Emal Pasarly
د تورخم دروازې عمومي قوماندان
کله چې سخته ورځ درباندې راشي نو د ډېرو خلکو اصلې څېرې به ووینې او د ډېرو په منافقت او دوه مخيتوب به پوه شې!!
وخت ورو ورو هر څه درښيي\درزده کوي.
دوخت ياران لکه بنګـــــــــــړي د ليلا
چى زور پرې راشي نو دانه وانه شي
د ګیله من وزیر شهادت ډير سخت وځورولم الله ج دې یې کورنی او ټولو خواخوږو ته د زړه صبر ورکړی
د همسایه لپاره د هم چراغ وغواړه، کنه هېڅکله به هم ستا کور رڼا نه شي...!
ځینې خلک چې سهار ویښ شي ټوله ورځ ستونزې، درد، غم... ګالي، بیګا بیا ستړي ویده کیږي...!
ژباړه ـ
نن د جمعې مبارکه شپه ده زما ځوانيمرګ ورور په دعاګانو کې یاد ساتي غم دې ډير ډير دروند دی الله دې شهادت قبول کړه الله متعال ذات دې درته د ځواني آجرونه درکړي شهيد ورورکه😭
لوي رب العالمين دې درته جنت الفردوس نصيب کړي موژ کورنی دوستانو او خواږوو ته صبری جمیل..😭🤲
روح دې ښاد ياد دې تل
پر ګور دې نور
ومې ویل: ډارېږم چې دا تور وېښتان مې ستا په شان سپین نه شي.
موسکۍ شوه او ویې ویل: سپین وېښتان څه ډار نه لري؛ د ژوند له هغې هیلې وډاره شه چې په ځوانۍ وېښتان سپینوي.
هره خوا چې د رڼا په تمه لاړم
خواره شوي وو ډېوو لاندې دامونه
د بې وسو خلکو #آه دې درپسې شي
خدای دې دغسې بې کوره کړه دوښمنه
😥
یاهووووووووووووووووو
همدا مو نړیوال جام و، عالي لوبه وه عالي، بیخي له تصوره ورپورته.
ګربز، ابراهیم، رحمت او حشمت ټولو عالي بېټینګ وکړ. او په بالېنګ کې نور کوه نور و.
پاکستان ته ماته دې ټولو افغانانو او د افغانستان مینه والو ته مبارکه وي.
ځینې خلک باید ونه بښل شي، څو پوه شي چې هره تېروتنه څومره تاوان لري.
ژباړه
هرات مې په غم دې غمجن یو...😥😥😥
دزلزلې شهیدانوته داللهﷻ له دربارڅخه جنت الفردوس اوټپیانوته بشپړه روغتیاغواړم
خیانت یو ډول تېری دی، چې ډېری خلک د خلکو په روح، احساس او باور تېری کوي.
یو وکیل وایې:
ما شپیتۀ کاله وکالت وکړ، ډېرې لانجې/دعوې د هغه چا تر منځ وې چې پۀ یو بل یې ډېر باور کړی ؤ.
د هېچا اوښکې بې ارزښته مه ګڼئ؛ د چا چې درد او غم تر اندازې زیات شي، اوښکې ترې جوړېږي.
په چین کې ۴۰۰۰ کاله پخوانی اسکلټ موندل شوی دی، ویل کیږي دا اسکلټ د یوې مور دی چې هڅه یې کوله د زلزلې په وخت کې خپل ماشوم له لاندې کېدو وژغوري خو له بدمرغه چې زلزلې دواړه لاندې کړي دي.
منم چې
مرګ د ژوند یوه برخه ده!
خو بیا هم له مرګ څخه سخت وېریږم،
وېریږم چې هسې نه
له مرګ وروسته بیا هم کارګر وم.
سابیر هاکا
په نصیب زموږ د خوارو برخه شوې ویر ژړا ده!!
Tears roll down 😭
سړی خفه شي 🥲
بس چې لاړ بيا مو کرکيټ کې ښه ورځ ونه ليده...
موژ د نړی تر ټولو بهترين کپتان په ډيرو ښکنځلو د نړيوال جام په نيمايي کې استعفا ته اړ کړ او هغه په ژړا ژړا د نړيوال جام سخه لاړ موژ د اصغر افغان آزار وهلي يو ښه ورځ به ونه وينو زه حيران يم موږ د نړي تر ټولو خطرناک سپين بال لرو د نړی په سطحه ښه توپونکي لرو بيا هم پنځه لوبې سر په سر بايلو کاش داسې لوبډله مو د اصغر افغان په وخت کې درلودای آيا زموژ سخه به چا سيريز آسيا کپ او نړيوال کپ داسې آسانه ګټلی وای؟
د لاټرۍ واده یو هغه دود دی چي افغانانو د کلتور په نوم حاکم کړی ، دا عیب ګڼي چي یو ځوان خپله ښځه وویني ، بس په پټو سترګو یې ورته را واده کړي بیا که خوښه وه کنه ، دی مجبوره دی دا تریخ ژوند به ورسره تېروې ، ځکه طلاق هم زموږ په ټولنه عیب کار دی .
