Sargand Poulty Service

کوم نشرات چې ددې صفحې څخه خپریږي، دانشرات د څرګند پولټري خدماتو اړوند تجارتي اړخ لرې. Any broadcasts from this page , it's belongs to Sargand Poulty Service.

the purpose of Broadcasting commercial content related to express poultry services.

Photos from Sargand Poulty Service's post 22/07/2024

ډيرو معﺯﺯو د پولترى سکتور ډيلرانو او فارمرانو دا چې د چرګانو د امراضو لابراتواري تشخيص په برخه کې د هيواد په سطحه مرکﺯي ليب کمپليکس نلرو، نو تاسي د پوستمارتوم په اساس د امراضو د تشخيص لپاره چرګان ګاونډى هيواد ته مه ليږدوئ ، په خپلو پولتري ډاکټر صاحبانو باندى باور وکړئ ، دا ﺯما شخصي خبره نه ده، دا د ساينس خبره ده چې پوستمارتوم باندې د 4 ساعتو تيريدو وروسته د هغوى د بدن په انساجو کې ﺯيات شمير تغيرات راځي چې دا کار علت فهمي رامنځته کوي په ځانکړى هضمي سيستم کې.نو تاسي نه شى کولاى چى د فارم څخه تر ګاونډى هيواد پورى د تعين شوى وخت داخل کې خپل چرګان انتقال کړى، دا به ښه خبره وې چې لابراتوارى پرمحتللي معاينات ورته وشى ،خو دا ورته هلته نه کوى د وخت او مصرف په اساس چې دا دواړه حالاتونه هم فارمى او هم ډاکټر نشى تحمل کولاى تر څو د لابراتوار ټسټ ته انتظار وکړى. که تاسي بيا هم غواړى چې لابراتوارى ټسټونه وکړې نو دا کار هغه وخت شونى دى چې ژوندى چرګوړى او يا د هغه جوړ جسد په لاره کې دوهمى ميکروب وانخلى او پوستمارتم کې تغيرات را منځته نکړى چې له دې سره اصلى مرض پر ځاى پر بل مرض قضاوت کيږى.دا په داسى حال کې ده چې د چرګانو د مرضونو په تشخيص کې تاريچه 10، کلينيکي معاينات 15, تجربه 5 ، لابراتوار 50 او پوستمارتوم 30 فيصديو سره برخه اخلي .نو له مونږ سره تاريخچه ، کلينيکي معاينات او پوستمارم موندنې ترسره کيږى او ګاونډ کې هم همدا کيسه ده .نور نو قضاوت تاسي وکړى.
د ښه تشخيص، درملنې او وقايې لپاره څرګند پولترى سروس تعقيب کړئ.
ادرس: ننګرهار ولايت، مارکوه باﺯار، حاحى يار محمد مارکيټ.

Photos from Sargand Poulty Service's post 19/07/2024

ستر عاميلين يې ﺯهريت Toxicity او ګرمې وهنه Heat Stroke ده. فارمران دي په دى دوه مياشتو کې چرګان بى حده کم کړئ تر څو باﺯار ثبات پيداکړې او فيډ ميلونه دي خپل خامو موادو ته خاصه توجو وکړى تر څو په شريکه له دې بخرانى حالت څخه ووﺯو.

Photos from Insaf Momand Poultry Service's post 07/01/2024

د پولټري په فارمونو(فلاکونه/شیډونه) کي د ‏Fumigation (لوګی) کړنه د څه لپاره ترسره کیږي, په کومه طریقه او ګټي يي څه دی.
1.فومیګشن هغه عملیه ده چي مرسته يي په غیري ژوندیو اشیاو کي لکه چت,سطحي فرش,دیوالونه او داوبو او خوراک په وسایلو باندي شته کوچنيو اجسامو (میکروبونو) د منځه وړني څخه عبارت ده.
2.دFumigation لپاره مناسب وخت :
دا عمیله هغه وخت باید ترسره شي چي فلاک څخه ټول چرګوړي ووځي او په منظم شکل د فرش کوډ هم خارج شي او بیا په مکمل فلاک لومړي په ساده اوبو او بیا د یو Anti detergent او یو desinfetant لرونکو اوبو پواسطه د دوهم ځل لپاره ومینځل شي.له دي ورسته فلاک باید وچ شي او په تعقیب يي ټول هغه مواد او وسایل چي په وخت د چرګوړو په ساتنه کي ضروري دي لکه د فرش یابستر مواد,دانه خوري ,اب خوري او همدرانګه بخاري فلاک کي ځای پر ځای شی. د فومیګشن د ترسره کولو لپاره چي ورستي مرحله د حفظ الصحې ده. Potasium permangante (KMnO4) او Formalin مخلوط سره د پولټری فلاکونه/ شیډونو لوګي کول د پولټری په صنعت کې د ناروغیو او پرازیتونو د خپریدو او کنټرول لپاره یوه عامه عملیه ده.
3.د Fumigation لپاره عمومي لارښوني:
1.3.مواد Materials :
‏KMnO4 (پوټاشیم پرمنګینیټ) ,فارملین (37٪ فارملډیهایډ محلول) ,سطلونه یا کانټینرونه ,د فومیګیشن محلول لپاره شخصي محافظتي تجهیزات لکه دستکشې او نور تجهیزات چې په ټول فلاک /شیډ کې د فومیګیشن محلول څخه جوړ شوي لوګی (smoke) خپور کړي.دKMnO4 او فارملین محلولونو د dilute کولو لپاره اوبه ضرور دي او یا په اوسني بازار کي تیار جوړ شوي ترکیب پیداکیږی.
2.3.طریقه Method :
‏KMnO4 په اوبو کې حل کړئ ترڅو د 1-2٪ غلظت سره محلول جوړ کړل شی او همدارنګه فارملین په اوبو کې حل کړئ ترڅو د 3-5٪ غلظت سره محلول جوړ کړل شی.بیا
د KMnO4 محلول او فارمالین محلول په جلا سطلونو یا کانتینرونو کې ځای په ځای کړئ.سطلونه یا کانتینرونه د فلاک/ شیډ مختلف برخو ته انتقال کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د فومیګیشن محلول څخه رامنځته شوي لوګی په مساوي ډول خپور شوی دی. د Formalin محلول او د KMnO4 محلول د کیمیاوي تعامل له امله چې ګاز تولیدیږي (فارمالډیهایډ ګاز) چې په ټول فلاک/ شیډ کې خپریږی. ددی لپاره باید فلاک/شیډ لږترلږه د 8-12 ساعتونو لپاره بند پریږدئ ترڅو د فومیګیشن پروسه ترسره شي.او په تعقیب يي ټولې کړکۍ او دروازه خلاصې کړئ او دفلاک/ شیډ د هوا کولو لپاره پکي وکارول شي او یا هم ډاډ ترلاسه شي چي لوګي په فلاک/شیډ کي نشته. مخکې له دې چې چرګوړي,فیډ، او نور وسایل فلاک/شیډ ته معرفي کړئ باید لږ تر لږه د 4-6 ساعتونو لپاره انتظار وکړو.
4.دFumigation ګټي :
د KMnO4 او فارمالین په کارولو سره دپولتری فلاکونه/ شیډونو لوګي کول, کولای شي ډیری ګټې ولری لکه:
1.4: میکروبي ناروغیو عامیلینو یا اورګانیزمونو او پرازیتونو دمنځه وړنه او کنټرول.
2.4: پولټری د صحت, هوساینې او ودي ته زمینه برابرول.
3.4: د مړینې Mortility کچه ښکته کول.
4.4: د پولټری د فارم د تولیداتو او د توليداتو د ګټې زیاتوالی سبب کیږی.
4.5:اسانه,ژر ترسره کیدونکي,اقتصادي او فنی پرسونل ته هم اړتیا نلري.
نو پکار ده چي د هر ډول انتاني ساري ناروغیو لپاره د حفظ الصحې په برخه کي د فومیګیشن عملیه ترسره شي ځکه ارزانه,ژر ترسره کیدونکي او اسانه عمیله ده ځکه نن سبا يي په بازار کي تیار جوړ شوي ترکیب پیداکیږی .
MT,DVM,Mphil scholar
Sameen(Sargand).

