Subghat Khan
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Subghat Khan, Digital creator, .
دا انځور پر فېسبوک ډېر ګرځي خو له اصلي کيسې يې ډېری نه دي خبر، څوک وايي موږ امن پرست خلګ يو خو جنګ تل پر موږ ټپل شوی دی. بل ليکلي چې کاش کتابونو ته دې پخوا پام شوی وای...
اصلي کيسه:
دا انځور کاناډايي جرنليسټ کيرن هینډريکس اخيستی او په اړه يې داسې وايي:
"ورته ومې ويل، ولي د انجنرۍ کتاب ګورې؟ په لږ شرمناک انداز يې راته وکتل، ويل يې د خوست پوهنتون د انجنرۍ له پوهنځي فارغ يم."
نظر:
زموږ بدبختي دا نه ده چې کتابونه مو نه دي لوستي، زموږ بدبختي دا ده چې کتابونه مو له متشددو ادبياتو ډک دي او پوهنتونونه مو د روښانو افکارو د توليدولو وړتيا نه لري.
موږ مخکې تر دې چې خلګ تعليم ته وهڅوو بايد د خپل تعليمي سيسټم پر انساني کولو غور وکړو.
ممکن دا اوس هم د پوهنتونونو داسې محصلان وي چې د ځاندربۍ ارمان يې نيمګړی پاته وي او اوس له داعش او نورو نويو ترهګرو ډلو سره پر يو ځای کېدو غور کوي.
Promotion of Homosexuality in Pakistan
Global Warming and its Causes Explained.
How a fragile, ineffective and non-uniform education system leads to destruction of a nation
NEO-colonialism