Gaheez TV ګهیځ تلویزیون

Gaheez TV ګهیځ تلویزیون

Gaheez TV is a passionate media production company that engages and inspires audiences.

06/08/2024

یو بل ستر ویاړ او بری!

د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې افغان لوبډلې نیوزیلند لوبډلې ته ستره تاریخي ماتې ورکړه.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرلپسې دویمه بریا ده.
ټول ویاړلي ملت ته دې مبارک وي.

Photos from ‎Gaheez TV ګهیځ تلویزیون ‎'s post 06/04/2024

په اندونیزیا کې دسمندر څپو یو نا اشنا حیوان وچې ته راغورځولی.
اندونیزیا حکومت یو شمیر کسان ګمارلې تر څو په اړه یې څیړنې وکړي.

06/04/2024

د کرکټ نړېوال جام په شل اوریزو لوبو کې، افغانستان خپله لومړی لوبه وګټله.
افغان کرکټ ملي لوبډلې یوګاندا لوبډله ماته کړه.

ټولو هیوادوالو ته دې مبارک وي.

05/31/2024

د نوبل جاېزې ګټوونکې، ملاله یوسفزی، د هالیوود په یوه فلم کې راڅرګندېږي.
یوسفزی به دې فلم کې کمېدي نقش لوبوي.

تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟

Photos from ‎Gaheez TV ګهیځ تلویزیون ‎'s post 05/21/2024

د امریکا کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د کرکټ نړېوالې شورا لومړی درجه هیواد مات کړ.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کې د امریکا کرکټ لوبډلې له خوا په لومړي ځل ماته شوه؛ دا د امریکا کرکټ لپاره یو تاریخي خوښي او پرمختګ دی.

Photos from ‎Gaheez TV ګهیځ تلویزیون ‎'s post 05/20/2024

د کالیفورنیا په لاس انجلس ښار کې، یوه غل د پولیسو موټر سره له يوې پولیسې تښتولی.

کالیفورنیا ایالت چارواکو په وینا؛ یکشنبه ورځ د می نولسمه نېټه ماسپښین درې نیمې بجې یوه غل د پولیسو ډیپارتمنټ موټر په داسې حال کې تښتولی چې یوه پولیسه هم په موټر کې ناسته وه.

پولیس ډیپارتمنت وینا له مخې؛ غل په منډه د پولیسو موټر دروازه خلاصه کړه جلب ته کیناست او حرکت یې وکړ؛ د تېښتې پر مهال یې پولیسه له موټر غورځولی، چې له وړاندې موټر کې ناسته وه او ګزمه یې کوله.

پولیس افسره د خلکو له خوا روغتون ته وړل شوی او روغتیا یې
د ډاډ وړ ده.
غل د تیښتې په حالت کې څو ځایه ټکر وکړ، موټر یې یو ځای ودرولو د تیښتې هڅه یې کوله چې د پولیسو له خوا ونېول شو.

05/18/2024

د هیلنس غر چاودنې څخه اخیستل شوي ۴۴ کاله پخواني تصویر کیسه:

د سلیم ټاون په نوم پیلوټ وروسته له ۴۴ کلونو هغه عکس خپور کړ، چې د واشنګټن ایالت ماونټ هیلنس یا د هیلنس غر آتشفشان چاودلو پر وخت یې اخیستی و.

پیلوټ کیسه کوي:

