مـدرسه انــاثــیه بــی بــی آمـنــه رض

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مـدرسه انــاثــیه بــی بــی آمـنــه رض, School, مرکزی کابل اتمه ناحیه شاه شهید نواباد, نماینده ګی دوم کارته نو سرټپه سرک حلقوی پهلوی مکتب خصوصی ندا معارف, Kabul.

09/04/2024

#دعا

#آمین ثم آمین

07/04/2024

ټولنپوهان وایي : د ټولنیز سمون او ښې کورنۍ روزنې په پار اولادونه په دریو «م. م.م » کې وساتئ.
۱- مجاورت
۲ -محافظت
۳- مشاورت
-تر هغې چې مو اولاد د بلوغ تر پړاو نه وي رسیدلی او د ځان لپاره یې سم لوری نه وي غوره کړی له ځان نه یې مه لرې کوئ.
- تل یې کلک څارئ چې ناسم قدم پورته نکړي .
- تل نېکې مشورې ورکوئ چې سالم انسانان ترې جوړ شي .
که مو دا فرمول پلی کړ ، خوښ به یاستئ.

استاد ببرک مياخيل

05/04/2024

تبوک ته انځوریز سفر

د مسلمانانو لښکر د الله په معبد کې روان دی، لمر ډېر سوځونده دی، وړانګې يې پوستکي سوځوي، په وجودونو خولې راماتې دي، د اوبو جامونه په سرونو اړول کیږي چې تندي ماتي کړي، خو ډېر ژر بیا حلقونه وچ شي، رسول الله_ﷺ_روان دی، باید مخکې له دې چې هرقل چمتو شي، دوی تبوک ته ورسیږي.
ګرم شمال را والوت، مخونه سوځوي، مسلمانانو یوې خوا بلې خوا وکتلي، یوازې د ډبرو سیوري ورښکارېدل، له تیږو حرارت راپورته کېده، ګوندې د اور ژبې دي، زمکې پښې سوځولې. ډېرو اراده وکړه چې له سپرلیو کوز شي، خو چې رسول الله_ﷺ_یې ولیده چې په سپرلۍ ناست دی، ځوان هم نه دی، دوی يې په نیمایي عمر هم نه دي، نو ځانونه يې ټینګ کړل او د لمر تاوجنو څپيړو ته يې مخونه ونیول، رسول الله_ﷺ_يې ښه ایډیال(قدوه) و.
دېرش زره کسان روان دي، موخه يې د روم سرحد دی، ابوذر غفاري پاتې شو، خلکو رسول الله_ﷺ_ته وویل:
- ابوذر هم پاتې شوی دی.
- پريېږدئ، که ښېګڼه په کې وه، خدای تعالی به يې له تاسې سره یو ځای کړي، که په کې نه وه، خدای به مو ترې بېغمه کړي.
رسول الله_ﷺ_د ثمودیانو په کورنو حجر باندې تیر شو، څادر يې په سر راخور کړ او سپرلۍ يې چابکه کړه، ویې ویل:
- د هغو خلکو کورنو ته مه ننوځئ چې ظلم یې کړی و، مګر که ننوځئ نو په ژړا ور ننوځئ چې دا مصیبت خدای پر تاسې نازل نه کړي.
- خلک یې منع کړل چې نه یې اوبه وڅښې او نه پرې اودسونه وکړئ، بیا له خلکو سره روان شو، تر څو هغه کوهي ته ورسېده، له کوم چې د صالح_ﷺ_اوښې اوبه څښلې، اسمان ته یې وکتل، بیا يې خپل ملګري خبر کړل چې نن شپه پرې سخت شمال رالوځي، ویې ویل:
- که څوک اوښ لري، باید کلک یې وتړي.
خلک يې له یوازې راوتلو منع کړل، که څوک راوځي، باید خپل ورور ورسره وي، یو تن یوازې قضاء حاجت ته ووت، ساه يې بنده شوه، بل کس په خپل اوښ پسې را ووت، شمال یوړه، رسول الله_ﷺ_یې خبر کړ، هغه ورته وویل: ما تاسې ته ونه ویل، که څوک راوځي باید ملګری ورسره وي؟
په عسکر کوټ باندې يې ابوبکر صدیق رضی الله عنه وټاکه چې خلکو ته لمونځ ورکړي، د عسکر کوټ د ساتنې قومنده يې عباد بن بشر رضي الله عنه ته ورکړه او هغه په عسکر کوټ کې په خپلو ملګرو ګرځېده، سهار شو، له خلکو سره اوبه نه وې، خلکو اسمان ته سترګې واړولې، اسمان تک شین و، لمر راوخوت، سوځنده وړانګې یې د خلکو پر بدنونو لګيږي، دوی د ډبرو سیورو ته پناه وړي، ډېر ژر ډبرې ګرمې شوې، په بدنونو خولې راماتې شوې، حلقونه وچ شول، خلکو له تندې ژبې راویستلې وې، نیږدې وه چې له تندې مړه شي، په خپلو اوښانو پسې راپورته شول، حلال یې کړل، لريې ورڅېري کړل، اوبه يې ترې وڅښلې، ابوبکر په اوښلنو سترګو خلکو ته ګوري، ایا خلک به له تندي مري او رسول الله_ﷺ_به ورسره وي؟!
ابوبکر رسول الله_ﷺ_ته ورغی ورته يې وویل:
- ای دالله رسوله، الله تعالی خو ستا دعا‌ء قبلوي، زموږ لپاره دعا وکړه.
رسول الله_ﷺ_دعا وکړه، الله تعالی وريځ راولیږله، اسمان راوورېده، خلکو په خپلو مخونو د باران استقبال وکړ، خوشاله شول، غږونه د الله تعالی په شکر پورته شول، خپل لوښي يې ډک کړل، د انصارو یو تن په بل تېر شو، چې په منافقت تورن و، ورته یې وویل:
- خوار شې دا خو ګورې.
منافق له خجالته پرته وویل:
- وريځ وه او تېرېدله.
یو بل تن، بل منافق ته وویل:
- خوار شې له دې وروسته هم بل دلیل شته؟
- یوازې د نوء ستوري باران دی.
نو الله تعالی ایاتونه نازل کړل: ﴿أَفَبِهَذَا الْحَدِيثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ ﴿۸۱﴾وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ ﴿۸۲﴾فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ ﴿۸۳﴾وَأَنْتُمْ حِينَئِذٍ تَنْظُرُونَ ﴿۸۴﴾ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْكُمْ وَلَكِنْ لَا تُبْصِرُونَ﴿۸۵﴾( ) «د خپلې روزۍ شکر مو دروغ ګرځولی دی* او کله چي روحونه مرۍ ته راوخيژي* او تاسې هغه وخت کتل*او موږ تاسې ته د مرۍ له رګونو نيږدي و، خو تاسې نه وینئ»
د ابوذر اوښ ټپ شو، نو له لښکر نه پاتې شو، رسول الله_ﷺ_ته ځينو خلکو وویل:
- ای د الله رسوله ابوذر پاتې شو، اوښ يې ټپي شو.
- پريېږدئ، که په کې ښېګڼه وه، نو الله تعالی به يې را ورسوي او که نه وه، نو الله تعالی به مو ترې بېغمه کړي.
لښکر لاړ، ابوذر کوښښ کوي چې خپل اوښ راپورته کړي، خو هڅه يې ناکامه شوه، خپله غوټه يې په شا کړه، بیا په رسول الله_ﷺ_پسې پلی را ووت، رسول الله_ﷺ_ځينو کورنو ته کوز شوی و چې ابوذر را ورسېده، یو سړي ولیده، رسول الله_ﷺ_ته يې وویل:
- دا سړی په لاره یوازې روان دی.
رسول الله_ﷺ_وویل:
- دا به ابوذر وي.
- خلک چې ورته ځير شول، ویې ویل:
