Dr Fahimah Rahmatiدوکتورس فهیمه رحمتی

Dr Fahimah Rahmatiدوکتورس فهیمه رحمتی

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Fahimah Rahmatiدوکتورس فهیمه رحمتی, Doctor, .

14/09/2022
15/10/2021

بېړنى خبر!
د کندهار ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د اهل تشيع په جومات کې چاودنه شوې چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
انځور پژواک.

19/09/2021

پاکستاني دیني عالمانو د پاکستان د پوځ او پولیسو د جنازو کول حرام وبلل!👏

18/09/2021

کاهو او فایدې یې

کاهو چې عربی کي ورته خس وایي یوه ګټوره سبزي ده
کاهو اعصاب اراموی. جنسی غدې په کار اچوی منې زیاتوی او نوری جنسی فایدې لری.
کاهو ډیر ژر هضمیږی او قبض ماتوی په ګېډه کي خواړه نرموی. بولی ډیروی او د نفرس ناروغ، دروماتیزم ناروغ ته ئې خوړل زیاته فایده کوي.
اعصاب او سترګی قوي کوي د کاهو اوبه ویښتان غټوی.
کاهو که وایشول سی او پر سترګو کښیودل سی سترګی هوسا کوي او د سترګو پاړسوب ورکوی، د ماشوم مور کاهو وخوري په شیدو کي ښه خوند پیداکوي.
کاهو د تخم غوړی ویښتان قوي او تناسلی قوت پیداکوي
د یادونې وړ: کاهو ښه پاک پریلل سي او یوه یوه پاڼه جلا جلا پاک سی او یا په پوتاشیم پریولل سي او ورسته وخوړل سي.

17/09/2021

وايي دا د ښځو د چارو وزارت و چې اوس د امربالمعروف وزارت لوحه نصب کېږي.

17/09/2021

نوي اخيستل شوي پاسپورټونه ټول باطل دي.
د پاسپورت رياست مرکزي ادارې د خبرتيا پر بنسټ ټول هغه پاسپورتونه چې هيواد دننه، وروسته له 24 اسد اخيستل شوي دي، هغه که په هرصورت اخيستل شوي وي، باطل دي.
په دې ورځو کې داسې راپورونه شته دي، چې هيواد دننه کابل کې پاسپورټونه په ډيره لوړه بيه بغير له بايومتريکه توضيع کيږي.
له همدې امله د پاسپورت رياست اعلان کړی، هر هغه چا چې وروسته له 24 اسد پاسپورت اخيستی وي، پاسپورت يې باطل اوخپله شخص مجرم دی.

16/09/2021

د جمعي مبارکه شپه ده!
درود شريف ووايي
چی الله ج مو وطن خلاص کړي د ظالمانو د لاسه.

16/09/2021

په دې ژوند کې کاږه خلګ اکثره هوسا ژوند کوي، خو له بده مرغه چې مستقيم او سيده خلګ هميشه پر سر سر وهل کېږي.

16/09/2021

بسم الله الرحمن الرحیم
Hypertensive
لوړ فشار
تعریف :
د شیرانی وینی د فشارهغه اندازه لوړوالی څخه عبارت دی چی د Target organ damage ( دماغ ، زړه ، پښتورګی ، رګونه ) خطر زیاتیدو موجود وی .
فشار نظرپه عمر ، جنس ، نژاد او ناروغیو ته فرق کوی .
لوړ فشار په دوه ډوله دی hypertension primary او secondary hypertension
فشاریو عامه روغتیایی ستونزا ده چی په اسانه تشخیص او تداوی کیږی که چیری تداوی نه شی په ډیرو پیښوکی د ځینی وژنکی اخطلاتاتو سبب ګرځی .
یو شکمن لوړ فشار باید لګ تر لګه دوه ځلی په جلا وختونو کی وکتل شی که چیری یو کاهل شخص د وینی فشار 140/90mmhg څخه لوړ شی په دی شرط چی څوځلی معاینه او د معاینی په وخت کی پوره استراحت وی نو دغه شخص په لوړ فشار باندی اخته دی
لوړ فشار د عمر په زیاتیدو سره زیاتیږی .
د لوړ فشار طبقه بندی
۱ – غیرثابته لوړ فشار : په دی حالت کی د وینی فشار اکثرآ نارمل وی خو کله کله لوړ فشار سرحد ته ځي
۲ : دوامداره لوړفشار : په دی حالت کی دوامداره د وینی فشار لوړ وی
۳ : خبیث لوړ فشار : په دی حالت کی د وینی فشار 200 / 140 mmhg څخه لوړ وي
۴ : accelerated لوړ فشار : که چیری د وینی فشار پخوانی لوړی اندازی څخه ناڅاپه نور هم لوړ شی
۵ : بحراني لوړ فشار : په دی حالت کی د زړه او رګونو د ستونځو سره یو ځاي وي
۶ : د سپني چپني لوړ فشار : په دي حالت کي د وینی فشار ډاکټر ته په مراجعی په وخت کي لوړیږی د سترس له کبله
د لوړ فشار په پتوجنیزیس کی بیلابیل فکتورونه رول لری
۱ : ارثیت
۲: محیطی فکتورونه ( د مالګی زیات استعمال ، چاغوالی ، دنده ، الکول
۳: سمپاتیک اعصابو زیاتوالی
۴ : د پښتورګو پرفیوژن کموالی ، په دوران کی د کتیکولامینونو شتون ، هایپوکلیمیا
تشدیونکی فکتورونه : چاغوالي ، سودیم اخیستل ، الکول ، سګرټ ، ورزش نه کول او د خولی لاري contraceptive استعمال
معاینات : د ادرار ټیسټ ، د شکر ټیسټ ، یوریا ، سیروم سودیم ، پوتاشیم ، کرسټینین ، کولیسترول ، ترایکلیسرایډ ، د سینی عکس او د زړه ګراف
د ناروغ پوهاوی : ناروغ ته ووایست چی لوړ فشار یو غیر عارضی ناروغی ده که کنترول نشی خطرناکه تمامیږی سردرد رامنځته کوی
د لوړ فشار اړونده اعراض
سر درد ، ګنګسیت ، د زړه تکان ، ژرستړی کیدل او جنسی کمزورتیا ، د پزي څخه وینه راتک ، ضعیفی ، د ټټرانجینا ، د دید کمزورتیآ.....
لایک او شیر یی کړی

Website