Loy Nangarhar Institute of Health Sciences
Nearby clinics
Chowk Mukhaberat
Khair Khana Lesi Maryam Kabul
0093
0093
Surkhroad
Nangarhar
Chowk Mokhaberat Jalalabad
سرجل ډاګ قاضیان کلی
Afghanistan Jalalabad Goshta
Torkham Jalalabad G. T Road in Front of Kabul Camp Shahidano Maina
چکنورى بازار،خېبرد ودونو تالار ته مخامخ،کا
Bihsod
Loy Nangarhar Institute of health Sciences shall be a
leading institution of excellence in health pr
د مبارکۍ پیغام !
د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رهبري، اداری کارکوونکي، او استادان د سړو سیمو (سردسیر) مناطقو د دولسمو ټولګیو فارغانو ته مبارکي وړاندې کوي او ټولو فارغو ځوانانو ته د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کــــړو د ترسره کولو هیله کــــوي .
نظم اودسپلین کمېټې د ازموینو کمېټې سره د چارو ښه ترسراوي په پار د همغږۍ ناسته ترسره کـــړه !
د آزموينو او نظم دسپلین کمېټو مشترکه غونډه نن د دې کمېټو د مشرانواو غړو په ګډون سره په علمی او تدریسی معاونیت مقام کی دایره سوه چی د قرآن کريم په تلاوت سره پيل شوه، د کمېټې د غونډی اجنډا د شل فیصده آزموینو د صحنو پر ښه تنظیم راڅرخېده. په غونډه کي د ۱۴۰۲ کال خزاني سمستر شل فیصده ازموینو بهیر لپاره ټاکل شوی دری کسیز پلاوي خپل راپور مسئولینو ته وړاندې کړ او همدارنګه د شل فیصده آزموینو د لا شفافیت او نظم اړوند بحث تر سره شو،
د کمېټې د تیری پریکړې له مخی به دری کسیزه پلاوی د ۲۰٪ ازموینو بهیر دازموینو ترپایه څاري ،نظم او دسپلین کمېټه به د ازموینو د روند د لا بهتروالي په پار د ازموینو کمېټې سره په هراړخیزه توګه همکاره اوسي.
وروسته غونډه په دعاء سره پای ته ورسېده.
یکشنبه ۱۹/۰۹/۱۴۰۲
نشراتو څانګه
*د حديث پوهني ستر امام زهري ويلي دي: که د عايشې رضي الله عنها علم د نبي صلی الله عليه وسلم د ټولو مېرمنو، بلکي د ټولو ښځو د علم سره پر تله سي ، نو د عايشې رضي الله عنها علم به تر زيات شي. سير أعلام النبلاء 2/141مخ.*
*امام ابن رجب رحمه الله ويلي دي*
*په بعضي اثارو کې راځي چي کله يو بنده د الله سبحانه وتعالی نه دعا ګانې غواړي الله ورسره ډيره مینه کوي*
*الله سبحانه وتعالیٰ جبريل عليه السلام ته ووايي ددي کس د حاجت پوره کولو کي تأخیر وکړه ځکه زه مینه لرم چي بار بار ددي بنده عاجزي واورم*
*مجموع رسائل/1/75*
موسی عليه السلام مدين ته په داسې حال کې ورسېده چې نه يې کور نه کار اونه يې هم ښځه درلوده يواځې يې له يو چا سره يو احسان وکړ او د يو سيوري په طرفه لاړ لاسونه يې پورته کړل او دا دعا يي وکړه:" ( ربِّ انی لما انزلت الیَّ منْ خیرٍ فقیر) ژباړه : اي زما ربه د هغه څه نه چي تا ليږلي دي زما لپاره دخير نه زه ورته محتاجه يم " او په هغه ورځ لمر لا نه و لويدلي چې کور ، کار او ښځه يې درلوده
د هر نيک کار کولو وروسته د دې دعا کولو هڅه وکړئ.
د ۲۰٪ ازموینو بهیر د معمول په څیر د دری کسیزه پلاوی تر مستقیم نظارت لاندې دوام لـــري !
رسول الله (ص) فرمایلي
د ستړي مشي په کـــولـــو سره ګناهونه رژیږي !
زده کړې مو په کړنه کې بدلون راولي !
غوره ټاکنه روښانه راتلونکی
د ۲۰٪ ازموینو بهیر د معمول په څیر د دری کسیزه ځانګړي پلاوی تر مستقیم نظارت لاندې دوام لـــري !
د ازموینو بهیر د تل په څیر په عادی توګه دوام لري !
موږ د غوراوی لپاره ټول شته امکانات په کاراچوو.
