Dr Wafiullah Amini Dental Health center

Dr Wafiullah Amini  Dental Health center

Please brush twice a day and FLOSS, FLOSS, FLOSS at least once a day.

Timeline photos 20/11/2015
26/11/2014

ﺩﻏﺎښ ﻭﯾﺴﺘﻞ ﯾﻮﻩ ﺟﺮﺍﺣﯽ ﻋﻤﻠﯿﻪ ﺩﻩ ﺍﻭ ﭘﻪ ځﯿﻨﻮ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﮐﯽ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﻏﺎښ ﻟﻪ ﻭﯾﺴﺘﻠﻮ ﻧﺎﺭﻭﻍ
ﺗﻪ ځﯿﻨﯽ ﺳﺘﻮﻧﺰﯼ ﻟﮑﻪ ﺩ ﻭﯾﺴﺘﻞ ﺷﻮﯼ ﻏﺎښ ﭘﻪ ﻣﺤﻞ ﮐﯽ ﺩ ﻭﯾﻨﯽ ﺟﺮﯾﺎﻥ ﺍﻭ ﯾﺎ ﺩﻫﻤﺪﯼ
ﺳﺎﺣﯽ ﻣﯿﮑﺮﻭﺑﯽ ﮐﯿﺪﻝ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﺭﺍځﯽ ﺩﺩﯼ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﯽ ﻟﻪ ﺩﺍﺳﯽ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﻧﺸﯽ
ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﻏﺎښ ﻟﻪ ﻭﯾﺴﺘﻠﻮ ﻻﻧﺪﯼ ټﮑﯽ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﮐﯽ ﻭﻧﯿﺴﯽ .
ﺩ ﻏﺎښ ﻟﻪ ﻭﯾﺴﺘﻠﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ډﺍﮐټﺮ ﯾﻮﻩ ﭘﺎﺭﭼﻪ ﭘﺎﮎ ﯾﺎ ﺳﺘﺮﯾﻞ ګﺎﺯ ﺩ ﻭﯾﺴﺘﻞ ﺷﻮﯼ ﻏﺎښ ﭘﺮ
ځﺎﯼ ﮐﯽ ږﺩﯼ ﺩﺍګﺎﺯ ﺩ ﯾﻮ ﺳﺎﻋﺖ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺐ ﻓﺸﺎﺭ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺳﺎﺣﻪ ﮐﯽ ﻭﺳﺎﺗﯽ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ
ﻟﻪ ﯾﻮ ﺳﺎﻋﺖ څﺨﻪ ګﺎﺯ ﻟﺮﯼ ﮐړﯼ ﺩﺧﻮﻟﯽ ﺩ ﺍﻭﺑﻮ ﮐﻤﺮﻧګﻪ ﺳﻮﺭ ﻭﺍﻟﯽ ﻃﺒﯿﻌﯽ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺩ ﻭﯾﻨﯽ
ﭘﻪ ﺟﺮﯾﺎﻥ ﺩﻻﻟﺖ ﻧﮑﻮﯼ ﻣګﺮ ﮐﻪ ﻭﯾﻨﻪ ﻭﯼ ﺍﻭ ﺟﺮﯾﺎﻥ ﻭﻟﺮﯼ ﺑﯿﺎ ځﻞ ﻫﻢ ﯾﻮﻩ ﭘﺎﺭﭼﻪ ګﺎﺯ ﭘﻪ ﺳﺎﺣﻪ
ﮐﯽ ﮐﯿږﺩﯼ ﺍﻭ ﻟﻪ ﭘﻨځﻠﺲ ﺩﻗﯿﻘﻮ ﻧﻪ ﻣﺨﮑﯽ ﺩ ګﺎﺯ ﺩ ﭘﺎﺭﭼﻪ ﻟﻪ ﺗﺒﺪﯾﻠﯽ څﺨﻪ ډډﻩ ﻭﮐړﯼ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ
ﮐﻪ ﺑﯿﺎ ﻫﻢ ﺩ ﻭﯾﻨﯽ ﺟﺮﯾﺎﻥ ﺗﺜﺒﯿﺖ ﺷﯽ ډﺍﮐﺘﺮ ﺗﻪ ﻣﺮﺍﺟﻌﻪ ﻭﮐړﯼ
ﺩﻏﺎښ ﻟﻪ ﻭﯾﺴﺘﻠﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﺍﺳﺘﺮﺍﺣﺖ ﭘﺮ ﻣﺤﺎﻝ ﺳﺮ ﻻﻧﺪﯼ څﻮ ﺑﺎﻟښﺘﻮﻧﻪ ﮐﯿږﺩﯼ څﻮ ﺩ ﺳﺮ
ﺳﺎﺣﻪ ﻟﻪ ﻭﺟﻮﺩ څﺨﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﻭﯼ ﺍﻭ ﺩ ﻭﯾﻨﯽ ﺟﺮﯾﺎﻥ ﺳﺮ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﮐﻢ ﺷﯽ
ﺩ ﺯﺧﻢ ﻣﺤﻞ ﭘﻪ ګﻮﺗﻮ ﻣﻪ ﺗﺤﺮﯾﮑﻮﯼ ځﮑﻪ ﺩ ﻭﯾﻨﯽ ﺍﻭ ﻣﯿﮑﺮﻭﺑﯽ ﮐﯿﺪﻭ ﺑﺎﻋﺚ ګﺮځﯽ ﻟﻪ ﻧﺮﻣﻮ ﺍﻭ
ﺳﺎړﻭ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﺍﻭ څښﺎﮎ څﺨﻪ ﺍﺳﺘﻔﺎﺩﻩ ﻭﮐړﯼ ﺩ ﻏﺎښ ﻟﻪ ﻭﯾﺴﺘﻠﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﺳﺨﺘﻮ ﺍﻭ ګﺮﻣﻮ
ﺧﻮﺍړﻭ څﺨﻪ ډډﻩ ﻭﮐړﯼ ﭘﻪ ﺩ ﻭﺭځ ﮐﯽ ﺩ ﺳګﺮﯾﺖ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﻣﻨﻊ ﺩﯼ ، ﮐﻮﻡ ﺍﻧﺘﯽ ﺳﭙﺘﯿﮏ
ﺳﻮﻟﻮﺷﻦ ﭼﯽ ډﺍﮐﺘﺮ ﺗﻮﺻﯿﻪ ﮐړﯼ ﺩ ﻏﺎښ ﻭﯾﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﻣﻪ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮﯼ ﻭﺭځ ﻭﺭﺳﺘﻪ ﯾﯽ
ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﮐړﯼ ﺩ ﺑﯽ ﺣﺴﯽ ﺩ ﺩﻭﺍ ﺩ ﺑﺮﻃﺮﻓﻪ ﮐﯿﺪﻭ ﻭﺭﺳﺘﻪ ﮐﯿﺪﺍﯼ ﺷﯽ ﺩﺭﺩ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﺭﺍﺷﯽ ﺩ
ډﺍﮐﺘﺮ ﻟﻪ ﺧﻮﺍ ﺗﻮﺻﯿﻪ ﺷﻮﯼ ﺩﺭﻣﻞ ﺗﻄﺒﯿﻖ ﮐړﯼ

16/11/2014

ښﮑﻼ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺝ ﯾﻮ ﻧﻌﻤﺖ ﺩﯼ ﻫﺮ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻪ ﻭﺳﻪ ﻫڅﻪ ﮐﻮﯼ ﺗﺮ څﻮ ﻫﻐﻪ ﺣﻔﻆ ﮐړﯼ ،
ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﭼﯽ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﻭﺟﻮﺩ ﯾﻮﻩ ﺑﺮﺧﻪ ﺩﻩ ﻋﻼﻭﻩ ﻟﻪ ﺩﯼ ﭼﻪ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﻭﺟﻮﺩ ﺩ ﺻﺤﺖ
ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺑﺎﯾﺪ ﺳﺎﻟﻢ ﺍﻭ ﺻﺤﺘﻤﻨﺪ ﻭﯼ، ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ ښﮑﻼ ﺧﺼﻮﺻﺂ ﺩ ﺧﺒﺮﻭ ﭘﺮ ﻭﺧﺖ ډﯾﺮ ﺍﺛﺮ ﻟﺮﯼ،
ﻣﻨﻈﻢ ﭘﺎﮎ ﺍﻭ ﺳﭙﯿﻦ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﻧﻈﺮ ﮐﺎږﻭ ﻭﺍږﻭ ﺍﻭ ﺗﯿﺮﻩ ﺭﻧګﻪ ﻏﺎښﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺍﺟﺘﻤﺎﻉ ﮐﯽ ﻣﺨﺎﻃﺐ
ځﺎﻥ ﺗﻪ ښﻪ ﺟﺬﺑﻮﻟﯽ ﺷﯽ . ﻧﺎﻣﻨﻈﻢ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﻋﻼﻭﻩ ﻟﻪ ﺩﯼ ﭼﻪ ښﮑﻼ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻭړﯼ، ﺩ ﺧﻮﺍړﻭ
ټﻮټﯽ ﯾﯽ ﭘﻪ ﻣﻨځﻮ ﮐﯽ ﻧښﻠﯽ، ﺩ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﺍﻭ ﺑﺮﺱ ﭘﻪ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﻧﻪ ﭘﺎﮐﯿږﯼ ﺩ
ﺧﺮﺍﺑﯿﺪﻭ ﭼﺎﻧﺲ ﯾﯽ ﻫﻢ ډﯾﺮ ﻭﯼ .
ﻧﺎﻣﻨﻈﻢ ﯾﺎ ﮐﺎږﻩ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺍﻭﺭﺗﻮﺩﺍﻧﺴﯽ ﺩ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻤﻮ ځﺎﯾﻮ ﮐﯽ
ځﺎﯼ ﭘﻪ ځﺎﯼ ﮐﯿﺪﻻﯼ ﺷﯽ، ﺩﺍ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﻧﻈﺮ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﻭﺿﯿﻌﺖ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺗﻘﺮﯾﺒﯽ ډﻭﻝ ﺩﻭﻩ ﮐﺎﻟﻪ
ﻭﺧﺖ ﻧﯿﺴﯽ، ﺑﻬﺘﺮﯾﻦ ﻋﻤﺮ ﺩ ﺩﯼ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﻟﭙﺎﺭﻩ ۱۳ - ۱۴ ﮐﺎﻟﻪ ټﺎﮐﻞ ﺷﻮﯼ ﺩﯼ .

