Sta Lewanoo
Sta Lewanoo
Admin | Sawar Ahmad
ستا نه مې زړه صبر کړو
ستا هغه رضا ؤشوه
- 💔
که د خـوند عُمر یادئ نو دغه دیارلـس
دا باقې خو د نشو په سر مې تیر کو
آخـرې چیټه مې ختمه کړه رانغلي
انـتظار وو د خپو په سر مې تـیر کړو
- ♥️
ته ځان لهٔ زړه ولې خورې
زه ستانه نه یم خفه
که خدائ پوره نکړې نو
ارمانه نه یم خفه
- ♥️
Yaw rogh zrra me da kali na
tar khaar rawri wo
— 💔
په ما دې لرې د زړه ور پریښودو
اوس دې په دې لورې چکر پریښودو
- ♥️
خپلې مور خو می دعا راته کولې
چاکه هر څومره خیرې راته کولې
زه به ستا د کور نوکره وم جلاله
تا به خپلې یارانې راته کولې
- ♥️
دوي دې سپوږمۍ ته لاړ شي لمر ته لاړ شي
مونږه همدلته ښه يو ځمکه ښه ده
- ♥️
پۀ یو روان نظر ئې ولوســتمه
جـانان ته څومـره مختصر پاتې یم
تۀ نوے کال ئې، پۀ خپل وخت به راځې
زۀ څو مـاښــامه دسمبر پاتې یـم
- ♥️
پریږده یاره مونږ به چا چا پسې ګرځو
د دنیا چې څه په زړه دنیا دې واي
- ♥️
شاه سعود
تـه روان شــوې مازدیګــره
زه یـــم پاتې ماښامـي تـه!
- 💔
خاښ د زلفو یی پخپله خُدائے راټیټ کو
ګني زه د یار تر قد پوري کوتاه یمه
- ♥️
زمونـږه غم ګرانی ډیر کم دے
ما دہ دنیا دہ خلقو اولــیدل غمونه
- ♥️
خرڅوم د خپلې برخي ټوله زمکه
يوه مسته ميکده ورباندي اخلم
- ♥️
دا نیمګړې زندګي هم نیمه ده او نیمه نده
زه پرهیز کولی نشم مانه نه کیږي پالونه
د چا زړه ساتلی نشي د مرمرو قلاګانې
د چا سر ساتلی نشي د سیمټو دیوالونه
- ♥️
شاه سعود
وس مې نشتہ په شیشو کې
ستــا د لہ سینــگار ولو
ستا جمــال د شتامَنی دی
زه یې خیال ســاتلی نشم
په نیستۍ بدرنگہ کیږي
زه سنــبال ساتلی نشم
ستا ژورې تورې ستــــرگې
لـکه ســل سمندرونـہ
زه سنبـال ســــاتلی نشم
ستا د زُلفـو کږلیچونـہ
- ♥️
یو سړي باندې غم زیات شو
خداے دې وبخښي وفات شو
د ړندې ښېره رښتیا شوه
سر ئې وخوړو میرات شو
د غربت یو څو سپېړو
مسلمان کړو، د جمات شو
هغه صرف چې زما ؤ
د هر چا شو شاملات شو
یخ د ګورو زلفو سیورے
اخ مردان راباندې سوات شو
هر ښۀ کار د نوم د پاره
هر ښۀ کار د خان خېرات شو
هېڅ شے قات نۀ شو افتابه!
خو چې قات شو ملاقات شو
- ♥️
افتاب ګلبڼ
ستا د دیدن پۀ شان مو ځاے د رزق نۀ دے معلوم
مونږ ورته یو ځاے کله بل ځاے پۀ زړۀ مات ولاړ یو
- ♥️
لحـــــــاظ
قـــربان شمه
لوګی شـــــم
ما د خـپلو ستـرګو تـور کړه
- ♥️
یو آډمین پکار دي
چې ښه انتخاب شعرونه پوسټ کئ
- ♥️
چې سبا ته شوه خبره،
بې ثَبـاته شوه خبره
دنیا هسې هم فاني ده، بیابه یم او یا به نه یم
هره شپه توبه کومه،
هره شپه په زړه کې وایم
دا شیبه مې آخري ده، بیابه یم او یا به نه یم
چې زړه درز کړي راته وايي،
در نـه لاړمه سعـوده!
هره ساه بې باوري ده، بیابه یم او یا به نه یم
- ♥️
نه ګله، که ستا د مخ رڼا نه وه!