- ای د الله رسوله، په خدای چې دا ابوذر دی
رسول الله_ﷺ_وویل:
- الله تعالی دې په ابوذر ورحمیږي، یوازې روان دی، یوازې به مري او یوازې به راپورته کیږي.
د مسلمانانو لښکر روان دی تر دې چې د تبوک څنډې ښکاره شوې، ابوخیثمه او عمیر چابک روان دي چې رسول الله_ﷺ_ته ځانونه ورسوي، مخې ته یې د مسلمانانو یوه ډله ښکاره شوه، ابوخیثمه عمیر ته مخ راوګرځاوه ورته يې وویل:
- زه یوه ګناه لرم، که ته پاتې شې کومه خبره نه ده، زه رسول الله_ﷺ_ته ځان رسوم، عمیر پاتې شو او ابوخیثمه ورغی، خلکو یو تن ولیده چې را روان دی، ویې ویل:
- یو اسپور راروان دی.
رسول الله_ﷺ_وویل:
- دا به ابوخیثمه وي.
- ای د الله رسوله په خدای چې ابوخیثمه دی.
کله چې يې اوښه چو کړه، رامخکې شو، په رسول الله_ﷺ_يې سلام وکړ، رسول الله_ﷺ_ورته وویل:
- ابو خیثمه ستا لپاره دا غوره وه.
ابوخیثمه ورپېده، رسول الله_ﷺ_یې ګواښي، ژر يې خپل فکر پر ځای کړ، رسول الله_ﷺ_يې خبر کړ، رسول الله_ﷺ_ورته دعا وکړه.
ابو خیثمه یو شعر زمزمه کړه:
کله چې مې خلک ولیدل چې په دین کې منافقان شوي
زه هغه چاته راغلم چې ډېر عزتمن او عفیف و
په ښي لاس مې له محمد سره بیعت وکړ
نه مې کومه ګناه کړې او نه مې کوم حرام کړي
په تخت باندې مې سره لاسونه پريښودل،
د خرماو باغ مې پريښود چې ډېر زیات ډک و
زنګورکي يې په پخیدو و
شپې خپل ټيکری راخور کړ، په تبوک باندې شپه شوه، رسول الله_ﷺ_بلال ته مخ راوګرځاوه، ویې ویل:
- سهار ته مو راویخ کړه.
رسول الله_ﷺ_خوب ته لاړ، ملګري يې ویده شول، بلال خپلې سپرلۍ ته تکیا وکړه، خوب پرې راغی، رسول الله_ﷺ_چې راويښ شو، لمر راختلی و، بلال پسې ورغی، ورته يې وویل:
- بلاله ما درته ونه ویل، سهار مو راویښ کړه؟
- ای د الله رسوله تاسې چې چا ویده کړي واست زه یې هم ویده کړی وم.
رسول الله_ﷺ_لمونځ وکړ، خلکو هم لمونځ وکړ، بیا سپرلیو ته وختل، ځينو یو بل ته غلي غلي ویل، د دې لمانځه به څه کفاره وي چې پاتې شو؟
نبي_ﷺ_وویل:
- دا څه پټې خبرې کوئ.؟
- ای د الله رسوله د لمانځه په اړه غږېدلو.
- ایا زه ستاسې اېډيال نه یم؟ په خوب کې کله بې غوري وي، بې غوري هغه ده چې لمونځ تر هغې پريږدي چې د بل لمانځه وخت راورسیږي.
رسول الله_ﷺ_تبوک ته له اوه ورځو مزل وروسته ورسېده، رسول الله_ﷺ_د ژوند په شپيتم پسرلي ورګډېده، خو له ځوانانو پیاوړی او غښتلی و، تبوک د روم امپراتورۍ په سرحداتو پرته سیمه ده، ډېره شنه او حاصل خیزه ده، د سترګو په دید باغونه پراته دي، خلک د مسلمانو ښه استقبال کوي، دوی پوهیدل چې مسلمانان عدالت کوي، خو د روم په امپراتورۍ کې په دوی سخت ظلمونه کېدل.
جنګیالي ستړي قدمونه دمه کوي، الله تعالی يې د دښمن په زړه کې رعب واچوه، شام ته په شا شول، سوله يې پر جګړې غوره کړه، د موته په غزا کې پرې درې زره مسلمانانو کانې وکړې، اوس به د دېرشو زرو پر وړاندې څنګه ودريږي چې له ژوند نه ورته مرګ غوره ده، او پيغمبر هم ورسره دی، نه غواړي ترخه تجربه تکرار کړي.
رومي لښکر ویلي شو او د هرقل هیڅ پته ونه لګېده، رسول الله_ﷺ_نیږدې سیمې ته چریکي ګروپونه ولیږل، د ایله واکمن یوحنا بن روءبه راغی، دا په شام کې يو کلی دی، د ذرح اوسیدونکي راغلل، رسول الله_ﷺ_اسلام او جزیه دواړه ور وړاندې کړل، یوحنا ومنله چې جزیه به ورکوي، رسول الله_ﷺ_ته یې یوه سپینه کچر ورکړه، رسول الله_ﷺ_یوه جوړه جامې ورکړې، هغه او د ایله اوسیدونکو لپاره يې ولیکل: (( بسم الله الرحمن الرحیم. دا د الله تعالی او د هغه د نبي محمد له خوا د یوحنا بن روءبه او د ایلې اوسیدونکو لپاره امان لیک دی، دوی او ورسره د وچې او سمندر وګړي د الله تعالی او د محمد نبی په ذمه کې دی، د دوی کيښتۍ او سپرلۍ په وچه او لمده کې په امن دي، د دوی مال چا ته روا نه دی، له اوبو او له لارې نه به يې څوک په لمده او وچه کې نه منع کوي))
د اذرح او جرباء لپاره يې ولیکل: (بسم الله الرحمن الرحیم، د اذرح او جرباء خلکو ته دا د محمد نبي_ﷺ_لیک دی، دوی د الله تعالی او د هغه د نبي محمد له خوا په امن دي. دوی به په هرې رجب میاشت کې سل دینار ورکوي، الله تعالی د مسلمانانو کفیل دی).
شپه راوختله خلک ویده شول، عبدالله بن مسعود په خوب کې ډډې په ډډې اوړي، یوه ښکالو يې تر غوږ شوه، سترګې يې پرانیستي، د اور لمبه یې ولیدله، ورپسې شو، ګوري چې رسول الله_ﷺ_ ،ابوبکر الصدیق او عمر فاروق رضی الله عنهم دي، عبدالله ذوالبجادین المزنی مړ دی، په تبه مړ دی، رسول الله_ﷺ_ او دوی ورته قبر کینستلی دی، رسول الله_ﷺ_یې قبر ته کوز شوی دی، ابوبکر او عمر رضی الله عنهما ته وايې:
- ورور مو راکوز کړئ؟
ورکوز يې کړ، کله چې يې قبر کې کېښود، ويې ویل:
- خدایه زه ترې راضي یم، ته ترې هم راضي شه.
عبدالله بن مسعود له ځان سره وویل:
- ای کاش د دې قبر څښتن خو زه وای!
-
محمد رسول الله او ملګري يې
د تبوک غزا ۱۷ ټوک
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپي

02/04/2024

01/04/2024

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه: مفتي فیصل خاموش

۱ـ پوښتنه: صدقه الفطر(سرسایه) څه حکم لري
جواب : د احنافو په نزد صدقه الفطر( سرسایه ) ورکول واجب دي

۲ـ پوښتنه: صدقه الفطر( سرسایه) په کومو خلکو واجب ده؟
جواب: صدقه الفطر په هر هغه مسلمان باندې چې د نصاب په اندازه د مال څښتن وي پر هغه د خپل ځان او د نابالغ اولادونو صدقه فطر(سرسایه) واجب ده که چیرته د نابالغو اولادونو یې خپل مال وو او مالداره وو. نوبیا دې د هغوی له مال څخه ادا شي.