د انستیتیوت رئيس د علمي مرستيال په ملتيا له آزموينو څخه ليدنه وکړه!
شنبه/04/قوس/۱۴۰۲
دلوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رئيس داکتر ذبیح الله صاحبزاده او دیادی اداری علمي مرستيال داکترضیامحمد بیان د آزموينو له بهير څخه ليدنه وکړه. د خزانی سمسټر دغه ۲۰٪ آزمويني به د روانی میاشتې تر ۲۴ نېټې دوام وکړي ښاغلي صاحبزاده د صحنو تر کتني او له محصلينو سره تر خبرو وروسته د آزموينو بهير ښه وارزاوه او هيله ئې څرګنده کړه چي ټول محصلين په ډاډه زړه په مناسب چاپېريال کي آزمويني ور کړي او په پايله کي ئې هغوی او د هغوی استادان د خپلو خواريو حاصل تر لاسه کـــــړي.
غوره ټاکنه. روښانه راتلونک
پر سختیو مه خفه کیږه !
نن پنجشنبه هم د خزانی سمستر شل فیصده ازموینو بهیر په عادی توګه دوام درلود !
آزموينو کمېټې د خزانی سمستر ۲۰٪ ازموينو بهير پېل کــــړ !
چهارشنبه د قوس( لیندۍ) میاشتې ۱ لومړی نېټه
د لوى ننګرهار روغتيايى علومو انستيتيوت ادارى د آزموينو کمېټې د مهالوېش سره سم د شل فیصده ازموينو دبهير پرانسته د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره وکړه . د انستيتيوت علمي مرستيال داکترضیامحمد بیان د ازموينو د پرانستې په غونډه کى ياداوري وکړه چي له تخنيکي او تجهيزاتي پلوه د دغو آزموينو له پاره لازم چمتووالی نيول شویدی او ټولی ازموینې د کمېټې د اعضاو د نظارت او څار لاندې اخستل کیږي. همدارنګه د شفافيت تأمين تر څنګ د نظم پر تأمين هم د محصلانو چارومدير استاد عابدالله افغان ټینګار وکـــړ! د غونډى په پاى کې د عالى نرسنګ ډيپارتمنت آړوند محصلينو ته د لومړۍ پوښتنپاڼې په ورکړې سره دازموينو بهير پېل سو،
غوره ټاکنه۔ روښانه راتلونکې
درنښت
نشراتو څانګه
د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت غاښونو پروتیز څانګې استاد دوکتور ظهور احمد همدرد د شرق ګلوبل تلویزیون سره د خولی جوف په بیلابیلو ناروغیو ځانګړې مرکه کړېده !
تاسویی په یوټیوب کې درسره تعقیب کړې https://www.youtube.com/watch?v=m_rYJ3tCA6g
آزموينو کمېټې د شل فیصده آزموینو د بهیر ښه ترسراوي په پار د همغږۍ ناسته ترسره کـــړه !
د آزموينو کمېټې غونډه نن د دې کمېټې د مشر او غړو په ګډون سره په علمی او تدریسی معاونیت مقام کی دایره سوه چی د قرآن کريم په تلاوت سره پيل شوه، د کمېټې د غونډی اجنډا د شل فیصده آزموینو پر چمتووالي راڅرخېده. په غونډه کي د ۱۴۰۲ کال خزاني سمستر شل فیصده ازموینو بهیر د آزموینو د صحنې څخه د نظارت په موخه د هیئت پر ټاکلو او همدارنګه د شل فیصده آزموینو د شفافیت او نظم اړوند بحث تر سره شو،
د کمېټې د تیری پریکړې له مخی به د شل فیصده ازموینو بهیر راتلونکې چهارشنبه د لیندۍ ( قوس ) میاشتی پر لومړې نېټه پیل سي چي د شفافیت او نظم په موخه به یي درې کسیزه هیئت وخت پر وخت څارنه کوي. د کمېټې غونډه کې له اجنډا سره سم د آزمويني لپاره د سوالونو پر چمتو کولو هم خبري وشوې . غونډه په دعاء سره پای ته ورسېده.
دوشنبه ۲۹/۰۸/۱۴۰۲
نشراتو څانګه
نـــــوم لیکنه دوام لــــــــري!
ډاکټر تحسین الله صافی د تدریس پرمهال !
د غاښونو پروتیز برخی اناث محصلین د عملي کار پروخت لوی ننګرهار فطرت معالجوی روغتون کې !
