Nayab Siraj Official

Nayab Siraj Official

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Nayab Siraj Official, Musician/Band, .

09/12/2022

To All those who belongs to Jahanzeb college

آج سے ایک سال پہلے میرے بھائی نے جہانزیب کالج کے دو ڈیپارٹمنٹ میں داخلے کیلیے کاغذات جمع کیے ۔ وہ چاہتے تھے کہ ان کا داخلہ sociology department میں ہوجائے لیکن اس کا میرٹ تھوڑا زیادہ ہونے کی وجہ سے اس نے economics department میں داخلہ لیا اور انتظار کرتے رہے کہ جیسے ہی سیٹ خالی ملے وہ sociology department میں migration کرلے گا۔ اس معاملے میں ہم نے sociology department کے چئیرمین سے رابطہ کیا تو اس نے بتایا کہ چند seats خالی ہے لہاذہ اپ کلاسز مس نہ کرے اور ادھر کلاسز لیا کرے اور ہم اپ کا migration کر دینگے ۔ پھر ہم نے دوبارہ فیس جمع کیا اور کلاسز کیلئے وہ باقاعدگی سے جاتے رہے ۔ جب کچھ دن بعد میں نے بھائی سے پوچھا تو اس نے بتایا کہ پرنسپل وفا محمد میرے migration form پر دستخط نہیں کررہے ہے ۔ اس کے بعد میں نے پرنسپل صاحب سے رابطہ کیا تو اس نے کہا مجھے کوئی مسئلہ نہیں مگر swat university کے انچارج دستخط نہیں کررہے ہیں ۔ جب ہم نے swat university کے انچارج سے رابطہ کیا تو اس نے بتایا کہ ایسا کوئی فارم آیا ہی نہیں ۔ جب میرے ایک رشتہ دار نے انچارج کو پورہ قصہ سنایا تو اس نے کہا یہ تو سراسر زیادتی ہے ہمارے پاس seats ابھی بھی خالی ہے لہاذا جلد principal سے فارم دستخط کرانے کے بعد میرے دفتر میں جمع کرے اپ کا کام کل ہوجائے گا ۔ ادھر exam میں ایک ہفتہ رہ گیا ہے بھائی بے چارے کو سمجھ ہی نہیں آرہا کہ کس پیپر کی تیاری کرے sociology کی یا economics کی ۔ پھر ہم نے فارم پرنسپل کو بھیج دی اور بتایا کہ administrator کو کوئی مسئلہ نہیں بس اپ مہربانی کرکے دستخط کردے تاکہ میرا سال خراب نہ ہوں کیونکہ میں نے سارے کلاسز sociology میں لیے ہیں اور میں economics میں امتحان نہیں دے سکتا تو پرنسپل صاحب نے گھورتے ہوۓ میرے بھائی کو کہا اگر سال ضائع ہورہا ہے تو ہوجائے لیکن میں دستخط نہیں کرونگا بس ۔ میرے بھائی کے paper میں چند گھنٹے تھے اس نے ٹوٹے دل سے فارم کو باہر پھینکا اور اگلے دن economics department میں پیپر دیکر وہاں سے رخصت ہوئے اور مجھے کال کرکے بتایا کہ وہ ایسے جگہ پر تعلیم کرنا ہی نہیں چاہتا جہاں کا پرنسپل اس قدر طلبہ کا استحصال کرتا ہوں ۔ جہاں محض ایک آنا کے بنیاد پر طلبہ کا پورا سال ضائع ہو۔ یقیناً زندگی میں پہلی بار میں جہانزیب کالج کا حصہ ہونے پر شرمندہ ہوئی لیکن پھر احساس ہوا کہ اس کے زمہ دار ہم سب ہے کیونکہ کالج کے وقت ہم نے ان اساتذہ کرام کے خلاف ایک لفظ تک نہیں بولا جو کلاس میں گپ شپ لگانے کے بعد ہمیں exam سے پہلے important question مارک کرکے چلے جاتے اور ہم ان چند سوالات کی تیاری کرکے full GPA سے پاس ہوتے اور وہ آساتذہ جھانزیب کالج کے فرد فرد کو معلوم ہیں ۔

