Digital Square
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Digital Square, Internet Marketing Service, Ghazni.
Digital Square is an online digital services which spreads web based affiliate marketing approaches, Present best online investment consulancy, Analyses digital currencies and financial market to it's potential customers.
نوی کال مو نېکمرغه!
سال نو تان خجسته باد!
په دې هيله چې دغه کال مو په ژوند کې د مثبت بدلون پیلامه وګرځي!
ChatGPT چیټ جی پي ټي یا مصنوعی پوهه، د علم پیل که پای؟
چیټ جی پی ټی څه کاره ده؟ کوم کوم کارونه کولی شي او بشریت د کومو
ننګونو او فرصتونو سره مخ کوی؟
آیا انسان په یو بی روزګاره موجود بدلیدونکی دی؟
پورته پوښتنو ته ځوابونه په لاندی لیکنه کی څیړل شوی، لیکنه اوږده ده، خو باور لرم خسته به مو نه کړي. که وخت لرۍ یو څو دقی ورکړۍ.
چیټ چی پی ټی د مصنوی پوهی یا زیرکتیا نوی اپلیکیشن/ویبسایټ یا روباټ دی چی د ۲۰۲۲ د نومبر میاشت کی ورته د عامو خلکو لاسرسی ممکن شو. په تیرو دوه میاشتو کی یاد اپلیکیشن په میلونونو کارونکی پیدا کړي او د انټرنیټ په نړۍ کی یی یو نوي انقلاب ته لاره پرانیستی ده.
چیټ جی پی ټی څه رنګه کار کوی؟
په تخنیکی ژبه، چیټ جی پی ټی pre-trained language model یعنی د ژبو یو ماډل دی چی له وړاندی تربیه شوی یا یی د انسانانو په واسطه ذده کړه کړی ده. یاد ماډل د اوس لپاره ۱۷۵ ملیارډه پارامیټرونه لری او د deep neural network په کارولو سره تقریبا زموږ د هری پوښتنی جواب راکولی شی.
يا په ساده کلیواله ژبه، چیټ جی پی ټی یو روباټ یا یو ماشین دی چی انسانانو تربیه کړی یا یی هوښیار کړی او کولی شی په څو ثانیو کی تقریبا زموږ د هر ډول پوښتنی (دینی، تاریخی، ساینسی، ادبی) جواب راکړي. چیټ جی پی ټی کټ مټ لکه د انسان سره چی چیټ یا خبری کوی او د هری پوښتنی جواب په natural language یا د انسانانو د ژبی په څیر درکوی.
چیټ جی پی ټی کوم کوم کارونه کولی شی؟
که تاسو کوم دینی پوښتنه لرۍ یا د یو دینی موضوع په اړه مو کوم ایات یا حدیث پکار وی نو چیټ جی پي ټی کولی شی په څو ثانیو کی تاسو ته اړوند آیاتونه او حدیثونه سره د دقیقی منبع درکړي. یا که د کوم حقوقی مشکل لپاره شرعی حل غواړۍ له یاد روباټ یی وپوښتي او په څو ثانیو کی جواب تر لاسه کړۍ. لنډه دا چی چیټ جی پی ټی په څیر عالم په ګرده نړۍ کی نشته.
که لیکوال یی او د لیکوالی ستړی شوی یی فقط موضوع ورته په یو کرښه کی ووایه نور چیټ جي پي ټی پوه شه او ستاسو لپاره کار کول. که شاعر یی او غواړی کاغذ پیچ شعرونه ولیکی نو ضرور نه ده لس ورځی پری فکر وکړی یواځی چیټ جی پی ټی ته ووایه چی د سیند په غاړه ناست یم د مرغیو غږونه دی او د ابو شور دی او د پسرلی وږمی دي او ته راته په دغسی حالاتو کی د لیلا په شنو خالونو یو شعر ولیکه، بس فقط څو ثانیی صبر وکړه او د چیټ جی پي ټی نه یو کاغذ پیچ رومانی شعر تر لاسه کړه. د یادولو وړ ده چی شعر به د کوم شاعر نه وی او لیکوال به یی خپله چیټ جی پی ټی محترم وی. که د ماشومانو لپاره د قیصو کتاب لیکی او ورسره د قیصی اړوند رسامی غواړۍ نو چیټ جی پی ټی ستاسو په خدمت کی دی یعنی هم لیکل کولی شی او هم د اړوندی موضوع مطابق درته هغسی عکس هم رسمولی شی.
