کريم په تلاوت سره پيل شوه، د هغې څخه وروسته د ساینس پوهنځي مرستیال ښاغلي پوهندوی محمد جواد نيازي محصلينو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی لاتشویق کړه ترڅو په هر ډګر کې بریاوې خپلې کړي او همدارنګه نورو محصلینو ته چې پدې غونډه کې یې ګډون کړی وو هغوي هم دیته متوجه کړل ترڅو سالم رقابت وکړي او په راتلونکو کلونو کې د ممتاز محصلينو په صفت په خپل پوهنځي کې وځليږي. وروسته بيا ممتازو محصلينو ته دپوهنځي درئيس پوهنمل رفيع الله رفيع ، دپوهنځي دمختلفو څانګو امرينو او استادانو له خوا ستاینلیکونه ورکړل شوه ، غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسيده.

Photos from Faculty of Science NU's post 20/12/2023

د ساینس پوهنځي جیولوجي او معدن ډيپارټمنټ د څلورم ټولګي محصلينو ته د انجینری پوهنځي سېول څانګې په لاربراتوار کې محترم استاد پوهنیار ضیاءالرحمن عالمي تر لارښوونې لاندې د مرمرونو فزيکي او ميخانيکي ټسټونه ترسره شول.

1- د اوبو جذب Water Absorption
2- مخصوص وزن Specific Gravity
3- د اګريګاتونو سوليدنه Los Angeles test
4-يو محوره مقاومت Uniaxial Compressive Strength

د ساینس پوهنځي رهبري ، د جیولوجي او معدن ډيپارټمنټ استادان او محصلین د انجينرۍ پوهنځي له قدرمنې رهبرۍ، د سېول ډيپارټمنټ استادانو او لابرانت محترم انجينر خالد څخه مننه کوي چې له دوی سره یې په علمي ډګر کې همکاري کړې.

Photos from Faculty of Science NU's post 19/12/2023

د بيولوژي څانګې دريم ټولګي محصلينو ته د انسان د وينې ګروپونو تشخيص او پېژندنې تجربه محترم استاد پوهنمل الله نظر عاطف تر لارښوونې لاندې ترسره شوه:
ياده تجربه په عملي بڼه په ګروپي او بيا د هر محصل لخوا په انفرادي توګه تکرار شوه.
د وينې ګروپ معلومول هر کس لپاره يو اړين کار دی تر څو په بېړنيو حالاتو کې د وينې انتقال Blood transfusion په برخه کې له ستونزو سره مخ نشي او د اړتيا په صورت کې په خوندي او ډاډمنه توګه نورو کسانو ته وينه ورکړي يا يې ترې واخلي.

Photos from Faculty of Science NU's post 13/12/2023

د کېمیا ډیپارټمنټ زده کړیالانو ته د توصیفي تحلیلي کېمیا مضمون په عملي ساعتونو کې د انتخابي يا مسلسل رسوبونو Selective precipitation اړوند ټیسټونه د یاد ډیپارټمنټ استاد پوهنيار محراب ګل دیندار له لورې تر سره شول.
نوموړی ټيسټ په کروماتوګرافۍ ، د محلول څخه د بېلابېلو ایونونو په جلا کولو ، د سلفایډ په وسیله د دریم تحلیلي ګروپ کتیونونو څخه د دوهم تحلیلي ګروپ کتیونونو بیلولو او په ټوله کې د محلول څخه د Hydroxide ، Carbonate ، Chloride... په ډول د مختلفو ایونونو بیلولو لپاره کارول کیږي.
اړین وسايل او مواد:
1- Silver nitrate solution AgNO3 (aq)
2- Potassium chromate solution K2CrO4 (aq)
3- Potassium chloride solution KCl (aq)
4- test tube
5- Dropper

Photos from Faculty of Science NU's post 10/12/2023

د ساینس پوهنځي په اوبو کې د کلورایډ ایون اندازه معلومولو تجربه داستاد محراب ګل ديندار له خوا محصلينو ته ترسره شوه.
اړین وسايل او مواد :
1- Potassium chromate solution (K2CrO4)
2- Silver nitrate solution (AgNO3)
3- Measuring cylinder
4- Dropper
5- Conical flask
6- Burette
7- Stand
8- Funnel
9- Magnetic stirrer
نتیجه:
د ساینس پوهنځي د اوبو په هر لیټر کې 0.0615g ګرامه (0.0615g/L) د کلورایډ ایونونه شتون لري.