آگر میری اس تحریر پر پرنسپل صاحب rules and regulations کا سہارا لے کر اعتراض کرے تو پہلے سے بتاتی چلو کہ 5 percent attendance کے ساتھ میرے بھائی economics میں پاس کیسے ہوگئے ۔
یقیناً بہت تکلیف ہوتی ہے جب ایک قیمتی ادارہ غیر محفوظ ہاتھوں میں چلا جاتا ہے ۔ لہاذا ہم سب پر لازم ہے کہ ہم اپنے اداروں کی حفاظت خود کرے اور ایسے ہر عمل کو روک دے جس سے طلبہ کا استحصال ہوں ، پھر چاہے سامنے جو بھی ہوں ۔
آج میں بھی شرمندہ ہوں آگر اس وقت GPA کے لالچ کی وجہ سے میں نے آواز اٹھائی ہوتی تو آج ایک معصوم طلبہ نہ در بہ در ٹھوکرے کھاتا اور نا ہی قیمتی سال ضائع ہوتا ۔

یہ تحریر لکھنے کی وجہ یہی ہے کہ کل کسی اور بچے کا وقت ضائع نہ ہوں

09/12/2022

خلق به سه وایي

دا وړه غوندې جمله چې تاته ښکاري
دا په تول باندي پوره چې تاته ښکاري
په معنه باندي کره چې تاته ښکاري
دا د عقل وصیله چې تاته ښکاري
دا د لرې نه ښائسته چې تاته ښکاري

دي په خلقو پورې خوګ جوندون اوور کړے
دا د ھر آرمان قاتله ده خبر یی
دا یی ښکته راغورزۍ چي بره درومې
دا د هر سه نه ذلیله ده خبر یی
چې تا منع کړې هر سه له جواز ګوري
بے سنده دا وکیله ده خبر یی

خو زه تاته شم حیرانه
یی په سه مجبور انسانه
دا خو ځیله د فساد ده
زر یی لري کړه د ځانه
په معیار چي ستا پوره وې
دنیا داسي کړه ودانه

د رواج نه بے پرواه شه
مست طوطې شه په هوا شه
هر خواهش دي کړه ترسره
نا روا باندی روا شه
چې هر څوک درته پسښیګې
په ټق ټق شه په خندا شه
چي ضمیر دې نامنظور کړي
د هغه دستور په شا شه

خو یوه خبره واوره
دا ښکاره خبره واوره
که انسان که ځناور دے
ته په هر چا خفه کیګه
چي یی تاته ضرورت وې
د هغه سنګ کښی اودریګه
چي دی سومره لاس رسیګی
ته د هر انسان زاریګه

چی دا زړه درته سه وایی
هم هغه رنګی اوسیګه
خوئ خصلت دی د زمرې که
ده هیڅ چانه مه یریګه
دا دنیا دی سلطنت دے
بے پرواه پکښی ګرزیګه
ده نایاب دغه دعا ده
چی بیا هر ځاے کښې ځلیګه
Afsar Afghan

09/12/2022

د کله نه چي ستا د اهمیته پریوتم
په هغه وخت د بل شان کیفیته پریوتم

چي تاته څوک څه ونه وائي ته ملامت نه شي
زه پړه نه ووم خو ستا د محبته پریوتم

د خپو لاندې جنت لرم دنیا په ما ودانه
بیا څنګه د آدم د حیثیته پریوتم

د شر قائله نه یم نه فطرت کښي مي دهوکه ده
د ډیرې مخلصئی او شرافته پریوتم

چي کله د سماج د جهالت په اوور ستي شوم
د سوې لوې ژوند د آذیته پریوتم

نایاب لرم جواب ستا د کګو وګو خبرو
خو څه اوکړم د خپله تربیته پریوتم

09/12/2022

د ممتاز لالا د يو غزل د طرز په تناسب دي زما دا شعرونه بابک صیب ته ډالئ وې

د هر چا دي نصیب شي مشران لکه بابک
په قام باندې چي جوند کړلی قربان لکه بابک

په تن وجود دي خیر دے که کمزورے وی نرے وي
په ذهن او زړه کلک دی وي هر ځوان لکه بابک