25/07/2014

ﺩ ﻏﺎښﻮ ﻫﻐﻪ ﮐﺮﯾﻢ ﭼﻪ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺳﭙﯿﻨﻮﺍﻟﯽ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺗﻬﯿﻪ ﺷﻮﯼ ﺩﯼ ﺗﺮﮐﯿﺒﯽ ﻣﻮﺍﺩ ﯾﯽ ﺩ ﺫﺭﺍﺗﻮ
ﻟﺮﻭﻧﮑﯽ ﺩﯼ ﮐﻮﻡ ﭼﻪ ﺳﻮﻭﻟﻮﻧﮑﯽ ﯾﺎ ﺳﺎﯾﺸﯽ ﺧﺎﺻﯿﺖ ﻟﺮﯼ . ﺩﻭﺍﻣﺪﺍﺭ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﯾﯽ ﭘﻪ ﻏﺎښﻮ
ﻧﺎﻭړﻩ ﺍﺛﺮ ﮐﻮﯼ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺑﺮﯾښ ﺳﺒﺐ ﮐﯿږﯼ ﺍﻭ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﻣﯿﻨﺎ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻭﯼ . ﻟﻪ ﺩ ﮐﺒﻠﻪ ﺩ
ﻏﺎښﻮ ډﺍﮐﺘﺮﺍﻥ ﺗﻮﺻﯿﻪ ﮐﻮﯼ ﭼﻪ ﺩﺍ ډﻭﻝ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﮐﺮﯾﻢ ﻓﻘﻂ ﭘﻪ ﺍﻭﻧﯽ ﮐﯽ ﺩﻭﻩ ځﻠﻪ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ
ﺷﯽ .

24/07/2014

Timeline Photos

17/05/2014

ﻣﺨﮑﯽ ﻟﻪ ﺩ ﭼﻪ ﭘﻪ ﻏﺎښﻮ ﮐﯽ ﺷﺪﯾﺪ ﺩﺭﺩﻭﻧﻪ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﺭﺍﺷﯽ ځﯿﻨﯽ ﻋﻼﯾﻢ ﭘﻪ ﻏﺎښﻮ ﮐﯽ ﻟﯿﺪﻝ
ﮐﯿږﯼ . ﺍﻭ ﺩځﯿﻨﻮ ﺍﻋﺮﺍﺿﻮ څﺨﻪ ﺷﮑﺎﯾﺖ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭﯼ . ﺩ ﻣﺜﺎﻝ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻏﺎښ ﮐﯽ ﺗﻮﺭﻭﺍﻟﯽ ﭘﻪ
ﺳﺘﺮګﻮ ﻟﯿﺪﻝ ﮐﯿږﯼ، ﺩ ﺧﻮﺍړﻭ ﭘﺮ ﻭﺧﺖ ﺩ ﺧﻮﺍړﻭ ټﻮټﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﮐﯽ ﻧښﻠﯽ،
ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺩ ﺧﻮﺍږﻭ ﺧﻮﺍړﻭ ﺳﺮﻩ ﺧﻔﯿﻒ ﺩﺭﺩ ﮐﻮﯼ، ﺩ ﯾﺨﻮ ﺍﻭ ګﺮﻣﻮ ﺧﻮﺍړﻭ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﮐﯽ ﻋﮑﺲ
ﺍﻟﻌﻤﻞ ښﯿﯽ، ﺍﻭ ﯾﺎ ﺩﺍ ﭼﯽ ﺩ ﺍﻭﺭﯾﻮ ﭘﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮ ﮐﯽ ﺩ ﻣﺴﻮﺍﮎ ﯾﺎ ﺑﺮﺱ ﺩ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ
ﺍﻭﺭﯼ ﻭﯾﻨﻪ ﮐﻮﯼ، ﺩ ﻏﺎښﻮ ﻣﻨګ ﺍﻭ ﺍﻭﺭﯾﻮ ﺗﺨﺮﯾﺐ ﭼﻪ ﭘﻪ ﻧﺘﯿﺠﻪ ﮐﯽ ﯾﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺭﯾښﯽ ﺩ
ﺧﻮﺍړﻭ ﺳﺮﻩ ﻣﺴﺘﻘﯿﻤﺂ ﺗﻤﺎﺱ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﻮﯼ ﺍﻭ ځﯿﻨﯽ ﻧﻮﺭ ﺣﺎﻻﺕ .
ﺩﺍ ﻫﻐﻪ ﺍﻋﺮﺍﺽ ﺍﻭ ﻋﻼﯾﻢ ﺩﯼ ﭼﻪ ټﻮﻝ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﻟﺮﯼ . ﺩ ﺩﯼ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﻫﻢ ﺍﺳﺎﻧﻪ
ﺍﻭ ﻫﻢ ﺍﺭﺯﺍﻧﻪ ﺗﻤﺎﻣﯿږﯼ ﺍﻭ ﻧﺘﯿﺠﻪ ﯾﯽ ﻫﻢ ښﻪ ﺩﻩ . ﺩ ﺩﯼ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺩ ﻧﻪ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﭘﻪ ﺻﻮﺭﺕ ﮐﯽ ﭘﻪ
ﻏﺎښﻮ ﮐﯽ ﺷﺪﯾﺪ ﺩﺭﺩ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﯿږﯼ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺷﺪﯾﺪ ﺩﺭﺩ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﭘﻪ ډﯾﺮ ﺧﺮﺍﺑﻮﺍﻟﯽ ﺩﻻﻟﺖ ﮐﻮﯼ
ﯾﻌﻨﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺳﻄﺤﯽ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮ ﺩ ﻏﺎښ ﭘﻪ ﻋﺼﺐ ﺍﺛﺮ ﮐړﯼ ﻭﯼ . ﮐﻠﻪ ﭼﻪ ﺩ ﻏﺎښ ﻋﺼﺐ ﺍﻟﺘﻬﺎﺑﯽ
ﺷﯽ ﻧﺎﺭﻭﻍ ﺗﻪ ﺷﺪﯾﺪ ﺩﺭﺩﻭﻧﻪ ﺧﺼﻮﺻﺂ ﺩ ﺷﭙﯽ ﻟﺨﻮﺍﻩ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﺭﺍځﯽ .
ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﯾﯽ RCT ﯾﺎ ﺩ ﻏﺎښ ﺩ ﺭﯾښﻪ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﺩﻩ . ﺍﻭ ﺑﻌﻀﺂ ﺩ ﻏﺎښ ﺩ ډﯾﺮ ﺧﺮﺍﺑﻮﺍﻟﯽ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ
ﻏﺎښ ﭘﻮښ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﻮﯼ . ﺩ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﻧﺘﯿﺠﻪ ﺩ RCT ﭘﻪ ﭘﺮﻭﺳﯿﺠﺮ ﭘﻮﺭﯼ ﺍړﻩ ﻟﺮﯼ . ﺩ ﺻﺤﯿﺢ
ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﭘﻪ ﺻﻮﺭﺕ ﮐﯽ ﯾﯽ ﻧﺘﯿﺠﻪ ﻋﺎﻟﯽ ﺩﻩ .

