Nasimkhan Sapand
“اې زما ربه! دا ښار د امن ښار وګرځوه، او د دې ښار اوسېدو?
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَءَامَنَ مَن فِى الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتّٰى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ
ژباړه: كه ستا د رب اراده دا واى (چي په ځمکه کښي دي ټول خلک مؤمنان او حکم منونکي اوسي)، نو د ځمکي ټولو اوسېدونكو به ايمان راوړى واى. نو ايا ته خلك مجبور وې چي ايمان راوړي؟
سُوۡرَةُ یُونس : 99ایة
أَنِّى مَسَّنِىَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرّٰحِمِينَ
"زه ناروغ يم او ته د ټولو مهربانانو څخه مهربانه یې."
الاٴنبیَاء : (83)
Don't people force to love you, to chat with you, to talk with you; it is a sign to know who is the right person for you.
The right person always finds away to connect with you.
الَّذِى خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيٰوةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ
ژباړه: هغه ذات چي مرګ او ژوند یې پېدا کړ، تر څو چي تاسي وازمايي، وګوري چي ستاسي څخه كوم يو ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور هم دى او بښونكى هم.
[سُوۡرَةُ المُلك :(2)
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَآءٍ مَّعِينٍۭ
ژباړه: دوی ته ووايه: "تاسي كله دې ته ځير شوي ياست چي كه ستاسي (د څاه ګانو) اوبه په ځمکه کښي ښكته ننوځي، نو څوك به تاسي ته پاکي رواني اوبه راوباسي؟"
[سُوۡرَةُ المُلك : 30]
وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَآ أَوْ رُدُّوهَآ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ حَسِيبًا
او څوك چي په درناوي سره تاسي ته سلام واچوي، نو هغه ته په ښه توګه ځواب ورکړئ يا لږ تر لږه په هماغه شان. الله د هر شي حساب اخيستونكى دى.
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : (86)
فَمَن تَابَ مِنۢ بَعْدِ ظُلْمِهِۦ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
ژباړه: نو څوك چي له ظلم كولو څخه وروسته توبه وباسي او ځان اصلاح کړي، نو الله به د هغه توبه قبوله کړي. الله ډېر بښونكى او رحم كوونكى دى.
[سُوۡرَةُ المَائدة : 39]
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُونُوا قَوّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ عَلٰىٓ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوٰى ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله لپاره پر رښتينولۍ ولاړ او د عدل شاهدان اوسئ. د کومي ډلي دښمني دي تاسي دومره را و نه پاروي چي له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ، دا له پرهېږګارۍ سره نژدې اړیکه لري. د الله له وېري سره كار كوئ، هر څه چي تاسي كوئ، الله پرې پوره خبر دى.
[سُوۡرَةُ المَائدة : 8]
إِنَّ الْإِنسٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا
ژباړه: انسان كم حوصله پيدا کړ شوى دى؛
إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا
ژباړه: كله چي کړاو پر راځي، نو وار خطا کیږي، فرياد كوي
وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا
ژباړه: او كله چى سوكالي ورپه برخه کیږي، نو په بخيلۍ لاس پوري كوي؛
سُوۡرَةُ المعَارج : [,20,19 او21]
قُلْ هُوَ الَّذِىٓ أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصٰرَ وَالْأَفْـِٔدَةَ ۖ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
دوی ته ووايه: "هماغه الله دى چي تاسي يى پیدا کړئ، تاسي ته یې د اورېدلو او ليدلو قواوي درکړې او غوركوونكي پوهېدونكي زړونه یې درکړل، خو تاسي بيخي لږ شكر باسئ."
[سُوۡرَةُ المُلك : 23]
وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ
په انصاف سره سم صحيح تول وكړئ او په ترازو کښي ډنډۍ مه وهئ (کمی مه کوئ).
الایة
درود د بشریت په ستر لارښود
محمد صلی الله علیه وسلم
[سُوۡرَةُ النِّسَاء :( 1)
يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا
اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل. له هغه خداى څخه ووېرېږئ چي په وسيله يې تاسي يو له بل څخه خپل حقوق غواړئ، او د خپلولۍ او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي څارونكى دى.
#رخصتي
#کرونا
د افغانستان اسلامي جمهوريت د عامې روغتيا وزارت اعلاميه کې راغلي دي چې د کرونا وبا د دريمې څپې شدت له امله سر له سبا يعنې د غبرګولي (جوزا) له اتمې نېټې څخه تر راتلونکو دوو اونيو د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې دولتي او خصوصي ښوونځي، کورسونه، پوهنتونونه او ټول د زده کړو مراکز رخصت دی.
دا ۱۶ ولايتونه کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولايتونه دي.
عکس د عامې روغتيا وزارت له فېسبوک پاڼې کاپي شوی دی.