Photos from Faculty of Science NU's post 10/12/2023

د بيولوژي ديپارتمنت محصلينو ته په عملي ميکروبيولوژي مضمون کې د کتلاز Catalase ټسټ د محترم استاد پوهنمل الله نظر عاطف تر لارښوونې لاندې ترسره شو:
په لابراتوارونو کې د ياد ټسټ پواسطه باکترياوې تشخيص او پېژندل کېږي کوم چې د ناروغانو په اغېزمنه درملنه کې ځانګړی ارزښت لري.
نوموړې تجربه په عملي بڼه د محصلينو لخوا په ګروپي توګه هم تکرار شوه.

07/12/2023

د ننگرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د جیولوجي او کانونو څانګه خپل علمي او فرهنګي کړاوونو په لړ کې دا ځل د محصلینو علمي او مسلکي وړتیا د لوړولو په موخه درې ورځني عملي ورکشاف غونډه ترسره کړي.

📝 د‌ ورکشاف اساسي موضوعات:
👈 د مونوګراف او د د څېړنيزو راپورونو جوړښت او ادبیات
👈 د مونوګراف د ترتیب او چمتو کولو کړن لارې.
👈 په علمي منابعو کې د اخذ لیکونو د مدیریت طریقه
📝 د ګدون شراېط :
📎 د ساینس پوهنځي د جیولوجي او کانونو څانګې محصل او فارغین
📎 د څلورم صنف محصل ( اووم سمستر )
📎 دیپلوم لیکونکي محصلین ( نهم سمستر)
📅 نېته : یکشنبه 19 قوس
⏰ وخت : سهار 8:30
📍ځای : دساینس پوهنځي تالار

***

به ادامه فعالیت های علمی و فرهنگی دیپارتمنت جیولوجی و معدن پوهنځی ساینس پوهنتون ننگرهار این بار کارگاه سه روزه ی را جهت افزایش مهارت های علمی و مسلکی محصلین خود بر گزار می کند .

📝 محور های اساسی این کارگاه :
👈 ادبیات و ساختار پایان نامه ها و گزارش های علمی تحقیقی
👈 روش طرح و آماده سازی پایان نامه
👈 مدیریت منابع علمی در پایان نامه و گرازش های علمی

📝 شرایط اشتراک:
📎 محصل دیپارتمنت جیولوجی و معدن پوهنځی ساینس
📎 محصل برحال صنف چهارم ( سمستر هفتم )
📎 و محصلین دیپلوم نویس ( سمستر نهم )

📅 تاریخ : شنبه 19 قوس
⏰ زمان : 8:30 صبح
📍مکان : تالار پوهنځی ساینس پوهنتون ننگرهار

ننګرهار پوهنتون دجيولوجي او کانونو څانګه
Faculty of Science NU
Khairuddin Rasikh

Photos from Faculty of Science NU's post 04/12/2023

د ساينس پوهنځي بيولوژي دیپارټمنټ محصلينو ته د ميکروبيولوژي مضمون اړوند ګرام تلوين Gram staining تجربه ترسره شوه:
په ياده تجربه کې د ناروغانو لابراتواري نمونې تر مطالعې لاندې ونيول شوې کوم چې په کلچرمېډیا کې ورڅخه ميکروبونه تجريد شوي وه -
له کلچر پلېټونو څخه سلايډونه تهيه او بيا يې د ګرام په طريقه رنګ اميزي او ميکروسکوپي ترسره شوه.
د ګرام تلوين په طريقه ګرام مثبت او ګرام منفي باکترياوې يو له بل څخه جلا او شکل يې مشخص کيږي.
ګرام تلوين د پاتوجنيک باکترياو په تشخيص کې ځانګړی ارزښت لري چې په مرسته يې کولای شو د بېلا بېلو پاتوجنيک او غېری پاتوجنيک باکترياو لومړنی اساسي پېزندنه ترسره کړو.