11/12/2023

په فیډ کې د Heat stress او دانرژی د ضایع پر مهال د هغه پروټینونو کارول کوم چي د کم هضمیت وړتیا ولري low digestibility له دي Low digestible protein څخه یو شمير ستونزې رامینځته کیږي کله چي په فیډ کې د سویابین میل په زیاتي فیصدي سره فرمول شي چي دا د چرګوړو په میتابولیزم باندې منفي اغیزه کوي. د سویابین میل د پروتین د هضمیت وړتیاDigestibility تقریبا 80٪ ده، او باقی 20٪ پروټین چرګوړو ته ګټه نه رسوي اونه هضم کیږي. چي دا نا هضم شوي پروټین وروسته کولمو ته ځي او هلته بیا د پاتوجینیک باکتریاو لکه Escherichia coli، Campylobacter،‏ او Salmonella، پواسطه تخمر کیږي چي له امله مضر ګازونه تولیدیږی چي دا ګازات د اسهال لامل کیږي، چي په دوام يي د چرګوړو وده مخ ښکته راځي.چي له امله يي د درملنې لګښتونه زیاتیږي او په پای کي د مړینې لامل کیږي.
MT.DVM.Sameen Sargand.

08/12/2023
06/12/2023

Beneficial effects of probiotics, prebiotics, antimicrobial peptides and plant herbs as growth promoter in poultry.

Photos from Insaf Momand Poultry Service's post 04/12/2023

- په چرګانو/الوتنکو کې د Preen Gland څه وظیفه سرته رسوي او څه ډول افرازات لری؟
دا غده د uropygial پنامه او یا هم د چرګانو/الوتنکو د تیلو غدې Oily gland په نوم هم یادیږي کومه چي د چرګانو د لکۍ دقاعدی یا وروستنی برخه کي شتون لري.
دا غده په چرګانو/الوتنکو په نورمال ډول د بڼکو لاندې پټه وي، مګر د Molting او د بڼکو ضایع کولو په وخت کي دا غده راښکاره کیږي . په چرګانو کې دا غده یوډول غوړ تولیدوي چې چرګان یې د خپلو بڼکو د غوړولو لپاره پکار وړي.
پرینینګ کوم ډول کړنه ده Preening :
د تعریف په اساس، په چرګانو کې د بنګو ګومنځول(منظمول) او د بڼو پاکولو عملیه د preening پنامه یادیږی. د preening څخه مطلب دا دی چې څنګه چرګان خپلې بڼکې په غوره او هر ممکنه حالت کې په ښه شکل وساتي. Preening ډیری ډولونه لري لکه په خاورو او دوړو کي ځان شاربل او بل لمر ته د بڼکو شاربلو څخه عبارت دي ,چي پدې ډول چرګان خپل ځان په مستقیم ډول پاکوی او هم د تیلو غدی څخه د تیلو خپریدنه ترسره کیږی.
- د تیلو خپرول Spreading of oil :
ډیری وختونه چرګان د خاخلیس کولو په وخت کې،ګورو چې چرګان خپلي مښوکی د لکي په برخه کي وهي چي بیرته خپل سر د لکۍ څخه سر لوری ته رسوي، چي په دي وخت کي چرګان خپله مښوکه د لکۍ په بڼکو کې ډوبوي او بیا مخکې راځي او خپل مښوکه او سر د خپلو بڼکو سره یو ځای موښی. چي دا کړنه چرګان بار بار ترسره کوی.دا عمل د پریټنګ یوه برخه ده چې د پریین غده پکی خپل فعالیت ترسره کوی.
د پرین غده یو ډول غوړینه، مومیايي (ویکس) ډوله ماده افرازوي.دا رنګه چې چرګان خپلي مښوکي یا سرونه د پرین غدې د سطحي سره په تماس کي راولي نو سبب ددی کیږي چي دا غوړینه ماده د پرین غدی څخه افراز شی. چي چرګان بیا دا غوړ په خپلو بڼو کې خپروي او بڼکی يي منظمي معلومیږي.همدا تېل تحرکاتو د بنګو څخه د خځلو په پاکولو کې مرسته کوي او هم د بڼکو څخه د اوبو په ایستلو سره مرسته کوي چي بڼکي وچوي. دا غده د اوبو په الوتنکو کې، لکه مرغابي، خورا مهمه ده. ځکه چې دوی کولای شی چې د ډیری لامبا څخه وروسته وچ پاتي شي او هم په ښه شکل سره لامبو وهی.علاوه له دي څخه دغه غوړي د بڼکو نرمښت ساتلو کې مرسته کوي او د باکتریا ضد خاصیت لري چې د بکتیریایی انتاناتو په مقابل کي د وزرونو له تخریب څخه دفاع کې مرسته کوي.ددی غدی د تېلو اندازه او ډولونه د هوا د موسمونو په اساس بدلون مومي، په ځانګړې توګه د چرګانو د جفت ګیري په موسم کې ځکه چې دغه غوړ د پیرامون هورمون دتوليد په واسطه جوړ شوی وي چي دا pheromone هورمون ځانګړي بوی لري،کوم چي د جفت ګیري په جلبولو کې مرسته کوی.
MT,DVM,Mohil scholar
Sameen (Sargand)