03/05/2014

ﮐﻪ ﭼﯿﺮﯼ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺑﺮﺱ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻢ ډﻭﻝ ﺍﻭ ټﺎﮐﻠﯽ ﻭﺧﺖ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ ﻧﻪ ﺷﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺍﻭ
ﺍﻭﺭﯾﻮ ﭘﻪ ﺳﺮﺣﺪ ﮐﯽ ځﯿﻨﯽ ﻣﻮﺍﺩ ځﺎﯼ ﭘﻪ ځﺎﯼ ﮐﯿږﯼ ﭼﯽ ﭘﻪ ﻟﻤړﯼ ﺳﺮ ﮐﯽ ﭘﻼﮎ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﺍﯾﯽ ﺩ
ﭘﻼﮎ ﻣﻘﺪﺍﺭ ﻭﺭﻭ ﻭﺭﻭ ﺯﯾﺎﺗﯿږﯼ ﺍﻭ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨګ ﺗﺒﺪﯾﻠﯿږﯼ . ﻟﮑﻪ څﻨګﻪ ﭼﯽ ﻧﻮﻣﻮړﯼ ﻣﻮﺍﺩ
ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺍﻭ ﺍﻭﺭﯾﻮ ﭘﻪ ﺳﺮﺣﺪ ﮐﯽ ﻟﯿﺪﻝ ﮐﯿږﯼ ﺧﻮ ﯾﻮﻩ ﺑﺮﺧﻪ ﯾﯽ ﭼﯽ ﭘﻪ ﺍﻭﺭﯾﻮ ﮐﯽ ﺩﻧﻨﻪ ﺩ
ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺭﯾﺸﻮ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﺳﺮﺍﯾﺖ ﮐړﯼ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻧﻪ ﻟﯿﺪﻝ ﮐﯿږﯼ . ﭘﻼﮎ ﺍﻭ ﻣﻨګ ﭘﻪ ﺗﺪﺭﯾﺠﯽ ډﻭﻝ
ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺍﻭ ﺍﻭﺭﯼ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻭړﯼ . ﺩ ﺧﻮﻟﯽ ﺑﺪ ﺑﻮﯼ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﻮﯼ، ﺩ ﺍﻭﺭﯾﻮ ﺩ ﺍﻟﺘﻬﺎﺏ، ﺧﺎﺭښﺖ،
ﻭﯾﻨﻪ ﮐﯿﺪﻭ ﺳﺒﺐ ﮐﯿږﯼ، ﺍﻭ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﻟﻘﯽ ﯾﺎ ښﻮﺭﯾﺪﺍ ﺍﻭ ﺩﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺗﻮﺭﻭﺍﻟﯽ ﻣﻨځ ﺗﻪ
ﺭﺍﻭړﯼ . ﻣﻬﻤﻪ ﺩﺍ ﭼﻪ ﺩﺍ ﻣﻨګ ﺩ ﺑﺎﮐﺘﺮﯾﺎﻭ ﻟﻮﯼ ﻣﺮﮐﺰ ﺑﻠﻞ ﮐﯿږﯼ ﭼﯽ ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﺍﻋﻀﺂﻭ ﭘﻪ ﺗﯿﺮﯼ ﺑﯿﺎ
ﺩ ﺯړﻩ ﺩ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮ ﯾﻮ ﻻﻣﻞ ګڼﻞ ﮐﯿږﯼ . ﺩ ﺩﯼ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﻪ ﺩ ﺗﺎﺳﻮ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﻣﻨګ ﻭﻧﻪ ﻧﯿﺴﯽ ﭘﻪ
ﻣﻨﻈﻢ ډﻭﻝ ﯾﻌﻨﯽ ﺩ ﻭﺭځﯽ ﺩﻭﻩ ځﻠﻪ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺑﺮﺱ ﮐړﯼ ﺍﻭ ﺩ ﻭﺭځﯽ ﯾﻮ ځﻞ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺩ ﻏﺎښﻮ
ﺩ ﺗﺎﺭ ﭘﻪ ﻭﺳﯿﻠﻪ ﭘﺎﮎ ﮐړﯼ . ﺍﻭ ﭘﻪ ﺷﭙږ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﯾﻮ ځﻞ ډﺍﮐﺘﺮ ﺗﻪ ﻣﺮﺍﺟﻌﻪ ﻭﮐړﯼ ﺗﺮ څﻮ ﺩ
ﻣﺮﺑﻮﻃﻪ ﺩﺳﺘګﺎﻩ ﭘﻪ ﻭﺳﯿﻠﻪ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﻣﻨګ ﻣﻮ ﭘﺎﮎ ﮐړﯼ . ﺗﺮ څﻮ ﻟﻪ ﻧﻮﻣﻮړﻭ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﻧﻪ
ﺷﯽ .

19/04/2014

ﻓﻀﺎ ﻧﮕﻬﺪﺍﺭﻧﺪﻩ ﻫﺎ ﺍﺳﺒﺎﺏﻫﺎﯼ ﻛﻮﭼﻜﯽ ﻫﺴﺘﻨﺪ ﻛﻪ ﺍﺯ ﻓﻠﺰ ﯾﺎ ﻣﻮﺍﺩ ﭘﻼﺳﺘﯿﻜﯽ ﺳﺎﺧﺘﻪ ﺷﺪﻩ ﻭ
ﺑﻪ ﺧﻮﺑﯽ ﺑﺎ ﺩﻫﺎﻥ ﺑﯿﻤﺎﺭ ﺗﻄﺎﺑﻖ ﻣﯽ ﯾﺎﺑﻨﺪ . ﺑﯿﺸﺘﺮ ﻛﻮﺩﻛﺎﻥ ﻇﺮﻑ ﭼﻨﺪ ﺭﻭﺯ ﺍﻭﻝ، ﺧﻮﺩ ﺭﺍ ﺑﺎ
ﺁﻥ ﻭﻓﻖ ﺩﺍﺩﻩ ﻭ ﺑﻪ ﺁﻥ ﻋﺎﺩﺕ ﻣﯽ ‌ ﻛﻨﻨﺪ .
ﻓﻀﺎ ﻧﮕﻬﺪﺍﺭﻧﺪﻩﻫﺎ ﺑﺎﻋﺚ ﻧﮕﻬﺪﺍﺭﯼ ﻭ ﺣﻔﻆ ﻓﻀﺎﯼ ﺣﺎﺻﻞ ﺍﺯ ﻛﺸﯿﺪﻥ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﻫﺎﯼ ﺷﯿﺮﯼ ﺑﺎ
ﻣﻤﺎﻧﻌﺖ ﺍﺯ ﺣﺮﻛﺖ ﺩﻧﺪﺍﻥ ‌ ﻫﺎﯼ ﻛﻨﺎﺭﯼ ﺑﻪ ﺩﺍﺧﻞ ﺁﻥ ﻣﯽ ‌ ﺷﻮﻧﺪ ﻭ ﻧﻬﺎﯾﺘﺎً ﺩﻧﺪﺍﻥ ﺩﺍﯾﻤﯽ ﺟﺎﻧﺸﯿﻦ
ﺷﻮﻧﺪﻩ ﺩﺭ ﺳﻦ ﻣﻨﺎﺳﺐ ﻭ ﺩﺭ ﺟﺎﯼ ﺧﻮﺩ ﺭﻭﯾﺶ ﻣﯽ ﻛﻨﺪ . ﺍﺳﺘﻔﺎﺩﻩ ﺍﺯ ﺍﯾﻦ ﺩﺳﺘﮕﺎﻩﻫﺎ ﺑﻪ
ﻣﻨﻈﻮﺭ ﺣﻔﻆ ﻓﻀﺎ، ﺑﺮﺍﯼ ﻛﻮﺩﻛﺎﻥ ﺑﺴﯿﺎﺭ ﺭﺍﺣﺖ ﺗﺮ ﻭ ﻗﺎﺑﻞ ﻗﺒﻮﻝ ‌ ﺗﺮ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﺑﻮﺩ ﺗﺎ ﺍﯾﻦ ﻛﻪ
ﺑﻌﺪﺍً ﻣﺠﺒﻮﺭ ﺑﺎﺷﻨﺪ ﺑﺎ ﺍﺳﺘﻔﺎﺩﻩ ﺍﺯ ﺩﺳﺘﮕﺎﻩ ﻫﺎﯼ ﺍﺭﺗﻮﺩﻧﺴﯽ، ﺩﻧﺪﺍﻥ ﻫﺎ ﺑﻪ ﺟﺎﯼ ﺧﻮﺩ ﻫﺪﺍﯾﺖ
ﮐﻨﻨﺪ

16/04/2014

که میندی مخکی له امیدواری څخه د خولی او غاښونو ضعیفه حفظ الصحه ولری د امیدواری پر وخت د هورمونی تغیراتو له کبله د غاښو او اوریو د بیلابیلو ناروغیو سره مخ کیږی. له همدی کبله زیاتره امیدواره میندی نظر نورو میندو ته چه امیدواره ندی د امیدواری په دوران کی د غاښو او اوریو له ناروغیو څخه شکایت کوی.له همدی وجی لازمه ده شپږ میاشتو کی یو ځل ډاکتر ته مراجعه وشی تر څو د غاښو د توروالی یا Caries ، د اوریو له ناروغیو او د غاښو د منګ د پاکیدو څخه اطمینان لاس ته راوړل شی.