که مدافع وکیل یی او د یو سختی حقوقی قضیی سره مخ یی او بلکل کاغذ پیچ شرعی او یا هم عصری دلایلو ته ضرورت لری نو ضرور نه ده لوی لوی کتابونه ورپسی وګوری. یواځی چیټ جی پی ټی ته سر ورښکاره کړه.
که سافټویر انجنر یی او له کوډنګ او پروګرامنګ ستړی یی نو چیټ جی پی ټی ته په ساده ژبه ووایه چی ما ته دغسی یو پروګرام پکار دی فقط د څو شیبو له انتظار وروسته د کمپوټری ژبی کوډ سره د تشریح واخله.
که د ماسټری تیزیس، یا پروپوزل لیکولو ته دی ملا ماته وی نو بسم الله اکبر، موضوع ورکړه او ښه سم علمی لیکل واخله البته د اوس لپاره چیټ جی پي ټی لنډی لنډی لیکنی کوی یعنی که د تیزیس په څیر د موضوع حل غواړي نو باید په لسګونو پوښتنی تری وکړۍ.
که ډاکټر یی یا یو عادی کس يی او د نارغیو او د اړونده دواګانو نومونه دې پکار وی يا درڅخه هير شوي وی نو د ناروغی علایم په چیټ جی پی ټی کی ولیکه او په څو ثانیو کی د دوا ګانو نومونه تر لاسه کړه سره د ځنی لارښونو لکه هم مخکی له ډوډی او هم وروسته له ډوډۍ.
که د ښونځی یا پوهنتون شاګرد یی او د استاد د کورنی وظیفی څخه په تنګ یی نو له چیټ جی پی ټی مرسته وغواړه او په څو شیبو کی پوره په جزیاتو د کورنی وظیفی حل تر لاسه کړه. د یادونی وړ ده چی چیټ جی پی ټی په هر مضمون او هره موضوع کی البته که په هره کچه وی پری پوهیږی او دقیق جواب ورته لری. که ماشومه لور یا زوی دی درڅخه د ښونځی په یو خاص موضوع کی کومک وغواړی او ته پری نه پوهیږی نو مه وارخطا کیږه فقط چیټ جی پی ټي ته ورشه او ورته ووایه چی انډیواله اته کلن زوی می د ریاضی په پلانۍ موضوع نه پوهیږی. بس چیټ جی پی ټی به درته د اته کلن ماشوم د وړتیا مطابق هغه موضوع ډیره ساده او ورسره د مثالونو تشریح کړي.
که د تجارت په اړه بیخی یو کاغذ پیچ او داسی مشوره غواړی چی له دی مخکی دی په هیڅ کتاب کی نه وی لوستلی او نه دی د چا څخه اوریدلی وی نو چیټ جی پی ټی یی دقیق ادرس دی.
که د میلونونو کتابونو په اړه خلص معلومات په یوه کرښه یا یو پاراګراف یا په څو پاراګرافونو کی غواړی نو وطن داره چیټ جی پی ټی دی په خدمت کی دی.
لنډه دا چی دا د کوپر بچی هر کاره دی.
آیا چیټ جی پی ټی انسان په یو بی کاره مخلوق بدلولی شي؟
که هم دا پوښتنه له چیټ جی پی څخه وکړی نو په لنډو ټکو درته وایی « نه، چیټ جی پی ټی به هیڅکه انسان په یو بی روزګاره یا بی کاره مخلوق بدل نه کړي. زه یواځی د انسانانو د خدمت او پرمختګ لپاره جوړ شوی یم او زه دا وړتیا نه لرم چی یو ازاد نظر ورکړی شم یا یو خاصه عقیده ولرم او یا کوم نوښت وکړی شم. زه انسان ته ضرورت لرم تر څو ما ته زده کړی. چیټ جی پی ټی د هم دی پوښتنی په جواب کی زیاتوی چی انسانان اوس هم په مختلفو رشتو کی لکه ساینس او اجتماعی اړیکو کی یو مهم رول لوبوی». البته وخت به دا ثابته کړی چی چیټ جی پی ټی څومره وظیفی له منځه وړی او یا څومره انسانان به بیکاره کړي او یا څومره نوی فرصتونه به رامنځ ته کړي.