ما هغه وخت خپلې شخصي الوتکه کې د واشنګټن ایالت اولمپیا ښار څخه الوتنه کوله. الوتکه کې راډیو چالان وه او دا خبر مې ترې واوریده؛ “ همدا شېبه د هیلنس غر څوکه د آتشفشان له امله وچاودله”
ما جنوب لور ته وکتل د هیلنس غر څوک مې ولیده چې اور پرې بل و او پرله پسې چاودله. زه پوهېدم چې داسې فرصت بیا په ژوند کې نه راځي، نو د هیلنس غر اور غورځېدنې یا آتشفشان پر لور مې حرکت وکړ.
پیلوټ زیاتوي؛ موږ ډیر نږدې نه شو تللی، خو هڅه مو وکړه د اور غورځېدنې، ایرو او لوګیوو ترمینځ تش ځای کې الوت وکړو، چې وکولای شو د هیلنس غر د څوکې تصویر واخلو. موږ دا زړورتیا وکړه او خطر مو واخیسته، خطر دا و چې د اور او لوګي وړو سپرغیوو کولای شول د الوتکې اینجن ته زیان ورسوي او الوتکه سقوط شي. د الوتکي غورځېدلو اندېښنه ډیره ویرونکي وه؛ خو ما نه غوښتل دا فرصت له لاسه ورکړم، ډیر لیواله وم چې د غر چاودل او اور غورځېدنه له نږدې وګورم.
پیلوټ کیسه کوي؛ هغه ورځ د هیلنس غر چاودنې او اور غورځېدنې ۵۷ کسان و وژل او د غر ۱۳۰۰ دیارلس سوه فوټه لوړوالی د اور غورځېدنې له امله وچاودید. زه پوهېدم چې د فدرال هوايي چلند اداره به د تصویر خپرولو اجازه رانکړي، نو ځکه ۴۴ کاله وروسته د پېښې تصویرونه خپرووم.
ما هغه ساحې ته الوتکه وړې وه، چې د الوتنې اجازه په کې نه وه. د اور، ایرو او لوګیوو مینځ ته الوتکه وړل اسانه او ساده خبره نه ده.
پیلوټ وایي؛ کومه ننداره چې هغه ورځ ما وکړه، د دې ارزښت یې درلود، چې خطر واخلم او ورشم. ما لپاره په زړه پورې تجربه وه. کومه ویجاړي، چې ما له هوا څخه ولیده هغه په خبرونو کې د ویجاړۍ له اوریدو ډیره زیاته وه.

۷۵ کلن پیلوټ سلیم ټاون، اوس هم کله، کله خپلې شخصي الوتکه (Cessna 155) کې د واشنګټن ایالت شمال لودیځ خواته الوتنه کوي او کله چې د غرونو لړۍ ته ګوري نو هغه د اور غورځېدنې ورځ ورته یادېږي.

Photos from ‎Gaheez TV ګهیځ تلویزیون ‎'s post 05/18/2024

راشد خان له څلور کلونو جلا وطنۍ او بوختیاوو وروسته، د ګران وطن خوږې غېږ ته لاړو.

کرکټ بورد چارواکو او د خان مینه والو یې تود هر کلی وکړ.

Photos from ‎Gaheez TV ګهیځ تلویزیون ‎'s post 05/03/2024

واشنګټن ایالت کې ورک، سرګردانه ګوره خر:

دا مهال د واشنګټن ایالت زیاتره رسنيو کې د یو ګوره خره د ورکېدا خبرونه کښته پورته کېږي.
یکشنبه د اپریل اته وېشتمه نېټه څلورو ګوره خرو یا زیبرا (Zebra) له ټریلر موټر ټوپ کړ او وتښتېدل. دا څلور سره ګوره خرو په داسې حال کې د تیښتې هڅه وکړه، چې دحیواناتو د کنترول ادارې مسولینو له واشنګټن ایالت څه مونتانا ایالت ته انتقالول.
درې ګوره خره له یو ساعت منډو ترړو وروسته ونېول شول؛ خو پنځمه ورځ ده چې یو دانه ورک دی او مسولین ورپسې شپه ورځ سرګردانه ګرځي.

د پلټونکې ډلې وینا له مخې، د ګوره خر لټون د ګڼو ونو او بوټو مینځ کې له ډیرو ستونزو سره مخ کړي.
واشنګټن ایالت ډیری برخې غرنۍ او ګڼې ونې لري، چې دې حالت د ګور خر موندلو او ژغورولو کار له ځنډ سره مخ کړی.
د حیواناتو ساتنې او کنترول ادارې مسولین لا نه دي توانېدلي ورک شوی حیوان ومومي.

05/03/2024

که په واشنګټن ایالت کې ژوند کوئ، خپل کور لرئ او د کور کړکۍ مو له لسو کلونو څخه ډیرې زړې وي، نو له دې فرصت ګټه واخلئ او د خپل کور کړکۍ په پرته له لګښت نوي کړئ.