#کانکور
د ۲۵ ولايتونو د کانکور ازموينې کارتونه د پوهنې رياستونو او لېسو ته لېږل شوي دي، هيله ده خپل کارتونه تر لاسه کړئ او ازموينې ته تيار اوسئ، د يادولو وړ ده چې د يادو ولايتونو ازموينه به پر يو وخت واخيستل شي.
هيله ده پوسټ شېير کړئ تر څو له ازموينې څوک پاتې نشي.
د ولايتونو لېست لاندې عکس کې موندلی شئ.
©NexA
د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ خبرتیا
د مار شال فهیم ملي دفاع پوهنتون، د ملي پوځي اکاډمۍ د (۱۴۰۰) ښوونیز کال له پاره په لاندې شرایطو محصلین مني:
۱- کاندیدان (نارینه او ښځینه) باید د (۱۳۹۸ او ۱۳۹۹) کلونو دولسمو ټولګيو څخه فارغ وي او درې کلنې (۱۰-۱۱-۱۲) نومرو سلنه یې (۸۰) واوسي.
۲- د کاندید عمر باید له ۱۸ څخه تر ۲۲ کالو تر منځ وي.
۳- د افغانستان تابعیت ولري.
۴- بشپړه جسمي او رواني سلامتیا ولري او همدا رنګه په فزیکي آزمویینه کې ټاکلي معیارونه تر لاسه کړي.
۵- جرمي سابقه ونلري او همدا رنګه په نشه یې توکو او مسکراتو باندې اخته نه وي.
۶- د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ کانکور په آزمویینه کې چې د لوړو زده کړو وزارت په معیار برابره ده، ګډون وکړي او د کامیابۍ نمرې تر لاسه کړي.
۷- د (۱۳۹۸-۱۳۹۹) کلونو د دولسمو ټولګيو فارغینو چې د (لسم، یوولسم او دولسم ټولګي) د نمرو سلنه یې (۸۰) وي، کولی شي د وري (حمل) په (۲۱) د اړوند جلب او جذب قوماندانیو ته ورشي او په ملي پوځي اکاډمۍ کې د داخلیدو فورم د لارښوونې له کتابچې سره تر لاسه کړي، د اړوند ولایت ښوونځي د معارف ریاست تصدیق څخه وروسته د ۱۴۰۰ کال تر (۱۰) ثور پورې بیرته اړوند جلب او جذب قوماندانۍ ته وسپاري.
پته: د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون قوماني ( قمبر څلور لارې).
د اړیکو شمېرې:
د ملي پوځي اکاډمۍ د ښوونې او روزنې مرستیالتوب (022634066)
د ملي پوځي کاډمۍ د پذیرش مدیر (0202658728)
د ملي پوځي اکاډمۍ د ثبت او راجسټر آمر (0202634075)
د ملي پوځي اکاډمۍ نوکریوالي (020263442)
#کارموندنه
#شمېر: ۴۵۰۸ بستونه
#ځای: بېلابېل ولايتونه
#نومليکنه: انلاين
#نېټه: د نوم ليکنې وروستۍ نېټه د وري (حمل) مياشتې ۱۵ نېټه.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د الکټرونیکي تذکرو ۴۵۰۸ بېلابېل بستونه په ټولو ولايتونو کې (له ننګرهار او هرات پرته) اعلان ته سپارلي دي، چې د ازادې سيالۍ له لارې به ورته کسان ونيول شي.
بستونه په لاندې ډول دي:
۱- د الکټرونيکي تذکرو مدير چې شمېر يې ۴۲ بستونه دی.
۲- د الکټرونیکي تذکرو د توزېع مرکز سرټيم کې شکېر يې ۲۳۰ بستونه دي.
۳- د کيفيت کنټرول کارمند چې شمېر يې ۴۹۲ بستونه دی.
۴- د الکټرونیکي تذکرو کارکوونکی (ذکور) چې شمېر يې ۲۴۷۰ بستونه دی.
۵- د الکټرونیکي تذکرو کارکوونکی (اناث) چې شمېر يې ۱۰۴۸ بستونه دی.
۶-د معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکی چې شمېر يې ۱۳۰ بستونو ته رسېږي.
۷- اداري کارکوونکي چې شمېر يې ۹۶ بستونو ته رسېږي.
تاسو کولای شئ چې د لاندې لېنک په کلېک کولو سره د وري (حمل) مياشتې تر ۱۵ نېټې ورته نوم ليکنه وکړئ.
د يادولو وړ ده چې د نوم ليکنې پر مهال اړوند ولايت او که ولسوالي وي، ولسوالي هم انتخاب کړئ. (هر بست ته چې نوم ليکنه کړئ)
د نوم ليکنې لپاره لېنک:
(http://erecruitment.nsia.gov.af/nsia/form/)
د دې بستونو په هکله د نورو معلوماتو او شرايطو لپاره لاندې لېنک کلېک او بستونه وګورئ، او يا هم د ۴۵۰ شمېرې سره اړيکه ونيسئ.