آیا چیټ جی پی ټی او یا دی ته ورته روباټونه د موجوده تعلیمی سسټم پای ده؟
شاید زما په څیر تاسو سره حتما دا پوښتنه پیدا شوی وی چی کله یو څوک د حساب ماشین ولري نو څه ضرور چی د ضرب او تقسیم په مغلقو فارمولونو خپل ذهن خراب کړي. کټ مټ هم دا پوښتنه پیدا کیږی چی کله زه چیټ جی پی ټی ولرم او ما سره د یو مهربانه استاد یا مشاور په څیر پرته له ستړیا کومک کولی شی یا راته د اول صنف څخه تر دکترا هره پوښتنه جوابولی شی او دقیقه مشوره راکولی شی نو بیا انسانان ولی شل دیرش کاله ذده کړه وکړی او خپل قیمتی وخت او پیسی مصرف کړي. دا اوس هم په اروپا کی د مکتب استادانو شکایت کړی چی شاګردان کورني وظیفه د چیټ جی پی ټی په مرسته کوي او باید داسی حل لاره ولټول شی تر څو نه سیځ وسوځی او نه کباب. آیا چیټ جی پی ټی د اوسنی مروج تعلیمی سسټم پای ده یا نه، خو دا سل په سلو کی حتمی ده چی اوسنی تعلیمی او تحصیلی سسټم به د یو مخی بدلیږی او پر ځای به یی یو بدیل تعلیمی سسټم رامنځ ته کیږی.
د چیټ جی پی ټی ممکنه ستونزی، ننګونی او فرصتونه
څنګه چی چیټ جی پی ټی د مصنوعی پوهی په ډګر کی لومړنی ماډل یا روباټ دی او یا بیخی نوی تجربه ده نو امکان لری چی ځنی ځوابونه به یی دقیق نه وی او ځنی ستونزی به حتما ولری. څنګه چی د اوس لپاره د چیټ جی پی ټی استعمال محدود دی او ډیر نه دی عام شوی نو شاید د وخت په تیردو ځنی عقیدوی حساسیتونه راوپاروی. البته په نوی ورژنونو کی به یی ټولی ستونزی حل شی او ځوابونه به یی ډیر د قناعت وړ وی.
یو ممکنه ننګونه دا هم ده چی چیټ جی پی ټی یا دی ته ورته روباټونه به د ډیرو انسانانو وظیفی له منځه یوسی او بی کاری به رامنځ ته کړی. هغه وظیفی چی په راتلونکی څو کلونو کی به د چیټ جی پی ټی خوراک شی په ترتیب سره په دا ډول دی، لیکوال، ترجمان، استاد، وکیل، ډاکټر، سافټویر انجنر او ورو ورو به ټولی هغه وظیفی چی غیر فزیکی فعالیتونه پکی تر سره کیږی لکه د یو وحشتناک ښامار په څیر به یی چیټ جی پی ټی له خپل ستونی تیری کړي. یو بل لوی چیلنج چی یاد روباټ به یی رامنځ ته کړي د اوسنی مروج تعلیمی او تحصیلی سسټم له منځه وړل دي. بی له شکه نوی او بدیل تعلیمی سسټم رامنځ ته کول به هم د پرمختللی او هم د دریمی نړۍ لپاره ډیر ستونزمن وی چی ډیر وخت او منابعو ته به ضرورت ولری.
د اوس لپاره چيټ جي پي ټي په انګليسي ژبه لکه د طوطی په څير ليکل کولي شي. د پښتو په ګډون په نورو ژبو کي هم جواب درکولي شي خو ډير ابتداي وي يا لکه د انګليسي په څير په روانه ژبه نه وي. بي له شکه چي نوي ورژن کي به يي د نورو ژبو مشکل هم حل شي.