که غواړئ د کور کړکۍ مو په وړیا توګه نوې شي، نو لاندې تړونۍ کېکاږئ، د خپل کور ادرس ذیب کوډ ورکړئ او غوښتنلیک ولېږئ..

https://windowsdealnews.com/get-wa/?fbclid=IwZXh0bgNhZW0CMTEAAR2k9kHbeceQWYqv3VvN5b1xmazl1y0Hi9fAgMPfDY49zCIWAmLa-D4hQiw_aem_AcdBFCr3ztTQugLgsvIbXwd1rWYYyh4Oq69zQ-UEw3l6rTFGPBH96L2HBSoEEDj3k2gr1TeiYqmh90_GqtAIgL6D

04/09/2024

درنو هیوادوالو؛ د نېکمرغه کوچني اختر را رسیدو په مناسبت، د ګهیځ له اړخه مبارکي قبوله کړئ.

روژې او عبادتونه مو قبول شه؛ هیله من یو د اختر شپې ورځې له خپلو درنو کورنېوو سره په خوښۍ تېرې کړئ.

02/22/2024

مورنۍ ژبې نړیواله ورځ مو مبارک شه!

02/18/2024

ستاسو په اند پر سرلینکا د شل اوریزې لوبې باېللو لاملونه څه و او افغانستان کرکټ لوبډلې کمزوري ټکي کوم دی؟

02/11/2024

" راشد د کرکټ خان " د ښه لیکوال او هیواد وتلي ژورنالیست محمد جعفر هاند نوی چاپ شوی اثر دی، چې د افغانستان ویاړ او کرکټ نړیوال اتل راشد خان د ژوند په لوړو ژورو، هڅو او نړېوال ډګر کې په لاسته راوړنو لیکل شوی.

ښاغلي جعفر هاند مرکه د ګهیځ تلویزیون یوټیوب چینل او فیسبوک پر پاڼه کتلای شئ.

https://youtu.be/BbI_IgO9IEg?si=zbK8QhfJjnhPgWaQ



Jafar Haand

02/11/2024

ښاغلي محمد جعفر هاند سره " راشد د کرکټ خان" نوي چاپ شوي کتاب په اړه ځانګړې مرکه ډير ژر له ګهیځ تلویزیون څخه.

Jafar Haand

02/03/2024

کابل او شاخوا سېمو کې واوره ورېدلې؛ که چا تصویرونه اخیستي وي، نو دلته یی کمنت کې شریک کړئ.

01/20/2024

د کرکت د خان راشد خان پر ژوند لیکل شوی کتاب چاپ شو.

“راشد د کرکت خان” کتاب د وتلي ژورنالیست او لیکوال ښاغلي جعفر هاند نوی چاپ شوی کتاب دی، چې د کرکټ نړېوال ستوري پر ژوند لیکل شوی.

ویل، کېږي په دې کتاب کې د راشد خان د ژوند د لوړو ژورو کیسي دي، چې تر دې مهاله ناویل شوي و؛ خو په دې کتاب کې به یی د کرکټ د خان له خولې ولولئ.

Jafar Haand

01/20/2024

په موبایل او نورو کمپیوټري وسایلو کې وخت تېرولو ته د سکرین ټایم اصطلاح کارېږي. د لویانو په پرتله ماشومان خپل ډیر وخت له سکرین سره تېروي.
دا چې د موبایل او نورو کمپیوټري وسایلو ډير کارول د ماشومانو پر ذهن او روغتیا باندې څومره ناوړه اغیز لري؟ د ګهیځ په دې خپرونه کې یې وګورئ.

د نورو په زړه پورو اومالوماتي خپرونو لپاره د ګهیځ تلویزیون یوټیوب چینل درسره سبسکرایب او وڅارئ.

https://www.youtube.com/watch?v=vDCiSfxbnWg

01/01/2024

HAPPY NEW YEAR 2024!

Interview with Dr. Abdul Bari Sapi Tulane University, Louisiana, USA 12/13/2023

داکتر عبدالباري ساپي بشپړه مرکه د ګهیځ تلویزیون یوټیوب چینل له لارې هم کتلای شئ.

چینل سبسکرایب کړئ او د ګهیځ سره ملګري شئ.

Interview with Dr. Abdul Bari Sapi Tulane University, Louisiana, USA Interview with Dr. Abdul Bari Sapi Tulane University, Louisiana, USA. د ډاکتر عبدالباري ساپي سره مرکهیو کډوال افغان ډاکتر څنګه وکولای شول په ډیره کمه موده کې...

