Ahrar's arts
Sketch artist
باچا خان بابا
دروېشه خدا مسته ! د حدونو حد هم شته دے؟
وئېل ئې ، د حدونو حد نه اخوا ته هم څۀ دى
ریاض تسنیم
زه هغه ښاخ چې پاڼه پاڼه رانه ورژيده
زه هغه باد چې د اوربل په لاره غلے تېر شوم
تسنيم
دلته امیدونه نړیدلي دي
ژوند په دې ټولنه کې وچ شوی دی
خپل آوازونه خورمه دومره وګې شوى يمه.
راپسى ور له هغه خوا نه د زندان خلاص کړه
باقر
Ahrar's arts
چې نشه شمه د خپله ځانه ؤځم
لکه وځى چې تنزرې د پنجرې نه
مست زړګې د غمه دا رنګه اوچت شى
لکه پورته سر کړى ګل د اديرې نه
دروند وجود مجبوره تن مکان کښې پريږدم
او د خيال په ښاپيرئ باندې شم سور
د اوؤم آسمان په سيل ئې کړم روان
لټوم د ژوند چينه د رڼا کور
د ساقى خمار سرور م پکار نه شو
دا زه ګورم د خپل خيال نيلى له لار
دا د ده د رنګينه وجود خوراک دې
دا مستئ مينه او حسن او دلدار
دا چې زه د جانان سترګې ښکلومه
دا چمکئ ده له ورکومه د رفتار
د شفق د سرو ډکوم ځان له جامونه
دا چې سترګې سرې کومه په خمار
څه په عيش دې ژوندون تير که ملاجانه
د تلاش د سوزيدو نه خبر نه شوې
عبادت سره تلې حورې غلمان
د ارمان خاورې کيدو نه خبر نه شوې
لکه شمع ويلې نه شوې د خپل اوره
خوږه اوڅکه شوې شراب او خمار نه شوې
مست زړګى د واک وانغشت د شعوره
د بهار خزان زبلې ګلزار نه شوې
ژوند ئې حلاص تالاش ئې حلاص شو ليونى هم
ستړې سر ګور له په خپلو پاپو يوړه
لکه ګل ئې ساعت رنګ جهان ته اوښود
لکه سيند درياب له خپلو چپو يو ړه
Ahrar's arts
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the museum
Telephone
Website
Address
Mingora