وایی ضروت او اړتیا د نوښت مور ده. د یادو ستونزو او ننګونو سره سره چیټ جی پی ټی یا دی ته ورته روباټونه/مصنوعی پوهه به د بشریت لپاره نوی فرصتونه وزیږوی. انسانان به د دی پر ځای چی د خپل عمر نیمایی برخه په داسی ذده کړه مصرف یا ضایع کړی چی مخکی له مخکی په کتابونو او یا هم د روباټونو په ذهنونو/میموری کی موجوده ده. یاد وخت به انسانان نوی ساینسی تجربو او تحقیق ته ځانګړی کړی او هم به د دی روباټونو په مرسته انسان وکړی شی چی د نوی ریسرچ او نوښتونو لپاره اضافه وخت ولري او بشریت چی په اوس وخت کی د لویو لویو ننګونو لکه د اقلیم بدلون، د انرجی د کمښت، اقتصادی سسټم، نوی وایرسونو، د شته وایرسونو سره د موجوده انټی بایوټیکو دوستانه او ضعیف چلند، او لا علاجه مرضونو سره لاس او ګریوان دی ورته به نوی لاری چاری پیدا کړي.
آیا د یو ملت په حیث مونږ د ټکنالوجی یا مصنوعی پوهی انقلاب ته اماده یو؟
نوح حراری چی د ځنی مشهورو او په ریکارډ کچه د خرڅیدونکو کتابونو لکه Sapiens او Twenty one lessons for twenty first century لیکوال دی. په خپل کتاب د ۲۱ پیړۍ لپاره ۲۱ درسونو نومی کتاب کی لیکی. «راتلونکی د هغه ملتونو دی چی ډیټا ولری». نو ایا مونږ ډیټا لرو؟ ايا د یو ملت په حیث مونږ د ډیټا په ارزښت پوهیږو؟ ایا هغه ملتونه چی اکثره ځوانان یی ټوله ورځ په ټولنیزو رسنیو کی په یو بل ټاپی لګوی او یا هم یو بل له مذهبه باسی او بل پکی ننباسی او سپکی سپوری وایی څومره کولی شی چی د دی انقلاب مخی ته لکه ونه مستقیم په خپل مکان ودریږی؟ آیا هغه ملتونه چی په ۲۱ پیړۍ کی یی حاکمان او عالمان په دی اختلاف لری چی علم مباححح دی که حرام کولی شی چی د مصنوی پوهی له دی توپانی سمندر څخه هغه ګوډه ماته کشتی چی دا ۴۰ میلونی ملت پکی سپور دی رکه روغه وباسي؟
د یو ملت په حیث مونږ څه باید وکړو چی یو ژوندی ملت پاتی شو؟ او څنګه د دی ملت ناخبره مشران، عالمان او حاکمان له دی شته تنګ نظری راوباسو؟ دا به بيا کله وڅیړو.
آیا په چیټ جی پی ټی په افغانستان کی د لاسرسی وړ دی؟
له بدمرغه چیټ جی پی ټی تر امر ثاني په افغانستان کی د لاس رسی وړ نه دی. په یو بله لنډه لیکنه کی به درته هغه لاری درپه ګوته کړم چی څنګه وکولای شئ چیټ جی پی ټي د امر ثانی څخه مخکی په افغانستان کی وکاروئ.
لیکنه: Jalal Mahmood
#رهبري #ذهنیت #فرصتونه #ژوند #ستونزې #هڅونه #پرمختګ
نظم او ډسپلین هغه څه ده چې په ذهن کې ګرځېدونکی ژوند او نړۍ مو په حقیقت بدلوي.
کله چې ډار ختم شو نو ژوند پیلېږي!
نوی ميلادي کال مو له بریاوو برخمن اوسه!
دا ستونزمنه ده چې هره ورځ مو غوره تېره کړئ، خو کولای شی بده ورځ په ښه غبرګون سره پای ته ورسوئ.
خپل ذهن مو دې ته وهڅوی چې د ژوند په هر ډول فراز او نشیب کې ښکلاوي وڅاري تر څو د اضطراب ښکار نشئ، ځکه ذهني نړۍ او د ارزښتونو ټولګه مو په ژوند مستقیم تاثیر لري، بناءً که د ځان په اړه هر ډول فکر کوی هماغه ترلاسه کوئ.