استاد عبدالسلیم جمشید باقی زاده غاښونو پروتیز برخی محصلینو سره د عملی کار وروسته
د دولتی روغتونو څخه فارغو ستاژرانو او ارتقایی ممتازو محصلینو څلورم انځوریز البوم !
🥀 *د بل په مصیبت مه خوشحالېږه* 🥀
*نبي علیه السلام فرمایي:*
*د خپل ورور په تکلیف او مصیبت باندې د خوشالۍ اظهار مه کوه! ممکن الله ﷻ پر هغه رحم وکړي او له مصیبت څخه یې خلاص کړي او تا پر هغه مصیبت اخته کړي.*
ترمذی : (۲۵۰۶)
لا_ تقنطوا
دنيا زمونږ لپاره نه ده، او نه مونږ د دنيا لپاره يو
مونږ ټول د الله لپاره يو او خامخا به هم دي الله ته واپس کيدونکي يو.
نـــوم لیکنه دوام لــــــــری !
دعالی نرسنګ ډیپارتمنت محصلین د عملی کار پروخت لوی ننګرهار فطرت معالجوی روغتون کې !
غوره ټاکنه روښانه راتلونکی
نوم لیکنه دوام لــــــــري !
حدیث رسول الله ﷺ فرمایلي:
مَنْ صَلّٰى عَلَيَّ وَاحِدَة صَلَى اللهُ عَلَيْهِ عَشْرًا.
(مشكوة: جـ۱ صـ۸۶)
ژباړه:
كه چا پر ما باندې يو ځل دُرود ووايه؛ نو الله ﷻ به پر هغه شخص لس ځلې رحمتونه نازل كړي.
םבםבﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ❤️
امام ابن القیم رحمه الله فرمایلي دي
که صدقه ورکونکی پوه شي چې دا خپله صدقه د الله په لاس کې اچوی وړاندې د لاس د مسکین نه
نو خامخا د دی صدقه ورکوونکي خوښي به د اخیستونکي له خوښۍ څخه زیاته شوې وی
مدارج السالکین
نبي عليه السلام ته يو کس راغی ورته يی وفرمايل :
ای دالله رسوله ماته یوه مختصره خبره اوکړه، نبي عليه السلام ورته وفرمایل : داسې مونځ کوه لکه رخصتونکی( يعني ذهن کي داسې راوله چې دا زما اخرنی لمونځ دی) ځکه چي که ته هغه نه ويني نو تا خو ويني، او د خلکو په لاسونو کې چې څه دي دهغي نه نااميده شه نو ته به غني شې ، او که تاته څه عذر پيش کړی شي نو بيا ترينه ځان ساته.
المعجم الأوسط 4427
طورخم کې د پاکستان هیواد څخه بیرته راستانه شویو کډوالوته نقدی مرسته وویشل شوه !
پرون جمعی ورځ د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رئیس داکترذبیح الله صاحبزاده دپنځه کسیز ټیم په ملتیا طورخم ښارګوټي کې راکډه شویو افغانانو (۱۲۰) کورنېو سره نقدی مرسته وکړه ، یاده مرسته چی هری کورنۍ ته (۲۵۰۰) افغانۍ برخه ورسیدله د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت اداری پرسونل ، استادانو، او عامو ننګرهار میشتو ولسی وګړو له لوری راټوله شوی وه ، صاحبزاده راکډه شویو افغانانو ته د خپل وطن ګل وطن ترشعار لاندی ډاډ ورکړ چی موږ مو ترڅنګ یو او په شریکه به خپل هیواد کې د ژوند پاتی برخه تیروو،
غوره ټاکنه. روښانه راتلونکی
تاریخ : ۱۲/۰۸/۱۴۰۲
درنو هېوادوالو!
د نیدرلینډ پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریا مو مبارک شه
زنده باد ملی اتلانو
*لمونځ د دین له بنسټیزو ارکانو څخه دی،*
ابو هریره ر ضی الله عنه فرمایي ، رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: بی شکه هغه عمل چې د قیامت په ورځ به له بنده سره پری ، لومړی حساب کیږي لمونځ دی، که چېري لمونځ د چا سم و، هغه انسان بریالی شو خپل هدف ته ورسیده، او که دا خراب و انسان نا هیلی او تاوانی شو.
سنن ترمذي(١/٥٣٥)
د مبارکۍ په پار !
لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رئیس داکتر ذبیح الله صاحبزاده او ورسره مل پلاوی د ننګرهار عامی روغتیا ریاست لپاره نوی رئیس مولوی امین الله شریف سره تعارفی ناسته درلوده په یاده ناسته کې چی د عامی روغتیا په ریاست کی ترسره شوه پکی ګڼو درنو میلمنو ګډون درلود، صاحبزاده مولوی امین الله شریف ته د یادریاست د رئیس په توګه د تقرر له امله مبارکي وویله او زیاته یی کړه چی داډیر پرمسئولیته ریاست دی چی انشاالله ستاسو په راتګ سره به د ننګرهار په مختلفو ساحو کی د روغتیا اړوند ستونزو او مشکلاتو ته په وخت سره لاسرسې وشي ، اوداوړتیا صداقت او ایمانداری په تاسو کې شته ، صاحبزاده د عامی روغتیاریاست قدرمن رئیس مولوی امین الله ته ډاډ ورکړ او ویی ویل چی موږ مو ملاتړ یو او په ګډه به دی زوریدلی ولس ته کار کوو، مولوی امین الله شریف هم ټولو درنو میلمنو ته د غوره خدماتو ډاډ ورکړ ، په اخر کې داکتر ذبیح الله صاحبزاده او ورسره مل پلاوی داکترضیامحمد بیان، او استاد عابدالله افغان د اعزاز په پار د پښتون کلتور ویاړ ( لونګۍ) د ننګرهار عامی روغتیا ریاست نوی رئیس مولوی امین الله ته په سر کړه اوهغه ته یی د خیر دعا وکړه .
غوره ټاکنه. روښانه راتلونکی
*🍁د حق پرسته علماوو مجلسونو کې ګډون کوئ🍁*
*عمر بن الخطاب رضی الله وایی:*
*یو سړی به له کوره په داسې حال کې ووځی چې د تهامې د غره هومره ګناهونه به پرې امبار وي، خو ناکهانه به د علماوو په مجلس وربرابر شي د علم یوه خبره به واوری، د الله څخه به ووېرېږي توبه به وباسی، کور ته به په داسې حال کې راوګرځي چې هېڅ ګناه به پرې پاتې نه وي.*
*📚مفتاح دار السعادة/ ١: ٧٧ لابن القیم رحمه الله*
استاد بلوچ عابد د سوانحو مدیر په توګه دنده پيل کړه!
د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت اداری سوانحو برخې نوی مدیر استاد بلوچ عابد له اداري دود سره سم د يو لړ تعارفي مراسمو په ترڅ کی د اداری کار کوونکو ته ور وپېژندل شو او دنده یی پېل کړه ،
د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رئیس داکتر ذبیح الله صاحبزاده بلوچ عابد ته په یاده اداره کې د دندې په پارمبارکي وویله او زیاته یی کړه چی د نوموړیي نوی کارمند په راتګ سره به لوی ننګرهار اداره لاپیاوړی اوغښتلی شي، همدارنګه علمي مرستيال داکتر ضیاءمحمد بیان ښاغلي بلوچ ته د نوی دندې مبارکي وويله، هغه يې د دغه بست له پاره وړ کس ياد کړ، په چارو کي يې د مرستي ډاډ ور کړ او هيله يې څرګنده کړه چي د نوموړي له راتګ سره به د لوی ننګرهار اداری پرمختيايي فعاليتونه نور هم زيات، مؤثر او ښه شي.
د سوانحو د برخی نوي مدیر استاد بلوچ عابد د انستیتیوت له ادارې څخه پر ده د کړي اعتماد له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چي د اداری او ټولني له اړتيا سره سم به د فعاليت او خدمت هڅه وکړي. ښاغلي عابد اداری د کاری غړو تر منځ همغږي د چارو د پرمختګ له پاره اړينه وبلله او هيله يې څرګنده کړه چي د لوی ننګرهار طبی انستیتیوت اداری ټول غړي به د کار پر مهال ور سره همکار واوسي.
وروسته ښاغلی عابد له اداري دود سره سم داداری رئیس،علمی مرستیال ،د محصلانو چارو مدیر ، اداری مدیر، مالی مدیر، تر خپلي شعبې پوري بدرګه کړ، او نوموړي ته یی د خیر دعا وکړه وروسته يې خپله دنده رسماً پيل کړه.