۲ـ پوښتنه: صدقة الفطر (سرسايه) کې کوم شیان ورکول کیږي او اندازه یې څومره ده؟
جواب: په صدقة الفطر(سرسایه )کې غنم، وربشې او خرما او یا ددغو شیانو قیمت ورکول کیږي،
غنم: دوه کیلو او ۹۰۰ ګرامه او یا یې قیمت
وربشې : درې کیلو او ۸۰۰ ګرامه او یا یې قیمت
خرما: درې کیلو او ۸۰۰ ګرامه او یا یې قیمت
نن سبا ( ۱۴۰۳ ه ش ) کال کې د خرما له حسابه (۶۰۸ ) افغانی
د وربشو له حسابه (۱۰۴) افغانی
او د غنمو له حسابه ( ۵۵) افغانی کیږي
له پورتنیو درې عدد شیانو او یا یې نرخونو څخه هر یو انتخاب او بیا یې مسکین فقیر ته ورکول روا دي خو که چیرته د خرما او یا د اوربشو نرخ له حسابه سرسایه ورکړل شي دا به ډير اجر او ثواب ولري ځکه چې د فقیرانو او محتاجو خلکو په ګټه ده.

۳ـ پوښتنه: په خارج هیوادونو کې چې څوک اوسیږي او کورنی فامیل نابالغ اولاد یې په افغانستان کې وي، دغه شخص به د خارج هیواد له حسابه د خپل فامیل صدقه فطر ( سرسایه ) ورکوي اوکه دافغانستان له حسابه؟
جواب: په خارج هیوادونو کې چې څوک اوسیږي او هلته د اختر د تیرولو اراده ولري نو دخپل فامیل صدقه فطر ( سرسایه ) به د هغه خارج هیواد له حسابه ورکوي بیا یې خوخه ده ، چې افغانستان ته یې د فقیرانو لپاره رالیږي او که هلته یې فقیرانو ته ورکوي دواړه روا دي.

۴ـ پوښتنه: د صدقه الفطر( سرسایې) ورکول کومو خلکو ته روا دي
جواب: کوم خلک چې د زکات مستحقین وي هغوی ته دصدقه فطر (سرسایې) ورکول روا دي

۵ـ پوښتنه: خپل حقیقي ورور ، خور ، تره ته صدقه فطر ( سرسایه) ورکول روا دي؟
جواب: هو که چیرته د زکات مستحقین وي نو خپل ورو، خور او تره ته صدقه الفطر(سرسایه) ورکول روا دي.

پوښتنه: هغه څوک چې د ډېر عمر او یا مریضتیا له امله د روژې د نیولو توان او طاقت نه لري ، فدیه يې څنګه ده :
جواب: دغه ډول مریض چې د روژې نیولو طاقت نه لري او په راتلونکي کې هم د روغتیا امید نه لري نو په داسې صورت کې به فدیه ورکوي خو که چیرته د فدیې ورکولو وروسته او له مرګه مخکې صحتمند او روغ شو او د روزې نیولو طاقت یې درلوده، بیا ورباندې ددغو روزو قضاء لازمي ده.
د یوې روژې فدیه د صدقة الفطر برابر یعنې دوه کیلو غنم او یا یې موجوده قیمت ده.
والله اعلم

30/03/2024

عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې ټپي شو مختلفو خلکو سره یې د نوي خلیفه ټاکلو باره کې خبرې کولې او مشورې به یې ورنه غوښتلې! یو وخت یې مجلس کې ناستو خلکو ته وویل: ما ته به څوک نېک او تقوادار سړی راوښیي چې د خ.لافت چارې وروسپارم؟ مغیرة بن شعبة ورته وویل: امیر.المومنین زه یې درښیم، عمر ورته وویل څوک دی؟ ده ورته وویل: عبد الله بن عمر (ستا زوی)، عمر رضي الله عنه ورته وویل: الله دې مړ کړه، په الله قسم کوم که دا خبره دې د الله لپاره کړې یي. انساب الأشراف للبلاذري 259/2

یعني دا خبره مو د #چاپلوسې په نیت وکړه، هغه داسې چې مغیرة غوښتل عمر خوشاله کړي، نو مشوره یې ورکړه چې خپل زوی عبد الله خپل ځای ناستی مقرر کړه، په دې سره به خ.لافت ستا به کورنۍ کې پاتې شي، خو د فاروق عمر په مخکې چاپلوسې نه چلیدله، نو ورته ویې ویل: قاتلک الله، والله ما الله أردت بها.