03/04/2014

کله هم یو غاښ په ساړو او تاودو خواړو او ورسره د خواړو په ژوولو کی درد پیدا کوی چی د ناروغ د ناراحتی سبب ګرځی داکټر ته مراجعه کوی وروسته له کتنی او تشخیص څخه واضح کیږی چه غاښ په عمودی ډول کسر کړی یا په بل عبارت سره غاښ په نیمه برخه کی مات شوی دی.
د غاښ ماتیدل یا په عمودی ډول دغاښ کسر کیدلای شی په هغو غاښو کی منځ ته راشی چه ډیر توروالی ولری یا مخکی ورته د RCT درملنه شوی وی او یا کیدلای شی چه غاښ روغ وی او هیڅ ستونزه ونلری.
دا چی ولی غاښ ته دا ستونزه پیدا کیږی دلیل دا ده چه دا حالت اکثراً په هغو ناروغانو کی لیدل کیږی چه څو غاښونه یی مخکی ویستلی وی. په نارمل حالت کی د ژامو او د خولی د عضلاتو فشار د ژوولو پر وخت په 28 غاښونو تقسیمیږی. کله چه ناروغ څو یعنی یو زیات شمیر غاښونه له لاسه ورکوی نوموړی فشار چی مخکی په 28 غاښونو تقسیمیده د ناروغ په کمو غاښو تقسیمیږی .پاتی کم غاښونه مکمل فشار تحمل کولای نشی او غاښو ته بیلابیلی ستونزی په تیره بیا د غاښو عمودی کسر یا ماتیدل منځ ته راځی.
Amini

18/03/2014

ﻫﻐﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﭼﯽ ﺩ
ﻏﺎښﻮ ﺩ ډﯾﺮ ﺷﺪﯾﺪ ﺩﺭﺩ ﺳﺒﺐ ګﺮځﯽ . ﺩﺍ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ pulpitis ﻧﻮﻣﯿږﯼ .ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﻣﻨځ ﺗﻪ
ﺭﺍځﯽ ﭼﻪ ﺩ ﻏﺎښ ﺗﻮﺭﻭﺍﻟﯽ ﯾﺎ caries ﺩ ﻏﺎښ ﻟﻤړﯼ ﺍﻭ ټﻮﻟﻪ ﺩﻭﻫﻤﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻭﻧﯿﺴﯽ ﺍﻭ
ﺩﺗﻮﺭﻭﺍﻟﯽ ﺳﺮﺣﺪ ﺩ ﻏﺎښ ﺩﺭﯾﻤﯽ ﺑﺮﺧﻪ ﯾﺎ pulp ﺗﻪ ﻭﺭﺳﯿږﯼ . ﭘﻪ ﺩ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﮐﯽ ﻧﺎﺭﻭﻍ ﺗﻪ ﺩ
ﻭﺭځﯽ ﻟﺨﻮﺍ ﻭﻗﻔﻮﯼ ﺩﺭﺩﻭﻧﻪ ﺍﻭ ﺩ ﺷﭙﯽ ﻟﺨﻮﺍ ﮐﻠﻪ ﭼﻪ ﻧﺎﺭﻭﻍ ﺍﺳﺘﺮﺍﺣﺖ ﺷﯽ ﺷﺪﯾﺪ ﺍﻭ ﺩﻭﺍﻣﺪﺍﺭﻩ
ﺩﺭﺩﻭﻧﻪ ﭘﻪ ﻏﺎښ ﮐﯽ ﻟﺮﯼ ﭼﯽ ﺩ ﻏﻮږ ﺍﻭ ﻧﯿﻢ ﺳﺮ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﻫﻢ ﺳﺮﺍﯾﺖ ﮐﻮﯼ . ﭘﻪ ﻗﺪﻡ ﻭﻫﻠﻮ ﺳﺮﻩ
ﺩﺭﺩﻭﻧﻪ ﯾﻮﻩ ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ ﮐﻤﯿږﯼ . ﮐﻪ ﭼﯿﺮﯼ ﺩ ﺷﭙﯽ ﻟﺨﻮﺍ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻏﺎښ ﭘﻪ ﺩﺭﺩ ﺷﯽ ﭼﻪ ډﯾﺮ ﺷﺪﯾﺪ
ﺩﺭﺩ ﻭﻟﺮﯼ ﮐﻮﻻﯼ ﺷﯽ ﯾﻮ ﺍﻧﻠﺠﺰﯾﮏ ﺍﺳﺘﻔﺎﺩﻩ ﮐړﯼ ﺍﻭ ﺳﺒﺎ ﯾﯽ ډﺍﮐﺘﺮ ﺗﻪ ﻣﺮﺍﺟﻌﻪ ﻭﮐړﯼ . ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ
ﯾﯽ ﺩﻭﻩ ﯾﺎ ﺩﺭﯼ ﺟﻠﺴﻪ ﻏﻮﺍړﯼ . ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﯾﯽ RCT ﯾﺎ root canal thrapy ﺩﻩ . ﭼﯽ ﺩﻏﺎښ
ﺍﻭ ﺭﯾﺸﻪ ﻋﺼﺒﯽ ﺭﺷﺘﻪ ﭘﻪ ﻣﺮﺑﻮﻃﻪ ﻭﺳﯿﻠﻪ ﺭﺍﻭﯾﺴﺘﻞ ﮐﯿږﯼ . ﺍﻭ ﻏﺎښ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﻪ ﺩﻭﺍ ﺍﻭ ﻣﻮﺍﺩﻭ
ﺗﺪﺍﻭﯼ ﺍﻭ ډﮎ ﮐﯿږﯼ .

06/03/2014

Dr Wafiullah Amini Dental Health center

د معدی ، ستونی، پوزی او سینوس ناروغی همدارنګه د غاښو منګ، د اوریو ناروغی، په غاښونو کی توروالی یا کریس چه په غاښو کی د کوچنیو یا لویو خالیګاه باعث ګرځیدلی وی ، د غاښو پاتی او خرابه ریښی ، د خولی وچوالی ځینی حالاتو کی مصنوعی غاښونه او تر ټولو مهمه د خولی خرابه حفظ الصحه د خولی د بد بوی په لاملو کی شامل دی .

د خولی د بد بوی علاج څرنګه کیدلای شی!!
د ټولو خرابو غاښو درملنه او ډکیدل، د خرابو ریښو ویستل، د غاښو د منګ پاکول او د اوریو درملنه ، د خولی د وچوالی د رفع کیدو په موخه هر ساعت د اوبو یا چای څښل او یا د ژاولو ژوول، کله کله د هیل زیره او نعنا نیول په خوله کی خوله خوشبویه کوی او د بد بوی مخه نیسی، د تنباکو نه استعمال.
که چیری د خولی د بد بوی لامل د معدی ستونی او د پوزی ناروغی وی د داخلی یا ګوش ګلو ډاکترانو سره مشوره وشی.

04/03/2014

ﯾﻮﻩ ﻣﻬﻤﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ ﭼﯽ ﭘﻪ ﯾﻮ ﺷﻤﯿﺮ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﮐﯽ ﻟﯿﺪﻝ ﮐﯿږﯼ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﭼﯿﭽﻞ ﺩﯼ . ځﯿﻨﯽ ﺧﻠﮏ
ﺩ ﺧﻮﺏ ﭘﻪ ﻣﻬﺎﻝ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﭼﯿﭽﯽ . ﺩﻏﺎښﻮ ﭼﯿﭽﻞ ﭘﻪ ﺧﻮﺏ ﮐﯽ ﺗﺮ ډﯾﺮﻩ ﺣﺪﻩ ﻋﺼﺒﯽ ﻣﻨﺸﺂ
ﻟﺮﯼ . ﺍﻭ ﻋﻤﻮﻣﺂ ﺩﺍﺳﯽ ﺧﻠﮏ ﭘﻪ ﺩ ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ ﺍﺧﺘﻪ ﮐﯿږﯼ ﭼﻪ ﻋﺼﺒﯽ ﻧﺎﺍﺭﺍﻣﺘﯿﺎ ﻟﺮﯼ، ډﯾﺮﯼ ﺧﺒﺮﯼ
ﮐﻮﯼ ﺍﻭ ﯾﺎ ﻫﻐﻪ ﮐﺴﺎﻥ ﭼﻪ ډﯾﺮﯼ ﮊﺍﻭﻟﻪ ﮊﻭﯾﯽ . ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﭼﯿﭽﻞ ﭘﻪ ﺩﻭﺍﻣﺪﺍﺭﻩ ﺗﻮګﻪ ﺳﺒﺐ
ﮐﯿږﯼ ﺗﺮ څﻮ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺳﻄﺢ ﻣﯿﻨﺎ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻻړﻩ ﺷﯽ،ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﻫﻤﻮﺍﺭ ﺷﯽ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻧﺎﺭﻣﻞ
ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ څﺨﻪ ﮐﻮﭼﯿﻨﯽ ﺷﯽ . ﭼﯽ ﭘﻪ ﻧﺘﯿﺠﻪ ﮐﯽ ﺧﻮﺍړﻩ ﺷﻪ ﻧﻪ ټﻮټﻪ ﮐﯿږﯼ،ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺑﺮﯾښ ﯾﺎ
ﺣﺴﺎﺳﯿﺖ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﺭﺍځﯽ ﺍﻭ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﭘﻪ ﻃﺒﯿﻌﯽ ﺭﻧګ ﻧﺎﻭړﻩ ﺍﺛﺮ ﻟﺮﯼ . ﺩ ﺩﯼ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﺗﺪﺍﻭﯼ ﺩ
ﺭﻭﺍﻧﯽ ﺍﻭ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺩ ډﺍﮐﺘﺮﺍﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺸﻮﺭﯼ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ ﮐﯿږﯼ .