۰۶/عقرب/۱۴۰۲
دنشراتو څانګه
*اې معاذه! قسم په الله راباندې گران يې:*
*✒️رسول اللهﷺ معاذ رضی الله عنه ته وویل:📖*
" ای معاذه! قسم په الله راباندې گران يې،تاته وصیت او سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه وروسته دا دعا مه پريږده(وایه يې)اللهم أَعني على ذكرك،وشكرك،وحسن عبادتك " .[ صحيح الجامع للألباني ٧٩٦٩ ]
د لوی ننګرهار فطرت معالجوی روغتون اوومه کالیزه ولمانځل شوه
۰۲/عقرب ۱۴۰۲ سه شنبه
لوى ننګرهار فطرت معالجوی روغتون او زیږنتون د معمول سره سم خپله اوومه کالیزه ولمانځله.غونډه د قاری صیب ذاکرالله له لوری د قرانکریم په تلاوت سره پېل شوه ،ورپسی
د لوى ننګرهار روغتيايى علومو انستيتيوت او لوی ننګرهار فطرت معالجوی روغتون رٸيس پدى اړه د روغتون د غونډو په تالار کي جوړو شويو مراسمو ته د وينا پر مهال روغتون کارمندانو او ټول پرسونل ته مبارکي وويله او له ټولو څخه يې مننه وکړه چي د ناروغانو د درملنی تشخیص او مراقبت په برخه کي يې خپل رسالت په ښه توګه اداء کړی دې او دا لړې مخ ته بيايى، او ستاژر محصلينو ته يى د روغتون په اووه کلنو لاسته راوړنو رڼا واچوله ،علمى مرستيال داکترضيامحمد بيان د وينا پرمهال ټولو ډاکترانو او اداری کارمندانو ته د دوی د فعالیتونو د اوومی کالیزی په پار مبارکي وويله ،ستاژر محصلينو ته يى په لازياتو هڅو کولوټينګار وکړ او له رهبرۍ یی مننه وکړه چی د منطقی د ولس لپاره یی دمعیاري تشخیص او تداوی په برخه کې زمینه مساعده کړې ده ،
د روغتون پرسونل له لوری د روغتون رئیس داکتر ذبیح الله صاحبزاده ته او سرطبیب میرویس شینواری ته لونګۍ ډالۍ شوې، د روغتون کارمندانو ته د قدرونې په پار ځانګړي تحایف ، او ستاینلیکونه وویشل شو،
د مراسمو په وروستيو کي د پروګرام برخه والو هغه کيک پرې کړ چي د اوومی کالیزی په پار تیارکړل شوی وه .
۰۲/عقرب/۱۴۰۲
ورځ:سه شنبه
د نشراتو څانګه
د مبارکۍ په پار !
لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رهبري ، اداری کارکوونکي او استادان د افغانستان غیور ملت ته د پاکستان هیواد په وړاندې د افغان اتلانو د کرکټ د بریا مبارکي وايی .
غوره ټاکته روښانه راتلونکی
د آزموينو کمېټې د چانس آزموينو مهالوېش ترتيب او تاٸيد کړ!
د لوى ننګرهار روغتيايى علومو انستيتيوت د آزموينو کمېټې د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کى چى په علمي معاونيت کى ترسره شوه د عقرب میاشتی ۱ لومړی نیټه د دوشنبې ورځ د بهاری سمسټر د چانس آزموينو د پيل د نېټې په توګه تائيد کړه. د آزموينو دغه نېټه او مهالوېش د ډيپارتمنتونو د امريتونو له لوري پېشنهاد شوې و، د کمېټې له پرېکړې سره سم د چانس ټولو مضامينو لپاره استادانو سوالونه ترتيب کړي دي. ټاکل شوې چي له تائيد شوي مهالوېش سره سم به سبا دوشنبی ورځ د دوهم چانس آزمويني پيل شي. د آزموينو کمېټه د دې پوسټ له لاري د ټولو تحصيلي رشتو هغو محصلينو ته چي په آزموينو کي چانس شوي وي، خبر ورکوي چي پر ټاکلي وخت خپلو آزموينو ته حاضر شي.
غوره ټاکنه۔ روښانه راتلونکى
یکشنبه د میزان دیرشمه
د نشراتو آمريت
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Jalalabad
Tarin Sehat Palaza. Beside Amir Shaheed Bagh
Jalalabad
Daily pateints care from 2pm-7Pm
ادرس: جلال اباد ښار پښتونستان واټ ملی راډیو تلویزون ترڅنګ حاجی ګل صحت پلازه دریم منزل ۳۲ نمبر دفتر
Jalalabad
د بنګله دیش هیواد څخه د باکیفیته درملو واردونکی شرکت
Jalalabad
Be like a diamond, precious and rare, not like a stone, found everywhere.
Toorkham Jalalabad Road, Rokhan Meena
Jalalabad, 2601
زمونږ ژمنتيا د غوره او باکیفیته صحي خدماتو وړاندې کول دي !
商业街520号
Jalalabad, 2541032
DREAM KEY TRADING LIMITED Address:FLAT/RM H29 1/F PHASE 2 KWAI SHING IND BLDG 42-46 TAI LIN PAI RO