04/12/2023

performance measurements.

Photos from Insaf Momand Poultry Service's post 03/12/2023

په دی لیکنه کي درسره د چرګانو په فارمونو کي یو له مهمو مسایلو څخه په یوه بحث کوو چی دامونیا ګاز( Amonia NH3) څخه عبارت ده.په عمومي ډول د چرګانو په فارمونو ناروغي او غیري نورمال حالت له څلورو سترو اړخونو څخه رامنځته کیږي لکه فیډ Feed , د چرګوړي نسل breed snd strian of chicks , سالمه روزنه good management او انفکشنونو infectious څخه عبارت دی.چي دوی په خپلو منځو کي سره لازم او ملزوم دی. که چیرته یو هم له دوی هم په سم ډول تعقیب نشي یو ډول میکروبي او غیرې میکروبي ناروغي تري رامنځته کیږي. داچي په اوسني ژمني موسم کي د چرګانو په فارمونو کي زیاتره مشکلات د منظمي روزني یا اداري د نشتون له امله رامنځته کیږي چي یو هم له دوی څخه د تهویه Ventilation څخه عبارت ده. په عمومي ډول د چرګانو په فارمونو کي مختلف ډوله ګازات په مختلفو فیصدیو سره شتون لري دا مضر ګازاتHarmful gases لکه امونیا 1-5٪,هایدروجن سلفاید1٪ او پارتیکولایت متر, کاربن دای اکساید15-30٪,میتان1٪, نایترس اکساید1٪ څخه عبارت دی. په فارم کي د زیاتو مضره غازاتو د شتون له امله زیات شمیر میکروبي او غیري میکروبي ناروغي رامنځته کیږي چي له امله يي بي ځایه او غیري اقتصادي درمل د چرګانو د رغیدو لپاره په مصرف رسیږي نو باید چي لومړي د ناروغي عامل له منځه یوسو او بیا درمل توصیه کړو.
د چرګانو په فارمونو کې د امونیا ګاز کولی شي چي د چرګوړو په صحتHealth او تولید product باندې ډیری ناوړه تاثیرات ثابت رامنځته کړی. امونیا ګاز پخپله په فارمونو کي د چرګوړو پواسطه رامنځته کیږی. دارنګه چي د چرګوړو په فضوله faeces کي غیر استعمال شوي نایتروجن د یوریک اسیدuric acid (80٪)، امونیا 10٪، او یوریاurea (5٪) په توګه خارجیږي. نو د امونیا Amonia ګاز په فارم کي د شته رطوبت Humidety سره مخامخ کیږي، چي دا عمل ددی سبب کیږي چي امونیا ګاز په امونیم(Amonium NH4) په نوم مرکب باندي بدلوی چي دا امونیم محلولAmonium solution په فارم کي د چرګوړو لپاره مضر تمامیدای شي چي له امله يي لاندي عواقب رامنځته کیږی.
1: تنفسي مشکلانRespirstory issues :
د امونیا ګاز په زیاتي فیصدي سره کولی شي د چرګانو د تنفسي سیسټم د تخریش irritation لامل شي. چي دغه دوامداره مخامخ کیدنه د امونیا سره په لوړ غلظت سره ممکن دتنفسي سیستم ستونزې رامینځته شي لکه د تراخیا Trachea او سږو التهاب pneumonia چي په پایله کې تنفسي ستونزې او د تنفسي انتاناتو سره حساسیت ډیریږي.

2: کمزوری وده او خوراک متاثره کیدل poor growth and lower FI :
هغه چرګان چې د امونیا ګاز د لوړ غلظت سره مخاخ کیږي د ودې اندازه يي ټیټه وی او د خوراکي څخه د استفادي موثریت يي کم کړي وی. چي له امله يي کیدلای شي د ټول فلاک یا فارم په عمومي تولید(غوښه او هګۍ ) باندې منفي اغیزه کوی، چې د کم وزن اخیستني سبب کیږي.
3: د سترګو او مکوزی غشأ تخریش Eye and mucosa membrane irritation :
امونیا ګاز د چرګانو د سترګو او د مکوزی غشأ د خارښت pruoritis او تخریش لامل کیږي.ددی خارښت او تخریش له امله د سترګو څخه د اوبو، د پوزې څخه د اوبو جریان صورت نیسي او د چرګوړود سترګو التهاب او د چرګوړو په چار چلند اغیزه کوی.
4:کمزوري معافیتي سیسټم weakened immune system:
د امونیا د ګاز لوړه کچه او اوږد مهاله تماس کولی شي د چرګوړ معافیتی سیسټمونه له مینځه یوسي چي دا ددی سبب کیږي چي چرګوړي د مختلفو ناروغیو او انتاناتو په مقابل کي حساس کیږي.چي کمزوری معافیتی سیستم کولی شي د چرګوړو د مړینې کچه لوړه کړي او د فارم عمومي روغتیايي حالت را کموی.