Photos from Faculty of Science NU's post 02/12/2023

د بيولوژي څانګې محصلينو ته په اوبو کې د ماشو د لارواو تشخيص او پېژندنې تجربه د محترم استاد پوهنمل الله نظر عاطف تر لارښوونې لاندې ترسره شوه:

د محصلينو لخوا بيولوژي لابراتوار ته د ځنډنیو ولاړو اوبو او خوسا شويو ډنډونو بېلا بېلې نمونې را وړل شوې وې کوم چې هستوګنځايونو ته څېرمه يې موقعيت درلود.
يادې نمونې په لابراتوار کې تشخيص او د ناروغيو په انتقال کې د ماشو رول, کنترول او مخنيوی روښانه شو.
د يو شمېر ناروغيو ناقلين ماشي دي چې يادې ناروغی د Mosquito born diseases په نوم ياديږي لکه ملاريا, ډينګي تبه, زيکا او چیکونگونیا,...ناروغی.
هستوګنځايونه ته د څېرمه ولاړو اوبو او خوسا ډنډونو ختمول, همدارنګه يادو ولاړو اوبو ته صابوني او شامپو لرونکي اوبو او حشره وژونکو درملو علاوه کول د ماشو د لارواو په لمنځه وړلو او ناروغيو مخنيوي کې اغېزمن تمامېدای شي.

Photos from Faculty of Science NU's post 29/11/2023

د بيولوژي څانګې دريم ټولګي محصلينو ته د ميکروبيولوژي مضمون
اړوند د نارمل سالين Normal Saline جوړولو تجربه د محترم استاد پوهنمل الله نظر عاطف تر لارښوونې لاندې ترسره شوه:
نارملين سالين محلول د ايزوتونيک حالت او ضدعفوني خواصو په درلودلو سره په طبابت او لايف ساينس کې د استعمال ډېری موارد او ځانګړی ارزښت لري.

Photos from Faculty of Science NU's post 25/11/2023

د ساينس پوهنځي بيولوژي لابراتوار ته د بيولوژي څانګې، دريم ټولګي محصلينو او د يادې څانګې استادانو په مالي او ځاني مرسته له پاکستان هېواد او پېښور پوهنتون، ميکروبيولوژي - بايوټکنالوژي ډيپارټمنټ څخه لاندې لابراتواري مواد راوړل شوه.

1. د ګرام تلوين ټسټ لپاره مکمل کېټ( کرستال ويوليټ، لوګول ايوډين، ډيکلورايزر ، سفرانين).
2. د باکترياو بېلا بېل تيار شوي کلچر پلېټونه
3. په کيمياوي موادو کې د غيري فقاريه حيواناتو تهيه شوي نمونې
4. د محصلينو د عملي مشاهدې لپاره تهيه شوي فېکس سلايډونه
5. د باکترياو کلچر لپاره فلزي لوپونه (فيلدو پلاتين)
6. فارملين
7. طبي ايتايل الکول
8. ایمرشن آیل
له يادو لابراتواري موادو څخه به د محصلينو عملي زده کړو لپاره اغېزمنه ګټه واخېستل شي.

Photos from Faculty of Science NU's post 29/10/2023

نن یکشنبه چې د ۱۴۰۲/۸/۷ نېټې سره سمون خوري د ننګرهار پوهنتون په روان ټورنمنټ کې دساینس پوهنځي کرکټ ټیم پدې وتوانېدو چې دکمپیوتر ساینس پوهنځي دکرکټ ټیم څخه لوبه وګټي او د ياد ټورنمنټ نیمه پای لوبې (سیمی فاینل) ته لاره پیدا کړي.

Photos from Faculty of Science NU's post 29/10/2023

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي نن یک شنبه چې د۱۴۰۲/۸/۷ نېټې سره سمون خورې د اول صنفونو د لا تشویق لپاره یو رقابتی امتحان (اولمپيا) په لاره واچولو. پدې ازموینه کې به لس جګو نمرو وړونکو ته جوایز او ستاینلیکونه ورکړل شي.

19/10/2023

د ننگرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د جیولوجی او کانونو څانګې محصلینو د خپلو لاسته راوړنو په لړ کې دا ځل ددی څانګې فارغو محصلینو دریمه علمي او څیړنیزه مقاله په نړیوال ژورنال کې خپریدل یې ټولو متعهدو استادانو ، هڅانده او زيار کښو محصلينو ته په ځانګړې توګه ؛ حامد حسن ظهیر، عثمان امین، عبدالحق صالح، احمد فهام باوري ، صفی الله نورزي ، الفت الله نوري او شعيب نادري ته مبارکي وایي او له رب ذولجلال څخه ټولو محصلینو ته د لا ډیرو لاسته راوړنو غوښتنه کوي .

په درنښت
ساینس پوهنځی جیولوجی او کانونو څانګه

Nangarhar University Students"

19/10/2023

د ننگرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د جیولوجی او کانونو څانګه خپل علمي او فرهنګی کړاوونو په لړ کې دا ځل د محصلینو علمي او مسلکي وړتیا د لوړو په موخه یوه معلوماتي او عملي د پرېزينټیش غونډه ترسره کړی.