#تکرار

30/03/2024

روژي اخر لیو ورځو او شپو کې لاندی کارونه تر سره کړي الله ج به ډیر ثوابونه درکړي

29/03/2024

رسول الله _ﷺ_ ته د مسیلمه د پلاوي د راتګ تصویر

څو د پاسه لس کسان په خپلو سپرلیو د رسول الله_ﷺ_له مسجد راروان دي، په سر کې یې سلمی بن حنظله دی، مسیلمه بن حبیب هم ورسره دی، دا هغه دروغژن و، د مدینې یو تن هم نه پيژنده، وارخطا دی، داسې خلک ګوري چې نیږدې ده له وجودونو يې نور ځلا وکړي، یو عجیبه سکون یې احساس کړ، ګوندې له اوږو يې ټول پيټي کوز شوي وي، د دغه سړي په اړه په فکر کې شول چې په خپل رسالت يې د دوی ژوند ته پرمختګ ورکړی دی، د ننګ او غیرت لړمان يې په زړه راخواره شول، هیله یې څرګنده کړه چې د دې رسالت د خاوند پر ځای دی وای.
په حافظه باندې يې فکرونو هجوم راوړه، ټول شرارتي فکرونه وو، شیطاني فکرونه وو، په زړه کې يې دا پوښتنه راپیدا شوه چې ولې د محمد بن عبدالله نوم په عربانو کې مشهور شوی دی، دی په یمامه کې دوه کسانو هم نه پيژنده؟ دا نو د محمد د قرآن قضیه ده، ولی دی د محمد د قران په څېر قران ونه لري، دی ترې په فصاحت کې کم نه دی؟! دی به هم وحي، قرآن، ملګري، مرستندویان او مومنان ولري.
محمد په عربي جزیره کې د غره په څېر ګرځېدلی دی، ولې ورسره په نبوت کې شریک نه شي، څو يې د محمد په څېر خلک درناوی وکړي او په ټوله عربي جزیره کې یاد شي.
یو سړی رسول الله_ﷺ_ته ورننووت، ویې ویل:
- د بني حنفیه پلاوی دی.
رسول الله_ﷺ_امر وکړ چې د رملې بنت الحارث په کور کې دې واړوي، پلاوی د انصارۍ میرمنې کور ته روان شو، هلته يې واړول څو له ځانونو د سفر دوړي وڅنډي، خو مسیلمه د خپلو شرارتي فکرونو ښکار شو، یوه پوښتنه ورته پيدا شوه: په یمامه کې به د رملې په څېر څوک ومومي چې خپل کور ورکړي، څو راتلونکي پلاوي په کې واړوي؟ رمله د مسلمانو په منځ کې کوم نا اشنا کار نه و کړی، ټولو په دې برخه کې یو له بل سره سیالي کوله، مسیلمه هیله څرکنده کړه چې کاش قومیان ورسره داسې مینه ولري چې مسلمانان يې له محمد سره لري.
پلاوی له میلمستیا وروسته د رسول الله_ﷺ_مسجد ته راوستل شو، سلام يې پرې وکړ او د حق شهادت يې ورکړ، مسیلمه يې خپلو غوټو ته پرېښود، هغه هم دا وخت غوښته چې یوازې شي او د خپلو خیالونو اس پريږدي، ځان يې د مستقبل په هنداره کې لیده چې قومیانو ته وايي دی هم د الله رسول دی، په دې فکر کې شو چې څه شی ورته حلال او څه ورباندې حرام کړي، په دې پوهيده چې خلک له خواهشاتو او شهواتو سره ډېره مینه لري، که يې دې فاجرو نفسونو ته دغه ازادي ورکړه نو ډېر مرستندویان به ومومي، که هغه دروازه پرانیزي چې محمد د شر په مخ تړلې ده نو هغه خلک به ورته ډلې ډلې راشي چې په ښو کارونو تنګیږي.
رجال بن عنفوه له ابي بن کعب نه قران زده کاوه، کله چې به مازیګر د رملې کور ته راستون شو، مسیلمه به ورمنډې کړې، غوږ به يې ورته کېښود، هڅه يې کوله چې یو څه قران زده کړي، د قران جرس یې په وینه کې ګډ شي، څو وکولی شي چې د نبوت د اعلان پر مهال يې خلکو ته واوروي او ورته ووايي چې دا راته له اوه اسمانونو له پاسه راغلی دی.
په سهار کې خلکو د رسول الله_ﷺ_مسجد ته رامنډې کړې، څو خپل زړونه د رسول الله_ﷺ_په حکمت پاک کړي، مسیلمه د خپلو غوټو منځ کې ځي راځي، هڅه کوي چې کومه سجع جوړه کړي او د قرآن سره پرې سیالي وکړي، نو لګیا شو: ((یا ضفدع کم تنقین. لاالشارب تمنعین، ولاالماء تکدرین)). ای چونګښې څومره اوازونه کوې، نه څوک له اوبو منع کوې او نه اوبه خړوې.
لګیا دی د قران مجید حفظ کړي ایاتونه لولي او په خپلې سجعې يې قیاسوي!
پلاوي بېرته خپل وطن ته د تګ هوډ وکړ، رسول الله_ﷺ_ورته ډالۍ ورکړې، هر یو ته يې دوه سوه درهمه ورکړل، دوی وویل:
- ای د الله رسوله موږ خپلو غوټو ته یو تن پریښي دی.
رسول الله_ﷺ_ورته امر وکړ، چې هغه ته هم همدومره زر ورکړئ. بیا يې وویل:
- خلک د رملې کور ته ستانه شول، مسیلمه ته یې هم دوه سوه درهمه ورکړل.او ويې ویل:
- ستاسې د غوټو ساتونکی ستاسې نه کم نه دی.
خلک د رملې کور ته راستانه شول، مسیلمه ته یې دوه سوه درهمه ورکړل، ورته يې وویل:
- رسول الله_ﷺ_ستا په اړه وویل: هغه له تاسې نه کم نه دی، چې ستاسې غوټي ساتي.
مسیلمه ته فرصت په لاس ورغی، ويې ویل:
- هغه پوه شو چې له ده وروسته چارې ماته حواله کیږي.
رسول الله_ﷺ_یو لوښي کې اضافه اوبه ورکړې بیا یې ورته وویل:
- کله چې خپل وطن ته ستانه شوئ، نو تاسې د یهودانو معبد ړنګ کړئ. په هغه ځای اوبه وشیندئ، مسجد پرې جوړ کړئ.
د بني حنفیه پلاوی بېرته ستون شو، مسیلمه له خپل ځان سره بوخت دی، له محمد سره په نبوت کې شریکېدل د هغه دروغژن کولو څخه غوره دي، رجال بن عنفوه د ابوبکر او عمر او د رسول الله_ﷺ_د اصحابو د مقام په اړه انديښنه کې دی، ده قران کریم له ابي بن کعب څخه زده کاوه، قران به پرې عجیب اغیز کاوه، خو چې یوازې به شو د رسول الله_ﷺ_د اصحابو په اړه به يې د ننګ مرغانو زړه په ټونګو واهه، خپل غرور په دې قناعت ورکاوه چې له ابوبکر، عمر، عثمان او ټولو انصارو څخه غوره دی، که له لومړنیو مسلمانانو څخه وای نو دغه مقام به ده تر لاسه کړی وای.
وروسته یې اسلام راوړه او دی باید د نورو مسلمانانو په څېر وي، هغه کله په دې قناعت کوي، باید د ټولو په سر کې وي، دا چې مسیلمه بن حبیب الحنفي دعوه لري چې له محمد وروسته چارې ده ته ورکول کیږي نو بیا یې ولې مرسته ونه کړي، څو يې وزیر شي، د ابوبکر، عمر او عثمان په څېر خلک ولري.
اقعس بن مسلمه، طلق بن علی بن قیس او سلمی بن حنظله کله د رسول الله_ﷺ_سره ناسته او د هغې لذت هیرولی شي، روحي وده احساسوي، باطني شتمني احساسوي او داسې رڼا احساسوي چې د ژوند تیارې ورته روښانه کوي.
خپل وطن ته راستانه شول، معبد یې ړنګ کړ، طلق بن علی اذان وکړ:
- الله اکبر الله اکبر. الله اکبر الله اکبر. اشهد ان لا اله الا الله . اشهد ان لا اله الا الله ، اشهد ان محمد رسول الله ، اشهد ان محمدا رسول ...
خلک له خپلو کورونو څخه مسجد ته د لمانځه لپاره راووتل، د معبد راهب اذان واورېده ویې ویل:
- د حق غږ دی.
وتښتېده، کله چې خلکو د محمد_ﷺ_په رسالت ګواهي ورکړه. د مسیلمه زړه راتنګ شو، د صبر کاسه يې ډکه شوه، نو ويې ویل:
- زه د محمد او جبریل سره په نبوت کې شریک یم، په ما هم د هغه په څېر وحې نازلیږي. قوم یې سپک کړ، پرې ويې خندل، راپورته شو او ويې ویل:
- ای بني حنیفه الله تعالی له تاسې نه قریش د نبوت ډېر حقدار نه دي ګرځولي، ستاسې وطن له هغو پراخه دی، خلک مو تر هغوی ډېر دي، جبريل ستاسې ملګري ته داسې راځي لکه هغه ته چې راځي.
خلکو ورټه، ده برجال بن عنفوه د شاهد په توګه راوړاندې کړ چې محمد ورسره نبوت شریک کړی دی، مسلیمه د خپلو دروغو لپاره هره لوړه ژوره لټوي، برجال بن عنفوه يې مرسته کوي، دفاع ترې کوي، د هغه دروغ رښتیا کوي، قران یې لولي: (( والشمس وضحاها، فی ضوئها ومجلاها، واللیل اذا عداها، یطلبها لیغشاها، فادرکها حتی اتاها، واطفآنورها فمحاها)). سوګند په لمر کله چې روښانه شي، په رڼا يې سوګند او د هغه په ځلیدا سوګند، په شپه سوګند په ورځې پسې ده چې راويې نغاړي، راويې نیوله تر څو ورته راغله، د هغې رڼا يې مړه کړه او له منځه یي ېوړه.
((سبح اسم ربک الاعلی. الذی یسر علی الحبلی، فاخرج منها نسمه تسعی. من بین احشاء ومعی. فمنهم من یموت و یدس فی الثری. ومنهم من یعش ویبقی الی اجل ومنتهی. والله یعلم السر واخفی، ولا تخفی علیه الاخره والاولی)). د لوړ رب په نوم ستاینه، هغه چې په امیدواره يې اسانتیا راوستې، خلک يې ترې راویستلي منډې وهي، د لړمون او کولو له منځه، څوک يې مري په خاوره کې خښيږي،. او ځينې يې تر يوې ټاکلې نيټې پاتې کیږي، الله تعالی په پټو او ښکاره و پوهیږي، نه ترې اخرت پټ دی او نه دنیا.
مسیلمه شراب او زنا حلاله کړه، له خپل پلویانو څخه یې لمونځ لرې کړ، په دې يې ګواهي ویله چې رسول الله_ﷺ_نبي دی، د فتنې دروازه يې خلاصه کړه، خلک ورننوتل، ټول هغه څه يې ورته حلال کړل چې د دوی نفسونو غوښتل، د ناروغ او نوي مولود د تبرک دعا يې ترې غوښتله، نو بنی حنفیه له سمې لارې واوښتل: ﱡيَاأَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَذَا فَخُذُوهُ وَإِنْ لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ فِتْنَتَهُ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا أُولَئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﱠ ( ). «ای د الله رسوله د هغو خلکو په اړه مه خواشینی کیږه چې دوی په کفر کې یو له بل سره سیالي کوي، له هغو کسانو څخه دي چې په خوله يې وویل، موږ ایمان راوړی دی خو زړونو يې ایمان نه دی راوړی، له هغه کسانو څخه چې یهودان شوي
او هغو خلکو ته دروغ رسوي چې تاته له ډېر کبر څخه نه دي راغلی، د حق خبرو ته تغیر ورکوي او وايي، که د قران حکم په دې ډول راغی وايي اخلئ که نه ځان ترې وساتئ، څوک چې الله تعالی په امتحان او رسوايې کې واچوې، نو هېڅکله يې ته د الله تعالی ( له قهر) څخه نه شې ژغورلی، دا هغه کسان دي چې الله تعالی نه غواړي چې زړونه يې پاک کړي، دوی ته په دنیا کې شرمندګي او په اخرت کې لوی عذاب دی»
محمد رسول الله او ملګري یې
د پلاوو کال ۱۷ ټوک
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپی

27/03/2024

موسی علیه السلام علیه السلام او فرعون مقابله دوهمه برخه

موسی علیه السلام فرعون ته ورغی، د بني اسرائیلو د مریتابه نه یې د خلاصولو غوښتنه وکړه چې له ده سره يې ولېږي او مصر پرېږدي، فرعون ورته وویل:
- که دا له تاسره پرېږدم، کښت او کر به څوک کوي، څوک به راته خښتې جوړوي چې اسمانڅکې ماڼۍ پرې جوړه کړم؟ نه ساحره هیڅکله درسره دا مریان نه پرېږدم، خپل رب ته دې غږ کړه چې رانه يې خلاص کړي.
الله پاک په مصر باندې وچکالي راوسته، هرې خوا ته ولږه زیاته شوه، فرعون سخت ووېرېده، په موسی علیه السلام پسې یې استازی ولېږه، ورته يې وویل:
- خپل رب ته دعا وکړه چې له موږ نه دا مصیبت لرې کړي.
- که يې درنه لرې کړ، بنې اسرائیل به راسره ولېږې؟
- هو، دوی درسره لېږم.
موسی علیه السلام خپل رب ته دعا وکړه، وچکالي لاړه، موسی علیه السلام فرعون ته ورغی چې کړې ژمنه پوره کړی، خو فرعون انکار وکړ، په تکبر يې وویل:
- دا خو ستاسې د بدشګومئ له امله وچکالي راغلې وه، ستا رب خو هیڅ نه دي کړي، ځه ووځه زه مریان نه درپرېږدم.
سیلابونه راغلل، کښت یې له منځه یوړه، په ټول هېواد باندې تنګسیا راغله، فرعون ووېرېده، موسی علیه السلام پسې يې سړی واستاوه، ورته يې وویل:
- خپل رب ته دعا وکړه چې دا مصیبت رانه لرې کړي.
موسی علیه السلام بیا دعا وکړه، له هېواده مصیبت لرې شو، موسی علیه السلام فرعون ته ورغی چې بني اسرائیل ورسره پرېږدي، خو هغه په تکبر وویل:
- تر هغې يې درسره نه پرېږدم څو مې پرې اسمانڅکې ماڼۍ نه وي جوړه کړي، بیا به زه دې ماڼۍ ته وخېژم، که ستا رب راته امر وکړ، بیا به يې درسره پرېږدم
الله تعالی پرې ملخان اخته راوستل، هيڅ کښت او میوه يې ور پرېنښودل، فرعون بیا ووېرېده، موسی علیه السلام یې راوغوښت ورته یې وویل:
- د خپل رب نه دې وغواړه چې دا مصیبت رانه لرې کړي.
- بیا به راسره بني اسرائیل پرېږدې؟
- هو درسره يې پرېږدم
کله چې ترې الله پاک دا مصیبت هم لرې کړ، فرعون بیا د تکبر په نیلي سپور شو، موسی علیه السلام ته یې وویل:
- که هر څومره نخښې او معجزې راوړې چې پر موږ سحر وکړې، موږ درباندې باور نه کوو.
الله تعالی پرې سپږې مسلطې کړې، په ناروغیو اخته شول، د سپږو د لاسه پرې وبا راغله، ډېر يې ووژل، فرعون او کورنۍ يې موسی علیه السلام ته بیا په زاریو شول، ورته يې وویل:
- ای موسی، خپل رب ته دې دعا وکړه ، که یې دا مصیبت رانه لرې کړه، نو هرومرو درباندې ایمان راوړو او بنی اسرائیل درسره لېږو.
کله چې ترې الله تعالی مصیبت لرې کړ، دوی بیا خپله ژمنه ماته کړه، نو الله تعالی پرې چونګښې او وينه مسلط کړه، بیا یې موسی علیه السلام ته ورمنډې کړې، ورته يې وویل:
- ای ساحره، خپل رب ته دې دعا وکړه، موږ لار موندونکي یو.
کله چې ترې الله پاک دا عذاب هم پورته کړ، بیا يې ژمنې ماتې کړې، فرعون خپل قوم ته چېغې کړې:
- ای زما قومه، زه د مصر واکمن نه یم او دا ویالې زما لاندې نه بهېږي، تاسې يې نه ګورئ؟ اوس زه غوره یم که دا سپک چې خبرې هم سمې نه شي کولی، کاش دې ته د سرو باوګان ورکړل شي او یا ورسره ملائکې راشي چې خبره يې رښتونې کړي.
خپل قوم يې سپک کړ، نو هغوی يې اطاعت وکړ، دوی فاسق قوم دی.
په موسی علیه السلام باندې د ده د قوم د بچو پرته چا ایمان رانه وړه، دوی هم د فرعون او د هغوی له چارواکو نه ډارېدل چې بېرته یې له دین نه واړوي، بېشکه چې فرعون په ځمکه کې ځان ډېر لوړ کړی و او دا له اسراف کوونکو څخه و.
د بني اسرائیلو صبر پای ته ورسېد، ورځ تر بلې پرې شکنجې زیاتېدلې او ډول ډول عذابونه به یې ورکول، موسی علیه السلام ته راغلل چې الله تعالی سوال وکړي څو یې د دې لوی عذاب او کړاو نه خلاص کړي، موسی علیه السلام ورته وویل:
- ای زما قومه، که ريښتوني مسلمانان یاست او په الله مو ایمان راوړی وی، نو بیا پرې توکل وکړئ.
د موسی علیه السلام دعوت د اسلام دین ته و، د ابراهیم دین ته، هغه څه ته يې دعوت کاوه چې له ده وړاندې يې پلار ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او اسباط کاوه، دوی ټول مسلمانان وو، یو الله یې لاره، چې هغه رحمان او رحیم ذات و، دوی دغه یهودي تعصب نه پېژانده، هغه چې د دوی په نبیره کې د دوي نيکه یهود رامنځ ته کړ، موسی علیه السلام یهودي نه و، بلکې پاک مسلمان و، که تاسې وایاست چې ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او اسباط یهودان وو، یهوذا له اسباطو څخه و، نیک سړی و، دا د یعقوب زوی و، کله چې یعقوب د مرګ په بستره پرېوت، ده او د ده وروڼو ته يې وویل:
(( له ما ورسته د چا عبادت کوئ؟ دوی وویل: ستا د خدای او ستا د پلرونو د خدای ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، د ټولو یو خدای دی او موږ ورته غاړه ايښې ده)).
موسی علیه السلام د لاوی بن یعقوب له نبیرې څخه و، د یهوذا له نبیرې څخه نه و، خپل قوم بني اسرائیلو ته وايي: ((ای زما قومه، که تاسې په الله باور کړی وي، نو په هغه توکل وکړئ، که تاسې مسلمانان یاست.
دوی وویل:
- موږ په الله توکل کړی دی، ای زما ربه موږ د ظالم قوم په فتنه کې مه اچوه، په خپل رحمت مو له دې کافر قوم نه وژغوره.
الله تعالی موسی علیه السلام او د هغه ورور ته وحې وکړه: خپل قوم ته په مصر کې کورونه ونیسه او دا کورونه مو مسجدونه وګرځوئ، لمونځونه وکړئ او مومنانو ته زېري ورکړئ.
موسی علیه السلام او هارون د الله تعالی وحې پلي کوي، د بني اسرائیلو لپاره يې په مصر کې ځانګړي کورونه ونیول، چې په دې کې ووسیږي او کله چې ورته د تګ امر وشي، چټک حرکت وکړي، یو د بل کورونه وپېژني، نه د دې په خاطر چې د عذاب پر مهال یې الله تعالی توپير وکړي، لکه څنګه چې ځينو جاهلانو ویلي دي، بېشکه الله تعالی پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ

25/03/2024

# #دموسی علیه السلام او د فرعون مقابله

موسی علیه السلام د خپلې مېرمنې او بچو سره مصر ته د تګ تابیا ونیوله، د تګ وخت راورسېد، له سپين ږیري سره یې خدای په اماني وکړه، په صحرا کې روان شو، د طور ښې اړخ ته په ساړه ماښام ورسېدل.
شپه راغله، ستوري پناه شول، اسمان کې تالندې او برېښنا شوه، باران راښکته شو، موسی علیه السلام له خپلې کېږدۍ راووت، یوې خوا او بلې خوا يې وکتل، د طور په څنډو کې یې اور ولید، خپلې کورنۍ ته يې وویل:
- تاسې دلته اوسئ، زه به يا درته خبر راوړم او یا به اور راوړم چې تاسې پرې ګرم شئ.
موسی علیه السلام د طوی په دره کې روان شو، په خپله امسا د اور پلو ته روان دی، په دره يوه عجیبه خشوع واکمنه شوه، ډېره نرمه رڼا يې د زړه په سترګو ولیده، هوا په نرمه ژبه تسبیحات وایي؛ ملائکې تسبیحات، دره له عظمت نه ډکه شوه، د تعجب ځای نه و، ځکه چې ځمکې ته له اسمانه وحې راتله:
اور ته نیږدې شو، کله چې ورغی، غږ پرې وشو، په اور او له اور چاپېره ټول برکتي شول، پاکي د نړۍ پالونکی الله لره ده، موسی علیه السلام ووېرېده او وتښتېده، بېرته ارام شو اور ته بیا ورنیږدې شو، کله چې ورغی، غږ پرې وشو:
- ای موسی! بېشکه زه ستا رب یم، پایزار دې وباسه، ته د طوی په سپېڅلې دره کې يې. ما غوره کړی یې ، هغې ته غوږ شه چې درته وحې کېږي. همدا زه الله یم، له ما پرته بل الله نشته، زما بندګي وکړه او زما د یاد لپاره لمونځ قایم کړه، بېشکه چې قیامت راتلونکی دی، زه هغه وخت پټ ساتل غواړم، څو هر نفس ته د خپلو هڅو بدله ورکړم. نو داسې څوک چې په هغه (قیامت) ایمان نه راوړي او د خپلو نفسي غوښتنو بنده ګرځېدلی دی، تا دې د هغه ساعت له فکر څخه منع نه کړي، که نه نو ، ته به په هلاکت کښې وغورځيږي.
موسی علیه السلام خپل پایزار وویستل، لا هغسې وېرېږي، الله تعالی ورته د ارامتیا ورکولو په موخه وویل، هغه پوهېده، بلکې الله تعالی يې په زړه هم پوهېده، له الله تعالی نه هیڅ شی پټ نه دی.
- ای موسی په لاس کې دې څه دي؟
موسی علیه السلام وویل:
- زما امسا ده، تکیا پرې کوم، مېږې پرې شړم او نور کارونه پرې هم کوم.
الله ورته وویل:
- ای موسی ويې غورځوه.
ويې غورځوله ناڅاپه ترې غټ مار جوړ شو او روان شو.... کله چې يې په خوځېدو ولیده، ګوندې چابک مار دی، موسی علیه السلام منډې کړې او شاته يې ونه کتل، رب ورغږ کړې:
- ای موسی مه وېرېږه، ما سره پيغمبران نه وېرېږي...راشه او مه ډارېږه بېشکه چې ته په امن کې يې.
کله چې راوګرځېد او مار لا هم هغسې خوځېږي، وېره يې له سره شوه، الله تعالی ورته وویل:
- راوايې اخله، مه ډارېږه، بېرته به يې امسا کړو.
لاس يې وروغځاوه، مار بېرته امسا شوه، الله تعالی ورته وویل:
- لاس دې په ګریوان کې ننباسه، بېرته به له ناروغۍ پرته سپين راووځي، لاسونه دې ځان ته راټول کړه.
موسی علیه السلام په ګریوان کې لاس ننویست، بېرته يې راوویست، د سپوږمۍ په څېر پړقېده، خپلې امسا ته فکر یوړه چې ناڅاپه مار شو، لاس يې څنګه د سپوږمۍ په څېر پړقېږي، الله تعالی ورته وویل:
- دا فرعون او د هغه مشرانو ته ستا د رب دوه کوټه دلیلونه دي، بېشکه چې دا فاسق قوم دی.
موسی علیه السلام پوه شو چې فرعون ته یې لېږي، نو ویې ویل:
- ای زما ربه، ما له هغوی نه مړی کړی، وېرېږم چې ما به مړ کړي، زما ورور هارون له مانه په فصاحت کې ښه دی، له ماسره یې ولېږه چې زما خبرې رښتونې کړي، زه وېرېږم چې ما به درواغژن کړي.
الله تعالی وویل:
- ستا مټ مې ستا په ورور غښتلی کړ، تاسې ته به واک درکړم، نو تاسې ته به په دې سره نه شي رسېدلی، تاسې او ستاسې متابعت کوونکي بریالي دي.
موسی علیه السلام ودرېده، نه پوهېږي چې څه ووايي، الله تعالی ورته وویل:
- فرعون ته ورشه، هغه سرکښه شوی دی.
موسی علیه السلام په خوښۍ وویل:
- ای ربه، زما سینه پراخه کړه. زما چارې اسانې کړه، زما د ژبې غوټه پرانیزه چې زما په خبره پوه شي.
موسی علیه السلام له خپلې کورنۍ سره روان دی، د درېم تحتمس په فکر کې دی، هغه له ونې لنډ زلمی چې په جګړو او د خلکو په وژنه مشهور دی، موسی علیه السلام په مصر کې خپلې کورنۍ ته ورسېد، خپلې مور ته ورغی، د هغې سترګې پرې یخې شوې، تر هغې تم شو چې ورور هارون یې راغی، دواړه وروڼه یو بل ته غاړې وتل، خپل ورور ته يې ټوله کیسه وکړه، بیا يې وویل:
- ای هارونه، ما سره فرعون ته ورشه، بېشکه چې موږ ورته الله تعالی رالېږلي یو.
هارون له خپل ورور سره راپورته شو چې لاړ شي، مور يې ورپورته شوه، چېغې يې کړې.
- د خدای په خاطر فرعون ته مه ورځئ وژني مو.
موسی علیه السلام مور ته وویل:
- مه وېرېږه او مه خواشینې کېږه، بېشکه چې الله له موږ سره دی، راته یې ویل... زما له معجزو سره ورشئ ، زه ستاسې خبرې اورم. فرعون ته ورشه ورته ووايئ، زه د نړۍ د پالونکي استازی یم. له ما سره بني اسرائیل ولېږه.
مور یې ورته وویل:
- زه په تاسې وېرېږم، فرعون به مو ووژني.
موسی علیه السلام ورته وویل:
- ډاډه اوسه، الله پاک رالېږلی یم چې بني اسرائیل له دې سپک عذاب نه خلاص کړم.
موسی او هارون علیهما السلام فرعون ته روان شول، مور يې ور غږ کړې:
- تر سبا صبر وکړئ.
- اوس ورځو.
د ماڼۍ په اوږدو کې روان دي، موسی علیه السلام ته لارې ګودرې ښې معلومې وي، په کې رالوی شوی و، یوه ورځ د دوی امیر و، د حتشبسوت ساتونکي نه و، درېم تحتمس خپل ملګري راوستلي وو، هامان یې وزیر کړی و، کله چې د استخباراتو مشر ته ورسېدل، ورته يې وویل:
- موږ د نړۍ د پالونکي الله استازي یو.
- مسئول شخص تحتمس ته ورغی، ورته یې وویل:
- په دروازه کې یو لیونی دی دعوه لري چې د نړۍ د پالونکي الله استازی دی.
فرعون وویل:
- اجازه ورکړئ چې راننوځي.
موسی او هارون علیهما السلام فرعون ته ورننوتل، تحتمس موسی ته یوه شیبه وکتل، بیا یې وویل:
- څه غواړې؟
- موږ د نړۍ د پالونکي الله استازي یو، له موږ سره بني اسرائیل ولېږه.
تحتمس موسی وپېژانده په سپکه لهجه يې ورته وویل:
- ایا ته موږ وړوکی رالوی نه کړې او کلونه دې له موږ سره تېر نه کړل او هغه څه دې وکړل چې ودې کړل او ته ناشکره يې؟
موسی علیه السلام پوه شو چې د هغه مصري په اړه غږېږي چې ده وژلی و، نو ويې ویل:
- ما چې څه کړي و، زه بېلارې وم. له تاسې وتښتېدم، نو الله تعالی ما ته حکمت راکړ او پيغمبر يې کړم.
فرعون وویل:
- او د نړۍ پالونکی څوک دی؟
- د اسمانونو او ځمکو او د دوی په منځ کې د هر شي پالونکی دی، که تاسې باور کوئ.
تحتمس خپلې کابینې ته مخ راوګرځاوه او په سپکه لهجه يې وویل:
- تاسې يې خبرې نه اورئ؟
موسی علیه السلام وویل:
- ستاسې پالونکی او ستاسې د پلرونو پالونکی.