5: د چرګوړو په چار چلند کي بدلون Behavioral changes :
هغه چرګوړي چې د امونیا د لوړ غلظت سره مخامخ شوي وي له دوی څخه غیر عادي عادتونه یا چار چلند ښکاره کیږي لکه د بي راحتۍ زیاتوالی او تروریدل ، د فعالیت کمیدل، او د امونیا د ګاز فشار له امله د خوراک او څښاک تغیرات رامنځته کیدل.
د چرګانو په فارمونو کې د امونیا ګاز د اندازي د کنټرول او کمولو لپاره د فارم فرش مؤثر اداره کول ، مناسبه هوا، او د فارم د فرش پاکولو منظمي کړني اړیني دي. د چرګوړو په تجارتي فارمونو کې د چرګانو روغتیا، هوساینه، او د ښه تولید ډاډ ترلاسه کولو لپاره د غوره چاپیریالي شرایطو ساتل خورا مهم دي.
MT,DVM,Mphil scholar
Sameen (Sargand)

01/06/2023

د غوښينو چرګانو فارم (ساختمان):
1. د فارم لپاره د ځای انتخاب:د فارم د جوړيدو لپارم بايد لاندی شرايط په نظر کی ونيسو.
• ځای وچ وی او نسبتا ارتفاع ولری
• د کورونو،سرکونو، اوسيدو ځايونو او عامه لارو څخه لری وی خو خپل سرک او لاره بايد ولری
• د وخشی حيواناتو څخه په امان وی
• زراعتی ځمکه پری بايد ونه نيول شی او که امکان لری نو د يو مانعی په واسطه دی احاطه شی
• د کارکوونکو لپاره بايد کافی سهولتونه ولری
تعمير (Building)
• د يو برايلر چرګوړی لپاره 1.5 ft فوټه مربع ساحه په نظر کی نيول کيږی
• تعمير يی بايد د شرق او غرب په حهت موقيعت ولری ترڅو په کافی اندازه د ښه لمر او هوا څخه برخمن شی
• په يخو سيمو کی يی لوړوالی د ساختمان 7-9 ft او په ګرمو سيمو کی يی لوړوالی د 9-11 ft پوری وی
د ځمکی څخه يی غولی بايد 2ft لوړوالی ولری او په غولی او تهداب کی بايد کلک موادو څخه استفاده وشی
• د 5m2 غولی لپاره بايد 1m2 کړکی بايد په نظر کی ونيول شی
• تر ټولو ښه به دا وی چی د فارم ساختمان د هغو موادو څخه جوړ شی چی په هر ځای کی او همداشان په ارزانه ډول پيدا شی

Photos from Afghan safi feed mill's post 31/05/2023
19/11/2022

(pituitary gland)

هايپوفيز (نخامیه) غده چې د Pituitary غدې په نامه هم يادېږي، يوه کوچنۍ غده ده چې د دماغ په قاعده کې موقعيت لري او هايپوټلاموس سره د Hypophysial stalk په واسطه اړيکه لري. په فزيولوژيک ډول دا غده له دوو برخو څخه جوړه شوې ده: قدامي برخه يا Adenohypophys او خلفي برخه يا Neurohypophys.

#د هايپوفيز قدامي برخه
قدامي برخه شپږ مهم پپټايډي هارمونونه او خلفي نخاميه دوه مهم پپټايډي هارمونونه افرازوي. د قدامي نخاميې هارمونونه په بدن کې د مټابوليک دندو په کنټرول کې اساسي رول لري:
‌أ) (GH) Growth Hormone: د ټول بدن د نسجونو سره د پروټينونو په توليد او د حجراتو په تکثر کې مرسته کوي.
‌ب) (ACTH) Adrenocorticotropin: د اډرينل د قشر د ځينو هارمونونو د ترشح په کنټرول کې رول لري چې بيا د ګلوکوز، پروټين او شحم په مټابولیزم اغېزه کوي.
‌ج) (TSH) Thyrotropin: له ټايرايډ غدې څخه د T3 او T4 هارمونونو د ترشح مقدار کنټرولوي چې د هغه په واسطه داخل الحجروي کېمياوي غبرګونونه کنټرولېږي.
‌د) (PRL) Prolacton: د ثديې په انکشاف او له ثديې څخه د شيدو په توليد کې رول لري.
‌ه) دوه Gonadotropin هارمونونه FSH او LH: د خصيې او مبيض وده او د دوي هارموني او تکثري فعاليتونه کنټرولوي.

#د هايپوفيز خلفي برخه
دا برخه لاندې هارمونونه افرازوي:
‌أ) (ADH) Vasopressin: په ادرار کې د اوبو د ترشح مقدار کنټرولوي، چې دا بيا په بدن کې د مايعاتو د غلظت په کنټرول کې مرسته کوي.
‌ب) Oxytocin: دا هارمون د تي رودلو پر مهال د شيدو په افراز کې او د زېږېدلو پر مهال د ماشوم په زېږېدلو کې مرسته کوي.