28/02/2014

التهاب بیره یا Gengivitis
ﻧﻮﻉ ﻋﻤﻮﻣﯽ ﺍﯾﻦ ﺑﯿﻤﺎﺭﯼ ﺑﺎ ﺗﺠﻤﻊ ﭘﻼﮎ) Plaque ( ﮐﻪ ﻣﺎﺩﻩﺍﯼ ﻧﺮﻡ ﻭﭼﺴﺒﻨﺪﻩ ﺍﺳﺖ، ﺩﺭ
ﺍﻃﺮﺍﻑ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﺷﺮﻭﻉ ﻣﯽﺷﻮﺩ . ﭘﻼﮎ ﺍﺯ ﺑﺎﮐﺘﺮﯾﻬﺎﯼ ﺗﺸﮑﯿﻞ ﻣﯽﺷﻮﺩ ﮐﻪ ﺍﺯ ﻗﻨﺪ ﺣﺎﺻﻞ ﺍﺯ ﻏﺬﺍ
ﻭ ﻧﻮﺷﯿﺪﯾﻨﻬﺎ ﺍﺭﺗﺰﺍﻕ ﻣﯽﻧﻤﺎﯾﻨﺪ . ﭘﻼﮐﻬﺎ ﺑﺎ ﺁﻫﮑﯽ ﺷﺪﻥ ﻭ ﺳﺨﺖ ﺷﺪﻥ ﺗﺒﺪﯾﻞ ﺑﻪ ﺟﺮﻡ
ﻣﯽﺷﻮﻧﺪ ﻭ ﻋﻼﻭﻩ ﺑﺮ ﺁﻧﮑﻪ ﺍﺯ ﺭﻭﯼ ﺳﻄﺢ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﮐﻨﺪﻩ ﻧﻤﯽﺷﻮﻧﺪ ﺑﻪ ﺗﺠﻤﻊ ﭘﻼﮎ ﺑﯿﺸﺘﺮ ﻧﯿﺰ
ﮐﻤﮏ ﻣﯽﻧﻤﺎﯾﻨﺪ .
ﺍﮔﺮ ﭘﻼﮎ ﻭ ﺟﺮﻡ ﺍﺟﺎﺯﻩ ﺗﺸﮑﯿﻞ ﺑﯿﺎﺑﻨﺪ، ﺑﺎ ﺑﺎﮐﺘﺮﯾﻬﺎﯼ ﺁﻥ ﺑﺎﻓﺖ ﻟﺜﻪ ﺭﺍ ﺁﻟﻮﺩﻩ ﻭ ﺗﺤﺮﯾﮏ
ﻣﯽﻧﻤﺎﯾﻨﺪ ﻭ ﺑﻪ ﺩﻧﺒﺎﻝ ﺁﻥ ﻟﺜﻪ ﻧﺰﺩﯾﮏ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﻗﺮﻣﺰ ﻭ ﻣﺘﻮﺭﻡ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﺷﺪ ﻭ ﺍﺣﺘﻤﺎﻻً ﺩﺭ ﺍﺛﺮ
ﻣﺴﻮﺍﮎ ﺯﺩﻥ ﺧﻮﻧﺮﯾﺰﯼ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﮐﺮﺩ . ﺍﯾﻦ ﻣﺮﺣﻠﻪ ﺍﺯ ﺑﯿﻤﺎﺭﯼ ﻟﺜﻪ ﺭﺍ ﺍﺻﻄﻼﺣﺎً) Gingivitis (
ﮊﻧﺮﯾﻮﯾﺖ ﯾﺎ ﺍﻟﺘﻬﺎﺏ ﻟﺜﻪ ﻣﯽﮔﻮﯾﻨﺪ .
ﺑﻌﺪ ﺍﺯ ﺍﯾﻦ ﺑﺎ ﺍﺩﺍﻣﻪ ﻋﺪﻡ ﺭﻋﺎﯾﺖ ﺑﻬﺪﺍﺷﺖ، ﻟﺜﻪ ﺍﺯ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﺟﺪﺍ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﺷﺪ ﻭ ﺩﺭ ﻓﺎﺻﻠﻪ ﺍﯾﺠﺎﺩ
ﺷﺪﻩ ﺑﯿﻦ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﻭ ﻟﺜﻪ ) ﭘﺎﮐﺖ ( ﻣﻘﺪﺍﺭ ﺑﯿﺸﺘﺮﯼ ﭘﻼﮎ ﺟﻤﻊ ﻣﯽﺷﻮﺩ ﻭ ﺑﻪ ﺗﺪﺭﯾﺞ ﺑﺎﻋﺚ ﺗﺤﻠﯿﻞ
ﺑﺮﺩﻥ ﺍﺳﺘﺨﻮﺍﻥ ﺍﻃﺮﺍﻑ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﺷﺪ . ﺍﯾﻦ ﻣﺮﺣﻠﻪ ﺩﻭﻡ ﺍﺯ ﺑﯿﻤﺎﺭﯼ ﻟﺜﻪ ﺍﺳﺖ ﮐﻪ ﺑﻪ ﺁﻥ
ﭘﺮﯾﻮﺩﻧﺘﯿﺖ ﻣﺰﻣﻦ ) Chronic Priodontitis ( ﻣﯽﮔﻮﯾﻨﺪ .
ﺍﺯ ﺁﻧﺠﺎﺋﯿﮑﻪ ﺍﯾﻦ ﺭﻭﻧﺪ ﺑﯿﻤﺎﺭﯼ ﺑﺪﻭﻥ ﺩﺭﺩ ﺍﺳﺖ، ﺧﯿﻠﯽ ﭘﯿﺸﺮﻓﺖ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﮐﺮﺩ ﻭ ﺍﮔﺮ ﺑﯿﻤﺎﺭ ﻟﺜﻪ
ﻫﺎﯾﺶ ﺭﺍ ﭼﮏ ﻧﮑﻨﺪ ﻧﻬﺎﯾﺘﺎً ﺑﻪ ﺍﺯ ﺩﺳﺖ ﺩﺍﺩﻥ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﻣﻨﺠﺮ ﺧﻮﺍﻫﺪ ﺷﺪ .

21/02/2014

Dr Wafiullah Amini Dental Health center's cover photo

18/02/2014

د غاښو د طبیعی رنګ بدلون کیدلای شی چی داخلی یعنی د غاښ له دننه یا بهرنی منشآ ولری.غاښونه د بیلابیلو عواملو له کبله خپل طبیعی رنګ له لاسه ورکولای شی. په بهرنی عواملو کی د خولی او غاښونو حفاظت ته نه پاملرنه، ځینی میوی لکه انار شاتوت آلوبالو ، رنګه نوشابـی، قهوه او تنباکو چی په هر شکل استعمال شی شامل دی.
همدارنګه د فلوراید د عنصر زیاتوالی د څښاک په اوبو کی چی په ځینو سیمو کی پیداکیږی، ځینی درمل لکه تتراسیکلین او دوکسی سیکلین چی میندی یی د امیدواری پر وخت او هغه ماشومان چه عمر یی له دولس کالو څخه کم وی استعمال کړی ، په غاښونو ضربه چی په نتیجه کی یی غاښو ته صدمه ورسیږی، د سن لوړوالی او د غاښو درملنه او ډکول په ځینو موادو داخلی عوامل د غاښو د بد رنګه کیدو ګڼل کیږی.
د غاښو د رنګ د بدلون د وقایه او درملنی لپاره د پاڼی مطالب تعقیب کړی.

16/02/2014

د دی لپاره چی د ماشوم غاښونه صحیح اوکلوژن ولری او په سمه توګه په خپل موقیعت کی ځای په ځای وی د شیدو د غاښونو سلامتیا ته ډیره پاملرنه وشی.که چیری احیانآ د شیدو غاښونه مخکی له وخت څخه خراب او وایستل کیږی.باید ساحه یی د spce maintainer د آله په وسیله چی د ډاکتر په وسیله ورته جوړیږی وساتل شی. دا آله د ویستل شوی غاښ ساحه د دایمی غاښ تر راختلو پوری ساتی کله چی دایمی غاښ په راختلو پیل وکړی نوموړی اله لیری کیږی او غاښ طبیعی وده ته دوام ورکوی.
Amini

15/02/2014

د شیدو غاښونه په شپږ میاشتنی کی په راختلو پیل او په دوه نیم کلنی کی مکمل شل د شیدو غاښونه په لاندینی او پورتنی ژامو کی پوره کیږی.دا غاښونه په تدریج سره له اوه کلنی څخه تر دولس کلنی پوری خپل ځای دایمی غاښو ته پریږدی.لمړنی دایمی غاښ د شپږو کالو په عمر د شیدو د ورستنی غاښ څخه وروسته په ژامه کی راخیژی.
هغه ماشومان چه ۱۲-۶ کالو پوری عمر لری د دوی په ژامو کی هم د شیدو او هم دایمی غاښونه ځای لری.که چیری د شیدو هغه غاښونه چه تر دولس کلنی پوری عمر لری مخکی له خپل وخت څخه خراب او وایستل شی د ویستل شوی غاښ ساحه د دایمی غاښو د حرکت له وجی کمیږی. کله چه دایمی غاښ په همدی ساحه کی راخیژی د ځای د کموالی له امله په خپل موقیعت کی نه راخیژی او سبب کیږی چی دا غاښ د غاښونو له قوس څخه دننه یا بهر ته راوخیژی چی نتیجه یی هماغه کاږه واږه غاښونه دی چه په ځینو کسانو کی لیدل کیږی.