د معلوماتو او شرايطو کتلو لېنک:
(https://nsia.gov.af/opportunities/jobs)
د (۱۴۰۰) لمریز کال دپاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتیا
د کابل پوهنتون تر لیسانس پورته (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو آمریت، د ۱۱/۱۲/۱۳۹۹ نېټې په خبرتیا کې ویلي؛ چې
ټاکل شوې کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ ه. ل. کال لهپاره د لاندې جدول پر بنسټ د ماسټرۍ په ټولو برنامو کې محصلین ومني.
د ماسټرۍ برنامو نوملیکنه د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې له دویمې پیل او د یاد کال غويي میاشتې تر پایه به دوام ولري.
د کابل پوهنتون د ماسټرۍ ټولو برنامو ته د محصلینو د منلو شرایط:
• د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوی ډیپلوم او ټرانسکرېپټ (اصلي او کاپي)
• د لیسانس دورې سلنه باید له ۶۵ څخه کمه نه وي
• اصلي پېژندپاڼه
• انځور
د مینهوالو د پام وړ ټکي:
د نوملیکنې فورم په اړوند پوهنځيو کې وېشل کېږي
د فورم اخیستلو پرمهال د محصلینو تر منځ د واټن مراعاتول، ماسک، دستکش او نورو روغتیايي وسایلو درلودل اړین دي.
د ماسټرۍ برنامې د فورم بیه (۵۰۰) افغانۍ ده
د ازموینې د منابعو نوملړ، د منلو شرایط او نورو معلوماتو لهپاره اړوندې پوهنځۍ ته مراجعه وکړئ
د کانکور د ازموینې ورځ به د ازموینو ملي ادارې له لوري په رسمي توګه اعلان شي
د ارزونې دویم پړاو (د بهرنیو ژبو ازموینه او مرکه) کې به، کابل پوهنتون له هغو کسانو ازموینه واخلي چې په لومړۍ ازموینه کې یې تر ټولو لوړې نومرې اخیستي
د بریا په صورت کې مینهوال اړ دي چې د ماسټرۍ برنامه کې د شاملېدو په موخه یو ځل (۲۵۰۰) افغانۍ ورکړي
له پښتو او دري ادبیاتو پرته د ماسټرۍ ټولو برنامو درسونه په بهرنیو (انګلیسي او عربي) ژبو دي.
ټوفل او آیلټس ته اړتیا نلري.
د جنوبي اسيا پوهنتون يو نړيوال پوهنتون دی چې د جنوبي اسيا د اتو هېوادونو ( هندوستان، بنگله دېش، پاکستان، نیپال، مالدیف، بوتان، سريلانکا او افغانستان) يا هم د سارک سازمان د غړو هېوادونو له خوا په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی دی، په پوهنتون کې اوسمهال ۸۰ افغان محصلان د ماسټري او دکتورا په کچه زده کړې کوي، ياد پوهنتون د هندوستان په نوي ډهلي ښار کې موقعيت لري.
د نوم ليکنې لپاره به تاسو ته هم وړاندې شي.
يواځې تېر کال په بېلابېلو څانګو کې تر څلوېښت افغان محصلان پوهنتون ته بریالي شوي دي.
د زده کړو کچه: ماسټري او دکتورا
د نوم ليکنې پيل: د فېبروري مياشتې ۲۲ نېټه
د نوم ليکنې پای: د مارچ مياشتې ۲۳ نېټه
د ازموینې نېټه: د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې لسمه او يوولسمه نېټه
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
هغه کسان چې د پوهنتون په وروستي سمستر کې دي او تر راتلونکي جولای میاشتې پورې فارغېږي هم نوم لیکنه کولای شي.
په لاندې ځانګړو څانګو کې په انلاين ډول ورته غوښتنليکونه (اپليکېشن) وړاندې کېږي.
د زده کړو څانګې:
تطبيقي رياضي Applied Mathematics
کمپيوټرساينس Computer Science
بايو تکنالوجيBio Technology
نړيوال حقوقInternational law
نړيوالې اړيکېInternational Relations
ټولنپوهنهSociology
پراختيايي اقتصاد Development Economics
د ماسټري کچې لپاره شرايط:
• د لېسانس سند درلودل يا هم لږ تر لږه تر جولای مياشت پورې د لېسانس سند تر لاسه کول
• هغه کانديدان چې د ( پراختيايي اقتصاد, نړيوال حقوق, نړيوالې اړيکې او ټولنوپوهنې) څانګو ته غوښتنليکونه ورکوي د نمرو فيصدي يې لږ تر لږه په کلني سيستم کې %50، په سمستر سيستم کې %55 او په کرېډېټ سيستم کې %60 وي.