د‌ عونډې اساسی موضوعات
• څېړنیز پروپوزل لیکنه
• کور لیتر لیکنه
• د انګیزه لیک برابرولو طریقه
• مصنوعی زیرکتیا
• د څېړنیزي مقالې مواثر شکل لوستلو طریقې
• په تحصيلې او کاری فرصتونو کې د نوم لیکنې صحیح طریقې

د ګدون شرایط
• د ساینس پوهنځي د جیولوجی او کانونو څانګې محصل او فارغین
• د څلورم صنف محصل ( اووم سمستر )
• دیپلوم لیکونکې محصلین ( نهم سمستر)
نیته : شنبه 29 تله
وخت : سهار 8:30
ځای : دساینس پوهنځی تالار

******
به ادامه فعالیت های علمی و فرهنگی دیپارتمنت جیولوجی و معدن پوهنځی ساینس پوهنتون ننگرهار این بار ارایه معلوماتی و کاربردی را جهت افزایش مهارت های علمی و مسلکی محصلین خود بر گزار می کند .

محور های اساسی این ارایه :
• نحوه نگارش پروپوزل های تحقیقی
• نگارش کور لیتر
• نگارش انگیزه نامه
• معرفی هوش مصنوعی
• روش های مواثر مطالعه مقاله های علمی
• شیوه درست ثبت نام برنامه های تحصیلی و فرصت های شغلی

شرایط اشتراک
• محصل دیپارتمنت جیولوجی و معدن پوهنځی ساینس
• محصل برحال صنف چهارم ( سمستر هفتم )
• و محصلین دیپلوم نویس ( سمستر نهم )

تاریخ : شنبه 29 میزان
زمان : 8:30 صبح
مکان : تالار پوهنځی ساینس پوهنتون ننگرهار

بورد نشراتی دیپارتمنت
Faculty of Science NU
Nangarhar University Students"
Nangarhar University

19/10/2023

دجيولوجې معادن څانګې دفارغو محصلينو درېيمه مقاله هم نړۍ وال ژورنال کې خپره شوه
دساينس پوهنځي رهبرې ټولو ته مبارکي وايې او لاپرمختګ ورته دالله جل جلاله څخه غواړي.

Photos from Faculty of Science NU's post 09/10/2023

ساينس پوهنځي ته په ۱۴۰۲ هجرې شمسی کال کې رامعرفي شویو محصلانو لپاره د ورنټيشن او ښه راغلاست غونډه ددي پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.غونډه د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو تلاوت سره پیل شوه، د پوهنځي رئيس پوهنمل رفيع الله رفيع نويو محصلانو ته ښه راغلاست وويلو ، د پوهنځي مرستیال پوهندوی محمد جواد نيازي محصلان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل، ورپسي فرهنګي کميټې مشر پوهنيار نورمل سمندري دپوهنتون،نظم ديسپلين ، اوچاپيريال ، پوهنمل نور زمان باوري دکریکولم اړوند او پوهنيار ضيأالرحمن عالمي دتضمين کيفيت په باره کې معلومات ورکړه.

05/10/2023

د بایومتریک معلوماتو د ثبت خبرتیا!
د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د ماسترۍ برنامو کانکور ازموینې ټولو محترمو کاندیدانو ته خبر ورکول کېږي، چې د بایومتریک معلوماتو د ثبت لپاره دې سبا ورځ (پنجشنبه) چې د تلې د ۱۳ مې نېټې سره برابره ده، ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ته راشي.
ادرس: کرنې پوهنځی
وخت: د سهار له ۸ بجو د مازیګر تر ۴ بجو پورې
یادښت: د بایومتریک معلوماتو د ثبت پر مهال د تذکرې اصل او یا پاسپورت له ځان سره ولرئ.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي څخه د فارغ محصلانو شهرت او د دندې په اړه معلومات 03/10/2023

ننګرهار پوهنتون دساينس پوهنځي ټول هغه فارغان چې وظيفه لري هيله ترې کوو چې لاند‌ې ګوګل فورم ډک کړي تر څو موږ ته معلوم شې چې څومره ټولنې ته مؤثر تمام شوي
درنښت

د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي څخه د فارغ محصلانو شهرت او د دندې په اړه معلومات

Telephone

Website