که ټوله دنیا ولټوم خپل ځان زری زری کړم
خو بل به پیدا نه کړمه انسان لکه بابک

چي نه په چا خرڅیګې نه د هیڅ چانه یریږي
په لوړو حوصلو چې وي روان لکه بابک

د قام په غم ککړ چي وې د ځان پرواه یی نه وې
زه هر پښتون له غواړم داسي توان لکه بابک

نایاب دعا کوؤم چې رب دي تاله ګټه درکړې
چي نور هم راپیدا شي واکداران لکه بابک

02/12/2022

په ډیره بښنه درته یو التجا کووم هیله لرم چې خاطر به پرې نه درنوي ـ ماته ټول د قدر وړ یې خو ماته اکثر په میسنجر ډیر مسجز رازی خو زه د یو میسج جواب هم نه ورکوم او نه وخت لرم - زه اکثر د خپل والد صیب د نیزدی ملګرو او یا د خپلو استاذانو د ډیر احترام له کبله هغوی سره ضروری سوال جواب تر سره کووم ـ باید چې څوک هم سه ضروری سوال جواب لری نو زما رور فرحان سراج سره دی رابطه کوې ـ
زما ټول لکه د رونړو یای او ټولو ته احترام لرم خو د میسنجر د استعمال نه پرهیز کووم ـ
په ډیر معذرت سره
ستاسو خور نایاب سراج

29/11/2022

غوړیدلې پانړې پانړی په کتاب یم
زه د چا د لاس درکړے یو ګلاب یم

ځکه ځان راته د هر چا ښایسته ښکارې
زه د ښکلو ښکلو خلکو انتخاب یم

قام پرسته یم د قام سندرې وایم
د پښتو غزلي ستایمه رباب یم

چی کم څوک زما په لاره کښې خنډ جوړ شی
زه په مخه یې لاهو کړمه سیلاب یم

ما ځوانې د قام په غم خاورې ایري کړه
منفرده د هر چا یمه نایاب یم

25/11/2022

No one in this world can love a girl more than her father." "My mother gave me my drive but my father gave me my dreams." "To a father growing old, nothing is dearer than a daughter." "The most admirable thing ever has to be a father protecting his daughter.
World best Father
KHOGDADA ❤️❤️❤️

25/11/2022

خوګ دادا ډیر ګریټ سړے دے ځکه چی هغه د هر چا خوګدادا دے ، په هر چا ګران دے او هر څوک ورته ګران دے❤️

25/11/2022

Khogdada in Miracle Garden 🪴

25/11/2022

الماس خانم خور ته په انټرنیشنل ایوارډ تر لاسه کولو ده زړه د کومې مبارکې ورکوم او دا پوخ باور لرم چی الماس خانم به په راروان وخت کښی ده ټولو پښتنو آ ییډېیل شخصیت وی او ټول به یی فالو کوی ـ ډیر ویاړم چی پښتنی ملالۍ ده کامران غوندی رونړه لری ـ ټولو پښتنو ته دی مبارک شی

25/11/2022

ما د سپېځلو شملو قدر په هر ګام کړے دے
په دې غرض مې ښۀ بلها جبر په ځان کړے دے

چې چرته هم می مور او پلار چاته سرکوزی نۀ شي
د ارمانونو مې په زړۀ کښې قتل عام کړے دے

