کورنی نظام

کورنی نظام

Our purpose is to spread reality and Share contents that based on True events, we will share contents related to Formation of Islamic System/Terms

06/03/2023
16/12/2022

‏کله چې عمر رضی الله عنه په توره ووهل شو او سخت ټپي شو نو لږ وروسته ورته شيدي راوړل شوي چي ويي څښي هغه يي چي وڅښلي له زخمه يي راووتې او بيرون تويي شوې، نو خپل زوی عبدالله يي راوغوښت او ورته يې حذيفه بن اليمان (هغه صحابي چې رسول ﷺ منافقان ورښودلي و) را وغواړه ‏هغه چې راغی پوښتنه يي تري وکړه چې زما نوم خو به د منافقانو په لست کې نه وي؟ هغه په ژړا شو او ورته يي وويل چې وبښه دا د رسول الله ﷺ راز دی چاته يې نه شم ويلی، بيا يي عايشې رضي الله عنها ته زوی وليږه چې اميرالمومنين نه بلکې عمر وايي ماته د رسول الله ﷺ سره څنګ کې خښېدو ‏ځای راکوې؟
هغې ورته وويل دلته ما ځان ته ځاي ساتلې و خو چې عمر يي غواړي اجازه ده، بيا يي زوی ته وويل ګوره که حذيفه مې جنازه کې ګډون وکړ نو مې د رسول الله ﷺ سره نزدې دفن کړه کنه هلته مې مه وروړه هغه شهيد شو او عبدالله ټول انتظار جنازه کې د حذيفه ګډون ته و ‏چې ويي ليد حذيفه جنازه کې ګډون وکړ نو سخت خوشاله شو او. عمر رضي الله يي د رسول الله ﷺ تر څنګ دفن کړ
‏دا د هغه شخص حال و چې رسول ﷺ ورته په دنيا د جنت زيری ورکړي و، اوس نو بايد مونږ خپله فکر وکړو چې زمونږ څه حال دی د رسول الله لخوا ډيری د منافقانو ښودلې نښې مونږ کې موجودې ـ
کاپي

01/10/2022

پخوا به ګلونه په جنازو پراته وې
نن مو د ګلونو جنازې وليدې ـ
الله ج مو بغير له حسابه وبښه زما معصومو او مظلمو خويندو

30/09/2022

په ډيرې خواشينې سره نن دا خويندې او ورونه مو شهيدان شوې الله ج دې دغو ټولو ته فردوس جنت نصيب کړي

29/08/2022

د تکنالوژي پراختيا د ولس د هوساينې او خونديتوب دپاره وي

24/06/2022

چا ويلې ؟
چې موږ يو تن او يو وجود نه يوو ! دا مو د دايکندي غيور ورونه دي چې د لوې پکتيا د شهيدانو فاتحه اخلې ـ
مرک په تعصبګرو

03/06/2022

ياد يې پخير جنت يې ځاى شه !
يو وخت به د هند يو مليارد وګړو ته موږ والي ټاکه

31/05/2022

دا هم د يو درديدلي پلار غـوښتنه ! يا الله ج ته پرې ورحميږې

01/05/2022

اختر مو بختور شه

21/04/2022

#مـــــــــــــور مې وايې کله چې خلکو سرسايه راکړو بيا به درته د اختر کالي وکړم ـ
ددې ويدو په ليدو سره مې بې اختياره اوښکې توې کړې تاسې هم يو ځل دپاره ضرور وګورؽ او بيا د افغانستان په خاينينو او پر دښمنانو لعنت وواياست

19/04/2022

زما تړلى لاس او ستا درنې درنې سپيړې
يوه ورځ خو به اشنا دا هم په حساب کې راولم

Photos from ‎کورنی نظام‎'s post 17/04/2022

پريږدى چې خړ سيلاب مې يوسي
په لامبوزن اشنا به ډيره نازيدمه

03/04/2022

د تراويح د لمانځه فضلیت..!!!

د رسول الله ﷺ څخه يو کس پوښتنه وکړه چي د تراویحو د فضیلت په هکله څه وایي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل:

(1) : که چا د اولې شپې تراویح وکړې داسي د ګناه څخه پاکيږي لکه یو کوچنی چي د مور څخه تازه وزیږي.

(۲) : که چاد دوهمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ دغه کس او د دغه کس مور او پلار ته بخښه کوي.

(۳) : که چا د دریمي شپې تراویح وکړې تر عرش لاندي به یو ملکه ږغ پر وکړي چي الله ﷻ هغه مخکني ګناهونه در معاف کړل.

(۴) : که چا د څلورمي شپې تراویح وکړې لکه څوک چي د تورات، زبور، انجیل او قران کریم کتابونه ختم کړي.

(۵) : که چا د پنځمي شپې تراویح وکړې لکه څوک چي په مسجدالحرام ، مسجدالنبوی او مسجد الاقصی^بیت المقدس کي لمونځ وکړي.

(۶) : که چا د شپږمي شپې تراویح وکړې لکه پر بیت المعمور ^د ملایکو کعبه^ چي طواف وکڔی او هره ډبره او لوټه د ده لپاره مغفرت غواړي.

(۷) : که چا د اوومي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې داسي نصرت وکړي لکه د موسی ع ص سره چي یې د فرعون او هامان په مقابل کي وکړی.

(۸) : که چا د اتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ابراهیم ع غوندي شان او شوکت ورکړي.

(۹) : که چا دنهمي شپې تراویح وکړې لکه د رسول الله ﷺ غوندي عبادت چي وکړي.