فرعون بیا چاپېره خلکو ته وویل:
- تاسې ته چې کوم استازی راغلی دا خو سپېره لیونی دی.
موسی علیه السلام وویل:
- د مشرق او مغرب او د دې په منځ کې د هر شي پالونکی دی، که تاسې عقل لرئ.
فرعون راتنګ شو، د موسی او هارون علیهما السلام د ویستلو امر يې وکړ ، بیا د ماڼۍ معبد ته ورغی چې د کاهنانو لمانځنه وګوري، لوی آمون يې ستاینه وکړي، څو يې په ربوبیت اقرار وکړي.
قربانۍ وشوې او عود په اور واچول شو، درېم تحتمس، هامان او نوره کابینه او لوړپوړي چارواکي ورننوتل، د کاهنانو غږونه پورته شول، آمون خپل خدای زوی تحتمتس ته مخاطب شو:
راغلی او ما درته ټوله نړۍ درکړه چې د خپلو پښو لاندې يې کړې.
او سمندر مې ستا په موټي کې درکړ
داسې حیثیت مې ورکړ چې ستا مقام د لوړ الوتونکي باز په څېر ګوري؟
او بیا په خپل ښکار د خپلې خوښې په اندازه را غوټه کیږي
راغلې ما درته هغه خلک درکړل چې ستا بریدونه ته نیږدې کيږي، څو يې تر پښو لاندې کړې.
د صحراء اوسېدونکي مې ژوندي بندیان کړل.
داسې مې کړلچې ستا مقام ته لکه د ګیدړ درګوري.
ډېر چابک ، پر ځمکه ګرځي.
درېم تحتمس د کاهنانو لمانځنې ته غوږ دی، هغوی يې سپېڅلتیا بیانوي او ستاینه يې کوي، له تحتمس نه ځان ورک شو، خپلې ماڼۍ ته راستون شو، نیږدې وه چې له غرور نه والوځي، هامان وزیر په کې نور هم د غرور سحر پوف کوي، ورته وايي:
- جلالتمابه! هر څه چې پېښېږي ته پرې پوهېږې، هیڅ شی له تا پټ نه دی، ته د معرفت خدای او د اسماني عدالت کنډه یې.
فرعون ټینګار وکړ چې خلک ورته راټول کړي، کله چې ورته راټول شول او ورته غوږ شول، ده وویل:
- زه ستاسې لوی رب یم... ای خلکو تاسې بل خدای نه لرئ.
موسی وویل:
- زه دې الله ته رابولم.
فرعون په تکبر وویل:
- که له ما پرته دې بل خدای ونیوه، نو هرومرو دې زنداني کوم.
- که مې درته یو څرګنده نخښه راوړه؟
- که رښتونې يې بیا يې راوړه.
امسا يې وغورځوله، ناڅاپه مار شو، لاس يې له ګرېوانه راوویست، تک سپین پړقېده.
فرعون وارخطا وروکتل، موسی او هارون علیهما السلام ورته وویل:
- موږ ستا د رب استازي یو، له موږ سره بني اسرائیل ولېږه، دوی مه شکنجه کوه، تا ته مې ستا د رب معجزه راوړه او پر هغو باندې دې سلام وي چې په سمه لاره دي. بېشکه موږ ته وحې شوې چې هغوی ته عذاب ورکوو چې دروغ يې ویلي او مخ يې اړولی دی.
- موسی علیه السلام ، ستا رب څوک دی؟
- زما رب هغه دی چې هر شي یې پيدا کړی او بيا يې ورته لارښوونه کړې.
وې ویل:
- د پخوانیو پېړیو معامله څنګه ده؟
موسی علیه السلام وویل:
- د هغوی معلومات زما له رب سره په کتاب کې دي، زما رب نه څه ورکوي او نه یې هېروي. هغه ذات دی چې ځمکه يې همواره ګرځولې، تاسې ته یې په کې لارې جوړې کړي، له اسمانه يې اوبه راښکته کړي، په هغې سره جوړه مختلف نبات راشنه کوي. تاسې وخورئ او ژوي په کې وڅروئ، بېشکه چې په دې کې د هوښیارانو لپاره نخښې دي. له دې ځمکې موږ پيدا کړي یاست، بېرته به مو ورګرځوو او بیا به مو ترې راپيدا کوو.
فرعون په غوسه وویل:
- ته راغلی یې چې په خپل جادو مو له خپلې خاورې وباسې؟ موږ به هم هرومرو ستا د سحر په څېر سحر راوړو، داسې یوه نېټه وټاکه چې نه ترې ته په شا شې او نه موږ.
ويې ویل:
- زموږ او ستاسې ژمنه د اختر ورځ شوه، چې خلک په لمر ختو کې راټولېږي.
مصریانو د اختر لپاره تابیا ونیوله، وختي ووتل، لوی میدان ته لاړل، دا هغه ورځ ده چې موسی علیه السلام او د فرعون تر منځ ټاکل شوې وه، ټول هغه ساحران په لیکو کې ودرېدل چې درېم تحتمس له ټول هېواد نه راټول کړي وو، فرعون، هامان، نجومیان او سنحوت راغلل، دا هغه څوک و چې د آمون په معبد کې يې دنده لرله، حتشبسوت رئیس ټاکلی و، په ټول مصـر کې د کارګرو څارونکی و، د ملکې مشاور و، خو درېم تحتمس له خپلې دندې ګوښه کړی و.
فرعون ساحرانو ته وویل:
- په یوه لیکه کې ودرېږئ، څوک چې نن بریالی شو هغوی بریالي دي.
موسی علیه السلام له خپل ورور هارون سره راووت، امسا لګوي او روان دی، میدان ته ورسېد، تحتمس د خپلو اشرافو سره په مجلس کې ناست دی، چاپېره ترې د اسمانونو د رازونو مشران او د آمون د وحې مشـر ناست دی چې وروسته د ده خدایي تاید کړي، موسی علیه السلام ساحرانو ته مخ راوګرځاوه، ورته يې وویل
- هلاک شئ! په الله تعالی دروغ مه تپئ، هغه تبا شو چې دروغ تپي.
ساحرانو یو بل ته وکتل، بیا یو تن وویل:
- دا دوه هغه ساحران دي چې غواړي تاسې له خپلې خاورې نه په سحر وباسي.
بیا يې موسی علیه السلام ته مخ کړې:
- ای موسی، یا يې ته ګوزار کړه او یا يې لومړی موږ ګوزارو.
موسی ورته وویل
- تاسې یې ګوزار کړئ
کله چې يې ګوزار کړل، چشم بندي يې وکړه، خلک يې ووېرول، لوی سحر یې وکړ، موسی علیه السلام چې کله وروکتل، د دوی رسۍ او لرګي ورته داسې ښکاره شول، ګوندې حرکت کوي، موسی په زړه کې ووېرېده، الله تعالی ورته وحې وکړه:
- موسی علیه السلام مه وېرېږه، ته بریالی یې، دا څه شی چې دې لاس کې دي ويې غورځوه، د دوی جوړ شوي شیان به ټول وخوري، دا یوازې د ساحر دوکه ده او ساحر هیڅکله نه بریالي کېږي.
موسی خپله امسا وغورځوله...شروع يې وکړه، ټول يې وخوړل. حق راڅرګند شو او د دوی کار له منځه لاړ، ناکام شو او خړ مخې وګرځېدل.
ساحران په سجده پرېوتل، ویې ویل:
- موږ د نړۍ په پالونکې ایمان راوړه. د موسی او هاورن په خدای.
فرعون راوپارېده، د ټول ولس په مخ کې يې ماتې وخوړه، ساحران ټول خدای ته په سجده شول، ټول خلک يې ویني، ووېرېده چې د دې فتنې اور په غرغرو نه شي، د ولس واګې یې له لاسه ونه وځي، بني اسرائیلو د خدای په ستاینه پیل وکړ، نو ساحرانو ته یې وویل:
- زما له اجازې مخکې پرې تاسې ایمان راوړه؟ بېشکه چې دا ستاسې مشر ساحر دی، تاسې ته یې سحر ښودلی دی، ستاسې لاسونه او پښې به اردل بردل غوڅې کړم، د خرماوو په ډډ پورې به مو په سولۍ کړم، تاسې به پوه شئ چې د کوم یو عذاب تلپاتې او سخت دی.
ساحرانو د ایمان خواږه وڅکل، هیڅ ونه وېرېدل، بلکې ویې ویل:
- پر هغو نخښو چې موږ ته راغلې، تا ته برتري نه شو درکولی، ته دې خپله پرېکړه وکړه ته قاضي نه یې. ته یوازې په دې دنیا کې پرېکړې کولی شې. موږ په خپل رب ایمان راوړه چې زموږ ګناهونه وبخښي او د هغه سحر بخښنه راته وکړي چې تا پرې اړ کړو، بېشکه الله تعالی غوره او تلپاتې دی، څوک چې خپل رب ته مجرم ورشي، نو په جهنم کې به وي ،نه به په کې مري او نه به ژوندی وي. څوک چې مومن ورشي او نېک عمل يې کړی وي، هغوی به لوړې درجې ولري.د عدن جنتونو کې به یې، لاندې به ترې ویالې بهېږي، همېشه به په کې وي او دا د هغه چا بدله ده چې خپل نفس يې پاک کړ.