ولي پلار تر خپل شرعي حدودو تېر سي د خپل زوی ژوند ورته تباه کړي ، دا خو د یوې ورځي سودا نده ، د ټول عمر سفر دی .
اسلام اجازه ورکړې هلک او انجلۍ ته چي په خوښه واده وکړي او شرعي یو بل سره وویني.
د دې معنا دا نده چي د دې کار څخه فسق ناروا جوړ سي ، نه هم دا معنا لري چي هره ښځه ، او هلک که خراپ خلک وه هم سره خوښ کړي او واده وکړي ، بلکي شریعت د حیاء او عفت په چوکاټ کي دا اجازه ورکړې ده .
بشیر احمد الحنفي
په جنت کي لومړنۍ شېبې به خورا په زړه پوري وي..
1- کله چي د جنت ويالې، ماڼۍ، مېوې، خيمې، سره زر، ملغلري او ورېښم وينو.
2- کله چي موږ د هغو خپلوانو او عزیزانو سره ووینو، چې ډېر د مخه وفات سوي او زموږ له سترګو غائب سوي وه.
3- کله چي صالح زوی له خپلي مور سره ملاقات کوي، بوډا پلار له خپلي لور سره ګوري، مور او پلار د خپل کوچني/ ځوان وفات سوي زوی سره يو ځای کېږي.
4- کله چي موږ ووینو، چي ناروغ روغ سوی، غمجن خوشحاله سوی، بوډا ښکلی ځوان او بوډۍ ښکلې پېغله ګرځېدلې.
5- کله چي موږ له انبياوو سره ملاقات کوو، صحابه کرامو ته سلام اچوو، د ملت له علماوو سره اشنا کېږو، د امت مج.ـاهديـن او شهيدان وينو، پرښتې په خپلو سترګو وينو
او موږ ته وويل سي: دغه ابوبکر -ضي الله عنه- دی، هغه را روان عمر -رضي الله عنه- او د تر هغي وني لاندي ناست خالد ابن ولید -ضي الله عنه- دی،
په دې وخت کي یو خوږ ږغ واورو، ټول نارې کړي، ووايي:
دا د خدای ﷻ پیغمبر داود -علیه السلام- دی
او کله چي د بلال - رضي الله عنه- د اذان د خواږه ږغ په تعقيب زموږ او ستاسو خوږ او ښکلی مهربان پېغمبر رسول الله -صلی الله علیه وسلم- را ښکاره سي.
سبحان الله!
6- کله چي موږ اصحاب اخدود، اصحاب کهف او د نورو پېغمبرانو او امتونو دېدار وکړو.
7- کله چي ابو هريره -رضي الله عنه- حديث راته روايت کړي، ابن عباس -رضي الله عنهما- ايت راته تفسير کړي او ابن مسعود -رضي الله عنه- قران کريم راته تلاوت وکړي .
,8- سبحان الله! کله چې موږ د خپل خالق او پروردګار مهربان الله ﷻ په دېدار مشرف سو، چي زموږ او د هغه په منځ کې هیڅ پرده نه وي!
د جنت لومړۍ شېبې او لومړی سهار به څومره ښکلی وي، کله چې تکلیف او ستړیا نور د تل لپاره ختمه سوې وي، غمونه او اندېښنې، خفګانونه او پرېشانۍ، نفرتونه او بدبينۍ، جنګونه او خوارۍ، فقر او لوږه، وهم او وېره، بغض او کېنه، حسد او فرېب او حتی ناروغي او مرګ، فراق او بیلتون او .... دا هر څه د همېش لپاره له منځه تللي وي،
هيڅ وسايلو، درملو او... ته اړتيا نه وي، نو اوس ته ووایه د جنت لومړنۍ شېبې به څنګه وي؟!
اې مهربان او کريم ذاتهﷻ! موږ ټول مسلمانان د جنتیانو له جملې څخه کړه .. ❤
ژوند دوام لري....
یوه ورځ به داسې راځي چې د ناهیلۍ او ناامیدۍ په اوج کې وئ او له ځان سره به وایئ «هېڅکله به مې هم حالت ښه نه شي».
دې وخت کې به د له ژوند او خلکو د ګیله کیږي، ستړی به وې، خسته به وې، روح به د نارامه وي، په نا خبره به زړه بدیږي، جنجال او شخړو ته به پلمې ګورې...!