11/02/2014

بریچ د غاښو ثابت پروتیز ته ویل کیږی.کله چی یو یا څو غاښونه د ځینو موضعی یا عمومی اسبابو له امله خراب او وروسته ویستل شوی وی د همدی ویستل شویو غاښونو په ساحه کی وروسته د زخم له رغیدو غاښونه جوړیدلای شی.یو ډول یی ثابت پروتیز یا جوړشوی غاښونه دی چه د بریچ په نامه یادیږی.د بریچ د جوړولو لپاره باید د ویستل شویو غاښونو ساحه دوه طرفه سالم غاښونه موجود وی.
د ویستل شویو غاښونو دوه طرفه یو یا دوه غاښونه نظر په ضرورت د پوښ په اندازه تراش او قالب ترینه اخستل کیږی او بریچ ډوله غاښونه یعنی د تراشل شویو غاښو لپاره پوښونه او د ویستل شویو غاښونو د ځای لپاره غاښونه جوړیږی.بریچ د مخصوصو مواد په واسطه په تراشل شویو غاښونو نصبیږی.او نظر متحرک پروتیز ته د ناروغ د قناعت وړ وی.بریچ د ژامی د مخکنی غاښو لپاره د غاښو په رنګ جوړیږی او د ژامی د وروستنیو غاښو لپاره کیدلای شی metal یا د غاښونو په رنګ جوړ شی.

08/02/2014

ﺧﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﺳﻼﻣﺘﯿﺎ ﻫﻨﺪﺍﺭﻩ ﺑﻠﻞ ﮐﯿږﯼ . ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﻣﻬﻤﯽ ﺩﻧﺪﯼ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ ﮐﻮﯼ .
ﺧﻮﺍړﻩ ﻣﯿﺪﻩ ﮐﻮﯼ ﺩﻫﻀﻢ ﻟﻪ ﭘﺮﻭﺳﻪ ﺳﺮﻩ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﮐﻮﯼ ﺩ ﺧﺒﺮﻭ ﭘﻪ ﻭﺿﺎﺣﺖ ﯾﺎ ﺗﻠﻔﻆ ﮐﯽ ﺑﺮﺧﻪ
ﺍﺧﻠﯽ ﺍﻭ ﺑﻠﻪ ﺩﺍ ﭼﯽ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ښﮑﻼ ﻭﺭﺑښﯽ ﭼﻪ ﭘﻪ ﺷﺨﺼﯽ ﺍﻭ ټﻮﻟﻨﯿﺰﻭ ﭼﺎﺭﻭ ﮐﯽ ﭘﻪ ﺍﻧﺴﺎﻥ
ﺍﻏﯿﺰﻩ ﮐﻮﻻﯼ ﺷﯽ . ﻫﻤﺪﺍ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺑﯿﺎ ﺩ ځﯿﻨﻮ ﻋﻤﻮﻣﯽ ﻓﮑﺘﻮﺭﻭﻧﻮ،ﻣﻮﺿﻌﯽ ﻓﮑﺘﻮﺭﻭﻧﻮ ﺍﻭ ﺩ ﻧﻪ
ﺣﻔﺎﻇﺖ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﭘﻪ ﺑﯿﻼﺑﯿﻠﻮ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮ ﺍﺧﺘﻪ ﮐﯿﺪﻻﯼ ﺷﯽ .
ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ډﯾﺮﯼ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﺩﺍﺳﯽ ﺩﯼ ﭼﻪ ﯾﻮﻩ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﺩ ﻏﺎښ ﺩﺑﻠﯽ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﯾﻮ ﺳﺒﺐ ګڼﻞ
ﮐﯿږﯼ . ﺩ ﻣﺜﺎﻝ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻏﺎښ ﮐﯽ ﯾﻮ ﺗﻮﺭﻭﺍﻟﯽ ﯾﺎ Caries ﭼﻪ ﺩ ﻏﺎښ ﺑﻨﺴټﯿﺰﻩ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ
ﺩﻩ ﮐﻪ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﯾﯽ ﻭﻧﻪ ﺷﯽ ﺩ pulpitis ﭼﻪ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺑﻠﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﺩﻩ ﯾﻮ ﺳﺒﺐ ګڼﻞ
ﮐﯿږﯼ . ﮐﻪ ﭼﯿﺮﯼ ﻏﺎښ ﺩpulpitis ﭘﻪ ﻣﺮﺣﻠﻪ ﮐﯽ ﺗﺪﺍﻭﯼ ﻧﻪ ﺷﯽ ﺩ ﻏﺎﺵ ﺩ ﺑﻠﯽ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﭼﻪ
periodontitis ﻧﻮﻣﯿږﯼ ﯾﻮ ﻻﻣﻞ ﯾﯽ ﺷﻤﯿﺮﻝ ﮐﯿږﯼ .ﺑﻼﺧﺮﻩ ﺩ ﺑﺎﮐﺘﺮﯾﺎﯾﯽ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ
ﮐﯿﺪﺍﯼ ﺷﯽ ﭼﻪ ﭘﻪ ﮊﺍﻣﯽ، ﻣﺦ ﺍﻭ ﻏﺎړﻩ ﮐﯽ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﺭﺍﺷﯽ ﻟﮑﻪ ﺁﺑﺴﻪ،ﻓﻠګﻤﻮﻥ،ﺍﺳﺖ
ﯾﻮﻣﯿﺎﻟﯿﺖ، celulitis ﺍﻭﻧﻮﺭﯼ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ . ﺣﺘﯽ Ludwig angina ﭼﻪ ﻣﺮﮔﻮﻧﯽ ﭘﯿښﺒﯽ ﻫﻢ
ﻟﻪ ځﺎﻥ ﺳﺮﻩ ﻟﺮﯼ ﻭﺍﻗﻊ ﮐﯿﺪﻻﯼ ﺷﯽ .

06/02/2014

ﻣﺼﺮﻑ ﮐﻠﺴﯿﻢ ﺑﺮﺍﯼ ﺍﺳﺘﺤﮑﺎﻡ ﺍﺳﺘﺨﻮﺍﻥﻫﺎ ﺍﻫﻤﯿﺖ ﺩﺍﺭﺩ، ﺍﯾﻦ ﻣﺎﺩﻩ ﻣﻌﺪﻧﯽ
ﻣﻔﯿﺪ ﻣﯽﺗﻮﺍﻧﺪ ﺳﻼﻣﺖ ﻭ ﺍﺳﺘﺤﮑﺎﻡ ﻟﺜﻪ ﻭ ﺩﻧﺪﺍﻥﻫﺎﯼ ﺷﻤﺎ ﺭﺍ ﻫﻢ ﺗﻀﻤﯿﻦ ﮐﻨﺪ . ﻣﺤﻘﻘﺎﻥ
ﻣﯽﮔﻮﯾﻨﺪ ﮐﻪ ﻣﺼﺮﻑ 800 ﻣﯿﻠﯽﮔﺮﻡ ﮐﻠﺴﯿﻢ ﺩﺭ ﺭﻭﺯ ﺗﺎ 30 ﺩﺭﺻﺪ ﺑﯿﻤﺎﺭﯼﻫﺎﯼ ﻟﺜﻪ ﺭﺍ ﺩﺭ
ﺍﻓﺮﺍﺩ ﮐﺎﻫﺶ ﻣﯽﺩﻫﺪ .
ﺍﺯ ﻃﺮﻑ ﺩﯾﮕﺮ، ﺑﺪ ﻧﯿﺴﺖ ﮐﻪ ﺑﺪﺍﻧﯿﺪ ﻫﺮ ﭼﻘﺪﺭ ﺷﻤﺎ ﺩﺭ ﺭﻭﺯ ﮐﻠﺴﯿﻢ ﻣﺼﺮﻑ ﮐﻨﯿﺪ ﺍﯾﻦ ﮐﻠﺴﯿﻢ
ﺩﺭ ﺍﺳﺘﺨﻮﺍﻥﻫﺎ ﻭ ﺩﻧﺪﺍﻥﻫﺎﯾﺘﺎﻥ ﺫﺧﯿﺮﻩ ﻣﯽﺷﻮﺩ ﻭ ﺁﻧﻬﺎ ﺭﺍ ﻗﻮﯼ ﻭ ﻣﺤﮑﻢ ﻣﯽﮐﻨﺪ . ﺑﻨﺎﺑﺮﺍﯾﻦ محققان توصیه میکند که به اندازه کافی شیر ماست پنیر بخورید این مواد منابع خوب از کلسیم به شمار میروند.

04/02/2014

ټولو دوستانو او د پاڼی مینوالو ته سلام
ستاسو د روغتیا او خوشحالی په هیله خدای ج د وکړی چه د پاڼی مطالب مو خوښ او په زړه وی. د دی لپاره چی د پاڼی مینوال د پانی له مطالبو ښه ګټه واخلی خپل نظریات او وړاندیزونه راسره شریک کړی.