د نخاميې تقريباً ټول افرازات د هايپوټلاموس په واسطه کنټروليږي اما د کنټرول ډول په قدامي او خلفي نخاميه کې سره توپير لري. هغه داسې چې په خلفي نخاميه کې افرازات په عصبي سګنالونو سره او په قدامي نخاميه کې افرازات د Releasing او Inhibitory فکټورونو لخوا کنټروليږي. هايپوټلاموس پخپله د عصبي سيسټم له مختلفو منابعو څخه سګنلونه ترلاسه کوي. مثلاً کله چې يو کس له درد سره مخامخ کېږي د درد د سګنلونو يوه برخه هايپوټلاموس ته لېږل کېږي. همداسې د ښه او د بد بوی د سګنلونو يوه برخه، حتی د غذايي موادو غلظت د Electrolytes، اوبو او د مختلفو هارمونونو غلظت په وينه کې د هايپوټلاموس د معلوماتو د ټولولو يا تجمع د مرکز په څېر دنده سرته رسوي چې بيا د دې معلوماتو ډېرې برخې د نخاميي د افرازاتو په کنټرول کې مصرفوي. د نخاميې غدې له هارمونونو څخه يو مهم هارمون GH دی چې مونږ يې په دې ځاي کې تر څېړنې لاندې نيسو:

#د GH فزيالوژيکې دندې
د قدامي نخاميې ټول هارمونونه (پرته له GH څخه) خپل تأثيرات د (Target gland) په واسطه سرته رسوي. د دې هارمونونو اغېزه هم د Target د غدو په فعاليت پورې تړلې ده. اما GH د نورو هارمونونو په پرتله يواځېني هارمون دې چې په مستقيم ډول د بدن په ټولو نسجونو کې چې د ودې قابليت لري، اغېزه کوي؛ همداسې دا هارمون د حجرو په تکثر، د حجرو په لويوالي، د بدن د شحمي موادو په ذخيره، د شحمي اسيدونو او د ګلوکوز په جوړښت او مصرف هم اغېزه کوي. او بالآخره د بدن د اسکلېټ په وده کې هم مهم رول لري.

#د GH افرازي اختلالات
‌أ. Panhypopituitarism: دا کلمه د قدامي نخاميي د ټولو هارمونونو د کمښت په معنی ده، کېدای شي ولادي وي، او يا دفعتاً پيښ شي او يا د ژوند په هره مرحله کې پيښ شي اما ډير کله دا حالت د نخاميي تومور په پايله کې مينځ ته راځي ځکه داسي تومورونه د نخاميي د غدي د تخريب سبب ګرځي.
‌ب. Dwarfism: دا حالت د غدي د عمومي ترشحاتو د کمښت په وجه په ماشومتوب کې مينځ ته راځي. په عمومي توګه د بدن ټولي برخي د يو بل په پرتله په مناسبه توګه انکشاف کوي، مګر د انکشاف اندازه په ډيره ټيټه کچه وي مثلاً يو لس کلن ماشوم د پنځه کلن او يو شل کلن د لس کلن ماشوم په څير ښکاري.

#په Dwarfism اخته کسان يو له لاندې حالتونو سره مخامخ وي:
• ډېري داسي کسان هيڅکله د بلوغ مرحلي ته نه رسيږي ځکه چې په دوي کې ګونادوتروپين (GnH) هارمونونه نه افرازيږي چې ځيني فعاليتونه تنبه کوي.
• د داسې کسانو دريمه برخه يواځي د GH له کمښت سره مخامخ وي ځکه نو دوي پوره جنسي فعاليتونه لري. د Dwarfism په ځانګړي حالت کې (The African gygmy and Levi-Lorain dwarf) د GH افراز په نارمل ډول او يا په پورته کچه وي مګر دا کسان په ارثي ډول د Somatometin-C د توليد قابليت نه لري Somatometin-C هغه کوچني پرتينونه دي چې د GH د تنبه په وجه په کبد او ځينو نورو نسجونو کې په ډيره لږه کچه توليديږي او د Intermediate Substance په حيث د GH دندي پر مخ بيايي.

#د Human GH په واسطه درملنه
له هر Species يا نوعي څخه اخيستل شوي GH د نورو ډولونو څخه ډير زيات توپير لري. ځکه نو همدا وجه ده چې له ټيټو حيواناتو څخه اخيستل شوي GH په انسانانو کې اغيزمن نه وي او په انسانانو کې دا هارمون د nGH په نامه ياديږي. په تيرو زمانو کې به GH په مستقيم ډول د نخاميي له غدي څخه اخيستل کېده او ډير ستونزمن کار ؤ. تر څو چې GH مناسب مقدار د درملني د پاره ترلاسه کړاي شي. مګر اوس مهال دا هارمون د Escherichia coli باکتريا په واسطه د Recombinant DNA تکنالوژي په پرتله کې توليديږي او د درملني لپاره د دي هارمون مناسب مقدارونه ترلاسه کېداي شي. او امکان لري چې د دي هارمون په واسطه هغه Dwarf کسان چې د GH له کمښت سره مخامخ دي د ژوند په لومړيو کې تداوي کړاي شي. همداسي له GH څخه په استفادي سره د ډيرو ميتابوليکې ناخوالو درملنه هم کېداي شي.

#په لويانو کې Panhypopituitarism
دا حالت په لويانو کې د لاندي دريو تشوشاتو په پايله کې مينځ ته راځي: چې دوه يي توموري حالتونه ( Craniopharyngiomas او Chromophob) دي دا تومورونه په قدامي نخاميه کې د وظيفوي حجرو د تخريب سبب ګرځي او دريم سبب يي Pituitary Vessels Thrombosis دي دا حالت هغه وخت پيښيږي چې په يوه مور کې وروسته د ماشوم له زيږولو څخه د ويني شاک مينځ ته راشي. په لويانو کې Panhypopituitarism عمومي اغيزې په لاندې ډول دي:
‌أ) Hypothyroidism
‌ب) د فوق الکليي غدي په واسطه د Glucocorticoid په توليد کې کمښت.
‌ج) Gonadotropin هارمونونو په توليد کې کمښت چې په سبب يي جنسي خواهشات له مینځه ځي.
‌د) Lethargic حالت کوم چې وزن ډير وي او ټول نارمل جنسي فعاليتونه له مينځه ځي پرته له غير نارمل جنسي فعاليتونو څخه د دي ډول ناروغانو درملنه په مصنوعي توګه د Adreno-corticoid او تايروئيد هارمونونو په ورکولو سره کېداي شي.