خو له یاده مه باسئ؛ دا ورځې تریږې، ستونزې او سختۍ به پای ته رسیږي او بلاخره ښې ورځې به راځي، متل دی وایي (تیارو پسې رڼا وي) مطلب دا چې «که شپه هرڅونه اوږده وي سبا کیږي».
فقط صبر ولرئ.
ژباړه .ايمل پسرلی
د جنت خرڅول
یوه ورځ بهلول د سیند په غاړه ناست و، دا چې بې کاره و، د ماشومانو په څېر یې د شګو څو کوټې جوړې کړې.
په دغه وخت کې د هارون الرشید ښځه (زبیده) راغله او د بهلول نه یې پوښتنه وکړه: څه کوې؟
بهلول په ځواب کې وویل: جنت جوړوم.
زبیدې وویل: له دې جنتونو څخه دې یو پر ما خرڅوې؟
بهلول وویل: هو!
زبیدې وویل: په څو دیناره؟
بهلول وویل: سل دیناره!
زبیدې غوښتل چې په دې واسطه بهلول ته یو اندازه پیسې ورکړي، فوراً يې خادم ته وویل: سل دیناره بهلول ته ورکړه، خادم پیسې ورکړې.
بهلول وویل: قباله نه غواړې؟
زبیدې وویل: ويې لیکه او رایې وړه.
هماغه و، چې زبیده د خپل کار په لورې لاړه.
زبیدې د شپې خوب لیده، چې یو ښکلې باغ دی، په ژوند کې یې داسې باغ نه و لیدلې، په باغ کې څو لوړې لوړې ماڼې دي، چې د جواهراتو نه جوړ شوي وو او دغه ماڼۍ د هغې ډول قیمتي کاڼو نه جوړ شوي وو، چې اووه رنګه يې درلودل.
د دې ماڼیو قباله د سروزرو په اوبو لیکل شوې او زبیدې ته یي وویل: دا هماغه جنت دی، چې د بهلول نه دې واخیست.
په دغه وخت کې زبیده له خوبه پاڅیده او په ډېرې خوشحالۍ يې هارون الرشید ته خپل خوب ووایه.
سبا ته هارون الرشید د بهلول خواته لاړ او ويې ویل: زه غواړم چې دا سل دیناره واخلې او یو له هماغه جنتونو چې په زبیدې دې خرڅ کړی و، پر ما هم خرڅ کړې؟
بهلول په ډېر جګ اواز سره وخندل او ويې ویل: زبیدې بې له لیدلو جنت اخیستی و او تا چې ولید جنت اخلې، خو افسوس چې تا باندې جنت هیڅکله هم نه خرڅوم.
والله د وطن په ځوانانو او خلکو مې سخت زړه ځوريږي😥
پاکستان ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو ورتګ او د نيپاليانو سومره فرق مو دی😔
ته مې د سوی زړه فرياد اورې کنه.😔
💔
اوښکې او دردونه یو شان معنی لري، که څه هم ژبې سره توپیر لري د ځمکې په خلکو رحم وکړئ ترڅو خدای په اسمان کې پر تاسو رحم وکړي
د مشر ورور ځوانيمرګ شهيد عبيدالله آرماني مې نن د شهادت اوه ۷ کاله پوره شول هغه دافغانستان دخپلواکي په ورځ شهيد شو غم دې ډير دروند وو ځوانيمرګه چې لا تر اوسه مو ځوروي
لوي رب العالمين دې درته جنت الفردوس نصيب کړي موژ کورنی دوستانو او خواږوو ته صبری جمیل..😭🤲
روح دې ښاد ياد دې تل
پر ګور دې نور
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Esentepe Mahallesi Gazeteciler Sitesi 23 Temmuz Sokak No: 7, Şişli
Istanbul, 34394
مرحبا بكم في الصفحة الرسمية لقنصلية الجزائر العامة بإس
Istanbul, 16000
☻/ ☆HøşgéLđiиiz☆/ACİL SATILIK DAİRE ARSA İLANLARI
Istanbul, 34000
Be happy with who you are. Being happy doesn't mean everything is perfect.
Caddebostan, Bağdat Caddesi Arzum Apt D:354/8, 34728 Kadıköy/Istanbul
Istanbul
"Op. Dr. Emre İLHAN, who has been dealing only with rhinoplasty and health for 15 years, has provided rhinoplasty and revision rhinoplasty patients from all over the world and Turk...
Kuzey Makedonya Kültür Merkezi, Mete Caddesi No:6, 34437 Beyoğlu/Istanbul
Istanbul
Faqja zyrtare е Doc.Mr. Valmir Azirit