که زده کړیال، کارکوونکی او یا هم تازه فارغ یاست، د زده کړو تر څنګ مو د مهارتونو په غني کېدو او مالي زده کړو تمرکز وکړئ، په دې مطمیئن اوسی چې په خپل مسلک کې د لوړو نومرو تر څنګ نور اړین مهارتونه یا (Soft Skills ) درلودل به مو د کار ساحه پراخه کړي، په افغانستان کې باور دادی چې دولت باید ټولو ته د کار زمینه برابره کړي، بناءً ټول خک باید دولت او نړیوالو ادارو سره کار وکړي، خو تاسو پوهېږی چې زمونږ د هېواد نفوس له دیرش میلیونه څخه لوړ دی اما دولت تر دې دمه تر یو میلیون کسان هم ندې ګمارلي، دا ممکن ندې ځکه دا کار پرمختللي هېوادونه هم نشي ترسره کولای، د دندې ژوند ښه خو په ځان بسیا ژوند ندی، د اوږدمهاله ستونزو لنډمهاله حل دی، غوره نظر دا دی چې که څوک دولتي یا خصوصي سکتور کې دنده لري باید د یو بدیل او غیر فعال عاید فکر ورسره ولري.
دا چې غیر فعال عاید څه شی ده په یوه ځانګړي لیکنه کې به یې واضح کړو!
بیټکواین ۱۴ کلن شو! 🎂
نن د د رامنځته کېدو ورځ ده، بیټکواین د 2008 کال اکټوبر په31 نیټه د ساتوشي ناکاموتو (Satoshi Nakamoto) له لوري د (WhitePaper) یا سپین کاغذ تر مفهوم لاندې د کریپټوګرافي لېږد رالېږد لیست (Cryptography Mailing List) ته اضافه شو.
کریپټو او بیټکواین د ټکنالوژۍ له لاري په نړۍ کې د غیر متمرکزه صنعت په برخه کې یو لوی انقلاب رامنځته کړ.
نن په نړیوال بازار کې د یوه بیټکواین بیه ($20938) ډالر ده چې د یو میلیون او اته لکه نهه پنځوس زره (1859294) افغانیو معادل راځي.
بلاکچین په پراخېدو ده او مونږ تازه له سره د اشنا کېدو په طرف درومو!
د عمر په تیرېدو سره د انسان سترې پښيمانتیاوي:
۱- تجارت یا کاروبار نه پیلول
۲- د وجود روغ او سالم نه ساتل
۳- د تقاعدې عمر لپاره مالي پلان او پیسې نه ځانګړي کول
۴- پانګونه او خپلو پیسو ته اجازه نه ورکول چې تاسو ته کار وکړي
۵- په خپل ځان او کورنۍ وخت نه مصرفول
۶- خپل احساسات نه څرګندول
پنځه کاله مالي ازادۍ ته:
۱- د خپل عاید ۱۰ سلنه برخه مو سپما ته ځانګړي کړئ.
۲- د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره مو د بیړني حالت حساب جوړ کړی تر څو مو سپمول شوی عاید له لاسه ورنکړئ.
۳- د عاید لوړولو لپاره مو د اصلي منبع سره جوخت یوه
ضمني سرچینه هم رامنځته کړئ.
۴- د خپل عاید او ګټي په زیاتولو مو پانګونه وکړئ.
۵- اجازه ورکړی چې د پیسو جوړولو عادت مو مالي ازادۍ ته ورسوي.
په ایران کې د مهسا امیني له وژلو وروسته روانو لاریونونو سره جوخت د بې نومه هکرانو یا ”Anonymous“ ډلې تر دې دمه +1580 امنیتي کامري، د مرکزي بانک څو سرورونه، د دولتې ټلویزیون ویب پاڼه، د خامنه یې.آی آر انګلیسې برخه، د اخوندې رژیم اړوند پایګاه انترنیتی دولت ایران، صدا او سیما، درگاه ملی هوشمند، پزشکی قانونی او څو نوري برخې د یو څه مودې لپاره هک او یا د دولت له کنټرول څخه وتلي وي چې نیمې یې دوهم ځلې وصل شوي دي، خو د مرکزي بانک مشر یې وایې چې زمونږ پر سرورونو نه بلکه د انټرنیټ پر توزیع کوونکو یا ISP باندې برید شوی او دوی دا یوازینی لامل بولي چې شاید ایران کې پر انټرنیټ محدودیت وضع کړي.