#گېگنټیزم Gigantism
کله چې د نخاميي د غدي اسيدوفيليک يعني د GH توليدوونکې حجري ډيري فعالي شي او يا اسيدوفيليک تومورونه په غده کې منځ ته راشي د دي په پايله کې GH په ډير مقدار سره توليديږي او د بدن ټول نسجونه د هډوکو په شمول په سرعت سره وده کوي. که چېري دا حالت مخکې او بلوغ څخه يعني مخکې لدي چې د اوږدو هډوکو Epiphyse د هډوکې له Shaft سره سريښ شي اوږدوالي يي ډيريږي تر څو د دې Gaint شخص قد اته فوټو ته ورسيږي دا کسان په معمولي ډول Hyperglycemia لري او د Langerhans د جزايرو د Beta حجرو د ډير فعاليت په سبب استحاله کوي همدا ډول د داسي کسانو په 10% پيښو کې کامل diabetes mellitus انکشاف کوي. په ډيرو کسانو کې که چېري Panhypopituitarism علاج شي نور هم انکشاف کوي ځکه Gigantism ډير کله په نخاميه کې د تومور په پايله کې مينځ ته راځي او دا تومور تر هغه وده کوي ترڅو غده پخپله تخريب شي. په عمومي توګه د نخامي هارمونونو عمومي کمښت د کهولت په لومړيو کې د مرګ سبب ګرځي. په هر صورت کله چې Gigantism يو ځل تشخيص کړاي شي نوري اغيزي يي د Microsurgery په واسطه د تومور ايسته کول او يا د تشعشع په واسطه بلاک کېداي شي.

#اکروميګلي Acromegaly
که چېري وروسته له بلوغ څخه يو اسيدوفيليک تومور په نخاميه کې مينځ ته راشي يعنې کله چې د هډوکي Epiphyses او Shaft سره يوځای شوي وي دا شخص د قد له مخې وده نکوي يعنې هډوکي د اوږديدو پر ځای خپل ضخامت ډېروي او نرم نسجونه هم خپلې ودې ته دوام ورکوي چې دې حالت ته اکروميګالي ويل کېږي. دا ډول غټيدول په ډيره کچه د لاس پيښو او غشايي هډوکو کې لکه قحف، پوزه، تندي، Mandibula او فقراتو کې د ليدو وړ وي. هغه تغييرات چې د Acromegaly به حالت کې مينځته راځي په لاند ې ډول دي:
• ژامه يعنې Mandibula تر يوه انچه پوري وړاندې وځي.
• وچولی د Supra orbital ridges د لږې ودې په سبب راوتلی ښکاري.
• پوزه د نارمل حالت په پرتله دوه چنده وده کوي.
• پښې 14 سايز بوټانو ته اړتيا پيدا کوي.
• لاسونه د نارمل حالت په پرتله دوه چنده وده کوي.
• په فقراتو کې تغيير د Kyphosis سبب کېږي.
• نرم انساج لکه ژبه، کبد او په ځانګړې توګه پښتورگي ډېره وده کوي.
• همدارنګه کومو کسانو چې د GH د ترشح وړتیا له لاسه ورکړي وي د زړښت نښې په داسې کسانو کې ژر ښکاره کېږي یعنې يو 50 کلن شخص د 65 کلن شخص په څېر ښکاري.

13/10/2022

KNOWLEDGE ABOUT BROILERS BUSINESS.

ALL BROILERS ARE NOT THE SAME. THERE ARE REASONS WHY YOU SHOULD NOT JUST BUY ANY BROILERS BREED BECAUSE PEOPLE ARE BUYING IT. PEOPLE BUY BROILERS BASED ON DIFFERENT REASONS. SOME BUY BIRDS THAT GROWS FASTER AND SELL THEM OFF FOR 4WEEKS, SOME BUY OTHER TYPE OF BROILER BREED BECAUSE THEY GROW TALLER AND ARE EASIER TO SELL OFF. SOME BUY BROILERS BASED ON THE TYPE OF TEMPERATURE AND WEATHER CONDITIONS BECAUSE THERE ARE BROILERS THAT ARE STRONGER AGAINST COLD AND SOME ARE STRONGER AGAINST HEAT.

Characteristics based on percentage performance.

Note: The below Statistics might not be 100% accurate but based on research's, evaluation, experiment and observations the following were deduced.

Note: We are not condemning any company/breed or Marketing any company/breed.

1.Height
COBB 500. 80%
ROSS 308. 60%
ARBOR ACRE 70%
MARSHALL. 85%

2. Maximum Weight at 7 weeks
COBB 500. 75%
ROSS 308. 90%
ARBOR ACRE 80%
MARSHALL. 60%

3. Immunity/ Response to Treatment
COBB 500. 75%
ROSS 308. 75%
ARBOR ACRE 90%
MARSHALL. 80%

4. Adaptation to all weather(Dry & Rainy)
COBB 500. 65%
ROSS 308. 60%
ARBOR ACRE 70%
MARSHALL. 70%

5. Feed conversion
COBB 500. 75%
ROSS 308. 85%
ARBOR ACRE 80%
MARSHALL. 65%

6. Best for frozen chicken or 6-7 weeks sales
COBB 500. 75%
ROSS 308. 100%
ARBOR ACRE 80%
MARSHALL. 60%

7. Bird uniformity
COBB 500. 70%
ROSS 308. 80%
ARBOR ACRE 75%
MARSHALL. 60%

Now we are going add all percent each breed got in the 7 statistics (over 700%)

COBB 500: 80+75+75+65+75+70+75= 515/700 (%)

ROSS 308: 60+90+75+60+85+100+80= 530/700 (%)

ARBOR ACRE: 70+80+90+70+80+80+75= 545/700 (%)

MARSHALL: 60+80+70+65+60+60= 500/700 (%)

Best bird for Broilers Rating based on our overall Statistics

1. ARBOR ACRE 1ST Position
They are more similar to Ross 308 and can weigh up to 2.7kg At 6 weeks of age, they have an average daily weight gain of 93 g and an average daily weight gain of 79g at 8 weeks of age under good conditions. They are also more resistant to diseases.
Hatcheries that produce ARBOR ACRE ARE AMO, CHI, AND FIDAN.