(۱۰) : که چا د لسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د دنیا او اخرت خیرونه ور نصیب کړي.

(۱۱) : که چا د یوولسمي شپې تراویح وکړې داسی به د دنیا د ګناهونو څخه پاک وګرځي لکه یو کوچنی چي د مور څخه وزیږي.

(۱۲) : که چا ددولسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به یې مخ د څوارلسم سپوږمۍ غوندي سپین وي.

(۱۳) : که چا د دیارلسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به د هر ضرر څخه په امن وي.

(۱۴) : که چا د څوارلسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به ملایکي پر ده د تراویح کولو شاهدي اداء کوي.

(۱۵) : که چا د پنځلسمي شپې تراویح وکړې د عرش او کُرسي ملایکی به درود ورباندي وایي.

(۱۶) : که چا د شپاړلسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به ده ته د اور څخه خلاصون او جنت ته دخول ولیکي.

(۱۷) : که چا د اوولسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د انبیاوو ع ص غوندي ثوابونه ورکړي.

(۱۸) : که چا د اتلسمي شپې تراویح وکړې د الله ﷻ ملکه به.ږغ پر وکړي چي الله ﷻ ستا او ستا د مور و پلار څخه راضي سو.

(۱۹) : که چا د نولسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې په جنت الفردوس کي درجې ور لوړي کړي.

(۲۰) : که چا د شلمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د شهیدانو او صالحینو ثوابونه ور په برخه کړي.

(۲۱) : که چا د یوویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ده لپاره په جنت کي د نور څخه یو کور جوړ کړي.

(۲۲) : که چا د دوه ویشتمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به د هر غم او تکلیف څخه په امن وي.

(۲۳) : که چا د درویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ده په نامه په جنت کي یو ښار جوړ کړي.

(۲۴) : که چا د څلورویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې څلورویشت دعاوي قبولي کړي.

(۲۵) : که چا د پنځه ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ د قبر عذاب ور څخه پورته کړي.

(۲۶) : که چا د شپږویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د څلویښتو کالو عبادت ثوابونه ورکړي.

(۲۷) : که چا د اوه ویشتمي شپې تراویح وکړې پر پُل سراط به د برق په شأن تېر سي.

(۲۸) : که چا د اته ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې په جنت کي زر درجې ور لوړي کړي.

(۲۹) : که چا د نهه ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به دیو کامِل قبول سوي حج ثوابونه ورکړي.

(۳۰) : که چا د دیرشمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به ورته وفرمایي: اې بنده!
دجنت له میوو څخه خوراک کوه، د سلسبیل د اوبو څخه غسل کوه او د حوض کوثر د اوبو څخه څښل وکړه، زه ستا رب او ته زما بنده یې.

الله ﷻ دي موږ تاسو ټولو ته د ټولو تراویح کولو توفیق را په نصیب کړي.
و ما ذلک علی الله بعزیز.
کاپي

Photos from ‎کورنی نظام‎'s post 09/03/2022

اوس چې موږ پخپله د ميزايلو خاوندان شولو نو بايد د پاکستانى مزايل څخه د #ابدالــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــى
نوم مسترد شي او پخپل ميزايل دا نوم کيږدو

13/01/2022

زمـا هـــر عيب تـه بـې عيبه کـتـــل
ما دخپل مــــــور په سترګو کې دا عيب وليده

13/12/2021
Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

الله ج دې ورحميږي
خيانت په هيڅ ډول د بښلو ندى

Category

Telephone

Website

Address

Joihaft
Jalalabad
25000
Other Politicians in Jalalabad (show all)
Afghan Media Afghan Media
Behsood
Jalalabad

My name is Laiqsaid Afghan and i am not a terrorist

Amin Naseri Niazi Amin Naseri Niazi
Jalalabad

زه حقايق وايم او دحق پلوي يم .

Khushal abid Khushal abid
Jalalabad

social

حقوقي او سياسي اصطلاحات حقوقي او سياسي اصطلاحات
Jalalabad

کره، دقيق او مستند حقوقي او سياسي اصطلاحات دلته ولولئ.

Haji Mohammad Wali Khugyani Haji Mohammad Wali Khugyani
Nangarhar
Jalalabad, 26000

په دغه صفحه کې به د شیرزادو د قومي شورا ریس حاجي محمد ولي خوګیاڼي د فعالیتونو په اړه معلومات خپریږي.

Ahmad Ali/احمد علي Ahmad Ali/احمد علي
Afghanistan/Nangarhar
Jalalabad, 2603

A good person.

حامیان امرالله صالح Amrullah Saleh Supporters د امرالله صالح پلویان حامیان امرالله صالح Amrullah Saleh Supporters د امرالله صالح پلویان
Jalalabad

دغه فیسبوک پاڼه د ښاغلي امرالله صالح د پلویانو لخوا د ښاغلي صالح صاحب د حمایت لپاره جوړه شوې ده، له م

Farooq Bashar Farooq Bashar
Jalalabad, ۰۹۳

د دغه پاڼي له لاري د فــاروق بشــــر له افکارو، ټولنيزو، سياسي او اقتصادي ليدلوري او لاسته راوړنو خبريدلاى شى.

AbdulWaris Ehsan/عبدالوارث احسان AbdulWaris Ehsan/عبدالوارث احسان
Jalalabad

‏القران ‏وتَوَکَّل عَلَی اللَّه وَکَفی بِالله وَکِیلا ‏پر اللهﷻ اعتماد ساته ،هماغه اللهﷻ بهترین کارساز دی