12/12/2023

ډاکتر عبدالباري ساپي سره مرکه:

یو کډوال افغان ډاکتر څنګه وکولای شول په ډیره کمه موده کې د طب په برخه کې د ازموینې له دریوو ستونزمنو پړاونو بریالی ووځي او په امریکا کې هم په خپل مسلک طبابت کې تخصص سند ترلاسه کړي.

لویزیانا ایالت، نیو اورلینز ښار د تولین پوهنتون روغتون ډاکتر عبدالباري ساپی مو په امریکا کې د لوړو زده کړو په ځانګړې توګه د طب په برخه کې د تخصص او خپلو هېلو ته د رسیدو له لارو چارو خبروي.

د نورو په زړه پورو او مالوماتي خپرونو لپاره د ګهیځ یوټیوب چینل او فیسبوک پاڼه وڅارئ.

https://youtu.be/IJa8ck1Uvfk?si=_ZeWstYNd0_HBmaN

12/03/2023

کلتوري ټکان، لاملونه، ستونزې او حل لارې.

ګهیځ تلویزیون په دې خپرونه کې به د کلتوري ټکان، لاملونو، ستونزو او حل لارو په اړه له استاد هجرت الله اختیار څخه واورئ.

د نورو کلتوري، علمي او تفریحي خپرونو لپاره درسره د ګهیځ تلویزیون فیسبوک پاڼه وڅارئ.

11/24/2023

لیکوال او شاعر ښاغلي دیا سنګهـ انجان د مرکې بشپړه خپرونه د ګهیځ له فیسبوک پاڼې.

ګهیځ فیسبوک پاڼه درسره وڅارئ.

11/20/2023

له گران هیوادوال لیکوال او شاعر ښاغلي دیا سنګهـ انجان سره د وطن کیسي او څو خواږه شعرونه.

دیا سنګهـ انجان چې اوس مهال د هندوستان په هیواد کې له خپل اصلي ټاټوبي افغانستان مساپر او ګډوال دی په دې خپرونه کې د وطن پخوانۍ خوږې او ترخې کیسې کوي.

بشپړه خپرونه د ګهیځ تلویزیون په یوټیوب چینل کې وګورئ.
د نورو په زړه پورو خپرونو لپاره چینل سبسکرایب کړئ.

https://www.youtube.com/watch?v=7OLz5uFl-yc&t=36s

مینه او مننه!

11/03/2023

درنو هیوادوالو،

د کرکټ په نړېوال جام کې پرلپسې څلورمه بریا مو مبارک شه. افغان ملي لوبډلې نن هالند هیواد ته ماته ورکړه او دې سره دا په نړېوال جام کې د افغانستان څلورم بری شو.

10/30/2023

درنو هیوادوالو!

دکرکټ په نړېوال جام کې دریمه پرله پسې بریا مو مبارک شه.
له انګلستان او پاکستان وروسته مو سریلنکا لوبډله هم ماته کړه.

اتلان دې لا وځلېږي!

10/24/2023

امریکا ته د راتګ ۲۰۲۵ کال لپاره لاترۍ پروګرام قدم په قدم لارښوود؛ د احمد شیر عابد له خوا.

د ۲۰۲۳ کال نومبر مېاشتې اوومې نېټې پورې وخت لرئ، خپل بخت و ازمائي.

Culture Shock کولتوري ټکان /Hijratullah Ekhtyar/Nadir Danish 10/16/2023

کلتوري ټکان، لاملونه، نښې نښانې او د حل لارې.

د زر درېڅې په خپرونه کې، له استاد هجرت الله اختیار سره، بشپړه خپرونه د ګهیځ تلویزیون یوټیوب چینل له لارې وګورئ.

د نورو په زړه پورو خپرونو لپاره، ګهیځ تلویزیون یوټیوب چینل سبسکرایب کړئ.

Culture Shock کولتوري ټکان /Hijratullah Ekhtyar/Nadir Danish Culture Shock is a normal process of adapting to a new culture. What is the Culture Shock?How long does culture shock last?What are...

10/15/2023

د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان انګلستان ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په روان نړیوال جام کې د افغانستان لومړی بری دی د کرکټ ډګر یوې اتلې لوبډلې پر وړاندې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.