تا چی د لاسو مې د علم ډيوه اوتروړله
نوره بې وسه وم خو وير مې هر ماښام کړے دے

تل ئې زما د خېال کونترې له وزر پرې کړے
ددې لپاسه مې ډیر قدر د خپل قام كړے دے

زما د ژوند د هرې چارې فېصله به بل کړي
ما په ظلمونو هم د صبر اهتمام کړے دے

یم د اسلام راکړې شوې هر یو حق محرومه
په هر قدم مې د ژوندون څومره ناکام کړے دے

ناېاب بدلون غواړم د ظلم دا تیارې ورکووم
ځکه بیان مې په خپل حق کښې سرعام کړے دے

25/11/2022

نۀ مې کاروان نۀ مې رهبر ولیدو
نۀ د چا لاس مې په خپل سر ولیدو

چی په کښې صرف پښتانۀ قتلېږي
ما په وطن کښې داسې شر ولیدو

زما د قام بچې د لوږې مړۀ شو
ډېر مې بې څوکه در په در ولیدو

چا چی وئیل ستا به ساتنه کړمه
ما د هغه وحشي نظر ولیدو

چې مازیګر به پرې ښائسته ښکارېدو
نن مې ویران هغه ګودر ولیدو

پښتنې پېغلې انتظار کړې زړې
ما په هر کور کښی مسافر ولیدو

په وسائیلو قابض شوے زما
داسې مې بې زوره زورور ولیدو

نایاب د قام په غم کښی زړۀ وخوړو
نه ئي جانان نه ئي دلبر ولیدو

25/11/2022

پۀ ما باندې دې اوکړلې څۀ چارې غريبۍ
پۀ لار وؤمه خو تا کړمه بې لارې غريبۍ

دا ستا د لاسه ښاده ورځ زما پۀ نصيب نۀ شوه
تا هر ارمان مې قتل کړو خونخوارې غريبۍ

د ژوند پۀ هر ډګر دې پاتې راوستمه ګوره
چې چرته يم را اورسئ اوزګارې غريبۍ

د دين او د دنيا دواړو سکون دې رانه واغيست
د هر کاره دې اويستم بې کارې غريبۍ

ناياب دعا کوؤم هر څوک دې ستا نه پۀ امان وي
د هر يو مرض زېله ئې بيمارې غريبۍ

د ممتاز لالا په ژوندونی قدر پکار دے

25/11/2022

ناياب سراج

دا د پشکال مياشت وه.دا پۀ امارتو کښې د کهجورو د پښېدو ورځې وې.دومره ډېره ګرمي وه چې د اے سي نه بغېر پۀ ساه اغستلو کښې هم مشکل ؤ.ما اے سي پۀ آخري رفتار لګولے ؤ او د سحر د جّور خوب خوندونه مې اغستل.دا زما د مسافرۍ اولې ورځې وې او خپل وطن راته ډېر پۀ شدت رايادېدلو.د فکرونو او تلوسو پۀ سبب به تر ناوخته ويښه وؤم.د سحر وخت ؤ چې د خوب دوران کښې مې څۀ د ټک ټک آواز تر غوږه شو.چونکې خوب راباندې ډېر غلبه ؤ ځکه مې د پاڅېدلو توان نۀ لرلو.دومره پوهه شوم چې پۀ لپاسه کور کښې څوک څۀ کار کوي نو دا آواز ځکه راځي.چې د آواز تسلسل ختم نۀ شۀ نو زۀ راپاڅېدم او چې بهر طرف ته مې پرده اوچته کړه نو راته معلومه شوه دا شور زما د کمرې د کهړکۍ نه راتلو.بهر يو هلک پۀ رسۍ اويزان ؤ او زما د کمرې شيشه ئې پۀ شپاړسم چهت کښې پاکوله.دا زلمے شل کلن ؤ او ماته هوبهو لکه د خپل ورور سلمان غوندې ښکاره شۀ.ماته بهر د ګرمۍ اندازه وه.د دې هلک پۀ يو لاس کښې د سرف شوړه او پۀ بل لاس کښې د اُوبو وچولو څيزونه وؤ.ما چې دغه هلک پۀ دومره ګرمۍ کښې پۀ دې کيفيت کښې اوليدو نو بې اختياره مې کهړکۍ بيرته کړه او تپوس مې ترې اوکړو چې د کوم وطن ئې نو راته ئې پۀ جواب کښې اووې چې پاکستانے پم.د پاکستان د نوم اورېدو سره زما حالت نور هم ابتر شۀ.