2. ROSS 308.
The Ross 308, they don't grow very tall and are always short but very fat, they can withstand cold but they hate heat.Ross 308 grows faster than other broilers breed. They have a good conversion ratio and are more suitable to be raised for 4-6weeks and then sell them off. they can weigh up to 2.5kg at 5WEEKS of age. The hatcheries that produce them include SAYED AND AGRITED HATCHERY.

3. COBB 500.
Not as fast-growing as the Ross 308, but they grow taller than Ross 308. They can’t withstand cold and often sneeze and contact chronic respiratory . easily even when they are still a day old chick. They are also strongly resistant to heat more than Ross 308. And more agile and resistant to diseases.
Hatcheries that produce COBB 500 include ZARTECH, OLAM, CASCADA, AND NPG

4. Marshall.
The only disadvantage is that Marshall doesn’t grow up fast like the other breeds do but they are the broilers that grow the tallest among the broilers breed. And they are more required during the celebration period because of their physical appearance. They can stay up to 12 weeks before you can start marketing to sell them.

Ross 308 is the best for 6 weeks business when you give them the best, follow by Abror Acre, then Cobb 500, and last but not least Marshall

Performance and sustainability after 6 weeks, Arbor Acre First, Cobb 500 2nd, Marshall and last but not least Ross 308

Marketing and selling, Ross 308 1st, Abror Acre Second, Cobb 3rd and Marshall 4th.

AGRICULTURE MADE EASY

15/08/2022

【اپنډيکس】
☜ پيژندنه،احتياط او درملنه.
☜اپنډيکس څه شی دی؟
☜ د پيداکېدو لامل يې څه دی؟ ☜ګواښونه يې څه دي او څنګه درملنه يې کيږي؟
د افغانستان په هر لوی روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول څلور ناروغان اپنډيکس له امله عمليات کيږي.
په طبي اصطلاح کې دې ته اپنډيسيټ وايي او زموږ ولسي خلک يې اپنډيکس بولي.
☜اپنډيسيټ څه شی دی؟
اپنډيسيټ يو کوچني ټيوب ډوله شي، چې د لويې کولمې د پيل برخې سره په ځوړند شکل نښتی وي.
دلته يوې خبرې ته اشاره لازمي ده هغه دا، چې زموږ خلک اوس هم فکر کوي، که اپنډيکس د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې عمليات نه شي، نو د مرګ لامل ګرځي او که بيا هم څوک مړ نه شي، دوی له ځانه بيا پرېکړه کوي، چې دا خو اپنډيسيټ نه دی.
هو دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې اپينډيسيټ د مرګ لامل کېدای شي، خو دا لازمي نه ده، که دا عمليات ونه شي، نو خامخا به ناروغ ترې مري.
د طبي کارپوهانو په اند که د اپنډيکس عمليات پر وخت تشخيص او عمليات نه شي، نو پنډيسيت يا د کولمې غوټه چاوديږي او په دغه غوټه کې، چې کوم مېکروب، وينې او زوې راټولې شوې وي د ګيډې نورو برخو ته سرايت کوي او له هغې بله مرګونې ناروغي پيدا کیږي ، چې پريټونايټس ورته ويل کيږي.
☜د اپنډيسيټ نښې نښانې څه دي؟
په پيل کې په ګېډه کې عام درد، چې ورو ورو د نامه لاندې او ښي خوا ته ځي او په لنډه موده کې دغه درد ډېر قوي کيږي، چې ناروغ يې زغم نه لري.
خوړو ته يې اشتها نه کيږي،خېټه يې پړسيږي،پر ناروغ سخته تبه راځي،زړه يې بد بد کيږي او کانګې وهي.
☜اپنډيسيټ د ژوند په کومه مرحله کې راتلی شي؟
د ډاکټرانو په وينا اپنډيسیټ د ژوند په هره برخه کې راتلی شي، مګر په لومړيو دوو کلونو کې يې امکان د نشت برابر دی او ډېر وخت د اپنډيسيټ درد له لسو تر دېرشو کلنو کې ډېر پېښېدای شي.
☜اپنډيسيټ څنګه پيژندل کيږي؟
که پورته يادو شوو نښو څخه اکثر يې د ناروغ په بدن کې وموندل شوې، نو بايد له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي.
ډاکټر د خپلې تجربې له مخې د ناروغ پر بدن له لاس وهلو دا ناروغي معلومي.
تلويزوني معاينه يا الټراساونډ کوي او کله د وينې او تشو متيازو د ټيسټونو اړتيا هم پيښيږي.

☜د اپنډيسيټ عمليات..
د اپنډيسيټ درملنه يوازې او يوازې د عمليات له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لوري وشي. زموږ په هېواد کې د نورو عملياتو تر څنګ اپنډيسیټ سره هم بې پروایي کيږي او د کولمې دغې وړې غوټې لپاره ډېر لوی عمليات کوي، چې د ډاکټر د کمې پوهې له امله کيږي.
متخصص ډاکټر بايد د نښو نښانو له موندلو ورورسته ناروغ عمليات کړي او د ممکنه پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي.
☜دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا که چېرې له عمليات وړاندې اپنديسيټ کولمه وشليږي، نو بايد څه وشي؟
د جراحانو په اند بايد له عمليات وړاندې د اپنديسيټ شلېدو له امله خپرې شوې زوې او ميکروب د انټي بايوټيک په واسطه پاک شي او بيا د اپنډيسيټ عمليات وشي او له عمليات وروسته هم ناروغ ته قوي انټي بايوټيک تجويز شي.
☜له جراحي وروسته پېښېدونکې ستونزې:
ډېر وخت له جراحي وروسته يوازې او يوازې انټي بايوټيک او درد ضد درملو ته اړتيا وي، مګر کله نا کله ناروغ کې لاندې نښې هم موندل کيږي:
کانګې کوي
د ګېډې درد يې زياتيږي
په کانګو يا تشو متيازو کې يې وينه راځي او په عين حال کې يې تبه هم ډېره زياته وي.
د پورته يادو شوو نښو تر څنګ کله نا کله د ځينو بې پرواهيو له امله د عمليات ټپ نو کوي يا چرک نيسي.
د پورته نښو نښانو د پيدا کېدو پر مهال بايد له خپل متخصص سره مشوره وشي او په دې اړه بايد هېڅ بې پرواهي ونه شي.
ملګرو شیر کول یی ضروردي.
کاپي .. طبي معلوماتو له پاڼي