Want your business to be the top-listed Media Company in Seattle?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

" راشد د کرکټ خان " د ښه لیکوال او هیواد وتلي ژورنالیست محمد جعفر هاند نوی چاپ شوی اثر دی، چې د افغانستان ویاړ او کرکټ ن...
په موبایل او نورو کمپیوټري وسایلو کې وخت تېرولو ته د سکرین ټایم اصطلاح کارېږي. د لویانو په پرتله ماشومان خپل ډیر وخت له ...
HAPPY NEW YEAR 2024!@followers
ډاکتر عبدالباري ساپي سره مرکه:یو کډوال افغان ډاکتر څنګه وکولای شول په ډیره کمه موده کې د طب په برخه کې د ازموینې له دریو...
کلتوري ټکان، لاملونه، ستونزې او حل لارې. ګهیځ تلویزیون په دې خپرونه کې به د کلتوري ټکان، لاملونو، ستونزو او حل لارو په ا...
لیکوال او شاعر ښاغلي دیا سنګهـ انجان د مرکې بشپړه خپرونه د ګهیځ له فیسبوک پاڼې.ګهیځ فیسبوک پاڼه درسره  وڅارئ.@highlight@...
له گران هیوادوال لیکوال او شاعر ښاغلي دیا سنګهـ انجان سره د وطن کیسي او څو خواږه شعرونه.  دیا سنګهـ انجان چې اوس مهال د ...
د هیواد یو بل اتل:علي رضا اساهي  په کوریا کې د بدن ښکلا هغه سیالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه چې د ۴۸ هیوادونو تر مینځ ترسره...
امریکا ته د راتګ ۲۰۲۵ کال لپاره لاترۍ پروګرام قدم په قدم لارښوود؛ د احمد شیر عابد له خوا. د  ۲۰۲۳ کال نومبر مېاشتې  اووم...
دې ائینو کې دا زموږه چغې چا شیندلي چوپه چوپتیا کې چې له هرې خوا غږونه راځي
له سائیل سره خو نه وم، که هر څو مې دعاګوی وما چې ځان لیده اختیاره نو ملا سره هم نه وم
سپورې زلفې دې سپرلي کې، څه یو نوی اعتراض دید هېچا اوربل کې نه یم، چې له تاسره هم نه وم

Website

Address

Seattle, WA
Other Broadcasting & media production in Seattle (show all)
KISW 99.9 "The Rock" KISW 99.9 "The Rock"
800 5th Avenue, Suite 1400
Seattle, 98104

99.9 KISW | The Rock of Seattle! 🤘 Always live on the free Audacy app.

GoodSide Studio GoodSide Studio
7802 11th Avenue NE
Seattle, 98115

GoodSide Studio - Show Your Good Side! Visit us online at www.goodsidestudio.com

Seattle Sports Seattle Sports
1820 Eastlake Avenue E
Seattle, 98102

Seattle Sports is the official home of the Seattle Seahawks, Seattle Mariners, Washington State Cougs

94.1 The Sound Seattle 94.1 The Sound Seattle
800 5th Avenue, Suite 1400
Seattle, 98104

94.1 The Sound is your place for relaxing favorites at work. Turn us on for everything from Elton Joh

Lightpress Lightpress
11 Vine Street/Suite B
Seattle, 98121

Lightpress is a post-production company located in Seattle.

Victory Studios Victory Studios
2247 15th Avenue W
Seattle, 98119

Creative solutions for radio & TV commercials, theatrical films, web and corporate communications.

AM 770 KTTH AM 770 KTTH
1820 Eastlake Avenue E
Seattle, 98102

The big stories. The important issues. The expert interviews. You can count on AM 770 KTTH.

World Famous World Famous
911 E Pike Street
Seattle, 98122

Everyone has a story. Make yours World Famous.

McComb Sound McComb Sound
2230 1st Avenue South
Seattle, 98134

Visit McComb Sound for voice recording, audio post, sound design and mixing at the most competitive rates in town.

Hullabaloo.tv Hullabaloo.tv
Seattle, 98126

Let us create a Hullabaloo for you

96.5 JACK FM 96.5 JACK FM
645 Elliott Avenue W #400
Seattle, 98119

The DJ Sessions - State of the Industry Sessions The DJ Sessions - State of the Industry Sessions
4916 Rainier Avenue S
Seattle, 98118

A talk show dedicated to discussing all things local, national, and international about the electron