شپه په خیر

04/02/2014

ﺍﻣﯿﺪﻭﺍﺭﻭ ﻣﯿﻨﺪﻭ ﺗﻪ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﻣﻨﺎﺳﺐ ﻭﺧﺖ!!!
ﺩ ﺍﻣﯿﺪﻭﺍﺭﻭ ﻣﯿﻨﺪﻭ ﺩ ﺍﻣﯿﺪﻭﺍﺭﯼ ﻧﻬﻪ ﻣﯿﺎﺷﺘﯽ ﭘﻪ ﺩﺭﯼ ﺍﻭﻟﯽ، ﺩﺭﯼ ﺩﻭﻫﻤﯽ ﺍﻭ ﺩﺭﯼ ﺩﺭﯾﻤﯽ
ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﺗﻘﺴﯿﻢ ﺷﻮﯼ ﺩﯼ . ﭘﻪ ﺩﺭﯼ ﺍﻭﻟﻮ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﺩ ﺟﻨﯿﻦ ﯾﺎ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﻣﺨﺘﻠﻔﯽ ﺍﻋﻀﺎﻭﯼ ﺩ
ﺟﻮړﯾﺪﻭ ﭘﻪ ﺣﺎﻝ ﮐﯽ ﻭﯼ ﺩﺍ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﺩ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻣﻮﺍﺩ ﺍﻭ ﺗﺤﺮﯾﮑﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﺣﺴﺎﺱ ﻭﯼ ﻟﻪ ﺑﻠﯽ ﺧﻮﺍ
ﻣﯿﻨﺪﯼ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺩﺭﯼ ﺍﻭﻟﻮ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﺩ ﻫﻮﺭﻣﻮﻧﯽ ﺗﻐﯿﺮﺍﺗﻮ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﮐﺴﺎﻟﺖ ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﻭﯼ ﻧﻮ
ښﻪ ﺩﻩ ﭼﯽ ﭘﻪ ﺩ ﺩﺭﯼ ﺍﻭﻟﻮ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﭘﯿﭽﻠﯽ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﻭځﻨډﯾږﯼ .
ﭘﻪ ﺩﻭﻫﻤﻪ ﺩﺭﯼ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﺩ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﺍﻋﻀﺎﻭﯼ ﺟﻮړﯼ ﺷﻮﯼ ﺩﯼ ﺍﻭ ﺩ ﻣﯿﻨﺪﻭ ﮐﺴﺎﻟﺖ ﻫﻢ ﻟﻪ
ﺍﻭﻟﯽ ﺩﺭﯼ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ څﺨﻪ ﮐﻤﯿﯿږﯼ ﭘﻪ ﺩ ﺩﻭﻫﻤﯽ ﺩﺭﯼ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﺩ ﺍﻣﯿﺪﻭﺍﺭﻭ ﻣﯿﻨﺪﻭ ﺩ ﻏﺎښﻮ
ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﺳﺮ ﺗﻪ ﺭﺳﯿﺪﻻﯼ ﺷﯽ ﺍﻭﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﻣﻮﺭ ﺍﻭ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﺗﻪ ﺯﯾﺎﻥ ﻧﻪ ﺭﺳﻮﯼ . ﭘﻪ ﺩﺭﯾﻤﻪ ﺩﺭﯼ
ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﺩ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﻭﺩﻩ ﺯﯾﺎﺗﯿږﯼ ﺍﻭ ﺳﺮﻋﺖ ﻧﯿﺴﯽ ﺍﻭ ﻣﯿﻨﺪﯼ ﻫﻢ ﺩ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﺩ ﻭﺯﻥ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ
ﻧﺸﯽ ﮐﻮﻻﯼ ﭼﻪ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﭘﻪ ﯾﻮﻧﺖ ﺩ ډﯾﺮ ﻭﺧﺖ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻭﺿﯿﻌﺖ ﻭﻧﯿﺴﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﭘﻪ ﺩ
ﺩﺭﯼ ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ﮐﯽ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺍﺟﺮﺍ ﮐﯿږﯼ .

03/02/2014

دندانهای عقل:

دندان های معروف به دندان عقل، از جمله آخرین دندانهای انسان هستند که در فک های بالایی و پائینی کامل می شوند و عموماً با بروز مشکلاتی در افراد همراه هستند.
بشر به علت مصرف غذاهای گرم و پخته و نرم به تدریج طی صدها و هزاران سال دچار تغییراتی در فک شده است و این به صورت کوچکتر شدن فک و کمبود جا برای رویش دندانهای عقل بروز کرده است.
دندان عقل به سومین دندان آسیاب بزرگ اطلاق می‌شود. این دندان کمی دیرتر از دندان‌های دیگر رشد می‌کند و در سنین ۱۷ تا ۲۱ سالگی‌ می‌روید.
با رشد انسان و کوچک شدن فک، فضا برای رشد دندان عقل محدود شده و در نتیجه دندان عقل خود را به شکل نهفته و نیمه ‌نهفته نشان می‌دهد. تحقیقات انجام شده در زمینه دندان‌های عقل نشان می‌دهد که این دندان‌ها در بسیاری از موارد، مشکل‌ساز بوده و به جراحی ختم شده‌اند.
دندان‌های عقل بعد از پوسیدگی، موجب پوسیدگی دندان‌های مجاور و عفونت در اطراف می‌شود و گاهی نیز با بستری ‌شدن در بیمارستان و جراحی همراه است. از طرفی دندان عقل با توجه به اینکه در آخرین ردیف دندان‌ها رشد می‌کند و جای کمی برای رشد آن وجود دارد، به دندان‌های‌ مجاور فشار آورده و سبب کج قرار گرفتن دندان‌های دیگر می‌شود. همچنین این دندان‌ها باعث بروز دردهایی در ناحیه مفصل فک، گوش، چشم و سر می‌شود و برای مقابله با پیدایش چنین دردهایی، بهتر است که دندان‌های عقل توسط پزشک متخصص کشیده شود.

با تشکر فراوان از خانم "مریم حریر نظری" برای همکاری شان.

02/02/2014

ﺩ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﺩﺷﯿﺪﻭ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﭼﯽ ﭘﻪ ﺷﭙږﻣﯿﺎﺷﺘﯿﻨﯽ ﮐﯽ ﭘﻪ ﺭﺍﺧﺘﻠﻮ ﭘﯿﻞ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﻭﻩ ﻧﯿﻢ ﮐﻠﻨﯽ
ﮐﯽ ټﻮﻝ ﺩ ﺷﯿﺪﻭ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﮊﺍﻣﻮ ﮐﯽ ﺭﺍﺧﯿﮋﯼ ﺑﯿﺎ ﭘﻪ ﺗﺮﺗﯿﺐ ﺳﺮﻩ ﻟﻪ ﺷﭙږ ﺗﺮ ﺩﻭﻟﺴﻮﮐﺎﻟﻮ
ﭘﻮﺭﯼ ﺧﭙﻞ ځﺎﯼ ﺩﺍﯾﻤﯽ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﺮﯾږﺩﯼ . ﺩﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﺩ ﺷﯿﺪﻭ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺑﺎﯾﺪ ﺗﺮ ټﺎﮐﻠﯽ
ﻣﻮﺩﯼ ﭘﻮﺭﯼ ﻭﺳﺎﺗﻞ ﺷﯽ . ځﮑﻪ ﺩ ﺷﯿﺪﻭ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﺩ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﺷﮑﻼ ﺗﺎﻣﯿﻨﻮﯼ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﭘﺮﯼ ﺧﻮﺍړﻩ
ﺧﻮﺭﯼ . ﻣﻬﻤﻪ ﺩﺍﭼﯽ ﮐﻪ ﻟﻪ ټﺎﮐﻠﯽ ﻣﻮﺩﯼ ﻣﺨﮑﯽ ﻭﯾﺴﺘﻞ ﮐﯿږﯼ ﻧﻮ ﺩﺍﯾﻤﯽ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻤﻪ
ﺗﻮﮔﻪ ﻧﻪ ﺭﺍﺧﯿﮋﯼ ﺍﻭ ﯾﻮﻩ ﺑﯽ ﻧﻈﻤﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﻮﺱ ﮐﯽ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﺭﺍځﯽ ﯾﻌﻨﯽ ﺩﺍﭼﯽ ﺩﺍﯾﻤﯽ
ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﮐﺎږﻩ ﻭﺍږﻩ ﺭﺍﺧﯿﮋﯼ . ﺩﻏﻪ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻥ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﯿﺎ ﺩ ځﻮﺍﻧﯽ ﭘﻪ ﻋﻤﺮ ﮐﯽ ﻟﻪ ﺩﻏﻪ ﺑﯽ
ﻧﻈﻤﻪ ﻏﺎښﻮﻧﻮ څﺨﻪ ځﻮﺭﯾږﯼ ﺍﻭ ﺗﺪﺍﻭﯼ ﺧﻮ ﯾﯽ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﺩﻩ ﭼﯽ ډﯾﺮ ﻭﺧﺖ ﻧﯿﺴﯽ ﺍﻭ ډﯾﺮ
ﻟګښﺖ ﻟﺮﯼ . ﺩ ﺩﯼ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﻪ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻥ ﻣﻮ ﺷﻪ ﺻﺤﺖ ﻣﻨﺪ ﻭﺭﻭﺯﻝ ﺷﯽ ﺩ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﺣﻔﻆ ﺍﻟﺼﺤﻪ
ﺗﻪ ﯾﯽ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﻭﮐړﯼ ﺗﺮ څﻮ ﺩ ﺷﯿﺪﻭ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﯾﯽ ﺗﺮ ټﺎﮐﻠﯽ ﻣﻮﺩﯼ ﺧﺮﺍﺏ ﻧﺸﯽ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺑﯿﻼﺑﯿﻠﻮ
ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﺳﺮﻩ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻧﻪ ﺷﯽ .