09/08/2022

:
↓(18)↓
بی له #وینی ژوند نشی کیدلای. هر سالم بالغ انسان د 5_6 لیتره وینه لری. وینه د بدن د حرارت درجی څخه یو سانتی ګرد ګرمه ده(°38c).
وینه 4ګروپونه لریA/-A)(B/-B))(AB/-AB)(O/-O)).
په عمومی ډول وینه په دوه ډوله ده:¹مایع ²جامده
۱:مایع: پلازما پروتین،اوبه،شحم،مالګه،هورمون،ګلوکز...
۲:جامده برخه: ¹سره وینه،²سپینه وینه،³پلیټلیټ.
چی هره برخه ځانګړی وظیفه لری:
۱/ :
حجراتو د ژوند لپاره اکسیجن وړل او کاربن ډی اکسایډ ترینه سږو ته راوړل.
۲/ :
معافیت او مبارزه: ټولو انتاناتو،اجنبی اجسامو،سرطانی او مړو حجرو سره مبارزه کول او له منځه یی وړل.
۳/ :
هیموسټاسیس او ترومبوُسیس یعنی زخم شوی ځای څخه د وینی ودریدل او زخم جوړښت.
۴/ :۵۵%ده.
د بدن حجراتو لپاره تغذیه او مهم مواد رِسول.
وینی ټول حجرات پلازما کی حرکت کوی.

:
①/حجراتو ته له سږو اکسیجن وړل او له حجراتو کاربن ډی اکسایډ راوړل سږو ته د فلتر لپاره.
②/فاضله او بیکاره موادو وړل ځیګر او پښتورګو ته.
③هورمونونو لی
copy

08/08/2022

دماغ 1.5 کيلو ګرامه وزن لري او د بدن 20 % انرژي په مصرف رسوي
د دماغ د ښه فعاليت کولو لپاره د ورځي په سر کي د قرآن عظيم الشان تلاوت او ذکر کولي شي دماغ تر او تازه وساتي بل ښه خوراک ښه ميوي کولي شي دماغ ته انرژی ورکړي
په شنو ساحو کي چکر وهل او ليدل کتل دا هم مغزو ته طاقت او سکون ورکوي
بل په کافي اندازه خوب کول يعني په 24 ساعتونو کې 8 ساعته خوب ښه خوب دي
څېړنه: د انسان ماغزه تر شپېته کلنۍ په عادي سرعت کار کولی شي
په جرمني کې ترسره شوې یوې څېړنې جوته کړې چې د انسان ماغزه یا دماغ کولی شي چې تر شپېته کلنۍ په عادي سرعت سره کار وکړي، او دا ذهنیت یا فکر سم نه دی چې ګواکې له دېرش کلنۍ وروسته عقلي یا فکري چټکتیا کمېږي.
په دې څېړنه کې، چې د جرمني هایډلبرګ پوهنتون کې ترسره شوې، ۱ اعشاریه ۲ میلیونه کسانو ګډون کړی، چې عمرونه یې د لسو او اتیا کالو ترمنځ وو.
دا څېړنه په انلاین بڼه ترسره شوې او څېړونکو غوښتل وګوري چې ګډونوال څومره وخت کې د یوې ورکړل شوې وظیفې په اړه پرېکړه کوي.
دې کسانو ته یو شمېر انځورونه ور ښودل شوي، او ترې غوښتل شوي چې دا انځورونو په (ښو او بدو) وویشي، او د هر انتخاب لپاره پر یوه بټنه یا تکمه کلېک وکړي.
په دې چاره کې درې ډوله پروسې یا فعالیتونه شامل دي، جې لومړی یې د ماغزو سرعت دی، یعنی د یو وګړي ماغزه د مالوماتو پروسز کولو یا جذبولو لپاره څومره وخت نیسي.
دویم ډول فعالیت د (احتیاط) دی، یعنی دا کتل کېږي چې یو وګړی د مالوماتو یا انځور له لیدو وروسته د ارزونې یا په اړه یې د غور کولو لپاره څومره وخت نیسي.
دریم فعالیت د (پرېکړې کولو) دی، یعنی دا کتل کېږي چې یو وګړی د انځور له لیدو او په اړه یې له فکر او غورو کولو وروسته، څومره وخت کې پرېکړه کوي، یا بټنه کېکاږي.
څېړونکو د ریاضي ماډلونو په کارولو سره دا مالومه کړې چې هر وګړي د دې ټولې چارې بشپړولو لپاره څومره وخت لګولی.
د څېړنې له پایلو جوته شوې چې د دېرشو او شپېتو کالو ترمنځ عمر لرونکو کسانو د ماغزو د کار یا فعالیت سرعت نه کمېږي، خو د احتیاط کولو عادت له عمر سره زیاتېږي.
څېړنې همدا راز جوته کړې ده چې تر ۱۸ کالو د کم عمر وګړي پر غور او فکر ډېر وخت نه لګوي او دې ته ډېر لېواله دي چې ژر کلېک وکړي.
که څه هم د دې تجربې درې واړو برخو ته په کتو جوته شوې ده چې ځوانانو د نورو پرتله ژر دا چاره بشپړه کړې، خو دا په دې معنا نه ده چې دوی تل سم انتخاب کړی.
څېړونکي وایي، د پرېکړې یا انتخاب کولو په دې چاره کې بېلابېل فکتورونه شامل دي، خو په ټوله کې د دوی موندنې هغه عمومي ذهنیت یا استدلال ردوي چې ګواکې د عمر ډېرېدو سره د انسان د ماغزو سرعت کمېږي.

Want your business to be the top-listed Grocery Store in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad
Other Farmers Markets in Jalalabad (show all)
زرعت او مالداري زرعت او مالداري
K**a
Jalalabad, 2

افغانستان کامه ننګرهار د حضرت خان فارم