ما پۀ ورخطائۍ کښې اوې چې زۀ درله يخ شربت راوړم خو هغۀ راته انکار اوکړو او راته ئې اووې چې خورجانې د شربت راوړلو تکليف مۀ کوه.کۀ شربت مې اوڅښلو نو راته به ګرانه شي.د شربت څښلو سره به مې وجود يخ شي او بيا به کار نۀ شم کولے.ماته خو پنځلس چهتونه نور پاتې دي.
ما لۀ ډېر خفګان لۀ کبله امارات او عربيانو ته ښېرې شورو کړې.بې اختياره مې بدې ردې وئيلې.چې دغه زلمي د ښېرو کولونه منع کړم.او راته ئې اووې چې د اماراتو بد مۀ وايه خورجانې بلکۀ د اماراتو خېر غواړه.کۀ پۀ ګرانه هم ده خو د خپلې او کور والا د خيټې د دوزخ ډکولو د پاره خو ئې روزګار راکړے دے.د سوال او خيرات غوښتلونه نه خو پرې بچ يم.د وطن د حالاتو نه خو تاسو خبر ئۍ.دغه حالاتو خو مونږ له د دومره سختو حالاتو سره د مقابلې کولو توان راکړے دے.
هلک د خپلو شونډو پاڼ پۀ خپلو ګوتو پاک کړو او لاندې بل چهت پله پۀ رسۍ خکته اوخوېدو.او زۀ ئې د فکرونو پۀ سمندر کښې داسې غوپه کړم چې د واپس راختلو توان راپکښې پاتې نۀ شۀ.
دغه وخت کښې ماته خپل کشران روڼه سلمان او رضوان بار بار مخې ته شول.فکر مې کولو چې پۀ امارتو کښ نور څۀ دي.بغېر لۀ تېلو او د کهجورې د پېداوار نه.خو چې مخلص قيادت او شفاف نظام دے نو هر څۀ ټيک دي.او زمونږ پۀ وطن کښې څۀ نشته؟اوبۀ شته،معدني وسائل تېل ،ګېس،ځنګلونه،سنګ مرمر،زمرود،غرونه،خوړونه،ورشوګانې، زرخېزه زمکې،ښکلي موسمونه او داسې نور هر څۀ شته خو بيا هم د لوږو تندو سره مخ يو.
کۀ نشته نو صرف مخلص قيادت نشته.سترګه ور مشران نشته.صاف او شفاف نظام نشته،د ضمير او شعور فقدان دے.وطن مو پۀ رڼا ورځ لُوټ کيږي.پۀ خُلو مو د چهپ مهر لګېدلے دے.هر څۀ وينو ګورو خو نۀ مذمت کولے شو او نۀ مو څوک مزاحمت کولو ته پرېږدي.فرائض رانۀ پۀ زور اخلي او حقوق راله نۀ راکوي.آخره کښې صرف يو سوال کوؤم.چې مونږ د چا په طمع ناست یو؟ آخر زمونږ سترګی چا پله دی؟ ایا مونږ د معجزو او آسمانی امداد په انتظار يو؟ که داسي وي نو بیا خو به هيڅ او نۀ شي.ځکه چې الله پۀ قرآن کښې فرمائي چې
"څوک خپل حالت نۀ بدلوي.الله کله هم د هغوي حالت نۀ بدلوي"

25/11/2022

نۀ نفرت سره بلده نۀ جنګونه خورومه
زۀ د مينې بنجارۍ یم الفتونه خورومه

علم ،پوهه، شعور راکړه اے زما رحیمه ربه
دا تیارې پرې ورکوومه ، مشالونه خورومه

تۀ د ښار مکر فرېب کښې ژوند کوه خوشحاله اوسه
زه د کلې ساده پېغله به رنګونه خورومه

د ټوپک نه مې نفرت دے د رباب په ساز مئینه
د بنګړو شړنګار کښې پائم،زۀ سازونه خورومه

یم حیرانه خلق څنګه د ازغو دارومدار کړي
زۀ ازغي راټولومه پرې ګلونه خورومه

زۀ نایاب چې شم مایوسه د انسان د حقیقت نه
ځانله جوړه یو دنیا کړم خپل خیالونه خورومه

25/11/2022

اوس په ازغنه لار د تللو توان مې پاتې نه دے
د ارمانونو قتلولو توان مې پاتې نه دے

دلته چې سپینې سپینې وایې د دار سر ته خیژی
نور د ریښتیا ریښتیا ویېلو توان مې پاتې نه دے