یعني په ټوله کې که هکران وغواړي اوس په ډېر راحتی سره د بانکونو سرورونو ته لاره موندلی شي، له دغه پیښو نه وروسته ایرانیانو اوس په بانکونو کې د فیات (Fiat) یا نغدو پیسو په پریښودلو باور له لاسه ورکړی او بدیل یې غیر متمرکز یا د بلاکچین ټکنالوژۍ اړوند د ډیجیتل پیسو یا کریپټو کرنسیو سیستمونه بولي چې هک یې په اوس وخت کې تر یوه بریده ناممکنه ښکاري.
څلور هغه نښې چې ستاسو د قوي ذهنیت ښکارندویې کوي.
#بریا
#ژوند
د پاکستان په e-commerce ویبسایټ کې د iPhone 14 ټول ماډلونه له بل هر وخت په لوړ نرخ په پرې آرډر کې پلورل شوي دي، ITB iPhone 14 Pro Max تر دې دمه په 689,999 کالداري پلورل شوی چې تر بل هر وخت پېريدونکو ته ګرانبیه لوېدلی ده، منځنۍ کچه iPhone 14 د 128GB حافظې درلودونکی چې په روانه کټګوری کې یې تر ټولو ټیټ ماډل دی په 419,999 کالدارو خرڅ شوی دی.
په افغانستان کې یې د New Technology شرکت له لاري ترلاسه کولای شئ.
لاندې د ډیجیتل پیسو ( کریپټو کرنسیو ) لس مخکښه او غوره صرافیاني دي چې د یوې ورځې راکړي ورکړي کچه یې ليدلی شئ، باینانس پکې تر ټولو مخکښه او بهترینه ده چې د ورځنی معاوضي والیوم یا اندازه یې 8.9 ملیارده ډالرو پوري رسېږي.
- $8.90B
- $1.42B
Pro - $1.09B
- $910.28M
- $778.45M
- $716.81M
- $632.67M
Global - $631.60M
- $460.23M
- $445.51M
تاسو یې کومه یوه په خپل موبایل کې لرئ؟
ایا ډیجیتلي پیسې مو تر اوسه اخیستې دي؟
لويې برياوي له لویو ننګونو پرته نه راځي.
Big Success Does Not Come Without Big Challenges.
د میلیاردرانو ارزښتناکه لارښوونې!
Billionaires Life Tips!
که تاسو هر څومره خوندې او ډاډمنه دنده لرئ، سربېره پر دې هم باید تل د غیر فعال عاید (Passive Income) په لټه کې اوسئ.
دا چې غیر فعال عاید څه شی ده، په اړه به یې پوره څرګند معلومات له دې پاڼې وړاندې شي.
ورځنی مالي چاري څنګه مدیریت کړو؟
پنځه هغه کړنلاري چې په وسیله یې کولای شی خپل ورځني مصارف کنټرول کړئ.
۱. خپل ورځني لګښتونه مو وڅارئ
د پیسو غوره مدیریت د لګښتونو له ورځنی او کره څارني رامنځته کېږي.
د دې کار لپاره د مصارفو مدیریت او څارني له ځانګړي اپلیکېشن یا منظم د یاد داښت کتابچې څخه ګټه پورته کړئ.
۲. میاشتنی د اړتیا وړ او په حقایقو ولاړه پانګه مو برابره کړئ
یو ښه میاشتی لاسته راغلي پانګه یا عاید باید په دریو برخو وویشل شي، ( ۵۰ سلنه) د اړتیاوو پوره کولو، ( ۳۰ سلنه) د غوښتنو او ( ۲۰ سلنه) مو د سپما او قرضونو د ورکړي لپاره ځانګړي کړئ.
۳. خپله سپما مو برابره کړئ
بیړنیو حالاتو لپاره مو د سپما پانګه رامنځته کړی تر څو درته په غیر متوقعه شرایطو کې په کار راشي، که دغه فنډ کوچنۍ هم وي خو کولای شي تاسو له خطرناکو حالاتو وژغوري.
۴. د پیسو ساتلو پر ځای په پانګونه غور وکړئ
که د پانګوني وړتیا مو محدوده هم وي، خو بیا هم د پانګې اچوني په حسابونو کې کوچنۍ انداره بیلانسونو زیاتوالی به له تاسو سره مرسته وکړي چې په لاسه راغلو پیسو مو نوري پیسې وګټئ.