01/02/2014

برگ بو، بادرنجبویه، مریم گلی، نعنا

جویدن برگ برخی گیاهان ترشح بزاق را تحریک، دهان را تمیز و نفس را خوشبو می‌کند.
گیاهانی مثل برگ بو، مریم گلی، بادرنجبویه و نعنا دندان‌ها را سفید می‌کنند. علاوه بر این مالیدن پودر زنبق روی دندان‌ها لکهای دندانی را از بین میبرد.

30/01/2014

ﭼﺎﯼ ﺳﺒﺰ
ﺣﺎﻭﯼ ﭘﻠﯽ ﻓﻨﻞ - ﯾﮏ ﺁﻧﺘﯽ ﺍﮐﺴﯿﺪﺍﻥ ﮔﯿﺎﻫﯽ - ﺍﺳﺖ ﮐﻪ ﺍﺯ ﺁﺳﯿﺐ ﺩﻧﺪﺍﻥ ﻫﺎ ﻭ ﺍﯾﺠﺎﺩ ﺣﻔﺮﻩ
ﺩﻫﺎﻧﯽ ﻭ ﺑﯿﻤﺎﺭﯼ ﻫﺎﯼ ﻟﺜﻪ ﺍﯼ ﭘﯿﺸﮕﯿﺮﯼ ﻣﯽ ﮐﻨﺪ . ﭼﺎﯼ ﺳﺒﺰ ﺑﺮﺍﯼ ﺭﻓﻊ ﺑﻮﯼ ﺑﺪ ﺩﻫﺎﻥ ﻧﯿﺰ
ﻣﻮﺛﺮ ﺍﺳﺖ ﻭ ﺍﺯ ﺭﺷﺪ ﺑﺎﮐﺘﺮﯼ ﻫﺎﯾﯽ ﮐﻪ ﺑﺎﻋﺚ ﺍﯾﺠﺎﺩ ﺍﯾﻦ ﺑﻮﯼ ﺑﺪﻣﯽ ﺷﻮﻧﺪ ﺟﻠﻮﮔﯿﺮﯼ ﻣﯽ
ﮐﻨﺪ . ﭼﺎﯼ ﺳﺒﺰ ، ﻫﻤﭽﻨﯿﻦ ﺩﺍﺭﺍﯼ ﻣﻘﺪﺍﺭﯼ ﻓﻠﻮﺭﺍﯾﺪ ﺍﺳﺖ ﮐﻪ ﺍﺯ ﺧﺮﺍﺏ ﺷﺪﻥ ﻣﯿﻨﺎﯼ ﺩﻧﺪﺍﻥ
ﺟﻠﻮﮔﯿﺮﯼ ﻣﯽ ﮐﻨﺪ.

30/01/2014

Good Morning dear Followers

Thanks to all who joined us, now we are 4,000+ friends.

26/01/2014

مخکی له د چه په غاښو کی شدید دردونه منځ ته راشی ځینی علایم په غاښو کی لیدل کیږی. او دځینو اعراضو څخه شکایت موجود وی.د مثال په توګه په غاښ کی توروالی په سترګو لیدل کیږی، د خواړو پر وخت د خواړو ټوټی د غاښو په منځ کی نښلی، غاښونه د خواږو خواړو سره خفیف درد کوی، د یخو او ګرمو خواړو په مقابل کی عکس العمل ښیی، او یا دا چی د اوریو په ناروغیو کی د مسواک یا برس د استعمال په وخت اوری وینه کوی، د غاښو منګ او اوریو تخریب چه په نتیجه کی یی د غاښو ریښی د خواړو سره مستقیمآ تماس پیدا کوی او ځینی نور حالات.
دا هغه اعراض او علایم دی چه ټول درملنی ته اړتیا لری.د دی حالاتو درملنه هم اسانه او هم ارزانه تمامیږی او نتیجه یی هم ښه ده.د دی حالاتو د نه درملنی په صورت کی په غاښو کی شدید درد پیدا کیږی د غاښو شدید درد د غاښو په ډیر خرابوالی دلالت کوی یعنی د غاښو سطحی ناروغیو د غاښ په عصب اثر کړی وی.کله چه د غاښ عصب التهابی شی ناروغ ته شدید دردونه خصوصآ د شپی لخواه منځ ته راځی.
درملنه یی RCT یا د غاښ د ریښه درملنه ده.او بعضآ د غاښ د ډیر خرابوالی له کبله غاښ پوښ ته اړتیا پیدا کوی.د درملنی نتیجه د RCT په پروسیجر پوری اړه لری.د صحیح درملنی په صورت کی یی نتیجه عالی ده.

21/01/2014

ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺭﯾﺸﻪ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﺗﻪ Root CanalThrapy ﯾﺎ RCT ﻭﺍﯾﯽ . RCT ﺩ ﻏﺎښﻮ
ﺍﺳﺎﺳﯽ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺩ ډﺍﮐﺘﺮ ډﯾﺮﯼ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﯽ ﺍﻭ ﺯﯾﺎﺭﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﻟﺮﯼ . ﮐﻠﻪ ﭼﻪ ﻏﺎښ ﺩ
pulpitis ﭘﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﺍﺧﺘﻪ ﺷﯽ ﯾﻌﻨﯽ ﻧﺎﺭﻭﻍ ﺗﻪ ﺩ ﺳړﻭ ﺍﻭ ګﺮﻣﻮ ﺧﻮﺍړﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﯾﺎ ﺩ ﺷﭙﯽ
ﻟﻪ ﺧﻮﺍ ﺩﻭﺍﻣﺪﺍﺭﻩ ﺩﺭﺩ ﭘﯿﺪﺍ ﺷﯽ . ﺍﻭ ﯾﺎ ﮐﻠﻪ ﭼﯽ ﻏﺎښ ﺩ periodontitis ﭘﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﯽ ﺍﺧﺘﻪ
ﺷﯽ ﯾﻌﻨﯽ ﮐﻠﻪ ﭼﻪ ﺩ ﻧﺎﺭﻭﻍ ﻏﺎښ ﺩ ﺧﻮﺍړﻭ ﭘﺮ ﻭﺧﺖ ﯾﺎ ﺩ ﻏﺎښﻮ ﺩ ﺗﻤﺎﺱ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﺩﺭﺩ ﻭﮐړﯼ
ﺍﻭ ځﯿﻨﯽ ﻧﻮﺭ ﺣﺎﻻﺕ ﺩﯼ ﭼﻪ ﻏﺎښ ﺩ RCT ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﻮﯼ .
ﭘﻪ ﺩ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﮐﯽ ﺩ ﻏﺎښ ﺗﻮﺭﻭﺍﻟﯽ ﺍﻭ ﺩ ﻏﺎښ ﺭﯾﺸﻪ ﭘﻪ ﻣﮑﻤﻞ ډﻭﻝ ﭘﻪ ﺧﺎﺻﻮ ﻭﺳﺎﯾﻠﻮ ﺳﺮﻩ ﭘﺎﮎ
ﮐﯿږﯼ . ﺍﻭ ﺩ ﺩﺭﺩ ﺩ ﮐﻨﺘﺮﻭﻝ ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭘﻪ ﻏﺎښ ﯾﺎ ﺭﯾﺸﻪ ﮐﯽ ﯾﻮ ﯾﺎ ﺩﻭﻩ ځﻠﻪ ﺩﺭﻣﻞ ﺍﯾښﻮﺩﻝ
ﮐﯿږﯼ . ﭘﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﯽ ځﻞ ﭼﻪ ﻏﺎښ ﮐﻮﻣﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ ﻭﻧﻠﺮﯼ ﻟﻤړﯼ ﺩ ﻏﺎښ ﺭﯾﺸﻪ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﻣﻮﺍﺩﻭ ﭘﻪ
ﻭﺳﯿﻠﻪ ﭘﻪ ﺑﺸﭙړﻩ ﺗﻮګﻪ ډﮐﻪ ﺷﯽ ﺍﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻏﺎښ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﻮ ﻣﻮﺍﺩﻭ ﺳﺮﻩ ﺗﺪﺍﻭﯼ ﺍﻭ ډﮎ ﺷﯽ .
ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﯾﻮﻩ ﻳﺎ ﺩﻭﻩ ﺍﻭ ﯾﺎ ﺩﺭﯼ ﺭﯾﺸﯽ ﻟﺮﯼ ﺩ ځﯿﻨﯽ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ټﻮﻟﯽ ﺭﯾﺸﯽ ﭘﻪ ﻣﮑﻤﻞ
ډﻭﻝ ﻧﻪ ﭘﺎﮎ ﮐﯿږﯼ . ﺩﺍ ﺣﺎﻻﺕ ﺳﺒﺐ ﮐﯿږﯼ ﭼﻪ ﮊﺭ ﯾﺎ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻟﻪ ﺩﺭﻣﻠﻨﯽ ﻏﺎښ ﺩﺭﺩ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړﯼ .

Website