فکر مې اسمان ته رسېدی نه شو
~ صاحب شاه صابر
ګــــودر دے
مازیګــر دے
ھُم په نښــه زما زړه دي
- ♥️
ته خو څه سېګرټ او روپۍ نۀ یې له ما ورکه
تا پسې هم ګوتې په جېبونو کې وهم
- 💔
ژوند لَکه لوبه د تَاش، پَتې يې ټولې پټے
چا يکّه واړؤله او چا غلام واړوو
لار مو يوه ده منم خو، مزل بل شانې دے
ما درته ګام ایسار کړو، تا رانه ګام واړوو
ممتازه دروند کاڼے وو هر ځل يې ستړے کړمه
که مې سحر واړوو که مې ماښام واړوو
- ♥️
ممتاز
اندیښنې لکه د زلفو راخورې دي
ول په ول ریاضتونه دي او زه یم
ژوند لحظه، لحظه کول غواړي ممتازه
پل په پل ریاضتونه دي او زه یم
- ♥️
اوويه په چا مې زړه بیللې دي
اوکنه پتا مې زړه بیللې دي
هرځلې دروغ ویلې نشمه
دا ځلې ریښتیا مې زړه بیللې دي
پټ پټ غلې غلې درته ګورمه
څومره په غلا مې زړه بیللې دي
وچبچه غصه شه شونډې اوچیچه
نو ستا په دې ادا مې زړه بیللې دي
بیا د غنمرنګو چم ته تلې اوم
یه عزیزه بیا مې زړه بیللې دي
- ♥️
عزیز مانیروال
ته هم د یو ستوری هومره اوخانده
یه ظالمه ما درته اسمان اووې
- ♥️
اندېش
فرهاده! زندګي د غړېــدلو ستـــرګو خـوب دی
فرهاه! چا د باد پۀ اوږو ايښي دي ســــــــرونه
فرهاده! بس ګلاب ګلاب خوبونه مو سينو کې
فرهاده! نۀ شيرينه ده زمونږ، نۀ جنتــــــــــونه
فرهاده! د خپل ځان او د دنيا منځ کې ولاړ يو
فرهاده! ارمانـــــــونه مـو د زاڼــــــــو قطارونه
- ♥️
ریاض تسنیم
فرهاده ! زندګې د غړیدلو سترګو خوب دي
- ♥️
ما لا د زړۀ خـبره کړې نۀ وه
ته رانه پاڅېدې حيران شوې لاړې
- 💔
سترګو ورک کړې به ورک ګرځي
نیستې وَرک کړی سَبا ګوره رابه شینه
- 🌸
جار يې له فرهاد، فرهـاد يـادونو شـم
راشي د چُوپتیـا راتـه غَـر اوسپړي
څه خـو يې خبرې دي خـوږې خوږې
څـه نازكه خوله پـه هـنر اوسپړي
سـتا د لـېونـې خـبرې څـه دي خـو!
خوله لکـه ورغلې پـرهر اوسپړي
- ♥️
Be latana ba teregi
Pa asana ba teregi
Zindagi laka hawa da
Aw rawana ba teregi
- ♥️
یـوې پېغلې خپلې مور ته پرون اوې
زما څه دي؟ دا چې هر څه د لالا دي
- 💔
زړګـیه پـس له دې به ورتـه وایـمه دروغ
رښتیا خو دَ پې مـخونه رنـګونه تخــتوي
- ♥️
ډاکټر اسرار
تا راکړې وې دوه سترګې
د مخونو ښکار کې توي شوې
دغه دواړه ځوانیمرګې
- ♥️
یوه ته له مانه لوړه لکه لاره
نور به زه لکه د غر وم وخت یې کیږي
یو زړه شان دروازه منځ کې ولاړه
ته دننه زه بهر وم وخت یې کیږي
- ♥️
تۀ وائې چې ځان مړ کړه؟ جو راوګوره چې مړشم
ستا سترګو ته کاتۀ خو بس تیاره خودکشي ده
- ♥️
ستا غیږه کښې ځاې شوې یم لالیـه
زه د دې جنت مالک شومه، نواب شـــوم
یــو سړي ته ځیر ځیر ګورمه ممتـازه
لاړم ډوبـو در یابـونـو کښې غـرقاب شوم
- 🌸
ساه مې راماته، رش دي، خلق په اوږو وهــمه
یو کس مې ستا غوندې لیدلے دے روان یم پسې
- ♥️
د سفر پیټی مو سپک نه شو تسنیمه!
زنــدګې رالۀ ملاګانـې راکږې کړې
- ♥️
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Address
Opening Hours
Friday | 06:00 - 12:00 |
Sunday | 18:00 - 12:00 |