که شتمنېدل غواړي، نو خپله ځان شتمن کړه. یوازې هغه وخت خپل راتلونکی جوړولای شي چې د خپلې ګټې د سرچینې (Source Income) واک په لاس کې واخلي. ته خپل کاروبار (Bussiness) ته اړتیا لري.
د بریالیتوب اصول!
ځینې خلک هیڅ لیواله نه وي چې خپل برحاله کار پریږدي. دوی یوازې دومره پیسې غواړي چې نسبي راحته ژوند پرې وکړي او پرته له دې چې پوروړي شي خپل د ژوند لمړنیو اړتیاوو پوره کولو وړتیا ولري.
د نورو لپاره، مالي خپلواکي له تقاعد نه وروسته د سفر کولو، د کورنۍ له غړو سره د با کیفیته وخت تیرولو یا هم د عمر په پای کې د خپل کار له میوي څخه د خوند اخیستو په معنا ده خو دا هر څه له ریښتیني ازادۍ توپیر لري.
دلته څلور هغه اصول در پېژنو چې ویې څارئ، ترڅو له مالي پلوه خپلواک او د ژوند په لومړیو کې بریالیتوب ته ورسېږئ.
۱- خپل وخت پلان او مدیریت کړئ
د وخت ښه مدیریت له تاسو سره مرسته کوي چې هوښیار کار وکړئ، نه سخت، دا تګلاه مو ډاډمنوي چې په لږه موده کې ډېر او ګټور کارونه ترسره کړئ.
پلان جوړول د ټایم منجمنټ (وخت مدیریت) یو اړین مهارت دی چې باید وده ورکړي او دا به هرو مرو له تاسو سره مرسته وکړي چې د ژوند په هره برخه کې اغېزمن تمام شئ.
۲- له نورو سره اړيکې یا نیټورک جوړول
له نورو سره په اړیکو جوړولو کې تاسو ټولنیزه هوساینه ترلاسه کوئ، اجتماعي موقف مو پیاوړی او د افکارو یا نظریاتو تبادله مو غښتلي کېږي.
د ټولني له هر قشر سره د اړیکو رامینځته کولو سربیره نیټورک جوړول ستاسو د مسلک په لاره کې د لویو او چټکو ګامونو په رامنځته کېدو کې کلیدي رول لوبوي.
۳- له ناکامۍ مه وېرېږئ
په ژوند کې ناکامي له مونږ سره د انعطاف او لا غښتلتیا په رامینځته کولو کې مرسته کوي. هرڅومره چې ناکامه کېږو، هغومره به انعطاف منونکي او پیاوړي کسان جوړېږو. هیڅکله هم د ناکامۍ او ویري حس له ځان سره مه ساتئ، ځکه چې تېروتنې موږ ته درس راکوي چې که کوم کار کې مو د نظر وړ پایله ترلاسه نکړه، هڅوي مو چې د فکر کولو ستراتېژی بدله او د بیا ځلې ترسره کولو نوې لارې یې رامینځته کړو.
هره ناکامي په ریښتیني معنا یو فرصت دی چې یوه ستونزه او مسئله بیا وڅیړی او دې ځل په نوښت یا مبتکرانه توکه فکر وکړی ترڅو نورې بدیلې او رسېدلي تضمیني حل لارې ورته ومومئ.
۴- په خپلو پیسو مو پانګونه وکړئ
پانګونه به مو اوس او راتلونکې کې مالي امنیت تضمین کړي، دا کړنه تاسو ته اجازه درکوي چې خپلي شتمنۍ ته مو څنګه وده ورکړئ. ( خپلو پیسو ته اجازه ورکول چې تاسو ته کار وکړي) تګلاره به په ورته وخت کې د انفلانسیون له امله د تللو پیسو په بېرته راستنېدو کې بشپړه همکاري وکړي.
مونږ سره پانګه اچونکی شئ، ځکه زموږ ټیم په دوامداره توګه بازار مطالعه کوي ترڅو په موجوده شرایطو کې خپلو هېوادوالو ته کېدونکي، اسانه، غوره او ګټوري د پانګوونې پروژې معرفي او وړاندې کړو.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Ghazni