محمد رسول الله او ملګري یې
دريم ټوک د اسماعیل علیه السلام نبیره
لیکوال، عبدالحمید جودة السحار
ژباړن شرر ساپی

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

#دعا#آمین ثم آمین@followers
♦️د تجوید زده کړه♦️دریم درس📖 موضوع: لحن خفي🎙️#آزموینه
♦️د تجوید زده کړه♦️دوهم درس📖 موضوع: لحن🎙️آزموینه
● د تجوید زده کړه ●لومړی درس📖 د تجوید پېژندنه🎙️#آزموینه
● د تلاوت زده کړه ●لومړی درس📖 اعوذبالله او بسم الله🎙️#آزموینه
قرآن آرامش جان#احادیث نبوی@followers https://www.facebook.com/profile.php?id=100086348141775&mibextid=ZbWKwL
برات شپه
قرآن آرامش جان#احادیث نبوی@followershttps://www.facebook.com/profile.php?id=100086348141775&mibextid=ZbWKwL
قرآن آرامش جان#احادیث نبوی@followers
#احادیث نبوی@followers
قرآن آرامش جان#احادیث نبوی@followers

Category

Telephone

Website

Address


مرکزی کابل اتمه ناحیه شاه شهید نواباد, نماینده ګی دوم کارته نو سرټپه سرک حلقوی پهلوی مکتب خصوصی ندا معارف
Kabul

Opening Hours

Monday 06:00 - 17:00
Tuesday 06:00 - 17:00
Wednesday 06:00 - 17:00
Thursday 06:00 - 17:00
Saturday 06:00 - 17:00
Sunday 06:00 - 17:00
Other Schools in Kabul (show all)
Esteqlal High School, Qalb-e-Kabul Esteqlal High School, Qalb-e-Kabul
Kabul

Lycee Esteqlal under impulse of King Amanullah in 1922 as Amaniya School, then in 1932 under its present name, the Lycée Esteqlal (independence) was partially demolished by the Tal...

دهوتخیلولمړی نمبر عالی لیسه دهوتخیلولمړی نمبر عالی لیسه
Kabul Hotkhil
Kabul, 1001

ټول نشرات مو دمکتب اړوند دی

هېواد مل هېواد مل
Kabul

یوازې یوه وړه تیروتنه وڪړه، دټول ښار احمقان په قطار ولاړ دي، چې نصیحت درته وڪړي. S+A

درویش ملنګ خصوصي ښوونځی درویش ملنګ خصوصي ښوونځی
2_11
Kabul

د تعلیم لپاره هیڅ وخت نه وي ناوخته

آموزشگاه ریاضیات،علوم ساینسی،لسان انگلیسی وکمپیوتر استاد دکتور قیس احمدی آموزشگاه ریاضیات،علوم ساینسی،لسان انگلیسی وکمپیوتر استاد دکتور قیس احمدی
قلعه وکیل سرك ميدان هواي بين المللي كابل أفغانستان
Kabul

Learning center

اسلام Islam اسلام Islam
Kabul

لااله الا الله محمد الرسول الله

آکادمی کوچه - Kocha Academy آکادمی کوچه - Kocha Academy
Kabul

آموزش و پرورش کودکان خیابانی Education for street childern

Ahmad Shah Durrani Academic Complex Ahmad Shah Durrani Academic Complex
Kabul

احمد شاه دُرانی یعنی کیفیت در تعلیم و تربیه

Mazhar private high school       مظہر خصوصی عالی لیسہ Mazhar private high school مظہر خصوصی عالی لیسہ
Kabul, 1234

ﺯمونږ هدف د بى وﺯله خلکو مرسته کول دي. ستاسو بغير مونږ هيڅ نه يو.

Aria Academy Aria Academy
Pul Surkh, Amir Trading Center
Kabul, 1006

We Train you, to Keep you Profitable

مدرسه علوم قرآنی سعادت مدرسه علوم قرآنی سعادت
Kabul

(خیرکم من تعلم القرآن و علمه) پل ارتباطی ما: 0777106886

Haqiqat Online Academy حقیقت انلاین اکاډمي Haqiqat Online Academy حقیقت انلاین اکاډمي
KabUlica Kota_e_ Sangi
Kabul, 0005

حقیقت انلاین اکاډمی اوس ستاسواولادونو ته په انګلیسی ژب