زما د صبر کاسه ډکه شوه په چغو شومه
په چپه خله د جړیدلو توان مې پاتې نه دے

زما د قام هر یو وګړے چې لړزیږې پکښې
ددې غاصب نظام منلو توان مې پاتې نه دے

یو غریو نیولې مسافر په تلو کښې مور ته وئیل
ستانه د لری اوسیدلو توان مې پاتې نه دے

خدایه هیس کولے نه شم ته رحیم کریم یې
ددې نا سازو د لیدلو توان مې پاتې نه دے

نایاب ددې دنیا نه ډیره لرې تلې یمه
واپس په بیرته د راتللو توان مې پاتې نه دے

25/11/2022

د خیال وزرې مې الوت غواړې
په بره تللو له همت غواړې

جانانه څنګ دې زړه نه اوباسمه
زړه مې زما نه ضمانت غواړې

شوه د بمونو او اوورونو تنګه
پښتنه خاوره نور راحت غواړې

د نفرتونو مې توبه اوکړله
د جوند سفر رانه الفت غواړې

په محبت کښې څوک شریک نه منې
مینه خودسره ده وحدت غواړې

نایاب د زور خبره چرته منې
هر سه په مینه شرافت غواړې

25/11/2022

بیګا په خوب کښي باچا خان بابا ګویا شو راته

راته یی وی د بي غمۍ په خوب اوده سنګه یی
بے د رنړا داسی روانه په تیاره سنګه یی
ستا قام لړزیږی او قتلیږی په فټ پات پروت دے
داسی بے فکره بے خبره او دمه سنګه یی
یی پښتنه دا ستا سادر سه د دستار کم نه دے
په دی ټولګی کښي ستا د چانه هم کردار کم نه دے
بنګړی دی مات کړه او ټوپک په لاس په ننګ اودریګه
د مخالفو سره سر په سر په جنګ اودریګه

منم چی ستا د قام وګړی اوده شوی دی ټول
غیرت تری کډه کړی داسی وراسته شوی دی ټول
نه یی په خاوره کار شته ٫نه د قام په ننګ خبر دی
بس د دولت دارومدار کښي اخته شوی دی ټول
کوم چی د کار او د کردار یو څو سړی ؤو پکښي
د دی غفلت دلاسه خاوری ایری شوی دی ټول
یمه حیران داسی پښتون سنګ خپل عظمت اوبایلو
شو بے اتفاقه هر میدان کښي یی عزت اوبایلو

اوس ته راپاسه د میوند د ملالۍ په شانی
که نور سه نشی کړی بیداره شه تش شور جوړ که
د هر پښتون د بے ننګۍ سرمن چی اوسوزی پری
قلم راواښله ددی ټکو نه دی اوور جوړ که
د نورو پیغلو شانی پریږده دا بناؤ او سنګار
دا تس نس شوی قام دی یو که او خپل کور جوړ که
کړه پښتانه ځوانان راټول په داسی ډوَل باندی
چی هر قوت کړی لا جوابه داسی زور جوړ که

‎بیا به زه اوګورم چی کوم قوت ټینګیګی مونګ ته
‎په سر دانګلی به کوم چا وی چی اودریګی مونګ ته
‎سر به تری غوس کړو په تلي کښي به یی کیګدو ورته
‎چی په زور جبر داسی هر څوک رانیغی مونګ ته
‎چی یی زما د قام هر ځاے کښی احتحصال کړے دے
‎داسی به هر نظام ٫قانون ,آیین بدلیګی مونګ ته
‎اوپیژندل که وو ځانونه پریښتیا پښتنو
‎نایاب قسم کوم چی به ټول جهان کړیګی مونګ ته

25/11/2022

د اسرار غالب رور په اواز زما غزل

23/11/2022

د عرفان کمال رور ډیره مننه چې زما شاعرې یې ډیره په خه ډول زمزمه کړه ـ لا توان ورته غواړم

20/11/2022

My page likes and sher
my new page Nayab👉page

Facebook account Nayab Siraj

Website