• هغه کانديدان چې د ( تطبيقي رياضي, کمپيوټرساينس او بايو تکنالوجي) څانګو ته غوښتنليکونه ورکوي د نمرو فيصدي به يې لږ تر لږه په کلني سيستم کې %55 , په سمستر سيستم کې %60 او په کرېډېټ سيستم کې %65 وي.
• د سارک سازمان د غړو هېوادونو څخه د يوه هېواد يعنې لکه د افغانستان تابعيت ولري.
• د کانديد عمر له 15 کلونو کم نه وي.
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
لاندې اسنادونه په سکن توګه له ځان سره ولرئ:
• د تذکرې يا پاسپورټ کاپي
• سکن شوی عکس
• سکن شوی لاسلیک
• د پوهنتون اسنادونو ته اوسمهال اړتیا نشته ده، وروسته به یواځې له بریالیو کسانو وغوښتل شي.
د نوم لیکنې پر مهال مو نوم، د زوکړې نېټه(ورځ، میاشت او کال) باید په ټولو اسنادونو کې لکه ديپلوم او ترانسکرېپټ کې یو شان وي، د نوم لیکنې په اپلیکېشن کې مو نوم د ديپلوم او ټرانسکرېپټ سره سم ولیکئ.
یادونه: د نوم لیکنې بر مهال پاسپورټ ته اړتیا نشته ده.
پوهنتون کې زده کړې کاملاً وړيا دي او له لاندې سکالرشيپونو به بريالي کسان مستفيد کېږي، همدارنګه د وړ کسانو سره مالي مرسته هم کوي تر څو يې زده کړې په بشپړ ډول وړيا او يوه اندازه جېب خرڅ هم تر لاسه کړي.
1. President's Scholarship:
دا بورسونه چې په هره څانګه کې به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې د شموليت په ازموينه کې يې د خپلو هېوادوالو منځ کې لوړه نمره اخيستې وي.
د دې بورس امتيازات:
د محصل مکمل د زده کړو فيس، ليليه او همدارنګه مياشتنۍ 7000 هندي روپۍ.
2. SAARC India Silver Jubilee Scholarships:
دا بورسونه د افغاستان, بنګله دېش, نيپال, بوتان او مالديف هېوادونو محصلانو ته ورکول کېږي چې د 75 په شمېر د ماسټري او 25 د دکتورا بورسونه دي.
د دې بورس امتيازات:
د زده کړو مکمل فيس همدارنګه وړيا ليليه او مياشتنۍ 7000 هندي روپۍ.
3. SAU Merit Scholarship (SAU Merit):
دا بورس هم په هره څانګه کې پنځه محصلانو ته ورکول کېږي چې د شموليت په ازموينه کې لوړې نمرې ولري.
د دې بورس امتيازات:
د زده کړو مکمل فيس، وړيا ليليه او 5000 هندي روپۍ.
دکتورا لپاره ځانګړی سکالرشيپ ورکول کېږي.
Scholarship for Doctoral Students:
دا بورسونه يواځې د دکتورا لپاره ځانګړي شوي دي.
د دې بورس امتيازات:
د زده کړو فيس، وړيا ليليه او ۲۵ زره هندي روپۍ.
همدارنګه هغه کسان چې ليليه کې اوسېدل نه غواړي نو په مياشتني ډول به ورته ۸ زره هندي روپۍ ورکول کېږي.
د نوم ليکنې، او تېر کال ازموینې د پوښتنو سمپل د ډانلوډ لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ:
http://sau.int/admissions/admission-notice.html
له دوستانو سره يې شریک او هغوی منشن کړئ.
Home Page Effective NGOs, Stronger Communities. ACBAR represents and serves NGOs in Afghanistan since 1988. Our mission is to provide an efficient platform for members to carry out effective humanitarian and development activities in Afghanistan.
دا په ننګرهار پوهنتون کی د پاکستان هیواد سکالرشیپونو ماسترۍ برخی د نن ورځې سوالونه دی
هغه ملګری چی سبا یا بل سبا د علامه اقبال سکالرشیپونو ته امتحان لری لاندی سولونه دی ضرور وګوری
جدرنښت
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : [93]
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا
او هغه څوك چې كوم مؤمن له پوهې او دراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دى چې په هغه کښې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله ج د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړيدى.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Jalalabad, 2600
د راحت ګل زيارمل شخصي پاڼه ده، چې ټولنيز، مسلکي، او کله کله سیاسي مسایل به ترې خپروو
Jalalabad, 2601
زموږ سره یوځای شی تر څو تاسو له اسلامي معلومات،عبرت ناکې،درد ناکې کېسې او غوره ویناوې واوري او ولولي.
Jalalabad
I'm Bilal Bakhtani,I have the messages of change, success, positive energy and development.